په تحقيقي ليکنو کښي...

 
 

د استناد او بيبليوګرافۍ لنډ لارښود

     
 

 
     
 

 
     
     
  د کتاب پېژندنه :  
 

په تحقيقي ليکنوکي د اِستِناد او بيبليوګرافۍ لنډ لارښود

د انتوني وينکلر او جورې مکوين ليکنه

د محمد هارون خپل پښتو ژباړه، څرګندوني او مثالونه

د دې لارښود ماخذ :
Anthony C. Winkler, and Jo Ray McCuen. Writing the Research Paper: A Handbook. Third Edition. Forth Worth: Harcourt Brace Jovanovich Publishers, 1989. 106 – 190.

انلاين چاري  : لراوبر لوی افغانستان   http://www.larawbar.com


 

لــــړليک:
 
  1. سريزه
  2. لومړۍ برخه : د استناد سيسټمونه
  3. لومړی څپرکی : سند بايد کله او چيري وړاندي سي؟
  4. دوهم څپرکی : داستناد يا سند ښوولو ډولونه
  5. دريم څپرکی : د استناد دبېلابېلو سيسټمونو لارښود
  6. الف) مؤلف / اثر يا د ا. ژ. ټ . ( د اوسنييو ژبو د ټولني ) سبک
    ب) مؤلف / نېټه يا د ا. ا. ټ . ( د امريکا د ارواپوهني د ټولني ) سبک
    ج ) د لمن ليکنو / پایليکونو دوديز ( عنعنوي ) سبک
    د) د لمبرونو يا شمېرو سبک
  7. څلرم څپرکی : په ليندييو کي د ماخذ ليکل - د مؤلف او اثر يا د ا. ژ . ټ . سبک
  8. ۱- په متن کي د ماخذ ليکل
    الف) د اثر پېژندنه
    ب) د ماخذ یا سرچينې پېژنګلوي
    ج ) دليکوال يا څېړونکي د نامه یادوَنه
    د) هغه اثر، چي دوو ليکوالو/ مؤلفانو په ګډه ليکلي وي
    هـ) هغه اثر، چي تر ددوو ډېرو ليکوالو / مؤلفانو ليکلی وي
    و ) د مؤلف او اثر دواړو يادونه
    ز ) نامالوم مؤلف
    ح ) د يوه مؤلف د څو اثارو يادونه
    ط) په مجموعه کي د يوه اثر يادونه
    ی) هغه اثار، چي څو ټوکه ( جِلدونه ) ولري
    ک) د شعر د يوې برخي يادوَنه
    ل ) د عربي شمېرو يا عدودنو کاروَنه
  9. ۲- د په متن کي د ماخذونو د پېژندګلوی له پاره د سريز و او عبارتونو رنګارنګي
  10. پينځم څپرکی : په ليندييو کي استناد- مؤلف او نېټه ( د ا. ا. ټ . سبک)
  11. ۱- په متن کي د سند يادوَنه
    الف) د يوه مؤلف يو اثر
    ب) د يوه ماخذ څو پلا يادوَنه
    ج ) يو اثر د دوو يا څو مؤلفانو له خوا
    د) د هغه ماخذ د پېژندګلوۍ لاره، چي په ليکلو کي يې تر شپږو مؤلفانو پوري برخه اخيستې وي
    هـ ) هغه اثر، چي په ليکنه / تأليف کي يې شپږو يا تر شپږو ډېرو کسانو برخه اخيستې وي
    ز ) ډله ييز يا ګروپي مؤلفان
    ح ) د نوم ورکي يا بې نومه مؤلف اثار
    ط) هغه مؤلفان، چي کورني نومونه يا تخلُصونه يې يو شان وي
    ی) په عين ليندييوکي د دوو يا څو اثارو ليکل
    ک ) د يوې سرچينې د ځينو مشخصو برخو يادوَنه
    ل ) شخصي خبرونه او رپوټونه
    م ) د راوړل سوی تبصرې د يوې برخي په توګه په ليندييو کي د ماخذونو يادوَنه
    ن ) د ماخذونو ناوړه او بې خونده اوډَنه
  12. شپږم څپرکی : په ليندييو کي استناد يا په متن کي د عددونو ( لمبرونو ) ليکل
  13. اووم څپرکی : د استناد دوديز يا عنعنوي سبک ( لمنليکونه / پایليکونه )
  14. ۱- د پايليکونو د وړاندي کولو لاره
  15. ۲- د لمنليکونو د وړاندي کولو بڼه
  16. ۳- يادښتونو ته د لمبر يا نومرې ورکول
  17. ۴- ديادښتونو د لمبرونو سم ځای پر ځای کول
  18. ۵ - د کتابو د لمنليکونو بولګه ( نمونه )
  19. الف ) هغه کتاب، چي یوه مؤلف ليکلئ وي
    ب ) هغه کتاب، چي دوو يا ډېرو مؤلفانو ليکلئ وي
    ج ) هغه کتاب، چي د ډله ييزو يا ګروپي مؤلفانو له خوا ليکل سوی وي
    د ) هغه کتاب، چي نوم ورکي مؤلف ليکلئ وي يا په مستعار او قلمي نامه کښل سوی وي
    هـ) هغه اثار، چي په څو ټوکونو ( جلدونو ) يا برخو کي خپاره سوي وي
    و) کلکسيونونه ، غورچاڼونه ( منتخبات )، د يوې موضوع په اړه د اکاډيميکو ليکونو مجموعې او د زده کړي مرسته کوونکي ( ممد )کتابونه
    ز) د دوو ماخذونو يا دوو حوالو يادونه - په يوه استناد سوي ماخذ کي دبلي وينا يا اثر يادونه
    ح) د اخيستني يا ريفرينس اثر ( د فرهنګونو، پوهنغونډونو، عمومي فهرستونو او داسي نورو په څېر ډله ييز اثار، چي د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د ګڼو ليکوالو او مؤلفانو له خوا چمتو سوي وي؛ او لوستونکي يې د ځينو موضوع ګانو د استناد له پاره ګوري )
    ط ) هغه اثر، چي د نورو اثارو په لړ کي خپريزي
    ی ) چاپ ( ايډيشن ) او سموَنه ( ايډيټ )
    ک) ژباړه ( ترجمه )
    ل) کتابګوټی( يو مخيزه يا څو مخيزه خپرونه )
    م) دولتي خپروني او قانوني سندونه
    - د کانګريس ريکارډ ( پېښليک )
    - د کانګريس خپروني
    - قانوني خپروني
    ن) لرغوني اثار
    س ) ديني او مذهبي ليکني
  20. ۶- د مهالنييو ( جريدې، اونيزي، مياشتنۍ، دوې مياشتنۍ، درې مياشتنۍ او داسي نورو) د لمن لیکونو بولګې
    الف ) ناپېژندلئ ( نوم ورکی ) ليکوال يا مؤلف
    ب ) هغه اثر ، چي يوه ليکوال يا مؤلف ليکلئ وي
    ج ) هغه مجله، چي په ټول کلني ټوک کي يې د پاڼي ( مخ ) يو لمبر راغلئ وي
    دـ ) هغه مجله، چي هر ه ګڼه يې بېلي پرله پسې نومرې ولري
    هـ ) مياشتنۍ مجله
    و ) اونيزه
    ز ) ورځپاڼه
    ح ) سرمقاله
    ط ) د ورځپاڼي مسوول مدير ته ليکونه
    ی) کره کتنه
  21. ۷ – دځانګړو توکو ( موادو ) له پاره د لمنليکونو بولګې
    الف ) ليکچر ( د يوې خاصي موضوع په هکله د يوې غونډي برخه والو ته وينا يا د لوړو زده په مؤسسو کي شاګردانو ته لوست او لارښوونه )
    ب ) فيلم
    ج ) د راديو او تلويزيون خپروني
    د ) ډيسک ( Disk ) يا فيتې ( Tape ) ثبت
    هـ) شخصي ليک
    و ) مرکه
  22. ۸ - په لمنليکونو او پایليکونو کي، د يوه استناد سوي اثر راتلونکي يا ورپسې يادوني
  23. اتم څپرکی : موضوعي يادښتونه ( يادداښتونه )
  24. ۱- هغه موضوعي يادښتونه، چي د يوې اصطلاح يا موضوع د لاروښانولو په خاطر څرګندوني وړاندي کوي
  25. ۲- هغه موضوعي يادښتونه، چي په متن کي بيان سوي نظريې لاپسي روښانه کوي
  26. ۳- هغه موضوعي يادښتونه، چي لوستونکي ته د بلي سرچينې په باره کي مالومات ورکوي
  27. ۴- هغه موضوعي يادښتونه، چي چلند لاري يا پروسيجرونه بيانوي
  28. ۵- هغه موضوعي يادښتونه، چي د چا د مرستي له امله ، د منني او قدرداني مراتب بيانوي
  29. نهم څپرکی : دماخذونو يوځای کول
  30. ۱- هغه لمنليک، چي د مؤلف - اثر ( ا. ژ. ټ .) سبک کاروي
  31. ۲- هغه لمنليک، چي د مؤلف - نېټې ( ا. ا. ټ . ) پر سبک ليکل سوی وي
  32. ۳- هغه لمنليک، چي د لمبرونو يا نومرو د سبک له مخي ليکل سوی وي
  33. ۴- هغه لمنليک، چي د دوديزي ( عنعنوي ) لاري پر اصولو ليکل سوی وي
  34. دوهمه برخه : بيبليوګرافي (ماخذونه يا سرچينې)
  35. لومړی څپرکی : په بيبليوګرافييو کي، د الفبا د تورو په ترتيب، د وړاندي سوو اثارو عمومي اوډنه
  36. دوهم څپرکی : د ليکني پر پاڼه د اثارو د بيبليوګرافۍ ځيني بولګې، چي د « ا. ژ. ټ . » پر سبک ليکلي سوي دي
  37. دريم څپرکی : استناد سوي اثار ( د ا. ژ. ټ . او دوديز سبکونه )
  38. ۱- په « استناد سوو اثارو » کي د بيبليوګرافيکو ماخذونو عمومي اوډنه
    الف ) مؤلف
    ب ) سرليک ( عنوان )
    ج ) سموونکی/ سموونکي، ټولوونکی/ ټولوونکي، ژباړوونکی/ ژباړوونکي، لمن ليکوونکی/ لمن ليکوونکي، موښلوونکی/ موښلوونکي ، بشپړوونکی/ بشپړوونکي او داسي نور
    د ) د چاپ روڼ يا نوبت ( بېله لومړي روڼَه )
    هـ ) د لړۍ نوم او لمبر
    و ) د ټوک لمبرونه
    ز ) د چاپ جزييات ( مالومات )
    ح ) د پاڼي ( مخ ) لمبرونه
    ط ) د پايليکونو او بيبليوګرافيک فهرست تر منځ توپير
  39. ۲- دکتابونو دبيبليوګرافيک استناد بولګې
    الف ) د يوه مؤلف له خوا ليکل سوی کتاب
    ب) د دوو، درو يا ډېرو مؤلفانو له خوا ليکل سوی کتاب
    ج ) هغه کتاب، چي ډله ييزو يا ګروهي مؤلفانو ليکلئ وي
    د) هغه کتاب، چي د نا پېژندل سوي مؤلف يا بل ليکوال له خوا، په مستعار يا قلمي نامه ليکل سوی وي
    هـ ) هغه کتاب، چي په څو ټوکونو ( جلدونو ) کي کښل سوی وي
    و ) هغه اثر، چي د عين مؤلف له خوا د کوچنييو اثارو په يوه مجموعه کي چا پ سوی وي
    ز ) د يوه کتاب د څپرکي يا عنوان سوي برخي استناد
    ح ) مجموعې ( ټولګي ) : غورچاڼونه، پېښليکونه او د لوست مرستندويه کتابونه
    ط ) دوه پلا يادونه - له استناد سوي اثر څخه دوينا يا نظريې اخيستنه
    ی ) د اخيتسني يا ريفرينس اثار
    - پوهنغونډونه ( دايرة المعارفونه )
    - قاموسونه او کلنۍ
    ک ) هغه اثر، چي د نورو اثارو په لړ کي خپور سوی وي
  40. ۱- نومره لروونکې لړۍ
  41. ۲- بې نومرې لړۍ
    ل ) بيا چاپ
    م ) د چاپ روَڼ ( نوبت )
    ن ) هغه کتاب، چي په بهرني هيواد کي خپور سوی وي
    س ) مقدمه، سريزه، لومړۍ يا وروستۍ خبري
    ع ) ژباړه ( ترجمه )
    ف ) د انځورونو يا تصويري څرګندونو کتابونه
    ص) بهرني سرليکونه
  42. څلرم څپرکی : په استناد سوو اثارو کي دمهالنييو له پاره د بيبليوګرافيک ريفرينس عمومي اوډنه
    الف ) مؤلف
    ب) د اثر ( مقالې او نورو ډولونو ) سرليک
    ج) د چاپ مالومات
    د ) مخونه
  43. پينځم څپرکی : دمهالنييو له پاره د اثارو د بيبليوګرافيکي اوډني بولګې
    الف ) نوم ورکی يا ناپېژندل سوی ليکوال / مؤلف
    ب ) هغه اثر، چي د يوه ليکوال/ مؤلف له خوا کښل سوی وي
    ج ) دوه يا څو ليکوالان
    د) هغه مجله، چي په ټول کلني ټوک کي يې د مضمونو د بېلولو له پاره، پرله پسې نومرې راغلي وي
    هـ) مياشتنۍ مجله
    و) اونيزه مجله
    ز) ورځپاڼه
    ح) سرمقاله
    ط) مسوول مدير ته ليک
    ی) کره کتنه
    ک) خپرې سوي مرکې
    ل) چاپ سوې وينا يا ليکچر
  44. شپږم څپرکی : دناچاپه موادو د بيبليوګرافيک استناد ځيني بولګې
    الف) وينا يا ليکچر
    ب) هونري ( هنري ) اثار
    ج) د کمپيوټر سرچينه ( منبع )
    د) فيلم
    هـ) مرکه
    و) د موسيقۍ کمپوز
    ج ) د راديو او تلويزيون خپروني
    د) د ډيسک ( Disk ) يا فيتې ( Tape ) ثبت
    هـ) د تياتر نندارې
  45. اووم څپرکی : دځانګړو توکو ( موادو ) د بيبليوګرافيک استناد بولګې
    الف) چاپ سوی هونري اثر
    ب ) ديني او مذهبي ليکني
    ج ) لرغوني اثار په عمومي ډول
    د) تيزس يا ډيزرټېشن ( هغه کتابګوټی يا رساله، چي د ماسټرۍ يا ډاکټرۍ په څېر زده کړو تر بشپړولو وروسته ليکل کيږي )
    هـ) د لمنليکونو او پايليکونو استناد
    و) خطي يا ټايپ سوې نسخه
    ز) کتابګوټي ( جزوه يا رساله )
    ح) شخصي ليک
    ط) ننداره
  46. ۱- لرغونې ننداره
  47. ۲- اوسنۍ ننداره
    ی) شعرونه
  48. ۱- لرغوني شعرونه
  49. ۲- اوسنی شعر
    ک) عام سندونه
  50. ۱- د کانګريس ريکارډ ( پېښليک )
  51. ۲- د کانګريس خپروني
  52. د افغانستان د مدني قانون د يوسلو دېرشمي مادې دوهمه فقره
  53. ۳- د امريکا د متحدو ايالاتو د اجراييه څانګي خپروني
  54. ۴- قانوني خپروني
  55. ل) د بېلي سرچينې په توګه په کتاب يا مقاله کي اخيستل سوی ( اقتباس سوی ) متن
  56. ۱- له بله کتابه اخيستل سوی متن
  57. ۲- له بلي مقالې څخه اخيستل سوی متن
    م ) رپوټ
    ن) جدول، ګراف، چارټ او نور انځورونه
  58. اتم څپرکی : د سرچینو فهرست ( د ا. ا. ټ . سبک)
  59. نهم څپرکی : دماخذونو په فهرست کي، د کتابونو له پاره د بيبليوګرافيک ريفرينس عمومي اوډنه
  60. لسم څپرکی : د کتابونو له پاره د بيبليوګرافيک ريفرينس بولګې
    الف) هغه کتاب، چي يوه مؤلف يا لیکوال ليکلئ وي
    ب) هغه کتاب، چي د دوو يا څو مؤلفانو له خوا کښل سوی وي
    ج) سم ( تصحيح ) سوی کتاب
    د) ژباړل سوی کتاب
    هـ) هغه کتاب، چي په بهرنۍ ژبه کښل سوی وي
    و) د کتاب د چاپ روڼ ( وار )
    ح) هغه کتاب، چي څو ټوکه ( جلدونه ) ولري
    ط) ناچاپه خطي نسخه
  61. يوولسم څپرکی : دسر چينو په ليست کي د مهالنييو له پاره د بيبليوګرافيک ريفرينس عمومي اوډنه
  62. دوولسم څپرکی : د مهالنييو د بيبليوګرافيک ريفرينس بولګې
  63. الف) د مسلکي مجلې هغه مقاله، چي يوه مؤلف ليکلې وي
    ب) د مسلکي مجلې هغه مقاله، چي په ليکنه کي يې تر شپږو ليکوالو پوري برخه اخيستې وي
    ج ) د هغي مجلې مقاله، چي په هره ګڼه کي يې دمضومونو د بېلولو له پاره، نوي نومرې کار سوي وي
    د) هغه مجلې، چي دکلني ټوک د بېلابېلو ګڼو مخونه يې پرله پسې نومرې لري
    هـ) د مياشتنۍ مجلې مقاله
    و) هغه مجله، چي په ټاکلې ورځ خپره سوې وي
    ز) د ورځپاڼي مقاله
    ح) سرمقاله
    ط) مسوول مدير ته ليک
    ی) کره کتنه
  64. ديارلسم څپرکی : د ناچاپه موادو له پاره د بيبلوګرافيک ريفرينس بولګې
    الف) کمپيوټري سرچينې
  65. ۱- کمپيوټري پروګرام
  66. ۲- له اطلاعاتي مرکز ( Data Bank ) څخه د سرچينې را ايستل
    ب) فيلم
    ج) ثبت سوې سرچينه
  67. څورلسم څپرکی : د ځانګړو موادو د بيبليوګرافيک ريفرينس بولګې
    الف) دولتي سندونه
  68. ۱- کانګريس
  69. ۲- اجراييه څانګه
    ب) قانوني ريفرينسونه
  70. ۱- د محکمې دعوه ( شخړه )
  71. ۲- قوانين او مقررې
  72. ۳- تړونونه
  73. پينځلسم څپرکی : د رپوټ د بيبليوګرافيک ريفرينس بولګې
  74. شپاړسم څپرکی : استناد سوي اثار ( د نومرو سيسټم )

 

 
  سريزه

په علمي او تحقيقي ليکنو کي د ماخذونو يا سرچينو وړاندي کول، خورا پخوانی دود دﺉ . ليکوالو او څېړوونکو زياتره د خپلو نظريو د باوري کولو او اثبات له پاره، پر خپلو تجربو او شهودي برياوو سربېره، اسماني کتابونه، د مخکښو پوهانو، فيلسوفانو او صاحب نظرانو علمي او تحقيقي موندني د سند په توګه وړاندي کړي دي . په پښتني ټولنه کي هم دا دود او دستور اوږد تاريخ لري؛ د مثال په توګه د عارف شاعر او مؤرخ - علي محمد مخلص په « حالنامه » او د سترګه ګور مؤرخ - محمد هوتک په « پټه خزانه » او ډېرو نورو تاريخي، ادبي او ديني اثاروکي، د استناد سوو سرچينو او ماخذونو پېژندګلوي، له ورايه دا حقيقت جوتوي، چي پښتانه ليکوالان او څېړونکي له پېړييو پېړييو راهيسي د علمي څېړنو له مروجو لارو چارو سره سره اشنا وه .
په پښتو ادبياتو کي، اِستِناد سوي اثار زياتره د « سند »، « حوالې » ،« مدرک »، « مرجعې »، « منبعې »، « ماخذ »، « ريفرينس » او په دې وروستييو کلونوکي د « اخځ »، « اخځليک »، « اخيستنځي »او داسي نورو په نومونو ياد سوي دي .
په لوېديزه نړۍ کي، د اثارو د استناد په اړه تر اوږدو پړاوونو وروسته هڅه کيږي، چي په علمي او تحقيقي ليکنوکي، د استناد معياري لاري او سيسټمونه وړاندي سي؛ تر څو ليکوالان او محققان په اسانۍ سره وکړای سي، له استناد سوو ماخذونو او سرچينو څخه په خپلو ليکنو او څېړنوکي اعظمي ګټه واخلي . د استناد معياري سيسټمونه او سبکونه په علمي او تحقيقي چاروکي، د ليکوالو او مؤلفانو تر منځ ګډه ژبه او ګډه کړنلاره را منځ ته کوي، چي يوازنۍ نتيجه يې د زده کوونکو او نورو اړونده کسانو په اکاډيميکو کارونوکي د ستونزو او ربړونو له منځه وړل دي .
د علمي او تحقيقي اثارو په ليکنه کي، د معياري استناد بهير اوس ډېر پرمختللي پړاو ته رسېدلئ دﺉ . د علومو د هري څانګي له پاره، د استناد بېلي لاري او سيسټمونه وړاند ي سوي دي؛ او د هري ورځي په تېرېدو سره د دغه راز سيسټمونو او سبکونو د لا معياري کولو له پاره کوښښونه روان دي .
له بده مرغه، د افغانستان د پوهنتونو په تعليمي نصاب او د تحقيقي چارو د نورو مخکښو ټولنو په عملي فعاليتونوکي، داسي ارزښتناک موضوعات لازم ځای نه لري . په دې برخه کي خپاره سوي کتابونه او مقالې، زموږ د ټولني تر اړتياوو ډېر لږ دي . د پوهنتونونو فارغان څه، چي حتا ځيني ليکوال او څېړونکي هم په دې ډګر کي له جدي ستونزو سره مخامخ دي . داسي اثار لږ نه دي، چي په هغو کي د استناد ضروري اصولو او قواعدو ته هيڅ يا ډېر لږ پام سوی دﺉ . په علمي او تحقيقي اثارو کي، د استناد معياري لارو چارو ته د لږ پاملرني له کبله، د د غه راز اثارو په پېژنده او کاراخيستنه کي لویي نيمګړتياوي ليدلي کيږي . دا حقيقت هيڅ بحث او ثبوت ته اړتيا نه لري، چي د ليکني او څېړني مينه والو ته بايد تر هر څه مخکي د د ې لاري د ځينو مُسلَمو او منلو اصولو په اړه لارښوونه وسي . نن سبا هر چيري علمي او تحقيقي اثار تر هغه مهاله اکاډيميک ارزښت نه مومي، چي په ليکنه او څېړنه کي يې پر نوښتګرۍ، پياوړو دلايلو او ژور منطق سربېره،د ظاهري جوړښت په هکله هم لازمو قواعدو ته پام نه وي سوی . دا ډول لارښووني بايد له پوهنتونو څخه نيولې د علمي او تحقيقي چارو په ګردو ټولنو او سازمانونو کي تر زياتي ګچي عامي سي . دا کار به بې شکه په راتلونکي کي د ځوانو ليکوالو او څېړونکو له لوړو او معياري ليکنو سره ډېره مرسته وکړي .
په تحقيقي ليکنو کي د استناد او بيبليوګرافۍ اوسنی لارښود، په حقيقت کي د ماخذ ښوولو له بېلابېلو سيستمونو او سبکونو سره د اشنايي يو داسي ليکنه ده، چي له خپل لنډوالي سره سره، د علومو د زياترو څانګو زده کوونکو، ليکوالو او څېړونکو ته ګټوري او په زړه پوري لارښووني وړاندي کوي .
په علمي او تحقيقي ليکنو کي د ماخذ ښوولو دا کتابګوټی له ټولو زده کوونکو سره مرسته کوي، چي د خپلي ليکني او څېړني د څرنګوالي له مخي، د استناد يوه ځانګړې لاره ومومي؛ او په خپلو ليکنو کي کار سوي اثار، له نړيوالو معيارونو او موازينو سره سم وړاندي کړي .
په دې کتابګوټي کي د استناد کولو او بيبليوګرافۍ په اړه ، د هغه کتاب دوه څپرکي نغښتي دي ، چي « د تحقيقي اثر ليکنه » نوميږي؛ او دوو امريکايي ليکوالو له خوا ليکل سوی دﺉ . د کتاب د دې دوو څپرکو ټول مواد له انګرېزي څخه په پښتو ژباړل سوي دي؛ خو د موضوع ګانو د لاروښانتيا په خاطر د اضافي څرګندونو او توضحياتو تر څنګ، د پښتو او پارسي اثارو پراخ مثالونه هم وړاندي سوي دي؛ او په دې توګه د امريکايي پوهنتونو زده کوونکو ته ليکلي لارښود، د مضمون او جولې له اړخه پښتو رنګ اخيستی دﺉ؛ مګر د ځينو نابابه او ستونزمنو مسألو د روښانه بيان له پاره، پر پښتو مثالونو سربېره، د کتاب له اصلي متن څخه انګرېزي بولګې هم وړاندي سوي دي . دا کار افغان زده کوونکي په انګرېزي ژبه کي هم د استناد او بيليوګرافۍ له ځينو مثالونو سره اشنا کوي .
هليه من يم په علمي او تحقيقي لیکنو کي د استناد او بيبليوګرافۍ دا لنډ لارښود، د افغانستان د پوهنتونو له زده کوونکو، ځوانو ليکوالو او څېړوونکو سره، د اثار و د معياري استناد په چاروکي څه نا څه مرسته وکړي .
محمد هارون خپل شعشعي
لندن، د ۲۰۰۶ کال د تلي مياشت

 


لومړۍ برخه : د استناد سيسټمونه


لومړی څپرکی : سند بايد کله او چيري وړاندي سي ؟


عمومي مالومات، عامي خبري، څرګندي نظريې او نتيجې سند وړاندي کولو ته اړتيا نه لري . دلته دا پوښتنه پېدا کيږي، چي اساني او څرګندي نظريې څنګه له پېچلو او مُبهمو نظريو څخه بېلي کړو. په دې برخه کي د عمومي دود او قاعدې له مخي د هغه سوچ، نظريې يا نتيجې په اړه سند ښوول ضروري نه ګڼل کيږي، چي ښايي ښه او سترګه ور لوستوونکی په و پوهېږي؛ د مثال په توګه دا خبره هيڅ ماخذ او سند ته اړتيا نه لري، چي نازي رژيم د هيټلر په واکمنۍ کي، د يهودانو په وړاندي ډېر جنايتونه کړي دي . يا د دې خبري د زبات په خاطر، هيڅ سند او ماخذ ته اړتيا نه ليدله کيږي، چي وايي : « په افغانستان کي د حبيب الله ( بچۀ سقاو) د پاچهۍ پر مهال د ناپوهۍ او تورتم پلو و غوړېد. » يا دا روښانه حقيقت چي وايي : « نړېوال او سيمه ييز ځواکونه له تېرو دېرشوکلونو راهيسي زموږ په وران او جګړه ځپلي هيواد کي خپل کرغېړن او انساني ضد پلانونه پر مخ بيايي . » ځکه دا حقيقتونه اوس هر چا ته روښانه او د منلو وړ دي .
په علمي او تحقيقي کارونو کي داسي خبري خورا ډېري دي، چي ليکوال او څېړونکی اړ نه دﺉ، د هغو د اثبات له پاره سنديا ماخذ وړاندي کړي . که چيري ليکوال يا څېړونکی په خپله ليکنه کي، ددغو واقعيتونو په اړه د سترګو ليدلو حالاتو پر يوه برخه خبري کوي، نو هلته بايد داسي بيانونه په لمنليـــــــک ( هر هغه څه چي د يوې ليکني تر اصلي متن لاندي په لمن يا حاشيه کي کښل کيږي )، پای ليکونو ( هغه يادوَني يا يادښتونو چي د يوې موضوع يا ټول اثر په وروستۍ برخه کي، تر ماخذونو او سرچينو مخکي ليکل کيږي ) او يا هم د ليکني په اصلي متن کي (د ليندييو يا قوسونو په کارولو سره ) سره تأييد او تصديق سي . په لنډه توګه، د هغو نظريو، دليلونو، نتيجه اخيستونو، انځورونو، ګرافونو، ډايګرامونو، نخشو ( نقشو )، ډېزاينونو، جدولونو، شمېرنو او نور مالومات په اړه بايد سند او ماخذ و ښوول سي، چي په ښکاره او مشخص ډول د نورو هستوونکو، ليکوالو او څېړونکوله آثارو څخه اخيستل سوي وي .
که ليکوال يا څېړونکی بې ماخذ ښوولو د نورو نظريې، افکار، نوښتونه، موندني، جوړوني، دليلونه، څېړني، پلټني، شمېرني، نتيجه اخيستني، انځورونه، نخشې ( نقشې )، ډېزاينونه، جدولونه او داسي نور فکري او عملي کارونه په ځان پوري وتړي، دې کار ته د ليکوالۍ او تحقيق په ژبه ادبي يا عِلمي غلا وايي ؛ خو بې ماخذ ښوولو په خپلو ليکنو کي، د نورو د هري عامي او منل سوي نظريې او وينا يا هرخيال او فکر اخيستل، هيڅکله ادبي يا عِلمي غلا نه ګڼله کيږي؛ ځکه لوړ خيالونه او ژور فکرونه، پخې ويناوي او معقول دليلونه تل د بشر په تاريخ کي له يوه پښته بل پښت ته په طبيعي ډول لېږدول سوي دي . ادبي يا عِلمي غلا په حقيقت کي، هغه مهال پېښيږي، چي ليکوال يا څېړونکي په لوی لاس د خپل اثر د ارزښت لوړولو او باور ډېرولو لپاره، د بل چا يا نامالومي سرچينې وينا، سوچ، نظريه، دليل، پلټنه، موندنه، شمېرنه او داسي نور مالومات په ځان پوري وتړي . له دې کبله، د علمي او تحقيقي اثارو د ليکني منل سوي دودونه او لاري حُکم کوي، چي ليکوال او څېړونکی بايد په خپلو ليکنو کي د هر هغه نوي او اريانونکي څه په هکله ماخذ او سرچينه وښيي، چي په دوی پوري اړه و نه لري .
د ليکني او څېړني په بهير کي داسي ډېر پېښيږي، چي ليکوال يا څېړونکی د بل ليکوال يا نامالومي منبعي د نظريو، افکارو، دلايلو، موندونو، څېړنو، شمېرنو، نتيجه اخيستنو، انځورونو، نخشو ( نقشو )، ډېزاينونو، جدولونو او نورو فکري او عملي هڅو په رڼا کي، نوي نظريې او دليلونه وړاندي کړي . دلته هم د تحقيقي اثارو دليکني اصول او ميتودونه په ټينګه لارښوونه کوي، چي د خپلو او پردييو نظريو د بېلولو لپاره بايد تل د ليکوالو او څېړونکو په ليکنو کي، څرګنده او روښانه کرښه ايستل سوې وي . په بله ژبه، نه بايدخپل نظريات د نورو په نظريو او فکرونو ګډ سي؛ او نه هم د نورو منطق، استدلال، موندني، څېړني، شمېرني، نتيجه اخيستني او داسي نوري نوښتګرۍ، په هوښيارۍ يا تېروتني سره په ځان پوري و تړل سي .
د تحقيقي اثارو په ليکنه کي کار سوي سندونه يا ماخذونه په عمومي ډول درې برخي لري :
- لومړۍ برخه د اثر د ليکوال، مؤلف، ژباړونکي، مُفسر، لمنليکوونکي، يادښت ليکوونکي، موښلوونکي، سموونکي، ټولوونکي، اوډونکي ، کره کوونکي او داسي نورو کسانو په بشپړي پېژندګلوۍ پوري اړه لري .
- دوهمه برخه د اثر په بشپړي پېژندګلوۍ پوري اړه لري . د اثر عُنوان يا سرليک بايدپه خپله اصلي بڼه وکښل سي . کله کله د اثارو د اصلي عُنوان تر څنګ فرعي يا تشريحي سرليک هم ليکل سوی وي، چي ليکوال يا څېړونکی يې بايد په خپلو ماخذونو او سرچينو کي له ټول تفصيل سره وليکي .
- دريمه برخه د ماخذ يا سرچينې د چاپ بشپړ جزييات دي، چي په هغوکي د چاپ يا خپرېدو ځای ، د چاپ يا خپرېدونېټه او د چاپوونکی يا خپروونکي کس/ مؤسسې دقيقه پېژندګلوي شامله ده .
دا چي د خپلو ليکنو د مستند کولو له پاره، بايد د ماخذ ښوولو کومه لاره غوره سي، تر ډېري اندازې د ليکوالو او څېړونکو په شخصي ذوق او انتخاب اړه لري؛ ډېر ځله ليدل سوي دي، چي ليکوال او څېړونکي په خپلو اثارو کي کار سوي ماخذونه، په بېلابېلو بڼو او جلا جلا لارو وړاندي کوي .
د ماخذونو او سرچينو په وړاندي کولوکي، ځيني شکلي او ظاهري توپيرونه، له څه نا څه تشتت او پراګندګۍ پرته ډېر لوی مشکلات نه پېښوي ؛ خو هيڅ ليکوال يا څېړونکي نه سي کولای د استناد يا ماخذ ښوولو په خپل غوره کړي سيسټم او هر سبک کي، هغه ضروري خبري له ياده و باسي، چي د ماخذ ليکلو په ټولو سيسټمونو او لارو کي منل سوي دي . د اخبري په حقيقت کي، همدغه ارزښتناک مالومات دي، چي درې برخي لري . د دې درو برخو ( ليکوال، اثر، د چاپ جزييات ) په اړه د بشپړ و څرګندونو نسته والی، لوستونکو ته په علمي او تحقيقي ليکنوکي لويي ستونزي پيدا کوي . له دې امله بايد په هره علمي څېړنه کي، د ماخذونو په اړه همدغه درې اړخيز مالومات ته پوره پام وسي .

دوهم څپرکی : د استناد يا سند ښوولو ډولونه
د اثارو مستند کول داسي بهير دﺉ، چي د هغه په مرسته په ليکنه کي د هري اخيستل سوي نظريې يا نور مالومات له پاره، و يوې ځانګړي سرچينې يا ماخذ ته د باور او ارزښت په سترګه کتل کيږي . د بېلابېلو ليکوالو، څېړونکو او نورو هستوونکو نظريې او مالومات يا په مستقيم ډول د هغوی د ويناوو د اخيستني ( اقتباس )يا د هغوی له ويناوو څخه د لنډيزونو او تفسيرونو د برابرولو له لاري، زموږ په ليکنو او څېړنو کي ځای مومي . داخبره مهمه نه ده، چي د نورو نظريو او موندنو ته بايد، په څه ډول په خپلو ليکنو کي ځای ورکړو؛ بلکي ضروري او ارزښتناکه خبره داده، چي د ماخذونو په ښوولوسره په مشخصه توګه، خپله ليکنه مستنده کړو؛ چي لوستوونکي وکړای سي، زموږ ماخذونه او سرچينې په اسانۍ سره وګوري؛ او د اړتيا پر مهال يې د کره والي او علمي تړاو مسأله وڅېړي .
په او سنييو تحقيقي ليکنو کي ، د مستند کولو دوې لاري يا سبکونه باب دي .
- د يادوَنو يا يادښونو په ډول مستند کول
- په ليندييو يا قوسونو کي د سند يا حوالې يادوَنه
پخوانی سبک يا د يادښتونو په ډول مستند کول، د لمنليکونو يا پايليکونه د وړاندي کولو اړتيا را منځ ته کوي . د عُلومو په دوو لويو څانګو؛ لکه بشري علوم ( خو په ژبو او ادبياتو کي دا سبک نه کاريږي ) او ښکلو هونرونو ( موسيقۍ، انځور ګرۍ او نڅا )کي د سند ښوولو دا سبک غوره ګڼل کيږي .
د لمنليکونو او پای ليکونو په سْبْک کي بايد هم د اثر په متن او هم په اړونده لمنليکونو او پای ليکونوکي، عددونه يا شمېرني په سربېرن يا Superscript ډول ( په دې ډول ليکنه کي توری، عدد يا نخښه د بل توري يا عدد پر سر، ښی يا کيڼ لوري تل ليکل کيږي ) وکښلي سي؛ د مثال په توګه لوی استاد، علامه حبيبي د پښتو د معياري ليکلاري په اړه داسي کاږي :
« زما په خيال د پښتو لپاره يو تخيُلي او حقيقي « معيار » ټاکل د اوس کار ندﺉ ؛ او نه دا کار يو يا دوه تنه کولای سي . معياري ليکنه هغه وخت کېدای سي، چي د پښتو له ټولو لهجو څخه د اجتماعی او مدني اختلاط او ادبي ګډون او تفاعل په اثر کي يو معيار را ووزي ؛ او دا هغه وخت ممکنه ده، چي پښتانه له قبيله يي ژونده ووزي؛ او تګ راتګ دوني پکښي ډېر سي، چي ټولي لهجې او خصوصي تعبيرونه او اداوي او ګرامري خصايص سره ګډ سي؛ او د « بقای اصلح » له قانونه سره برابر ناوړه ووزي؛ او « وړ » پاته سي . »۱
د لمنليکونو د سبک او لاري له مخي بايد د اصلي متن د همدې مخ په لمنه کي، د همدغه سربېرن لمبر يا نومرې ( ۱) په ليکلو سره د لوی استاد، علامه حبيبي، د دې نظريې ماخذ په دې ډول و ښوول سي :

۱ پوهاند عبدالحی حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ( کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمي، د ژبو او ادبياتو علمي او تحقيقي مرکز، پښتو ټولنه، ۱۳۶۰) ۲۵ .

که د خپروونکي مؤسسې پر ځای يوازي پښتو ټولنه وکښل سي هم هيڅ بدي نه لري .
په لمنليک کي بايد د ماخذ د دې ډول ليکلو له پاره، دغو شکلي ټکو ته پام وکړو :
- د ماخذ لمبر يا نومره بايد د اصلي متن په څېر په په سربېرن ډول د لمنليک پر ښی خوا کښل سوې وي .
- د ماخذشمېره يا نومره بايد دوو ليندييو يا قوسونو( ) په منځ ، تر بېلوونکي يا ډش ( ــــ )، مښلوونکي يا هايفن ( - ) نخښو وروسته يا تر يوې کيڼي ليندۍ مخکي ونه کښله سي . په بله ژبه، د استناد سوي اثر د نومرې ليکل، په دې ډولونو سم نه دي :
( ۱ )
۱ــــ
۱-
۱)
- د سربېرن لمبر اود لمنليک د متن تر منځ بايد يوتش ځای يا فاصله پرېښوول سي .
- ماخذ بايد د اصلي متن د ښی ژی په پرتله، د پينځو تشو ځايونو يا فاصلو په اندازه دننه ليکل سوی وي ( Indentation ).
- د اثر د ليکوال ، څېړونکي يا هستوونکي د نامه او کورني نوم ( تخلُص ) تر منځ بايد يا کامه کار نسي . په بله ژبه نوم او تخلص بايد بې کامې يو په بل پسې ليکل سوي وي .
- د کتاب تر اصلي او فرعي يا لنډ او بشپړ سرليک لاندي بايد کرښه يا ليکه کښل سوې وي .
- په دې سبک کي کېدای سي، يوازي د کتاب اصلي سرليک وليکل سي؛ اود فرعي عُنوان له ليکني څخه ډډه وسي .
- د اثر د چاپ يا خپرېدو ځای، د خپروونکي شخص/ مؤسسې نوم او د چاپ يا خپرېدو نېټه بايد د ليندييو يا قوسونو په منځ کي کښل سوي وي . د چاپ يا خپرېدو تر ځای وروسته بايد د شارحې يا کولن ( : ) نخښه او د خپروونکي مؤسسې او چاپ د نېټې تر منځ بايد کامه ( ، ) استعمال سي .
- د استناد سوي ماخذ د اړوند مخ نومره بايد تر ليندۍ دباندي وليکله سي؛ او تر شا يې ټکی يا نقطه ( . ) کښېښول سي .
- که د يوه ماخذ د جزيياتو يادونه په څو کرښو يا ليکو کي وکښل سي، نو د بېلابېلو ليکو تر منځ بايد تشه کرښه پرېنښوول سي؛ خو د دوو بېلو ماخذونو تر منځ بايد يوه تشه ليکه پرېښوله سي .
د وروستييو يادوَنو يا پایليکونو په سبک کي هم دغه اصول او قواعد عملي کيږي . يوازي يې د لمنليکنو له سبک يا لاري سره توپير په دې کي دﺉ، چي په دې لاره کي د لمنليکنو د سبک پر خلاف، د ټولو ماخذونو او يادوَنو د ليکو تر منځ يوه ليکه تشه پرېښووله کيږ ي؛ د مثال په توګه که وغواړو، چي د لوی استاد، علامه حبيبي، همدغه ماخذ د « يادښتونو يا يا دوَنو » تر سرليک لاندي، د خپل اثر د يوې برخي په پای يا تر عمومي کتابښود ( Bibliography ) مخکي د کتاب په وروستۍ برخه کي وليکو، نو د اوډني ډول يې بايد داسي وي :

۱ پوهاند عبدالحی حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ( کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمي، د ژبو او ادبياتو علمي او تحقيقي مرکز، پښتو ټولنه، ۱۳۶۰) ۲۵ .

د يادښتونو د سبک پر بنسټ، بايد د ليکوالو د کورني نوم يا تخلُص د الفبايي ترتيب يا د اثر د سرليک د څو مهمو ټکو له مخي ( که چيري ليکوال يا مؤلف مالوم نه وي ) د ليکني په پای کي د ټولو ماخذونو او سرچينو بېل کتابښود وليکل سي . که چيري و غواړو د لوی استاد، علامه حبيبي ، همدا کتاب د خپل اثر په کتابښود يا بيبليوګرافي کي وليکو ، نو بايد د اوډني داسي بڼه ولري :

حبيبي، عبدالحی، پوهاند. پښتو نثر ته کره کتني . کابل : د افغانستـــان د علومو اکاډيمي، د ژبو او ادبياتو علمي او تحقيقي مرکز، پښتو ټولنه، ۱۳۶۰.

يا په دې ډول ( که په ليکنه کي د حبيبي په نامه د نورو ليکوالو له اثارو څخه هم استفاده سوې وي )

حبيبي، پوهاند عبدالحی . پښتو نثر ته کره کتني . کابل : د افغانستـــان د علومو اکاډيمي، د ژبو او ادبياتو علمي او تحقيقي مرکز، پښتو ټولنه، ۱۳۶۰.

که د دې ماخذ ټول متن په يوه کرښه کي ځای نسي، نو دوهمه کرښه يې بايد د پينځو تورو يا فاصلو په اندازه تشه پاته وي ؛ لکه دغه دوه مثالونه :

مخلص، علي محمد . حالنامهء بايزيد روښان . نقل از سرمحقق دوست شينواری و معاون سر محقق نورالله اولسپال، چاپ ګستتنری، کابل : پښتو ټولنه، مرکز

زبانها و ادبيات، اکاديمی علوم افغانستان،۱۳۶۴.

عبدالحکيم، دکتر خليفه . عرفان مولوی . ترجمۀ احمد محمدی و احمد مير علايی، چاپ اول، تهران : شرکت سهامي کتابهای جيبی با همکاری مؤسسۀ

انتشارات فرانکلين، ۲۵۳۶/ ۱۹۷۸م .

د کتابښود يا بيبليوګرافۍ په ليکلو کي بايد دغو ټکو ته پام وسي :
- د اثر په بيبليوګرافۍ کي، د ليکوال له تخلُص سره هيڅ ډول لمبر يا نومره نه کښل کيږي .
- د ليکوال يا مؤلف کورنی نوم يا تخلص د اصلي متن له ژۍ سره برابر ليکل کيږي . په بله ژبه، د هر ليکوال کورنی نوم يا تخلُص د پينځو تورو يا فاصلو په اندازه نه دننه کښل کيږي .
- د ليکوال يا مؤلف کورنۍ نوم يا تخلُص بايد تر لومړني نامه مخکي وليکل سي .
- د ليکوال د کورني نوم يا تخلُص او لومړني نوم تر منځ بايد يا کامه استعمال سي .
- د ليکوال تر نامه وروسته بايد ټکی يا نقطه کښېښوول سي .
- د ليکوال تر نامه وروسته بايد د يوې فاصلې په اندازه ځای تش پرېښوول سي .
- د کتاب تر نامه لاندي بايد کرښه وکښل سي .
- د کتاب تر نامه وروسته بايد د يوه توري په اندازه ځای تش پرېښوول سي .
- د چاپ يا خپرېدو ځای، د خپروونکي مؤسسې نوم او د چاپ یا خپرېدو کال بايد په ليندييو کي و نه کښل سي . د چاپ تر ځای وروسته بايد د شارحې ( : ) نخښه کار سي، تر خپروونکي کس يا خپرندويه مؤسسې وروسته بايد کامه، بيا يو تش ځای او بيا د چاپ کال وکښل سي .
- په کتابښود يا بيبليوګرافي کي زياتره د ماخذونو د مخونو نومرې نه ليکلي کيږي .
- که چيري په ليکنه کي د يوه ليکوال يا مؤلف له څو اثرونو څخه استفاده سوې وي، نو تر لومړي ماخذ وروسته د ليکوال د کورني نوم، تلخص او لومړي نوم پر ځای درې پرله پسې مښلوونکي نخښي يا هايفنونه ( --- ) ايښوول کيږي؛ لکه په دغو مثالونو کي :

بلخی رومی، مولانا جلال الدين . دورهء کامل مثنوی معنوی . بسعی و اهتمام و تصحيح رينولد نيکلسون، چاپ دوم، تهران : اميرکبير، ۱۳۵۳.

--- . کليات شمس ( ديوان کبير) . با تصحيحات و حواشی بديع الزمان فروزانفر، جز‌‌ء سوم، تهـــــــــــــــــران : امير کبير، ۱۳۵۵.

--- . کليات شمس تبريزی . با تصحيحات و حواشی بديع الزمان فروزانفر، نشر ثالث ، تهران : کتابخانۀ سنايی ، ۱۳۷۷.

--- . مثنوی معنوی . به کوشش و خط سيد حسن خوشنويس ميرخانی، ايران، ۱۳۳۱.

په دې ډول ګورو، چي د لمنليکونو ، وروستييو يادښتونو او کتابښود په سيسټمونو کي د ماخذونو د درو بېلابېلو برخو تر منځ ځيني توپيرونه تر سترګو کيږي . دا دوه سيسټمونه د يو د بل پر ځای نسي ليکل کېدای .
د استناد يا ماخذ ښوولو يوه بل سبک هم سته، چي د ماخذ جزييات په ليندييو کي کاږي . دا سبک اوس په ساينس، ژبو او ادبياتو کي ډېر باب دﺉ . د ماخذ ليکلو په دې لاره کي، ماخذونه او سرچينې په لمنليکنو يا وروستييو ليکنو کي نه ښوول کيږي؛ بلکي په اصلي متن کي د ليندييو په کارولو سره ښوول کيږي . د ليندييو په منځ کي يادوَنه، لوستوونکی په کتابښود يا بيبليوګرافۍ کي، د کار سوي ماخذ بشپړ تفصيل ته ور بولي؛ د مثال په توګه د پښتو دردمن شاعر، خوږ ژبی ليکوال او متين څېړونکی ، استاد ګل پاچا الفت ( ۱۲۸۷- ۱۳۵۶ ش ) په خپل ارزښتناک اثر - لغوي څېړنه ( ۶۶- ۶۷) کي ليکي : « کبل او لامل دواړه په عِلت او سبب ترجمه سوي دي ، مګر په محاورو او خبرو اترو کښې هېڅکله داسي نه ويل کيږي، چي د دې کار کبل څه شی دی يا څه لامل لري . ځکه چي د علت او سبب معنی پکښې نشته . د دې دواړو لغتونو صحيح استعمال پدې ډول دی : ته د څه لامله دا کار کوې ؟ زه له دې کبله تا ته څه نه وايم، چه خپه به شې ؟ »
يا په دې ډول :
په لغوي څېړنه ( الفت ۶۶- ۶۷ ) کي د کبل او لامل د ناسمي کاروني په اړه داسي راغلي دي : «کبل او لامل دواړه په عِلت او سبب ترجمه سوي دي ، مګر په محاورو او خبرو اترو کښې هېڅکله داسي نه ويل کيږي، چي د دې کار کبل څه شی دی يا څه لامل لري . ځکه چي د علت او سبب معنی پکښې نشته . د دې دواړو لغتونو صحيح استعمال پدې ډول دی : ته د څه لامله دا کار کوې ؟ زه له دې کبله تا ته څه نه وايم، چه خپه به شې ؟ »
په ليندييو کي د( الفت ۶۶- ۶۷ ) لنډه يادوَنه لوستوونکي ته لارښوونه کوي، چي دماخذ په هکله د هر اړخيز مالومات لپاره د ماخذونو يا کتابښود ليکلړ ( فهرست) و ګوري . په کتابښود کي د دې ماخذ ټولي برخي داسي ښوولي کيږي :
الفت ، ګل پاچا . لغوی څېړنه . کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۲۱ .
د دې نوي سيسټم له مخي د ليکني په متن کي د ليندييو په کارولو سره يوازي دمؤلف تخلُص او په ماخذ کي د هغه اړوند مخ ( يا په عِلمي ليکنو کي مؤلف او نېټې ) ته اشاره کيږي . د ماخذ په اړه بشپړ مالومات په کتابښود يا د ماخذونو او سرچينو په فهرست کي وړاندي کيږي . دلته د استناد دغه سيسټمونه هر يو په جلا جلا توګه له خپلو ځانګړتياوو سره بيانوو .

