د کتاب پېل

 
 

ستا ياد،زما ملګری

 
     
   
     
 

 
     
  د کتاب پېژندنه :  

د کتاب نوم : ستا ياد، زما ملګرى (شعري ټولګه)
شاعر : بشير ګواښ ( بابک)
اړيکې : hajrulaswad@gmail.com
۵۴۹۵۶۰۷۰ (۰) ۰۰۹۳
چاپ کال : ١٣٨٥ لمريز
کمپوزچارې : جاويداحمد هميم
اوډون : راحت ګل زيارمل
چاپ زيار : عطا محمد هيله من او عبدالله سهار

انلاين چاري :  لر اوبر لوی افغانستان  http://www.larawbar.com 

 

ډالۍ :

خداى بښلې خوږې مور ته، چې د تګ سره يې ټولو خوښيو کډه کړې.

 
مننه :

د پژواک خبري آژانس د سيمه ايزو خبرونو د سموونکي (ايډيټر) جاويداحمد هميم چې که هلې ځلې او هڅونه يې نه واى نو خداى خبر که دا کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شوى واى. له ځوان شاعر راحت ګل زيارمل څخه چې د کتاب په دننۍ اوډنه کې يې برخه واخيسته، د ملګري شاعر عطامحمد هيله من او د خواږه غږ لرونکي شاعر عبدالله سهار څخه چې په ورين تندي يې د دې کتاب د چاپ چارې پرمخ يوړې، د زړه له کومې مننه کوم.
همدارنګه له زلمي انځورګر، ګران حشمت حيات څخه ډېره بښنه غواړم چې په بيا بيا جوړکړى د دې کتاب د پښتۍ انځور يې رانه ورک شو،دهغه له ډېر زغم او زيار څخه ځانګړې مننه کوم.
 
 
د بشير ګواښ  په اړه  :
اسدالله غضنفر ( په شګوکې چينه پروګرام ) ٢١ اپريل ٢٠٠٦
واقعي شاعران ترډېره حده له کتابونو نه ،بلکې له خپل ژوند اوچاپېريال الهام اخلي.د ښاغلي بشيرګواښ په قابوټولوشعرونوکې د ده خپلې تجربې ، د ده د خپل ژونداو چاپېريال عکسونه وينو.
ژوند ته چې څومره کاميابۍ مانا ورکوي ،ناکامي يې هم ورکولى شي ،بشيرګواښ ته چې د مور مړينې کوم درد وربخښلى دى،له هغه درده، ده هنر جوړ کړى. ((ډيوې بلې کړم)) همدغه هنر دى.

عزت الله ځواب- ننګرهار
زه د ګواښ د پخوانۍ شاعرۍ سره هم اشنا يم او اوسنۍ مې هم په يو ځل وليده، د ګواښ په پخوانيو غزلو يو ( سيورى ) خور و او د مينې د لمبو تپ ته يې لاسونه تاوده شوي ؤ؛ خو اوس پکې د مور د مينې او عاطفې خواږه او د هغې د بېلتون درد ډېر زورور دى، چې په ګواښ يې رڼا ورځ توره شپه کړې.
لږ خو څه و وايه خپه يې، ولې چپ غوندې يې
دا رڼا ورځ به په مسا شپه شي چې خبرې نه کړې.

ثنا ونود سِنګ، نوى ډهلي، هند
که غواړۍداسې يو البم وگورۍ چې په يوځاى پکې د غم،درد،خفګان، ناهيلۍ،زغم،مينې اوخوښۍ انځورونه په ډيرهنري توګه ايښودل شوې او ځاى پرځاى شوې وي، د بشير (ستا ياد ، زما ملګرى) وګورئ. دا همدغسې يو البم دى. زه بشير ته د هغه د دغه نيم بيت په اورولو سره زيرى ورکوم چې:
((ستا د غزل هره مصرعه په زړه کې لاره کوي))

نذير احمد نذير، کابل
دګواښ په شعرونو مې رخه راځي، کاشکې زما واى او ((ډيوې بلې کړم)) نظم چې مورته يې ليکلى دى، ما ژړوي. که همدا يو نظم يې تر ما رارسيدلى واى، هم ما به ويل چې ګواښ زما د خوښې شاعر دى. نو دده په خپله خبره:
يو هنرمند د شپې کوي د چا د هجر کيسې
هرې سندرې ته يې نام خدا، وايمه زه

ملالۍ خلجي، کابل
د خپلو ګرانو د جدايئ، د بې وفايئ، د ټولنې د بې انصافۍ،د افغانانو بدبختۍ، يا د دوستانو يادونه او هم داسې نور حالات ديو چا د سپيڅلي شاعر جوړيدو سبب کيدای سي خو نه د شاعر جوړيدو.
هر څوک شاعر نه وي خوزما په نظر هر پښتون، شاعر او هره پښتنه، شاعره ده، هغه صرف و يو څه ځلا ته اړه لري . په دې وجه زما په خيال بشيريو طبيعي شاعر دی او دده دژوند د حالاتو له وجې بشيرپه ډېره ساده او اسانه ژبه نژدې هره هغه موضوع په پام کې نيولې ده چې يو حساس څوک يی فکر کولای سي. د هغه شاعري يوازې د ځوانانو نه ده ولې چې هغه ډېر ژورفکرکړی او په ښه توګه يې خپل فکر په خپلو شعرونو کی انځور کړى دى.

ډاکټرمنقادالرحمن رودوال،کابل _ ( په شګوکې چينه پروګرام ) ٢١ اپريل ٢٠٠٦
دبشيرګواښ شعرونه رواني لري. دى هېڅ درانده کليمات نه کاروي او په شعرکې ېي نه لري. که لري يې ډېرکم يې لري. بل شى چې د ده په شعرکې دى هغه د متضادو کليمو تړون دى.
زه دې په خپل يادپسې تړلى يم
ته دژوندله قېد ازاده شوې يې
د بشيرګواښ په شعرونوکې عيني انځورونه هم ډېر زيات دي اوکمال ېي په دې کې دى چې دغه ټول انځورونه د ټولنې سره تړلي دي .

ولي محمد کنډيوال _جلالکوټ
که رښتيا ووايم او ښه په ډاګه يې ووايم نو ډاکټر بشيراحمد گواښ او شاعري يې يو له بل سره هېڅ اړخ نه لګوي،او دا ځکه چې ، د ډاکټر ګواښ د شعر ژبه دومره روانه ده چې د لوستونکي د عقل غاښونو ته هېڅ ضرر نه رسوي خو، پخپله بشيراحمد ګواښ بيا د همدې غاښونو ويستلو ډاکټر دى.


عطامحمد((هيله من)) ، جلالکوټ
که څه هم ګواښ دا ډېر کلونه د يو کليوال ژوند پر ځاى ښه ښاري ژوند لري او دغه ښاري ژوند لږ، ډېر دده پر ژبه تاثيرکړى مګر دده د قلم ژبه اوس هم هماغه ساده او روانه کليواله ژبه ده . دى د هماغه کليوال ژوند چاپيريال په خپل شعرکې را اخلي چې دده وينا ته يې خوند اورنګ وربښلى دى.
يوه بله ځانګړنه چې د بشير شاعري يې لري هغه د لوړ خيال او ښه فکر تر څنګ په شعر کې د نويو او ښکلو ترکيبونو کارول دي.د بشيرد ((کېنسر))په نامه شعر ولولئ، د درد،مينې،خيال،عاطفې اوخلوص يوه ځانګړې تابلو تشکيلوي.

