په Windows XP کي د پښتو ليک دود اچول ( Pa xp Installing Info )

د شېرزاد کامه وال څخه په مننه چي پښتوته يې د اول ځل لپاره وړيا سافټوېرونه جوړ کړي؛ او ځپلې پښتو يې د نړيوال جال سره د اول ځل لپاره اشنا کړې ده !
په Windows XP کي تاسي کولای شی چي په خپل کمپيوټر کي پښتو په ډيره اساني سره ځای يا Install کړي ، او د کمپوټر په هره برخه کي په خپله مورنۍ ژبه ليکل او لوستل وکړی ، ددې تر څنګ تاسي کولای شی چي په پښتو بل چاته برېښناليک ولېږی ، او د نورپه پښتو ليکل شوي ليکونه ولولی ، په MSN کي د خپلوملګرو اودوستانو سره په پښتو بانډار وکړی .او په نورو ډيرو زياتو پرګرامونو کي پښتو ليکل وکړی . د Windows کارونکي کولای شي په لاندي لارښوونو په ډيره اساني سره پښتو په خپل کمپيو ټرونو کي واچوي

١ : لومړی تاسي بايد د پښتوKeyboard او د پښتو ليکبڼه لاندي خپل کمپيوټر ته کښته کړی
الف :  د پښتو Keyboard د کښته کولو لپاره دلته کليک وکړئ
ب :   د پښتو ليکبڼي        د کښته کولو لپاره دلته کليک وکړئ
ج :   د پښتو xp فـايلونو    د کښته کولو لپاره دلته کليک وکړئ


يادونه : پر واړو پرګرامو کليک وکړئ  تر څو ستاسي په کمپيوټر کي Install شي

په Windows XP کي د پښتو ليک دود اچول ( Pa xp Installing Info )

 

ستاسي د keyboard ډول به په لاندي شکل وي ، تاسي کولی شې چي د لاندي انځور څخه د پښتو توري په خپل keyboard کي پيدا کړی ، چي پاسني ئې د Normal Keyboard توري دي او لاندني ئې هغه توري دي چي د Shift په کښېکښلو سره راځي
 

 

بېرته شاته

 

خپل کمپيوټر ته پښتو آفيس وړيا ښکته کړئ.

 

د خوښۍ ځای دی چي په پښتو ژبه د مايکروسافټ معتبري کمپنۍ د آفیس بنډل وژباړه او په نړيوال جال کي يې ګټي اخستني ته وړاندي کړ. 
تاسو کولای شۍ د انګرېزي پر ځای له پښتو آفیس Microsoft Office څخه ګټه واخلۍ! چي د وورد  Word، اکسیل Excell ، پاورپاينټ Power Point او اوټلوک Outlook پروګرامونه يې په پښتو ژبه کارېدلی شي.
 د کاروني لاري چاري:
        ۱- تر هرڅه د مخه تاسو باید د مايکروسافټ «وينډوز اکس پي دوهم سرویس پک» (Microsoft Windows XP service Pack 2) نصب کړی وي. که چېري تاسو پورتنۍ ورژن پروګرام نه لرۍ پښتو آفيس نه شۍ نصبولی. 
       ۲- که مو (Microsoft Windows XP service Pack 2) نصب کړی وي خو د پښتو ژبه په کمپيوټر کي شتون ونه لري بيا هم تاسو نه شۍ کولی چي پښتو آفیس نصب کړی. 
یادونه: که تاسو (Microsoft Windows XP service Pack 2) نصب کړی وي او پښتو ژبه ونه لري له دغه ځایه د پښتو ژبي لپاره د مايکروسافټ آپډېټ ښکته کړۍ او نصب يې کړۍ چي د کمپيوټر له بيا چالانولو وروسته به پښتو ژبه ستاسو په سيسټم کي پیدا شي.
       ۳- د افيس د پښتو ژبي آپډېټ د نصبولو لپاره تاسو اړ یاست چي مايکروسافټ افيس ۲۰۰۳ MS Office 2003 په خپل کمپوټر کي نصب (انسټال) کړۍ.
       ۴-که تاسو پورتنۍ چاري په سمه توګه تر سره کړې وي له دغه ځایه د مايکروسافټ پښتو آفيس لپاره آپډېټ تر لاسه او نصب يې کړۍ.
       ۵-  وروسته له هغه په لاندي لارښود باندي عمل وکړۍ څو ستاسو افيس په پښتو ژبه واوړي:
Start Menu    Programs---Microsoft Office----Microsoft Office tools
Microsoft Office 2003 Language Settings ----- in user...  and help  tab click on  (display Office 2003 in   “ Pashto”
کله چي مو پورتنۍ کړکۍ پرانستله نو د انګریزی په ځای پښتو وټاکۍ چي له هوکي کولو وروسته  به ستاسو آفيس پروګرام په پښتو ژبه وي.