دريم څپرکی : د استناد د بېلابېلو سيسټمونو لارښود
دغه فهرست يا ليکلړ له ليکوالو او څېړونکو سره مرسته کوي، چي د خپلو اثارو د مستند کولو لپاره بايد کم سيسټم غوره کړي . د علوموځيني څانګي د هغو د استناد له اړونده سيسټمونو يا سبکونو سره، دالفبأ په ترتيب اوډل سوي دي :

الف ) مؤلف / اثر يا د ا. ژ. ټ . ( د اوسنييو ژبو د ټولني ) سبک
د مؤلف او اثر د يادولو سبک په دغو څانګو کي کاريږي :
ادبيات Literature ))
ژبه ( Language )

ب) مؤلف / نېټه يا د ا. ا. ټ . ( د امريکا د اروا پوهني د ټولني ) سبک
د مؤلف او نېټې سبک د علومو په دغو څانګو کي دود دﺉ :
اروا پوهنه ( Psychology)
انسان پېژندنه يا بشر پوهنه ( Anthropology)
بدني روزنه ( Physical Education)
ټولنپوهنه ( Sociology)
ژبپوهنه ( Linguistics)
ژوند پوهنه ( Biology)
ستور پېژندنه ( Astronomy)
سوداګري يا تجارت ( Business)
سياست پوهنه ( Political Science)
ښوونه او روزنه ( Education)
کرنه ) Agricuture (
کورنۍ اقتصاد ( Home Economics)
لرغون پوهنه ( Archaeology)
مځکپوهنه ( Geology)
نباتات يا بوټي پېژندنه ( Botany)

ج ) د لمنليکنو / پایليکونو دوديز ( عنعنوي ) سبک
د لمنليکونو او پایليکونو دوديزه لاره د علومو په دغو څانګو کي باب ده :
انځورګري او مجمسه جوړونه ( Art)
تاريخ ( History )
تياتر ( Theater / Theatre)
دين ( Religion )
فلسفه ( Philosophy )
موسيقي( Music )
نڅا ( Dance )

د ) د لمبرونو يا شمېرو سبک
د عددونو يا شمېرو سبک په دې علمي برخو کي استعماليږي :
روغتيا( Health )
روغتيا پالنه( Nursing )
رياضي Mathematics ) )
طب يا طبابت ( Medicine )
کمپيوټر پوهنه ( Computer Science )
کيميا( Chemistry )

څلرم څپرکی : په ليندييو کي د ماخذ ليکل - د مؤلف او اثر يا د ا. ژ . ټ . سبک
د پوهنتونو په تحقيقي اثارو کي، د ژبو او ادبياتو په اړه، له ډېره وخته هغه سبک پالل کېده، چي د اوسنييو ژبو د ټولني ( ا. ژ . ټ . ) له خوا دود سوی ؤ . په ۱۹۸۳ م کال کي، د اوسنييو ژبو د ټولني هوډ وکړ، چي تر دې وروسته په خپلو تحقيقي ليکنو د استناد کولو پخوانی لاره د ليندييو په سبک واړوي . د اوسنييو ژبو د ټولني له خواد ماخذ ښوولو په نوې وړاندي سوي لاره کي، نور بدلونونه په دې ډول دي :
- بېله لقبونو؛ لکه پينځم هَنْري ( Henry V) او د يوه اثر له هغو لومړنييو مخونو څخه، چي د رومي لمبرونو يا نومرو؛ لکه (i، ii، v، x ، lاو نور) په کارولو سره اوډول سوي وي، په نورو ټولو ځايونو کي بايد عربي لمبرونو يا شمېرې ( په لوېدېزو اثارو کي د ۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۸، ۹ په شان عددونو ته عربي لمبرونه وايي ) وليکل سي .
- د ماخذ د اړوند مخ/ مخونو ( په پارسي کي « ص/ ص ص »، په انګرېزي کي « /p. pp. ») له پار ه بايد د مخ/ مخونو توري کار نه سي .
- که په ليکنه کي، د کرښو تر منځ منظمه اوډنه او ترتيب کارسوی وي، نو د « ۱» او « ۲ » يا « I. » او « II. » په شان لمبرونه دي نه کاريږي .
- په کتابښود یا بيبليوګرافۍ کي له مجلو څخه د اخيستل سوي ماخذ لپاره، ددې نوي لاري وړاندي کول :

Sherry, James J. " Tennyson and the Paradox of the Sigh. " Victorian Poetry 17 ( 1979 ) : 204- 16.


حبيبي، پوهاند عبدالحی . « آيا د ژبي واګي د چا په لاس کي دي ؟ » کابل مجله ۴ ( ۱۳۲۴ ) : ۱- ۳ .

- د کتابښود يا بيبليوګرافۍ (Bibliography ) د يوناني ټکي پر ځای د استناد سوي اثار يا ماخذونو ( Works Cited ) د ټکي کاروَنه . د ماخذونو اصطلاح يوازي د هغو اثارو په مانا ده، چي ليکوال يا محقق يې د خپلي ليکني په ترڅ کي کاروي؛ او د خپل اثر د عِلمي او تحقيقي ارزښت د ډېرو له پاره له هغو څخه ګټه اخلي . د بيبليوګرافۍ مانا د ماخذونو تر ټکي ډېره پراخه ده . د کتابښود يا بيبليوګرافۍ اصطلاح پر ماخذونو او سرچينو سربېره ډېري نوري ماناوي هم لري . دلته په لنډ ډول د دې ټکي ځينو ماناوو ته اشاره کوو :
- د کتاب ماخذونه او سرچينې . يا په بله ژبه د ټولو هغو کتابونو، مقالو او نورو اثارو فهرست، چي د يوه اثر په ليکلو کي، په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه ګټه ځني اخيستل سوې وي؛ او په ليکنه کي د څېړل سوو موضوع ګانو په اړه اضافي مالومات وړاندي کوي .
- د يو ې موضوع په اړه د کتابونو او نورو اثارو فهرست .
- د هغو کتابونو او اثارو فهرست، چي د يوه ځانګړي مؤلف يا ځانګړي خپرو ونکي له خوا خپاره سوي وي .
- د کتابونو او نورو خپرونو موضوعي او تشريحي پېښليک .
بيبليوګرافي ډېر ډولونه لري، چي څېړنه يې د دې ليکني تر حوصلې وتلې ده .
لکه څنګه چي مالوميږي، په دغه سبک کي ، د مجلې تر عُنوان يا سرليک وروسته کامه ايسته سوې ده . د ماخذ ځيني برخي په بېل ډول اوډل سوي دي . دغه رنګه د ماخذ د نېټې او اړونده مخونو تر منځ د بېلولو په خاطر د کولن يا شارحې نخښه ( : ) کارسوې ده .

۱- په متن کي د ماخذ ليکل
د ا. ژ . ټ . سبک، د دغو اصولو او قواعدو په وړاندي کولو سره ، د لوستونکو کار ډېر ساده او اسان کړﺉ دﺉ .

الف) د اثر پېژندنه
په دې سبک کي د ليکوال يا څېړونکي د تفسير يا وينا اخيستلو پر مهال ، د هغه نوم هم ښوول کيږي . دغه راز د استناد کولو په دې لاره کي بايد د ماخذ په لومړی وار کارولو سره، د اثر د خاوند نوم او کورنۍ نوم يا تخلُص دواړه وليکل سي . د مثال په توګه ښاغلی عزيزالله امرخېل په خپل « ټوټکې » نومي اثر ( ۳۹۷ ) کي، د اوبو شيندلو د « ټوټکې » تر سرليک لاندي ليکي، چي په کليوالو سيمو کي ښځي عموماً د هر هغه نوي شي مخي ته اوبه شيندي ، چي کورته د لومړي ځل له پاره ننوزي؛ او وايي چي اوبه رڼا ده .
ياپه دې ډول : په کليوالو سيمو کي، ښځي عموماً د هر هغه نوي شي مخي ته اوبه شيندي، چي لومړی ځل يې کور ته ور ننوتی وي . دوی وايي اوبه رڼا ده . ( امرخېل ۳۹۷ ) د مؤلف د کورني نوم يا تخلُص او د کتاب د اړونده مخ تر منځ بايد کامه يا بله نخښه کار نه سي .
که چيري د ښاغلي امرخېل له همدې اثر څخه په بل ځای کي بيا استفاده وسي، نو بل پلا بايد يوازي د ده کورني نوم يا تخلُص ته ګوته ونيوله سي؛ لکه په دې ډول : امرخېل زياتوي يا امرخېل ليکي . په دوهم وار کي د اثر نوم او د ليکوال یا مؤلف د لومړي او کورني نوم ټولو برخو ته اړتيا نسته . ځکه تر هغه مهاله چي د ده د بل اثر په اړه خبري نه وي سوي، د ده له کورني نوم سره تړلي ټولي يادوَني، په حقيقت کي د ښاغلي امر خېل په همدې کتاب پوري اړه لري ؛لکه :
امرخېل ۳۹۹ . امرخېل ۴۰۰ . او داسي نور . په کتابښود يا بيليوګرافۍ کي بايد د ښاغلي امرخېل د اثر د اوډنه په دې ډول وکښل سي :

امرخېل، عزيزالله . ټوټکې . کابل : د افغانستان دعلومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز، پښتو ټولنه ، ۱۳۶۳.

که په بيبليوګرافۍ کي د ماخذ جزييات په يوه ليکه کي ځای نه سي، دوهمه ليکه بايد د پينځو تورو يا تشو فاصلو په اندازه، د ننه ولیکل سي؛ د د مثال په توګه :

عبدالحکيم، دکتر خليفه . عرفان مولوی . ترجمۀ احمد محمدی و احمد مير علايی، چاپ اول، تهران : شرکت سهامي کتابهای جيبی با همکاری مؤسسۀ

انتشارات فرانکلين، ۲۵۳۶/ ۱۹۷۸م .

ب) دماخذ یا سرچينې پېژنګلوي
بايد تر وسه وسه کوښښ وسي، چي د ماخذ يا سرچينې ارزښت په ګوته سي، د مثال په توګه د پښتو ادب د تاريخ ليکني معمار ، لوی استاد علامه حبيبي، د پټي خزانې د روان، ساده او خواږه نثر په اړه داسي وايي : « . . . »
په پورتنييو جوملو( جملو ) کي، د لوی استاد علامه حبيبي د ادبي او تاريخ نبوغ مسألې ته ګوته نيول سوې ده .
که څوک وليکي، چي د هيواد نامتو مؤرخ او د افغاني لرغون پوهني په چارو کي وتلې څېره، احمد علي کهزاد، د پلانۍ مسألې په اړه داسي وايي : « . . . »
يا وليکي د کلاسيکي موسيقۍ سرتاج، استاد محمد حسين خان سرآهنګ، په دې اړه داسي نظر لري : « . . . »
يا وليکي، چي پلانی د پلاني پوهنتون يا پلانۍ اکاډيمۍ عِلمي غړی، چي په پلانۍ موضوع کي د نطر خاوند دﺉ، په دې باره کي داسي کاږي :
دا ټول عبارتونه، د کار سوي ماخذ يا سرچينې پر ارزښت او باور ټينګار کوي .

ج ) دليکوال يا څېړونکي د نامه یادوَنه
کله چي د يوه تفسير يا وينا په اخيستلو کي، د هغه د ليکوال پېژندګلوي نه وي سوې، نو هلته بايد د لیکوال کورنی نوم د استناد سوي ماخذ له اړوند مخه سره په ليندييو کي وکښل سي؛ لکه :
ولسواکي يا ډيموکراسي تر پاچهۍ ښه ده؛ ځکه په هغې کي د مال او شتمنييو پر ځای د خلګو حقوق ساتل کيږي ( ايمرسن ۳۷۲ ) . د دې اثر بشپړ تفصيل بايد د کتاب په وروستۍ برخه کي د ماخذونو تر سرليک لاندي وکتل سي .

د) هغه اثر، چي دوو ليکوالو/ مؤلفانو په ګډه ليکلي وي
له هغو اثارو څخه د ګټي اخيستني پر مهال ، چي ددو ليکوالو يا مؤلفينو ليکلي وي، بايد د دواړو مؤلفانو د نومونو يادوَنه وسي، لکه :

لعل محمد کاکړ او لوی استاد، علامه حبيبي، په خپله « سپېڅلې پښتو » ( ۱۱۷ ) کي د « خالِص » د عربي ټکي لپاره دغه پښتو ماناوي کښلي دي : بوب ( په مجهول واو سره )، نَګَه، يوازينی، کَرَه، لَغَړ او سوچه .
يا د اډول :

لعل محمد کاکړ او لوی استاد، علامه حبيبي، په خپله « سپېڅلې پښتو » کي د « خالِص » د عربي ټکي لپاره دغه پښتو ماناوي کښلي دي : بوب ( په مجهول واو سره )، نَګَه، يوازينی، کَرَه، لَغَړ او سوچه ( ۱۱۷ ) .

يا په دې ډول :

په « سپېڅلې پښتو » کي د « خالِص » د عربي ټکي لپاره دغه پښتو ماناوي کښل سوي دي : « بوب ( په مجهول واو سره )، نَګَه، يوازينی، کَرَه، لَغَړ او سوچه ( لعل محمد کاکړ او عبدالحی حبيبي ۱۱۷ ) .

دوهم پلا له همدې ماخذ څخه کار اخيستني پر مهال، بايد يوازي د مؤلفانو نومونه وکښل سي، نه د هغوی د کتاب نوم؛ ځکه د اثر نوم يې مخکي ياد سوي دی .
د دې اثر د نور مالومات له پاره بايد، د ماخذونو تر سرليک لاندي، ددغو ددوو مؤلفانو نومونه وکتل سي . د ماخذونو په فهرست کي بايد دا کتاب په دې ډول کښل سوي وي :

لعل محمد کاکړ، او عبدالحی حبيبي . سپېڅلې پښتو . قندهار : طلوع افغان، ۱۳۱۸.

هـ ) هغه اثر، چي تر ددوو ډېرو ليکوالو/ مؤلفانو ليکلی وي
د هغه اثر د ماخذ ښوولو له پاره، چي تر دوو ډېرو مؤلفانو يا کره کتونکو ليکلی وي، بايد يوازي د لومړي مؤلف نو م او د نورو ( تر نامه وروسته بايد يا کامه استعمال نه سي ) ټکی ياد سي ؛ لکه :
څېړنوال عزيزالله امرخېل او نورو د پښتو- پښتو تشريحي قاموس په ليکلو سره، د پښتو لغتونو او اصطلاحاتو ډېره لويه او ارزښتناکه پانګه خوندي کړه . د پښتو- پښتو تشريحي قاموس ددې څلورو ټوکو د هر ټوک په ليکلو او کره کولو کي خورا ډېرو ليکوالو او څېړونکو برخه اخېستې ده، چي د ټولو د نومونو ليکنه له يوې خوا ډېر وخت او له بلي خوا ډېر ځای غواړي، نو ځکه د ټولو ليکوالو او کره کوونکو پېژندګلوۍ ته اړتيا نه ليدله کيږي؛ خو په داسي حالاتو کي بايد هيڅکله د « نورو » کليمه هېره نه کړو، چي د هغې په مرسته د پاتو ليکوالو او څېړونکو د نومونو اداينه وسي . په انګرېزي کي د همدې مقصد له پاره د « et al. » يا « others and » ټکي کــــــــــــاروي .

و) دمؤلف او اثر دواړو يادونه
تر هغه ځايه چي ممکنه وي، بايد د ېوې نظريې د اخيستني پر وخت په خپلو لومړنييو خبرو کي، د مؤلف او اثر دواړو نومونه ياد سي . د دې اصل په اړه مو مخکي څو بولګې وړاندي کړې .

ز) نامالوم مؤلف
که چيري کوم اثر د نامالوم يا نا پېژندل سوي کتاب په توګه ثبت سوی وي، نو بايد د کتاب په متن کي دې واقعيت ته اشاره وسي ، چي دا نظريه يا وينا د نامالوم ليکوال له پلاني اثر څخه اخيستل سوې ده . دغه رنګه بايد د کتاب عُنوان يا سرليک ( که چيري د کتاب نوم ډېر اوږد وی، د هغه لنډه يا اختصار سوي بڼه ) په ليندييو کي وليکل سي؛ د مثال په توګه : د ( حدود العالم من المشرق الی المغرب ) نامالوم مؤلف په خپل ارزښتناک کتاب کي زموږ د لرغوني هيواد د ځينو تاريخي سيمو په اړه په زړه پوري څرګندوني لري . يا د نامالوم ليکوال په ( سيستان ) نومي اثر کي، زموږ د هيواد د ډېري لرغوني سيمي، سيستان، د تاريخ، تاريخي جغرافيې، ادبياتو او دودونو په اړه خورا ګټور مالومات را ټول سوي دي .
د دې دواړو اثارو ليکوال یا مؤلفان تر اوسه نه دي پېژندل سوي . دا خبره ضروري ده، چي لومړۍ د خپل ماخذ د ليکوال يا مؤلف د پېژندګلوی په هکله خپل مالومات بشپړ او کره کړو . ځکه په پخوانييو اثار، په تېره بيا خطي نُسخې کي زياتره د اصلي شاعر، ليکوال او مؤلف موندل اسان کار نه دﺉ . که تر څېړني او پلټني وروسته دې نتيجې ته ورسېدو، چي د اثر ليکوال يا مؤلف هيچا نه دي پېژندلئ، نو هلته بايد دې خبري ته په ګوته نيولو سره، د کتاب نوم په خپل اصلي متن کي هېر نه کړو .

ح) د يوه مؤلف دڅو اثارو يادونه
که په ليکنه کي د يوه ليکوال يا مؤلف له بېلو اثارو څخه د ماخذ په توګه کار اخيستل سوی وي، بايد د هريوه نوم په لنډ ډول وښوول سي . يوازي د مؤلف د کورني نوم او د هغه د کتاب د اړونده مخونو يادونه، ښايي لوستوونکی له سرخوږۍ او سرګردانۍ سره مخامخ کړي؛ ځکه د ماخذونو په فهرست کي به د يوه ليکوال يا مؤلف په نامه دوه بېل اثرونه اوډل سوي وي . له دې امله ، په ليکنه کي د مؤلف د هر اثر بېله خو لنډه يادونه وسي؛ لکه لوی استاد ، علامه عبدالحي حبيبي، د محمد هوتک د « پټي خزانې » په لمنليکونو ( ۱۱۱ ) او خپل بل اثر « تاريخ افغانستان در عصر ګورګانی هند » ( ۱۸۰ ) کي، د مغولي دربار د مشهور مؤرخ ( ابوالفضل علامي ) د « آيين اکبري » په استناد باور لري، چي « شال » يا « شالکوټ »، د اکبري دورې په تشکيلاتو کي، د کندهار د ښار له ختيزو مربوطاتو څخه ګڼل کېده .
په دې مثال کي د علامه حبيبي د ماخذونو د مؤلفانو لنډه پېژندګلوي هم سوې ده؛ خو ليکوال او مؤلفان کولای سي د خپل ذوق او انتخاب سره سم، د « پټي خزانې » او« آيين اکبري » د مؤلفانو نومونه په خپله ليکنه کي و نه ليکي؛ ځکه د علامه حبيبي د دوو اثرونو د ماخذ په ور کولو سره، لوستوونکي په خپله کولای سي، د نوري څېړني او پلټني له پاره لومړنۍ يا اصلي سرچينې و ګوري .

ط) په مجموعه کي د يوه اثر يادونه
د ګڼو اثارو په مجموعه کي د یوه ماخذ د کار اخيستني پر وخت بايد، د هغه اثر د ليکوال یا مؤلف دنامه يادونه وسي؛ د مثال په توګه « خير البيان د بايزيد روښان » د علمي مقالو هغه مجموعه ده، چي د پير روښان د مشهور ديني او عرفاني اثر ( خير البيان ) د خطي نسخې پر عکسي چاپ سربېره ، د علامه حبيبي ۱۲۸۹ ش / ۱۹۱۰م – ۱۳۶۳ش/ ۱۹۷۴م ) ، علامه رشاد ( ۱۳۰۰ش/ ۱۹۲۱م - ۱۳۸۳ش/ ۲۰۰۴م ) او فاضل استاد، عبدالرؤف بېنو ا ( ۱۲۹۲ش/ ۱۹۱۳م - ۱۳۶۳ش/ ۱۹۸۵ )، مقالې هم پکښي چاپ سوي دي . په دې مجموعه کي اروا ښاد استاد عبدالرؤف بېنوا، « د بايزيد روښان يادونه » په نامه مقاله ليکلې ده؛ او په هغې کي يې د پښتنو د عرفاني او ولسي لارښوود- بايزيد روښان اورمړ ' انصاري' ( ۹۳۱- ۹۸۰ هـ ق ) د شخصي ژوندانه، عرفاني سير او سلوک او د روښاني غورځنګ د مغولي ضد اتلوالو مبارزو په اړه نه پينځوس ( ۵۹ ) سرچينې ښوولي دي ( ۳۵ – ۵۴ ) . د ماخذونو په بيبليوګرافيک فهرست کي بايد د دې مقالې داسي يادونه وسي :

بينوا، عبدالرؤف . « د بايزيد روښان يادونه . » خيرالبيان د بايزيد روښان . کابل : د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی، ۱۳۵۳ . ۳۵ – ۵۴ .

يا د پښتنو د ولسي شاعرانو، ليکوالو او روايانو په اړه، د نامتو څېړونکي او افغان پېژندونکي - جمېز ډارميستتر له هغي مجموعې څخه، چي د « پښتنخوا د شعر هار و بهار » نوميږي، د بونير د جنګ په هکله د پکلی سيمي د ترنګړييو د حميد ګُل چاربيته داسي وښيو :

حميد ګل . « د بنير د جنګ چار بيته . » د پښتنخوا د شعر هار و بهار . د جمېز ډار ميستتر ټولوَنه . د حبيب الله رفيع په اهتمام . دريم چاپ . کابل : پښتـــــــــو ټولنه ، ۱۳۵۶ ۱۸– ۲۸.

ی) د هغه اثار، چي څو ټوکه ( جِلدونه) ولري
که په خپله ليکنه کي، د څو ټوکيز يا څو جلدي اثر له يوه ټاکلي ټوک څخه استفاده کوو، نو بايد ماخذ په دې ډول و اوډو :
په ليندييو کي د مؤلف نوم، د اړوند ټوک لمبر، د شارحې نخښه، يو تش ځای او وروسته د اخيستل سوي سند د پاڼي شمېره . د مثال په توګه

( امرخېل، او نور . پښتو- پښتو تشريحي قاموس . ۱: ۱۲۱ ) د « اورتي » مفغن ټکی د ښځي، ماينې، ماندينې، نکاح کړي ښځي او ارتينې په ماناوو کښلی دﺉ .
له دې امله چي د څېړنوال تخلُص مخکي هم راغلئ دﺉ، لازمه ده، چي د دوهم پلا د دوهم ماخذ نوم هم وليکو، تر څو لوستوونکی يې د دې مؤلف له لومړي ماخذ سره ګډ نه کړي .
که وغواړو د عميد د فارسي فرهنګ د لومړي ټوک له يو سلو لسم مخ څخه څه واخلو، نو په ماخذ کي بايد داسي ولیکو :

( عميد ۳ : ۱۱۰ ) ...

که چيري ديوه څو جلدي کتاب ټول ټوک ته اشاره کوو، بايد ماخذ په دې توګه وښيو:

( عميد، ۲ ټ ) .

په ليندييو کي د مؤلف نوم، کامه، د ټوک لنډه بڼه او د اړوند ټوک لمبر ته اشاره سوې ده .

ل) دوه ځلي يادوَنه – له يوه استناد سوي اثر څخه د وينا اخيستل
کله کله، ليکوال يا څېړونکي په خپلو ليکنو کي، ديوې نظريې يا يوې وينا د اخيستلو پر مهال د دوو ماخذونو يا سرچينو سند وړاندي کوي؛
لکه لوی استاد علامه عبدالحي حبيبي، د محمد هوتک د « پټي خزانې » په لمنليکونو ( ۱۱۱ ) او خپل بل اثر « تاريخ افغانستان در عصر ګورګانی هند » ( ۱۸۰ ) کي، د مغولي دربار د مشهور مؤرخ ( ابوالفضل علامي) د « آيين اکبري » په استناد باور لري، چي « شال » يا « شالکوټ »، د اکبري دورې په تشکيلاتو کي، د کندهار د ښار له ختيزو مربوطاتو څخه ګڼل کېده .
په دې مثال کي، د « شال » يا « شالکوټ » د تاريخي نوم د څېړني له پاره د علامه حبيبي پر دوو ماخذونو سربېره، د هغه اصلي ماخذ چي دابوالفضل علامي د « آيين اکبري » کتاب دﺉ، هم ښوول سوی دﺉ . د دې خبري د اثبات له پاره څېړونکي کولای سي د « آيين اکبري » پاڼي واړوي . د ماخذونو په فهرست کي بايد د ابوالفضل علامي د « آيين اکبري » د کتاب ټول تفصيل وکښل سي .

ک) د شعر د يوې برخي يادوَنه
په ليکنه کي د شاعرانو د شعرونو د يوې برخي د ليکلو له پاره بايد دغه لاري چاري په پام کي ونيولي سي :
- د شعر اخيستل سوې برخه بايد د غبرګو ليندييو په منځ کي وکښل سي .
- د شعر د بېلابېلو بيتونو يا ميسرو د جلا کولو له پاره بايد له سلش يا کاږه خط ( /) څخه کار واخيستل سي ، چي په انګرېزي کي د ( Diagonal، Oblique او, Stroke Virgule) په نومونو هم ياديږي .
- بايد بشپړ ماخذ تر غبرګو يا جوړه يي ليندييو ( « » ) وروسته، او تر وروستي ټکي مخکي په يکړو ليندييو ( ) کي وکښل سي؛ د مثال په توګه د پښتنو د توري او قلم د ستر بابا- خوشال خان خټک ( ۱۰۷۸ - ۱۱۰۰ هـ ق ) په کُلياتو کي ديوې غزلي له دغو بيتونو « / د فساد فکر مي نشته خدای حاضر دﺉ، خپل ساعت به تېروم عُمر آخر دﺉ / اطاعت د اولو الامر ځکه نه کړم ، خليفه د زمانې په زړه کافر دﺉ » څخه د هغه مغولي ضد روحيه له ورايه ښکاري ( پينځلسم ) .
په تېر مثال کي، د خوشال خان خټک له کلياتو څخه ، ديوې غزلي دوه بيتونه د ليکني په منځ کي د ماخذ په توګه راوړل سوي دي .

ل) د عربي شمېرو يا عدودنو کاروََنه
د اثارو د ټوکونو، برخو ، څپرکو ، مبحثونو، تماشو، صحنو، د تماشو دکرښو، د شعر دميسرو، بيتونو يا ځينو برخوله پاره بايد له عربي عددونه يا نومرو څخه کار واخيستل سي . دا اصل تر ډېره حده په اروپايي، په تېره بيا انګرېزي ليکونو کي کاريږي؛ د مثال په ډول په متن کي دا اثار په دې بڼو ليکل کيږي :
Volume 2 of Civilization Past and Present
Book 3 of Pradise Lost
Part 2 of Crime and Punishment
Act 3 of Hamlet
Chapter 1 of the Great Tragedy

په پښتو کي د داسي مقصدونو له پاره ، زياتره د اصلي لمبرونو ( ۱، ۲، ۳ . . . ) پر ځای ترتيبي لمبرونه ( لومړی، دوهم، دريم . . .
) کاريږي . د مثال په توګه :
د خوشال خان خټک د کلياتو لومړی ټوک
د پټي خزانې د فرهنګ دوهمه برخه
د پښتو ادبياتو د تاريخ څلرم څپرکی
پينځلسم فرمان او داسي نور .
په ليندييو کي د ماخذونو ښوول په دې ډول وي:

( Tem. 2.2. 45-50 ) ياني د شېکسپېر د ( Tempest ) د تماشې يا نندارې د د وهمي برخي، د دوهمي صحنې ۴۵- ۵۰ ليکي .
يا د مثال په توګه په پښتو کي

( ک ز ۲. ۳. ۱۰- ۱۵ ) چي په لنډ ډول د ارواښاد منان ملګري د « کونډي زوی » د فلمي ډرامې د دوهمي برخي، د دريمي صحنې، ۱۰- ۱۵ کرښو ته اشــــاره کوي .
( خ ب ۲. ۱ . ۳ ) د پير روښان ( ۹۳۱- ۹۸۰ هـ ق ) د نامتو ديني او عرفاني اثر « خير البيان » دوهمه برخه، لومړی څپرکی، دريم مخ ، په ګوته کوي .

( ج س ۲۰۰ ) د ل . ن . تولستوی د جنګ او سولي د ډېر لوړ شهکار ۲۰۰ مخ .

( ل ج ۷. ۵ – ۱۰ ) ياني د جان ميلټن د « له منځه تللي جنت » د نامتو اثر اووم کتاب ( يا اوومه برخه )، ۵- ۱۰ کرښي .

( خ خ خ ک ۱. ت . ۲.۲- ۴ ) ياني د خوشال خان خټک د کلياتو لومړی ټوک، د ( ت ) څپرکی، دوهمه غزله، ۲- ۴ بيتونه .

د يادوني وړ ده، چي ليکوال او څېړونکي کولای سي، د استناد بر دغو نړيوالو لارو او سبکونو سربېره، د بېلابېلو اثارو د ماخذ ليکني له پاره همدغه راز لنډي لاري چاري و مومي؛ اوبيا د کتاب په پيل کي د هغو تشريحي بڼې روښانه کړي .

۲- د په متن کي د ماخذونو د پېژندګلوی له پاره د سريز و او عبارتونو رنګارنګي
بايد په متن کي د کار سوو ماخذونود ښوولو په مقصد ډول ډول سريزي کار وکاږو . يوازي تر ډير تمرين او پوخوالي وروسته کېدای سي، چي مؤلفان او دهغوی اثارو په متنوع او نوو عبارتونو سره لوستونکو ته ور وپېژندل سي؛ د مثال په توګه :

د امام بخاري د ډېر باوري کتاب ( صحيح بخاري ) په استناد، د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمد ( ص ) فقر خپل وياړ ګاڼه؛ او له لوی پروردګار څخه يې غوښتنه کوله، چي هغه د مسکينانو په ډله کي وشمېري ( ۷: ۸۸ / ۹۴، ۱۲۴ )

مولانا الطاف حسين حالي په خپل ارزښتناک اثر ( يادګار غالب ) کي د خپل معاصر دوست - ميرزا اسدالله خان غالب ( ۱۲۱۲- ۱۲۸۵ ق ) دا نظريه بيانوي، چي د انسان وجود بايد د ګونا پر ځای د الله تعالی پېرزوينه وګڼله سي؛ خو د انسان له خوا د وجود دعوه بې ځايه ده ( ۵۵ ) .

زموږ د هيواد ويښ او سترګه ور مؤرخ - استاد مير غلام محمد غُبار ( ۱۲۷۶- ۱۳۵۶ ش ) په خپل مشهور اثر - افغانستان د ر مسير تاريخ ( ۳۱۷ ) کي د صفوي يرغلګرو پر ضد، د ميرويس خان هوتک په مشرۍ د افغانانو د ولسي پاڅون په اړه داسي ليکي : « ميرويس از نزديک شاهد استبداد و تبعيض حکومت خارجی نسبت بهموطنانش ګرديد . . . »

لوی استاد - علامه حبيبي په « تاريخ سياسي افغانستان » کي، د ايراني مؤلف- مهدي فرخ دا نظريه بې بنسټه بللې ده، چي ګوندي د امير حبيب الله خان ( ۱۹۰۱- ۱۹۱۹ م ) د کورنييو او شخصي شخړو له امله ووژل سو . ( جنبش مشروطيت در افغانستان ۲۰۲ ) او داسي نور .

پينځم څپرکی : په ليندييو کي استناد- مؤلف او نېټه (د ا. ا. ټ . سبک)

دا سبک، چي د امريکا د ارواپوهني ټولني له خوا باب سوی دﺉ، په ټولنيزو علومو، سوداګرۍ، بشرپېژندني، او د ژوندانه د علومو په ځينو نورو څانګو کي ( وګورﺉ : په تېرو مخونو کي د « مؤلف / نېټه يا د امريکا د ارواپوهني ټولني ) سبک » تر سرليک لاندي، د علومو د هغو څانګو نومونه، چي د استناد دغه لاره کاروي) .
د امريکا د ارواپوهني ټولني ( ا. ا. ټ . )سبک هم د اوسنييو ژبو د ټولني ( ا. ژ . ټ . ) د سبک په شان، ماخذونه او سرچينې د ليندييو په کارولو سره په اصلي متن کي کاږي؛ خو د دواړو تر منځ يو غټ توپير هم سته . هغه دا چي د ا. ا. ټ . په لاره کي، د ليکني په متن کي وړاندي سوي ماخذونه يوازي د مؤلف اواستناد سوي ماخذ د خپرېدو د نېټې يادونه کوي، نه د مؤلف او اثر .

۱- په متن کي د سند يادوَنه
په مجموعي ډول، علمي ليکني په ليندييو کي د سند يا ماخذ ليکل په داسي بڼه غوره ګڼي، چي په لنډ ډول د يوې وينا يا يوې خبرتيا سرچينه بيان کړي، تر څو لوستوونکی وکړای سي، د هغه بشپړ جزييات د ماخذونو او سرچينو په هغه فهرست يا ليکلړکي ومومي، چي د ليکني په پای کي ځای پر ځای سوي وي؛ ځکه په ځانګړو څېړنوکي، د اثارو د خپروني نېټه لوی ارزښت لري .
د « ا. ا. ټ . » سيسټم، د مؤلف تر نامه وروسته په ليندييو کي، د نېټې پر ليکلو ټينګار کوي . بېله موضوعي يادوَنو ( هغه يادوني چي له ليکني او څېړني سره اړيکي ولري؛ خو په متن کي يې د ځايولو اړتيا نه ليدل کيږي . دا مسأله وروسته له بشپړ تفصيل او جزيياتو سره څېړله کيږي)، له نورو ټولو يادوَنو او يادښتونو سره همدا چلند کيږي .
دا سيسټم د« ا. ژ . ټ . » د سيسټم په شان، د کتاب په لمنليک يا وروستۍ برخه کي د يادښتونو په نه کښلو سره، د سندليکلو چاره ډېره ساده کوي . په دې سيسټم کي يوازي د ماخذونه د فهرست ليکل ضروري ګڼل کيږي .
د « ا. ا. ټ . » سيسټم د ماخذونو د فهرست ( د هغو اثارو فهرست ، چي په څېړنه او ليکنه کي د استناد په توګه، په مشخصه توګه کار سوي وي ) او کتابښود يا بيبليوګرافۍ ( د هغو اثارو ليست، چي د موضوع د ريښو او نورو هر اړخيزو مالوماتو د څېړني له پاره کاريږي ) تر منځ توپير کوي . په دې ډول، د ساينسي موضوع ګانو په اړه ليکنه اوڅېړنه، په پای کي د ماخذونو يا سرچينو فهرست لري نه د کتابښود يا بيبليوګرافۍ فهرست .

الف) د يوه مؤلف يو اثر
د « ا. ا. ټ . » په سبک کي، د مؤلف او نېټې د استناد مسأله ضروري ګڼله کيږي . په دې مانا چي د ليکني په متن کي بايد، د مؤلف تخلُص او د اثر د خپرېدو کال، پر خپل وړ ځای وليکل سي؛ د مثال په توګه : استاد عبدالرؤف بېنوا ( ۱۳۶۲ ) په آريايي ټولنو کي د ويرنو يا مرثيو تاريخ زرونو کلو ته رسوي .
يا په دې ډول :

( استاد عبدالرؤف بېنوا، ۱۳۶۲ش ) ديوې تاريخي څېړني په استناد، په آريايي ټولنو کي، د ويرنو تاريخ، تر زرونو کلو پوري غزولئ دﺉ .
يا په دې بڼه :

استاد عبدالرؤف بېنوا په ۱۳۶۲ ش کال د يوې تاريخي څېړني په ترڅ کي، د ويرنو تاريخ تر آريايي ټولنو پوري رسوي .

که چيري د ليکوال يا مؤلف نوم په متن کي د جوملې ( جملې ) نه بېلېدونکې برخه وي، نو يوازي بايد د کتاب د خپرېدو نېټه په ليندييو کي وکښله سي؛ لکه په لومړي مثال کي، که نه نو د دوهم مثال په څېر بايد، مؤلف او د خپرېدو نېټه په ليندييو کي وليکل سي . که چيري د مؤلف نوم او د خپرېدو نېټه دواړه په متن کي ياد سوه، نو په هغه حالت کي بايد په ليندييو کي هيڅ ونه کښل سي؛ لکه څنګه چي په دريمه بولګه يا نمونه کي راغلي دي .
لکه څنګه چي ګورو په دغه سيسټم کي د کار سوي اثر د نامه په اړه هيڅ يادونه نه کيږي . په حقيقت کي، د ليکوال يا مؤلف پېژندګلوي او د خپرېدو نېټه، په خپله لوستونکو ته د ماخذ د نامه او نوروځانګړتياوو په اړه بشپړ مالومات ورکوي . لوستوونکي کولای سي، د کتاب په هکله ټول جزيييات، د ماخذونو په فهرست کي، د ياد سوي ليکوال يا مؤلف تر نامه لاندي ومومي؛ خو کله کله کېدای سي يوه مؤلف په هماغه کال دوه يا څو اثره خپاره کړي وي، په داسي حالاتو کي بايد د لوستونکو د سمي لارښووني له پاره، د اړوند اثر لنډه يادونه هم وسي .

ب) د يوه ماخذ څو پلا يادوَنه
که په يوه پارګراف کي، له يوې څېړني يا يوه ماخذ څخه استفاده نوره هم پسي و غزېږي، د ماخذ دوهم پلا ليکل تر هغه مهاله د نېټې بيا ليکلو ته اړتيا نه لري، چي په ليکنه کي له نورو څېړنو سره ګډ او مغالطه نه سي؛ د مثال په توګه :
استاد عبدالرؤف بېنوا په يوه ليکنه کي ( ۱۳۶۲ ) ، د ويرني يا مرثيې تاريخ له ډېرو لرغونو زمانو څخه پيل کړی دﺉ . استاد بېنوا دغه راز يادونه کوي، چي زموږ اريايي نيکه ګانو څو زره کاله پخوا د يوې ډلي لارښوونکو شاعرانو ( ريشيانو ) له خوا خپل ټولنيز، قوانين، ملي دودونه او مذهبي جذبات په خپلو سُرودونو کي ضبطول ... دا سرودونه د ريګويدا او اوستا په واسطه تر موږه را رسېدلي دي؛ او په دې سرودو کي د مرګ مراسم هم بيان سوي دي .

ج) يو اثر د دوو يا څو مؤلفانو له خوا
عِلمي ليکني په عمومي ډول د څومؤلفانو له خوا چمتو کيږي ؛ ځکه په علمي څېړنو کي زياتره د ليکوالو يا مؤلفانو ډلي برخه اخلي . که يو اثر د دوو مؤلفانو له خوا کښل سوی وي، هر ځل بايد په متن کي د استناد پر مهال، د دواړو مؤلفانو نومونه راوړل سي؛ لکه ( انتوني ک . وينکلر او جو رې مکين، ۱۹۸۹) په خپله ليکنه کي د ماخذ ليکني پر نوو سيسټمونو او سبکونو سربېره، د علمي ليکني د زياترو منلو لارو چارو په اړه روښانه لارښووني بيان کړي دي . يا انتوني ک . وينکلر او جو رې مکين (۱۹۸۹) دليکني او څېړني د دې هر اړخيز او نوي لارښود په وړاندي کولو سره، د ځوانو ليکوالو او څېړونکو، علمي ستړياوي ډېري لږ کړي دي .
له دې کبله چي دغه اثر د دوو مؤلفانو له خوا چمتو سوی دﺉ، له هغه څخه د هر پلا کار اخيستني پر مهال ، د دواړو مصنفانو د نومونو يادونه ضروري ده؛ ځکه د یوه مؤلف د نامه يادونه، ښايي لوستوونکي ته د هماغه مؤلف د کم بل اثر ګومان پيدا کړي؛ او په دې توګه د سرګردانييو لار پرانيزي .

د) د هغه ماخذ دپېژندګلوۍ لاره، چي په ليکلو کي يې تر شپږو مؤلفانو پوري برخه اخيستې وي
د هغو ماخذو د استناد له پاره، چي په ليکنه يا تأليف کي يې تر شپږو ليکوالو يا مؤلفانو پوري برخه اخيستې وي، بايد لومړی ځل په ليکنه يا تأليف کي د ټولو برخه والو مؤلفانو د نومونو يادونه وسي؛ خو په وروستييو استنادونو کي يوازي د لومړي ليکوال يا مؤلف له کورني نوم ياتخلُص سره د نورو ( په انګرېزي کي د et. al) د ټکي او د خپرېدو د نېټې يادونه بس ده . په انګرېزي ليکنو کي، بايد تر نومونو لاندي کرښه و نه کښل سي؛ همدغه رنګه بايد د « et. al » په ترکيب کي د « et. » له تورو سره ټکی و نه ليکل سي( el) .
په دې برخه کي هغه مهال يوه استثنا را منځ ته کيږي، چي دوو جلا ماخذونو د لومړي مؤلف نوم او د کتابونو د خپرېدو نېټې يو شان وي . د مثال په توګه دا دوه کتابونه په پام کي نيسو، چي يو يې احمد، محمود او محمد ( ۱۹۹۰ ) او بل يې احمد، محمود او منصور ( ۱۹۹۰ ) ليکلئ دﺉ . تر شپږو مؤلفانو پوري د لومړي مؤلف او نورو د قاعدې له مخي بايد د دې دواړو کتابونو لنډه پېژندګلوي په دې ډول وسي : احمد او نور ( ۱۹۹۰ ) . په داسي حال کي، چي دا دوه کتابونه د لومړي مؤلف او خپرېدو د نېټې پر يوشانتي والي سربېره د بېلو ډولو له خوا کښل سوي دي؛ او په حقيقت کي لوستوونکی د دوو بېلو اثارو پر ځای، يوه اثر ته ور بولي . له دې امله بايد، په داسي حالاتو کي د ګډوډۍ او التباس د مخنيوي له پاره، دد واړو اثرونو بشپړه يادونه وسي . همدغه رنګه بايد په په لمنليکونو، جدولونو او نښو نښانو کي د څو کسيزو مؤلفانو په هر پلا استناد کي، د ټولو نومونه وکښل سي .

هـ) هغه اثر، چي په ليکنه / تأليف کي يې شپږو يا تر شپږو ډېرو کسانو برخه اخيستې وي
د هغو اثارو په استناد کي، چي شپږ يا تر شپږ زيات مؤلفان لري، بايد په لومړي او نورو وروستييو حوالو يا استنادونو کي، يوازي د لومړي مؤلف تخلُص وليکل سي؛ او ورپسې يې د « او نور » ټکی او نېټه راوړل سي . ( د انګرېزي ژبي په ليکنو کي، بايد تر نومونو لاندي کرښه و نه کښل سي؛ همدغه رنګه بايد د « et. al » په ترکيب کي د « et. » له تورو سره ټکی و نه ليکل سي( el) .
د ماخذونو او سرچينو په وروستي فهرست کي بايد د ټولو مؤلفانو نومونه په بشپړ ډول وکښل سي . په دې قاعده کي د پخوا په څېر يوازنۍ استثنا دا ده، چي که دوه بېل ماخذونه د هغو د لومړي مؤلف د کورني نوم يا تخلص او د اثارو د خپرېدونکي نېټې د يو شان والي پر بنسټ يوه بڼه ومومي، نو هغه مهال بايدد هر اثر د هغونه ( هغومره ) مؤلفانو نومونه وليکو، چي د داوړو ماخذونو تر منځ بېلوالی په توګه سي؛ د مثال په ډول داسي دوه کتابونه په پام کي نيسو، چي په ليکلو او تأليف کي يې د ليکوالو او مؤلفانو دغو دوو بېلو ډلو برخه اخيستې ده :

احمدي، محمدي، محمودي، ناصري، قاسمي، جلالي او شهيدي ( ۱۹۸۸ ) .

احمدي، محمدي، نظامي ، محمودي، ناصري، قاسمي، جلالي او شهيدي ( ۱۹۸۸ ).

د لومړۍ ډلي ماخذ بايد په دې لنډه بڼه وليکل سي :

احمدي، محمدي، محمودي، او نور ( ۱۹۸۸) .

د دوهمي ډلي ماخذ بايد داسي بڼه ولري :

احمدي، محمدي، نظامي، او نور ( ۱۹۸۸) .

په دوهمه ډله کي د د ريم مؤلف ( نظامي) د نامه يادونه د غه اثر له لومړني اثر څخه بېلوي ؛ نو ځکه د نورو پاته مؤلفانو د نومونو يادوني ته اړتيا نه ليدله کيږي . که چيري د « نظامي » د ليکوالو د ډلي په وروستۍ برخه کي وي، نو له لومړۍ ډلي څخه د بېلولو په خاطر بايد، د ټولو ليکوالو يا مؤلفينو نومونه وليکو؛ ځکه د نظامي نوم د د وو ډولو د جلاوالي يوازنۍ وسيله ده .
يادونه : که څوک په انګرېزي ژبه ليکنه کوي، بايد د خپلي ليکني په متن کي د اثارو د ګڼو ليکوالو يا مؤلفانو نومونو تر منځ د « and » ټکی کار کړي ؛ خو په ليندييو کي د ځای پر ځای سوو موادو، جدولونو او دغه راز د ماخذونو په وروستي فهرست کي، بايد د ليکوالو نومونه د « and » د لنډي نخښي يا امپرسند ( & ) په مرسته سره وتړي؛ لکه په دغو مثالونو کي :

Anderson and Raoul ( 1984 ) demonstrated clearly that…
As was clearly demonstrated earlier ( Anderson & Raoul, 1984 ), certain factors remain

اندرسن او راوول ( ۱۹۸۴ ) په څرګنده بيان کړې ده، چي ...

لکه څنګه چي مخکي هم په ډاګه بيان سوه، ( اندرسن او راوول، ۱۹۸۴ ) ځيني عوامل پاته دي ...

ز) ډله ييز يا ګروپي مؤلفان
کله کله علمي اثار د يوې کمېټې، مؤسسې، شرکت يا حکومتي ادارې له خوا ليکل کيږي . د داسي اثارو په ليکنه او تأليف کي د برخه والو ليکوالو يا مؤلفانو نومونه بايد، هر ځل په متن کي د دې اثارو د يادوني پر مهال ، په څرګنده توګه وکښل سي . لکه څنګه چي دمخه هم يادونه وسوه، د ډله ييزو اثارو په ليکنه کي، د برخه والو مؤلفانو نومونه بايد، لومړی پلا په بشپړ ؛ خو په وروستييو استنادونو کي، په لنډ يا اختصاري ډول وليکل سي . د اثارو په لنډيز کي عملي قاعده داده، چي لوستونکو ته بايد په متن کي پوره مالومات ورکړل سي، چي د ماخذونو په وروستي فهرست کي يې په اسانۍ سره ومومي . په بيا بیا استنادونو کي، د اوږدو او بې خونده ډله ييزو نومونو له پاره، لنډي بڼې په دې شرط د منلو وړ دي، چي هر څوک يې په اسانۍ سره وپېژني ؛ د مثال په توګه که په متن کي، د افغانستان د ملي امنيت ادارې په اړه يادونه کيږي، نو لومړی ځل باید د دې ادارې د بشپړ نوم تر څنګ د هغې اختصاري بڼه په دې توګه وليکله سي : ( ا. م . ا . ا. ، ۲۰۰۱ ) .
په متن کي د دې ادارې د بيا بيا يادولو له پاره کېدای سي، د هغې لنډ يا مخفف ډول داسي وکښل سي : ( ا. م . ا . ا. ، ۲۰۰۱) .
همدغه رنګه، که په متن کي د ( افغانستان د سولي کنفرانس، ۲۰۰۵ ) په اړه خبري کوو، په لومړي پلا کي بايد د کنفرانس د بشپړ ي پېژندګلوۍ تر څنګ ، د هغه لنډه بڼه په دې توګه وليکله سي : افغانستان د سولي کنفرانس، ۲۰۰۵ ( ا. س . ک . ، ۲۰۰۵ ) . تر دې وروسته که په ټولو راتلونکو يادوَنو کي، د کنفرانس لنډ ډول وليکو، هيڅ ستونزه نسته .
که نوم کوچنی وي؛ او لنډه بڼه يې په اسانۍ سره د پوهېدو وړ نه وي، نو هره پلا بايد د داسي نامه د يادولو پر مهال د هغه بشپړ نوم وکښل سي؛ لکه : ( کابل پوهنتون، ۱۳۶۳ )، ( پښتو ټولنه، ۱۳۱۹ )، ( باختر اژانس، ۱۳۸۵ ) او داسي نور . د ګروپي مؤلفانود نومونو دغه راز يادونه ، په هره پلا استنادکي کافي ده .

ح) دنوم ورکي يا بې نومه مؤلف اثار
که د کم اثر مؤلف نوم ورکی يا ناپېژندلئ وي، نو په متن کي بايد د« نوم ورکي » ټکی د ليندييو په منځ کي وليکل سي؛ او تر هغه وروسته کامه او د اثر د خپرېدو نېټه وکښل سي؛ لکه : ( نوم ورکی، ۱۳۴۵ ) . دا اثر بايد د کتاب د ماخذونو په فهرست کي، د« نوم ورکي » له پاره د الفبا تر « ن » توري لاندي راغلئ وي .
که چيري کم اثر مؤلف ونه لري، نو په ليندييو کي بايد د کتاب يا مقالې د سرليک لومړنۍ دوې يا درې کليمې وليکلي سي؛ او بيا په هغو پسې کامه او د خپرېدو نېټه راوړل سي؛ لکه په دې مثال کي :
. . . په ( « يو وجود او څو څېرې، » ۱۳۸۴ ) کي د هغو بې ايمانه او بې ضميره وطن پلورونکو له پټو اړيکو پرده پورته سوي، چي تل يې د بادارۍ په هيله پردو ته نوکري او غلامي کړې ده . . . په دې مثال کي مو اثر ته فرضي نوم ورکړ .
بې مؤلفه اثار، د ماخذونو او سرچينو په وروستي فهرست کي، د هغو په عنوانونو کي، د لومړييو مهمو ټکو له مخي، د الفبا د تورو په ترتيب ليکل کيږي . په پښتو کي د « د، يو، په ، پر، ته، تر او داسي نورو په شان » ادات ( په انګرېزي کي د « The, a, an » په څېر آرټيکل او د « from, between, behind. » او نورو په څېر ادات بايد په پام کي ونه نيول سي . له قوانينو، مقراراتو لايحو او نورو قانوني سندونو سره، د بې مؤلفه اثارو په شان چلند کيږي . هغه په دې مانا چي، بايد يوازي د دغه راز اسنادو د سرليک څو لومړي ټکي، د خپرېدو له نېټې سره وليکل سي . بايد له ياده ونه باسو، چي د محاکماتي د عوو د يادوني پر مهال بايد تر متن لاندي ليکه وکښل سي؛ د مثال په ډول :

( د احمد د محمود پر خلاف ، ۱۳۵۰ )

( د کابل ښاروالۍ دکورنييو چارو د تنظيم لايحه،۱۳۵۱ )

( په افغانستان کي، د بهرنۍ پانګي اچوني مقرره، ۱۳۳۵ )

( د افغانستان مدني قانون، ۱۳۵۵ ) او داسي نور .