انارکلي هنريار، کابل
کله چې د بشير ګواښ په شان شعرونه لولم او يا هم د نورو هيوادوالو شعرونه مې له نظره تېريږي، زړه مې غواړي چې کاش زه هم شاعره واى، خو پوهيږم چې له دې وړتيا څخه بې برخې يم. دا د خداى يوه ځانگړې ورکړه ده چې خپلو ځانګړو بندګانو ته يې په نصيب کړي.
زمونږ د ځوان شاعر بشير ګواښ شاعري او وړتيا د ستايلوده. کله مې چې د هغه شعرونه ولوستل، ډېر لوړ وو، هغه د اغيزمن کار په توګه خپل شعرونه خپلې ارواښادې مور ته ډالۍ کړى.د بشير ګواښ څخه چې د ټولنې زياتې بدبختۍ يې په شعر کې رانغاړلي دي، هيله لرم چې دغه هڅې ته دوام ورکړي.


ډاکټر بشيراحمد پرهر، جلالکوټ
شعرديو قوي مستنطق په څېر د شاعر د باطن ټولې خبرې راسپړي خو ځينې شاعران په دغه خبرو او مسئلو څه نا څه پرده غوړوي او اصلي موخه ترې د لږ سوچ وروسته ترلاسه کېږي خو د بشير گواښ شاعري انسان سوچ کولو ته نه اړ کوي بلکې د زړه ډېرې خبرې داسې بيانوي چې هرسړى پرې پوهېږي

عتيق الله ناز ،کونړ
بشيرګواښ يوداسې شاعر دى چې مينه کوي خو د مينې لپاره دکور،کلي ، مالت له رواجونواو د پلار، نيکه له نوم څخه نه شي تېرېدلى ، هغه ځينې وخت دومره زړور شي چې د مينې د بقا لپاره خپل ژوند قربانولى شي خوځينې وخت دومره ډارن شي چې کلونه ،کلونه دکلي تش په نامه رواجونوڅخه ځان نه شي خلاصولي.
دبشيرګواښ شاعري په واقعيتونو ولاړه ده. هغه داسې مسايل رانغاړي چې زمونږ په ورځني ژوندکې له موږ سره مل روان دي اوهمدغه لامل دى چې شعر يې په زړونو ننوځي.

بشير ګواښ...!؟
بشير ګواښ د ١٩٨٢ کال دفرورۍ په څلورمه نېټه د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ په خويزو(خواجه زى) کلي کې دوکيل صېب حاجي روح الامين بشير په علمي کورنۍ کې زيږيدلى دى. هغه، چې کورنى نوم يې بابک دى، د خپل مور پلار په نهه اولادونو کې پنځم تن دى.بشير ګواښ د شاعرانه فطرت د درلودلو او په خپل کورني غني کتابتون کې د مطالعې له کبله له لومړي سره د ادب او ليکلو سره مينه پيدا کړې وه او دغه مينه به يې په ښوونځي کې د مشاعرو او ادبي ناستو د جوړولو او اوډلو په ترڅ کې په زبات رسوله. که څه هم بشير غوښتل چې خپلې لوړې زده کړې په ژورناليزم او ياهم ادبياتو کې پوره کړي خو د وخت د غوښتنې سره سم يې د غاښونو طب ولوست. نوموړي د خبر او ادب سره اړيکې ماتې نه کړي او د زده کړې پر مهال يې د مشرق مجله چلوله او د سولې او جنګ راپور ورکوونکې نړيوالې ادارې سره يې خبريالي هم کوله. د زده کړو له پوره کولو وروسته هم په ژورناليزم کې پاتې شو. نوموړى که څه هم هيڅکله د رنځيدلو غاښونو درد ته درمل نه شوخو د ژورناليزم په ډګر کې يې د خداى ورکړې وړتيا له برکته د پژواک خبري آژانس او څانګې مجلې له لارې ډېرې ستونزې او ريښتينولۍ راوسپړلي.بشير ګواښ نه يوازې سپين سترګى او زړور ژورناليست دى بلکې يو ډېر خوږ طنز، لنډه کيسه او ناول ليکونکى هم دى. شاعري يې بله هغه وړتيا ده چې خپل دردونه پکې زمونږ مخې ته ږدي، پخپله هم ورته ژاړي او نور هم ژړوي. د هغه ټوله شاعري د هغه شاوخوا چاپيريال انځوروي.که څه هم بشير هر وخت موسکى او خندان ښکاري خو د مور مرګ او ځينو نورو ناوړه دودونو چې هغه څومره کړولى او دردمن کړى دى، د هغه په شاعرۍ کې يې ليدلى شو، ښايي همدغه درد يې زړه دومره نازکه کړى دى چې په نه خبره مروريږي، ژاړي او غصه کيږي خو هيڅکله کينه په زړه کې نه ساتي. نوموړى چې د تېرو پنځوو کلونو په شان اوس هم د ژورناليست په توګه دنده ترسره کوي، د ((ستا ياد، زما ملګرى)) سربېره يې څو نورو هنري کتابونه هم چاپ ته سترګې پرلاره دي.

د بشير د ښو ډېرو برياليتوبونو په هيله
جاويد هميم
کابل، افغانستان
 

د زړه خبري :
ژوند د ناخوالواو کړاوونو لومړى نوم دى. هره يوه لحظه يې د مرگ په شان درانده غمونه د ځان سره لري اوکه په دغه ستونزمن يون کې مرګ يا کوم ورته زورور در څخه ډېر خوږ ملګرى واخلي بياخو انسان داسې زرې زرې شي چې راټوليدل يې عمرونه اخلي.
ما د ژوند د ناخوالو څخه د پټيدلو لپاره ډېرو شيانو ته پنا ويوړه. د خپل زړه درد ته د شا کولولپاره د خلکو منځته ننوتم، د ټوکو ټکالو په کولو او اورېدلو سره مې کوښښ وکړ چې په وجود کې پټ درد مې ښکاره نه شي او خپله څېره راته ونه ښايي خو نه پوهيږم ولې هر ځل ناکامه پاتې شوم.د سکون په لټه مې ځان له خلکو هم ګوښه کړ خو درد لکه د بدن د پوستکي راسره وو او تراوسه يې لا يوازې کړى نه يم.
خير....!
کله مې چې د خپل ځان په لټه پسې چيغې کړې او چې له ښه ډېر لټون وروسته مې هم نه دى موندلى نو د ماشوم په څېر مې پښې پر زمکه ټکولي او ښې ډېرې کړيکې مې وهلې دي.... همدغه کړيکې په دې کتاب ګوټي کې راغونډې دي.
کله چې کوم مهربانه راته لاس راکړى او زما اوښکې يې پرې ايښي دي چې پر اوږه يې وبهيږي...همدغه خلوص مې په تورو کې رانغښتى دى.
کله هم چې د چا په زنگون د خوب ارمان مې ارمان پاتې شوى....
کله هم چې د ماښام تيارو ته يوازې شوى يم...
کله هم چې د کلي دسيند پر غاړه مې څوک ياد کړې دي...
کله مې هم چې د ښار په گڼه گوڼه کې يوازيتوب احساس کړى دى...
کله هم چې دردر له حده زيات شوى دى...
کله هم چې يارانو پرېښى يم، له دې نړۍ ناهيلى شوى يم اود شور څخه د پټيدلو لپاره مې ديوې ناشوني هيلې د پوره کېدلو په موخه د مور په غېږ کې پنا غوښتې ده......،په زړه کې مې يو څه تېرشوې دي اوپر کاغذ مې ليکلي دي، همدغه د زړه خبرې، دادى ستاسې پر وړاندې دي.
زه په دې باور يم چې شعر دلوستلو، اورولو او پوهيدلو خبرې نه دي بلکې د حس کولو دى. هيله ده چې تاسې هم ((ستا ياد ، زما ملګرى)) د لوستلو پرځاى ، حس کړئ.