 
 

دا دى دكمپيوټر لپاره د پروگرام جوړولو تر ټولو سترې  موسسې Microsoft  چليز سيستم     Windows    ته   د نړۍ يولس نورې ژبې  ( چې له نېكه مرغه  پښتــــــو ژبه هم پكې شامله ده ) ورډېرې  او Update (نوى كوونكى) فايل يې  په 27-05-2005  نيټه جوړ او پرون ورځ  ( د 2005 كال د اگست په نهمه نيټه  ) يې  د انټرنټ له لارې مينه والو ته وړاندې كړ .
      دغه  يوولس ژبې به دWindows XP  ServicePack 2  نوې(Updated)    بڼې ته ورډېرې شوې دي   او وروسته  لدې به  ټولو راتلونكو   Windows  چليز سيستمونو كې موجودې وي .
  
   كه چېرې ستاسې په كمپيوټر كې   Windows XP  ServicePack 2  چليز سيستم ولرئ نو  د يوه نوي كوونكي     Windows  XP –KB  897338-V2-X86-ENU.EXE نومي فايل په ښكته كولو سره  به مو  په  Windowsكې  پښتو   Pashto(Afghanistan)  سره  له كره كليدړې ورډېره شي .
 لارښـــــــــــــود:
    
ددغه Update د كښته كولو لپاره:
۱
ـــ  لومړى  كښته كول Download    كښېكاږئ.
۲
ـــ  بيا وروسته :
        ـــ د سمدلاسه  Instalation   لپاره  همدغلته په    Open    يا     Run  كليك   وكړئ  .
        
ـــ كه غواړئ  فايل كښته كړئ ، وه يې ساتئ  او بيا يې كوم بل وخت Install    كړئ نو    Save   يا
   Save this program  to disk     كښېكاږئ .

 
    او يا هم دا 
http://www.microsoft.com/downloads/details.aspx?FamilyID=3fa7cdd1-506b-4ca0-bd47-b338e337a527&displaylang=en كرښه كښېكاږئ  او ورپسې   په نوموړې پاڼه كې دDownload تڼۍ كښېكاږئ .

د نوموړي نوي كوونكيupdate file  ځينې ځانگړنې :
د فايل نوم:   Windows XP -kw89338-v2-x86-ENU.exe
1.0 :Version
دجوړېدو نېټه  : 27-05 -2005
د خپـرېدو نېټه : 09- 08-2005
  
ژبه :
  انگرېزي  English
( له  انگريزۍ  پرته   د  نورو ژبوWindows XP  ServicePack 2   درلودونكي كولاى شي نوموړى   Update file د  مايكروسافټ  له اړوندې سيمه  ايزې  څانگې څخه  د خپل چليز سيستم له ژبې سره سم   د  هماغه ژبو  دWindows    لپاره دغه   Update file  تر لاسه او په   Windows XP  ServicePack 2   يې  ورډېر كړي  .)

1792KB   : Downloading  size  د كښته كولو كچه
د كښته كولو تخميني  وخت : له يوې تر پينځو دقيقو  (ستاسې د انترنت سروس په ډول اوچټكتيا  اړه لري.)

پر دغه كره  كليدړه باندې  دپښتو تورو
: د ويش ترتيب 


نورمال حالت



د  Shift  سره حالت

    پدې توگه  د Microsoft   موسسې  د تخنيكي څانگې  د كاركونكو څخه چې دې كار ته يې وخت او ارزښت وركړ ،  او همدارنگه له ټولو هغو پښتنو ورونو څخه چې پدې لار كې يې زيار كښلى او نوموړې  موسسې ته يې د پښتو ژبې او په  Windows  سيستم كې يې د شاملولو ارزښت ور په گوته كړى  او يا يې نورې مشورې  ورلېږلې دي او هڅولي يې دي ، د زړه له كومي مننه كوو  او د دغه كاميابۍ مباركي ورته وايو .

 

 
 

بېرته شاته