ط) هغه مؤلفان، چي کورني نومونه يا تخلُصونه يې يو شان وي
که په ليکنه کي د داسي دوو يا ډېرو مؤلفانو يادونه سوې وي، چي تخلصونه یا کورني نومونه يې يو ډول وي، بايد په متن کي د استناد پر مهال د مؤلفانو د لومړنييو نومونو د سر توري هم وليکل سي؛ که څه هم د اثارو د خپرېدو نېټې يو له بله توپير ولري . په دې توګه د مؤلفانو په پېژندنه کي، د هر راز ګډوډۍ او التباس مخه نيوله کيږي؛ مثلاً : لوی استاد، علامه ع . ح . حبيبي په ۱۳۲۳ ش کال د محمد هوتک د « پټي خزانې » متن له پارسي ترجمې، ګټورو لمنليکونو او ارزښتناکو تعليقاتو سره خپور کړ . په ۱۹۹۷م کال ډاکټر خ . حبيبي، د همدې اثر ټول متن، لمنليکونه او تعليقات په انګرېزي ژبه وژباړل . په دغه مثال کي، لکه څنګه چي ګورو د پلار او زوی دواړو کورنی نوم يا تخلص يو شان ( حبيبي ) دﺉ . د دواړو ليکوالو د بېلولو او ښې پېژندني له پاره، په متن کي د استناد پر مهـــــال، د هغوی د لومړييو نومونو د سر توري هم راوړل سوي دي .

ی) په عين ليندييوکي د دوو يا څو اثارو ليکل
کله کله د علمي اثارو په ليکنه کي داسي پېښيږي، چي ليکوال د يوې مسألې د تأييد يا اثبات له پاره په ليندييو کي، په دوو يا ډېرو اثارو استناد وکړي . په داسي حالاتو کي بايد ياد سوي اثار، کټ مټ د ماخذونو په وروستي فهرست کي د اثارو د وړاندي کولو په شان و اوډل سي ( دا موضوع په راتلونکو څپرکو کي په بشپړه توګه څېړل کيږي ) . سمدستي د دغو اصولو او قواعدو يادونه بې ګټي نه ده:
- د يوه مؤلف دوه يا څو اثار، د هغو د خپرېدو د نېټې د لومړيتوب له مخي اوډل کيږي . که يو اثر د چاپېدو په حال کي وي يا د خپرېدو پړاونه تېروي، بايد تر ټولو وروسته يې داسي يادونه وسي :

د ( احمدي او محمودي، ۱۳۸۰، ۱۳۸۱ ) د دوو وروستييو کلونو څېړنو ښوولې ده، چي . . .

يا د ( احمدي، ۱۳۸۰، ۱۳۸۱، په مطبعه کي ) وروستييو څېړنو ښوولې ده، چي . . .

- د يوه مؤلف هغه بېلابېل اثار، چي په يوه نېټه خپاره سوي وي، بايد د الف، ب، ج . . . تورو په مرسته بېل او وپېژندل سي؛ لکه په دې مثال کي :

د ( احمدي او محمودي، ۱۳۶۰ الف، ۱۳۶۰ ب، ۱۳۶۰ج ، د چاپ په حال کي ) د څېړنو له مخي، څرګنده سوې ده، چي . . .

- د بېلابېلو مؤلفانو له خوا هغه دوه يا زيات اثار، چي په عين قوسونو يا ليندييو کي کښل سوي وي، بايد د الفبا د تورو په مرسته د لومړي مؤلف د تخلُص له مخي و واډل سي . د څېړنو يا اثارو د بېلولو له پاره بايدځنډکی يا سمي کولن ( ؛ ) استعمال سي؛ لکه په دې مثال کي :

درو بېلو څېړنو ( احمدي او محمودي، ۱۳۵۰؛ منګل او شهيدي، ۱۳۵۱؛ کامران، ۱۳۵۵ ) هڅه کړې ده، چي . . .

( په دغه مثال کي د ليکوالو نومونه ټول فرضي دي . )

ک) د يوې سرچينې دځينو مشخصو برخو يادوَنه
هرکله چي د يوې ځانګړي وينا، نخښو، انځورونو يا جدولونو يادوَنه کيږي، بايد د اړونده مخ، انځور، ډياګرام او جدول نومره، وړاندي سي؛ لکه په دې مثال کي :

( احمدي او محمودي، ۱۳۵۶، ۱۱- ۲۲ مخونه )

( مارټين، ۱۹۸۲، ۲ انځور يا ۲ ډايګرام )

په انګرېزي او ځينو نورو اروپايي ژبو کي د مخونو ( پاڼو ) ، انځور او ډايګرام ټکي په لنډ يا اختصاري بڼو ليکل کيږي . موږ هم کولای سو، په پښتو کي د د مخ له پاره د « م . »، د مخونو له پاره« م م . »، د انځور له پاره د « انځ . »، د ډا يګرام له پاره د « ډايګ . » توري غوره کړو .

ل) شخصي خبرونه او رپوټونه
په شخصي خبرونو او رپوټونو کي ، د ليکونو، يادښتونو او تليفوني خبرو په څېر موضوع ګاني راځي . لکه دې کبله چي په دغه راز خبرونو او رپوټونو کي نغښتي موضوع ګاني اوخبرتياوي زياتره د هر چا په واک کي نه وي، نو ځکه بايد د اثارو په وروستي فهرست کي و نه ليکل سي . ليکوال بايد يوازي د هغه د راوي ( نکل کوونکي ) اصلي نوم او تخلص، دخبرونو، ګزارشونو يا کيسې د ويلو له نېټې سره، د خپلي ليکني په متن کي وکاږي ؛ لکه :

(س . ن . ش . آغا، شخصي خبري اتري، د۶۷ ۱۳ کال د مېزان ۱۴مه)
يا
د س . ن . ش . آغا د۶۷ ۱۳ کال د مېزان د۱۴مي نېټې په شخصي بانډار کي، د ډاکټر نجيب الله پر ضد، دجنرال شهنواز تڼي د کودتا په اړه، په زړه پوري حقيقتونه په ډاګه سوه .

م) د راوړل سوی تبصرې د يوې برخي په توګه په ليندييو کي دماخذونو يادوَنه
که په ليندييو کي د يوه ماخذ يادونه ، د راوړل سوي تبصرې د يوې برخي په توګه وړاندي سي، نو د نېټې د بېلولو له پاره بايد د براکيټونو مربع ډوله ليندييو ( [ ] ) پر ځای، له کامو څخه کار واخيستل سي؛ لکه په دې مثال کي :

( د بشپړ مالومات له پاره وګورﺉ : د علامه عبدالشکور رشاد، د خيرالبيان لغتنامه، ۱۳۵۳) .

په انګرېزي کي د وړاندي سوي تبصرې د يوې برخي په توګه، ماخذ په ليندييو کي داسي اوډل کيږي :

( See also Appendix A of Jenkins, 1983, for additional proof )

ن) دماخذونو ناوړه او بې خونده اوډَنه
زياتره پوهان د « ا. ا. ټ . » د استناد کولو سيسټم خوښوي؛ ځکه دا سيسټم له لوستوونکي سره مرسته کوي، چي د لمنليک له ليدو يا د مقالې تر پايه د پاڼو له اړولو پرته، سمدلاسه کار سوی ماخذ او د هغه د خپرېدو نېټه وپېژني . سره له دې هم، بايد پوره هڅه وسي، چي پر يوه مخ ډېر ماخذونه او منابع ونه ليکل سي . دا کار بې خوندي راولي؛ او د لوستلو مخه نيسي ؛ مثلاً دغه پراګراف په ليندييو کي له ځای پر ځای سوو مالوماتو ډک دﺉ :

پروتوکول په خپله نيمګړی ؤ ( احمدي، ۱۳۷۰ )؛ په نتيجه کي ، ټولي څېړني هم ډېري نيمګړي وي ( محمدي، ۱۳۷۱؛ ناصري، ۱۳۷۳؛ اميني، ۱۳۷۴)، او د ميليونونو افغانييو په ارزښت وخت او سامانونه بې ځايه له منځه ولاړه ( جعفري، ۱۳۷۶ ) .

د دې له پاره، چي د ماخذونو د دې ډول ګڼه ګوڼي مخه ونيوله سي، کېدای سي ځيني سرچينې په متن کي راوړل سي؛ لکه په دې مثال کي :

په ۱۳۷۰ کال کي، احمدي ومنل چي اصلي پروتوکول ناقص يا نيمګړی ؤ . د همدې نيمګړي پروتوکول له امله، د محمدي ( ۱۳۷۱ )، ناصري (۱۳۷۳) او اميني ( ۱۳۷۴) تجربې هم له تېروتنو او نيمګړتياوو ډکي وي . د ميليونونو افغانييو په ارزښت دوخت او سامانونه د بې ځايه ضايع کېدو مسأله، د جعفري (۱۳۷۶) په څېړنه کي ليکل سوي دي .

که د ليکني په يوه پاڼه کي ديوې مسألې په اړه ډېر ماخذونه کوترَم سي، ښه به دا وي چي په دقت او هوښيارۍ سره، ځيني منابع په ليندييو او ځيني په متن کي راوړل سي .

شپږم څپرکی : په ليندييو کي استناد يا په متن کي د عددونو ( لمبرونو ) ليکل
دلته يوازي د عددونو يا لمبرونو د هغه سيسټم لنډه يادونه کوو، چي زياتره په عملي ساينس ( کيميا، کمپيوټر پوهني، رياضي او فزيک ) او طبي علومو ( طب، روغتيا پالني او عامي روغتيا ) کي استعماليږي . که په ساده ژبه ووايو، په دغه سيسټم کي، د مؤلف، اثر او اړونده پاڼي ( مخ ) پر ځای په متن کي يو لمبر يا نومره ليکل کيږي . په متن کي د ماخذ په هره پلا يادوني سره بايد اړوند لمبر وليکل سي . همدغه رنګه بايد، دغه لمبر يا نومره د ماخذونو په فهرست کي، د هماغه اثر مخي ته وکښل سي .
کله چي په متن کي، د استناد له پاره د لمبرونو يادونه کوو، بايد دغه قاعدو ته پام وکړو :
- بايد کارسوې نومره، د مؤلف تر نامه سمدستي وروسته، د ليندييو په منځ کي وکښل سي؛ لکه :

له کوچنيانو سره د ناوړه چلند په اړه، د ډاکټر يعقوب ( ۱ ) په لومړنييو څرګندونو کي داسي راغلي دي . . .

د ماخذ لیکولو په دې نمونه کي، د يوه ( ۱ ) عدد له نورو تورو سره پر يوه ليکه، په ليندييو کي کښل سوی دﺉ .
کېدای سي د دې سبک پر ځای، اړوند لمبر بې ليندييو ، تر نورو تورو لوړ وليکل سي؛ لکه په دې مثال کي :

ډاکټر زيمرمن او نورو۴ په خپلو کتنو او څېړنو کي نتيجه تر لاسه کړه، چي په سلو کي پينځوس کسان د دماغي انساجو د مړه کېدو له امله مري . . .

په مخکني مثال کي، د څلورو عدد تر نورو تورو يو څه لوړ ( Superscript) او کوچنی ليکل سوی دﺉ .
- که د ليکني په متن کي، د مؤلف کورنی نوم يا تخلص نه وي ليکل سوی، نو د مؤلف کورنی نوم او لمبر بايد دواړه په ليندييو کي وکښل سي؛ لکه په دې ډول :

۳ جدول ( احمدي ۴ ) د وېش غبرګون ( عکس العمل ) څرګندوي . . .

په پورتني مثال کي د درو اوڅلورو لمبر له نورو تورو سره پر يوه ليکه ليکل کيږي .

Table 3 ( Ahmadi 4 ) displays the response distribution . . .

همدا يادوَنه په بل ډول :

۳جدول ( مولانا حميدي ۴ ) د وېش غبرګون ( عکس العمل ) څرګندوي . . .

په پورته نمونه کي، د درو لمبر د جوملې له نورو تورو سره پر يوه ليکه او د څلورو عدد تر نورو تورو يوه څه پورته ( Superscript )کښل کيږي .
- د اړتيا پر مهال بايد، په ليندييو کي د ليکل سوي لمبر سره نور مالومات هم زيات سي؛ لکه په دې توګه :

لکه څنګه چي د پوهاند ډاکټر حميدي په څېړنه ( ۳، ۶ جدول ) کي راغلي دي، د خلګو له خوا رپوټ سوي اعراض، ډېر زياتوالی ښيي . . .

( په دغه ماخذ کي ۳ د ليکني پر دريم مخ، شپږم جدول ته پام اړوي ) .

همدا ماخذ په بله بڼه :

د خلګو له خوا رپوټ سوي اعراض ۳. ۶ جدول

په مخکني مثال کي د درو عدد او شپږم جدول د متن تر نورو تورو په کوچنيو تورو ليکل کيږي .
- که په ليکنه کي د څو مؤلفانو د نومونو د يادوَني اړتيا وي، نو بايد دغه لاره غوره سي :

نورو لويو پوهانو د دماغي ناروغييو په اړه د حميدي نظريې او استدال ومانه (۴-۶) .

په دې سبک کي، د ماخذونوپه فهرست کي د اړونده اثارو نومرې د جوملې له نورو تورو سره پر يوه ليکه، د ليندييو په منځ کي ليکل کيږي او ټکی تر ليندييو دباندي ايښوول کيږي .
د همدې استناد بل ډول :

نورو لويو پوهانو د دماغي ناروغييو په اړه د حميدي نظريې او استدال ومانه . ۴- ۶

په دې سبک کي، د ماخذونو په فهرست کي د اړونده اثارو لمبرونه د جوملې تر نورو تورو يو څه پورته ( Superscript )، بې ليندييو ليکل کيږي؛ او تر عددونو وروسته ټکی نه ورکول کيږي . په تېرو دوو مثالونو کي د ( ۴- ۶ )لمبرونه، د ماخذونو په فهرست کي ۴، ۵ او ۶ اثر ته اشاره ده .

اووم څپرکی : د استناد دوديز يا عنعنوي سبک ( لمنليکونه / پايليکونه )
په تحقيقي ليکنو کي يادښتونه ددوو مقصدونو له پاره کاريږي :
الف ) يادوني يا يادښتونه د استناد سوي لنډيز ، تفسير يا اقتباس د سرچينې پېژندګلوي کوي .
ب ) يادښتونه، د ليکني په متن کي د راغلو موضوع ګانو په اړه، اضافي تشريحي مالومات او تبصرې وړاندي کوي؛ خو د ليکني عادي جريان او تسلسل نه پرې کوي . تشريحي يادوني زياتره د « موضوعي يادښتونو » په نامه يادوي ( د دې موضوع په هکله وروسته ږغېږو ) . د ځينو استادانو په نظر بايد، يادښتونه د ليکني د هغه مخ په لمنه کي وليکل سي، چي د ماخذونو يادونه پکښي سوې وي؛ ځيني نور غوره ګڼي، چي يادښتونه بايد په يوه بېل فهرست کي، د ليکني په پای کي تر بيبليوګرافۍ دمخه وکښل سي . لمنليک ( Footnote) د هغه پاڼي يا مخ په لاندنې برخه کي راځي؛ خو پایليکونه (Endnote) د ليکني په پای کي وړاندي کيږي . د دې برخي مثالونه د« ا. ژ . ټ . » د استناد له هغو نوو لارښوونو سره سم وړاندي سوي دي، چي تر اوسه د عنعنوي لمنليکونو او پایليکونو په اړه تطبيقيږي .
ښايي د لوړو زده کړو ځيني استادان، د ماخذونو د استناد له پاره داسي لاري او سيسټمونه وغواړي، چي په يوه او بل ډول له دې مثالونو څخه توپير ولري . په داسي حالاتو کي بايد، د اضافي کار او ربړ د مخنيوي له پاره، د اثارو تر ټايپ کولو دمخه له لارښوونکو استادانو سره سلا مشوره وسي .

۱- د پایليکونو د وړاندي کولو لاره
پایليکونه، ټول يو ځای د ليکني په پای کي، په دې ډول وړاندي کيږي :
- د پاڼي له پورتنۍ ژی څخه د يادښتونو تر سرليک پوري بايد د يوه اينچ په اندازه، کاغذ تش پرېښوول سي .
- د يادوَنو( يادښتونو ) عُنوان بايد د پاڼي په منځ کي وليکل سي .
- د لومړنۍ يادښت او سرليک تر منځ بايد يو ليکه تشه وي .
- لومړنۍ يادوَنه بايد د پينځو تورو په ګچه دننه وليکل سي ( په انګرېزي کي دې کار ته « Indentation » وايي . په هره ژبه کي، د متنونو پاراګرافونه د نورو ليکو په پرتله، د څو تورو په اندازه دننه پيل کيږي ) .
- د يادښتونو لمبرونه ( نومرې ) بايد د ليکي د نورو تورو په پرتله د نيمي ليکي په اندازه لوړ کښل سوی وي . ( په انګرېزي ژبه کي دې کار ته « Superscript » وايي . د دې کار له پاره کېدای سي د ماېکرو سافټ ورډ د سېمبولونو تر عنوان لاندي، له چمتو سوو عددونو استفاده وسي) .
- د نومرو او يادښتونو تر منځ بايد د يوه توري په اندازه ځای تش پرېښوول سي .
- د يوه يادښت د بېلابېلو کرښو تر منځ بايد يوه کرښه تشه پرېښووله سي .
- د بېلابېلو يادښتونو تر منځ هم بايد يوه ليکه تشه پرېښووله سي . دلته څو يادښتونه د مثال په ډول وړاندي کوو :

يادښتونه

۱ لوی استاد علامه عبدالحي حبيبي، د محمد هوتک د « پټي خزانې » په لمنليکونو ( ۱۱۱ مخ ) او خپل بل اثر « تاريخ افغانستان در عصر ګورګانی هند (

۱۸۰ مخ ) کي، د مغولي مؤرخ ( ابوالفضل علامي ) د « آيين اکبري » په استناد ليکي، چي « شال » يا « شالکوټ »، د اکبري دورې په تشکيلاتو کي، د کندهار د ښار له

ختځو مربوطاتو څخه ګڼل کېده؛او د کوټي د اوسني ښار په شاوخوا کي، د هغي کلاه نوم دﺉ، چي کاسي پښتانه او بلوڅان پکښي اوسېدل . د « شال » ولايت د پښتنو د ادب

پالونکي ټولواک ( شاه حسين هوتک ) د پاچهۍ په زمانه کي، د صدر اکابر دوران ( بهادر خان ) په مېړانه ونيول سو؛ او د کندهار د هوتکي سطنت تر واک لاندي راغی . دا

سيمه ( اوسنۍ کوټه ) د ډيورنډ ترکرغېړني او نامنل سوي کرښي وروسته په برتانوي هند؛ او له هند څخه د انګرېزانو تر وتلو وروسته، د پاکستان د بلوچستان په ايالت پوري

تړل سوې ده . د يادوني وړ ده، چي د افغانستان د لوړ کونړ په ناوه کي هم د « شال » په نامه يو ځای سته، چي بايد د پخواني کندهار له « شال » يا اوسنۍ کوټي سره ګډ نسي .

۲ د هندوستان مغولي د ربار، الهداد ته د « نواب رشيد خان » د لقب په ورکولو سره، پراخي مځکي او لوړ حکومتي مقامونه ورکړل . په هندوستان کي د

روښاني پښتنو دا غمخور مشر په ( ۱۰۵۸ هـ ق ) کال ، د خپلي واکمنۍ پر مهال ، په اورنګ آباد کي ومړ ؛ او هلته د خپل کور په بڼ کي ښخ سو. وروسته يې مړی له

اورنګ آباد څخه د ګنګا د سيند پر غاړه د « رشيد آباد » کلي ته يوړل سو؛ او هلته د خپل کور په بڼ کي ښخ سو. دا کلی، چي د همدې رشيد خان له خوا جوړ سوﺉ ؤ، د ځينو

روښاني مريدانو له خواد « مرشد آباد » په نامه هم ياد سوی دﺉ . « رشيد آباد » د علي محمد مخلص دکورنۍ په ګډون، په هندوستان کي د روښاني پښتنو د استوګي لومړنی

ټاټوبی ؤ، چي د پښتنو وتلي عرفاني شاعر ( دولت لواڼي ) يې هم په خپل ديوان کي يادونه کړې ده؛ او د نامتو شاعر ــ کريمداد روښاني ( په ۱۰۷۲ هـ ق کي مړ) د زوکړي

ځای دﺉ .

۳ دولت لواڼی د « فقير » د لقب په تر لاسه کولو سره د پير روښان د عرفاني طريقت د خلافت مقام ته رسېدلئ ؤ . په ( ۱۰۴۰ هـ ق ) کال له ميرزا خان اورمړ (

انصاري ) او نورو روښاني انډيوالانو سره، د دکن په جګړه کي ټپي سو؛ او په خپل شعري ديوان کي يې، د علي محمد مخلصپه ياد خورا سوزناکي مرثيې ويلي دي .

۴ د افغانستان په درو بېلو کتابونو کي، د « حالنامې » د همدې اصلي نسخې د المارۍ نومرې په دې ډول ليکل سوي دي : « ۹۲۰ ر۳۸۰ ، ۹۲۰/۳۷۰ ،

۹۲۰/ ۳۷ » ښايي په دې نومرو کي، د چاپي تېروتنو له امله توپير وي .

۵ زلمی هيوادمل، د هند د کتابخانو پښتو خطي نسخې يا د هند د کتابخانو د پښتو خطي نسخو فهرست ( کابل : پښتو ټولنه، د ژبو او ادبياتو مرکز، د

افغانستان د علومو اکاډيمي، ۱۳۶۳ ) ۲۱۴- ۲۱۵.

۶ فاضل استاد ارواښاد عبدالرؤف بينوا، د خپل مشهوراثر « اوسني ليکوال » په دريم ټوک ( ۱۲۱۳ مخ) کي، د حاجي ولي محمد خان مخلص د زوکړي او

مړيني تاريخونه داسي کښلي دي :( ۱۲۶۷ - ۱۳۲۱ هـ ق ) . د زلمي هيوادمل په « فرهنګ زبان و ادبيات پښتو » ( ۴۶۶ مخ )کي، دا تاريخونه په لږ توپير سره داسي ښوول

سوي دي : ( ۱۲۵۹- ۱۳۳۱هـ ق ) .

۲- د لمنليکونو د وړاندي کولو بڼه
لمنليکونه د هغي پاڼي ( مخ ) په لاندنۍ برخه کي کښل کيږي، چي د ماخذونو يادونه پکښي سوې وي . د لمنليکونو په اوډنه کي بايد دغو ټکو ته پام وسي :
- لمنليکونه بايد د متن تر وروستۍ ليکي څلور کرښي لاندي ليکل سوي وي . په بله ژپه، د اصلي متن د وروستۍ ليکي او د لومړي لمنليک تر منځ بايد څلور تشي کرښي پرېښوول سوي وي .
- هر لمنليک بايد د پينځو تورو په ګچه، دننه ليکل سوی وي (Indentation ) .
- د لمنليکونو د لمبرونو او لومړي توري تر منځ بايد د يوه توري په اندازه ځای تش وي .
- د يوه لمنليک په متن کي، د بېلابېلو ليکو تر منځ بايد تشه کرښه نه وي .
- د دوو لمنليکونو تر منځ بايد يوه کرښه تشه پرېښووله سوې وي .
- په هره پاڼه کي بايد د لمن لیکونو لاندني، ښی او کيڼ خوا( ژييو ) ته د يوه اينچ په اندازه، ځای تش پرېښوول سوی وي . دلته د لمنليکونه يومثال وړاندي کوو :

په پای کي د التباس او مغالطې د ليري کولو له پاره، د دې خبري يادونه ضروري بولم، چي تر علي محمد مخلص ډېر اوږده کلونه وروسته، د پښتو د معاصرو ادبياتو په پراخه لمن کي، د « مخلص » په نامه دوه نور کندهاري شاعران هم تېر سوي دي، چي يو يې د پښتو صريح اللهجه ، ظريف او نقاد شاعر( ارواښاد حاجي ولي محمد مخلص ) ۶او بل يې د هغه زوی، ارواښاد عبدالرؤف مخلص ( ۱۳۰۱- ۱۳۴۶هـ ش ) ؤ . د « مخلص » په نامه مشهور دې دواړو شاعرانو، پر انتقادي نظرياتو، څو اړخيزي شاعرۍ او ځانګړي ظرافت، سربېره، په موسيقۍ کي هم بشپړ لاس درلود . زياتره وختونه به يې ديارانو او انډيوالانو په بانډارونو کي، خپل خواږه شعرونه د موسيقۍ په بېلابېلو مقامونو کي وړاندي کول .




۱ لوی استاد علامه عبدالحي حبيبي، د محمد هوتک د « پټي خزانې » په لمنليکونو ( ۱۱۱ مخ ) او خپل بل اثر « تاريخ افغانستان در عصر ګورګانی هند (
۱۸۰ مخ ) کي، د مغولي مؤرخ ( ابوالفضل علامي ) د « آيين اکبري » په استناد ليکي، چي « شال » يا « شالکوټ »، د اکبري دورې په تشکيلاتو کي، د کندهار د ښار له
ختځو مربوطاتو څخه ګڼل کېده؛او د کوټي د اوسني ښار په شاوخوا کي، د هغي کلاه نوم دﺉ، چي کاسي پښتانه او بلوڅان پکښي اوسېدل . د « شال » ولايت د پښتنو د ادب
پالونکي ټولواک ( شاه حسين هوتک ) د پاچهۍ په زمانه کي، د صدر اکابر دوران ( بهادر خان ) په مېړانه ونيول سو؛ او د کندهار د هوتکي سطنت تر واک لاندي راغیء . دا
سيمه ( اوسنۍ کوټه ) د ډيورنډ ترکرغېړني او نامنل سوي کرښي وروسته په برتانوي هند؛ او له هند څخه د انګرېزانو تر وتلو وروسته، د پاکستان د بلوچستان په ايالت پوري
تړل سوې ده . د يادوني وړ ده، چي د افغانستان د لوړ کونړ په ناوه کي هم د « شال » په نامه يو ځای سته، چي بايد د پخواني کندهار له « شال » يا اوسنۍ کوټي سره ګډ نسي .

۲ د هندوستان مغولي د ربار، الهداد ته د « نواب رشيد خان » د لقب په ورکولو سره، پراخي مځکي او لوړ حکومتي مقامونه ورکړل . په هندوستان کي د
روښاني پښتنو دا غمخور مشر ا په ( ۱۰۵۸ هـ ق ) کال ، د خپلي واکمنۍ پر مهال ، په اورنګ آباد کي ومړ ؛او هلته د خپل کور په بڼ کي ښخ سو. وروسته يې مړی له
اورنګ آباد څخه د ګنګا د سيند پر غاړه د « رشيد آباد » کلي ته يوړل سو؛ او هلته د خپل کور په بڼ کي ښخ سو. دا کلی، چي د همدې رشيد خان له خوا جوړ سوﺉ ؤ، د ځينو
روښاني مريدانو له خواد « مرشد آباد » په نامه هم ياد سوﺉ دﺉ . « رشيد آباد » د علي محمد مخلص دکورنۍ په ګډون، په هندوستان کي د روښاني پښتنو د استوګي لومړنی
ټاټوبی ؤ، چي د پښتنو وتلي عرفاني شاعر ( دولت لواڼي ) يې هم په خپل ديوان کي يادونه کړې ده؛ او د نامتو شاعر ــ کريمداد روښاني ( په ۱۰۷۲ هـ ق کي مړ) د زوکړي
ځای دﺉ .

۳ دولت لواڼی د « فقير » د لقب په تر لاسه کولو سره د پير روښان د عرفاني طريقت د خلافت مقام ته رسېدلئ ؤ . په ( ۱۰۴۰ هـ ق ) کال له ميرزا خان اورمړ (
انصاري ) او نورو روښاني انډيوالانو سره، د دکن په جګړه کي ټپي سو؛ او په خپل شعري ديوان کي يې د علي محمد مخلص په ياد، خورا سوزناکي مرثيې ويلي دي .

۴ د افغانستان په درو بېلو کتابونو کي، د « حالنامې » د همدې اصلي نسخې د المارۍ نومرې په دې ډول ليکل سوي دي : « ۹۲۰ ر۳۸۰ ، ۹۲۰/۳۷۰ ،
۹۲۰/ ۳۷ » ښايي په دې نومرو کي، د چاپي تېروتنو له امله توپير وي .

۵ زلمی هيوادمل، د هند د کتابخانو پښتو خطي نسخې يا د هند د کتابخانو د پښتو خطي نسخو فهرست ( کابل : پښتو ټولنه، د ژبو او ادبياتو مرکز، د
افغانستان د علومو اکاډيمي، ۱۳۶۳ ) ۲۱۴- ۲۱۵.

۶ فاضل استاد ارواښاد عبدالرؤف بينوا، د خپل مشهوراثر « اوسني ليکوال » په دريم ټوک ( ۱۲۱۳ مخ) کي، د حاجي ولي محمد خان مخلص د زوکړي او
مړيني تاريخونه داسي کښلي دي :( ۱۲۶۷ - ۱۳۲۱ هـ ق ) . د زلمي هيوادمل، په « فرهنګ زبان و ادبيات پښتو » ( ۴۶۶ مخ )کي، دا تاريخونه په لږ توپير سره داسي ښوول
سوي دي : ( ۱۲۵۹- ۱۳۳۱هـ ق ) .

په پورتني مثال کي، د يادښتونو تر پيل مخکي څو کرښي د کتاب د اصلي متن وروستۍ برخه ده . د استناد په دې بڼه کي، د اصلي متن او لمنليکونو د بېلولو له پاره مشخصه کرښه نه ليکله کيږي . څلور تشي کرښي، په حقيقت کي د اصلي متن او لمنليکونو د جلا کولو په خاطر دي ( په انګرېزي اثارو کي د لمنليکونو له پاره ځانګړی سرليک ته هم اړتيا نه ليدله کيږي) .

 


يادښتونه د عربي عددونو ( ۱- ۹ ) په مرسته يو له بله بېليږي . عددونه ( لمبرونه) د نورو تورو په پرتله، نيمه ليکه پورته کښل کيږي . بايد هڅه وسي، چي استناد سوو موادو ته نيژدې وليکل سي . ټولو يادښتونو ته بايد د ( ۱، ۲، ۳، او نورو په څېر پرله پسې لمبرونه ورکړل سي ( ځيني مؤلفان په ټول اثر کي يادښتونو ته پرله پسې نومرې ورکوي؛ خو ځيني نور يوازي پر يوه مخ راغلو يادښتونو ته پرله پسې لمبرونه غوره ګڼي؛ او په بل مخ کي دا نومرې بيرته له سره ليکي . په دې هره لاره کي ځانته ګټي او نيمګړتياوي سته . دلته د هغو په اړه له نورو خبرو ډډه کوو . د لمبر ليکلو دا لارښود، په ټول اثر کي د پر له پسې نومرو لاره غوره ګڼي ) .
د يادښتونو تر نومرو وروسته بايد ټکی ( .)، دش (-- ) ، هايفن ( - ) او يوه ليندۍ ( ) ) استعمال نه سي . نومره په ليندييو کي دننه هم ونه ليکله سي . همدغه راز بايد د يادښتونو نومره بې دشه (--) له نورو ټولو ليک نخښو ليري ونه ليکله سي .

۴ - د يادښتونو د لمبرونو سم ځای پر ځای کول
په دې برخه کي اصلي قاعده دا ده، چي د هري يادوني لمبر تر ممکنه حده د ياد سوو موادو و پای ته ډېر نيژدې وليکل سي؛ مثلاً :

امام مسلم۱ د حضرت محمد ( ص ) په ټول کړو احاديثو کي راوړي دي، چي د رياکارانو درې ډلي به د دوږخ په اور کي وي . ( له ماخذ سره د لمبر دا ډول لیکل سم نه دي ) .
د امام مسلم دې حديث تا بايد په دې ډول لمبر ورکول سي :

امام مسلم د حضرت محمد ( ص ) په ټول کړو احاديثو کي راوړي دي، چي، د رياکارانو درې ډلي به د دوږخ په اور کي وي .۱

خو که تر ياد سوو موادو وروسته له بلي سرچينې څخه اخيستل سوي مواد يا د هغو تفسير راغلئ وي، نو په داسي حالاتو کي بايد هره يادونه په سملاسي توګه تر خپل اړوند ( مربوط ) ماخذ وروسته وليکل سي؛ د مثال په ډول :

احمدي « سپک او غير فعال مقاومت د هغو خلګو وسله بولي، چي له عدالته نامېنده سوي وي . »۵

محمودي خبرداری ورکوي، « چي د نړيوال اقتصادي بازار په لار کي هڅي بايد، د بې وزلو هيوادونو اقتصادي ګټي تر پښو لاندي نه کړي .» ۶

په تېر مثال کي، پينځم لمبر له يوې سرچينې څخه د اخيستل سوو وينا يادونه کوي؛ او شپږم لمبر له بله ماخذه د بل چا نظريي ته ګوته نيسي .
په پای کي دا يادونه ضروري ده، چي يادښتونه بايد د مؤلف تر نامه يا تر هغه فعل يا شارحې سمدستي وروسته ونه کښل سي، چي د کتاب د يوې مستندي برخي پېژنګلوي کوي؛ د مثال په ډول :

جلالي۱۵ وايي : « بايد يوازي د هغو قوانينو او دودونو سرغړونه وسي، چي د خلګو له اساسي حقوقو او ګټو سره ټکر ولري . »

له ماخذ سره دا ډول لمبر ليکل هم سم نه دﺉ :

جلالي وايي ۱۵: « بايد يوازي د هغو قوانينو او دودونو سرغړونه وسي، چي د خلګو له اساسي حقوقو او ګټو سره ټکر ولري . »

له يا د سوي ماخذ سره د نومرې سهي ( صحيح ) ليکل په دې ډول دي :

جلالي وايي : « بايد يوازي د هغو قوانينو او دودونو سرغړونه وسي، چي د خلګو له اساسي حقوقو او ګټو سره ټکر ولري . » ۱۵

۵- د کتابو د لمنليکونو بولګه ( نمونه )
په دې څپرکي کي د يادښتونو د ډېرو ډولونو هغه مثالونه وړاندي کيږي، چي ليکوالان او مؤلفان يې په متن کي د استناد له پاره د ليندييو تر منځ نه کاږي . البته په دې مثالونو کي، د استناد کولو ټول ډولونه او بڼې نه دي بيان سوي . د هغه ماخذ او سرچينې د استناد له پاره بايد له سليم عقل او منطق څخه کار واخيستل سي، چي په دې ليکنه کي يې د لارښووني لاري چاري نه وي بيان سوي . بايد هېر نه کړو، چي د استناد کولو اصلي موخه لوستوونکي ته د زموږ د څېړني او تفکر په اړه د انتقادي نظر، د هغو د سمون او بيا جوړولو په لار کي لارښوونه کول دي ، نو ځکه بايد په ليکنه کي د استناد سوو ماخذونو او سرچينو په هکله بشپړ مالومات وړاندي سي، چي لوستوونکی يې په اسانۍ سره ومومي .
لکه څنګه چي مخکي يادونه وسوه، د لمنليکونو په سبک کي، د هر ماخذ يا هر يادښت د بېلابېلو کرښو تر منځ تشه کرښه نه پرېښووله کيږي؛ خو د ليکو په منځ کي د يوې تشي کرښي په ورکولو سره، د پای ليکونو «Endnotes » بڼه اخلي . دغه هر ماخذ د سمي ليک نخښي، تشو ځايونو او تر ځينو ټکو لاندي د کرښي وروکولو له اړخه په ځير سره وګورﺉ :

الف) هغه کتاب، چي یوه مؤلف ليکلئ وي

۱ پوهاند عبدالحی حبيبي، د پښتو ادبياتو تاريخ ، دوه ټوکه، ( کابل : پښتو ټولنه،۱۳۴۲) ۲: ۲۶۳ .

ب) هغه کتاب ، چي دوو يا ډېرو مؤلفانو ليکلئ وي
د کتاب په لومړي مخ کي بايد د مؤلفانو له ډلي څخه د تر لومړنييو درو مؤلفانو پوري د ټولو نومونه وکښل سي . د هغه کتاب د استناد له پاره، چي په ليکنه يا تأليف کي يې تر درو ډېرو مؤلفانوبرخه اخيستې وي، بايد د ليکوالو يا مؤلفانو له ډلې څخه د هغه ليکوال يا مؤلف بشپړ نوم وليکل سي، چي د ټولو په سر کي راغلئ وي ؛ او تر هغه وروسته بايد بې کامې د « نور » ټکی راوړل سي؛ لکه :

۲ لعل محمد کاکړ او عبدالحی حبيبي ، سپېڅلې پښتو ( قندهار : طلوع افغان، ۱۳۱۸) ۳۳ .

په انګرېزي ليکنو کي زياتره د مؤلف دوهم يا منځني نوم په لنډه ( اختصاري ) بڼه ليکي؛ د مثال په ډول :
Jhoh C. Bollens, Philip E. Vernon, William J. Clinton etc.

په پښتو کي هم کولای سو ، پر همدې پله پل کښېږدو؛ مثلاً د محمد ابراهيم کندهاري له پاره محمد ا. کندهاري، د سيد قاسم خان لغماني له پاره، سيد ق . لغماني وليکو .

۳ عبدالله محمدي، توريالی صديقي او سعيد خان مومند، د ارزښتونو څېړنه ( کابل : د بيهقي کتاب خپرولو مؤسسه، ۱۳۳۰ ش ) ۱۶ .

( دا مثال په فرضي ډول جوړ سوی دﺉ ) .

۴ څېړنوال عزيزالله امرخېل او نورو، د پښتو- پښتو تشريحي قاموس ، څلور ټوکه، د ميديوتيک اوډنه او چاپ ( کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز، ۱۳۸۳) ۱ : ۲۷۱.

د پورته ماخذ په وروستۍ برخه کي، د ( ۱ ) عدد لومړي ټوک او د ( ۲۷۷ ) عدد د کتاب د استناد سوي مخ نومره ده .

ج) هغه کتاب، چي د ډله ييزو يا ګروپي مؤلفانو له خوا ليکل سوی وي
له هغو مؤسسو يا سازمانونو سره هم د مؤلفانو په څېر چلند کيږي، چي په ډله ييز يا مجموعي ډول، کتابونه او نور علمي اثار ليکي ؛ مثلاً :

۵ د امريکا د فزيک انسټيټوټ، د لارښووني کتاب ، دريم چاپ ( نيويارک : مک ګرا، ۱۹۷۲ ) ۱۰ .

يا داسي فرضي مثال :

۶ د افغانستان ملي آرشيف، د پښتو خطي نسخو فهرست ، دوهم چاپ ( کابل : د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ۱۳۴۰ ) ۵۵ .

د) هغه کتاب ، چي نوم ورکي مؤلف ليکلی وي يا په مستعار او قلمي نامه کښل سوی وي
که د يوه اثر مؤلف نوم ورکی وي، بايد يوازي د هغه سرليک وليکل سي . د « نوم ورکي » د بشپړ ي يا اختصاري بڼې ليکلو ته اړتيا نسته؛ لکه په دې مثال کي :

۷ اوسنی ژوندليک ( نيويارک : ويلسن، ۱۹۷۶ ) ۲۲-۲۵ .

کېدای سي، د هغه ليکوال يا مؤلف نوم په براکيټونو يا مربع ډوله ليندييو [ ] کي وليکل سي، چي په مستعار يا قلمي نامه ( pseudonym, nom de plume ) ليکني کوي؛ د مثال په ډول :

۸ پرېشان [ عبدالهادي داوی ] غياصه ( کابل، ۱۳۶۵ ق ) ۳ .

پرېشان، د هيواد د نامتو سياسي او فرهنګي شخصيت، عبدالهادي داوي، قلمي نوم ؤ .
يادونه : په انګرېزي ژبه کي، هغه اثار چي تر ( ۱۹۰۰ م کال ) مخکي خپاره سوي وي، د خپروونکي پېژندګلوي ته اړتيا نه لري . په پښتو کي هم کېدای سي د همدې قاعدې په پيروي، د هغو اثارو د خپرونکو له پېژندني ډډه وسي، چي د مثال په توګه تر ( ۱۳۰۰ هجري شمسي کال ) مخکي ليکل سوي وي .
دلته بې ګټې نه ګڼو، چي په افغاني ټولنه کي د کورني نوم، تخلُص، قلمي او مستعار نومونو مفهومونه په څو لنډو جوملو کي روښانه کړو :
کورنۍ نوم هغه نوم دﺉ، چي د يوې کورنۍ د غړو تر منځ مشترک وي . د دې کورنۍ هر غړۍ کولای سي هغه د ځان د پېژندګلوۍ له پاره استعمال کړي ؛ لکه حبيبي، صديقي، رفيقي او داسي نور .
تخلُص هغه لنډ نوم دﺉ، چي ځيني کسان يې د اصلي نامه تر څنګ د ځان د پېژندګلوۍ له پاره کاروي ؛ لکه مخلص، هادي، شفق، افق ، سخا، بريالی، کاکړ، منګل، لغمانی، کندهاری او داسي نور . داسي تخلصونه کېدای سي هم په شاعرۍ او ليکوالۍ او هم په ټولنيز ژوند کي د کورني نوم په څېر استعمال سي .
ځيني کسان په شاعرۍ او نورو ليکونو کي، ځانونه په داسي نومونو يادوي، چي له اصلي نوم او کله کله يې له کورني نوم او تخلص سره هم توپير لري . داسي نوم ته شعري نوم يا قلمي نوم وايي؛ لکه شيدا، مفتون، بسمل، خاکي، پرېشان او داسي نور . زياتره شخصي تخلصونه کرار کرار د کورني نوم بڼه اخلي؛ او د يوې لويي کورنۍ د غړو له خوا په ګډ ډول کاريږي . وروسته بيا په هماغه کورنييو کي نوي تخلصونه پيدا سي؛ او بيا د ډېري مودې له پاره د کورني نوم په توګه د ډېرو کسانو ترمنځ په مشترک ډول استعماليږي .
ځيني وختونه ليکوالان او شاعران د بېلابېلو هدفونو له پاره، په لوی لاس خپل اصلي شهرت پټوي ؛ او په داسي نومونو ليکني کوي، چي له اصلي نامه، تخلص يا کورني نوم سره يې هيڅ اړه نه لري . داسي نومونو ته مستعار نومونه وايي . کېدای سي هره کليمه د مستعار نوم په توګه غوره سي . مستعار نوم د يوه ټاکلي هدف له پاره کاريږ ي .
هـ) هغه اثار، چي په څو ټوکونو ( جلدونو ) يا برخو کي خپاره سوي وي
په هغه اثر باندي، د کُلي يا عمومي استناد له پاره، چي په څو ټوکو کي خپور سوی وي، بايد د اثر تر سرليک وروسته د هغه د ټولو ټوکونو شمېر وليکل سي ؛ لکه :

۹ عبداله افغاني نويس، افغان قاموس، درې ټوکه ( کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۳۵ ) .
يا
۱۰ پوهاند عبدالشکور رشاد، د پټي خزانې فرهنګ ، دوې برخي ( کابل : د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی خپرونه، ۱۳۶۲) .

لکه دې کبله چي ټول اثر ته اشاره سوې ده، نو د ځانګړي پاڼي يادونه نه کيږي . که چيري په يوه ځانګړي ټوک يا برخه کي په يوه ځانګړي مخ استناد سوی وي، بايد بيا هم د کتاب تر نامه وروسته د ټولو ټوکونو يا برخو شمېر وليکل سي . دغه راز بايد د استناد سوي ټوک لمبر هم په عربي شمېرو ( ۱- ۹ ) د اثر د چاپ يا څپروني له بشپړو جزيياتو ( د خپروونکي مؤسسې نوم او د خپروني کال ) سره وکښل سي؛ او وروسته د کتاب د پاڼي ( مخ ) له لمبر سره د شارحې د نخښي ( : ) او يوه تش ځای په مرسته بېل سي؛ د مثال په توګه :

۱۱ عبداله افغاني نويس، افغان قاموس، درې ټوکه ( کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۳۵ ) ۱: ۳۵۷ .
يا
۱۲ پوهاند عبدالشکور رشاد، د پټي خزانې فرهنګ ، دوې برخي ( کابل : د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی خپرونه، ۱۳۶۲ ) ۱: ۳۵ .

د هغو اثارو له پاره چي د څو کلونو په اوږدو کي خپاره سوي وي، بايد لوستونکو ته د اثر د ټولو ټوکونو شمېر په ډاګه سي . دغه رنګه بايد، د هغو کلونو لړۍ روښانه سي، چي د ځانګړي اثر بېلابېل ټوکونه يا برخي پکښي خپرې سوي وي ؛ مثلاً:

۱۳ مير غلام محمد غبار، افغانستان در مسير تاريخ ، دو جلد ( کابل : د اطلاعاتو او کلتور وزارت او ويرجينيا ، ۱۹۶۷- ۱۹۹۹م ) ۱: ۳۵ .

د استاد غبار دا مشهور اثر اوس د « دورۀ کامل دو جلدی » په ډول خپور سوی دﺉ . د هغه څو جلدي اثر د ځانګړو ټوکو له پاره، چي په بېلابېلو نومونو خپاره سوي وي، بايد د استناد دا بڼه غوره سي :

۱۴ عبدالله عيشي، ګلزار محبوبان ، د محمد شريف جانان د بهار جانان دوهمه برخه ( لاهور : صابر الکټريک پريس، ۱۳۴۹- ۱۳۵۰ ق ) ۱: ۳۵ .

« ګلزار محبوبان » او « بهار جانان » په حقيقت کي د يوه اثر دوې برخي دي، چي لومړۍ برخه يې د محمد شريف جانان او دوهمه برخه يې د عبدالله عيشي له خوا تأليف سوې ده . ډېر ځله د يوه کتاب څو ټوکه يا څو برخي د يوه ليکوال يا مؤلف له خوا ليکل سوي وي . په دې حالت کي، يو ليکوال يا مؤلف د اثر په لومړۍ برخه کي کښل کيږي؛ او وروسته په بېلابېلو نومونو د يوه اثر د څو ټوکونو يا برخو نومونه راځي ؛ د اثر د خپروني تفصيلات او د ځانګړي ټوک يا برخي د ټاکلي مخ يادونه د ټولو په پای کي ځای نيسي .


و) کلکسيونونه ، غورچاڼونه ( منتخبات )، د يوې موضوع په اړه د اکاډيميکو ليکونو مجموعې او د لوست مرسته کوونکي ( ممد )کتابونه

هغه اثار، چي د اکاډيميکو ليکنو په مجموعه، غورچاڼ، د مقالو په مجموعه او داسي نورو ډله ييزو ليکنو ( د هغو ليکنو مجموعې، چي بېلابېلو ليکوالو يا مؤلفانو ليکلي وي ) کي راغلي وي، بايد په دې ډول وښوول سي :

۱۵ محمد ا. عطايي، « په پټه خزانه کي د پښتني تاريخ د لويو پېښو انعکاس، » تاريخي پلټني ( کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمۍد ژبو او ادبياتو انستيتوت، ۱۳۵۷) ۵۹ .

۱۶ بينوا، عبدالرؤف . « د بايزيد روښان يادونه ، » خيرالبيان د بايزيد روښان ( کابل : د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی، ۱۳۵۳ ) ۳۵ – ۵۴ .

۱۷حميد ګل ، « د بنير د جنګ چار بيته ، » د پښتنخوا د شعر هار و بهار ، د جمېز ډار ميستتر ټولوَنه، د حبيب الله رفيع په اهتمام، دريم چاپ ( کابل : پښتو ټولنه ، ۱۳۵۶) ۱۸ – ۲۸ .

لکه څنګه چي ګورو، په هغو ټولګو يا مجموعوکي چي د بېلابېلو ليکوالو او مؤلفانو اثار پکښي چاپ سوي وي، لومړی د هر ليکوال يا مؤلف د ځانګړی اثر نوم او بيا د مجموعې عمومي سرليک کښل کيږي . يوازي د ليکوال يا مؤلف د اثر پېژندګلوي، موږ هغه مجموعې ته نه رسوي، چي اثر ( شعر، لکنه، ژباړه، يا څېړنه ) پکښي چاپ سوی وي . دغه راز يوازي د مجموعې د نامه يادونه، په مجموعه کي له نورو چاپ سوو اثارو سره د ګډون ستونزه پيدا کوي . له دې امله په داسي ډله ييزو اثارو کي، د دواړو يادونه ضروري ده . د هر ليکوال يا مؤلف د اثر بشپړ نوم بايد له يوې کامې سره په غبرګو ليندييو ( په انګرېزي کي کوتېشن مارکس ، په پارسي کي هلالين يا ناخونکونه ) کي وليکل سي .

ز) د دوو ماخذونو يا دوو حوالو يادونه - په يوه استناد سوي ماخذ کي دبلي وينا يا اثر يادونه
په يوه استناد سوي اثر کي د بلي وينا يا اثر د يادوني له پاره، بايد د استناد دغه بڼه کار سي :

۱۸ خواجه عبدالله انصاري، لکه څنګه چي د محمد ولي زلمي په خپل اثر : د کند هار مشاهير: صوفيان،عارفان، مزارات ( کابل : د اطلاعاتو اوکلتور وزارت ، ۱۳۴۹) ۱۹ کي راوړي دي .
په پورته مثال کي، د خواجه عبدالله انصاري ( په ۴۸۱ هـ ق کي مړ ) په هغه وينا استناد سوی دﺉ، چي ښاغلي محمد ولي زلمي د خپل اثر « دکند هار مشاهير: صوفيان،عارفان، مزارات » پر نونسم محخ د هغې يادونه کړې ده . په دې توګه لوستوونکی کولای سي، چي د استناد سوي وينا يا نظريې په اړه د نوري څېړني او پلټني له پاره ، د ښاغلي زلمي پر اثر سربېره، د هغواصلي سرچينې ( د خواجه عبدالله انصاري د صد ميدان او منازل سائرين ) هم وګوري .

ح) د اخيستني يا ريفرينس اثر ( دفرهنګونو، پوهنغونډونو، عمومي فهرستونو او داسي نورو په څېر ډله ييز اثار، چي د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د ګڼو ليکوالو او مؤلفانو له خوا چمتو سوي وي؛ او لوستوونکي يې دځينو موضوع ګانو د استناد له پاره ګوري)
د هغه مقالې د استناد له پاره، چي په يوه پېژندل سوي پوهنغونډ ( دايرة المارف ) کي، په ځانګړي نامه خپره سوې وي، بايد د ليکوال يا مؤلف نوم، د مقالې سرليک، د پوهنغونډ نوم او د اړوند چاپ کال وړاندي سي :

19 Albert George Ballert, " Saint Lawrrence River, " Encyclopedia Britannica, 1963 ed.
يا د ا فرضي مثال :

۲۰ قيام الدين خادم، « پير روښان ، » آريانا دايرة المعارف ، د ۱۳۳۲ کال چاپ .