مينه او مننه ،

ستاسې
بشير ګواښ ( بابک)
کابل، ا فغانستان
 
لــــړليک:
     
غزلونه :
 

•••

ژوند ختميدونکى، ژوند ته پاى موجود دئ
له دي معلومه شوه چي خداى موجود دئ

زما د مور د ياد له نوره ډک دئ
زما سينه کي داسي ځاى موجود دئ

•••

په (خونخوارو لارو) ځمه نه ويريږم
ستا ياد زما ملګرى دئ، مورجانې


تا چي پرېښودمه لاړې،دغه غم
له هغه وخته راغلى دئ مورجانې

ماشوم خيال به مي تڼاکي پښي راشي
ستا لټون پسي وتلى دئ، مورجانې

اوس د خلکو مخ کي تا پسي نه ژاړي
اوس دا ستا بشير غټ شوى دئ، مورجانې

•••

زه ځان کي دېره يمه، زه په زړه کي اوسمه
زه بلا يوازي يم، زه په زه کي اوسمه

خاوري يم د حسن، د ښکلا کوڅو کي خور يمه
بيا هم بختور يمه، ديار په پله کي اوسمه

ستا د زړه درزا کي انعکاس د ميني وينمه
ځان په کي بيا بيا اورمه، داسي غره کي اوسمه

اوښکه يم د سترګو په درشل باندي ولاړه يم
زه لکه سوالګر ماشوم، تل په زړه کي اوسمه


•••


يو هنرمندد شپي کوي دچا دهجر کيسې
هري سندري ته يې، نام خدا، وايمه زه

منم يولفظ يي هم زما، پر ګټه نه دئ خو بس
بيا هم خبري ته يې، نام خدا وايمه زه

دپير کيسه کي نه يم، نه يمه قايل دزيارت
خو منجوري ته يې، نام خدا،وايمه زه

دګواښ له غم نه هم بلا غمونه زړه کي ساتي
ځکه ملګري ته يې، نام خدا، وايمه زه

•••

چي يي ده خواکي دکوچيانو کيږدۍ خړه پړه
پروت مو شهيد دئ په همدغه غونډۍ خړه پړه

دخپل سپين غر له دغو سپينو واورو ځار شمه زه
چي مقابل کي يي ده سپينه ماڼۍ خړه پړه

خدايږو يوه لحظه مي نه وځي له خياله ځينې
ها د سرک منځ کي ولاړه جلۍ خړه پړه

بېګا هغي سپيني کونتري راته داسي ويل
بغير له تابه وي دا ټوله نړۍ خړه پړه

دادبشير دقبر نښه ده چي هېره يي نه کړئ
دصبر ونه پري ولاړه نرۍ خړه پړه

•••

خال دجبين خلک له کاره باسي
تور لونګين خلک له کاره باسي

زړګيه پام کوه دوکه پري نه شې
دا سره او سپين خلک له کاره باسي

ښکلي يوازي زمانه خوښيږي
دپاخه دين خلک له کاره باسي

يار په وعده باندي وفا نه کوي
هر ماسپښين خلک له کاره باسي

خداى دي داښکلي کړي بدرنګه ګواښه!
وايه امين خلک له کاره باسي

•••

زړه زما کتاب غوندې
دا پکي ګلاب غوندې

ژوند درته معنى کړمه!؟
ژوند دئ د عذاب غوندې

زه د سري غرمي په شان
ته لکه ماهتاب غوندې

زما په غزلونو کې
ته يي اضطراب غوندې

زه دا ستا د سوال په شان
ته زما ځواب غوندې

ساه کي مي خوره شي ، چې
غږ وکړي رباب غوندې

ته دوکه او چل فريب
ته لکه سراب غوندې

•••

دشنو ونو ځنګل وى او نرى نرى باران وى
يو ته راسره مل وى، او نرى نرى باران وى

هغه مابه چي ښکل کړلې، تابه سترګي کړي ټيټې
بس، همغه لمحي تل وى او نرى نرى باران وى

خلاص به نه واى دغه جنګ، هم دافغان جنګ په شان
چي زما او ستا کتل وى، او نرى نرى باران وى

بختورشانته ماښام وى، جنتي شان راز ونياز وى
ته نصيب مي له ازل وى، او نرى نرى باران وى

غيږه ستا وى له ماتاوه زما ستانه خوږه ياره
موږ په يو اوبل کي حل وى او نرى نرى باران وى

•••

چي په سرو وينو کال د درد پاتي دئ
لا مي سينه کي حال د درد پاتي دئ

له دي نه پس به نه ورځم نه به يي زه راغواړم
دابه قبوله کړم، خو دلته سوال د درد پاتي دئ

له اوښکو ډکي لوټل شوي سترګې، زړه او هجر
ملګرو ماسره بس دغه، مال د درد پاتي دئ

بيګا اسمان ژړل نن لمر په تيندکو راوخوت
لا پوره شوى نه دئ لا خو کال د درد پاتي دئ

چي ددردمنو زړه ته سر ښکاره کوي بشيره!
زما په سترګو کي خو دا کمال د درد پاتي دئ

•••

رايي وړه له قافه منتر سترګو کې
يو په بل پسي يي بدتر سترګو کې

بيا يي جوړ تصوير درڼو اوښکو کړ
بيا يي دئ راوړى هنر سترګو کې

نن چي يي په شونډو مسکا راغلله
ځان سره يي راوړ اختر سترګو کې

سري دي له خماره له مستۍ ځينې
ته وا، چپه شوى ساغر سترګو کې

امن به دسترګو په جنګ راولو
دروغ دي، دلته نشته دئ شر سترګو کې

هر ځاى کي به تاوينمه مينه ستا
څو پوري چي وي مي نظر سترګو کې

•••

نه شينکى چينار شته دئ، نه شينکى ګودر شته دئ
نه دبنګړو شور شته دئ نه مست مازيګر شته دئ

نه خندا دپېغلو شته نه دشاه زلمو اتڼ
نه هم شپه دقدر شته نه ورځ داختر شته دئ

نه کړي پر بلۍ غومبر ها سپينه کوتره اوس
ژبه خوله کي نه لري، نه يي سپين وزر شته دئ

نشته داختر مېلې، نه دبوډۍ ټال شته دئ
نه دچا لاسونه سره، نه يي شال په سر شته دئ

دلته ځاى پر ځاى دئ جنګ فصل دسړو رېبي
نه دميني تخم شته نه دميني کر شته دئ

اوس چي مي مور نشته دئ،دعاوي يي چي نه لرم
نه پرلار محفوظ يمه، نه مي کور کي ور شته دئ

•••

يو څوک په خوب کي راشي راته غاړه راکوي
تحفه کي راله زړه او مينه دواړه راکوي

تري غواړم به باران ،شېبي د وصل ،ښکلى يار
قبول به زما سوال شي خداى به واړه راکوي

له سر نه تر پښو پوري سرود شمه سرور شم
چي خوله راته جانان دسيند په غاړه راکوي

اشنا رانه زړه اخلي خو پريږدي راته غمونه
بدل کي د ابادي راله شاړه راکوي

منمه نابلد يم دسپوږمۍ سره ملګرو
خو ښکلى مخ ديار يي راله ژباړه راکوي

•••

داڅو ورځي مي زړه ته يوه خبره ځي راځي
پسته پسته خوږه لکه سندره ځي راځي

ډېوي کړي ورته بلي او يو څو اوښکي پري توئ کړي
زيارت ته هره ورځي منجوره ځي راځي

دچا په انتظار ده که امېل يي دئ ورک کړى
په هر قدم ودريږي تر ګودره ځي راځي

داپېغله خو کټ مټ ده لکه خور دملالۍ
راوړي زلمو ته غشي تر لښکره ځي راځي

په کومه شپه چي وژاړم په کومه شپه چي ډار شم
په خوب کي راته مور مي ترسحره ځي راځي

•••

خوشبويه به شي ټولي فضاګاني که ته راشې
خوري به شي هر خواته رڼاګاني که ته راشې

هغي هميش پوره غوښتم هغي يوازي نه!
پوره به شي د مور مي دعاګاني که ته راشې

غمونو،انديښنو او داسي نورو مي زړه وخوړ
شي ورکي به دا ټولي بلاګاني که ته راشې

يو ختم د قران کوم ملا، چڼي راغواړم
او خورمه پري ښي ډيري حلواګاني که ته راشې

دا سترګي خو مي ستا د ديدن مم پسي ژړيږي
خاموشي به شي دواړه ماشوماني که ته راشې

•••

زما ماشوم ښايسته جانانه، پام چي ونه ژاړې
ماته له ټولي دنيا ګرانه، پام چي ونه ژاړې

لا ماښام نه دئ لاس دي راکه لاره لږه پاتې
رسو به مخکي له اذانه، پام چي ونه ژاړ ې

مينه زما او ستا ژوره ده له دي دريابه
کښتۍ وباسوله توپانه، پام چي ونه ژاړ ې

بيا مي ديار دراتلو وخت دئ چرته پاتي نه شي
ورېځي دي لري کړه اسمانه، پام چي ونه ژاړ ې

غېږ کي يي ونيوم په سپينه خوله يي داسي ووى
زما بشيره بندېوانه، پام چي ونه ژاړې

مور مي په سرراته لاس کيښود، راته وي ويل
مرګى مي نيسي له ګريوانه، پام چي ونه ژاړې

•••

هغه چي درز به شو دتندر تابه غېږه راکړه
ها توره شپه هغه باران مې، والله ډير يادېږي

دا ورېځي زلفي دي له سپېنه مخه لري زر کړه
پړق دسپوږمۍ دشين اسمان مې، والله ډېر يادېږي

اکثره مخي ته زه ږدمه آينه دماضي
ستا په لاسونو کي ګريوان مې، والله ډير يادېږي

چي دراتګ سره يي ګل په شان غوړېږمه زه
هغه سپرلى سپرلى جانان مې، والله ډير ياديږي

يو وخت چي ماهم تري زړه وړى وو زارۍ يي کړلې
هغه ماشوم شان بندېوان، مي والله ډير يادېږي

کړنګ چي اذان به شو په نه زړه به يي ووى ګواښه!
په وړه ژبه ((خداى پامان)) مي والله ډېر ياديږي

ها چي ماشوم وومه، سيني پوري يي کلک نيولى
هغه د مور دغيږ زندان مي والله ډير ياديږي

•••

ته کله په ويښه کله خوب کي راله راغلې
زوړ دي کړم له غمه، زلميتوب کي راله راغلې

عقله! اوس نو نه شي، بېرته نه شم ستنيدلى
ډير ناوخته راغلې، مئينتوب کي راله راغلې

مور مي په دعاوو وي شړلى عزرايله!
ياد دي شي! ها ته چي وړوکتوب کي راله راغلې

نه مي د چا کور سوى، نه مي څوک وژلي دي
شکر دئ مرګيه! سړيتوب کي راله راغلې

•••

ليونى سړى راغلى
خو ژوندئ سړى راغلى

دګلاب په شان تازه شوم
پسرلى سړى راغلى

زما د زړه په کور مېلمه دئ
يو پردئ سړى راغلى

جينکۍ کوي پري زيرى
((پرونى سړى راغلى))

بشير تانه چي لاس واخيست
شو سړى ، سړى راغلى

•••

لکه سندره او ټپه، په زړه کي لاره کوي
داسي دي هر لوظ وعده، په زړه کي لاره کوي

دشينکي خال، دشنو بنګړو دتور لونګ ميرمنه
په سرو لاسو وهي چمبه، په زړه کي لاره کوي

سترګي مي ټيټي شي سجدي کړم چي دي ګورم اشنا
دتورو سترګو دي کعبه، په زړه کي لاره کوي

ور دتوبو به يي زاهده مخه ونه نېسي
دميني تاودعشق لمبه، په زړه کي لاره کوي

اخر قانع شوله آخر يي ووي ګواښه اشنا
ستا دغزل هره مصره، په زړه کي لاره کوي


•••


لاسو کي که څه هم هتکړۍ مي دي
نښي په تندي دبندګۍ مي دي

وينه دزړه ورکړم بدل نه غواړم
دغه څوخويونه دخانۍ مي دي

مرګه پام په هېره چي هم رانه شې
لاخو مستي شپي دزندګۍ مي دي

تاعېبونه پټ کړل په دولت باندې
ماپوري خندلي غريبۍ مي دي


•••


وا، دزړه خبري کړم
ستا، دزړه خبري کوم

لاس مي په خوله مه ږده ته
لا، دزړه خبري کوم

وايم ګډي وډي چې
دا، دزړه خبري کوم

چيرته ځي لږ صبر شه ؟
ستا ! دزړه خبري کوم

ژوند مي څو شېبو لره
را، دزړه خبري کوم


•••

ستوري ، لمر، سپوږمۍ، کوم درته راوړمه
ته خو په يو څه لاسونه کېږده!

هر څه چي وو، تير شولو
نور دي بس په خوله لاسونه کيږده!

ته وا چي شېبه وروسته به والوزي
لږ خو مي په زړه لاسونه کېږده!

وايى به سپوږمۍ تندر نيولي ده
ته دي په مخ سره لاسونه کېږده!

•••

درحمان بابا دغزل په لېکه
ديوي طرحي مشاعري په لړ کې

چي لاسونه دي زما دغاړي هار شي
داغمجن زړه به مي هله په کرار شي

خدازده ولي چي هغه مخي له راشي
اننګي يي داسي سره لکه انار شي

چايي سر چايي په پښو وارونه وکړل
پښتانه به خدازده کله رابېدار شي

نوم دحق پر خوله وانخلي هسي نه چې
دظالمو دايره کي ته په دار شې

په پسته ژبه يي داسي راته ووى
بس دئ ځمه هسي نه ګواښه سهار شي

د١٣٨٢ کال لومړۍ ورځ


•••


مينه دي نه کړم ستا دياد لاره مي پرېښودله
کاڼي نور نه زغمم د داد لاره مي پرېښودله

نه کافر شوى وم او نه مي وو وطن هېر کړى
مشر مي غل وو دجهاد لاره مي پرېښودله

زه دحالاتو تيندکونو دومره پوه کړمه چې
دزنده باد او مرده باد لاره مي پرېښودله

دزندګۍ لمبو پوخ کړى يم تر دي ملګرې
اَخ قدري نه کړم، دفرياد لاره مي پرېښودله

بوري هوسۍ راته کټ مټ افغانستان ياداوه
غشي مي مات کړل دصياد لاره مي پرېښودله

چي شېرينۍ راسره نوره په لار نه شوه تللى
ځکه بشيره دفرهاد لاره مي پرېښودله


•••


داسپېن پړونى، ټيټي سترګي دنظره نه شي
نن خو دي ستوري هم جلۍ، لباس ته لاس اچوي

هغه مغل سالار به دم ګړۍ په ځمکه پرېوځي
هغه دئ ورغى پښـتون يي آس ته لاس اچوي

ښايى دي سترګو دي زمونږ مشر نه چل زده کړى
په رڼا ورځ مي دزړګي الماس ته لاس اچوي

څو ځل وعده مي دشرابو پرېښودلو کړې
خو چي راياده شي دازړه ګلاس ته لاس اچوي

له يوه بل بغير يي نه شي زندګي په دنيا
بشير چي سيند واخلي بابک يي لاس ته لاس اچوي


•••


کړي مي داسي اراده، ستاله ليدلو وروسته
تابه خپلوم ده مي وعده، ستاله ليدلو وروسته

درته سجده وکړم که ښکل دي کړم دپلونو نښې
ماته مي کور ښکاري کعبه، ستا له ليدلو وروسته