لکه څنګه چي مالوميږي د لمنليکونو او پای ليکونو په سبک کي، د ريفرينس اثارود چاپ ځای، د څپرونکي پېژندګلوی او د اړونده مخ ليکلو ته اړتيا نسته؛ ځکه د قاموسونو او پوهنغونډونو غوندي اثارو زياتره د يوه هيواد په هر ښار او هره سميه کي نه ليکل کيږي . د دا سي اثارو خپروونکي هم زياتره داسي لويي او مشهوري ټولني وي، چي پېژندګلوي يې لوستونکو ته ستونزه نه پېښوي . داچي په دغه راز اثارو کي ليکل سوي مقالې د الفبايي اوډني له مخي په اسانۍ سره موندل کيږي، نو د اړونده مخ ليکلو ته يې هم اړتيا نه ليدله کيږي .
د ريفرينس په اثارو کي د مقالو ليکوالان زياتره د نامه د تورو په لنډيز سره پېژندل کيږي . دا د تورو دا لنډيزونه، د فهرست په يوه بېل ټوک کي په څرګند او بشپړ ډول وړاندي کيږي .که له مقالې سره د ليکوال نوم نه وي کښل سوی، بايد ماخذ د مقالې په نامه پيل سي؛ لکه :

۲۱ « پير روښان، » آريانا دايرة المعارف، د ۱۳۳۲ کال چاپ .
يا
۲۲ « پوزه، » پښتو - پښتو تشريحي قاموس، د ۱۳۸۳ کال چاپ .

ط) هغه اثر، چي د نورو اثارو په لړ کي خپريزي
د هغو اثارو له پاره، چي د يوې پر له پسې لړۍ په بېلابېلو ګڼوکي خپريږي، د استنادا بڼه استعماليږي، چي دلته يې يو فرضي مثال وړاندي کوو :

۲۳ عظيم کريمي، تلپاتي څېرې ، د ازادۍ د اتلانو په اړه د افغان ادبي بهير د ليکوالو خپرونه ۱۰ ( کابل : افغان ادبي بهير، ۱۳۸۵ ) ۵۰ .

په مخکني مثال کي، ( ۱۰ ) دياد سوي خپروني د پرله پسې ګڼي شمېره ده .

ی) چاپ ( ايډيشن ) او سموَنه ( ايډيټ )
په علمي او تحقيقي ليکنوکي، د چاپ ( ايډيشن ) ټکی تر بيا کتني او څېړني وروسته، د يوه اثر چاپولو په مانا کاريږي؛ خو د سمون يا سمولو ( ايډيټ ) له کليمې څخه دغه دوې ماناوي مراد وي :
۱- د هغو اثارو او موضوع ګانو کلکسيون يا مجموعه، چي د يوه يا څو مؤلفانو له خوا سمه سوې وي .
۲- د يوه يا څو سموونکو له خوا د يوه يا څو اثارو سمه سوې بڼه .
په دغو درو بېلو حالاتو کي، د استناد لاري توپير لري . دلته هڅه کوو ، چي د څو مثالونو په وړاندي کولو سره، په ماخذونو کي د چاپ او سمون موضوع روښانه کوو .
په لومړي مثال کي يوازي د کتاب د چاپولو مسأله بيان سوې ده . لکه څنګه چي پوهېږو، ځيني اثار په ټولنه کي، د خلګو د هرکلي له کبله څو څو ځله چاپيږي . په علمي او تحقيقي اثارو کي، زياتره د يوه کتاب د بېلابېلو چاپونو تر منځ، پر شکلي توپيرونو سربېره، د محتوا او مضمون له پلوه هم ځيني توپيرونه وي . په ځينو نوو چاپونو کي، د مثال په ډول نوي سريزي، عکسونه، جدولونه، نخشې ، لمنليکونه، تعليقات، لغتنامې او داسي نور څه زيات سوي وي ؛ او يا د کتاب ټول متن، په نوي نظر له سره سم سوی؛ او بشپړ سوی وي . دغو ټولو ټکو ته په پاملرني سره، بايد ليکوالان او مؤلفان په خپلو ماخذونو کي، لوستوونکي ته د اثر د هغه چاپ خبره سپينه کړي، چي دوی يې په خپلو ليکنو کي يادونه کړې وي؛ لکه :

۲۴ محمد تقی جعفری، جبر و اختيار از ديدګاه علمی و فلسفی و ميتافيزيکی ، چاپ سوم ( ايران : شرکت سهامی انتشار، ۱۳۵۲ هـ . ش .) ۵۵ .

ډېر ځله بېلابېل ليکوالان او څېړونکي، د پخوانييو ليکوالو او مؤلفانو اثار د نوو اصولو له مخي سموي؛ د هغو د لازيات روښانولو له پاره سريزي، لمنليکونه، پايليکونه، تعليقات، لغتنامې او داسي نوري علمي او تحقيقي زياتوني کوي . له دې امله دا مسأله ډېره ارزښتنمه ده، چي د کتاب د سموونکي، اوډوونکي، لمنليکوونکي او داسي نورو برخه والو څېړونکو پوره پېژنګلوي وړاندي سي . د مثال په توګه د ابوالفضل محمد بن حسين بيهقي ( ۳۸۵- ۴۷۰ ق ) نامتو اثر « تاريخ بيهقی » يوازي په پارسي ژبه، داديب پيشاوري، استاد سعيد نفيسي،او داکټر فياض په څېر پوهانو له خوا په بېلابېلو ډولونو چاپ سوی دﺉ . په دې خاطر بايد، د دغه اثر د بېلابېلو سموونکو، لمنليکونو او تعليقات ليکونو تر منځ ښکاره توپير وسي . په داسي حالاتو کي بايد د سموونکي، لمنليکوونکي، تعليقات ليکونکي او نورو علمي ګډون کوونکو نومونه د کتاب تر اصلي ليکوال وروسته، په بشپړه توګه وړاندي سي، تر څو لوستوونکی د نورو مالوماتو يا انتقادي کتني له پاره مخامخ هغه اثر ته مراجعه وکړي، چي ليکوال يا مؤلف په خپله ليکنه کي په هغه استناد کړی دﺉ؛ لکه :

۲۶ مولانا جلال الدين، بلخی رومی، دورهء کامل مثنوی معنوی ، بسعی و اهتمام و تصحيح رينولد نيکلسون، چاپ دوم ( تهران : اميرکبير، ۱۳۵۳) ۲۳۴ .
يا
۲۷ بايزيد، روښان، خيرالبيان، دحافظ عبدالقدوس قاسمي ترتيب، تدوين او حواشي( پېښور: خيبر پريس، ۱۹۶۷م ) ۲۳۴ .

په دغو مثالونو کي، د « مثنوی معنوی » او « خيرالبيان » د دوو بېلو اثرونو ځانګړي چاپ ته اشاره سوې ده، چي د« رينولد نيکلسن » او « دحافظ عبدالقدوس قاسمي » له خوا اوډل سوی؛ سم سوی؛ او لمنليکونه پر ليکل سوي دي . په داسي مثالونو کي، بايد لومړی د کتاب د اصلي لیکوال او بيا د هغه د اوډونکي، سموونکي، لمن ليکوونکي او نورو بشپړوونکو، پېژندګلوي وکښل سي؛ خو که چيري د سم سوي متن د اوډونکي، سموونکي، حاشيه ليکوونکي او نورو برخو د ليکوالو په څه خبره استناد کوو، بايد له اصلي اثر سره، يوازي د سموونکي يا لمنليکوونکي نوم ولیکل سي؛ لکه په دې مثال کي :

۲۵ عبدالحی حبيبي،« بدله، » پټه خزانه ( کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۲۳ ) ۶۵ .

په تېر مثال کي، د علامه حبيبي هغه تبصرې ته اشاره سوې ده، چي د محمد هوتک د « پټې خزانې » د متن په لمنه کي يې ليکلې ده، نو ځکه د دغه کتاب د اصلي مؤلف (محمد هوتک ) نوم او پېژندګلوي ته اړتيا نه ليدله کيږي .
په انګرېزي کي، د چاپ ( ايډيشن ) او سمون ( ايډيټ ) له پاره زياتره لنډي يا مُخففي بڼې کاروي؛ د مثال په توګه د کتاب د څلرم چاپ خبره په دې ډول ليکي :


4th ed. ( Glenview: Scott, 1975 ) 304- 05. , 27 Porter G. Perrin and Jim W. Corder, Handbook of Current

په انګرېزي کي د سمولو ( ايډيټ ) د ټکي له پاره هم د « ed.» اختصاري بڼه استعمالوي؛ لکه په دې مثال کي :

, ed. Aurelia Schober Plath ( New York: Harper, 1975) 153 - 54. 28 Sylvia Plath, Letters Home


د انګرېزي ژبي په لومړني مثال کي، د « ed.» توري د نوم ( اسم ) په توګه او په دوهم مثال کي، د فعل په ډول ليکل سوی دﺉ، چي په حقيقت کي د « edited by» له پاره لنډه يا مخففه بڼه ده .

ک) ژباړه ( ترجمه )
د ژباړل سوو اثارو استناد پر مهال بايد، ماخذ په دې ډول وړاندي سي :

۲۹ شيخ شهاب الدين سهروردی ، حکمة الاشراق ، ترجمه و شرح از دکتر سيد جعفر سجادی، چاپ پنجم ( تهران : دانشګاه تهران، ۱۳۶۷) ۲۶۶ .

دلته هم لومړی د کتاب د اصلي ليکوال يا مؤلف او ورپسې د ژباړونکي پېژندګلوي راغلې ده؛ او تر هغه وروسته د کتاب د چاپ جزييات او د اړوند مخ نومره ليکل سوې ده .

ل) کتابګوټی( يو مخيزه يا څو مخيزه خپرونه )
د کتابګوټو يا رسالو يادونه هم بايد له هغي بڼې سره سمون او نيژدې والی ولري، چي په کتابونو کي د استناد له پاره کاريږي . بايد لوستوونکو ته د کتابګوټي په باره کي دونه ضروري مالومات وړاندي سي، چي په اسانۍ سره يې ومومي ؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

۲۹ د افغانستان د ليکوالو اتحاديه، د ليکني لارښود ( کابل : د افغانستان د ليکوالو ټولنه، ۱۳۶۶) ۳ .

م) دولتي خپروني او قانوني سندونه
په دولتي خپرونو استناد، د هغوی د پېچلو سرچينو له امله، اسانه نه دﺉ . د دولتي خپرونو په استناد کي، په عمومي ډول لومړی د مؤلف يا خپروونکي مؤسسې نوم، وروسته د خپروني سرليک ( پداسي حال کي، چي تر لاندي يې کرښه کښل سوې وي ) ورپسې د چاپ تفصيل ( ځای، خپروونکې مؤسسه، نېټه ) او د اړوند مخ ( پاڼي ) يادونه وسي . که څه هم د دغه راز څپرونو د ټولو ډولونو له پاره د استناد معياري لاره او بڼه نسته؛ خو بيا هم کوښښ سوی دﺉ، چي ددولتي منابعو د هغو ډولونو ځينې بولګې وړاندي سي، چي زياتره يې د پوهنتونونو د زده کوونکو په ليکنو کي کاريږي .

- د کانګريس ريکارډ ( پېښليک )
د کانګريس ( د امريکا د متحدو ايالاتو پارلمان ) د ريکارډ په يادونه کي يوازي د هغه سرليک، نېټې او مخ يا مخونو ته اړتيا ده؛ د مثال په توګه :
29 Cong. Rec. , 15 Dec. 1977: 19740.

موږ د استناد دا بڼه د ملي شورا د پښ ليکونو له پاره کارولای سو :
۳۰ د ملي شورا پېښ ليک، د ۱۳۵۰د جوزا لسمه : ۱۳۴۵ .
- د کانګريس خپروني په لمنليکونو او پای ليکونو کي د امريکا د متحدو ايالاتو د کانګريس د خپرونو مؤلف، په دې بڼه وړاندي کيږي :
« د امريکا د متحدو ايالاتو کانګريس، سنا » ، « د امريکا د متحدو ايالاتو د استازو يا نمايندګانو جرګه » يا « د امريکا د متحدو ايالاتو کانګريس، په ګډ ډول . » د مثال په توګه :
33 U.S. Cong. , Senate, Permanent Subcommittee on investigations of the Committee on Government Operations, Organized Crime- Stolen Securities , 93 rd Cong. , 1st sess. ( Washintion: GPO, 1973) 1- 4.
په تېر مثال کي، د امريکا د متحدو ايالاتو د چاپ يا خپوونو د ادارې له پاره د « GPO » لنډ توري کار سوي دي .
موږ هم د خپل هيواد د ملي شورا د خپرونو له پاره کولای سو، د مؤلف پر ځای ، « افغانستان ولسي جرګه » ، « د افغانستان د مشرانو جرګه » يا په ګډه بڼه « د افغانستان ملي شورا » وليکو . د امريکايي « GPO » په شان موږ هم کولای سو ددې ډول مؤسسو د خپرونو له پاره « د. خ . ا. » (د دولتي خپرونو اداره ) په څېرتوري استعمال کړو .

۲۲ د افغانستان ولسي جرګه ، د معيوبينو د حقوقو او امتيازاتو په اړه خبري اتري ، د ولسي جرګه څلورلسمه دوره، دوهمه غونډه، کابل : د . خ . ا . ، ۱۳۸۵ .

۲۳ د افغانستان د مشرانو جرګه ، د ډيورينډ د تپل سوي کرښي کړکېچ ، د مشرانو جرګې ديارلسمه دوره ، دريمه غونډه، کابل : د . خ . ا . ، ۱۳۴۲ .

۲۴ د افغانستان ملي شورا ، د نشه يي موادو د کرني او سوداګرۍ د مخنيوي ګډ کميسيون ، د ولسي جرګه څلورلسمه دوره ، دوهمه غونډه، کابل : د . خ . ا . ، ۱۳۸۵ .

د دولتي سندونو د استناد په اړه ضروري خبره داده، چي د دا ډول خپرونو نومونه بايد د هغو اوږدوالي او بې خوندۍ سره سره، په سم او کره ډول وکښل سي .

- قانوني خپروني
زياتره د قوانينو، مقررو، اصولنامو، لايحو او داسي نورو قانوني سندونو تر سرليکونو لاندي کرښه نه ليکل کيږي؛ او نه هم د غبرګو ليندييو ( « ») په منځ کي کښل کيږي؛ د مثال په توګه :
د افغانستان اساسي قانون ، د افغانستان د جزا قانون، په افغانستان کي د کور جوړولو مقرره، د کابل پوهتنون د علمي کدر لايحه او داسي نور .

بايد د اساسي قانون، بېلابېلو قوانينو، مقررو، اصولنامو، لايحو، لارښوونو، امرونو او داسي نورو سندونو په نومونو کي لفظي او شکلي توپيرونو ته هر اړخيز پام وسي؛ او د نافذو قانوني اسنادو په نېټوکي هم هيڅ ګډوډي پېښه نه سي .
زياتره د قانوني سندونو په استناد کي د پام وړ مادې يا فقرې ته اشاره کيږي نه مربوطي پاڼي ( مخ ) نومرې ته؛ لکه :

۳۳ د افغانستان د اساسي قانون د پينځويشتمي مادې دوهمه فقره ( برخه يا بند ) ( ۱۳۴۳ ) او داسي نور .

يا په دې انګرېزي مثال کي :

34 U.S. Cong. , Senate, Permanent Subcommittee on investigations of the Committee on Government Operations, Organized Crime-Stolen Securities , 93 rd Cong. , 1st sess. ( Washintion: GPO, 1973) 1- 4.

د نورو حقوقي خپرونو له پاره، د مؤلف پر ځای د خپروونکي ادارې نوم، بيا د کتاب نوم ( چي کرښه يې لاندي ليکله سوې وي ) ، ور پسې په ليندييو کي، د کتاب د چاپ بېلابېل جزييات ( د چاپ ځای، د خپروونکي مؤسسې نوم او د چاپ يا خپروني نېټه ) او د ټولو په پای کي د کتاب د استناد سوي مخ نومره . که چيري کار سوی ماخذ له نورو اثارو سره په يوه مجموعه يا غونډ کي چاپ سوی وي، نو لومړی د مؤلف پر ځای د خپروونکي ادارې پېژندګلوي، بيا له کامې ( ، ) سره په غبرګو ليندييو ( « » ) کي د مربوط اثر نوم ، وروسته د مجموعې سرليک (عُنوان) او په اخير کي د اثر د پام وړ پاڼي ( مخ ) لمبر .
د قانوني دعوو ( قضيو، شخړو، مقدمو ) نومونه په لنډ ډول ليکل کيږي ؛ او د دعوې د هري خوا د نامه لومړی مهم ټکی په دې ډول کښل کيږي :

احمد د محمود پر خلاف ( يو فزيکي يا طبيعي شخصيت د بل فزيکي يا طبيعي شخصيت پر خلاف )
يا
احسان د( ا. ب . ) په وړاندي ( يو فزيکي يا طبيعي شخصيت د بل حُکمي يا حقوقي شخصيت پر خلاف )

په دوهم مثال کي احسان د د احسان الله او ( ا. ب . ) د افغانستان بانک لنډه بڼه ده . د د عوو د بېلابېلو خواوو نومونه د قوانينو پر خلاف ( يوازي په متن نه په يادښتونو يا پای ليکونو کي ) په داسي تورو ليکل کيږي، چي د ليکي ښی خوا ته يو څه کاږه وي ( په انګرېزي کي داسي تورو ته ايټاليک ' Italic ' يا ايټاليسايزډ Italicised ' ' توري وايي ) ؛ لکه :

قاسم د برېښنا مؤسسې پر خلاف . په يادښتونو کي د دې دعوې نوم په عادي ډول ليکل کيږي : قاسم د برېښنا مؤسسې پر خلاف .

د قانوني دعوا په استناد کي، بايد دغه مالومات وړاندي سي :
۱- د لومړي مدعي ( هغه څوک، چي د چا پر خلاف يې دعوه يا شکايت کړی وي ) او مدعي عليه ( هغه څوک، چي چا يې پر خلاف دعوه يا شکايت کړی وي ) نومونه ( که چيري په دعوه کي تر يوه ډېر مدعي او مدعي عليه شامل وي ) .
۲- د استناد سوي قضايي رپوټ يا پرېکړي د ټوک ( جلد )، ګڼي او پاڼي نومره( بايد د همدې تسلسل له مخي و اوډل سي ) .
۳- د هغې محکمې نوم، چي د د عوې په اړه يې پرېکړه ( فيصله ) کړې وي .
۴- د هغه کال يادونه، چي دعوه پکښي غوڅه ( فيصله ) سوې وي؛ لکه په دې مثال کي :

۳۵ احمد د کام شرکت پر خلاف، ۱۳۰ الف . دوهم ۲۵۹ ( ک. و . ا. ۱۳۴۵ )

په ياد سوي مثال کي، لومړی د دعوې د دواړو اړخو نومونه، وروسته د پرېکړي ټوک ( ۱۳۰ الف . ) د پرله پسې ګڼي لمبر ( دوهم ) او د اړوند مخ نومره ( ۲۵۹ ) ورپسې په ليندييو کي، د کابل ولايت د استيناف محکمې اختصاري بڼه او د پرېکړي کال، وړاندي سوي دي . د قانوني ماخذونو په اړه د بېلابېلو بڼو له پاره وګورﺉ :
A Uniform System of Citation, 12th ed. ( Cambridge: Harvard Law Review Association, 1976 ).

ن) لرغوني اثار
د هغو لرغونو اثارو په استناد کي، چي پر بېلابېلو کوچنييو برخو ،څپرکو ، ټوټو، بيتونو او ليکو وېشل سوي وي ، بايد د هر ي کوچنۍ برخي جلا يادونه وسي، چي د کتاب د بل چاپ لوستوونکي يې په اسانۍ سره ومومي ؛ لکه : په دغو مثالونو کي :

۳۶ محمد هوتک، پټه خزانه ، به تصحيح و تحشيه و تعليقات عبدالحی حبيبي ( کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۲۳) ۱۷۳ ( ۳: ۱۷۵- ۲۰۳) .

په ياد سوي بولګه کي، د درو عدد د پټي خزانې د دريمي خزانې او پاته لمبرونه ( ۱۷۵- ۲۰۳ ) د کتاب د مخونو نومرې دي .

۳۷ خوشحال خان خټک، د خوشحال خان خټک کُليات، د څېړنوال مؤمن پتوال، څېړنمل محمد عارف غروال او څېړنيار عبدالواجد واجد په اهتمام، لومړی ټوک ( کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د انسټيټوټ د ادب او فولکور څانګه) ۲۲ ( ۱. ۳- ۴ ) .

په دغه مثال کي ( ۲۲ ) د لومړي ټوک د مخ لمبر ، ( ۱ ) د غزلي نومره، ( ۳- ۴ ) د پام وړ بيتونو ته اشاره ده .
د انګرېزي ژبي ليکوال او مؤلفان زياتره د کار د لنډوالي او اسانۍ له پاره، د پخوانييو شاعرانو، ليکوالو او څېړونکو د اثارو بېلابېلوڅپرکو، برخو، ټوټو، بيتونو ، ميسرو او نورو ته نومرې استعمالوي . موږ هم بايد دا بڼه باب کړو .
څپرکي پا برخي په دوديز ډول، په غټو رومي عددونو سره، د شعر برخي او بيتونه په کوچنييو شمېرو او د شعر بېلابېلي ميسرۍ په عربي لمبرونو ( ۱- ۹ ) سره وښيي؛ خو اوس د هر څه له پاره د عربي عددونوکارول غوره ګڼل کيږي ( دا موضوع په شپږم څپرکی کي تر بېل سرليک لاندي په هر اړخيزه توګه بيان سوې ده ) .

س) ديني او مذهبي ليکني
د هغو ديني او مذهبي اثارو له پاره، چي د متن بېلابېلي برخي يې په عددونو سره جلا سوي وي ، کېدای سي د استناد يوه بڼه کار سي . په انګرېزي کي بايد له کينګ جېمز بايبل ( King James Bible) پرته، د هر بل بايبل د ژباړي يادونه وسي؛ لکه په دغو مثالونو کي :

38 Isiah 12:15 or 38 Isiah 12.15

39 Corinthains 2:10 ( Revised Standard Version ) or 39 Corinthains 2.10 ( Revised Standard Version )

په اته دېرشم لمنليک کي ( Isiah ) د بايبل د يوه کتاب يا برخي نوم دﺉ . (۱۲) د همدې کتاب ( برخي ) د يوه څپرکي ( سورې ) لمبر او ( ۱۵ ) د اړوند آيت نومره ده . په نه دېرشم لمنليک کي، د بايبل د بلي ځانګړي ژباړي نوم راغلئ دﺉ .
موږ هم د قرآن کريم او نورو ديني سرچينو، په تېره بيا نبوي حديثونو له پاره کولای سو، چي د استناد له همدې اسانه او لنډي لاري کار واخلو؛ مثلاً :

۴۰ قرآن کريم ۲: ۱۵ ( کابلی تفسير، د مولانا سيد عبدالله شاه په سمون ) .

په دې نمونه کي، ( ۲ ) د قرآن کريم د دوهمي سورې ( د بقرې د سورې ) او ( ۱۵ ) د استناد سوي آيت لمبر دﺉ .
يا
۴۱ امام بخاري، صحيح البخاری ( عربي - انګرېزي )، ۹ ټوکه، د ډاکټر محمد محسن خان ژباړه ( بيروت : دارالعربيه، ۱۹۸۵)۷ : ۲۲۴.
يا
۴۱ امام بخاري، صحيح البخاری ( عربي - انګرېزي )، ۹ ټوکه، د ډاکټر محمد محسن خان ژباړه( بيروت : دارالعربيه، ۱۹۸۵) ۷. ۲۲۴.

په دغه مثال کي، د اووم ټوک دوه سوه څليرويشتم حديث ته حواله ورکړل سوې ده .

د امام بخاري د همدې کتاب د دوهم استناد پر مهال بايد په لنډ ډول داسي وکښل سي :

۴۲ امام بخاري ۷: ۲۵۵ .

د اوو عدد بيا هم د کتاب اووم ټوک او ( ۲۵۵ ) د استناد سوي حديث نومره ده .
لوستوونکي په ډېري اسانۍ سره کولای سي، چي د امام بخاري د احاديثو په همدغه کلکسيون کي د اووم ټوک استناد سوي حديثونه وګوري . دا کار يوازي په هغو اثارو کي عملي بڼه لري، چي د کتاب بېلابېلي برخي د نومرو په مرسته بېلي سوي وي .

۶- د مهالنييو ( جريدې، اونيزي، مياشتنۍ، دوې مياشتنۍ ، درې مياشتنۍ او داسي نورو ) د لمنلیکونو بولګې

الف) ناپېژندلئ ( نوم ورکی ) ليکوال يا مؤلف
په مهالنييو کي د ناپېژندل سوي ليکوال يا مؤلف د ليکني د استناد له پاره، دا بڼه غوره ګڼله کيږي :

۱ « د پردو تالۍ څټي، » مساوات، د۱۳۴۵ د غويي څورلسمه : ۴ . ( فرضي مثال )

له دې کبله چي په مهالنييو کي ځيني مقالې او مضمونونه د ناپېژندل سوو خبريالانو له خوا ليکل کيږي، نو لازمه ده چي له نورو ليکنو سره يې توپير وسي . د استناد په دې بڼه کي، د ناپېژندل سوي ليکوال اثر له تړونۍ يا کامې سره په غبرګو ليندييو کي ، تر هغه وروسته د خپروونکي مهالنۍ نوم، بيا د ورځي او کال بشپړه نېټه، ورپسې د شارحي يا کولن نخښه او په پای کي د استناد سوي متن د پاڼي لمبر راغلئ دﺉ .

ب) هغه اثر، چي يوه ليکوال يا مؤلف ليکلئ وي
په مهالنييو کي د هغه چاپ سوي اثر له پاره، چي يوه ليکوال يا مؤلف ليکلئ وي، د استناد د غه بڼه استعماليږي :

۲ محمدشاه لودين ، « افغانستان او د جمهوريت پلوشې، »جمهوريت د ۱۳۵۳ د چنګاښ ۲۶ مه : ۵ . ( فرضي مثال )

په مجله کي د څو ليکوالو يا مؤلفانو له خوا د يوې مقالې د استناد بڼه، په کتاب کي د څو ليکوالو يا مؤلفينو د اثر استناد له بڼې سره ورته والی لري . په مجله کي بايد د درو مؤلفانو له پاره د هغو نومونه ، کټ مټ له چاپ سوي اوډني سره سم وليکل سي . لومړی، دوهم او دريم نوم بايد له دوهم نوم څخه د کامې په مرسته بېل سي؛ او تر هغه وروسته د « او . » توري وکښل سي . تر درو زياتو ليکوالو يا مؤلفانو له پاره بايد د لومړي ليکوال يا مؤلف نوم او ورپسې له کامې سره په ليندييو کي د « نور » ټکی وليکل سي؛ لکه :

۳ محمد هاشم مراد او نور، « د افغانستان د وسله وال پوځ مسلکي وړتياوي، » سوله ۱۱ ( ۱۳۶۰ ) : ۸۵ .

په دې مثال کي ( ۱۱ ) د مجلې پرله پسې ګڼه، ( ۱۳۶۰ ) د مجلې د خپرېدو کال او ( ۸۵ ) د استناد سوي مخ نومره ده .

ج) هغه مجله، چي په ټول کلني ټوک کي يې د پاڼي ( مخ ) يولمبر راغلئ وي
که د يوې مجلې د يوه کال په ټولو ګڼو کي، يو لمبر څو پلا نه وي تکرار سوی، يا په بله ژبه که د يوې مجلې د ټول کال په ګڼوکي د مضمونو د بېلولو له پاره ، د جلا جلا نومرو پر ځای، پرله پسې نومرې کار سوي وي، نو د د داسي مجلې د مضمونونو په استناد کي، د مجلې د مياشتي يادونه ضروري نه ګڼله کيږي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

۴ شکېبا عمري، « د داستان ليکلو لاري ، » ادب ۱۲ ( ۱۳۵۵ ) : ۹۴ .

له دې کبله چي د ( ۱۳۵۵) کال په دولسمه ګڼه کي فقط يو ( ۹۴ ) لمبر راغلئ دﺉ، نو لازمه نه ده چي له هغه سره د مجلې د مياشتي نوم هم وليکل سي .

د) هغه مجله، چي هر ه ګڼه يې بېلي پرله پسې نومرې ولري
که د يوې مجلې په بېلابېلو ګڼو کي د مضمونونو نومرې پرله پسې بڼه ونه لري، بايد د استناد پر مهال د مجلې د چاپ له نېټې سره د اړونده مياشتي يادونه هم هېره نه سي؛ له په دې فرضي بولګو کي :

۵ صادق اڅکزی، « عادلانه نظام ، » نياو ۳ ( ۱۳۴۵ ثور ) : ۷ .

۶ دولت خان فقيري، « د جنايت کوونکو مخه ونيسئ ، » نياو ۴ ( د ۱۳۴۵ جوزا ) ۷ .

څرنګه چي د دې مجلو هره ګڼه ځانته بېلي او نوي نومرې لري، نو ځکه بايد دهغه مياشتي جلاجلا يادونه وسي، چي د مجلې بېلي ګڼي پکښي چاپ سوي دي؛ د مثال په توګه د ( ۷ ) لمبر د پينځم ټوک په ټولو ګڼو کي تکراريږي . يا په بل عبارت، په هر ه ګڼه کي د مضمونونو دبېلولو له پاره د پرله پسې نومرو پر ځای، هماغه نومرې بيا بيا له سره تکراريږي

۷ ظاهر پيمان ، « مهاجري کوتري، » آشيانه ۷. ۱۱ ( ۱۳۸۶ ) : ۲۴ .

ځيني مجلې د بېلابېلو ګڼو د توپير او جلا کولو له پاره ځانګړي لمبرونه کاروي؛ د مثال په توګه اووم لمنليک د لوستوونکي پام د « آشيانې » مجلې د اووم ټوک،د يولسمي ګڼي څليرويشتم مخ ته ور اړوي .
د مسلکي يا اختصاصي مجلو له پاره بايد د استناد دا بڼه کار سي ( د ټولنيزو او طبيعي علومو په دغه راز مجلو کي زياتره د ټول کال د ګڼو له پاره پر له پسې نومرې استعمالوي ) :

۸ قاسم آسوده، « جسمي ناروغۍ او فکري روغتيا، » طب ۹ ( د ۱۳۴۱ پسرلی ) : ۱۳-۱۶ .

په تېر مثال کي، د « طب » مجله په درو مياشتو کي يو ځل چاپيږي . له دې سببه، په هغو ټوکونو کي، چي له کال سره سمون نه لري، د مجلې له نېټې سره د فصل يا موسم د ټکي زياتول، لوستوونکي ته د سرچينې موندنه اسانوي .

هـ) مياشتنۍ مجله
په میاشتنۍ مجله کي د خپاره سوي مضمون له پارهبايد، د استناد دا بڼه غوره سي :

۹ محمد طاهر عَلَمي، « پير روښان او د ده د تصوفي ښوونځي د منځ ته راتګ عوامل، » وږمه د ۰ ۱۳۵ چڼګاښ : ۳۱- ۴۶ .
يا
۱۰ کانديد اکاډميسين صديق روهي، « ادبي سبک، ادبي مکتب او ادبي ميتود، » کابل ۵ د۱۳۶۶ زمری : ۱۷- ۳۴ .

که چيري د مجلې له پيل څخه هري ګڼي ته پرله پسې نومره ورکول سوې وي، نو په هغه حالت کي د کال د پرله پسې نومرې پر ځای د مجلې عمومي مسلسله نومره هم له لوستوونکی سره د استناد سوي مضمون په موندلو کي پوره کومک کوي؛ لکه په دې ډول :

۱۱ کانديد اکاډميسين صديق روهي، « ادبي سبک، ادبي مکتب او ادبي ميتود، » کابل د ۱۳۶۶ زمری : ۸۰۷ ، ۱۷- ۳۴ .

په تېر مثال کي د ( ۸۰۷ ) لمبر، له پيل څخه د کابل مجلې پرله پسې ګڼه ده؛ په داسي حال کي چي په لسم لمنليک کي د ( ۵ ) نومره د ( ۱۳۶۶ ) کال پينځمي ګڼي ته اشاره ده . د دغي ګڼي پر پوښ دا دواړي نومرې کښل سوي دي .

و ) اونيزه
په اوونيزو کي د چاپ سوو اثارو له پاره د استناد دا بڼه غوره ګڼله کيږي :

۱۲ نورالله خيرخواه، « رښتينې ازادي ، » لمر د ۰ ۱۳۵ د تلي ۵ : ۸۰ - ۸۴ .

لکه څنګه چي ګورو، په اوونيزو کي د کال، مياشتي او ورځي نېټه په ليندييو کي نه ليکل کيږي .

ز) ورځپاڼه
په ورځپاڼو کي، د چاپ سوي اثر د يادوني له پاره بايد د استناد له دې لاري استفاده وسي :

۱۳ اسدالله غفورزی، « ملي روغه جوړه، » انيس، د ۱۳۸۵ د حمل ۱۸ مه : ۳، ۳- ۴ ستونونه .

که په ورځپاڼه کي خپور سوی مضمون د ناپېژندل سوي ليکوال له خوا کښل سوی وي، نو په داسي حالاتو کي بايد د استناد له پاره دا بڼه غوره سي :

۱۴ « د ډيورينډ مسأله بايد د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کي اوراه سي، » سرمقاله ، افغان ملت، د ۱۳۵۰ د ثور پينځمه، ۳: ۸ .

په څورلسم لمنليک کي ( ۳ ) د د مضمون د استناد سوي برخي او ( ۸ ) د اړوند مخ لمبر دﺉ . که څه هم په ورځپاڼو کي د ستونونو د لمبرونو ليکل، د ليکوالو په خپله خوښه پوري اړه لري؛ خو د استناد سوي مضمون له پاڼي سره د ستونونو يادونه له لوستوونکي سره مرسته کوي، چي په اسانۍ سره يې ومومي .
يادونه : په انګرېزي ژبه کي که چيري د ورځپاڼي د سرليک لومړی ټکی د د آرټيکل توري ( A, An, The) وي، نو په استنادي بڼه کي دې تورو ته پام نه کيږي؛ مثلاً (The Wall Street Journal ) د ( ( Wall Street Journal په بڼه ليکل کيږي . په پښتو کي هم کېدای سي د ( په، تر، و، ته ، پر ) په څېر ادات ليري سي ؛ د مثال په توګه « د سولي پيغام » د « سولي پيغام »، « د آريانا افغان هوايي شرکت » نوم د « آريانا افغان هوايي شرکت » په بڼه وليکل سي .
که چيري ورځپاڼه د چاپ بېلابېلي بڼې او برخي ولري، نو د استناد پر مهال د دې خبري سپيناوی ډېر ضروري دﺉ، چي د ليکوال د استفادې وړ چاپ په روښانه ډول بيان سي؛ لکه په دغو مثالونو کي :
۱۵ محب الله ياسني ، « د خپلواکۍ تړون، » روزګاران د ۱۳۵۰ د تلي پينځمه، رنګه چاپ : ۱، ۴ .
يا
۱۶ محب الله ياسني ، « د خپلواکۍ تړون ، » روزګاران د ۱۳۵۰ د تلي پينځمه، ډبرين چاپ : ۱، ۴ .
يا
۱۷ محب الله ياسني ، « د خپلواکۍ تړون، » روزګاران د ۱۳۵۰ د تلي پينځمه، پښتو چاپ : ۱، ۴ .
يا
۱۸ محب الله ياسني ، « د خپلواکۍ تړون، » روزګاران د ۱۳۵۰ د تلي پينځمه، لومړی چاپ : ۱، ۴ . او داسي نور، چي هر يو يې د ورځپاڼي د يوه ځانګړي چاپ يادونه کوي؛ او له لوستوونکي سره د پام وړ مضمون په موندلو کي ډېر کومک کوي .

ح) سرمقاله
هغه سر مقاله چي د ځانګړي ليکوال له خوا ليکل سوې وي، د استناد پر مهال، په دې ډول وړاندي کيږي :

۱۹ جان محمد وفا، « اساسي قانون او زموږ ملي دندې، » سرمقاله، وطن ۲۳. ۲ ( ۱۳۲۷ ) : ۶ .

په پورته مثال کي ( ۲۳ ) د ورځپاڼي ټوک، ( ۲ ) د ورځپاڼي ګڼه، ( ۱۳۲۷ ) د ورځپاڼي د خپرېدو کال او ( ۶ ) په ورځپاڼه کي د استناد سوي مضمون د اړوند مخ نومره ده .
د هغي سرمقالې د استناد له پاره، چي ليکوال يې مالوم نه وي، دا بڼه غوره ګڼله کيږي :

۲۰ « جنايت کوونکي په رسمي جامو کي، » سرمقاله، ګهيځ ، د ۱۳۸۴ د چنګاښ لسمه، ۲: ۶ .

په تېر مثال کي د ( ۲ ) عدد دوهمي برخي او د ( ۶ ) لمبر د ورځپاڼي د شپږم مخ ته اشاره ده .

ط) د ورځپاڼي مسوول مدير ته ليکونه
د ورځپاڼي مسوول مدير ته لېږل سوي ليکونه بايد په دې بڼه وکښل سي :

۲۱ سنځله شېرزاد، ليک، هيواد، د ۱۳۵۰ د غبرګولي اتمه : ۳ .

ی) کره کتنه
په ورځپاڼو کي د بېلابېلو اثارو د کره کتني يا انتقادي شنني له پاره د استناد کولو دا بڼه کاريږي :

۲۲ ګل رحمان بريالی، د هـ . ج . راورټي د ګلشن روه کره کتنه، انيس د ۱۳۴۲د وږي دريمه : ۲۵ – ۲۶ .

په ( ۲۲ )لمنليک کي، د خپروونکي ورځپاڼي يا مجلې پر سر ليک سربېره د کره سوي اثر ( ګلشن روه ) تر عنوان لاندي هم کرښه ايستل کيږي .

۷ - د ځانګړو توکو ( موادو )له پاره د لمنليکونو بولګې
د هغو نورو ځانګړو سرچينو د استناد بولګې او مثالونه په دې ډول دي، چي زياتره په تحقيقي اثاروکي کاريږي . د هغو منابعو او ماخذونو په اړه د استناد کولو له پاره، چي دلته يې نمونې نه دي وړاندي سوي، بايد بېله پوښتنه او پلټنه وسي . لکه څنګه چي پوهېږو، د استناد کولو تر ټولو لوی او مُهم مقصد لوستوونکي ته د هر ماخذ او سرچينې د پلټلو له پاره د ضروري مالومات وړاندي کول دي .

الف) ليکچر ( د يوې خاصي موضوع په هکله د يوې غونډي برخه والو ته وينا يا د لوړو زده په مؤسسو کي شاګردانو ته لوست او لارښوونه )
د ليکچر د استناد پر مهال بايد لږ تر لږه د دغو ټکو يادونه وسي :
- لومړی د ويناکوونکي، لوست ورکوونکي يا لارښوونکي يادونه .
- د ليکچر سرليک يا عنوان په غبرګو ليندييو ( « » ) کي وکښل سي .
- د هغه سازمان يا مؤسسې پېژندګلوي، چي دليکچر ورکولو چاري يې سمبال کړي وي .
- او په پای کي، د ليکچر د وړاندي کولو ځای او نېټه .
لکه په دغو فرضي مثالونو کي :

۱ انجينر غلام محمد فرهاد، « د ښار د پاکۍ مسأله، » کابل ښاروالي، کابل، د ۱۳۴۲ کال د ثور اتمه .

لکه څنګه چي ګورو، په ليکچرونو کي د خپروونکي مؤسسې تر نامه لاندي کرښه نه کښل کيږي .

که خبري ځانګړی سرليک ونه لري، نو د ليکچر، وينا( رسمي بيانيه )، خبرو او داسي نورو په څېر بايد د ځانګړي نامه په ورکولو سره، يو له بله وپېژندل سي؛ لکه پدې مثال کي :

۲ پوهاند ډاکټر محمد نعيم اشرفي، وينا، پوهنتون او د شاګردانو نوي مسووليتونه، کابل، د ۱۳۶۳ د لړم لسمه .

له پورتني مثال څخه څرګنديږي ، چي په ويناوو ( رسمي بيانونو ) خبرو او داسي نورو ژانرونو کي. د موضوع عنوان په غبرګو ليندييو کي نه ليکل کيږي .

ب) فيلم
د فيلم په استناد کي بايد د فيلم د نامه ( چي لاندي يې کرښه کښل سوې وي )، د فيلم د لارښوونکي ( ډايريکټر )، د فيلم خپروونکي او دفيلم د خپرېدو کال يادونه و سي؛ مثلاً :

۳ د کونډي زوی ، عبدالواحد نظري، افغان فيلم، ۱۳۷۰. ( فرضي مثال )

ج ) د راديو او تلويزيون خپروني
د راديو او تلويزيون د بېلابېلو خپرونو ( پروګرامونو ) په استناد کي بايد د خپروني نوم ( چي لاندي يې ليکه کښل سوې وي )، د تلويوزيوني يا راديويي شبکې يا د هغو د سيمه يیز مرکز ، ښار او نېټې يادونه وسي . که لازمه وګڼله سي، کېدای سي د پام وړ برخي سرليک، د پروګرام تر نامه دمخه له وروستۍ کامې سره په غبرګو ليندييو کي وليکل سي . په داسي حال کي، چي د اړوندي لړۍ سرليک ( بې لاندنۍ کرښي او غبرګو ليندييو ) د پروګرام تر نامه وروسته ليکل کيږي . د تحقيقي ليکني څرنګوالي ته په پاملرني سره، کېدای سي د راديويي يا تلويزوني خپروني د ليکوال، لارښوونکي ( ډايريکټر )، راوي يا متن لوستوونکي، جوړوونکي ( پروډيوسر ) نومونه هم وړاندي سي؛ لکه په دغو فرضي مثالونو کي :

۴ از هر چمن سمنی، نرېټر او ډايريکټر : سيد رحيم هاشمی، شبکۀ جهانی آريانا، کابل،د ۱۳۸۴ د زمري اتمه .

۵ « ادبي بانډار، » ليکوال : وحيدالله توحيدي، ډايريکټر: عبدالقادر، د متن لوستونکې : وږمه حسن زۍ، بلي ډېوې ، ځ . خ .، آريانا تلويزيون، کابل، ۱۳۸۶ د زمري اته ويشتمه .

په تېر مثال کي، « ادبي بانډار، » د هغي فرضي برخي نوم دﺉ، چي د اصلي پروګرام ( بلي ډېوې) تر نامه مخکي راغلې ده؛ او ( ځ . خ . ) د « ځانګړې خپروني » لنډه يا اختصاري بڼه ده .

د) ډيسک ( Disk) يا فيتې ( Tape) ثبت
د سوداګرۍ په مقصد د ثبت سوو موادو له پاره ددغو ټکو يادونه ضروري ده :
- د کمپوزر يا لارښوونکي ( کنډکټر ) نوم .
- په ثبت سوو اثارو کي، د ځانګړي ږغ يا انځور د سرليک يادونه .
- دهونرمند ( هنرمند) يا هونرمندانو پېژندګلوي .
- دډيسک يا فيتې د چمتو کوونکي نوم .
- د کټلاګ لمبر .
- د خپرېدو يا چلند نېټه ( که مالومه نه وي، بايد د « ن . ن . » ( نېټه نه لري ) توري وکښل سي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

۶ ناشناس، « اې ښايستې نجلۍ پښېمانه به سې ، » اُميد فردا، ناشناس، افغان موزيک، ۲۳۴، ۱۳۸۶ .

د ريفرينس په مخکني مثال کي، لومړی پلا د ناشناس نوم د کمپوز جوړوونکي او دوهم ځل د هونرمند په توګه ياد سوی دﺉ . « اې ښايستې نجلۍ پښېمانه به سې ، » په البم کي د يوې ځانګړي سندري نوم دﺉ . « اُميد فردا» د ډيسک يا سي ډي سرليک؛ افغان موزيک د مثال په توګه د دغه البم د خپروونکي مؤسسې نوم؛ ( ۲۳۴ ) د کټلاګ نومره؛ او په پای کي (۱۳۸۶) د البم د خپرېدو نېټه ده .
په انګرېزي کي د کلاسيکي موسيقۍ د ثبت سوي ږغ په استناد کي، ښايي د اثر د سرليک يادونه ونه سي؛ بلکي د دې پرځای د ثبت سوو اثارو ليست يا فهرست وړاندي سي . د موسيقۍ هغه کمپوزونه چي د شکل، نخښي ( کيلۍ ) او لمبر په مرسته پېژندل سوي وي، نه يې لاندي کرښه کښل کيږي؛ او نه په ليندييو کي نيول کيږي . د سند ښوولو دا بڼه د لوېديزي موسيقۍ په بېلابېلو اثارو کي کاريږي .
که دوو يا څو کمپوز جوړوونکو له خپلو اثارو سره په ډيسک يا فيته کي برخه اخيستې وي، د هري ډلي د بېلولو له پاره د ځنډکي يا سمي کولن ( ؛ ) نخښه کاريږي . د شفاهي خبرو د ثبت سوي اثر له پاره بايد لومړی وينا کوونکی، بيا د وينا سرليک او د ډيسک يا فيتې د خپروونکي نوم، ورپسې د کټلاګ نومره او په پاي کي د خپرېدو نېټه وکښل سي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

۷ نجيب الله، ملي روغه جوړه، د افغانستان راديو تلويزيون، ۱۴۵۵، ن . ن .

د نندارې يا تماشې د ثبت سوي اثر د استناد له پاره بايد دا بڼه غوره سي :

- د نندارې يا تماشې نوم .
- د برخه والو هونرمندانو نومونه .
- د نندارې د خپرېدو ځای .
- د کټلاګ نومره .
- د خپرېدو نېټه .
لکه په دغه فرضي مثال کي :

۸ ګل آغا و شيرين ګل، حاجي محمد کامران، مرتضی بايقرا، ميرمن حميده عبدالله، انيسه وهاب، کابل، ن .ل . ۱۴، ۱۳۶۵ .

د هغو ثبت سوو اثارو د استناد له پاره، چي د سوداګرۍ په مقصد نه وي وړاندي سوي، پر وينا کوونکي او سرليک سربېره، بايدد دې خبرو په اړه هم يادونه وسي، چي اثر څه مهال، د چا له پاره او چيري چمتو سوی دﺉ . په داسي حالاتو کي د ثبت سوي اثر تر عنوان يا سرلیک لاندي ليکه نه کښله کيږي؛ لکه په دې فرضي بولګه کي :

۹ محمد داوود، د خپلواکۍ کاليزه، د ۱۳۵۳ کال د زمري اته ويشتمه، کابل راديو ، کابل .

هـ) شخصي ليک
له چاپ سوو ليکونو سره په کتاب کي، د سرليکونو په څېر چلند کيږي . که پر ليک نېټه ليکل سوي وي، بايد د سند ښوولو پر مهال وليکل سي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

۱۰ سيد جمال الدين افغانی، « به محمد عبده، » نامه های سيدجمال الدين افغانی، با مقدمه و تحشيۀ ايرج افشار ( تهران : اميرکبير، ۱۳۵۵ ) ۴۵- ۴۶ .
د هغو ليکونو له پاره، چي په شخصي ډول تر لاسه سوي وي، د استناد دا بڼه غوره ګڼله کيږي :

۱۱ د سرمحقق عبدالله خدمتګار بختاني له خوا، ښاغلي عبدالرؤف قتيل خوږياني ته، د ۱۳۷۴کال د مرغومي شلمه .

و) مرکه

د مرکو په استناد کي بايد د مرکې د ډول، د هغه چا نوم او لقب ( که يې لره ) چي مرکه ورسره سوې وي؛ او د مرکې نېټه په څرګند ډول و ښوول سي؛ لکه په دې په فرضي مثال کي :

۱۲ ډاکټر اکرم عثمان، د بې بې سي راديو اوومه سټوډيو، د ۱۳۸۶ کال د چنګاښ دريمه .

۸ - په لمنليکونو او پایليکونو کي، د يوه استناد سوي اثر راتلونکي يا ورپسې يادوني

د عمومي قاعدې له مخي، د مخکي ياد سوي ماخذ يا سرچينې ورپسې استناد/ استنادونه ټول په لنډه بڼه وړاندي کيږي ؛ خو د دې خبري مانا دا ده نه ده، چي د استناد لنډه بڼه بايد پټ او مرموز ډول ولري . زياتره د دې کار له پاره د ليکوال يا مؤلف وروستی نوم ( کورنۍ نوم يا تخلُص ) يا د اثر دسرليک يو مُهم او اساسي ټکی، بيا د يوه توري په ګچه تش ځای او وروسته د اثر د اړوند مخ نومره ليکله کيږي . په انګرېزي او ځينو نورو اروپايي ژبو کي پخوا د يوه اثر د وروستي استناد له پاره،د « op. cit. » ياني ياد سوی اثر، « loc. cit. » ياني په ياد سوي ځای کي او « ibid » ياني په هماغه ځای کي په څېر لاتيني اصطلاحات کارېدل . په پښتو، پارسي او ځينو نورو سيمه ييزو ژبو کي هم د همدغو لاتيني اصطلاح ګانو ژباړل سوې بڼه باب وه . د اوسني لارښود له مخي نور د دغه راز اصطلاتو کاروَنه سمه نه ګڼله کيږي؛ د مثال په توګه د علامه حبيبي يوه اثر په پام کي نيسو، چي په ليکنه کي يې لومړي پلا استناد په دې بڼه وړاندي کيږي :

۱ پوهاند عبدالحی حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ( کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمي، د ژبو او ادبياتو علمي او تحقيقي مرکز، پښتو ټولنه، ۱۳۶۰) ۲۵ .
د همدې اثر ددوهم يا ورپسې استناد له پاره بايد، دا لنډه بڼه استعمال سي :

۲ حبيبي ۵۶ .

په دوهمه لنډه بڼه کي د لمنليک يا پایليک لمبر، بيا د يوه توري په اندازه تش ځای، وروسته د مؤلف وروستی نوم ( کورنۍ نوم یا تخلص )،په هغه پسې د يوه توري په اندازه تش ځای او په پای کي د اثر د اړونده مخ نومره کښل سوې ده .
که په ليکنه کي، ديوه اثر دوه يا څو واره يادونه وسي، بايد يوازي د اثر د مؤلف وروستی نوم تکرار سي؛ او په کتاب کي داستفاده سوي مخ لمبر وليکل سي . په دې توګه بايد د اثارو د دوهم يا ورپسې استناد له پاره د پخوا په شان د « په هماغه ځای کي » اصطلاح کار نه سي .
که په لیکنه کي، د عين ليکوال يا مؤلف په دوو يا څو اثرو نو استناد سوی وي، د هر اثر د ورپسې استناد له پاره بايد، د مؤلف له وروستي نامه سره د اثر نوم هم وکښل سي، تر څو په دې توګه لوستوونکی د هماغه مؤلف په ګڼو اثارو کي له ګډوډۍ او التباس سره مخامخ نه سي؛ لکه په دې مثالونو کي :

۳ حبيبی، تاريخ مختصر افغانستان ۲ : ۴۳ .