نور به تري هېڅ يو ښکلى هم جلۍ دننه نه ځي
دي زړه مي بنده کړه تمبه، ستا له ليدلو وروسته

خدازده چي څرنګه شغلي دي وي په مخ کي پټې؟
په هر چا پوري شوه لمبه، ستاله ليدلو وروسته


•••


موري ته راياده شي او ښه درپسي وژاړم
سترګي مي ملګري وي له زړه درپسي وژاړم

باد دروازه بېرته کړي ګمان کوم چي راغللې
منډه کړم د کور تر کوزه وره، درپسي وژاړم

زما په يوه چيغه به دي زړه سيني نه ولوېده
اوس نو ولي نه راځي چي زه درپسي وژاړم

هغه ورځ مي بده وي چي تا راياده نه کړمه
هغه شپه مي خوب نه وي چي نه درپسي وژاړم

ډېره موده وشوه چي احوال له تانه نه لرم
خوب کي به مي راشي مورې، که درپسي وژاړم


•••


څه عجېبه شانته منظر دئ، څو کلونه کېږي
زما په پښو کي زما سر دئ، څو کلونه کېږي

اى زما مورې! زه دلمر سره جنګ کړلى شمه
زما په سر دا ستا څادر دئ، څو کلونه کېږي

والله که ساهم تري په نره اخستلى شمه
پروت په مرۍ راته خنجر دئ، څو کلونه کېږي

يو ورځ به سيورى هم راورسي داخير دئ که اوس
زمونږ په دښته کي سفر دئ، څو کلونه کېږي



•••



بي د اجازي دزړه دننه سړى راشي
وکړمه تري څو ځله مننه، سړى راشي

څنګه غم ونه پالم څنګه ځاى ورنه کړمه؟
دالکه بي کوره بي وطنه سړى راشي

مياشت چي شي پوره کلى کي وايى دا
نن به يو بي روحه، بي بدنه سړى راشي

شته ډيري ناخوالي چي دزغم نه دي
مثلاً ، له کلي بي دېدنه سړى راشي

هو د ښکلو چم لکه وطن د افغانانو!
ورشي ښه خوشاله خو غمجنه سړى راشي




د خېبر افريدي په ليکه


((ته چي شي خفه، راله خوب نه راځي))
ټوله ټوله شپه، راله خوب نه راځي))

زه يي د دنيا له کاره ووېستم
درد دي رانه وړه، راله خوب نه راځي

ستا تصوير ته ګورم شوګيري کوم
اخلم تري مزه، راله خوب نه راځي

څومري ښي خوږي خوږي کيسي کوي
زما د زړه مېلمه، راله خوب نه راځي

ويل يي د بشير سره پخلا مي کړئ
راولۍ هغه، راله خوب نه راځي

ته که هر څومره پردئ يې، ليونيه
په سينه کي مي زړګى يې، ليونيه

ويل يې، ته رانه په لاره خولګۍ غواړي
څه سپين سترګى شان سړى يې، ليونيه

لاس يي مات شه چي به تا په کاڼو ولي
ته له ټولو ګلالى يې، ليونيه

هغه شوخه راته زما په هکله وايي
اى بشيره، ليونى يې، ليونيه!



بيتونه


•••


ورځ به نو څنګه زما ښه شي، چي خبري نه کړې
منزل ته لار به مي اوږده شي ،چي خبري نه کړې

چي کړي خبري ته نغمي وايي سندري وايې
کيسه کيسه او افسانه شي ، چي خبري نه کړې

لږ خو څه ووايه،خفه يې! ولي چپ غوندي يې؟
مورې! دا ورځ به په ما شپه شي چي خبري نه کړې


•••


ته لکه د سا په هر يو زړه کي يې
زه لکه هوا غوندي بي کوره يم

زه خو دي پانزيب ته ورته نه يمه
زه خو دي لونګ په شان بي شوره يم

څو کلونه کيږي ژوند کي نشته خوند
څو کلونه کيږي چي بي موره يم


•••


زلفي راخوري که، بيا يي واړوه
ورځي پر ما شپي که، بيا يي واړوه

وپاشه د مخ له ډيوو نور صنم
لمر ذري ذري که، بيا يي واړوه

سترګو ته مي سترګو کي ځاى راکړه لږ
سترګي مي مړي که، بيا يي واړوه


•••


اوس دومره نشته مېخانه کي ساقي
چي پريښودل مي پېمانه کي ساقي

څوک هم چي سترګي دچايادي کاندي
نوم دي راځي په افسانه کي ساقي

جامونه راچي يي مخونه هېر کړم
نشته وفا په زمانه کي ساقي


•••


دوه رکاته هر لمانځه کي زيات کوم
عشق کي دي سوچه ليونى شوى يم

تا نه مى بغير ګزاره ګرانه ده
لږه خو راځه ليونى شوى يم

زلفي زنځيرونه، ټولوه يي مه
زه خو لا تازه ليونى شوى يم


•••


ستا دحسن مدحه کي دازړه زما
کله آياتونه کله شعر وايې

تايوه ټپه وکړه او لاړلې
خلک خو ياسين مړي ته ډير وايې


•••


اوس د زندګۍ په بندګۍ باندي خوښ نه يمه
اوس لکه ځان مرګى بريد کوونکى مي ځان بدي شي

ځار دي له قدرته شم، هر درد زما قبول دئ
خو زه لکه ماشوم يمه، منونکى مي ځان بدي شي



•••


کله ناکله له جانانه بغاوت کومه
څومره ساده يمه له ځانه بغاوت کومه

نور دي دلېچو بنګړي مخه زما نه شي نيوى
نور دي دمېني له زندانه بغاوت کومه


•••


دليوني سترګي راډکي شوي چي ومي پوښته
((ستادسندرو هغه ښکلى رباب څرنګه دئ؟))

چي يي له زړه ويل کنه؟ خو نن يي وپوښتلم
چي دي زړګى ستي ستي او کباب څرنګه دئ؟


•••


اوس هم د ليکلو او لوستلو بلا شوق لرم
اوس هم په ورغوي ستا نامه ليکم او لولم يې


•••


تېره شپه مي ته په خوب ونه ليدې
تېره شپه مي کور کي څراغ بل نه وو


•••


ځه کنه ! دايوثواب خووګټه
راشه زمونږکلي څو ورځو له


•••


اوس هغه لويه لاره شاړه پرته
پرکومه لار چي به درتلمه درته



•••


راشه که لږ رحم دي په زړه کي وي!
لوېږمه، خزان وهلي ونه يم



•••


غم سره نه شم پرېښودلى دوستي
د ماشوموالي نه ملګرى مي دئ


•••


سر درد لکه ماشوم د خوب په غيږه کي ځان پټ کړ
چي تا په غيږ کي ونيوم، تندئ دي زما ښکل کړ



•••



دا سترګي دي له خپله عمره، ډېري زړي ښکاري
ته هم لکه چي مانه بغير ځانله ډېره ژاړي


•••


غاړه غړۍ پرېوته ډيوو سره
هغه چي په ګلو به يي خوب کاوه


•••


ګرځمه په ځان پسي لټون کوم
ناست يمه په تاپسي ژړېږمه


•••



دا ژوند لکه څادر د کوم غريب
چي پښي پکي راونغاړمه، سر مي تري ښکاره شي



•••


ګمان د ايمان زيان دئ خو درواغ لکه چي وايي
ته نن دي په خبرو کي ساګاني اخلي ډيرې


•••


زه په آخر کي همغه له ژونده وويستلم
څوک چي مي ژوند ګاڼه او ژوند مي ورته نوم ايښى وو