۴ حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۲۶ .

۵ حبيبي، پښتانه شعرأ ۶۷ .

که په ليکنه کي د داسي دوو يا څو مؤلفانو له اثارو څخه ګټه اخيستل سوې وي، چي وروستي نومونه ( تخلصونه ) يې يو شان وي، نو د دا ډول اثارو د ورپسې استناد له پاره بايد، د دواړو يا ټولو مؤلفانو بشپړ نومونه وکښل سي، تر څو په دې توګه د ليکوالو يا مؤلفانو تر منځ د التباس مخه ونيوله سي؛ د مثال په توګه :

۶ حبيبي ۲۴۰ . ( که يې يوازي په يوه کتاب ، د مثال په توګه : « تاريخ افغانستان بعد اسلام » استناد سوی وي ) .

۷ پوهاند عبدالحی حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۲۶ . ( که يې له څو اثارو څخه استفاده سوې وي ) .

۸ ډاکټر خوشحال حبيبي ۱۴ . ( که يې له يوه اثر يادونه سوې وي ) .

په دې ډول ګورو چي د اووم او اتم لمنليک مؤلفان دوه بېل کسان دي .
په مهالنييو کي، د نوم ورکي ليکوال د مقالې د ورپسې يادوني له پاره باید د مقالې د سرليک لنډه يا مخففه بڼه وليکله سي؛ لکه په دغو فرضي بولګو کي :

۹ « د صدراعظم محمدهاشم ميوندوال د شهادت کيسه، » هيواد، د ۱۳۶۶ د وږي دولسمه : ۳- ۶ .

د همدې مقالې ورپسې يادوني بايد، د مخونو په توپير سره داسي بڼي ولري :

۱۰ « د محمدهاشم ميوندوال شهادت » ۱۵ .
يا
۱۱ « د ميوندوال شهادت » ۲۲ .

۱۲ « د ميوندوال شهادت » ۲۵ .

د نوم ورکي ليکوال د مقالې په دوهم او نورو ورپسې استنادونو کي بايد، د مقالې له سرليک څخه داسي ټکی غوره سي، چي له يوې خوا په عنوان کي شامل وي؛ او له بلي خوا سره له لنډوالي، د لوستوونکي په ذهن کي د مقالې د ټول سرليک مفهوم تداعي کړي ؛ لکه څنګه چي د دې مقالې په دوهم او نورو استنادونو کي ووايو : « د ميوندوال شهادت »؛ ځکه په دې دوو ټکو کي د صدراعظم محمدهاشم ميوندوال د شهادت د کيسې ټول مفهوم نغښتی دﺉ .
د ناپېژندل سوي ليکوال د مقالې په دوهم او نورو ورپسې استنادونو کي ، د مقالې د سرليک له لنډي بڼي سره په غبرګو ليندييو کي کامه نه لیکل کيږي . دغه زاز د نابابو يا ځانګړو منابعو د ورپسې يادونو له پاره بايد د ابتکار او نوښتګر ۍ لاره غوره سي .

اتم څپرکی : موضوعي يادښتونه ( يادداښتونه )
موضوعي يادښتونه هغه مواد دي، چي د ليکني او څېړني له بېلابېلو موضوع ګانو سره اړيکي لري؛ خو په داسي ډول وړاندي کيږي، چي د متن په عادي جريان کي هيڅ ګډوډي او پرېکون نه راولي . په داسي يادښتونو کي ښايي څرګندونه ( توضيح )، اضافي مالومات، په ليکنه کي د څېړل سوي موضوع په اړه د نورو سرچينو يادونه، د نوو چلند لارويا کړنلارو ( پروسيجرونو ) په هکله مالومات او يا د ځانګړي مرستي له امله د چا د کور ودانۍ او منني په څېر خبري راغلي وي . ځيني مؤلفان اوس هم د پخوا په دود د يوې کليمې، اصطلاح، تاريخي پېښي او ډول ډول نورو موضوع ګانو په اړه مالومات د لمنليکونو او پایليکونو پرځای، د خپل اثر په متن کي کاږي؛ او له اصلي متن څخه د بېلولو په خاطر يې په ليندکييو کي ځای پر ځای کوي . په ليندييو کي ځای پر ځای سوي جوملې له ګرامري اړخه د کتاب له اصلي متن سره اړيکي نه لري؛ مګر په متن کي د څېړل سوو موضوع ګانو په روښانولو او انکشاف کي ارزښتناکه ونډه لري . د اصلي متن په منځ کي د داسي معترضه جوملو ليکنه که له يوې خوا د ليکني په عادي بهير کي څه ناڅه پرېکون ، بې خوندي او ګډوډي پېښوي، خوله بلي خوا د کتاب په متن کي له څېړل سوو موضوع ګانو سره د نيژدې والي په وجه بې ګټي نه ګڼل کيږي . د نوي لارښود د اصولو او قواعدو له مخي، موضوعي يادښتونه ټول په لمنليکونو او پایليکونو کي ليکل کيږي، تر څو د کتاب په متن کي د څېړني اصلي مسأله اوږده او بې خونده نه کړي . د موضوعي يادوَنو بڼه د استناد کولو په ټولو لارو او سبکونو کي يو شان ده . ځيني لارښوونکي ټينګار کوي، چي ټول موضوعي يادښتونه بايد د « يادښتونو » يا « يادوَنو » تر سرليک لاندي، په يوه پاڼه کي را غونډ کړل سي؛ او د ليکني د متن په پای کي تر ماخذونو مخکي ولیکل سي . ځيني لارښوونکي غوره ګڼي، چي موضوعي يادښتونه د متن د اړونده ( مربوطي ) پاڼي په لمن کي وکښل سي، چي لوستوونکي يې په متن کي له راغلو موضوع ګانو سره ګام په ګام، په اسانۍ سره ولولي . د موضوعي يادوَنو په ټايپولو کي بايد دغه قاعدي او اصول په پام کي ونيول سي :
- د هر يادښت لومړۍ کرښه بايد د پينځو تورو په اندازه دننه وکښل سي يا په بله ژبه ، د هر يادښت لومړۍ کرښه بايد د نورو ليکو په پرتله د پينځو تورو په ګچه د ليکي له ژۍ څخه دننه وکښل سي ( د ې قاعدې ته په انګرېزي کي اينډينټېشن Indentation وايي ).
- د هغو يادښتونو د بېلابېلو ليکو تر منځ، چي د متن په پای کي ليکل کيږي، بايد يوه کرښه تشه پرېښووله سي ( دا مسأله د اووم څپرکي په لومړي بحث کي د ځينو مثالونو په وړاندي کولو سره څېړل سوې ده )؛ خو د هغويادښتونو د بېلابېلو ليکوپه منځ کي د تشي کرښي پرېښوولو ته اړتيا نسته، چي د ليکني د هر مخ په لمن کي راغلي وي . په دوهم حالت کي بايد په يوه مخ کي د ګرده يادښت ليکلو ته پوره ځای پرېښوول سي . لومړنی يادښت بايد د متن تر وروستۍ ليکي څلور کرښي کښته وليکل سي . د متن او لومړني يادښت تر منځ بايد هيڅ ډول مشخصه بېلوونکې کرښه نه وي کښل سوې؛ ځکه دا ډول ليکه لوستونکې ته د پوره ځای د نسته والي له کبله، له مخکني مخ څخه د يوه يادښت د غزېدو ناسم ګومان پيدا کوي . د هر يادښت د بېلابېلو کرښو تر منځ بايد تشه ليکه نه وي؛ خو د بېلو يادښتونو تر منځ بايد يوه ليــــــکه تشه پرېښووله سي .
- د متن په هر اړوند ځای کي بايد تر نيمي فاصلې وروسته د يادښت نومره وليکله سي؛ او په لمنليکونو کي د هغو د استناد بشپړه بڼه وړاندي سي؛ لکه په دې مثال کي :

مخلص په خپل پښتو ديوان کي، د روښاني طريقت خليفه - دولت لواڼي۳( تر ۱۰۶۹ هـ ق کال پوري په تقيني توګه ژوندی ) ته د « ولي » خطاب کړﺉ دﺉ؛ او

د هغه صحبت يې خپله خوښي او وياړ ګڼلئ دﺉ .

د متن په لمن کي کښل سوی يادښت په داسي حال کي، چي د موضوع په اړه لاندنۍ تبصره زياتوي؛ خو د اصلي متن په بهير کي هيڅ پرېکون نه راولي :

۳ دولت لواڼی د « فقير » د لقب په تر لاسه کولو سره د پير روښان د عرفاني طريقت د خلافت مقام ته رسېدلئ ؤ . په ( ۱۰۴۰ هـ ق ) کال له ميرزا خان اورمړ (

انصاري ) او نورو روښاني انډيوالانو سره، د دکن په جګړه کي ټپي سو؛ او په خپل شعري ديوان کي يې، د علي محمد مخلص د لوړ عرفاني او علمي شخصيت په ياد،

خورا سوزناک بيتونه ويلي دي .

- يوازي د « ماخذونو » يا « منابعو » په فهرست کي بايد د موضوعي يادښتونو سرچينې په بشپړه توګه وړاندي سي؛ خو په لمنليکونو کي د هغو د استناد بشپړ ډول ته اړتيا نسته ؛ د مثال په توګه کېدای سي د غه يادښت د يوې تحقيقي ليکني په لمن کي داسي وليکل سي :

ښاغلی عزيزالله امرخېل ( ټوټکې ۳۹۷ ) ليکي : په کليوالو سيمو کي ښځي عموماً د هر هغه نوي شي مخي ته اوبه شيندي، چي کورته د لومړي ځل له پاره ننوزي ؛ او وايي چي اوبه رڼا ده .

د ماخذونو يا منابعو په فهرست کي بايد، د ښاغلي امرخیل « ټوټکې » نومي اثر په بشپړه توګه ( د استناد له ټولو چزيياتو سره ) وړاندي سي :

امرخېل، عزيزالله . ټوټکې . کابل : د افغانستان دعلومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز، پښتو ټولنه ، ۱۳۶۳.

يادونه : په دې برخه کي يوازنۍ استثنأ د د لمن لیکونو او پای ليکونو دوديزه لاره ده، چي هم په يادښتونو او هم د ماخذونو په ليست کي د اثارو د استناد بشپړ جزييات وړاندي کوي . دا لاره که څه هم د ليکوال کار ګرانوي؛ خو له لوستوونکي سره د ماخذونو او منابعو په سمدستي او اسانه پېژندنه کي ډېره مرسته کوي . دلته د بېلابېلو موضوعي يادښتونو ځيني بولګې وړاندي کيږي :

۱- هغه موضوعي يادښتونه، چي د يوې اصطلاح يا موضوع د لاروښانولو په خاطر څرګندوني وړاندي کوي

لکه په دې مثال کي :

۱ د ۱۸۳۷م کال بغاوت په حقيقت کي د ۱۸۳۷م کال د ډيسمبر هغه بغاوت يا سرکښۍ ته اشاره ده، چي د برتانوي سلطنت د ټاکل سوو کسانو پر ځای د

انتخابي مامورينو له خوا د حکومت د جوړېدو په مقصد يې د يوې ورځپاڼي مسوول مدير او د ټورنټو پخواني ښاروال، ويليم ليون مکينزي، مشرتوب کاوه .

يا

۱ شال د اوسنۍ کوټي پخوانی نوم دﺉ، چي د هند د ګورګاني مغولي دولت په اداري تشکيلاتو کي د کندهار يوه برخه وه . دا سيمه اوس د پاکستان د

بلوچستان ايالت مرکز دﺉ .

۲- هغه موضوعي يادښتونه، چي په متن کي بيان سوي نظريې لاپسي روښانه کوي

لکه په دې مثال کي :

۲ د پرمختګ دې بولګې هم د دوی د تخصيص په سيسټم کي ژور انعکاس موندلئ دﺉ : د ماليو د پيسو لږه برخه د کرني له پاره لګېدلې وه؛ په داسي حال

کي چي ډېره برخه يې و صنعت ته بېله سوې وه .

۳- هغه موضوعي يادښتونه، چي لوستوونکي ته د بلي سرچينې په باره کي مالومات ورکوي

لکه په دې مثال کي :

۳ د دې ټکي په باب د نور مالومات له پاره وګورﺉ : لعل محمد کاکړ او عبدالحی حبيبي ( ۱۲۵- ۱۲۶ ) .

د ماخذونو او منابعو په فهرست کي بايد د دې اثر د استناد بشپړ تفصيل په دې ډول وړاندي سي :

۳ لعل محمد کاکړ او عبدالحی حبيبي . سپېڅلې پښتو . قندهار : طلوع افغان، ۱۳۱۸ .

۴- هغه موضوعي يادښتونه، چي چلند لاري يا پروسيجرونه بيانوي

لکه په دې مثال کي :

۴ ښاريان د هغوی د سيګريټ څکولو تاريخچې ته په پاملرنې سره په دې ډول وېشل سوي دي : هغه کسان، چي هيڅ سيګريټ نه څکوي ؛ هغه کسان، چي يوازي سيګار يا پايپ څکوي؛ د سيګريټ پخواني څکوونکي ( هغه کسان، چي پخوا يې په مُنظم ډول سيګريټ څکاوه؛ خو تر مرکې يو کال مخکي يې پريښی دﺉ ) او اوسني سيګريټ څکوونکي ( هغه کسان، چي د مرکې پر مهال يې لږ تر لږه يو کال په پرله پسې توګه سيګريټ څکولئ وي ) .

۵- هغه موضوعي يادښتونه، چي د چا د مرستي له امله، د منني او قدرداني مراتب بيانوي
په داسي يادښتنو کي لکه څنګه چي له نامه څخه يې ښکاري، د کتاب ليکوال د خپل تحقيقي اثرد ليکلو، سمولو، ټايپولو، پروف لوستلو او نورو برخو په چمتو کولو کي د ځينو کسانو د زيار او تلاښوونو کورودانی وايي . دا ډول يادښتونه د اسانۍ او عامووالي له کبله مثال ته اړتيا نه لري .

نهم څپرکی : د ماخذونو يو ځای کول
که د ليکني مهمه او اساسي برخه، په هغو منابعو استناد وکړي، چي ټول د عين نظريې څېړنه او شننه کوي، نو په يادښت کي د ډېرو ماخذونو يو ځای کول، له يوې خوا په ليکنه کي ځای سپموي، او له بلي خوا د تکرار مخه نيسي . د ماخذونو د يو ځای کولو بڼه د استناد سبک يا لاري ته په پاملرني سره توپير لري :

۱ - هغه لمنليک، چي د مؤلف - اثر ( ا. ژ. ټ .) سبک کاروي
په هغو لمنليکونو کي، چی مؤلف - اثر ( ا. ا. ټ . ) پر سبک ليکل سوي وي، د څو ماخذونو د يو ځای کولو له پاره، دا بڼه استعماليږي :

۱ د ښاغلو حميدي ( ۱۳۰)، رحيمي ( ۱۳۵- ۱۳۶ ) او هوتک ( ۱۴۰- ۱۴۲ ) د دې نظريې مننه کوم .

د ليکني په پای کي بايد ، د ليکل سوو « ماخذونو » يا « منابعو » په فهرست کي د دغو درو سرچينو بشپړ تفصيل وکښل سي .

۲ - هغه لمنليک، چي د مؤلف - نېټې ( ا. ا. ټ . ) پر سبک ليکل سوی وي
د بېلابېلو ماخذونو يو ځای کول، په هغو لمنليکونو کي، چي د مؤلف - نېټې ( ا. ا. ټ . ) پر لاره ليکل سوي وي، دا بڼه لري :

۲ - د دې مسألې له پاره وګورﺉ : محبي ( ۱۳۵۰ )، رسولي ( ۱۳۵۱ ) او بخشي ( ۱۳۵۴ ) .

د دغو استناد سوو اثارو بشپړ جزييات بايد، د ماخذونو يا سرچينو په هغه ليکلړ ( فهرست ) کي وليکل سي، چي د ليکني په پای کي وړاندي کيږ ي .

۳- هغه لمنليک، چي د لمبرونو يا نومرو د سبک له مخي ليکل سوی وي
په هغو لمنليکونو کي، چي د عددونو يا نومرو پر سبک کښل سوي وي، د بېلابېلو ماخذونو او منابعو د غونډولو له پاره بايد، د يادښت دا بڼه کارسي :

۳ د استدلال دا برخه د هغي نتيجې ښکارندوی ده، چي کاکړ ( ۱۴ )، ناصري ( ۲۴ )، جلالي ( ۴۳ ) او وردګ ( ۲۲ ) د خپلو اوږدو څېړنو په ترڅ کي تر لاسه کړې ده .

د دريم لمنليک په مثال کي، د ټولو ياد سوو سرچينو د استناد بشپړ تفصيل بايد، د کتاب په وروستۍ برخه کي، د وړاندي سوو « ماخذونو » يا « منابعو » په فهرست کي وکښل سي .

۴- هغه لمنليک، چي د دوديزي ( عنعنوي ) لاري پر اصولو ليکل سوی وي
په هغو لمنليکونو کي، چي د دوديز سبک د اصولو له مخي کښل سوی وي، په يوه يادښت کي د بېلابېلو ماخذونو او سرچينو د يو ځای کولو له پاره دا بڼه غوره ګڼله کيږي :

۴ د دې نظريې په څېړنه او شننه کي، د پوهاند عبدالحي حبيبي، تاريخ افغانستان در عصر ګورګانی هند ( کابل : د افغانستان تاريخ ټولنه، ۱۳۴۱ ) ۱۸۴ ؛ د عبدالرؤف بېنوا، د ادبي فنون ، دوهم چاپ ( کندهار: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۳ ) ۲۴؛ د پوهاند عبدالشکور رشاد، د پټي خزانې فرهنګ ، دوي برخي ( کابل : د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي، ۱۳۶۲ ) ۱۷ او د پوهندوی حبيب الله تږي نيازي، « د افغانستان د تاريخي هويت او د پښتنو د اجتماعي تاريخ په باره کي يوه نوې مطالعه، » وږمه ۵- ۶ ( ۱۳۵۰ ) : ۷- ۳۰ له اثارو مننه کوم .

په يوه يادښت کي د ډول ډول ماخذونو د يو ځای کولو پر مهال بايد، د هغو تر منځ د بېلولو له پاره ځنډکی يا سمي کولن ( ؛ ) استعمال سي؛ او د ليکني په پای کي بايد د وړاندي سوو ماخذونو فهرست يو ځل بيا د دغو اثارو بشپړ جزييات وړاندي کړي .

دوهمه برخه : بيبليوګرافي (ماخذونه يا سرچينې)
د تحقيقي اثر وروستۍ برخي ته ، بيبليوګرافي ( Bibliography ) يا په ليکنه کي د هغو عملاً کار سوو منابعو فهرست ته وايي، چي دالفبا د تورو په ترتيب اوډل سوی وي . د دې فهرست د وړاندي کولو موخه داده، چي لوستوونکي وکړای سي، په متن کي کار سوی ماخذ په ښه ډول وپېژني؛ او د اړتيا پر مهال يې په اسانۍ سره تر لاسه کړي . د ليکني په متن کي هر ياد سوی ماخذ يا سرچينه بايد په بيبليوګرافۍ کي وړاندي سي . بالعکس، هر هغه اثر چي په بيبليوګرافۍ کي وړاندي کيږي، بايد د ليکني د متن په يوه برخه کي، داستناد په توګه استعمال سوی وي .
د استناد په بېلابېلو لارو او سبکونو کي د بيبليوګرافۍ بڼه لږ توپير لري . د « ا. ژ. ټ . » او د لمنليکونو او پایليکونو په دوديز ( عنعنوي ) سبک کي بيبليوګرافي د ماخذونو یا استناد سوو اثارو ( Works cited ) په نامه ياديږي . د « ا. ا. ټ . » په سبک کي، هغه د سرچينو فهرست ( Referece List ) په نامه يادوي .
دلته د دې خبري يادونه بې ګټي نه ده، چي په تحقيقي ليکنو کي د بيبليوګرافۍ ټکی کله کله تر استناد سوو ماخذونو يا سرچينو پراخ مفهوم وړاندي کوي . د دې مفهوم له مخي، ټولو هغو اثارو ته بيبليوګرافي يا کتابښود ويل کيږي، چي لوستوونکي ته د څېړل سوي مسألې په اړه عمومي او اضافي مالومات وړاندي کوي؛ خو په مستقيم ډول په ليکنه يا څېړنه کي نه وي کار سوي .
په دې څپرکي کي، پر هغو ډولونو او بڼو رڼا اچوله کيږي، چي په دغه راز بيبليوګرا فييو ( Referece List & Works cited) کي ضروري ګڼل کيږي . دغه رنګه، د هغو ډولونو مثالونه هم وړاند ي کيږي، چي د عددونو ( نومرو ) په سيسټم کي کاريږي .

لومړی څپرکی : په بيبليوګرافييو کي، د الفبا د تورو په ترتيب، د وړاندي سوو اثارو اوډنه
د « استناد سوي اثار » يا « منابعو ليست » تر سرليک لاندي وړاندي سوي اثار، بايد د غو قاعدو ته په پام کولو سره، د لومړي مؤلف( په هغو اثارو کي، چي د څو مؤلفانو له خوا ليکل سوي وي ) دکورني نوم یا تخلص له مخي، د الفبا د تورو په ترتيب و اوډل سي :
- د ليکوالو يا مؤلفانو نومونه بايد اصولاً توري په توري د الفبايي ترتيب بڼه ولري؛ خو زياتره د يوه مؤلف د نامه ټولي برخي د بل مؤلف د نامه تر ټولو برخو نسي دمخه کېدای . په داسي حالاتو کي ماخذونه يا سرچينې د مؤلفانو د کورني نوم يا تخلص له مخي يو تر بل مخکي يا شاته ليکل کيږي؛ لکه « خبيبي، خوشحال » تر « حبيبي، عبدالحی » مخکي راځي .
- په انګريزي ژبه کي بايد د « M' »، « Mc »، «Mac » په څېر مختړ يا سابقې ( Prefix ) توری په توری د الفبايي ترتيب بڼه ولري؛ او دې خبري ته پام ونه سي، چي داټول ترکيبونه د «Mac » په بڼه ويل کيږي . په دې برخه کي اپوسټرافي ( ' ) ته پام نه کيږي؛ د مثال په توګه د « Mackingsey » نوم تر « Mc Cuen » اود « MacIntosh » نوم تر « M' Naughton » مخکي ليکل کيږي . که د مؤلف په نامه کي د « de »، «la »، « du » « Von »، « Van » په څېر آرټيکل يا ادات ( Preposition ) استعال سوي وي، نو عملي قاعده دا ده چي که مخ وندی يا مختړ ( Prefix) د شخص دکورني نوم يوه برخه وي، نوم بايد د مخ تړونکو تورو يا سابقو له مخي د الفبا د تورو په ترتيب ولیکل سي؛ لکه : « Von Bismark » تر « Vonnegut » دمخه راځي . که مختړ د شخص د نامه برخه نه وي، نو داسي نومونه بايد د لومړي يا منځني نوم د يوې برخي په توګه وګڼل سي؛ لکه « Bruy, Cornelis J. de » . په داسي موضوع ګانو کي د شک پر مهال د « Webster's New Collegiate Dictionary » د بيبليوګرافۍ برخه وګورﺉ .
- په هغو دوو يا څو مؤلفانو کي، چي کورنی نوم يا تخلصونه يې يو شان وي، د هغه مؤلف اثر مخکي ليکل کيږي، چي يوازي يې له يوه اثره استفاده سوې وي؛ او دهغه مؤلف يا مؤلفانو نومونه يې تر شا ليکل کيږي، چي په ليکنه کي يې په څو اثارو استناد سوی وي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

حبيبي، ډاکټر خوشحال . پټه خزانه . انګرېزي ژباړه، ميري لېنډ: د امريکايې پوهنتون خپرونه، ۱۹۹۷ .

حبيبي، پوهاند عبدالحی . د پښتو ادبياتو تاريخ . دوه ټوکه، کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۴۲، دوهم ټوک .

يا په دې بڼه :

حبيبي، خوشحال، ډاکټر . پټه خزانه . انګرېزي ژباړه، ميري لېنډ: د امريکايې پوهنتون خپرونه، ۱۹۹۷ .

( د ډاکټر تحصيلي درجه، د نامه په تورو کي د الفبايي تر تيب د خوندي توب په خاطر، وروسته ليکل سوې ده ) .

حبيبي، عبدالحی، پوهاند . د پښتو ادبياتو تاريخ . دوه ټوکه، کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۴۲، دوهم ټوک .

( د پوهاند عملي رتبه د نامه په تورو کي د الفبايي تر تيب د خوندي توب له کبله، وروسته ليکل سوې ده ) .

- د هغه يوه يا څو مؤلفانو اثار د سرليکونو د الفبايي تر تيب له مخي په داسي ډول اوډل کيږي، چي په پښتو کي د « د، په، پر، و، تر » په څېر ادات او په انګرېزي کي د « A ، An او The» آرټيکلونه ځني وايستل سي .
- د تکرار سوي مؤلف يا مؤلفانو د نامه له پاره درې پرله پسې بېلنۍ نخښي يا هايفنونه (- ) چي په پای کي يې يو ټکی ايښوول سوی وي، ليکل کيږي ؛ لکه په دغو مثالونو کي :

حبيبي، پوهاند عبدالحی . د پښتو ادبياتو تاريخ . دوه ټوکه، کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۴۲، دوهم ټوک .

--- . د پښتو ادبياتو تاريخ . دوه ټوکه، کابل : د پښتو ټولني د تاريخ او ادبياتو څانګه، ۱۳۳۸، دوهم ټوک .

--- . پښتو نثر ته کره کتني . کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمي،۱۳۶۰ .

نسفی، شيخ عزيز الدين . الانسان الکامل . با تصحيح و مقدمۀ فرانسوی ماريژان موله، تهران : کتابخانۀ طهوری ، ۱۳۶۲ ش / ۱۹۸۳م .

--- . زبدة الحقايق . تصحيح، مقدمه و تعليقات از حق وردی ناصری، چاپ اول ، تهران : کتابخانۀ طهوری، ۱۳۶۳خورشيدی/ ۱۹۸۵م .

--- . کشف الحقايق . باهتمام و تعليق دکتر احمد مهدوی دامغانی، چاپ دوم ، تهران : بنګاه ترجمه ونشر کتاب، ۱۳۵۹.

- هغه اثار، چي د يوشان کورني نوم یا تخلص لرونکو مؤلفانو له خوا کښل سوي وي، د هغوی د لومړييو يا اصلي نومونو د الفبا د تورو له مخي اوډل کيږي؛ لکه :

حبيبي، خوشحال .

حبيبي، عبدالحی .
يا
حبيبي، خوشحال ډاکټر .

حبيبي، عبدالحی پوهاند .


- ډله ييز يا ګروهي مؤلفان ( ټولني، حکومتي اژانسونه، مؤسسې ) د نامه د يوه مهم ټکي له مخي د الفبا د تورو په بڼه اوډل کيږي . په بيبليوګرافييو کي د ليکلو له پاره بايد نومونه په بشپړ ډول ( نه په لنډه يا مخففه بڼه ) وکښل سي، تر څو په پېژندنه کي يې تېروتنه او ګډوډي پېښنه نه سي؛ مثلاً : البيروني پوهنتون بايد د ( ا. پ . ) په بڼه او د پښتو څېړنو مرکر بايد د ( پ . څ . م . ) په ډول ونه ليکل سي .
- تل بايد د يوې ادارې ، سازمان يا مؤسسې د نامه په ليکلو کي لومړی د اصل يا کُل بيا د فرع يا جزء ليکلو ته ځای ورکړل سي؛ لکه :

کابل پوهنتون، د حقوقو او او سياسي علومو پوهنځی، د بين المللي اړيکو او سياسي تاريخ څانګه .

- په نوم ورکو اثارو کي، د اثر سرليک د مؤلف د نامه ځای نيسي؛ او په سرليک کي د يوه مُهم يا اساسي ټکي له مخي د الفبا د تورو په ترتيب اوډل کيږي؛ د مثال په توګه د نوم ورکي مؤلف د « لويه تراژيدي » اثر بايد د « حدود العالم من المشرق الی المغرب » د نوم ورکي مؤلف تر اثر وروسته وليکل سي .
- حقوقي ماخذونه او سرچينې بايد د سرليک د لومړي مهم يا اساسي ټکي له مخي د الفبا د تورو په بڼه و اوډل سي؛ مثلاً : د افغانستان اساسي قانون، د افغانستان د جزا تر قانون او د احمد پر خلاف د محمد دعوه بايد« د ښاري پراختيا تر قانون مخکي وليکل سي . د نورو اثارو په شان ، د حقوقو سندونو د سرليکونو په الفبايي ترتيب کي هم بايد مخکني ادات ( د، په، پر، و، ته ) په پام کي ونه نيول سي .

دوهم څپرکی : د ليکني پر پاڼه د اثارو دبيبليوګرافۍ ځيني بولګې، چي د « ا. ژ. ټ . » پر سبک ليکلي سوي دي
د اثارو د بېلابېلو بيبليوګرافيکو ډولونو د ظاهري بڼو له پاره وګورﺉ : د بيبليوګرافۍ د برخي لومړی څپرکی ( په بيبليوګرافييو کي، د الفبا د تورو په ترتيب، د وړاندي سوو اثارو اوډنه )، دريم څپرکی( استناد سوي اثار - ا. ژ. ټ . او دوديز سبکونه ) او نهم څپرکی ( د سرچینو فهرست - ا. ا. ټ . سبک ) .
دلته د تحقيقي ليکني د بيبليوګرافۍ پر پاڼه، د اثارو د اوډني څو بولګې وړاندي کوو :

استناد سوي اثار

بلخی رومی، مولانا جلال الدين . دورهء کامل مثنوی معنوی . بسعی و اهتمام و تصحيح رينولد نيکلسون، چاپ دوم، تهران : اميرکبير، ۱۳۵۳.

--- . کليات شمس ( ديوان کبير) . با تصحيحات و حواشی بديع الزمان فروزانفر، جز‌‌ء سوم، تهــــــــران : امير کبير، ۱۳۵۵.

--- . کليات شمس تبريزی . با تصحيحات و حواشی بديع الزمان فروزانفر، نشر ثالث ، تهران : کتابخانۀ سنايی ، ۱۳۷۷.

--- . مثنوی معنوی . به کوشش و خط سيد حسن خوشنويس ميرخانی، ايران، ۱۳۳۱.

مخلص، علي محمد . حالنامۀ بايزيد روښان . نقل از سرمحقق دوست شينواری و معاون سر محقق نورالله اولسپال، چاپ ګستتنری، کابل : پښتو ټولنه، مرکز

زبانها و ادبيات، اکاديمی علوم افغانستان، ۱۳۶۴.

دريم څپرکی : استناد سوي اثار ( د ا. ژ. ټ . او دوديز سبکونه )
په بيبليوګرافۍ ( ماخذونو يا سرچينو ) کي د تحقيقي ليکني ټول هغه استناد سوي اثار بيا له سره وړاندي کیږي، چي په متن کي يې يادونه سوې ده . له ټولو جزيياتو سره په بيبليوګرافۍ کي د اثارو دا ډول اوډنه، په متن کي د هغو له ترتيب سره ځيني توپيرونه لري .
د تحقيقي ليکني پر وروستييو پاڼو باندي، د اثارو د بيبليوګرافۍ له پاره بايد، دغه غټي ټکي په پام کي ونيول سي ( وروسته هره قاعده له ځينو مثالونو سره، په جلا جلا ډول وړاندي کيږي ):
- بيبليوګرافي بايد په ليکنه کي، پر بېله پاڼه ( مخ ) وکښل سي .
- د پاڼي پورتنۍ ژی بايد، د يوه اينچ په اندازه تشه پرېښووله سي .
- د« استناد سوي اثار » ، « ماخذونه » يا « د سرچينو فهرست » په څېر سرليک بايد، د پاڼي په منځ کي وليکل سي .
- د سرليک (استناد سوي اثار، ماخذونه يا د سرچينو فهرست . . . ) او لومړني اثر تر منځ بايد، يوه کرښه تشه پرېښووله سي .
- که چيري د يوه استناد سوي اثر ټولي برخي په يوه ليکه کي ځای نسي، نو د وهمه ليکه بايد له ښی ژۍ څخه د پينځو تورو په ګچه دننه وليکل سي . همدغه رنګه بايد د لومړۍ او نورو ليکو تر منځ يوه کرښه تشه پرېښوله سي . ( په انګرېزي کي دې قاعدې ته « Double space » وايي) .
- د دوو بېلو اثرونو تر منځ هم بايد يوه کرښه تشه پرېښووله سي .
- ګرده اثار بايد د الفبا د تورو په ترتيب واوډل سي . د ناپېژندل سوو يا نوم ورکو مؤلفانو اثار بايد دهغو د سرليک يا عنوان د لومړي ټکي پر بنسټ، د الفبا د تورو په ترتيب وليکل سي؛ او د اثارو په سرليک کي دي د ( و، د، په، پر ، ته ) په څېر ادات يا په انګرېزي کي د ( The, An, A ) آرټيکلونه په پام کي نه نيول کيږي .
- د مؤلف وروستی نوم ( کورنۍ نوم يا تخلص ) بايد تر ټولو نومونو مخکي وليکل سي؛ او له نورو نومونو څخه د تړونۍ يا کامې په مرسته جلا سي . که اثر، د دوو يا څو مؤلفانو له خوا کښل سوی وي، نو يوازي د لومړي مؤلف وروستی نوم ( کورنۍ نوم يا تخلص ) دمخه ليکل کيږي؛ او د پاته نورو مؤلفانو نومونه په عادي ډول ( لومړی اصلي نوم یا په انګرېزي کي عيسوي نوم، بيا تخلص يا کورنۍ نوم ) کښل کيږي .
- د مؤلف يا مؤلفانو تر نومونو وروسته او د هر اثر تر سرليک وروسته يو ټکی ايښوول کيږي .
- د عين ( هماغه ) مؤلف يا مؤلفانو دوهم يا نور اثار د درو هايفنونو او يوه ټکي ( --- . ) په بڼه وړاندي کيږي؛ لکه :

حبيبي، پوهاند عبدالحی . د پښتو ادبياتو تاريخ . دوه ټوکه، کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۴۲، دوهم ټوک .

--- . د پښتو ادبياتو تاريخ . دوه ټوکه، کابل : د پښتو ټولني د تاريخ او ادبياتو څانګه، ۱۳۳۸، دوهم ټوک .

--- . پښتو نثر ته کره کتني . کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمي،۱۳۶۰ .

--- . تاريخ افغانستان در عصر ګورګانی هند . کابل : د افغانستان تاريخ ټولنه، ۱۳۴۱.

--- . « سريزه . » خيرالبيان د بايزيد روښان . عکسي چاپ، کابل : د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی،۱۳۵۳ .

نسفی، شيخ عزيز الدين . الانسان الکامل . با تصحيح و مقدمۀ فرانسوی ماريژان موله، تهران : کتابخا نۀ طهوری ،۱۳۶۲ ش / ۱۹۸۳م .

--- . زبدة الحقايق . تصحيح، مقدمه و تعليقات از حق وردی ناصری، چاپ اول ، تهران : کتابخا نۀ طهوری، ۱۳۶۳خورشيدی/ ۱۹۸۵م .

--- . کشف الحقايق . باهتمام و تعليق دکتر احمد مهدوی دامغانی، چاپ دوم ، تهران : بنګاه ترجمه ونشر کتاب، ۱۳۵۹.

د اثارو په بيبليوګرافيکه بڼه کي، د چاپ تفصيل ( ځای، خپروونکی او نېټه ) په ليندييو ( ) کي نيول کيږي؛ او يوازي دهغو اثارو د اړونده مخونو يادونه کيږي، چي په مهالنييو( جريده، اونيزه، مياشتنۍ، دوې مياشتنۍ او درې مياشتنۍ او داسي نورو ) کي خپاره سوي وي .
بېله اوسنييو ژبو او ادبياتو، ليکوال او مؤلفان کولای سي د علومو په نورو څانګو کي، د اثارو د بيبليوګرافۍ له پاره نسبتاً بېلي لاري او سبکونه استعمال کړي . له دې امله بايد استناد سوي اثار د مربوطو څانګو له لارښوونو او معيارونو سره سم وړاندي سي .
- په بيبليوګرافييوکي وړاندي سوي اثرونه د متن د عادي ليکو په شان کښل کيږي . په بله ژبه، هر اثر د پينځو تورو په ګچه دننه نه ليکل کيږي .
- په بيبليوګرافييوکي، اثارو ته پرله پسې نومره ( ۱، ۲، ۳ . . . ) نه ورکول کيږي .
- په لمنليکونو او پایليکونو کي د اثارو د وړاندي کولو په شان، بايد په بيبليوګرافييو کي هم د کتاب تر سرليک لاندي کرښه وکښل سي . که چيري استناد سوی اثر، د نورو ليکوالو او مؤلفانو له اثارو سره په يوه مجموعه يا مهالنۍ کي خپور سوی وي، په دې حالت کي بايد د هر ليکوال اثر ( مقاله، شعر او داسي نور ) په غبرګو ليندييو کي ونيول سي؛ او په پای کي يې يو ټکی کښېښوول سي . دغه رنګه بايد د هغي مجموعې يا مهالنۍ تر نامه لاندي ليکه وليکل سي، چي استناد سوی اثر يې د يوې برخي په توګه خپور کړی وي .

۱- په « استناد سوو اثارو » کي د بيبليوګرافيکو ماخذونو عمومي اوډنه

په دې مبحث کي، د بېلو مثالونو په وړاندي کولو سره، د کتابونو په ليست ( فهرست ) کي د ماخذونو بيبليوګرافيک ترتيب بيانيږي .

الف) مؤلف
دماخذونو په بيبليوګرافيکه اوډنه کي، لومړی د مؤلف کورنی نوم يا تخلص راځي . که چيري د يوه اثر په ليکنه کي څو ليکوالانو يا مؤلفانو برخه اخيستې وي، بايد يوازي د لومړي ليکوال / مؤلف کورنی نوم يا تخلص، تر اصلي نوم وړاندي وليکل سي؛ او د پاته ليکوالو نومونه په عادي ډول ( لومړی نوم بيا تخلص يا کورنی نوم ) وکښل سي . د لومړي ليکوال لومړی نوم بايد له تخلص يا کورني نوم څخه د تړونۍ ( کامې ) په مرسته بېل سي؛ لکه په دې مثال کي :

حبيبي، پوهاند عبدالحی . آسماني نغمې او لاهوتي سرودونه . . .
يا
حبيبي، عبدالحی، پوهاند . آسماني نغمې او لاهوتي سرودونه . . .

که د اثر په ليکلو کي دوو ليکوالو يا مؤلفانو برخه اخيستې وي، يوازي د لومړي ليکوال / مؤلف تخلص يا کورنی نوم تر اصلي نوم مخکي کښل کيږي؛ او د دوهم ليکوال يا مؤلف نوم په عادي ډول ليکل کيږي؛ لکه :

کاکړ، لعل محمد او عبدالحی حبيبي . سپېڅلې پښتو . . .

په هغو اثارو کي، چي په ليکلو کي يې تر درو ډېرو ليکوالو يا مؤلفانو برخه اخيستې وي، هم بايد يوازي د لومړي ليکوال/ مؤلف کورنی نوم يا تخلص تر اصلي نوم دمخه وليکل سي ؛ او په پای کي يې د « او نور » ټکي وليکل سي؛ لکه په دې مثال کي :

امرخېل، څېړنوال عزيزالله، او نور . پښتو - پښتو تشريحي قاموس . . .

په هغو حالاتو کي، چي د يوه اثر سمون، ژباړه، سريزه/ سريزي، ټولونه، لمنليکونه، موښلوني ( تعليقات )، فهرستونه، بشپړوني، لغوي پانګي ( لغتنامې ) او ډول ډول ضميمې په خپله دخبرو او څېړني موضوع وي، نو د سموونکي، ژباړوونکي، ټولوونکي، لمنليکوونکي، موښلوونکي، فهرست ليکوونکي، بشپړوونکي او داسي نور برخه والو ليکوالو نومونه د دغو اثرونو تر اصلي مؤلفانو دمخه ليکل کيږي ( وروسته د دې ډول اثرونو ځيني بولګې وړاندي کيږي ) .

ب) سرليک ( عنوان )
په بيبليوګرافيک فهرست کي بايد، د يوه اثر سرليک په بشپړه توګه وليکل سي . د دې خبري مانا دا ده، چي د هر اثر عنوان بايد له فرعي يا تشريحي عنوان سره په هغه بڼه وړاندي سي، چي د اثر پر پوښ يا مخکنۍ پاڼه کښل سوی وي . د اثارو تر سرليک وروسته بايد يو ټکی کښېښوول سي . فقط په هغو حالاتو کي بايد د ټکي له ايښوولو ډډه وسي، چي د سرليک په پای کي د پوښتني ( ؟ ) يا ندايې ( ! ) په څېر نخښي راغلي وي . د کتابونو تر سرليکونو لاندي بايد کرښه وکښل سي، د څپرکو يا فصلونو نومونه په غبرګو ليندييو ( « » ) کي نيول کيږي . په انګرېزي کي بايد بېله آرټيکلونو ( The, An, A) او کوچنييو اداتو ( , to, etc. on, in, from)
په سرليکونو کي لومړی او نور ورپسې ټکي په غټو تورو ( A, B, C …) وليکل سي . بايد د ګرده غټو تورو؛ مثلاً ( AFGHANISTAN ) يا غټو اوکوچنييو تورو ؛ د ځانګړي اوډني په څېر د هره نادوده چاپي سبک؛ لکه (AFGHANISTAN under Occupation ) له کارولو ډډه وسي؛ خو که مؤلف په ځانګړي ډول دداسي تورو پر کارولو ټينګار کړی وي، نو په استعمال کي يې ستونزه او مخنيوی نسته . له نېکه مرغه په پښتو او پارسي کي، د غټو او کوچنييو تورو تر منځ دغه راز مشکلات او کړاونه نسته . فرعي يا تشريحي عنوان بايد، له اصلي سرليک څخه د شارحې يا کولَن ( : ) په مرسته بېل سي؛ لکه په دې فرضي مثالونو کي :

خان عبدالغفار خان : د ده ژوند او مبارزه . . .

روښانيه : د بايزيد روښان د عرفاني طريقت هر اړخيزه څېړنه . . .

علي محمد مُخلص : په پښتو عرفاني شاعرۍ کي د هغه پر مقام يوه دقيقه څېړنه . . .

په بيليوګرافيک فهرست کي، د هغو اثارو استناد له پاره، چي په مجموعو او مهالنييوکي خپاره سوي وي، د اثر سرليک په غبرګو ليندييو کي نيول کيږي؛ او په پای کي يې يو ټکی ايښوول کيږي . وروسته د مجموعې يا مهالنۍ تر نامه لاندي کرښه ليکل کيږي؛ لکه په دې مثالونو کي :

رشاد، پوهاند عبدالشکور . « دوه سوه کاله پخوانی نوم ورکی شاعر - عبدالغفار هوتک . » تاريخي پلټني . . .

. . . « د ټولني ابتدا او پر مختګ . » وږمه . . .
په وروستي مثال کي د مقالې د ليکوال او د هغه د چاپ د نورو جزيياتو له يادوني ډډه سوې ده .
ج) سموونکی/ سموونکي، ټولوونکی/ ټولوونکي، ژباړوونکی/ ژباړوونکي، لمنليکوونکی/ لمنليکوونکي، موښلوونکی/ موښلوونکي، بشپړوونکی/ بشپړوونکي او داسي نور
د سموونکي/ سموونکو، ټولوونکي/ ټولوونکو، ژباړوونکي/ ژباړوونکو، لمنليکوونکي/ لمنليکوونکو، موښلوونکي/ موښلوونکو (تعليق ليکونکي/ تعليق ليکونکو )، بشپړوونکي/ بشپړوونکو او داسي نورو ليکوالو نومونه په عادي ډول ليکل کيږي؛ او له نومونو سره يې د سموني، ټولوني، ژباړي، لمن ليکني، موښلوني، بشپړوني او داسي نورو علمي کارونو يادونو کيږي .
په انګريزي او ځينو نورو اروپايي ژبو کي زياتره د دغه راز کارونو له پاره لنډي يا اختصاري بڼي کاروي، چي د سموونکي / سموونکو، ټولوونکي/ ټولوونکو، ژباړونکي/ ژباړونکو، لمنليکوونکي/ لمنليکوونکو، موښلوونکي/ موښلوونکو تر نومونو مخکي ليکلي کيږي؛ لکه په دې مثال کي :

Homer . The Iliad. Trans. Richard Lattimore.

يا په پښتو کي :

محمد هوتک . پټه خزانه . به تصحيح وتر جمه، وتحشيه و تعليق عبدالحی حبيبی . . .

که د متن په استناد کي، چيري د سموونکي، ژباړوونکي، مؤلف او داسي نورو کسانو يادونه سوې وي، نو د هغه نوم بايد د کتاب په وروستۍ برخه کي د « استناد سوي اثار » يا « ماخذونه » تر سرليک لاندي په بيبليوګرافيکه بڼه هم وليکل سي؛ د مثال په توګه : د پټي خزانې په تعليقاتو کي د لوی استاد، علامه حبيبي، ژبنۍ او تاريخي پلټني، د پښتو ژبي او ادب د څو زره کلن لرغونتوب، روښانه اسناد او شواهد وړاندي کوي . په « استناد سوي اثار » يا « ماخذونه » کي بايد د دې کتاب داسي يادونه وسي :

حبيبي، عبدالحی . « تعليقات . » پټه خزانه . کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۲۳ .

که د يوه اثر د مترجم يا ژباړن په هکله خبري کيږي، بايد په متن کي د هغه د استناد له پاره له داسي بڼې کار واخلو :

ډاکټر محمد محسن خان، په خپلي رواني او خوږې انګرېزي ژباړي سره، د امام بخاري (۱۹۴– ۲۵۶ هـ ق) نامتو اثر « صحيح البخاري » ټولو انګرېزي ويونکو ته ور پېژاند . د اثر په پای کي د « ماخذونه » تر سرليک لاندي بايد دا کتاب په دې ډول وړاندي سي :.
Khan, Dr Mohammad Muhsin. trans. Sahih Al- Bukhari. by Imam Bukhari. 9 Vols. Beirut: Dar Al Arabia, 1985.


که و وايو، چي ډاکټر محسن خان د امام بخاري د احاديثو د مشهور کلکسيون « صحيح البخاري » د انګرېزي ژباړي دلومړي ټوک په سريزه کي د جهاد په اړه په زړه پوري علمي او مستندي خبري کړي دي، نو د دې خبري د استناد له پاره بايد دا پلا د دغه کتاب د پام وړ ټوک يادونه هم وسي :

Khan, Dr Mohammad Muhsin. trans. Sahih Al- Bukhari. by Imam Bukhari. 9 Vols. Beirut: Dar Al Arabia, 1985. Vol. 1.

په پښتو کي بايد د ځانګړي ټوک يادونه داسي وښول سي :

بېنوا، عبدالرؤف . اوسني ليکوال . درې ټوکه . کابل : د مطبوعاتو مستقل رياست ، ۱۳۴۰- ۱۳۴۶. دريم ټوک .

د) د چاپ روَڼ يا نوبت ( بېله لومړي روْڼه)
که په ليکنه کي، د يوه اثر له لومړييه چاپه پرته له بل هر چاپ څخه ګټه اخيستل سوې وي، بايد د چاپ روَڼ يا وار په څرګندو ټکو وليکل سي . په انګرېزي کي، د چاپ روَڼ يا ځل د عربي عددونو ( ۱، ۲، ۳، ۴ . . . ) د ترتيبي بڼي په کارولو سره بيانيږي؛ لکه :

etc. 2nd ed. , 3rd ed. , 4th ed.

په پښتو کي هم د چاپ روڼ، د ترتيبي عددونو په مرسته وښوول کيږي؛ لکه : دوهم چاپ، دريم چاپ، څلرم چاپ ، پينځم چاپ او داسي نور .
بايد تل کوښښ وسي، چي په ليکنه او څېړنه کي د يوه اثر له وروستي چاپ څخه استفاده وسي؛ خو که د اثر د بل چاپ د کارولو له پاره له چا سره ځانګړی علمي دليل وي، نو بيا دبل چاپ کارول هيڅ پروا نه لري .
په بيبليوګرافۍ کي د اثارو د چاپ د استناد له پاره بايد، دا بولګې په پام کي ونيول سي :

حبيبي، عبدالحی . پټه خزانه . دوهم چاپ، کابل : د پوهني وزارت د تأليف او ترجمې رياست ، ۱۳۳۹ .

اسفنديار، مؤبد کيخسرو. دبستان مذاهب . با ياداشت های رحيم رضازاده ملک، مجلد اول [ متن ] ، چاپ اول، تهران : کتابخانۀ طهوری ، ۱۳۶۲.

سهروردی، شيخ شهاب الدين . حکمة الاشراق . ترجمه و شرح از دکتر سيد جعفر سجادی، چاپ پنجم، تهران : دانشګاه تهران، ۱۳۶۷.

هـ) د لړۍ نوم او لمبر
د اثارو په بيبليوګرافيک استناد کي بايد لومړی د خپروونکي لړۍ نوم ( په داسي حال کي، چي په غبرګو ليندييو کي نه وي نيول سوی؛ او نه يې لاندي کرښه کښل سوې وي )، وروسته تر هغه بايد په لړۍ کي د اثر نوم، په عربي عددونو وکښل سي؛ او په پای کي يو ټکی کښېښوول سي ؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

صادقي، م . ابراهيم . حماسي شعرونه . د حماسي شاعرانو په اړه د کندهار پوهنتون ۶ خپرونه . کندهار : د کندهار پوهنتون خپرونه، ۱۳۸۵ .

په تېر مثال کي، د « ۶ » شمېره د حماسي شاعرانو په باره کي د ځانګړي لړۍ نومره ده .

و) د ټوک لمبرونه
د څوټوکيزو (څو جلدي ) اثرونو و ګردو ټوکو ته د مراجعې پر مهال بايد، د اثر د چاپ تر مالومات مخکي، د هغه د ټولو ټوکو شمېر وښوول سي، لکه په دغو مثالونو کي :

حبيبي، عبدالحی . د پښتو ادبياتو تاريخ . دوه ټوکه، کابل : د پښتو ټولني د تاريخ او ادبياتو څانګه، ۱۳۳۸،

بېنوا، عبدالرؤف . اوسني ليکوال . درې ټوکه، کابل : د مطبوعاتو مستقل رياست ، ۱۳۴۰- ۱۳۴۶.

معين، دکتر محمد. فرهنګ فارسی . ۶ جلد. تهران : امير کبير، ۱۳۶۳ .

که په څو ټوکيز اثر کي د ځينومشخصو ټوکو يادوَنه سوې وي، نو په دې حالت کي بايد بيا هم تر سرليک وروسته د اثر د ټوکومجموعي شمېر وليکل سي . د چاپ تر جزيياتو وروسته، د هغه ټوک يا ټوکو يادونه وسي، چي په ليکنه کي يې په مشخص ډول استناد سوی وي؛ لکه په دغو مثالونو کي :

حبيبي، عبدالحی . د پښتو ادبياتو تاريخ . دوه ټوکه، کابل : د پښتو ټولني د تاريخ او ادبياتو څانګه، ۱۳۳۸ . ۲ ټوک .
يا
حبيبي، عبدالحی . د پښتو ادبياتو تاريخ . دوه ټوکه، کابل : د پښتو ټولني د تاريخ او ادبياتو څانګه، ۱۳۳۸ . ۲ ټ . ( د ټوک له پاره د « ټ » مخفف توری غوره سوی دﺉ ) .

معين، دکتر محمد. فرهنګ فارسی . ۶ جلد . تهران : امير کبير، ۱۳۶۳ . ج ۵ و ۶ .

د هغو څو جلدي اثارو د استناد له پاره، چي په څو کلونو کي خپاره سوي وي، بايد د ټولو ټوکو شمېر او د خپرېدو نکو کلونو پر پيل او پای سربېره د هغه ټوک يادونه هم وسي، چي په ليکنه کي يې په ځانګړې توګه يادونه سوې وي؛ لکه په دې مثالونو کي :

بېنوا، عبدالرؤف . اوسني ليکوال . ۳ ټوکه، کابل : د مطبوعاتو مستقل رياست، ۱۳۴۰- ۱۳۴۶ . ۳ ټ .

امرخېل، څېړنوال عزيزالله، او نور . پښتو- پښتو تشريحي قاموس . ۴ ټوکه . کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز، ۱۳۵۸- ۱۳۶۵. ۱ : ۲۷۱ .

د پښتو- پښتو تشريحي قاموس په دغه استناد کي، د څلورو ټوکو هغه دورې ته اشاره سوې ده، چي د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز له خوا د ( ۱۳۵۸ - ۱۳۶۵) کلونو په ترڅ کي خپاره سوي دي . د « ۱ » عدد د لومړي ټوک او « ۲۷۱ » نومره په لومړي ټوک کي د اړوندمخ يادونه ده . د دې اثر د ټولو ټوکو شمېر په حقيقت کي پينځه ؤ، چي له بده مرغه پينځم ټوک د چاپ په زېور ، ښکلی نه سو . له دې امله په مجموعي شمېر کي، د پينځم ټوک يادونه ونه سوه . په ( ۱۳۸۳ ش / ۲۰۰۵ م ) کي د ميديوتيک مؤسسې له خوا دا فرهنګ دوهم پلا په څلور و ټوکو کي په نوې بڼه چاپ سوی دﺉ .

ز) د چاپ جزييات ( مالومات )
د يوه اثر د چاپ جزييات اصلاً د هغه اثر د چاپ د ځای، خپروونکي او دچاپ دنېټې په اړه مالومات څرګندوي . د چاپ تر ځای وروسته بايد د شارحې يا کولن نخښه ( : )، د خپروونکي تر نامه وروسته تړونۍ يا کامه ( ،) او تر نېټې وروسته يو ټکی ( که د اثر د اړوند مخ يادونه سوې وي تر نېټې وروسته بايد ټکی ونه کښل سي ) وليکل سي . کېدای سي ( که څرګنده او روښانه وي ) د خپروونکي دنامه لنډه بڼه وليکله سي؛ د مثال په توګه د بيهقي کتاب خپرولو مؤسسې له پاره « بيهقي »، د علامه حبيبي څېړنو مرکز پر ځای « حبيبي مرکز »، د علامه رشاد اکاډيمۍ پر ځای « رشاد اکاډيمي » ، د بېنوا فرهنګي ټولني له پاره « بېنوا »، د نارنج خپروونکي ادارې له پاره « نارنج »، د دانش خپرندويه مؤسسې له پاره « دانش »، د صحاف نشراتي مؤسسې له پاره « صحاف »، د سنــــــــــايي کتابخانې له پاره « سنايي » يا په انـــــــــــــــــګرېزي کـــــــي د « John Wiley & Sons » له پاره « Wiley »، د « Penguine Books » له پاره « Penguine »، د « Collins Publishers Harper » له پاره « Collins » استعمال کړو؛ لکه په دغو مثالونو کي :

بلخی رومی، مولانا جلال الدين . دورۀ کامل مثنوی معنوی . بسعی و اهتمام و تصحيح رينولد نيکلسون، چاپ دوم . تهران : اميرکبير، ۱۳۵۳.

بېنوا، عبدالرؤف . پرېشانه افکار . دوهم چاپ . کوټه : صحاف، ۱۳۷۸ .

Imam Muslim, Sahih Muslim, 4 Vols. trans. Abdul Hamid Siddiqi, Beirut: Dar Al Arabia, 1971.

خو د پوهنتون د مطبعې نوم بايد په بشپړه توګه وړاندي سي . کېدای سي يوازي د پوهنتون او مطبعې د کليمو له پاره ( په انګرېزي کي د پوهنتون له پاره « U » او د مطبعې له پاره د « P » توري کاريږي ) تر څو په دې وسيله د مطبعې او پخپله پوهنتون تر منځ التباس او ګډوډوي پېښه نه سي ؛ د مثال په ډول : Oxford UP, Harvard UP, John Hopking UP او داسي نور .
په پښتو او پارسي کي تر اوسه پوري د خپرونکو د نومونو لنډي نه دي باب سوي؛ خو ليکوالان او څېړونکي کولای سي، چي د اثر پر مخکنۍ پاڼي د انګرېزي مثالونو په څېر واضح او روښانه لنډ ډولونه غوره کړي .
که په اثر کي د چاپ د حقوقو ( s Copy right) څو نېټې ليکلي سوي وي، بايد په استناد کي تر ټولو وروستۍ نېټه ( يوازي په هغه حالت کي د وروستۍ نېټې يادونه ضروري نه ده، چي که په ليکنه يا څېړنه کي په ځانګړي ډول، د مخکني چاپ يادونه سوې وي ) وليکله سي؛ د مثال په توګه که د يوه کتاب له سرليک سره د چاپ د حقوقو له پاره د ( ۱۳۸۴ ) نېټه ليکله سوې وي؛ خو همدا کتاب ( ۱۳۸۶) کال د اثر د پينځم چاپ په توګه بيان کړي، په دې حالت کي بايد د چاپ د حقوقو د استناد له پاره، د کتاب له سرليک سره ليکل سوې نېټه يا ( ۱۳۸۴ ) د چاپ د حقوقو د پيل په توګه وړاندي سي نه د ( ۱۳۸۶ ) کال؛ ځکه چي ( ۱۳۸۶ ) کال په حقيقت کي د پينځم چاپ د خپرېدو نېټه ده؛ او ښايي په دوو بېلو چاپي بڼو کي د شکل او مضمون له پلوه لوی توپيرونه وي .
که چيري پر استناد سوو اثارو باندي د چاپ ځای، خپروونکی، د چاپ نېټه، د پاڼي نومره نه وي کښل سوي، نو په وار سره بايد د « ځ . ن . » ياني د خپرېدو ځای نه لري، « ن . ن . » ياني د خپرېدو نېټه نه لري، « م . ن . » ياني د مخ يا پاڼي نومره نه لري . د دغو تورو ليکل، لوستوونکي ته د چاپ د ټولو جزيياتو د نسته والي دليل وړاندي کوي؛ د مثال په توګه د يوه استناد سوي اثر د مخ يا پاڼي د لمبر نسته والی لوستوونکی ته ښيي، چي ولي د ليکني په متن کي د مخونو نومرې نه دي ليکلي سوي . که په ماخذ کي د ليکوال د نامه، د اثر د سرليک يا د خپرېدو مالومات نه وي ليکل سوی، په براکيټونو يا مربع ډوله ليندييو کي بايد وليکل سي، چي د اثر په اړه څه مالومات تر لاسه سوي دي؛ مثلاً :

د يوې تاريخي کلا انځورونه . [ شاجوی، زابل، افغانستان ] : ځ . ن .، ن . ن .، م . ن .

په تېر مثال کي، ليکوال د يوې تاريخي کلا هغه انځورونه، د استناد په توګه وړاندي کوي، چي دچاپ ځای، د چاپ نېټه او د چاپ مخ يا پاڼه نه لري؛ خو ليکوال په خپله هڅه دونه مالومات تر لاسه کړي دي، چي عکسونه د افغانستان د زابل ولايت د شاجوی ولسوالی، په يوه تاريخي کلا پوري اړه لري . دلته د داسي اثرونو څو بولګۍ وړاندي کيږي، چي چاپ ځای او د چاپ نېټه نه لري :

داراشکوه، محمد، شهزاده . سکينة الاوليأ . بکوشش تاراچند و سيد محمد رضا جلالی ناينی، مؤسسۀ مطبوعاتی علمی، بدون محل و تاريخ چاپ .

سعدی شيرازی . کليات سعدی . با مقدمهء عباس اقبال، چاپ هفتم ( از روی نسخۀ محمد علی فروغی ذکاالملک و استاد عبدالعظيم قريب . تهران : بی تاريخ .

Yahya, Harun. The Existence of God. Birmingham: Published by I.P.C.I., n. d.
ح) د پاڼي ( مخ ) لمبرونه
د کتابو په بيبليوګرافيکه بڼه کي، زياتره د پاڼي نومرې نه راځي؛ خو په يوه لوی اثر کي د کوچنييو اثارو يا په يوه مجموعه او غورچاڼ کي د مقالو، شعرونو، لنډو کيسو او داسي نورو په څېر اثار بايد د پاڼي ( مخ ) يادونه ولري . په داسي حالاتو کي بايد د استناد له پاره، نه يوازي د هغه مخ يا مخونو نومرې، چي په متن کي يې يادونه سوې وي، بلکي د ټول اثر د مخونو نومرې وړاندي سي؛ لکه په دغو مثالونو کي :

بينوا، عبدالرؤف . « د بايزيد روښان يادوَنه . » خيرالبيان د بايزيد روښان . کابل : د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی، ۱۳۵۳ . ۳۵ – ۵۴ .

رشاد، پوهاند عبدالشکور . « دوه سوه کاله پخوانی نوم ورکی شاعر - عبدالغفار هوتک . » تاريخي پلټني . کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو
انستيتوت، ۱۳۵۷. ۱۱۵ – ۱۴۹.

عَلَمي، محمد طاهر . « پير روښان او د ده د تصوفي ښوونځي د منځ ته راتګ عوامل . » وږمه ۵ - ۶ ( ۱۳۵۰ ) : ۳۱- ۴۶ .

ط) د پایليکونو او بيليوګرافيک فهرست تر منځ توپير
په پایليکونو او بيبليوګرافيکو فهرستونوکي د ځای پر ځای سوو اثارو د مخونو له نومره پرته، اصلاً يو شان مالومات نغښتي وي؛ خو دا مالومات سره له ورته والي، دظاهري څرنګوالي له مخي ډېر توپير لري . دغه مثالونه او بولګې دا توپيرونه په ښه توګه روښانه کوي :

۲- د کتابونو د بيبليوګرافيک استناد بولګې

الف ) د يوه مؤلف له خوا ليکل سوی کتاب
په کتابښود کي د يوه مؤلف له خوا ليکل سوی کتاب، په دې بڼه اوډل کيږي :

رشتين، پوهاند صديق الله . روښان ستوری . پېښور: يونيورسټي بُک ايجنسي، ۱۹۸۷.

ب ) د دوو، درو يا ډېرو مؤلفانو له خوا ليکل سوی کتاب
د بيبليوګرافۍ له لارو او اصولو سره سم د دوو، درو يا ډېرو مؤلفانو له خوا ليکل سوي کتابونه، په دې ډول وړاند ي کيږي :

کاکړ، لعل محمد، او عبدالحی حبيبي . سپېڅلې پښتو . قندهار : طلوع افغان، ۱۳۱۸ .

په انګرېزي کي د تېر مثال په شان حالاتوکي تر لومړي ليکوال وروسته کامه او بيا د « and » توري ليکل کيږی .

احمدي، احمدجان، محمدالله محمدي، او جلال الدين ناصري . په پر مختللو هيوادو کي د انفلاسيون ستونزه . کابل : د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی خپرونه، ۱۳۵۵ . ( فرضي مثال )

امرخېل، څېړنوال عزيزالله ، او نورو . پښتو- پښتو تشريحي قاموس . څلور ټوکه، د ميديوتيک اوډنه او چاپ . کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز ، ۱۳۸۳/ ۲۰۰۵ .

که چيري په دغو څلورو ټوکو کي له ځانګړي ټوک څخه کار اخيستل سوی وي، نو د بيبليوګرافۍ په فهرست کي يې بايد داسي يادونه وسي :

امرخېل، څېړنوال عزيزالله، او نورو . پښتو- پښتو تشريحي قاموس . ۴ټوکه، د ميديوتيک اوډنه او چاپ . کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز ، ۱۳۸۳/ ۲۰۰۵ . ۱ ټ .

ج) هغه کتاب، چي ډله ييزو يا ګروهي مؤلفانو ليکلئ وي
په بيبليوګرافيک فهرست کي، د ډله ييزو يا ګروپي کتابونو د استناد له پاره بايد، له دې بڼي کار واخيستل سي :

د افغانستان ملي آرشيف . د پښتو خطي نسخو فهرست . دريم چاپ . کابل : داطلاعاتو او کلتور وزارت، ۱۳۴۰ .

که چيري د اثر مؤلف او خپروونکی دواړه يو وي، بايد هماغه نوم د مؤلف او خپروونکي پر ځای په جلا جلا توګه وليکل سي؛ لکه په دې مثال کي:

د افغانستان ملي آرشيف . د پښتو خطي نسخو فهرست . دريم چاپ . کابل : د افغانستان ملي آرشيف ، ۱۳۴۰ .

د) هغه کتاب، چي د نا پېژندل سوي مؤلف يا بل ليکوال له خوا، په مستعار يا قلمي نامه ليکل سوی وي
د هغو کتابونو د استناد له پاره، چي نوم ورکي ليکوال يا بل ليکوال له خوا په مستعار نامه ليکل سوی وي، دا ډول غوره ګڼل کيږي :

حدود العالم من المشرق الی المغرب . با ضميمۀ و. مينورسکی . لندن : ن . ن . ، ۱۹۵۵ .

که چيري تر پلتني او ګروېږني وروسته د کتاب د مؤلف نوم و موندل سي، بايد په براکيټونو يا مربع ډوله ليندييو ( [ ] ) کي وکښل سي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

[ غښتلی، داوود ] . افغانستان د يرغلګرو د پوځي ازمويښتونو ډګر . پېښور : شاهد کتابتون، ۱۳۶۶ .

که چيري ليکوال / مؤلف په مستعار نامه ليکني کوي، خو د ليکوال يا مؤلف اصلي نوم او تخلص ښکاره وي، بايد په بيبليوګرافيک ريفرينس کي د استناد پر مهال، د ليکوال / مؤلف بشپړ نوم په براکيټونوکي، په دې ډول وړاندي سي :

پرېشان [ عبدالهادي داوی ] . غياصه . کابل : خ . ن . ، ۱۳۶۵ ق .

هـ) هغه کتاب، چي په څو ټوکونو ( جلدونو ) کي کښل سوی وي
کله چي په کتابښود يا بيبليوګرافيک ليست کي ، د ټول څوجلدي اثر يادونه کيږي، بايد د استناد له پاره يې دا بڼه غوره سي :

امرخېل، څېړنوال عزيزالله ، او نورو . پښتو- پښتو تشريحي قاموس . ۴ ټوکه، د ميديوتيک اوډنه او چاپ . کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز ، ۱۳۸۳/ ۲۰۰۵ .
يا
معين، دکتر محمد. فرهنګ فارسی . ۶ جلد. تهران : امير کبير، ۱۳۶۳ .

که په استناد سوو ماخذونوکي، د معين په نامه د څو نورو مؤلفانو له اثارو څخه هم ګټه اخيستل سوې وي، نو بيا په لومړي نوم کي هم بايد د الفبا د تورو ترتيب پام وسي؛ او ټول لقبونه تر لومړي نوم وروسته وليکل سي؛ لکه په دې مثال کي :

معين، محمد، دکتر . فرهنګ فارسی . ۶ جلد. تهران : امير کبير، ۱۳۶۳ .

که په استناد کي، د څو ټوکيز اثر د یوه خاص ټوک يادونه سوې وي، نو بايد د هماغه ټوک هم بېله يادونه وسي؛ لکه په دې مثالونو کي :

معين، دکتر محمد. فرهنګ فارسی . ۶ جلد. تهران : امير کبير، ۱۳۶۳ . ج ۶ .
يا
بېنوا، عبدالرؤف . اوسني ليکوال . ۳ ټوکه، کابل : د مطبوعاتو مستقل رياست ، ۱۳۴۰- ۱۳۴۶ . ۳ ټ .

د هغو څو جلدي اثارو له پاره، چي هر ټوک يې بېل سرليک لري، بايد د استناد دا بڼه استعمال سي :

عيشي، عبدالله . ګلزار محبوبان . د بهار جانان ۲ ټوک . لاهور : صابر اليکټريک پريس، ۱۳۵۰ق .

که همدغه ماخذ په دې بڼه وړاندي سي ، لوستوونکی ته د دغو ددو برخو يا ټوکو د ترلاسه کولو له پاره، ډېر مالومات ورکول کيږي؛ ځکه د هر ټوک یا هري برخي پر ټولوونکي سربېره، د چاپ د کلونو يادونه هم لري :

عيشي، عبدالله . ګلزار محبوبان . د محمد شريف جانان دبهارجانان ۲ ټوک يا ۲ برخه . لاهور : صابر الکټريک پريس، ۱۳۴۹ - ۱۳۵۰ ق .

و) هغه اثر، چي د عين مؤلف له خوا د کوچنييو اثارو په يوه مجموعه کي چاپ سوی وي
دا ډول اثار بايد، په بيبليوګرافيک استناد کي داسي بڼه ولري :

حميد ګل . « د بنير د جنګ چار بيته . » د پښتنخوا د شعر هار و بهار . د جمېز ډار ميستتر ټولوَنه . د حبيب الله رفيع په اهتمام . دريم چاپ . کابل : پښتو ټولنه ، ۱۳۵۶ .

۱۸- ۲۸ .
يا
خټک، محمد افضل خان . « تاريخ مرصع د محمد افضل خان خټک . » ګلشن روه . د هـ . ج . راورټي ټولونه او غورچاڼ . لندن : هرټفرد، ۱۸۶۰ . ۱- ۵۳ .
یا
رحمان بابا . « انتخاب د ديوان د عبدالرحمان . » کليد افغاني . د ت . پ . هيوز غور چاڼ . پېښور : ۱۸۷۲ . ۲۹۷- ۳۲۸ .


يادونه : په انګرېزي کي د « ا. ژ . ټ . » د سبک له مخي نور د بېلابېلو اثارو تر مجموعې يا غورچاڼ مخکي د « In » ټکي دکارولو سپارښتنه نه کيږي .

ز) د يوه کتاب د څپرکي يا عنوان سوي برخي استناد
په يوه کتاب کي، د څپرکي يا بلي عنوان سوي برخي استناد، يوازي موضوع ته د لوستوونکي د ځانګړي پام اړولو له پاره ضروري دﺉ؛ او په دې ډول وړاندي کيږي :

خدمتګار بختانی، عبدالله . « ښاغل . » پښتو ژبپالنه او ژبڅېړنه . پېښور: دانش، ۱۳۸۴/ ۲۰۰۵ . ۳۱۶ - ۳۲۴ .

ح) مجموعې ( ټولګي ) : غورچاڼونه، پېښليکونه او د لوست مرستندويه کتابونه

غورچاڼونه، پېښليکونه او د لوست مرستندويه کتابونه بايد، د بيبليوګرافيکي بڼي له پاره په دې ډول وړاند ي سي :

خټک، محمد افضل خان . « تاريخ مرصع د محمد افضل خان خټک . » ګلشن روه . د هـ . ج . راورټي ټولونه او غورچاڼ . لندن : هرټفرد، ۱۸۶۰ . ۱- ۵۳ .

ط) دوه پلا يادونه - له استناد سوي اثر څخه دوينا يا نظريې اخيستنه
کله چي په يوه استناد سوي اثر کي، د يوه ليکوال يا مؤلف په اقتباس سوې خبره استناد کيږي، بايد د کتاب په متن کي د دواړو سرچينو په اړه څه ناڅه مالومات وړاندي سي؛ خو د بيبليوګرافۍ په فهرست کي يوازي د دوهم ماخد د جزيياتو وړاندي کولو ته اړتيا سته ؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

لکه څنګه چي جلال الدين همت په خپله مقاله کي يادونه کړې ده، « شال » د هند مغولي واکمنانو په زمانه کي دکندهار يوه برخه وه ( له حبيبی ،۱۸۰ څخه اخيستنه) .
د ماخذونو يا سرچينو په فهرست کي بايد، د اصلي ماخذ تفصيل په دې دول و اوډل سي :

حبيبی، پوهاند عبدالحی . تاريخ افغانستان در عصر ګورګانی هند . کابل : د افغانستان تاريخ ټولنه، ۱۳۴۱.

ی) د اخيتسني يا ريفرينس اثار

- پوهنغونډونه ( دايرة المعارفونه )

د بيبليوګرافۍ له پاره بايد د پوهنغونډ استناد دا بڼه ولري :

الفت، ګل پاچا . « رحمان بابا او تصوف . » آريانا دايرة المعارف . د ۱۳۳۵ کال چاپ .

يا په نسبتاً لنډه بڼه :

الفت، ګل پاچا . « رحمان بابا او تصوف . » آريانا دايرة المعارف . ۱۳۳۵ .

په پوهنغونډ کي، د دوو مؤلفانو د ليکني له پاره بايد دا بڼه غوره سي :

نوري، محمد ګل، او م . ا. خواخوږی . « د پښتو ولسي نکلونه او ملي نارې . » آريانا دايرة المعارف . ۱۳۳۵ . ( فرضي مثال )

په پوهنغونډ کي د بې نومه ليکوال / مؤلف ليکنه بايد، په دې ډول وښوول سي :

« روښانيه . » اسلامي دايرة المعارف . د ۱۹۶۵ چاپ .
يا
« روښانيه . » اسلامي دايرة المعارف . ۱۹۶۵.


- قاموسونه او کلنۍ

په قاموسونو او کلنييو کي د نوم ورکو ليکوالو / مؤلفانو اثرونه په دې ډول، بيبليوګرافيکه بڼه مومي :

« عرفان . » د عرفاني او فلسفي اصطلاحاتو فرهنګ . ( ۱۳۵۴ ) . ( فرضي مثال )

« سيد جمال الدين افغاني - لوی افغان متفکر . » کابل کلنۍ ( ۱۳۴۵ ) . ( فرضي مثال )

لکه څنګه چي ګورو، په فرهنګونو او کلنييو کي د کال نېټه په ليندیيو کي کښل سوې ده . دغه رنګه په دايرة المعارف، قاموسونو او کلنييو په بيبليوګرافيکه اوډنه کي ، د ټوک لمبر، د خپروونکي پېژندګلوۍ او د استناد سوي پاڼي لمبر ته اړتيا نه ليدله کيږي؛ ځکه دا ډول اثار په کال کي تر يوه وار زيات نه چاپيږي؛ او موضوعات يې د الفبايي فهرست له مخي اوډل سوي وي .

ک) هغه اثر، چي د نورو اثارو په لړ کي خپور سوی وي

۱- نومره لروونکې لړۍ

په پرله پسې لړييوکي د هغو خپاره سوو اثارو د بيبليوګرافيک فهرست له پاره، چي ځانګړي نومرې ( لمبرونه ) ولري، د استناد دا بڼه کاريږي :

کريمي، عظيم . تلپاتي څېرې . د ازادۍ د اتلانو په اړه د افغان ادبي بهير د ليکوالو خپرونه ۱۰ . کابل : افغان ادبي بهير، ۱۳۸۵ .

۲- بې نومرې لړۍ

د بيبليوګرافۍ له پاره، بې نومرې لړۍ په دې بڼه وړاندي کيږي :

فضلي، امان الله . د ډيورينډ کرښه او د پښتنو د يووالي مسأله . د ډيورينډکرښي لړۍ . کندهار : بېنوا، ۱۳۸۲ . ( فرضي مثال )

ل) بيا چاپ
که چيري يو اثر بيا له سره چاپ سوی وي، بايد پر استناد سوي چاپ سربېره، د لومړي چاپ يادونه هم وسي؛ لکه په دې مثال کي :

عبدالرحمان خان ، امير . تاج التواريخ . کابل، ۱۳۰۳ ق/ ۱۸۸۵م . کابل : ميوند، ۱۳۷۳ .
يا
هيوز، توماس پاټريک . کليد افغاني . پېښور، خ . ن . ، ۱۸۷۲ . کابل : پښتو ټولنه ، ۱۳۵۶ . ( د کليد افغاني د وروستي چاپ نېټه فقط د مثال په توګه لیکل سوې ده ).

په دې ډول ګورو، چي د کتاب په بيا چاپ کي، د لومړي چاپ ځای او نېټې ته هم پام اړول سوی دﺉ؛ او د دې کار يوازنۍ هدف لوستونکي ته د استناد سوي اثر د بېلابېلو چاپونو په اړه، د لا زيات مالومات وړاندي کول دي .

م) د چاپ روَڼ ( نوبت )
که يو اثر څو واره چاپ سوی وي، بايد د ماخذونو يا سرچينو په ليست کي د استناد پر مهال يې د چاپ روڼ په څرګند ډول وښوول سي؛ لکه په دې مثال کي :


حبيبي، عبدالحی . پټه خزانه . دوهم چاپ، کابل : د پوهني وزارت د تأليف او ترجمې رياست، ۱۳۳۹ .
يا
ابن عربی، شيخ اکبر محيی الدين . فتوحات مکيه . ترجمه و تعليق محمد جوادی . باب معارف ( ۳۵- ۶۷ ) . چاپ اول . ايران : مولی، ۱۳۸۱.

د هغو اثارو د بيبليوګرافيکي اوډني له پاره بايد، دا بڼه غوره سي چي د بل چا له خوا کره سوي وي :

رحمان بابا. ديوان . د عبدالرؤف بېنوا تدوين ، سمون او مقابله . کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۲۶/ ۱۹۴۷ .

که د يوه اثر د اصلي ليکوال / مؤلف پرځای د هغه دسموونکي يا کره کوونکي يادونه سوې وي، په داسي حالاتو کي يوازي د ټولوونکي/ ټولوونکو، کره کوونکي/ کره کوونکو نوم/ نومونه ( لومړی يې کورنی نوم يا تخلص بيا اصلي نوم ) کافي ګڼل کيږي؛ لکه په دې مثال کي :

حبيبي، عبدالحی . « بدله . » پټه خزانه . کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۲۳ . ۶۵ .

په تېر مثال کي د سموونکي هغه تبصرې ته اشاره سوې ده، چي محمد هوتک د پټي خزاني پر ( ۶۵ ) مخ راغلې ده . ( په انګرېزي کي د سموونکي/ سموونکو يا داسي نورو کسانو تر نامه/ نومونو وروسته کامه او بيا د « ed. » يا « eds. » توري کښل کيږي ) ؛ خو که د تصحيح سوي يا کره سوي اثر د اصلي ليکوال / مؤلف په باره کي خبري کوو، بايد د اثر اصلي ليکوال يا مؤلف لومړی وليکل سي؛ او د اثر تر سرليک وروسته د سموونکي/ سموونکو، لمنليکوونکي/ لمنليکوونکو، موښلوونکي/ موښلوونکو او داسي نورو کسانو يادونه وسي؛ لکه په دغو مثالونو کي :

هوتک ، محمد . پټه خزانه . به تصحيح و تحشيه و تعليقات عبدالحی حبيبي . کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۲۳ .

بلخی رومی، مولانا جلال الدين . دورهء کامل مثنوی معنوی . بسعی و اهتمام و تصحيح رينولد نيکلسون . چاپ دوم . تهران : اميرکبير، ۱۳۵۳.
يا

حميد ګل . « د بنير د جنګ چار بيته . » د پښتنخوا د شعر هار و بهار . د جمېز ډار ميستتر ټولوَنه . د حبيب الله رفيع په اهتمام . دريم چاپ . کابل : پښتـــــــــــــــو ټولنه ، ۱۳۵۶ . ۱۸ – ۲۸ .

په تېرو مثالونو کي د ټولونکي او سموونکي پېژندګلوي، د اثارو تر اصلي شاعرانو او ليکوالو ورسته ليکل سوې ده؛ ځکه په استناد سوي متن کي د اثر د څښتن په هکله خبري او څېړنه سوې ده .

ن) هغه کتاب، چي په بهرني هيواد کي خپور سوی وي
په بهرنييو هيوادو کي د خپورو اثارو له پاره هم بايد د خپل هيواد په شان لاره غوره سي؛ خو په دې برخه کي مهمه خبره داده، چي د مؤلف يا ليکوال نوم، د کتاب سرليک او د چاپ جزييات بايد په خپله اصلي بڼه وړاندي سي ؛ لکه په دې مثال کي :

جامی، مولانا عبدالرحمان . نفحات الانس . مترجم حضرت شمس بريلوی، نۓ دهلی : دانش پبلشنګ کمپنی ، ۱۹۸۸ .

يا په دې انګرېزي مثال کي :

Ransford, Oliver. Livingston's Lake: The Drama of Nyasa . London: Camelot, 1966.

س) مقدمه، سريزه، لومړۍ يا وروستۍ خبري
د اثارو په بيبليوګرافيکه اوډنه کي بايد د مقدمې ، سريزي، لومړيو يا وروستتيو خبرو له پاره، دا بڼه استعمال سي :

حبيبي، پوهاند عبدالحی . سريزه . خيرالبيان د بايزيد روښان . عکسي چاپ . کابل : د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی،۱۳۵۳ .
يا
حبيبي، پوهاند عبدالحی . د خيرالبيان سريزه . عکسي چاپ . کابل : د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی،۱۳۵۳ .

ع) ژباړه ( ترجمه )
په کتابښود کي د ژباړل سوو اثارو د اوډني له پاره له دې بڼې استفاده کيږي :

پطروشفسکي، ايلياوولويچ . اسلام در ايران . ترجمۀ کريم کشاورز . چاپ سوم . تهران : پيام،۱۳۵۲ .

هارون، الف . د اووخان در چنګال ک. ج . ب . ترجمه، تصحيح و تذکر از حامد . پشاور : سبا کتابخانه، ۱۳۷۶ .

ف) د انځورونو يا تصويري څرګندونو کتابونه
په بيليوګرافۍ کي د دا ډول اثارو د وړاندي کولو له پاره بايد، د اثر د انځورونو يا تصويري څرګندونو د شمېر او څرنګوالي په اړه هم يادونه وسي؛ لکه په دې مثال کي :

اپرېدی، قاسم خان . د هُنر تاريخ : د تاريخ له پيل څخه تر ننه، د سترو بصري هنرونو څېړنه . له ( ۹۲۸ ) انځورونو سره، چي ( ۸۰ ) يې رنګه دي . پېښور: يونيورسټي بُک ايجنسي، ۱۹۸۸ . ( فرضي مثال )

ص) بهرني سرليکونه
په انګريزي کي بايد بې لومړني ټکي او خاصو نومونو، په بهرنييو ژبود ليکل سوو اثارو د سرليکونو له پاره، کوچني توري استعمال سي؛ لکه دې په فرانسوي مثال کي :

Vischer, Lukas. Basilius der Grosse. Basel: Reinhard, 1953.

کېدای سي د اړتيا پر مهال د اثر د سرليک او ښار د نامه ژباړه، تر اصلي سرليک سمدستي وروسته په براکيټونو کي وړاندي سي؛ خو لاندي يې ليکي کښلو ته اړتيا نسته؛ لکه په دې مثال کي :

Bruckberger, R. L. Dieu et la politique [God and Plolitics]. Paris: Plon, 1971.

په پښتو کي هم کېدای سي، د بهرنييو ژبو د اثارو سرليکونه په پښتو ژبه ترجمه سي؛ او تر اصلي عنوان وروسته په براکيټونو کي وکښل سي؛ لکه په دې مثال کي :

Ludwig W. Adamec. Afghanistan's foreign affairs to the mid - twentieth century: relations with the U.S.S.R., Germany, [ د افغانستان بهرنۍ چاري، د شلمي پېړۍ تر نيمايي پوري : د ش . س . ج . له اتحاد، المان او انګلستان سره اړيکي ] Britain. and
Tucson: University of Arizona Press, 1974.

څلرم څپرکی : په استناد سوو اثارو کي، د مهالنييو له پاره د بيبليوګرافيک ريفرينس عمومي اوډنه

په مهالنييو کي خپاره سوي اثار بايد د بيبليوګرافيک ريفرينس له پاره، په دې ډول و اوډل سي :

الف ) مؤلف
په بيبليوګرافيک ريفرينس کي د استناد سوو اثارو له پاره بايد، لومړی د مؤلف کورنی نوم يا تخلُص وليکل سي؛ وروسته يې کامه او ورپسې يې لومړی نوم يا د نامه لومړني توري وکښل سي . که د اثر په ليکلو کي تر يوه ډېرو مؤلفانو برخه اخيستې وي، بايد په بيبليوګرافيک ريفرينس کي د کتابونو د اوډني په څېر لاره غوره سي؛ لکه په دغو مثالونو کي :

عَلَمي، محمد طاهر . « پير روښان او د ده د تصوفي ښوونځي د منځ ته راتګ عوامل . » وږمه ۵- ۶ ( ۱۳۵۰ ) : ۳۱- ۴۶ .
يا
روهي، کانديد اکاډميسين صديق . « ادبي سبک، ادبي مکتب او ادبي ميتود . » کابل ۵ ( ۱۳۶۶ ) : ۱۷- ۳۴ .

په بيبليوګرافيک ريفرينس کي بايدد ليکوالو او مؤلفينو له نومونو سره بېلابېل علمي ، تحصيلي او اجتماعي لقبونه؛ لکه استاد، علامه ، پوهاند، پروفيسر، اکادميسين، سرڅېړونکی، ډاکټر، مولوی، مولانا، قاضي، کشيش، سناتور، وکيل او لسهاوو نور بايد اصولاً تر نامه وروسته وليکل سي؛ ځکه که د استناد سوو اثارو د ليکوالو يا مؤلفانو په فهرست کي د څو کسانو کورنی نوم يا تخلص يو شان وي، نو اثار د هغوی د اصلي يا لومړنييو نومونو د الفبا د تورو په ترتيب اوډل کيږي ، چي د استاد، علامه، پوهاند او نورو په څېر القاب يې د الفبايي اوډني جوړښت ورانوي . له دې کبله بايد تر اصلي نامه وروسته وليکل سي؛ خو که د اثارو په فهرست کي داسي ليکوال يا مؤلفين نه وي، چي کورني نومونه يا تخلصونه يې يو شان وي، نو په دې حالت کي تر اصلي نومونو مخکي د القابو ليکل د ليکوالو په پېژندنه کي ستونزه نه پېښوي؛ لکه په دې ډول :

حبيبي، پوهاند عبدالحی .

يا په انګرېزي ژبه کي :

Durand , Sir Mortimer.

خو اسانه قاعده دا ده، چي دغه ډول لقبونه او عنوانونه تر اصلي نوم وروسته وليکل سي، تر څو د نومونو په الفبايي اوډنه کي ګډوډي جوړه نه سي؛ لکه په دې مثال کي :

حبيبي، عبدالحی، پوهاند .
يا
عبدالرحمان خان، امير .

ب) د اثر ( مقالې او نورو ډولونو ) سرليک
سرليک بايد په غبرګو ليندييو کي وليکل سي؛ او په پای کي يې يو ټکی کښېښول سي . که چيري د سرليک په پای کي، د پوښتني ( ؟ ) يا ندايې ( ! ) نخښه راغلې وي، بيا نو په غبرګو ليندييوکي د ليکني تر سرليک وروسته ټکی نه ايښوول کيږي؛ لکه په دغو بولګو کي :

روهي، صديق، کانديد اکاډميسين . « ادبي سبک، ادبي مکتب او ادبي ميتود . » کابل ۵ ( ۱۳۶۶ ) : ۱۷- ۳۴ .

کامران، داوود . « په هيواد کي د امنيت ستونزه څنګه ليري کړو ؟ » آريانا ۴۴ ( ۱۳۸۰ ) : ۴۵ - ۵۸ .

ج) د چاپ مالومات
د مهالنييو تر سرليک لاندي بايد کرښه وليکله سي ( په انګرېزي کي بايد د مهالنييو په سر کي د « The، A ، An » آرټيکلونه او په پښتو کي د « د، په، پر، ته، و، ته » په شان ادات د سرليک له پيل څخه ايسته سي؛ وروسته د يوه توري ځای تش پرېښوول سي؛ او بيا د مهالنۍ د ټوک لمبر و کښل سي؛ تر هغه وروسته بايد بيا د يوه توري ځای تش پرېښوول؛ او بيا د ټوک لمبر وکښل سي؛ تر هغه وروسته بايد بيا د يوه توري ځای تش پرېښوول سي . د خپرېدو نېټه بايد په ليندکييو کي وليکل سي، چي ورپسې يې شارحه، يو تش ځای او نه يوازي د استناد سوي مخ؛ بلکي د ټولي مقالې يا بل اثر د اړونده مخونو لمبرونه راغلي وي؛ لکه په دې مثال کي :

کامران، داوود . « په هيواد کي د امنيت ستونزه څنګه ليري کړو ؟ » آريانا ۴۴ ( ۱۳۸۰ ) : ۴۵ - ۵۸ .

په تېر مثال کي ( ۴۴ ) د مجلې د ګڼي نومره، ( ۱۳۸۰ ) د چاپ کال او ( ۴۵ - ۵۸ ) په مجله کي، د مقالې د ټولو مخونو نومرې دي .
د هغو مجلو له پاره، چي په هره ګڼه کي يې د پرله پسې نومرو پر ځای، بېلي نومرې کار سوي وي، بايد لومړی د استناد سوي ګڼي نومره وروسته يو ټکی او بيا د ټوک لمبر وليکل سي؛ لکه په دې مثال کي :

اڅکزی، صادق . « عادلانه نظام . » نياو ۳. ۵( د ۱۳۴۵ ) : ۷ .

فقيري، دولت خان . « د جنايت کوونکو مخه ونيسئ . » نياو ۴. ۵ ( د ۱۳۴۵ ) ۷ .

په تيرو دوو بولګو کي، د يومجلې په بېلابېلو ګڼو کي د مضمونو د جلا کولو له پاره پرله پسې نومرې نه دي کار سوي؛ بلکي هري ګڼي هماغه لمبرونه له سره استعمال کړي دي . په لومړي مثال کي ( ۳ ) د مجلې د ګڼي نومره او ( ۵ ) د مجلې دکلني ټوک لمبر دﺉ . په دوهم مثال کي همدغه راز ( ۴ ) د مجلې د ګڼي نومره او ( ۵ ) د مجلې د کلني ټوک نومره ده ) . په ځينو مجلو کي، د ګڼو د لمبر پر ځای د اړونده مياشتي يا موسم نوم ليکل کيږي؛ لکه په دې فرضي مثالونو کي :

اڅکزی، م . صادق . « عادلانه نظام . » نياو ۳ ( ۱۳۴۵ ثور ) : ۷- ۱۷ .
يا
يون، نجيب الله . « عادلانه نظام . » نياو ۵ ( ۱۳۸۵ دوبی ) : ۲۳- ۳۶.

د هغو مجلو په استناد کي، چي په اونۍ يا مياشت کي خپريږي، بايد يوازي د مياشتي يا اونۍ نېټه وليکله سي؛ د ټوک لمبر ته اړتيا نسته؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

توخی، م . نعيم . « موږ کومي خوا ته روان يو ؟ » پلوشه د ۱۳۸۴ د غويي لسمه : ۱۵- ‍۱۸ .

د ورځپاڼو په استناد کي بايد د برخي يا څپرکي لمبر هم هېر نه سي؛ او ورپسې يې د اړوند مخ يادونه وسي، لکه په دې فرضي مثال کي :

سبا، نظام الدين . « د افغانستان بيا جوړونه تر هر څه مخکي په هيواد کي، نېکو او سپېڅلو واکمنانو ته اړتيا لري . » هيواد د ۱۳۸۲ د غبرګولي ۲۸ مه، دريمه برخه : ۵ .

د) مخونه
په انګرېزي اثاروکي که د مقالې مخونه د مجلې په يوه ګڼه کي په متفرق يا خپاره ډول ( د مثال په توګه ۳۰، ۳۱، ۴۱، ۴۲ ) ياد سوي وي، بايد د استناد له پاره يې دغه بڼه استعمال سي .

۳۰، ۳۱، ۴۱، ۴۲ ( دا تر ټولو دقيقه بڼه ده؛ يوازي هغه مهال کاريږي، چي په مجله کي درو يا څلورو مخونو ته اشاره سوې وي ) .

30 and passim ( ۳۰ مخ اوپه ټول اثر کي دلته او هلته )

30 ff. ( ۳۰ مخ او ورپسې مخونه )

30 + ( هغه څه، چي پر دېرشم مخ پيل کيږي )

په پښتو کي هم کله کله د يوه اثر د بېلابېلو مخونو( لکه ۲۴، ۳۵، ۳۶، ۴۴ )، ځيني وختونه د هغه د پرله پسې مخونو د يوې لړۍ ( لکه ۳۳ - ۵۵ ) او په ځينو نورو حالاتو کي، يوازي د يوه استناد سوي مخ يادونه کيږي؛ مثلاً وايي : « د پلانۍ موضوع شرحه پر پينځم مخ وړاندي کيږي . »

پينځم څپرکی : د مهالنييو له پاره د اثارو د بيبليوګرافيکي اوډني بولګې

الف) نوم ورکی يا ناپېژندل سوی ليکوال/ مؤلف
که په مهالنييو کي د خپرو سوو اثارو ليکوال ناپېژندلئ وي، بايد د ماخذونو يا سرچينو په فهرست کي، د استناد سوي اثر د اوډني له پاره دا بڼه استعمــــــــال سي :

« نوی حکومت او نوي هيلي . » انيس د ۱۳۴۴ د چنګاښ ۱۵ : ۶ .

ب ) هغه اثر، چي د يوه ليکوال/ مؤلف له خوا کښل سوی وي
که د اثر په ليکنه کي، يوه ليکوال يا مؤلف برخه اخيستې وي، نو د استناد سوو اثارو په ليست کي بايد په دې ډول وړاندي سي :

څرک، محی الدين . « دساري ناروغييو د مخنيوي لاري چاري . » اصلاح د ۱۳۴۰ د تلي څلرمه : ۳ .

ج ) دوه يا څو ليکوالان
که په مهالنييو کي خپور سوی اثر ، د څو ليکوالو له خوا کښل سوی وي، د ماخذونو په ليکلړ يا فهرست کي بايد د هغه اوډنه داسي بڼه ولري :

بيدار، غلام رسول ، او محمد شفيق ننګرهاري . « د پښتنو يووالی - د وخت غوښتنه . » جرګه ۹ ( ۱۳۶۲ ) : ۴۶ - ۵۶ .

که په ليکنه کي درو ليکوالو يا مؤلفينو برخه اخيستې وي، بايد تر دوهم ليکوال يا مؤلف وروسته د « او » ټکی او بيا د دريم ليکوال / مؤلف نوم وړاندي سي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

بيدار، غلام رسول، محمد شفيق ننګرهاري ، او عبدالغفور خوږيانی . . .

که په ليکنه کي تر درو ډېرو ليکوالو برخه اخيستې وي، بايد د دوو يا درو ليکوالو د مثال په څېر، لومړی د ليکوال نوم په اوښتې بڼه ( په داسي ډول، چي لومړی يې کورنی نوم يا تخلص او بيا اصلي نوم راغلئ وي ) بيا کامه او تر هغه وروسته د « نور » ټکی ( په انګرېزي کي د « et al. » ټکی ) وليکل سي؛ لکه په دې مثال کي :

مراد، محمد هاشم، او نور . « د افغانستان د وسله وال پوځ مسلکي وړتياوي . » اردو ۱۱ ( ۱۳۶۰ ) : ۸۵ .

د) هغه مجله، چي په ټول کلني ټوک کي يې د مضمونو د بېلولو له پاره، پرله پسې نومرې راغلي وي
که اثر په داسي مجله کي خپور سوی وي، چي هره ګڼه يې د صفحه بندۍ بېلي نومرې ونه لري؛ بلکي د ټولو ګڼو مضمونونو ته پرله پسې نومرې ورکول سوي وي، بايد د استناد سوي اثر اوډنه دا بڼه ولري :

کامران، داوود . « ادبي بدلونونه . » ژوندون ۱۱ ( ۱۳۸۴ ) : ۳۳- ۴۵ .

په تېر مثال کي ګورو، چي ( ۱۱ ) عدد د مجلې پرله پسې ګڼه، ( ۱۳۸۴ ) دمجلې د خپرېدو کال او په پای کي ( ۳۳- ۴۵) په مجله کي د مقالې نومرې دي که ديوې مهالنۍ بېلابېلي ګڼي د پرله پسې نومرو پر ځای، هر يوه ځانته جلا جلا لمبرونه ولري، بايد استناد سوو اثارو په ليست کي د وړاندي کولو له پاره، د استناد سوي ګڼي نومره ( که د ګڼي نومره نه وي، نو مياشت يا موسم ) هم وليکل سي؛ ځکه د مجلې هره ګڼه په ( ۱) پيل کيږي؛ او کار سوي نومرې په نورو ګڼو کي بيرته له سره تکراريږي . په دې خاطر د مجلې د مخونو لمبرونه د مقالې په موندلو کي مرسته نه کوي؛ ځکه هره نومره په څو مجلو کي راځي . لکه په دې فرضي مثال کي :

کامران، داوود . « ادبي بدلونونه . » ژوندون ۱۱ : ۲ ( ۱۳۸۴ ) : ۳۳- ۴۵ .

. . . وږمه ۸ ( د ۱۳۵۰ سلواغه ) : ۲- ۲۶ .

په تېرو مثالونو کي د مضمون پر مخونو سربېره د مجلې د ګڼي، کال او مياشتي يادونه هم سوې ده . يا په راتلونکي مثال کي، چي د مجلې پر ګڼي سربېره د هغه موسم يادونه هم کوي، چي مجله په کښي خپره سوې ده :

. . . ادب ۶ ( د ۱۳۵۶ دوبی ) : ۵ - ۲۲ .

هـ) مياشتنۍ مجله
په میاشتنۍ مجله کي د خپاره سوي مضمون د بيبليوګرافيک ريفرينس له پاره، بايد د استناد دا بڼه غوره سي :

عَلَمي، محمد طاهر . « پير روښان او د ده د تصوفي ښوونځي د منځ ته راتګ عوامل . » وږمه د ۱۳۵۰ چنګاښ : ۳۱- ۴۶ .
يا
روهي، کانديد اکاډميسين صديق . « ادبي سبک، ادبي مکتب او ادبي ميتود . » کابل د ۱۳۶۶ زمری : ۱۷- ۳۴ .

و) اونيزه
د استناد سوو اثارود بيبليوګرافيک ريفرينس د لارښوونو له مخي، په اوونيزو کي چاپ سوي اثار په دې بڼه وړاندي کيږي :

خيرخواه ، نورالله . « رښتينې ازادي . » لمر د ۰ ۱۳۵ د تلي ۵ : ۸۰ - ۸۴ .

لکه څنګه چي ګورو، په اوونيزو کي د کال، مياشتي او ورځي نېټه په ليندييو کي نه ليکل کيږي .

ز ) ورځپاڼه
د بيبليوګرافيک استناد له اصولو سره سم، په ورځپاڼو کي د چاپ سوي اثر د يادوني له پاره بايد ،د له دې لاري استفاده وسي :

غفورزی، اسدالله . « ملي روغه جوړه . » انيس د ۱۳۸۵ د حمل ۱۸ مه : ۳، ۳- ۴ ستونونه . ( د ستونونو ليکنه د ليکوالو په خوښه ده )

که په ورځپاڼه کي خپور سوی مضمون د ناپېژندل سوي ليکوال له خوا کښل سوی وی، بايد په داسي حالاتو کي د استناد له پاره دا بڼه غوره سي :

« د ډيورينډ مسأله بايد د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کي اوراه سي . » افغان ملت د ۱۳۵۰ د ثور پينځمه : ۳ .

که ورځپاڼه د چاپ بېلابېلي بڼې او برخي ولري، نو د استناد پر مهال د دې خبري سپيناوی ډېر ضروري دﺉ، چي ليکوال په خپله ليکنه کي د استناد سوي اثر له کوم چاپ څخه استفاده کړې ده؛ لکه په دغو فرضي مثالونو کي :

ياسني، محب الله . « د خپلواکۍ تړون . » روزګاران د ۱۳۵۰ د تلي پينځمه . رنګه چاپ : ۱، ۴ . ( د چاپ ظاهري رنګ او جوله په ګوته سوې ده )
يا
ياسني، محب الله . « د خپلواکۍ تړون . » روزګاران د ۱۳۵۰ د تلي پينځمه . ډبرين چاپ : ۱، ۴ . ( د چاپ ډول يا نوعيت ته پام اړول سوی دﺉ )
يا
ياسني، محب الله . « د خپلواکۍ تړون . » روزګاران د ۱۳۵۰ د تلي پينځمه . پښتو چاپ : ۱، ۴ . ( د ورځپاڼي پښتو ايډيشن ته اشاره سوې ده )
يا
ياسني ، محب الله . « د خپلواکۍ تړون . » روزګاران د ۱۳۵۰ د تلي پينځمه . د جلال آباد چاپ : ۱، ۴ . ( په يوه ځانګړي جغرافيايي محدوده کي ، د ورځپاڼي پر چاپ

ټينګار سوی دﺉ ) او داسي نور .