•••


لکه ليلام کي چي څوک اخلي څه شى
داسي يي زه په يوه مسکا واخستم


•••


په لاره ولي مي يوازي پرېږدې
لاره خو چاته لاره نه ښايي


•••


دکور په نوم چي يي جونګړه وي دخوړ په منځ کې
هغه دي نه کوي دوستي دبارانونو سره


•••


په جوړيدو کي هسي نه نور هم ذره ذره شم
همداسي مات ښه يم اشنا، لاسونه مه راوړه ته


•••


يوه بي ژبي ، يوه معصوم سره خبري کوم
داته چي نه يي ستا له نوم سره خبري کوم



•••

جوړ دجدايۍ اندېښنو چوپ کړلي دريادي شوې
سپېنه خوله دي موم کړه دخبرو منځ کي غلي شوې



نظمونه

ډېوي بلي کړم

نن مي موري بيا ژړا ته زړه شوى
نن مي موري بيا راياده شوي يې
زه دي په خپل ياد پوري تړلى يم
ته د ژوند له قيد ازاده شوي يې

تا خو ماته ويل چي روغه جوړه يې
اوس نو څنګه غلي يي خاموشه يې
ولي ماسره خبري نه کوي
ولي له ما تللي يي خاموشه يې

بيا درنه هغسى هرکلى غواړم
تا ته به چي راغلم تا به ښکل کړمه
زه به د دنيا غبار وهلى وم
تا ته بۀ چي راغلم تا به ګل کړمه

اوس هم چي زه کله کور ته لاړ شمه
ټول واړه رامنډي کړي او ښکل يي کړم
هره يوه بوډۍ مي خپل بچى ګڼي
زما تڼۍ راغونډي کړي او ښکل يي کړم

تا به ويل چي زما سترګي ليدل غواړي
پاڅېږه خوږي موري راغلى يم
ما د ژوند اغزني لاري ګام کړلې
تاته زه پښي توري راغلى يم

موري چي اوس ستا دعاوي نه لرم
چاسره هم جنګ نه کړم، بايلمه يې
اوس نو خوشحالي په ژوند کي نشته دئ
غم د پاسه غم دئ چي پالمه يې

اوس چي څه هم غواړم په لاس نه راځي
اوس نو ښه پوره ناکامه شوى يم
تانه مي بغير هر څه هېر شوي دي
زه يوازي شوى يم، زه بي پامه شوى يم

موري ما دي غېږه کي ويده کړه ته
ټوک ټوک يم په زړه باندي داغلى يم
پرېږده چي يو څو شېبي تري پټ شمه
زه د وخت ناخوالو سم ځپلى يم

موري چي کابل ته کله لاړ شمه
تکه توره شپه کي ډيوي بلي کړم
ستا تصوير راواخلم ورته وژاړم
زه بي موره شپه کي ډيوي بلي کړم

پنډ دواوي واخلم چي ناروغ شمه
خو بياهم پري زما ګوزاره نه کيږي
خداى مي دي اوس زر تا سره يو ځاى کړي
زما په دي دنيا ګوزاره نه کيږي



•••



زيرى


تاوى هيڅ کار نه کوي
تاوى اوزګار ګرځېږي
زيرى درکوم
اوس نو بي کاره نه يم
ځان له مي کار پيدا کړ
((زه هر سهار
تايادومه ډېر ه
تاپسي ډېر ژړېږم
تاته شعرونه ليکم))
زيرى درکوم
اوس نو بي کاره نه يم
ځان له مي کار پيدا کړ...........



•••


(دخپلي ٢٣مي کلېزي په ورځ)



تحفه



ويل يي تحفه درکوم
ماويل خير خوبه وي!؟
ويل يي (( هيرجن يي بلا!
نن ده کليزه داستا))
شومه مسکى
ماوى (( ښه څه راکوې؟))
ويل يې
((دازړه دي واخله
نوره دي مينه نه کړم))


•••

ارمان



مابه پرې
ډېر ګلان
شيندلي وى خو
اشنا په داسي وخت کي لاړو رانه
چي تشي شوي وې
دونو غېږې.


•••


پخير راغلي

د پاپيو نه دي ځار،شم پخېر راغلي
شکريه، مهرباني، ګلي مننه
ما مي ور درته دزړه دئ پرانيستلى
قدم زما په قدم ږده، راځه دننه

شکر شکر دئ چي راغلې، راشه کېنه
دمه سازه کړه، منګي نه اوبه واخله
بسم الله کړه او په شونډو مي بيا ښکل کړه
خوله خوږه کړه، له خوږو نه خواږه واخله

سمه دمه دلالونو خزانه يي
د غني خان تراني غوندي ښاېسته يې
کوچنيوالي په شان پاکه يي معصومه
ته د تېري زماني غوندي ښاېسته يې

دانګورو له اوبو نه جوړه شوي
خماري د مېکدي د لمونځ په شان يې
سر تر پايه مجموعه د ثوابونو
خوندوره د جمعي د لمونځ په شان يي

ستا وجود زما وجود دئ، ورکه مه شي
ته مي کټ مټ دپښتو ژبي په شان يي
دټپي غوندي په زړه کي دېره کېږي
او خوږه يې، د بلال د خولي اذان يي

د پاپيو نه دي ځار،شم پخېر راغلي
شکريه، مهرباني، ګلي مننه
ما مي ور درته دزړه دئ پرانيستلى
قدم زما په قدم ږده، راځه دننه

شکر شکر دئ چي راغلې، راشه کېنه
دمه سازه کړه، منګي نه اوبه واخله
بسم الله کړه او په شونډو مي بيا ښکل کړه
خوله خوږه کړه، له خوږو نه خواږه واخله

ته خبره يي چي زه څومره غمجن يم !
ته خبره يي چي زه څومره يوازي !
بس دغم پکي همېش تګ او راتګ دئ
او تمبي مي د زړګي دي ورته وازي

زه د درد سره ملګرى يم، ملګري !
غم مي ډېر کلونه وشول انډيوال دئ
اوس مو راشه درشه نشته دئ په منځ کي
اوس زما او د خوښۍ منځ کي دېوال دئ

چي له کومي مي مور مړه ده ،زړه ناجوړ دئ
د دنيا له رنګينيو ځني موړ دئ
اوس دکلي د مرغيو اواز ناست دئ
اوس دښار مزه ګۍ نشته ، ښار مو سوړ دئ

د پاپيو نه دي ځار،شم پخېر راغلي
شکريه، مهرباني، ګلي مننه
ما مي ور درته دزړه دئ پرانيستلى
قدم زما په قدم ږده، راځه دننه

شکر شکر دئ چي راغلې، راشه کېنه
دمه سازه کړه، منګي نه اوبه واخله
بسم الله کړه او په شونډو مي بيا ښکل کړه
خوله خوږه کړه، له خوږو نه خواږه واخله

تانه څه پرده، ښکاره يي درته وايم
مستي مستي جينکۍ زما ملګري
پستي شونډي يي له شاتو نه خوږي دي
سپيني سپيني ښاپېرۍ زما ملګري

چي زه نه يم تر راتګ راپسي ژاړي
داسي ډېري جينکۍ مي انتظار کړي
ټوله شپه ستوري زما په هکله پوښتي
لېونۍ دي، لېونۍ مي انتظار کړي

خو يوي ته مي هم زړه نه دئ ورکړى
او يوه يي هم زما په زړه کي نشته
دهوس له ګناه داسي پاک او صاف يم
لکه څرنګه چي ستا په زړه کي نشته

د پاپيو نه دي ځار،شم پخېر راغلي
شکريه، مهرباني، ګلي مننه
ما مي ور درته دزړه دئ پرانيستلى
قدم زما په قدم ږده، راځه دننه

شکر شکر دئ چي راغلې، راشه کېنه
دمه سازه کړه، منګي نه اوبه واخله
بسم الله کړه او په شونډو مي بيا ښکل کړه
خوله خوږه کړه، له خوږو نه خواږه واخله

دا ذري ذري زړګوټى مي راټول کړه
دغمونو د دردونو ښاريه ده
په ياسين د ميني دم يي کړه، ملګري !
د بد روحو د روحونو ښاريه ده

په پلومي اوښکي وچي کړه محبوبي !
داشوګير وهلي سترګي مي دمه کړه
د ديدن په ثوابونو غسل راکړه
ما د زړه په جومات ګوټي کي چېله کړه


•••


وصيت


دادتېر
مازيګري لمر
په تلو تلو کې
راته وايي
((سره يو شئ لرو برو
کنه زما په شان ډوبېږئ)).