ح ) سرمقاله
د پېژندل سوي ليکوال له خوا ليکل سوې سرمقاله ، په بيبليوګرافيک ريفرينس کي، په دې ډول وړاندي کيږي :

وفا، جان محمد . « اساسي قانون او زموږ ملي دندې . » سرمقاله . وطن ۲۳. ۲ ( ۱۳۲۷ ) : ۶ .

په پورته مثال کي ( ۲۳ ) د ورځپاڼي ګڼه ، ( ۲ ) د ورځپاڼي ټوک، ( ۱۳۲۷ ) د ورځپاڼي د خپرېدو کال او ( ۶ ) د ورځپاڼي د استناد سوي مخ نومره ده .
د هغي سرمقالې د استناد له پاره، دا بڼه غوره ګڼله کيږي ،چي ليکوال يې مالوم نه وي :

« جنايت کوونکي په رسمي جامو کي . » سرمقاله . ګهيځ د ۱۳۸۴ د چنګاښ لسمه، ۲: ۶ .

په تېر مثال کي د ( ۲ ) عدد د ورځپاڼي دوهمي برخي او د ( ۶ ) لمبر شپږم مخ ته اشاره ده .

ط) د ورځپاڼي مسوول مدير ته ليکونه
د استناد سوو اثارو په بيبليوګرافۍ کي، بايد د ورځپاڼي مسوول مدير ته لېږل سوي ليکونه، په دې بڼه وکښل سي :

شېرزاد ، سنځله . ليک. هيواد د ۱۳۵۰ د غبرګولي اتمه : ۳ .

په مخکني مثال کي ( ۳ ) په ورځپاڼه کي د استناد سوي مخ نومره ده . که خپور سوی ليک د ورځپاڼي په داسي ځای کي خپور سوی وي، چي هره برخه يې ځانته نومره ولري، بايد د لوستوونکي د اسانۍ له پاره، د ورځپاڼي د اړونده برخي يادونه هم وسي .

ی) کره کتنه
په بيبليوګرافۍ کي د ورځپاڼو د بېلابېلو اثارو د کره کتني يا انتقادي شنني له پاره، داستناد کولو دا بڼه کاريږي :

بريالی، ګل رحمان . د هـ . ج . راورټي د ګلشن روه کره کتنه، انيس د ۱۳۴۲د وږي دريمه : ۲۵ – ۲۶ .

که د مخکنۍ کره کتني لیکوال مالوم نه وي، نو يوازي د ليکوال نوم ايسته کوو؛ او د کره کتني مضون په غبرګو ليندييو کي کاږو او په پای کي يې يو ټکی ږدو؛ لکه په دې ډول :

« د هـ . ج . راورټي د ګلشن روه کره کتنه . » انيس د ۱۳۴۲د وږي دريمه : ۲۵– ۲۶ .

که مخکنۍ کره کتنه تر بېل سرليک لاندي خپره سوې وي، په دې ډول اوډل کيږي :

« د پښتو ادب غورچاڼ . » د هـ . ج . راورټي د ګلشن روه کره کتنه . انيس د ۱۳۴۲ د وږي دريمه : ۲۵– ۲۶ .

ک) خپرې سوي مرکې
د استناد سوو اثارو په بيبليوګرافيک ليست کي، د خپرو سوو مرکو د اوډني له پاره دا بڼه کاريږي :

سلطاني، غلام رسول ، د کورنييو چارو وزارت امنيتي سلاکار . مرکه . د سولي او امنيت په وړاندي خنډونه . انيس د ۱۳۸۵ د کب ۱۵مه : ۳ – ۴ .

ل) چاپ سوې وينا يا ليکچر
د استناد سوو اثارو په بيبليوګرافيک فهرست کي، چاپ سوې وينا يا ليکچر په دې ډول اوډل کيږي :

قاضي زاده، امين الله . « په افغانستان کي سوله او امنيت - د ټولي سيمي حياتي اړتيا . » په کړکېچنو حالاتو کي د سولي او امنيت کنفرانس ته وينا، کابل، افغانستان، د ۱۳۶۲ د زمري اتمه . د ۱۳۶۲ د زمري د لسمي په رپوټ کي راغلې وينا : ۵۵ - ۷۷ .

شپږم څپرکی : د ناچاپه موادو د بيبليوګرافيک استناد ځيني بولګې
ناچاپه مواد بېلابېل ډولونه لري؛ او رنګارنګ مالومات پکي نغښتي وي، له دې امله په دې برخه کي عمومي قاعده دا ده، چي د دغه راز موادو د استناد پر مهال بايد کوښښ وسي، چي د موندلو له پاره يې تر وسه وسه زيات مالومات وړاندي سي .

الف) وينا يا ليکچر
په ماخذونواو سرچينو کي د استناد سوي وينا يا ليکچر له پاره دا بڼه کاريږي :

فرهاد، انجينر غلام محمد . « د ښار د پاکۍ مسأله . » کابل ښاروالي . کابل، د ۱۳۴۲ کال د ثور اتمه .

که خبري ځانګړی سرليک ونه لري، نو د ليکچر، وينا( رسمي بيانيه )، خبرو او داسي نورو په څېر موادو ته بايد د ځانګړي نامه په ورکولو سره، يو له بله توپير وسي؛ لکه پدې مثال کي :

اشرفي، پوهاند ډاکټر محمد نعيم . وينا . پوهنتون او د شاګردانو نوي مسووليتونه . کابل، د ۱۳۶۲ د لړم لسمه .

ب) هنري ( هنري ) اثار
په بيبليوګرافۍ کي بايد استناد سوي هونري اثار، په دې ډول و اوډل سي :

Angelico, Beato. Madonna dei Linaioli . Museo de San Marco, Firenze.

دا چي په هونري کتاب کي له انځورونو يا تصويري څرګندونو سره بايد څه چلند وسي، د « د ځانګړو توکو ( موادو ) د بيبليوګرافيک استناد بولګې » تر سرليک لاندي يې په اووم څپرکي کي جواب وړاندي کيږي .

ج) د کمپيوټر سرچينه ( منبع )
د کمپيوټر په مستند کولو کي دغو دوو سرچينو ته اشاره کيږي :
۱- د کمپيوټر پروګرام ياني هغه مالومات، چي له اطلاعاتي بانک ( data bank) څخه نېغ په نېغه تر لاسه سوی وي . دکمپيوټري پروګرام په مستند کولو کي بايد لومړی د اطلاعاتي مرکز ( database) لومړنی جوړونکی، د ليکوال يا مؤلف په توګه و اوډل سي، دوهم بايد د پروګرام سرليک وليکل سي، چي لاندي يې کرښه او په پای کي يې يو ټکی کښل سوی وي . دريم بايد د کمپيوټري سافټ وېر نوم وليکل سي، چي په پای کي يې يو ټکی ايښوول سوی وي . څلرم بايد د پروګرام د خپروونکي نوم وړاندي سي، چي کامه او د پروګرام د خپرېدو نېټه يې تر شا راغلې وي؛ او په پای کي بايد د پېژندني او موندني له پاره هر ضروري مالومات وړاندي سي . په دې اضافي مالوماتو کي بايد د مثال په توګه د هغه کمپيوټر ډول ( نوعيت )، چي سافټ وېر ورته جوړ سوی وي؛ په کېــــــــــــلوبايټ يا مېـــــګابايـــــــــــــــټ سره د خوندي کــــــــــولو ګـــــــــــچه ( units of memory )، آپرېټينګ سيسټم ( د مثال په توګه Window xp, Doss ، Apple Mac او نور ) او د پروګرام د خوندي کولو وسيله ( کاټريج، ډيسک، ډي وي ډي، د خوندي کولو کيلي USB Key " " شامل وي؛ لکه په دې انګرېزي مثال کي:

Moshell, J. M. , and C. E. Hughes. Imagination: Picture Programming. Computer software. Wiley, 1983. Apple II / Iie. 64KB, disk.

په پښتني چاپېر کي لا تر اوسه دا ډول منابع نه دي باب سوي . ليکوال او څېړونکي کولای سي د اړتيا پر مهال مخکنۍ انګرېزي بولګه په پام کي ونيسي .
۲- د کمپيوټري مرکز له خوا تر لاسه سوې ليکلې خپرونه . په امريکا کي اوس ګرده مقالې او کتابونه په يوه لوی اطلاعاتي مرکز کي خوندي کيږي . د « ERIC »، « CompuServe »، « The Source »، « Mead Data Control » ( Nexis, Lexis ) او ډېر نور د موادو د ترلاسه کولو خدمتونه کوي . دغه سرچينې بايد په هغه ډول وړاندي سي، چي په اصلي بڼه کي راغلي وي . دغه راز، بايد د هغي مؤسسې نوم هم هېر نه سي، چي د اړتيا وړ موادو په ترلاسه کولو کي مرسته کړې وي . که ممکنه وي د هغه کوډ يا فايل يادونه هم وسي، چي له سرچينې سره ملګری وي؛ لکه په دې انګرېزي مثال کي:

Cohen, Wilbur J. " Lifelong Learning and Public Policy. " Community Services Catalyst 9 ( Fall 1979 ) : 4 – 5. ERIC. 1982. Dialog file 1: item EJ218031.

۳- که څه هم نن سبا په اينټرنيټ کي د خپورو سوو موادو د استناد له پاره ځانګړي لاري او سبکونه وړاندي کيږي؛ خو دلته د بيبليوګرافيک ريفرينس له پاره د دغه راز اثارو د ااستناد په اړه ، يوه لنډه يادونه بې ګټي نه ده .
تر هر څه مخکي بايد د اثر د ليکوال يا مؤلف نوم په اوښتې بڼه ( لومړی کورنی نوم يا تخلص، وروسته اصلي نوم )، ورپسې د اثر سرليک وړاندي سي، چي لاندي يې کرښه کښل سوې؛ او په پای کي يې ټکی ايښوول سوی وي؛ بيا نود اړونده ويبپاڼي ( Website) نوم او د هغې د لويي او کوچنۍ برخي يادونه وسي؛ لکه په دې مثال کي :

ريشا، عبدالهادي . « هولناک تصور . » www.benawa.com . هنر او ادبيات . شعرونه .

که په ويبپاڼه کي ايښوول سوی اثر د مخونو ( پاڼو ) نومرې هم ولري بايد، تر ټولو وروسته يې د ټولو مخونو يادونه وسي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

ريشا، عبدالهادي . « هولناک تصور . » www.benawa.com . هنر او ادبيات . شعرونه . د ۱۳۸۶ د وږي ۲۸ مه : ۸ .

کېدای سي په اينټرنيټ کي د کارېدونکو نخښو په دود، د دې ماخذ په وړاندي کولو کي هم له سلش يا ويرګول ( / ) څخه کار واخيستل سي؛ لکه په دې مثال کي :

ريشا، عبدالهادي . « هولناک تصور . » www.benawa.com هنر او ادبيات / شعرونه / د ۱۳۸۶ د وږي ۲۸ مه : ۸ .

که دا ماخذ په لمنليکونو يا پایليکونو کي وړاندي سي، کېدای سي دا بڼه ولري :

۱ عبدالهادي ريشا، « هولناک تصور، » www.benawa.com هنر او ادبيات ، شعرونه، د ۱۳۸۶ د وږي ۲۸ مه : ۸ .

بايد تر وسه وسه کوښښ وسي، چي لوستوونکي ته د استناد سوي اثر د اسانه موندلوله پاره ډېر مالومات وړاندي سي .

د) فيلم
د بيبليوګرافيک ريفرينس له پاره، د فيلم په استناد کي بايد د لارښوونکي ( ډايريکټر ) نوم، د فيلم سرليک ( چي کرښه يې لاندي ليکل سوې وي ، د مهم / مهمو لوبغاړي / لوبغاړو، نوم / نومونه، د فيلم خپروونکي او د خپروني د نېټې يادونه وسي . که د خپروني له پاره ضروري وي، کېدای سي د فيلم جوړوونکي، د فيلم ليکوال او د هغه د اوږدوالي ( سايز ) په اړه هم مالومات وړاندي سي ؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

نظري، عبدالواحد، ډايريکټر . د کونډي زوی . د جان محمد پلار، ف . فضلي، ستوری منګل او ممنون مقصودي په ګډون . افغان فيلم، ۱۳۷۰. ( په تېر مثال کي د لوبغاړو نومونه، د ښووني له پاره، په فرضي ډول ليکل سوي دي )

هـ) مرکه
د مرکو په استناد کي بايد د مرکې ډول، د مرکه سوي کس نوم ( که لازمه وي لقب يې هم ) او د مرکې نېټه وړاندي سي؛ لکه په دې فرضي مثالونو کي :

عثمان، ډاکټر اکرم . د بې بې سي راديو اوومه سټوډيو. د ۱۳۸۶ کال د چنګاښ دريمه .
يا
اخګر، قسيم . له آريانا تلويزيون له حقيقت خپروني سره مرکه . د ۱۳۸۶ د وږي لسمه .
يا
نژند، محمد عثمان . شخصي مرکه . د ۱۳۶۵ د تلي پينځمه .

و) د موسيقۍ کمپوز
د سندرو او نورو کمپوزونو له پاره که ممکنه وي بايد د کمپوز سرليک په متن کي هم وليکل سي؛ لکه په دې مثال کي :

Bach's Well -Tempered Clavier is a principal keyboard . . .

په پښتو کي کېدای سي د ليکني د متن له پاره، دکمپوز يوه نمونه په داسي ډول وړاندي سي :
د استاد اولمير د« دا زموږ زېبا وطن دا زموږ ليلا وطن » کمپوز د افغانستان د حماسي او وطني ترانو له غوره کمپوزونو څخه دﺉ .

که د موسيقۍ د نوټ لمبرونه په متن کي ګډوډي پېښوي، په داسي حالاتو بايد کمپوز د استناد سوو اثارو په ليست کي له بشپړ تفصيل سره وکښل سي .
په پښتو او پارسي کي تر اوسه د موسيقۍ د کمپوز له پاره د ځانګړو لمبرونو کارونه باب نه ده . له دې امله يوازي دونه ضروري ده، چي د کمپوز جوړوونکي، د کمپوز ( که کمپوز په خپله نوم ولري ) يا موسيقۍ د هغي ټوټې ( سندري يا د موسيقۍ بل هونري اثر ) د نامه او نومرې يادونه وسي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

نی نواز . بشنو از نی چون حکايت می کند - از جدايها شکايت مـــــی کند، د استاد مهوش په اواز کي ويل سوې سندره .
په پورتني مثال کي يوازي د کمپوزر ، دهغه د کمپوز سوي سندري سرليک او د سندرغاړي نوم راوړل سوی دﺉ . له کمپوز سره ځانګړی نوم يا نومره وي، بايد يادونه يې هېره نه سي .

په دې انګرېزي مثال کي
Grieg, Edward. Minuet in E minor, op. 7 no. 3.

که کمپوز په يوه ځانګړي کسيټ ( فيته )، سي ډي يا ډي وي ډي کي ثبت سوی وي، کېدای سي په البم کي د کمپوز د نومرې يادونه هم وسي .

ج) د راديو او تلويزيون خپروني
د راديو او تلويزيون د بېلابېلو خپرونو ( پروګرامونو ) په استناد کي بايد، د خپروني نوم ( چي لاندي يې کرښه کښل سوې وي )، د تلويوزيوني يا راديويي شبکې د يا د هغو د سيمه يیز مرکز ، ښار او نېټې يادونه وسي . که لازمه وګڼله سي، کېدای سي د پام وړ برخي سرليک، د پروګرام تر نامه دمخه له وروستۍ کامې سره په غبرګو ليندييو کي وليکل سي . په داسي حال کي، چي د لړييو عنوان ( بې لاندنۍ کرښي او غبرګو ليندييو) د پروګرام تر نامه وروسته ليکل کيږي . د تحقيقي ليکني څرنګوالي ته په پاملرني سره، کېدای سي د راديويي يا تلويزوني خپروني د ليکوال، لارښوونکي ( ډايريکټر )، متن لوستوونکي، جوړوونکي ( پروډيوسر ) نومونه هم وړاندي سي؛ لکه په دغو فرضي مثالونو کي :

از هر چمن سمنی . نرېټر او ډايريکټر : سيد رحيم هاشمی، شبکۀ جهانی آريانا، کابل، د ۱۳۸۴ د زمري لسمه .

« ادبي بانډار، » ليکوال : وحيدالله توحيدي، ډايريکټر: عبدالقادر، د متن لوستونکې : وږمه حسن زۍ، بلي ډېوې ، ځ . خ .، آريانا تلويزيون، کابل، ۱۳۸۶ د زمري اته ويشتمه .

په تېر مثال کي، « ادبي بانډار، » د هغي فرضي برخي نوم دﺉ، چي د اصلي پروګرام ( بلي ډېوې ) تر نامه مخکي راغلئ دﺉ؛ او ( ځ . خ . ) د « ځانګړې خپروني » لنډه يا مخففه بڼه ده .

د) د ډيسک ( Disk ) يا فيتې ( Tape ) ثبت
د سوداګرۍ په مقصد د ثبت سوو موادو له پاره ددغو ټکو يادونه ضروري ده :
- د کمپوزر يا لارښوونکي ( کنډکټر ) نوم .
- په ثبت سوو اثارو کي، د ځانګړي ږغ يا انځور د سرليک يادونه .
- دهونرمند ( هنرمند) / هونرمندانو پېژندګلوي .
- دډيسک يا فيتې د چمتوکوونکي نوم .
- د کټلاګ يا فهرست لمبر .
- د خپرېدو يا چلند نېټه ( که مالومه نه وي، بايد د « ن . ن . » ( نېټه نه لري ) توري وکښل سي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

ناشناس، ډاکټر صادق فطرت . « اې ښايستې نجلۍ پښېمانه به سې . » اُميد فردا . ناشناس . افغان موزيک . ۲۳۴، ۱۳۸۶ .

د ريفرينس په مخکني مثال کي، لومړی پلا د ناشناس نوم د کمپوز جوړوونکي او دوهم ځل د هونرمند په توګه ياد سوی دﺉ . « اې ښايستې نجلۍ پښېمانه به سې ! » په البم کي د يوې ځانګړي سندري نوم دﺉ . « اُميد فردا » د ډيسک يا سي ډي سرليک؛ افغان موزيک د مثال په توګه د دغه البم د خپروونکي مؤسسې نوم؛ ( ۲۳۴ ) د کټلاګ نومره؛ او په پای کي (۱۳۸۶) د ډي وي ډي د خپرېدو نېټه ده .
په انګرېزي کي د کلاسيکي موسيقۍ د ثبت سوي ږغ په استناد کي، ښايي د اثر د سرليک يادونه ونه سي؛ بلکي د دې پرځای د ثبت سوو اثارو فهرست وړاندي سي . د موسيقۍ هغه کمپوزونه چي د شکل، نخښي ( کيلۍ ) او لمبر په کومک پېژندل سوي وي، نه يې لاندي کرښه کښل کيږي؛ او نه په ليندييو کي نيول کيږي . د سند ښوولو دا بڼه د لوېديزي موسيقۍ په بېلابېلو اثارو کي کاريږي .
که دوو يا څو کمپوز جوړوونکو له خپلو اثارو سره په ډيسک يا فيته کي برخه اخيستې وي، د هري ډلي د بېلولو له پاره، سمي کولن ( ؛ ) نخښه کاريږي . د شفاهي خبرو د ثبت سوي اثر له پاره بايد لومړی وينا کوونکی، بيا د وينا سرليک او د ډيسک يا فيتې د خپروونکي نوم، ورپسې د کټلاګ نومره او په پاي کي د خپرېدو نېټه وکښل سي .

هـ) د تياتر نندارې
په بيبليوګرافيک ريفرينس کي، د تياتر نندارې هم د تياتر د نامه او پېژندګلوۍ، د نندارې د ښار او نېټې په اړه د زياتو مالوماتو په وړاندي کولو سره، د فيلمونو په بڼه مستند کيږي .
کېدای سي د اوپرا ( د موسيقۍ هغه ډراماټيکه بڼه، چي سندرغاړی زياتره د موسيقۍ ږغوونکو له ارکيسټرا يا لويي ډلي سره ملګری وي )، کنسرټ او نڅا له پاره ، د نندارې د لارښوونکي ( کنډکټر ) يادونه هم وسي . که په ليکنه کي د مصنف، کمپوزر، لارښوونکي ( ډايريکټر ) يا نڅا کوونکي ( کوريوګرافر ) په اړه ټينګار سوی وي، بايد دا مالومات تر ټولو مخکي وړاندي سي . له دې کبله، چي په پښتو کي تر اوسه د مصنف، کمپوزر، لارښوونکي ( ډايريکټر ) يا نڅا کوونکي ( کوريوګرافر ) د استناد ځانګړي بولګې نسته، نو دلته په انګرېزي ژبه د دغه راز هونري اثرونو د اوډني ځيني مثالونه وړاندي کيږي :

Getting Out. Dir. Gordon Davidson. By Marsha Norman. With Susan Clark. Mark Taper Forum, Los Angeles. 2 Apr. 1979.

د استناد لاندنۍ بڼه، د مصنف پر نامه ټينګار کوي :

Durang, Christopher. Beyond Therapy. With John Lithgow and Dianne Wiest. Brooks Atkinson Theater, New York. 26 May 1982.

د استناد دغه ډول پر لارښوونکي ( کنډکټر ) ټينګار کوي :

Colon, James, Cond. La Bohème. With Renata Scotto. Metropolitan Opera . Metropoletan Opera House, New York . 30 Oct. 1977.

د استناد په دې بڼه کي د لارښوونکي ( کنډکټر ) او مېلمه اجراکوونکي پر پېژنګلوي ټينګار سوی دﺉ :

Commissiona, Sergiu, cond. Baltimore Symphony Orchestra . With Albert Markov, Violin . Brooklyn College, New York. 8 Nov. 1978.


او په پای کي د استناد دا ډول د نڅا کوونکي نوم او پېژندګلوي بيانوي :

Baryshnikov, Mikhail, chor. Swan Lake. American Ballet Theatre, New York. 24 May 1982.


اووم څپرکی : د ځانګړو توکو ( موادو ) د بيبليوګرافيک استناد بولګې
په ليکنه کي د هر کارېدونکي توکي له پاره معياري بڼه نسته؛ مګر سره له هغه هم په بيبليوګرافيک استنادکي بايد د هر اثر په اړه مالومات د يوې عمومي قاعدې په توګه په دې ډول و اوډل سي :
مؤلف / جوړوونکی، د اثر سرليک، د خپرېدو ځای، خپروونکی، نېټه او د اثر د موندني له پاره نور مرستندويه مالومات . دلته د ځينو اثارو د استناد بولګې وړاندي کيږي :

الف) چاپ سوی هونري اثر
د چاپ سوي تصويري اثر د استناد له پاره بايد، د اثر د پېژندني، انځورګر، خپروونکي، ځای او نېټې په اړه مالومات وړاندي سي . دا چي يو ځانګړی هونري اثر څنګه و اوډل سي، په تېر څپرکي کي د هونري اثر د اوډني يوه بولګه وګورﺉ .

ب ) ديني او مذهبي ليکني
د هغو ديني او مذهبي اثارو له پاره، چي د متن بېلابېلي برخي يې په عددونو سره جلا سوي وي ، کېدای سي د استناد يوه بڼه کار سي . په انګرېزي کي بايد له کينګ جېمز بايبل ( King James Bible) پرته، د هر بل بايبل د ژباړي يادونه وسي؛ لکه په دغو مثالونو کي :

38 Isiah 12:15 or 38 Isiah 12.15 or
38 Isiah 12: 15 ( New Internation Version )
39 Corinthains 2:10 ( Revised Standard Version ) or
39 Corinthains 2.10 ( Revised Standard Version )

په اته دېرشم لمنليک کي ( Isiah ) د بايبل د يوه کتاب يا برخي نوم دﺉ . (۱۲) د همدې کتاب ( برخي ) د يوه څپرکي ( سورې ) لمبر او ( ۱۵) د استناد سوي آيت نومره ده . په نه دېرشم لمنليک کي، د بايبل د يوې بلي ځانګړي ژباړي نوم راغلئ دﺉ .
موږ هم د قرآن کريم او نورو ديني سرچينو، په تېره بيا نبوي حديثونو له پاره کولای سو، چي د استناد له همدې اسانه او لنډي لاري کار واخلو؛ مثلاً :

قرآن کريم ۲: ۱۵ ( کابلی تفسير، د مولانا سيد عبدالله شاه په سمون ) .

په پورتنۍ نمونه کي ( ۲ ) د قرآن کريم د دوهمي سورې ( د بقرې د سورې ) او ( ۱۵) د همدې سورې داستناد سوي آيت لمبر دﺉ .

قرآن کريم ۵۰: ۴ ( د عبدالله يوسف علي انګرېزي ژباړه او تفسير ) .

دا ماخذ، د هغه قرآن کريم د پينځوسمي سورې، څلرم آيت ته حواله ورکوي، چي عبدالله يوسف علي يې انګرېزي ژباړه او تفسير کړی دﺉ . د ژباړوونکي او مفسر نوم د سپېڅلي قرآن له نامه سره، د هغه د چاپ ځای، خپروونکی او نېټه په خپله روښانه کوي؛ خو که د قرآن مجيد يا نبوي احاديثو ژباړه او تفسير د داسي ژباړوونکي يا مفسر له خوا سوی وي، چي خلګ يې نه پېژني، بايد د استناد پر مهال يې د خپروونکي، ځای او نېټې مالومات هم روښانه سي .

امام بخاري . صحيح البخاری ( عربي- انګرېزي )، ۹ ټوکه، د ډاکټر محمد محسن خان ژباړه . بيروت : دارالعربيه، ۱۹۸۵. ۷ : ۲۲۴.
يا
امام بخاري . صحيح البخاری ( عربي - انګرېزي )، ۹ ټوکه، د ډاکټر محمد محسن خان ژباړه . بيروت : دارالعربيه، ۱۹۸۵. ۷. ۲۲۴.

په دغو مثالو کي، د اووم ټوک دوه سوه څليرويشتم حديث ته حواله ورکړل سوې ده . په متن کي، د امام بخاري د همدې کتاب د دوهم ځل استناد پر مهال بايد په لنډ ډول داسي وکښل سي :

۱۴ امام بخاري ۷: ۲۵۵ .

( ۱۴ ) په لمنليک يا پای ليک کي د امام بخاري د کلکسيون ( صحيح بخاري ) د استناد لمبر، د اوو عدد بيا هم د کتاب اووم ټوک او ( ۲۵۵ ) د استناد سوي حديث نومره ده .
لوستوونکي په ډېري اسانۍ سره کولای سي، چي د امام بخاري د احاديثو په مشهور کلکسيون کي د اووم ټوک اړوند حديثونو وګوري .
دا کار يوازي په هغو اثارو کي عملي بڼه لري، چي د کتاب بېلابېلي برخي د نومرو په مرسته بېلي سوي وي .
که څه هم د عمومي قاعدې له مخي کېدای سي،د « صحيح البخاری » د مؤلف پر ځای لومړی د هغه کورنۍ نوم يا تخلص ( بخاري ) او بياد هغه کنيه او نور نومونه (ابو عبدالله محمد بن اسماعيل بن ابراهيم بن مُغېره ) وليکو؛ خو له دې کبله چي زياتره لوستوونکي د کلکسيون ټولوونکی د « امام بخاري » په ټکو سره ډېر ژر او اسانه پېژني، نو ځکه د هغه پوره او اوږد نوم ليکل غورړه نه ګڼل کيږي .

ج ) لرغوني اثار په عمومي ډول
په بيبليوګرافيک ريفرينس کي بايد، د هغو لرغونو اثارو د هر ي کوچنۍ برخي جلا يادونه وسي، چي پر بېلابېلو کوچنييوټوکو، برخو، څپرکو ، ټوټو، بيتونو اوليکو وېشل سوي وي . دا ډول استناد له لوستوونکي سره مرسته کوي، چي د ليکوال د پام وړ اثر په اسانۍ سره ومومي ؛ لکه په دې مثا ل کي :

هوتک ، محمد . پټه خزانه . به تصحيح و تحشيه و تعليقات عبدالحی حبيبي . کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۲۳. ۳ : ۱۷۵- ۲۰۳ .

که همدا ماخذ د ليکني په متن کي يادوو کېدای سي داسي بڼه ولري : محمد هوتک د خپلي ارزښتناکي تذکرې يوه برخه ( ۳ : ۱۷۵- ۲۰۳ ) د پښتو ژبي ښځينه شاعرانو ته بېله کړې ده، چي په هغو کي د پښتنو د لوی ملي مشر ميرويس خان مور، نازو انا، هم ځای لري .

په ياده سوې بولګه کي، د درو عدد د پټي خزانې د دريمي خزانې او پاته لمبرونه ( ۱۷۵- ۲۰۳) د کتاب د مخونو نومرې دي .
يا په دې مثال کي :

خټک، خوشحال خان . د خوشحال خان خټک کُليات . د څېړنوال مؤمن پتوال، څېړنمل محمد عارف غروال او څېړنيار عبدالواجد واجد په اهتمام . لومړی ټوک . کابل : د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د انسټيټوټ د ادب او فولکور څانګه . ۲۲ ( ۱. ۳- ۴ ) .

په مخکني مثال کي ( ۲۲) د لومړي ټوک د مخ لمبر ، ( ۱ ) د غزلي نومره، ( ۳- ۴ ) د پام وړ بيتونو ته اشاره ده . په متن کي د دې اثر دوهم پلا استناد ( که د خوشال خان خټک له بل اثر خخه د سند په توګه کار نه وي اخيستل سوی ) په دې ډول وړاندي کيږي :

۱۵ خټک ۲۲ ( ۲. ۵- ۷ ) .

د استناد کولو دا بڼه تر اوسه په پښتو او پارسي باب نه ده؛ خو په انګرېزي ادبياتو کي په پراخه توګه کاريږي .

د) تيزس يا ډيزرټېشن ( هغه کتابګوټی يا رساله، چي په پوهنتونونو کي، دماسټرۍ يا ډاکټرۍ په څېر زده کړو تر بشپړولو وروسته ليکل کيږي )
تيزس يا ډيزرټېشن په عمومي توګه پر دوه ډوله وي : ناچاپ او چاپ سوی .

۱- ناچاپ کتابګوټی

د ناچاپ کتابګوټي د استناد له پاره، د اثر سرليک په غبرګو ليندييو کي نيول کيږي؛ او د تحصيلي کتابګوټي ( په انګرېزي کي يې د « Diss. » ) په نامه پېژندنه کيږي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

عالَمي، محمدنقيب . « په ملي او بين المللي حقوقو کي د تابعيت مسأله . » د کابل پوهنتون د ډاکټرۍ کتابګوټی، ۱۳۵۵.

۲- چاپ سوی کتابګوټی

له چاپ سوي کتابګوټي سره، د کتاب په شان چلند کيږي؛ خو توپير يې يوازي په دې کي دﺉ، چي له تحصيلي کتابګوټي سره د ډيزرټېشن يا تيزيس ټکی ( په انګرېزي کي د « Diss. » ټکی ) او دا خبري کښل کيږي، چي ډېزرټېشن يا تيزيس اصلاً چيري او څه مهال ليکل سوی دﺉ؛ لکه په دې انګرېزي مثال کي :

Cortey, Teresa. Le Réve dans les contes de Charles Nodier. Diss. U of California, Berkeley, 1975. Washington, DC: UP of America, 1977.

هـ) دلمنليکونو او پایليکونو استناد
په بيبليو ګرافيک ريفرينس کي د اثارو لمنليکونه او پايليکونه په دې بڼه وړاندي کيږي :

حبيبي، پوهاند عبدالحی . د پښتو ادبياتو تاريخ . دوه ټوکه . کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۴۲.

د اثارو په بيبليوګرافۍ کي د يادښتونو يادونه نه کيږي؛ خو په متن کي بايد د هغه يادونه هېره نسي ؛ لکه : دا مانا د ډاکټر خوشال حبيبي په انګرېزي ژباړه کي په ښه ډول افاده سوې ده ( پټه خزانه، ۲۰۲، ۷ يادښت ) . په اووم يادښت کي، د « پټي خزانې » د انګرېزي متن پر ( ۲۰۲ ) مخ د يوه ټکي مانا ته اشاره کوي .

و) خطي يا ټايپ سوې نسخه
د بيبليوګرافيک ريفرينس له پاره د يوه کتابتون له کلکسيون څخه د لاس کښلي يا ټايپ سوي نسخې په يادونه کي بايد دغه مالومات وړاندي سي :
۱- د ليکوال، مؤلف يا شاعر نوم .
۲- د لاس کښلي يا ټايپ سوو موادو سرليک يا بل ډول پېژندګلوي .
۳- د موادو د وړاندي کولو بڼه ( په انګرېزي کي د لاس کښلي نسخې له پاره د « ms. » او د ټايپ سوي نسخې له پاره د « ts. » توري ليکل کيږي ) او د پېژندني له پاره د هري بلي نخښي يا لمبر يادونه . که ممکنه وي، بايد د هغه کتابتون يا مؤسسې د نامه او ځای ځايګي په اړه هم مالومات وړاندي سي، چي د استفادې وړ مواد پکي خوندي وي؛ لکه په دې مثالونو کي :

مخلص، علي محمد . د ديوان خطي نسخه . Or 6756 . بريټيش کتابتون، لندن .

هوتک، محمد . د پټي خزانې په لاس کښلې نسخه . د افغانستان ملي آرشيف . کابل .

که يې ليکوال يا مؤلف مانوم نه وي په دې ډول :

حدود العالم من المشرق الی المغرب . خطي نسخه . د اکسفورډ پوهنتون کتابتون، اکسفورډ .

ز) کتابګوټي ( جزوه يا رساله )
د جزوې يا رسالې استناد بايد تر ډېري ګچي له هغه ډول سره سمون ولري، چي د کتابونو د استناد له پاره کاريږي . د جزوې يا رسالې په اړه بايد دونه يادونه وسي، چي لوستوونکی يې په اسانۍ سره ومومي؛ او تر سرليک لاندي يې بايد کرښه وليکله سي :

د افغانستان د ليکوالو ټولنه ، د ليکني لارښود . کابل : د افغانستان د ليکوالو ټولنه ، ۱۳۶۶ .

ح) شخصي ليک
شخصي ليکونه پر څو ډوله دي :
۱- چاپ سوی شخصي ليک
چاپ سوی شخصي ليک په بيبليوګرافيک استناد کي، په دې ډول اوډل کيږي :

افغانی، سيد جمال الدين . « به محمد عبده . » نامه های سيدجمال الدين افغانی . با مقدمه و تحشيۀ ايرج افشار . تهران : اميرکبير، ۱۳۵۵ . ۴۵- ۴۶ .

۲- ناچاپه شخصي ليک
ناچاپه شخصي ليک په بيبليوګرافيک استناد کي، داسي بڼه مومي :

همايون، غني . د ملګرو ملتو سر منشي ته ليک . د ۱۳۲۳ د وږي اتمه . د نايابه ليکونو کلکلسيون . د کابل عامه کتابخانه . ( فرضي مثال )

۳- په شخصي توګه تر لاسه سوی ليک
د هغو ليکونو له پاره، چي په شخصي ډول تر لاسه سوي وي، د استناد دا بڼه غوره ګڼله کيږي :

د سرمحقق عبدالله خدمتګار بختاني له خوا، ښاغلي عبدالرؤف قتيل خوږياني ته . د ۱۳۷۴کال د مرغومي شلمه .
يا
هما، سخي . و ليکوال ته سر خلاصی ليک . د ۱۳۸۵ د وري دولسمه .

ط) ننداره

۱- لرغونې ننداره
که ننداره د کلکسيون يا مجموعې د يوې برخي په توګه خپره سوې وي، د استناد په بيبليوګرافيکه بڼه کي بايد د اکټ ( د نندارې، اوپرا يا داسي نورو لويه برخه )، صحنې ( د نندارې هغه برخه، چي د پردې په ايسته کولو، ځای اړولو او د يوه مهم لوبغاړي په تګ او راتګ سره څرګنديږي) او کرښو نومرې په ليندييو يا قوسونو کي وړاندي سي . ننداره په لوېديز و ادبياتو او هونرو کي خورا اوږد او په زړه پوري تاريخ لري . له دې کبله يې د لوستوونکو د اسانۍ له پاره د استناد ځانګړې بڼه هم وړاندي کړې ده . دلته دويليم شېکسپېر د نندارې د يوې برخي پښتو ژباړه وړاندي کيږي، چي پښتانه ليکوال او څېړونکي يې د پښتو نندارو په استناد کي د لارښود په توګه استعمال کړي :

د کليوپاټرا رخه د هغې له خبرو څخه ښکاري :
هغه مړوښه ښځه څه وايي ؟ ته تلای سې !
هغې به هيڅکله د راتګ اجازه نه وای در کړې :
هغې ته مه وايه، ځکه دي زه دي دلې ساتم .
زه ستا واک نه لرم ؛ ته په خپله خوښه پاته سوې يې !
( ۱. ۳. ۲۰- ۲۳ )

په مخکنۍ بولګه کي، د لومړي اکټ، دريمي صحنې او ( ۲۰ – ۲۳ ) کرښو يادونه سوې ده . په استناد سوو اثارو کي بايد د نندارې يادونه داسي بڼه ولري :

Shakespeare, William. Antony and Cleopatra. The Complete Works of Shakespeare. Ed. Hardin Craig And David Bevington. Rev. ed. Glenview: Scott, 1973. 1073- 1108.

که ننداره د يوه کلکسيون برخه وي، د هغې د ټولو مخونو د نومرو يادونه ضروري ده .

۲- اوسنۍ ننداره
زياتره اوسنۍ نندارې د بېلو کتابونو په توګه خپريږي؛ لکه په دې انګرېزي مثال کي :
Miler , Arthur. The Crucible. New York: Bantam, 1952.

که ننداره د مجموعې د يوې برخي په توګه خپره سوې وي، نو په بيبليوګرافيک استناد کي د وړاندي کولو له پاره، په دې ډول اوډل کيږي :

Chekhov, Anton , Th e Cherry Orchard. 1903. The Art of Drama. Ed. R. F. Dietrich, William E. Carpenter, and Kevin Kerrane. 2nd ed. New York: Holt , 1976. 134- 56.

په تېر مثال کي د ټولي نندارې د مخونو يادونه سوې ده .

ی) شعرونه

۱- لرغوني شعرونه
د ماخذونو يا سرچينو په ليست کي، د لرغونو شعرونو د استناد له پاره دا بڼه غوره ګڼله کيږي :
ښکارندوی . « القصيدة فی المدح . » د محمد هوتک پټه خزانه . به تصحيح و تحشيه و تعليقات عبدالحی حبيبی . کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۲۳ . ۴۷ – ۵۷ .
يا
حميد ګل . « د بنير د جنګ چار بيته . » د پښتنخوا د شعر هار و بهار . د جمېز ډار ميستتر ټولوَنه . د حبيب الله رفيع په اهتمام . دريم چاپ . کابل : پښتو ټولنه ، ۱۳۵۶ . ۱۸ – ۲۸.

که پخوانی شعر په يوه بېل کتاب کي خپور سوی وي؛ لکه په دې انګرېزي مثال کي :

Dante [ Dante Alighieri ]. The Inferno. Trans. John Ciardi. Ne w York: NAL, 1954.

۲- اوسنی شعر
په انګرېزي کي اوسني شعرونه، زياتره په لويه مجموعه کي خپريږي؛ لکه په دې مثا ل کي :
Moor , Marianne. " Poetry." Fine Frenzy. Ed. Robert Baylor and Brenda Stokes. New York: Mc Graw, 1972. 372-73.

په پښتو کي اوسني شعرونه، زياتره د ځانګړو مجموعو په ډول خپرېږي . په بيبليوګرافۍ کي يې د استناد له پاره دا بڼه غوره ګڼله کيږي :

جهاني، عبدالباري . « اوس به څه ليکې شاعره ! » شپېلۍ . کوټه : صحاف، ۱۳۸۱ . ۱۷۲ - ۱۷۹ .

په مخکني مثا ل کي (۱۷۲- ۱۷۹ ) په شعري ټولګه کي، د استناد سوي شعر د مخونو نومرې دي .

که شعر اوږدو وي؛ او د بېل کتابګوټي په څېر خپور سوی وي، نو د استناد له پاره يې له دې ډوله کار اخيستل کيږي :

لاهوری، اقبال، علامه . اسرار رموز . به اهتمام داکتر جاويد اقبال . طبع چهاردهم . لاهور : غلام علی، ۱۹۹۰ . ۱- ۳۱ .

ک) عام سندونه
د پېچلو سرچينو د لرلو په وجه د عامو سندونو استناد زياتره ستونزمن کار دﺉ؛ خو د عمومي قاعدې په توګه بايد دا ډول و اوډل سي :
۱- حکومت، عامه ټولنه يا مرستندويه ټولنه .
۲- د سند سرليک، چي لاندي يې کرښه کښل سوې وي .
۳- د پېژندني نخښه ( کوډ ) .
۴- د خپرېدو ځای .
۵- خپروونکی .
۶- د خپرېدو نېټه .
( د امريکا په متحدو ايالاتو کي د مرکزي حکومت ډېري خپروني، د حکومت د خپروونکي ادارې له خوا چاپيږي، چي « G.P.O. » يې لنډه بڼه ده . په افغانستان کي هم د چاپ د دغه راز ادارې له پاره کېدای سي لنډه بڼه استعمال کړو ) .

۱- د کانګريس ريکارډ ( پېښليک )
د ماخذونو يا سرچينو په ليست کي هم دکانګريس ( د امريکا د متحدو ايالاتو پارلمان ) د ريکارډ د استناد له پاره يوازي د هغه سرليک، نېټې او مخ يا مخونو نومرو ته اړتيا ده؛ لکه په دې مثال کي :

Cong. Rec. 15 Dec. 1977: 19740.

موږ د استناد دا بڼه د ملي شورا د پېښليکونو له پاره کارولای سو :
د ملي شورا پېښليک . د ۱۳۵۰د جوزا لسمه : ۱۲۴۵ .
۲- د کانګريس خپروني د بيبليوګرافۍ له پاره، د امريکا د متحدو ايالاتو دکانګريس د خپرونو مؤلف، په دې بڼه وړاندي کيږي : « د امريکا د متحدو ايالاتو سنا » ، « د امريکا د متحدو ايالاتو د استازو يا نمايندګانو جرګه » يا « د امريکا د متحدو ايالاتو کانګريس، په ګډډول . » د مثال په توګه :
United States. Cong. Senate. Permanent Subcommittee on investigations of the Committee on Government Operations. Organized Crime-Stolen Securities. 93 rd. Cong. , 1st sess. Washintion: GPO, 1973.
United States. Cong. House. Committee on Foreign Relations. Hearings on S. 2793, Supplemental Foreign Assistance Fiscal Year 1966 – Vietnam. 89th Cong. , 2nd. sess. Washingtion : GPO, 1966.
United States. Cong. Joint Economic Committee on Medical Policies and Costs. Hearings. 93rd Cong . , 1st sess. Washington : GPO, 1973.
په تېر مثال کي، د امريکا د متحدو ايالاتو د چاپ د ادارې له پاره د « GPO » لنډ يا مخفف توري کار سوي دي . موږ هم د خپل هيواد د ملي شورا د خپرونو له پاره کولای سو د مؤلف پر ځای، « افغانستان ولسي جرګه » ، « د افغانستان د مشرانو جرګه » يا په ګډه بڼه « د افغانستان ملي شورا » وليکو . د امريکايي « GPO » په شان موږ هم کولای سو ددې ډول مؤسسو د خپرونو له پاره « د. خ . ا. » (د دولتي خپرونو اداره ) په څېر ټکي استعمال کړو . د دولتي لومړنۍ دال په پام کي نه نيول کيږي .

د افغانستان ولسي جرګه . د معيوبينو د حقوقو او امتيازاتو په اړه خبري اتري . د ولسي جرګه څلورلسمه دوره . دوهمه غونډه . کابل : د . خ . ا . ، ۱۳۸۵.

د افغانستان د مشرانو جرګه . د ډيورينډ د تپل سوي کرښي کړکېچ . د مشرانو جرګې ديارلسمه دوره . دريمه غونډه . کابل : د . خ . ا . ، ۱۳۴۲ .

د افغانستان ملي شورا . د نشه يي موادو د کرني او سوداګرۍ د مخنيوي ګډ کميسيون . د ولسي جرګه څلورلسمه دوره . دوهمه غونډه . کابل : د . خ . ا . ، ۱۳۸۵.

د دولتي سندونو د استناد په اړه ضروري خبره داده، چي د دا ډول خپرونو نومونه بايد د هغوله اوږدوالي او بې خوندۍ سره سره، په سم او کره ډول وکښل سي .

۳- د امريکا د متحدو ايالاتو د اجراييه څانګي خپروني
د امريکا د متحدو ايالاتو د اجراييه څانګي خپروني، د بيبليوګرافيک استناد له پاره په دې ډول اوډل کيږي :

United States. Office of the President. Environmental Trades. Washington: GPO, 1981.

United States Dept. of Education. Annual Report to the Congress by the Secretary of Defense. Washington: GPO, 1984 .

United States Dept. of Commerce. Bureau of the Census. Statistical Abstracts of the United States. Wahshington: GPO, 1963.

۴- قانوني خپروني
په انګرېزي کي د مشهورو قوانينو او مقررو له پاره ساده او لنډه کاروي؛ لکه په دې ډول :
US Const. Art. 1 , Sec. 2.


15 US Code. Sec. 78 j ( b ). 1964.

موږ هم کولای سو، د ماخذونو په بيبليوګرافۍ کي، د مشهورو قوانينو او مقررو له پاره همداسي لنډه او اسانه بڼه غوره کړو؛ لکه په دې مثال کي :

د افغانستان د اساسي قانون ( ۱۳۴۲ ) د پينځمي مادې دريمه فقره .

له دې کبله، چي په افغانستان کي له هر رژيم سره زياتره نوی اساسي قانون تصويب او نافذ سوی دﺉ، نو د دغه راز استناد پر مهال بايد تل د هغه د چلند ( نفاذ ) نېټه وليکل سي، چي په دې توګه له نورو اساسي قوانينو څخه بېل سي .
يا
افغانستان د مدني قانون د يوسلو دېرشمي مادې دوهمه فقره .

په افغانستان کي مدني او جزايي قوانين د اساسي قوانينو په څېر هر څو کاله وروسته نه دي اوښتي . البته نوو شرايطو او حالاتو ته په پام کولو سره، په ټولو قوانينو او مقرراتو کي تعديلونه ( بدلونونه ) را منځ ته کېدای سي . د هغه قوانينو او مقررو په استناد کي هم بايدد چلند نېټه هېره نه سي، چي د نوو قوانينو او مقررو له خوا ملغا کيږي .
په انګرېزي کي د هغو قوانينيو، مقررو او نورو قانوني تړونونو د استناد له پاره، بشپړ جزييات وړاندي کيږي، چي خلګ يې له نومونو سره ډېر اشنا نه وي؛ لکه په دې مثا ل کي :

" Agreement Between the Government of the United States of America and the Khmer Republic for Sale of Agricultural Commodities. " Treaties and Other International Agreements. Vol. 26, pt. 1 TIAS No. 8008. Washington: GPO, 1976.

په پښتو کي هم بايد د بيبليوګرافۍ له پاره د هغو حقوقي اسنادو د سرليک، چلند نېټې، خپروونکي او نورو ځانګړتياوو په اړه بشپړ مالومات وړاندي سي، چي څوک يې په ټولنه کي له نامه او محتوياتو سره اشنا نه وي .
د قانوني دعوو ( قضيو، شخړو، مقدمو ) نومونه په لنډ ډول ليکل کيږي ؛ او د دعوې د هري خوا د نامه لومړی اررښتناک ټکی په دې ډول کښل کيږي :
احمد د محمود پر خلاف ( يو فزيکي يا طبيعي شخصيت د بل فزيکي يا طبيعي شخصيت پر خلاف ) .
يا
احسان د( ا. ب . ) په وړاندي ( يو فزيکي يا طبيعي شخصيت د بل حُکمي يا حقوقي شخصيت پر خلاف ) .
په دوهم مثال کي احسان د مثال په توګه د احسان الله او ( ا. ب . ) د افغانستان بانک لنډه بڼه ده . د د عوو د بېلابېلو خواوو نومونه د قوانينو پر خلاف ( يوازي په متن ، نه په يادښتونو يا پایليکونو کي ) په داسي تورو ليکل کيږي، چي د ليکي ښی خوا ته يو څه کاږه وي ( په انګرېزي کي داسي تورو ته ايټاليک ' Italic ' يا ايټاليسايزډ Italicised ' 'توري وايي ) ؛ لکه :
قاسم د برېښنا مؤسسې پر خلاف . په يادښتونو کي د دې دعوې نوم په عادي ډول ليکل کيږي : قاسم د برېښنا مؤسسې پر خلاف .
د قانوني دعوا په استناد کي، بايد دغه مالومات وړاندي سي :
۱- د لومړي مدعي ( هغه څوک، چي د چا پر خلاف يې دعوه يا شکايت کړی وي ) او مدعي عليه ( هغه څوک، چي چا يې پر خلاف دعوه يا شکايت کړی وي ) نومونه ( که چيري د مدعي او مدعي عليه شمېر تر يوه ډېر وي ) .
۲- د استناد سوي قضايي رپوټ يا پرېکړي د ټوک ( جلد )، ګڼي او پاڼي نومره( بايد د همدې تسلسل له مخي و اوډل سي ) .
۳- د هغې محکمې نوم، چي د د عوې په اړه يې پرېکړه ( فيصله ) کړې وي .
۴- د هغه کال يادونه، چي دعوه پکښي غوڅه ( فيصله ) سوې وي؛ لکه په دې مثال کي :

احمد د کام شرکت پر خلاف . ۱۳۰ الف . دوهم ۲۵۹ ( ک. و . ا. ۱۳۴۵ ) .

په پورته مثال کي، لومړی د دعوې د دواړو اړخو نومونه ( احمد او کام شرکت )، وروسته د پرېکړي ټوک ( ۱۳۰ الف . )، بيا د پرله پسې ګڼي لمبر ( دوهم ) او د اړوند مخ نومره ( ۲۵۹ )، ورپسې په ليندييو کي، د کابل ولايت د استيناف محکمې اختصاري بڼه او د پرېکړي کال، وړاندي سوي دي . د قانوني ماخذونو په اړه د بېلابېلو بڼو له پاره وګورﺉ :
A Uniform System of Citation, 12th ed. ( Cambridge: Harvard Law Review Association, 1976 ).