•••

ها دي يادېږي.....!!!


هادي يادېږي!
چي ماشومان وو مونږه
ته هم کوچنۍ وي او زه هم کوچنى وم
نه مونږه ښه نه مونږه بد پېژنده
نه مو فنا نه مو ابد پېژنده
نه مو غمونه خپګان پېژنده
نه مو رقيب نه مو هجران پېژنده
بس مونږ خوښي او خوشحالي پېژنده
مينه مو زړه کي ګلابي پېژنده
ټوله ورځ لوبي به وي
ټوکي ټکالي خنداګاني به وې
هسي دټوکو ژړاګاني به وي
دخوړ په غاړه به مو
له لمدو ډېرو شګو
واړه کورونه جوړ کړل
او په ګورګورو به مو
واړه ځانونه ((موړ)) کړل

ها دي يادېږي!
چي جومات ته به تلو
او له ملانه به مو
بغدادۍ لوستله
ملا به وکړه شروع
((الف)) الله، (ب) بسم الله ده بچو!
((ج)) ده جارو او ((ح)) حلوا ده بچو!
مونږ به په پټ او شيطاني انداز کې
سترګي ور واړولي يو بل ته
په تنکو تکو سرکو شونډو به مو
ژبي راکش کړي چي حلوا ياده شوه
بيا به مو زړه کي څه دعا ياده شوه!

دچينارونو په دېره کي به مو
ديخو سيورو لاندې
((پټ پټونى)) کاوه
ته به له ماپټه شوې
مابه دسترګو او دزړه په رڼا
ته لټولي لټولي جلۍ
ترڅو پيدا به مي کړي
دزوړ چينار دهغه وني شاته
چي پري انځور وو
دوه دمېني زړونه

هادي يادېږي!
يوه ورځ غصه شوې
په څه خبره رانه ته خپه شوې
له مادي مخ پټ کړلو شادي کړله
ما په وړوکي ځان بلا دي وړله
ماپه وړه ژبه منت در وکړ
دپخلايني به مي ست دروکړ
داستا مي ونيوله زنه ياره
له تا مي وغوښته بخښنه ياره
ته لا وړوکي وي کوچنۍ وي جلۍ
په بدن نرمه وي تنکۍ وي جلۍ
درحم توري ستا پر زړه او خولګۍ
پاس له اسمان راتوى شول
غېږ کي دي ونيوم پخلا شولو بيا

هادي يادېږي!
چي باران وريده
ږلۍ هم ښه ډېره وه
دتندر درز شو
او ته ووېرېدې
زما په غېږ کي دي پنا واخسته

موږ بي خبره وو له وخته ځېنې
له خپل بدرنګ رښتيني بخته ځينې
داوخت ظالم لکه دباد تېرېده
زموږ ماشومو اداګانو ته
هيڅ صبر نه شو
له مونږ يي واخيستي ماشومي هېلې
زه يي زلمى کړم ته يي هم پېغله کړې
زموږ ترمنځ يي ديوالونه هسک کړل
او...
يوه ورځ
زما په ترېخ ژوندون کې
داسي راغله
چي ته مي وليدې
تا پټ کړلو مخ
مادرته بيا دماشومانو په څېر
لاسونه وغځول
چي ګوندي غېږه راکړې
خو تا په لنډو هېښونکو تورو
يو لنډ ځواب راکړ
((ګرانه زړګيه!
زه اوس پېغله يم ته هم زلمى يې
ماته به اوس
په ها وړوکي انداز
نه راګوري
ماته اوس
وخت دا اجازه نه کوي
چي زه دې
تاسره بيا وکړم لوبې
چي زه دې
تاسره بيا وکړم لوبې))



•••

د اردو د يوه بيت ژباړه

ذهن


دلته به چاسره
ته دومره مينه نه کوې
چې، بيا يي نه شي هېرولى اشنا
ځکه چي دلته،
ددي خلکو ذهن
دموسمونو په شان
زر بدلېږي


•••


د اردو د يوه بيت ژباړه
خو....


شړه مي مه له ځانه
څوک به په مياشت ددسمبر کي ګلې؟
په مېنه سور سالو په سر کړي درته
چي بارانونه دې
خيشته پيشته کړي
ږلۍ دي هم ووهي
بيا به دريادشمه زه
خوزه به نه يم ګرانې
درنه به ليري لاړ يم


•••



وير


زما په وير کي هره خوا ناري وې
زما په مرګ باندې
ټول کلي ژړل
زماپه قبر باندې
دکلي انجونو
خپل بنګړي واچول
او خپل شينکي ټيکري يې
زما په زيارت خواره کړل
د صبر ونه يې
زما دقبر
سرته وکرله
سپېني منګولي يي کړي پورته رب ته
راته يي وکړه دعا
((ګور دي شي ستا ګلونه))
خو هغه دنګه جلۍ
ها دهمزولو ميره

چي پري مئين وومه زه
ورسره مينه مي کړه
چي به ويل يي ماته
((نرۍ نرۍ تبه مي نيسي
چي دي ونه وينم کاږه واږه بريتونه))
اوس دفطرت
دموسمونو په شان
ټوله بدله شوله
اوس يي پر خوله باندي ده داخبره
((واخلئ يانه رانجه يي واخلئ
نه يي ياري کړم نه يي نښي ګرځومه))



•••


نو....


دزولنو
شرنګا کي لوي شومه زه
دبنګړو شورسره
نو
څه بلد شوم؟!



•••



خدايه


دجنتونو سپيني سپيني حورې

ليري دبل جهان خبري خدايه

ماته مې

خپله کليواله راکړه.



•••



څه.....



يوازي څنګه
نو
زه واوسېږم
نغوذو بالله!
خداى خو نه يم!



•••



ملکه


ها دخيرنو
او شکېدلو جامو
سوري سوري ټيکري
سوالګره جلۍ
که وه په بل هېواد کې
قسم دئ وه به
((ملکه دحسن))




•••



؟



څنګه يو ځاى به شو؟

زه نه پوهېږم
زه توره شپه دکلي
ته لکه
لمر د ورځې........



•••


د انګليسي ژبي د يوه شعر ژباړه

يادګار



داننګو په شان يې
ګلابي رنګه پاڼه راوړه راته
ويل يې
((څه داسي راته
ګرانه ته وليکه چې
ستاوي يادګار راسره))
ماپاڼه سپينه پريښوه
خو په آخره کرښه
مي امضا وکړه
ورته ومي ليکل
((پاس چي ته هر څه ليکې
زما قبول دئ قبول
ځکه زه خپله ګلې
يمه دا ستا
دفيصلي منتظر....))



•••


د پنجابي ژبي د يوه شعر ژباړه

هغه جلۍ...

هغه جلۍ
لکه غزل دشاعر
لکه جادو دساحر
لکه دسترګو ساغر
لکه نغمه درباب
لکه غوټۍ دګلاب
لکه دميني کتاب
لکه هوا دسهار
لکه دميني خمار
لکه اواز دابشار
لکه شپيلۍ دشپونکي
لکه درزا دزړګي
لکه اوبه دمنګي
لکه نغمه دبلبل
لکه مطلع دغزل
لکه شمله داتل
لکه ښايست دسپوږمۍ
لکه اواز دشپيلۍ
لکه دژمي ږلۍ
لکه دوصل باران
يالکه خيال دجانان
خو له ما دومره ليرې
لکه سپوږمۍ داسمان



•••


واده



په ټيلي فون يې
راته ووى داسې
ته خامخا به راځې
سبا واده دئ زما



•••



زړه


مامي دازړه
چاته ښودلى نه دئ
ځکه زه نه غواړمه
چي څوک داستا
داوسيدلو
سيمه
وپيژني.