ل) د بېلي سرچينې په توګه په کتاب يا مقاله کي اخيستل سوی ( اقتباس سوی ) متن
که په ليکنه کي استناد سوی متن، له بلي سرچينې څخه اخيستل سوی وي، نو په بيبليوګرافۍ کي په دې ډول اوډل کيږی :

۱- له بله کتابه اخيستل سوی متن

حبيبي، عبدالحی حبيبي، پوهاند . لکه څنګه چي د محمد هوتک په پټه خزانه کي راغلي دي . نوم ورکي مؤرخين . کندهار : صحاف ، ۱۳۸۳ .

۲- له بلي مقالې څخه اخيستل سوی متن

که چيري استناد سوی متن په مقاله کي راغلئ وي، بايد د مقالې نوم له يوه ټکی سره په غبرګو ليندييو کي وکښل سي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

غيور، احمدالله . لکه څنګه چي لوی استاد، علامه حبيبي، ليکلي دي . « د ژبو سوچه کول د فطرت له سيره مخالف هوس دﺉ . » کابل ۴ ( ۱۳۴۴) : ۳۲- ۴۴ .

يا که استناد سوی متن په هغه مقاله کي راغلئ وي، چي په يوه بېله مجموعه کي خپره سوې وي؛ لکه په دې مثال کي :

رشاد، عبدالشکور ، پوهاند . لکه څنګه چي د خير البيان په خطي نسخه کي راغلي دي . « د خيرالبيان ليکدود . » خير البيان د بايزيد روښان . . .

م) رپوټ
د هغو رپوټونو تر سرليکونو لاندي بايد کرښه و ليکله سي، چي د کتابګوټي يا کتاب په بڼه چمتو سوي وي . که رپوټ د لوی کتاب په پاڼو کي ځای سوي، نو سرليک يې په غبرګو ليندييو کي نيول کيږي؛ او اثر بايد د رپوټ په توګه وپېژندل سي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

په افغانستان کي د بې وسلې کولو بهير . د وسله والو ډلو د بې وسلې کولو په اړه د ملي کنفرانس رپوټ . کابل : د دولتي خپرونو اداره، ۱۳۸۵ .
یا
غياثي، عبدالواسع . « په حقوقو کي نوي پرمختګونه او بدلونونه . » د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي د اکاډيميکو فعاليتونو رپوټ . حقوق ۸
( ۱۳۵۵) : ۲۴- ۴۶ .
ن) جدول، ګراف، چارټ او نور انځورونه
که جدول، ګراف يا چارټ ځانګړی سرليک و نه لري، بايد د جدول، ګراف يا چارټ په نامه يې پېژندنه وسي؛ لکه په دي ډول :

د افغانستان د احصائيې ملي اداره . په هيواد کي د صادراتو او وارداتو عمومي ګراف . احصائيه ۵ ( ۱۳۴۸ ) : ۱۳- ۱۵.

په مخکني مثا ل کي ګراف ځانته ځانګړی سرليک نه لري؛ نو ځکه يې نه لاندي کرښه کښل سوې ده؛ او نه هم په غبرګو ليندييو کي کښل سوی دﺉ . په راتلونکي بولګه کي جدول ځانګړی عنوان لري؛ لکه دې کبله په غبرګو ليندييو کي ليکل سوی دﺉ :

شهيدي، امان الدين . په ۱۳۵۷- ۱۳۷۲ کلونو کي د دولتي سکټور د بېلابېلو کارکوونکو شمېر . » جدول . اقتصادي څېړني . کابل : د کابل پوهنتـــــون د اقتصــــــــــــــــاد پوهنځی، ۱۳۷۲ . ۳۳- ۳۴ .

د ليکني په متن کي بايد د دې موضوع د استناد پر مهال د جدول د نومرې يادونه وسي، چي لوستوونکی يې په اسانۍ سره ومومي .

اتم څپرکی : د سرچینو فهرست ( د ا. ا. ټ . سبک)
د ماخذونو يا سرچينو فهرست ، بايد په ترتيب سره دغه عناصر او برخي ولري :
- مؤلف
- د خپرېدوکال
- د اثر سرليک
- د خپرېدو ځای
- خپروونکی
د سرچينو د فهرست جوړولو چاره به هغه مهال ډېره اسانه وي،که کارسوي ماخذونه په ځير سره د بيبليو ګرافۍ پر کارټونو هم ليکل سوی وي . په دې اړه باید دغه قاعدې او اصول په پام کي ونيول سي :
- بايد د سرچينو ليست هرومرو پر نوې پاڼه پيل سي . دا مهمه نه ده، چي د ليکني پر ووروستي مخ پاته سوی تش ځای لږ دﺉ که ډېر .
- « د ماخدونو فهرست » سرليک بايد د پاڼي په منځ او له پورتنۍ ژی څخه دوه اينچه لاندي وکښل سي . دغه راز بايد د سرليک او لومړي اثر تر منځ څلور کرښي تشي پرېښوولي سي ( وګورﺉ : د دوهمي برخي په دوهم څپرکي کي د ځينو استناد سوو اثارو بولګې ) .
- ټولي سرچينې بايد د الفبا د تورو په ترتيب و اوډل سي ( وګورﺉ :
د دوهمي برخي دريم څپرکی ) .
- بې نومه اثار بايد( په پښتو کي د « په »، « پر »،« ته »، « د »، « له »، « و » په څېر اداتو او په انګرېزي کي د « The »، « A » او « An » د آرټيکلونو په ايستلو سره) د سرليک د لومړي ټکي د الفبا د تورو په ترتيب و اوډل سي .
- د ټولو ماخذونو د لومړنييو ليکوالو نوم بايد په اوښتې بڼه ( کورنی نوم يا تخلص تر لومړي نوم مخکي ) ولیکل سي .
- د يوه مؤلف د دوهم او نورو ورپسې اثارو له پاره بايد د مؤلف د نامه پر ځای درې هايفنه او يو ټکی ( --- . ) وکښل سي .
- د هري سرچينې دوهمه کرښه بايد د درو تورو په اندازه دننه وکښل سي ( Indentation ) .
- د ټولو ماخذونو تر منځ بايد يوه کرښه تشه پرېښووله سي ( Double – Spacing ) .
- د هر اثر تر ټولو واحدونو( برخو ) وروسته بايد يو ټکی کښېښوول سي؛ او په هغه پسې د يوه توري ځای تش پرېښوول سي .

نهم څپرکی : د ماخذونو په فهرست کي، د کتابونو له پاره د بيبليوګرافيک ريفرينس عمومي اوډنه
د کتابو له پاره د « ماخذونو يا سرچينو ليست » بايد د غه عناصر يا برخي ولري، چي دلته يې په ترتيب سره يادونه کيږي :
- د مؤلف/ مؤلفانو کورني نومونه يا تخلصونه د اصلي نومونو تر لومړنييو تورو مخکي ليکل کيږي . د بيبليوګرافۍ په دې بڼه کي د مؤلف/ مؤلفانو لومړي نومونه ( په انګريزي کي عيسوي نومونه يا لومړي او منځني نومونه ) يوازي په مخفف ډول ليکل کيږي .
- د اثر دخپرېدو کال په داسي حال کي د ليندييو په منځ کي ليکل کيږي، چي يو ټکی يې په پای کي ايښوول سوی وي .
- د کتاب تر سرليک لاندي کرښه ليکله کيږي ( په انګريزي کي يوازي د لومړي ټکي ړومبی توری په غټو تورو ليکل کيږي؛ او په پای کي يې يو ټکی ورکول کيږي . دغه راز، په انګرېزي کي دهغو دوو برخو سرليکونو د لومړي ټکي اول توری هم په غټو تورو لیکل کيږي، چي د شارحې يا کولن « : » په مرسته بېل سوي وي ) .

لسم څپرکی : دکتابونو له پاره د بيبليوګرافيک ريفرينس بولګې

الف) هغه کتاب، چي يوه مؤلف يا لیکوال ليکلئ وي
د بيبليوګرافۍ د فهرست له پاره، د يوه مؤلف کتاب په دې ډول وړاندي کيږي :

Jones, E. ( 1931 ). On the nightmare. London: Hogarth.

يا
حبيبي، ع . ح . ( ۱۳۸۳) . نوم ورکي مؤرخين . کندهار : صحاف .
يا
هوتک، م . م . ( ۱۳۸۴ ) . سل پګړۍ يو پوړنی . پېښور : د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه - چرمني .

لکه څنګه چي ګورو د مؤلف د لومړي نامه ( د لومړي يا اصلي نوم تر لومړي توري وروسته ايښوول سوی ټکی، هم د مؤلف ا صلي نامه د لنډوالي او هم په دې سبک کي د عامي قاعدې په توګه، تر نامه وروسته د يو ټکی د ايښوولو کار کوي ) ، د خپرېدود کال تر وروستۍ ليندۍ دباندي، د اثر تر سرليک وروسته او د اثر د ټولو عناصرو ( برخو )په يادوني پسې يو ټکی ايښوول سوی دﺉ . د مؤلف د کورني نوم يا تخلص او د اصلي نامه د لومړني توري تر منځ کامه کارسوې ده؛ او د خپرېدو ښارله خپروونکي څخه د شارحې يا کولن د نخښي ( : ) په مرسته بېل سوي دي .

ب) هغه کتاب، چي د دوو يا څو مؤلفانو له خوا کښل سوی وي
د بيبليوګرافۍ په دې بڼه کي، د دوو يا څو ليکلوالو له خوا کښل سوی اثار، په دې ډول وړاندي کيږي:

کاکړ، ل . م .، او حبيبي، ع . ح . ( ۱۳۱۸ ) . سپېڅلې پښتو . کندهار : طلوع افغان .

په انګرېزي کي د يوه اثر د دوو ليکوالو یا مؤلفينو له پاره بايد تر دوهم نوم مخکي د امپرسند يا مخفف « and » نخښه ( & ) وليکل سي . د نومونو د جلاکولو له پاره بايد تړونۍ يا کامه کار نه سي . د درو يا زياتو نومونو د بېلولو له پاره بايد تر وروستي نوم مخکي د « and » لنده نخښه ( & ) استعمال سي؛ لکه په دې مثال کي :

( Browen , B. M. , Poole , K. J. , & Gorky, A. )

د ماخذونو او سرچينو له پاره د هغو اثارو په استناد کي، چي څو ليکوالو/ مؤلفانو يې په ليکنه / تأليف کي برخه اخيستې وي، بايد د ټولو مؤلفانو ( که څه هم ډېر وي ) کورني نومونه يا تخلصونه او د هغوی د اصلي نومونو مخفف توري وليکل سي . بايد نومونه د کامې په مرسته يوله بله بېل او د دوو وروستييو نومونو تر منځ بايد د « او » ( په انګرېزي کي د امپرسند سيمبول ' & ' ) وکښل سي .

ج) سم ( تصحيح ) سوی کتاب
د اثارو د بيبليوګرافيکي اوډني په دې سبک کي، سم ( تصحيح ) سوي کتابونه، په دې بڼه وړاندي کيږي :

بېنوا، ع . ر . ( ۱۳۲۶ / ۱۹۴۷ ) . د رحمان بابا د ديوان تدوين ، سمون او مقابله . کابل : پښتو ټولنه .

له ډېروالي سره سره بايد د ټولو سموونکو دکورنييو نومونو يا تخلصونو او د اصلي نومونو د مخکنييو تورو يادونه وسي ( په انګرېزي کي بايد د مؤلفانو تر نومونو وروسته د « Ed. » يا « Eds. » توري وليکل سي ) . که په يوه سم سوي کتاب کي د يوې مقالې يا ځانګړي څپرکي يادونه کيږي، بايد د استناد له پاره يې دا بڼه کار سي :

ښکارندوی . ( ۱۳۲۳) . القصيدة فی المدح . پټه خزانه . به تصحيح و تحشيه و تعليقات عبدالحی حبيبی . ( ۴۷ – ۵۷ م م . ) . کابل : پښتو ټولنه .

په انګرېزي کي د سموونکي/ سموونکو تر نوم/ نومونو مخکي بايد د « In . » ټکی وليکل سي . کله چي د سموونکي/ سموونکو نوم/ نومونه د مؤلف/ مؤلفانو پر ځای نه وي کښل سوي، بايد کورنی نوم يا تخلص تر اصلي نوم وړاندي نه سي . تر نوم/ نومونو وروسته بايد د « Ed. » يا « Eds. » توري وکښل سي . د مقالې يا څپرکي سرليک د غبرګو ليندييو په منځ کي نه ليکل کيږي . دغه راز بايد يوازي په سرليک کي لومړی توری په غټو حُروفو ( A , B , C . . . ) وليکل سي . د کتاب تر سرليک وروسته بايد د مقالې يا څپرکي د اړونده مخ/ مخونو نومرې په لينديیو کي وليکلي سي . د استناد سوي مخ/ مخونو تر لمبرونو مخکي بايد د « p. » يا « pp. » توري وکښل سي ؛ لکه په دې انګرېزي مثال کي :

Waxer , P. ( 1979 ). Therapist training in nonverbal behaviour. In A. Wolfgang ( Ed. ) , Nonverbal Behaviour: Applications and cultural implications ( pp. 221- 240 ). New York: Acadeic Press.

د) ژباړل سوی کتاب
د يوه کتاب د ژباړوونکي نوم ( په اړولي بڼه نه ليکل کيږي ياني کورنۍ نوم يا تخلُص يې تر اصلي نوم مخکي نه کښل کيږي ) د کتاب تر سرليک وروسته په ليندييو کي ليکل کيږي ؛ ورپسې يې کامه او د ژباړي ( په انګرېزي کي « Trans. » ) توري راوړل کيږی؛ او تر وروستۍ ليندۍ وروسته يو ټکی ايښوول کيږي؛ لکه په دغو مثالونو کي :
Rank, O. ( 1932 ). Psychology and the soul ( William Turner, Trans. ). Philadelphia : Univ. of Pennsylvannia Press.

يا پارسي ژباړي په دې مثال کي :

پطروشفسکی، ا . ( ۱۳۵۲) . اسلام در ايران . ( ترجمۀ کريم کشاورز ) . تهران : پيام .

هـ) هغه کتاب ، چي په بهرنۍ ژبه کښل سوی وي
په انګرېزي کي د بيبليوګرافيک استناد په دې بڼه کي، هغه کتابونه په دې ډول وړاندي کيږي، چي په بهرنييو ژبو ليکل سوي وي :

Saint-Esupéry, A. de. ( 1939 ). Terre des hommes. Paris: Gallimard.


لکه څنګه چي ګورو، په بهرنيیو ژبو د ليکل سووکتابونو سرليکونه د لومړي ټکي له لومړي توري پرته، ټول په کوچنييو( lower case ) تورو ليکل کيږي .

و) د کتاب د چاپ روڼ ( وار )
د کتاب د چاپ د شمېر او څرنګوالي له پاره بايد د مثال په توګه د پينځم چاپ، کره سوې چاي، نوي چاپ، بشپړ چاپ، رنګه چاپ، تصويري چاپ او داسي نورو په څېر ټکي تر سرليک وروسته په ليندييو کي وليکل سي ؛ او تر هغه وروسته يو ټکی کښېښوول سي؛ لکه په دې مثال کي :

حبيبي، ع . ح . ( ۱۳۳۹ ) . پټه خزانه . ( دوهم چاپ ) . کابل : د پوهني وزارت د تأليف او ترجمې رياست .

يا په دې انګرېزي مثال کي :

Boulding , K. ( 1955 ). Economic analysis ( 3rd ed. ). New York: Harper.

ز) د ډله يیز يا ګروهي مؤلفانو له خوا ليکل سوی اثر
که کتاب د شخص پر ځای د يوه سازمان يا مؤسسې له خوا ليکل سوی وي، نو د سازمان يا مؤسسې نوم د مؤلف پر ځای کښل کيږي؛ لکه په دې مثا ل کي :

د افغانستان ملي آرشيف . (۱۳۴۰ ) . د پښتو خطي نسخو فهرست . ( دوهم چاپ ) کابل : د اطلاعاتو او کلتور وزارت .

که د اثر ګروپي مؤلف او خپروونکی دواړه يو وي، نو د مؤلف نوم بايد د خپروونکي پر ځای هم وليکل سي؛ لکه په دې فرضي مثال کی :

د افغانستان ملي آرشيف . (۱۳۴۰ ) . د پښتو خطي نسخو فهرست . ( دوهم چاپ ) . کابل : مؤلف .
يا
د افغانستان ملي آرشيف . (۱۳۴۰ ) . د پښتو خطي نسخو فهرست . (۲ چ . ) . کابل : مؤلف .

ح) هغه کتاب، چي څو ټوکه ( جلدونه) ولري
هر کله چي د څو جلدي اثر يادونه کيږي، بايد دهغه د ټوک/ ټوکو لمبرونه تر سرليک وروسته سمدلاسه په ليندييو کي وليکل سي، چي په ليکنه کي يې استناد سوی وي . د کتاب د بېلابېلو ټوکو د لمبرونو له پاره باید د ا، ۲، ۳ او داسي نورو په شان عربي عددونه (د عربي عددونو اصطلاح په لوېديزو اثارو، له هغې ډلي څخه په دې کتابګوټي کي، د رومي عددونو په وړاندي کار سوی ده) استعمال سي؛ لکه په دې مثال کي :

حبيبي، ع . ح . ( ۱۳۳۸) . د پښتو ادبياتو تاريخ . ( دوهم ټوک ) . کابل : د پښتو ټولني د تاريخ او ادبياتو څانګه .
يا
حبيبي، ع . ح . ( ۱۳۳۸) . د پښتو ادبياتو تاريخ . (۲ ټ .) . کابل : پښتو ټولنه .

که څو جلدي کتاب په څو کلونو کي خپور سوی وي، بايد د کلونو لړۍ د مؤلف تر نامه وروسته په ليندييو کي وليکله سي؛ لکه په دغو مثالونو کي :

بېنوا، ع . ر . ( ۱۳۴۰- ۱۳۴۶) . اوسني ليکوال . (۳ ټ . ) . کابل : د مطبوعاتو مستقل رياست .

يا په لاندي مثال کي، چي د کلونو پر لړۍ سربېره د ټولو ليکوالو کورني نومونه ياتخلصونه او د اصلي نومونو مخفف توري ليکل سوي دي :

امرخېل، ع . ، سالارزی، م . ن . ، منګل، ع . م . ، لودين، د . م . ، پولاد، س . ش . ، هلالي، ع . ح . ، هنر پښتون، ن .، نيهام، م . و .، اپرېدی، ح . ، ځدراڼ، ع . ر . ، وياړ، ح . م . ، ندرت، ض . ا. ، فراهي، ع . و . ، جهاني، ع . ب . ،او دوست، د. م . ( ۱۳۵۸ – ۱۳۶۵) . پښتو- پښتو تشريحي قاموس . . .
د ( ۱۳۵۸ – ۱۳۶۵) کلونه په حقيقت کي د « پښتو- پښتو تشريحي قاموس » د لومړني چاپ د بېلابېلو کلونو لړۍ ته اشاره کوي . دا قاموس دوهم پلا په ( ۱۳۸۳ ش / ۲۰۰۵م )کي د ميديوتيک مؤسسې له خوا په نوې بڼه چاپ سوی دﺉ .

ط) ناچاپه خطي نسخه
د بيبليوګرافيک ريفرينس په دې بڼه کي بايد، له ناچاپه خطي نسخې سره د کتاب په شان چلند وسي . له کتاب سره د خطي نسخې د استناد توپیر په دې کي دﺉ، چي په ناچاپه خطي نسخه کي بايد، د چاپ د ځای او خپروونکي پر ځای « ناچاپه خطي نسخه » وليکله سي؛ لکه په دې مثالونو کي :

ماکو، س . ( ۶۱۲ ق ) . تذکرة الاوليأ . ناچاپه نسخه .

مخلص، ع . م . ( ن . ن . ) . ديوان . خطي نسخه .

په دوهمه بولګه کي د علي محمد مخلص ديوان د ليکلو نېټه نه لري، نو ځکه د نېټې پر ځای د ( ن . ن . ) کښل سوي دي .
يادونه : د محدود تيراژ د خپرونو له پاره بايد تر سرليک وروسته، په ليندييو کي، د خپروني د تر لاسه کولو پته هم وليکله سي .

يوولسم څپرکی : دسر چينو په ليست کي د مهالنييو له پاره، د بيبليوګرافيک ريفرينس عمومي اوډنه
د سرچينو په فهرست ( Reference List ) کي د مهالنييو د اوډني له پاره بايد، دغه عناصر په وار سره ځای ولري :
- د مؤلفانو نومونه بايد په اړولې بڼه ( کورنی نوم يا تخلص بايد د لومړي يا منځني نوم تر لوموړييو تورو مخکي ) وليکل سي .
- د خپرېدو کال په ليندييو کي وکښل سي؛ او تر ليندييو دباندي يو ټکی کښېښوول سي ( د هغو مجلو له پاره، چي په ټاکلې ورځ يا مياشت کي خپرېږي، بايد د خپرېدو کال او تر هغه وروسته د مياشتي او ورځي نېټې وليکلي سي ) .
- په انګرېزي کي بايد د مقالې سرليک په غبرګو ليندييو کي و نه کښل سي؛ يوازي د لومړي ټکي لومړی توری په غټو تورو وليکل سي؛ او په پای کي يې يو ټکی کښېښوول سي .
- د مجلو يا مهالنييو تر نامه لاندي بايد کرښه کښل سوې وي ( په انګرېزي کي بايد د مجلو او مهالنييو په نامه کي غېر له آرټيکلونو ( A ، An او The ) او اداتو ( Prepositions ) نور ټول ټکي په غټو تورو وليکل سي؛ او په پای کي يې کامه کار سي .
- د ټوک تر لمبر لاندي بايد کرښه وکښل سي؛ او په پای کي يې کامه راسي ( د هغو مهالنييو د ټوک لمبر بايد وړاندي نه سي، چي په يوه ټاکلې نېټه خپرې سوي وي ) .
- د اړونده پاڼي تر يادوني وروسته بايد يو ټکی کښېښوول سي .

دولسم څپرکی : د مهالنييو د بيبليوګرافيک ريفرينس بولګې

الف) د مسلکي مجلې هغه مقاله، چي يوه مؤلف ليکلې وي
په مسلکي مجلو کي د يوه مؤلف له خوا ليکل سوې مقاله په دې ډول اوډل کيږي :

آسوده، قاسم . ( ۱۳۴۱) . جسمي ناروغۍ او فکري روغتيا . طب ، ۹، ۱۳-۱۶ .

يا په دې انګرېزي مثال کي :

Harvey, O. L. ( 1980 ). The measurement of handwriting considered as a form of expressive movement. Quarterly Review of Biology, 55, 231-249.

ب) د مسلکي مجلې هغه مقاله، چي په ليکنه کي يې تر شپږو ليکوالو پوري برخه اخيستې وي
که د يوې مسلکي مجلې د مقالو په ليکنه کي تر شپږو ليکوالو پوري برخه اخيستې وي، بايد د ماخذونو په فهرست کي د استناد له پاره داسي وړاندي سي :

اعجازي، ع . ح . ، معنوي، م . ص .، حليمي، م . ف . ، انصاري، ف .، او معروفي، ع . م . ( ۱۳۵۰ ) . د ناروغييو په وړاندي د انسانانو د تدافعي سيسټم پيـــــــــاوړتــــــــيا طبــــي څـــېړني، ۱۲ ، ۱۲۸- ۱۴۴ . ( فرضي مثال )

لکه څنګه چي ګورو، د ماخذونو د فهرست په دې بڼه کي تر شپږو ليکوالو پوري د ټولو نومونه په جلا جلا ډول وړاندي کيږي . په انګرېزي کي بايد تر وروستي ليکوال مخکي کامه او د امپرسند نخښه ( & ) و ليکله سي؛ لکه په دې مثال کي :

Rodney, J., Hollender, B., & Campbell ( 1983 ). Hypnotizability and phobic hehavior. Journal of Abnormal Psychology, 92, 386- 389.


که د مقالې په ليکلو کي تر شپږو زياتو ليکوالو برخه اخيستې وي، استناد سوی اثر بايد، په متن کي د ليندييو تر منځ داسي وړاندي سي :

( امرخېل، ع . او نور . پښتو- پښتو تشريحي قاموس ۱۳۸۳ ) .

يا په دې انګرېزي مثال کي :

( Frey et al. 1981 ).

ج ) د هغي مجلې مقاله، چي په هره ګڼه کي يې دمضومونو د بېلولو له، پاره نوي نومرې کار سوي وي
که د مجلې هره ګڼه له لومړي مخ څخه پيل سوې وي، بايد تر کلني ټوک لاندي يې کرښه وکښل سي؛ او تر هغه وروسته په ليندييو کي د ګڼي لمبر، بيا کامه او په هغه پسې د مجلې د مخونو نومرې او په پای کي يو ټکی وليکل سي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

عمري، ش . ( ۱۳۵۵ ) . د داستان ليکلو لاري . ادب ، ۲۴ ( ۵ ) ، ۹۴ - ۱۰۷ .
په پورته مثال کي ( ۱۳۵۵ ) د مجلې د خپرېدو کال، ( ۲۴ ) د مجلې د کلني ټوک لمبر، ( ۵ ) د مجلې د استناد سوي ګڼي نومره او (۹۴ - ۱۰۷ ) د استناد سوي مضمون د مخونو نومرې دي .
د) هغه مجلې، چي دکلني ټوک د بېلابېلو ګڼو مخونه يې پرله پسې نومرې لري
ډېري علمي او مسلکي مجلې، په ټول کال کي د بېلابېلو ګڼو دمخونو له پاره پرله پسې نومرې کاروي . د داسي اثارو د تر لاسه کولو له پاره، لوستوونکي يوازي د اړوند ټوک او پاڼو لمبرونو ته اړتيا لري؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

اڅکزی، ص . ( ۱۳۴۵) . عادلانه نظام . نياو ، ۲۳ ، ۱۷- ۲۵ .

په مخکني مثال کي ( ۱۳۴۵) د مجلې د خپرېدو کال، ( ۲۳) د مجلې د کلني ټوک لمبر او په پای کي ( ۱۷- ۲۵ ) د استناد سوي مقالې د مخونو نومرې دي . په دې بولګه کي د مجلې ځانګړي ګڼي نومره نه ياديږي .

هـ) د مياشتنۍ مجلې مقاله
د بيبليوګرافيک ريفرينس په دې بڼه کي، د مياشتنۍ مجلې د خپرو سوو مقالو د استناد له پاره بايد ، تر مؤلف وروسته په ليندييو کي د خپرېدو کال، بيا کامه او د خپرېدو مياشت وليکل سي . تر ليندييو دباندي بايد يو ټکی کښېښوول سي . د مقالې د مخ يا مخونو له پاره بايد د مثال په توګه د « م . » يا « م م . » ( په انګرېزي کي د « p. » يا « pp. » ) توري وکښل سي؛ لکه په دې مثالونو کي :

روهي ، کانديد اکاډميسين ص . (۱۳۶۶ ، زمری ) . ادبي سبک، ادبي مکتب او ادبي ميتود . کابل ، ۱۷- ۳۴ م م .
يا
روهي ، کانديد اکاډميسين ص . ( د۱۳۶۶ زمری ) . ادبي سبک، ادبي مکتب او ادبي ميتود . کابل ، ۱۷- ۳۴ م م .

يا په دې ډول ( که چيري د « روهي » په نامه د بل ليکوال له اثر/ اثارو څخه هم ګټه اخيستل سوې وي ) :

روهي ، ص . ،کانديد اکاډميسين . (۱۳۶۶ ، زمری ) . ادبي سبک، ادبي مکتب او ادبي ميتود . کابل : ۱۷- ۳۴ م م .

يا په دې انګرېزي بولګه کي :

Canby, T. Y. ( 1983, September ). Satellites that serve us. National Geographic, pp. 281 -300.



و) د هغي مجلې مقاله، چي په ټاکلې ورځ خپره سوې وي
د هغي مقالې د استناد له پاره، چي په يوه ټاکلې ورځ خپره سوې وي، تر مؤلف وروسته په ليندييو کي د خپرېدو کال، وروسته کامه، بيا د مياشتي او نېټې يادونه کيږي؛ او تر ليندييو دباندي يو ټکی ايښوول کيږي . د مقالې د استناد سوو مخونو تر لمبرونو مخکي بايد د « م . » يا « م م . » ( په انګرېزي کي د « p. » يا « pp. ») توري وکښل سي؛ لکه په دې مثال کي :
خيرخواه، ن . (۰ ۱۳۵، د تلي پينځمه) . رښتينې ازادي . لمر ، ۸۰- ۸۴ .

خيرخواه، ن . ( د ۰ ۱۳۵ د تلي پينځمه) . رښتينې ازادي . لمر ، ۸۰ - ۸۴ .

ز) د ورځپاڼي مقاله
تر مؤلف وروسته بايد په ليندييو کي د مقالې د خپرېدو دقيقه نېټه وليکل سي؛ او د ورځپاڼي تر نامه وروسته د هغې د اړونده برخي د مخ/ مخونو يادونه وسي . د اثر د استناد په ټولو برخو کي بايد عربي عددونه ( ۱، ۲، ۳ . . . ) کار سي . په پښتو کي بايد د مخ/ مخونو له پاره د « م . » يا « م م . » مخفف توري ( په انګرېزي کي له يوه ټکي سره د « p. » يا « pp. » ) توري استعمال سي . که د ورځپاڼي مقاله، مؤلف ونه لري، نو بايد مقاله په سرليک سره پيل سي . هغه اثرونه بايد په سرليک کي د لومړي مهم ټکي د الفبا د تورو په ترتيب و اوډل سي، چي مؤلف نه لري؛ لکه په دې مثالونو کي :

Goodman, E. ( 1983, December 23 ). Bouvia case crosses the " right " line. Los Angeles Times, Part 2, p. 5.

غفورزی . ا. ( ۱۳۸۵ ، د حمل ۱۸ مه ) . ملي روغه جوړه . انيس، ۳، ۳- ۴ .
يا
غفورزی . ا. ( د ۱۳۸۵ د حمل اتلسمه ) . ملي روغه جوړه . انيس، ۳، ۳- ۴ .

په مخکني مثال کي ( ۳ ) د ورځپاڼي د اړونده برخي او ( ۳- ۴ ) د استناد سوومخونو نومرې دي .

ح) سرمقاله
د سرمقالې د استناد پر مهال بايد د « سر مقالې » د کليمې يادونه وسي؛ او تر عنوان وروسته يې يو ټکی کښېښوول سي . که سرمقاله ځانګړی عنوان و نه لري، نو تر هغې وروسته بايد سمدستي يو ټکی کښېښوول سي . که نه نو له دغه راز اثر سره بايد د مهالنييو يا مسلکي مجلو په څېر چلند وسي؛ لکه په دغو مثالونو کي :

Guion, R. M. ( 1983 ). Comments from the new editor [ Editorial ]. Journal of Applied Psychology , 68, 547.

وفا، ج . م . ( ۱۳۲۷ ، د مرغومي ۲۷مه ) اساسي قانون او زموږ ملي دندې [ سرمقاله ] . وطن، ۳، ۱ .

په تېر مثال کي (۳ ) د وطن ورځپاڼي د استناد سوي ګڼي لمبر او ( ۱) د سرمقالې د پاڼي يا مخ نومره ده .
يا په دې مثال کي، چي د سرمقالې ليکوال مالوم نه دﺉ :

جنايت کوونکي په رسمي جامو کي . ( د ۱۳۸۴ د چنګاښ لسمه ). سرمقاله . ګهيځ ، ۵ ، ۳ .

ط) مسوول مدير ته ليک
که تر مؤلف وروسته په ليندييو کي د مجلې مياشت ليکل سوې وي، بايد د مخ يا مخونو له پاره د « م . » يا « م م . » مخفف توري ( په انګرېزي کي د « p. » يا « pp. » توري) استعمال سي ؛ لکه په دې مثالونو کي :

Jones, L. ( 1983, November ). Bite the bullet [ Letter to the editor ]. Psychology Today, p. 5.

شېرزاد، سنځله . ( د ۱۳۵۰ غبرګولی ) بډي ورکول او اخيستل دواړه ګونا ده [ ليک ]. هيواد، ۳ م .

ی) کره کتنه
په پښتو کي بايد د بيليوګرافيک ريفرينس په دې بڼه کي، د کره کتني ټکی د کره سوي اثر په پای کي ليکل سوی وي ( په انګرېزي کي بايد د « Review of » ترکيب په براکيټونو کي د کره سوي اثر په سرليک سمدستي پسې کښل سوی وي؛ لکه په دې مثالونو کي :

Boorstein, J. K. ( 1983, November/ October ). On Welfare [ Review of Dilemmas of welfare policy: Why work strategies haven't worked ]. Society, pp. 120- 122.

بريالی، ګ . ر . ( د ۱۳۴۲ وږی ) . د هـ . ج . راورټي په ګلشن روه کي د خوشال خان خټک د شعرونوکره کتنه، کندهار ، ۲۵– ۳۶ م م .

ديارلسم څپرکی : د ناچاپه موادو له پاره، د بيبلوګرافيک ريفرينس بولګې
لکه دې کبله، چي ناچاپه مواد له بېلابېلو مالوماتو سره په رنګارنګو بڼو وړاندي کيږي، نو په دې برخه کي عمومي قاعده دا ده، چي د داسي موادو د استناد پر مهال بايد تر وسه وسه ټول ضروري مالومات وړاندي سي .

الف) کمپيوټري سرچينې
د اطلاعاتي مرکز ( database ) لومړنۍ جوړوونکی بايد د مؤلف په توګه وړاندي سي . همدغه راز بايد په ليندييو کي د پروګرام د جوړېدو نېټه وليکله سي . وروسته باید د پروګرام سرليک وکښل سي؛ او په هغه پسې استناد سوی پروګرام، په براکيټونو کي د کمپيوټري پروګرام په توګه معرفي سي . د پروګرام د ځای او د خپروونکي د نامه په اړه بايد لازم مالومات وړاندي سي؛ او په پای کي بايد په ليندييو کي د پروګرام د ښې پېژندني او موندني له پاره نور اضافي مالومات هم وليکل سي . په دې اضافي مالوماتو کي باید د کمپيوټر د هغه ډول ( نوعيت ) يادونه هم وسي، چي سافټ وېر يا پروګرامونه ورته جوړ سوي وي . د کمپيوټر په استناد کي دوه ډوله سرچينو ته اشاره کيږي :
۱- د کمپيوټري پروګرامونو هغه مالومات، چي په حقيقت کي د مالوماتو له بانک ( Data Bank ) څخه تر لاسه سوی وي .
۲- د کمپيوټر د مرکز له خوا وړاندي سوي ليکلې خپرونه .
د دې دوواستنادونو بولګې زياتره په دې ډول ليکي :

۱- کمپيوټري پروګرام
په پښتو او پارسي کي لا تر اوسه د کمپيوټري پروګرامونو د استناد او په بيبليوګرافۍ د هغو د اوډني اړتيا نه ده را منځ ته سوې . له دې امله دلته د دې ډول اثارو دوه انګرېزي مثالونه وړاندي کيږي، چي په راتلونکي کي د زده کوونکو د لارښو په توګه کار و کړي :

Poole, L. , & Barchers, M. ( 1977 ). Future value of an investment [ Computer program ]. Berkeley, CA: Adam Osborme & Associates. ( Basi c for a Wang 2200 ).

Fernandes, F. D. ( 1972 ). Theoretical prediction of interference loading on aircraft stores. [ Computer program ]. Pomona, CA: General Dynamics, Electro Dynamics Division. (1650 card images, Fortran IV, for CDC - 6000. Available through the University of Georgia, Athens, Georgia).

د کمپيوټري پروګرام د لارښود ( manual ) د استناد له پاره هم بايد د کمپيوټري پروګرام په څېر مالومات وړاندي سي؛ خو داسي سرچينه باید تر سرليک وروسته په براکيټونو کي دکمپيوټر د لارښود په نامه و پېژندل سي؛ لکه په دې مثال کي :

Move - it: Inter – computer communication system. ( 1982 ). [ Computer manual ]. Canoga Park, CA: Wolfe Software Systems.

۲- له اطلاعاتي مرکز ( Data Bank ) څخه د سرچينې را ايستل
هغه سرچينې، چي له اطلاعاتي مرکز ( Data Bank ) څخه تر لاسه سوي وي، د خپلو اصلي منابعو په بڼه وړاندي کيږي . د اصلي سرچينې تر استناد وروسته بايدد شارحې نخښه او رپوټ ( په انګرېزي کي د « rpt. » ) توري ) وکښل سي؛ او په هغو پسې د هغه شرکت يا مؤسسې ځای او نوم وليکل سي، چي د کمپيوټري سرچينې د اطلاعاتو د را ايستلو چاري يې بشپړي کړي دي . له اړتيا سره سم بايد د پروګرام د کوډ، فايل يا ريکارډ لمبر هم وړاندي سي؛ لکه په دې مثال کي :

Ulmer, C. ( 1981 ). Competence based instruction. Community College Review, 8 ( 4 ), 51- 56. rpt. Los Angeles: ERIC, File 1 , EJ27541.


ب) فيلم
د فيلم د استناد پر مهال باید د هغه د جوړوونکي يا پروډيوسر نوم ( په ليندييو کي )، تر هغه وروسته د لارښوونکي يا ډايريکټر نوم ( په ليندييو کي )، بيا دفيلم د جوړولو نېټه ( په ليندييو کي ) وليکل سي . استناد سوې وسيله بايد تل په براکيټونو کي وليکل سي، چي له کتاب يا بلي سرچينې سره ګډ نه سي؛ لکه په دې فرضي مثال کي :

ويښ، م . ( پروډيوسر )، او نظري، ع . و . ( ډايريکټر ) . ( ۱۳۷۰ ) . د کونډي زوی . [ فيلم ] . کابل : افغان فيلم .

يا په دې انګرېزي مثال کي :

Cotton, D. H. ( Producer ). , & Correll, J. B. ( Director ). ( 1980 ). The Management of hypertention in pregnancies [ Film ]. Houston: Universtiy of Texas.

ج) ثبت سوې سرچينه
د ثبت سوي سرچينې د استناد له پاره بايد د لومړييو مرسته کوونکو ( وياند، نرېټر، د جرګه ګۍ دمشر، د غونډي يا فورَم د ډايريکټر او نورو ) د نومونو يادونه وسي؛ او تر هغو وروسته بايد د ثبت نېټه ولیکله سي . که ثبت سوی اثر لمبر ولري تر څرګندولو وروسته بايد په لیندييو کي ونيول سي؛ او په پای کي د خپـــــــرېدو د د قيق ځای او خپروونکي يادونه وسي .

څورلسم څپرکی : دځانګړو موادو د بيبليوګرافيک ريفرينس بولګې
له دې کبله، چي سرچينې په بېلابېلو بڼو وړاندي کيږي، نو د هر استناد سوي اثر له پاره د ځانګړي بولګې وړاندي کول ممکن نه دي . که د يوې سرچينې د استناد له پاره خپله خاصه نمونه او مثال نه وي، بايد د سرچينې د موندلو پاره لوستوونکي ته بشپړ مالومات وړاند ي سي . په عمومي ډول بايد د او ډني دغه تر تيب په پام کي ونيول سي :
۱- د هغه چا يا سازمان نوم، چي د اثر په وړاندي مسووليت لري .
۲- هغه کال، چي اثر پکښي چاپ سوی، جوړ سوی يا خپور سوی وي .
۳- د اثر يا سرچينې سرليک .
۴- د اثرکوډ لمبر .
۵- د اثر ځای .
۶- خپروونکی .

الف) دولتي سندونه

۱- کانګريس
د دولتي اسنادو په دې بيبليوګرافيکه اوډنه کي، د امريکا د متحدو ايالاتو درې بولګې، وړاندي کيږي :
United States. Cong. House. ( 1977 ). U. S. assistance programs in Vietnam. 92 nd. Cong. , 2nd sess. Washintion, DC: U. S. Government Printing Office.
United States. Cong. Senate. ( 1970 ). Sepration of powers and the independent agencies: Cases and selected readings. 91st Cong. , 1 sess. Washington, DC: U. S. Government Printing Office.
United States. Cong. Joint Economic Committee on Printing. ( 1983 ). Congressional Directory. 98th Cong. , 1st sess. Washintion, DC: U. S. Government Printing Office.

پښتو کي د ملي شورا سندونه، د بيبليوګرافيک ريفرينس له پاره، په دې ډول وړاندي کيږي :

د افغانستان ولسي جرګه . ( ۱۳۸۵ ) . د معيوبينو د حقوقو او امتيازاتو په اړه خبري اتري . د ولسي جرګه څلورلسمه دوره . دوهمه غونډه . کابل : د د ولتي خپرونو اداره .

د افغانستان د مشرانو جرګه . ( ۱۳۴۲ ) . د ډيورينډ د تپل سوي کرښي کړکېچ . د مشرانو جرګې ديارلسمه دوره . دريمه غونډه . کابل : د د ولتي خپرونو اداره .

د افغانستان ملي شور ا . (۱۳۸۵) . د نشه يي موادو د کرني او سوداګرۍ د مخنيوي ګډ کميسيون . د ولسي جرګه څلورلسمه دوره. دوهمه غونډه . کابل : د د ولتي خپرونو اداره .

۲- اجراييه څانګه
د بيبليوګرافۍ په دې بڼه کي، د امريکا د متحدو ايالاتو د جمهوري رياست د ادارې له خوا خپاره سوي سندونه په دې ډول وړاندي کيږي :

Johnson, L. B. ( 1968 ). Economic report of the President. Washington, DC: U.S. Government Printing Office.

Executive Office of the President. ( 1981 ). Environmental trends. Washington, DC: U.S. Government Printing Office.

په پښتو کي هم د افغانستان د جمهوري رياست د ادارې د خپرونو له پاره همدا سي بڼه غوره کېدای سي :

دادفر، ک . ( ۱۳۵۵ ) . د جمهوري رياست د اقتصادي پلانونو لنډيز . کابل : د د ولتي خپرونو اداره .
يا
د افغانستان د جمهوري رياست دفتر . ( ۱۳۵۶ ) . د افغانستان د ښووني او روزني ټولي ادارې نوي خوځښت ته اړتيا لري . کابل : د د ولتي خپرونو اداره .

ب) قانوني ريفرينسونه
د پوهنتونو د زده کوونکو په ليکنو کي، يوازي د محکمو د دعوو او د ځينو مقررو د استناد په څېر قانوني ريفرينسونو يادونه کيږي .کېدای سي قانوني استنادونه پېچلي ډولونه ولري، له دې امله که په ليکنه کي پر قانوني استنادونو پراخه تکيه سوې وي، نو د زيات مالومات له پاره دي دا اثر وکتل سي :

A Uniform System of Citation, 12th Edition ( Cambridge: Harvard Law Review Association, 1976.

د قانوني استناد عامو ډولونو له پاره بايد دغو بولګو ته پام وسي :

۱- د محکمې دعوه ( شخړه)
د محکمې د پرېکړو د استناد له پاره بايد، په عمومي ډول دغه بڼه غوره سي :
۱- مدعي د مدعي عليه پرخلاف .
۲- د استناد سوي قضايي رپوټ ټوک، سرليک او د پاڼي لمبر .
۳- په ليندييو کي د هغه محکمې نوم او پېژندګلوي، چي د اړونده دعوې په اړه يې پرېکړه کړې وي؛ لکه په دې مثال کي :

احمد دکام شرکت پر خلاف، ۱۳۰ الف . دوهم ۲۵۹ ( ک. و . ا. ۱۳۴۵ )

په ياد سوي مثال کي، لومړی د دعوې د دواړو اړخو نومونه، وروسته د پرېکړي ټوک ( ۱۳۰ الف . ) د پرله پسې ګڼي لمبر ( دوهم ) او د اړوند مخ نومره ( ۲۵۹ ) ورپسې په ليندييو کي د کابل ولايت د استيناف محکمې اختصاري بڼه او د پرېکړي کال، وړاندي سوي دي .
يا په دې انګرېزي بولګه کي :

Clark V. Sue. 559 S. W. 2nd. 914 ( Tex. civ. app. 1977 ).

په مخکني مثال کي « کلارک » د دعوې مدعي ( هغه څوک، چي قانوني دعوه يا شکايت يې کړی دﺉ )، « سو » مدعي عليه ( هغه څوک ،چي پر خلاف يې د مدعي له خوا دعوه سوې ده )، « ۵۵۹ » د « South Western Reporter» د ټوک لمبر، « . 2nd S. W. » د ساوت ويسټرن رپورټر د د وهمي لړۍ، « ۹۱۴ » په همدغه خپرونه کي د هغه دعوې د استناد مخونه دي، چي په( ۱۹۷۷ )کال د ټيکساس د مدني حقوقو په استينافي محکمه کي غوڅه سوې ده .

۲- قوانين او مقررې
په ټولنه کي د پېژندل سوو قوانينو او مقررو د استناد له پاره، داسي لنډه او اسانه بڼه کاريږي :

د افغانستان داساسي قانون ( ۱۳۴۲ ) د پينځمي مادې دريمه فقره .

يادونه : له دې کبله، چي په افغانستان کي زياتره له هر رژيم سره نوی اساسي قانون تصويب او نافذ سوی دﺉ، نو د دغه راز استناد پر مهال بايد تل د هغه د چلند نېټه وليکل سي، چي په دې توګه له نورو ملغا سوو اساسي قوانينو څخه بېل سي .
يا
دافغانستان د مدني قانون د يوسلو دېرشمي مادې دريمه فقره .

يا په دې انګرېزي مثالونوکي :

U. S. Cons. Art. III, Sec. 2.

15 U. S. Code. Sec. 78 J. ( 1964 ).


۳- تړونونه
د تړونونو په استناد کي بايد تر هر څه مخکي د تړون سرليک په غبرګو ليندييو کي( چي يو ټکی يې په پای کي ايښوول سوی وي )، بيا د هغه سند نوم چي تړون پکښي خپور سوی وي، تر هغه وروسته د سند د ټوک، برخي او تړون لمبر، د سند د خپرېدو ځای، خپروونکی او نېټه وليکل سي؛ لکه په دې مثال کي :

« د افغانستان او جاپان تر منځ د تخنيکي او اقتصادي مرستو تړون . » بين المللي تړونونه . ۳ ټ، دوهمه برخه، ۱۳۱۱۹ لمبر تړون . کابل : د دولتي خپرونو اداره، ۱۳۵۵.

يا په دې انګرېزي مثال کي :

" Technical Cooperation Agreement Between the Government of Royal Kingdom of Saudi Arabia . " Treaties and Other International Agreements. Vol. 26, Part 1, TAIS No. 8072. Washington, D.C. : U. S. Government
Printing Office, 1976.

پينځلسم څپرکی : د رپوټ د بيبليوګرافيک ريفرينس بولګې
د بيليوګرافيک ريفرينس په دې بڼه کي، د رپوټ د استناد له پاره بايد تر سرليک وروسته د « رپوټ » ټکی په ليندييو کي وليکل سي . که رپوټ ځانګړی کوډ لمبر ولري، بايد دهغه يادونه هم وسي؛ لکه په دې فرضي مثا ل کي :

د سيمه ييزي همکارۍ له پاره د جنوبي اسيا ټولنه . ( ۱۳۸۵ ) . په غړو هيوادو کي د ټرانسپورټي او مخابراتي خدمتونو اسانه کول . ( رپوټ ) . کابل : د دولتي خپرونو اداره .

که خپروونکی او مؤلف دواړه يو وي، بايد په هغه ځای کي هم د مؤلف ټکی ولیکل سي، چي په عادي ډول د خپروونکي نوم ليکل کيږي؛ لکه په دې مثال کي :

د افغانستان ملي موزيم . ( ۱۳۸۶ ) په تنظمي جګړو کي د افغانستان د ډېرو لرغونو او ارزښتناکو تاريخي اثارو چور او ورانی . ( رپوټ ) . کابل : مؤلف .

په مخکني مثا ل کي د خپروونکي پر ځای د « مؤلف » ټکی په دې مانا دﺉ، چي دا رپوټ د افغانستان ملي موزيم جوړ کړی دﺉ .

شپاړسم څپرکی : استناد سوي اثار ( د نومرو سيسټم )
د بيبليوګرافۍ په دې بڼه کي بايد « استناد سوي اثار » د الفبا د تورو په ترتيب و اوډل سي . بې شکه په متن کي کار سوي نومرې پرله پسې بڼه نه لري ( ځيني کارپوهان غوره ګڼي، چي د اثارو د الفبايي ترتيب پر ځای، په متن کي د ماخذونو له لومړۍ اوډني سره سم، د پرله پسې نومرو سيسټم په پام کي ونيول سي ) . دغه بولګه وګورﺉ، چي د الفبايي/ پرله پسې نومرو د فهرست له مخي جوړه سوې ده .
په اوډل سوو اثارو کي بايد د ا. ا. ټ . د « سرچينو فهرست » هغه سبک په پام کي ږ نيول سي، چي په اتم څپرکي کي يې يادونه و سوه .

استنادسوي اثار

۱. آسوده، قاسم . ( ۱۳۴۱) . جسمي ناروغۍ او فکري روغتيا . طب ، ۹، ۱۳-۱۶ .
۲. د افغانستان ملي آرشيف . (۱۳۴۰ ) . د پښتو خطي نسخو فهرست . ( دوهم چاپ ) . کابل : مؤلف .
۳. بېنوا، ع . ر . ( ۱۳۲۶ / ۱۹۴۷ ) . د رحمان بابا د ديوان تدوين ، سمون او مقابله . کابل : پښتو ټولنه .
۴. پطروشفسکی، ا . ( ۱۳۵۲) . اسلام در ايران . ( ترجمۀ کريم کشاورز ) . تهران : پيام .
۵. حبيبي، ع . ح . ( ۱۳۸۳) . نوم ورکي مؤرخين . کندهار : صحاف .
۶. عمري، ش . ( ۱۳۵۵ ) . د داستان ليکلو لاري . ادب ، ۲۴ ( ۵ ) ، ۹۴ - ۱۰۷.
۷. کاکړ، ل . م .، او حبيبي، ع . ح . ( ۱۳۱۸ ) . سپېڅلې پښتو . کندهار : طلوع افغان .

يادونه : هر ماخذ يا سرچينه، چي په متن کي د ځانګړي لمبر په مرسته استناد سوې ده، بايد له هغي سرچينې سره سمون او ورته والی ولري ، چي پورته اوډل سوي دي . په بله ژبه، د هغه اثر بشپړ جزييات، د استناد سوو اثارو په ليست کي تر « ۳ » عدد لاندي موندل کيږي ، چي په متن کي د « ۳ » لمبر په مرسته نښاني سوی دﺉ .
د دې لارښود ماخذ :
Anthony C. Winkler, and Jo Ray McCuen. Writing the Research Paper: A Handbook. Third Edition. Forth Worth: Harcourt Brace Jovanovich Publishers, 1989. 106 – 190.

 
  د ليکوال پېژندنه  
  هارون خپل   ــ  انګلستان  
     
 
 
 

پــــــــای