•••




کور دي ودان


درته دعا کومه
کور دي ودان
چي دي يوازي کړمه
پري دي ښودم
ايله مي ژوند وپيژاند
پوهه شوم په ژوند

لا زما ذهن په پرده ساتلي
چي به دي سترګو ته وم سترګي سترګې
مابه دشيخ خبره
چي :
((خداى څوک نه شي ليدئ، مه يي ګورئ))
کړله دروغ ثابته
او وبه مي ليد
چي خداى ستا سترګو کي دئ
ښکته به شوم پري به وتم
بلا شېبه وروسته به
خړ تندئ راپاڅېدلم
ماعبادت به وکړ
شېخ به کافر ګڼلم.

درته دعا کومه کور دي ودان
چي دي يوازي کړمه
پري دي ښودم

اوس به نو څوک
ماته کافر نه وايى
نه به دخلکو په خوله
زه ليونى يادېږم
کور دي ودان
چي دي يوازي کړمه




•••



دانګليسي ژبي د يوه شعر ژباړه

کاش!




کاش
چي هوا وى اشنا
کله نا کله خوبه
داستا پر جسم
لګېدلمه زه.



•••


لار!؟


څه عجيبه سړى يم
پر هغه لار دي انتظار کومه
چي نه دي کورته درځي
او نه هم
ستا دکلي لار ده.



•••


کور!؟



له ما چي بېل شوي اشنا
دغسي پاتي شومه
لکه دکور چي دېوالونه نه وي



•••


د اردو ژبي د يوه شعر ژباړه


ليونۍ


څه ليونۍ جلۍ ده؟
څه ليونۍ ملګرو؟
زما خطونه يي ټول
ټوټه ټوټه کړل
او راته وه يي ويل
((هسي نه خلک يې
راسره وګوري ))
خو خدازده بيايې
دي ليوني زړه ورته څه وويل؟
چي شوه لګيا
او دخطونو ټوټې
يي سره ټولې،بيرته يو ځاى کړلې
څه ليونۍ جلۍ ده!!


•••
ګيله
ستا مېني ړوند کړمه زه داسي صنم
چي راته لويه دنيا نه ښکارېده
وه راته ياده دژوندون کيسه خو
ماته مني چي رښتيا نه ښکاريده

چي ځاريدمه دي له تورو سترګو
پر ما دي هر ادا اثر کړى و
دومره زر ښکېل دي کړم په خپله لومه
ضرور دي څه جادو منتر کړى و

لا خو مي هېري نه دي يادي مي دي
زيړ مازيګر ستا دبنګړو سندرې
روح پارونکي روح بښونکي هغه
دسپېني خولي دي سپېني ښي خبرې

ږلۍ به وه تندر به و لوېده ته
جلۍ زما په غېږکي پټه شولې
مابه له قصده ځان نه بېله کړلې
ته به مي بيا په غېږ کي پټه شولې

چي به دسيند مستي خماري څپې
له خپل ساحل ځېني خولګۍ واخسته
تابه هم لاس تاو کړ زما له غاړې
بيا به دي مچه په سيالۍ واخسته

ستا په اوږو دتورو زلفو ولونه
لکه پراته وي په چندړ مارونه
زه يي هيرومه خو هېڅ نه هېريږي
لا ځوروي مي ستا يادونه غرونه

په اننګو مي ستا دشونډو رنګ وو
زه يي منمه چي دا وينه نه وه
خو څنګه هېري کړم دا ټولي کيسې
څنګه باور وکړم چي مينه نه وه!؟

مېنه رښتيا دي وه که خوب ووصنم
هېڅ يي په سور او بور پوهېږمه نه
راته بلبل دعشق سبق ښودلى
خو اوس يي زه په شور پوهېږمه نه

له تانه نه، له خداى ګيله لرمه
چي زه يي ولي کړم پيدا په دنيا؟
ولي دعشق پر تار يي وتړلم؟
بيا يي کړم بېل له خوږ اوښکلي اشنا

زه دامنم خداى دصابرو مل دئ
خو زه دصبر په چل نه پوهېږم
لاره يوه ده هايي هم تړلې
که نه دځان په مرګ ډير ښه پوهېږم



•••


سپرليه!


زما اشنا زما ميلمه سپرليه
مه شي له ما ځيني خپه سپرليه
زه ښه راغلاست درته ويلىنه شم
ځه بېرته ځه په مخ دي ښه سپرليه

چينار اوس هم شته خو لمبو کي سوى
نشته وږمي دتورو زلفو ولونو
منګي يي مات دي له مستۍ لوېدلې
ګودر ته نه درومي جوپي دانجونو

خدازده چي چارانه شپېلۍ وړي ده
سندره باد مي له خولګۍ وړي ده
وخت خو تېريږي خو پيکه پيکه دئ
مزه دژوند چا لېونۍ وړي ده

خوله کي هغه ژبه اوس نه لرمه
چي به مي تاته پري سندري ويلې
هو! همغه وړه نازکه ژبه
چي مي اشنا ته پري سندري ويلي

يو څو ناترسه څو ظالمو خلکو
زما دسندرو ژبه غوڅه کړله
پر دغه تور چي د منصور مريد يم
زما دخبرو ژبه غوڅه کړله

اوس چي په خوله کي ژبه نه لرمه
له ما به نه کوي ګيله سپرليه
زه ښه راغلاست درته ويلي نه شم
ځه بېرته ځه پرمخ دي ښه پسرليه

هغه دحسن دهېواد ملکه
هغه ټپو باندي مئينه جلۍ
هادلونګو دوږمو قافله
دپا و لۍ دار کميس ميرمنه جلۍ

هغه دټول کلي دانجونو ميره
هو! هغه شوخه هغه مسته جلۍ
دوخت بادونو مړاوي مړاوي کړله
هغه تنکۍ دګلو لښته جلۍ

داخپل ښايست او مينه اور شو ورته
نور يي په دي کلي کي ځاى نه کېده
هسي هغه هم ملامته نه وه!؟
ځاى يي رښتيا وايم په خداى نه کېده

دها چينار لاندي ويده ده هغه
زمونږ له ټول کلي خپه ده هغه
هغه چي شنه غوندي ټوټه ښکاري
دسپينکي قبر يي جنډه ده هغه

مانه يي ستا په شان جانان وژلى
سپرليه ورک دي شي سپېره جنګونه
راځه چي قبر ته يي دواړه ورشو
ته پري زرغون کړه دګلاب ګلونه


•••


يو ليک

چاراته داسي ليک ليکلى ګواښه
((وايى زمونږ کلي ته نه راځي ته
وايمه اوس به راشي اوس به راشي
څارمه هره ورځي لاري دي زه))

((زه هره ورځ لکه دتيرو ورځو
څارمه پوري کنډو ستا لپاره
وايمه اوس به راځي اوس به راځي
خو بيا هم نه يي ته په دغه لاره))

((په څه خبره رانه ته خپه يې؟
چي نه دي ليک نه دي سلام رارسي
نه دي ټپه نه دي مصره دغزل
نه دي دښو بدو پېغام رارسي.))

(( له مانه څه ګناه، قصور شوى دئ
چي تش سلام راته هم نه رالېږې
چي له هرتوري يي وفاڅڅيده
جملي دميني صنم نه راليږي))

((دادچا سپينو دچاوچو سترګو
کړه دنظره زمونږ ښکلي مينه
خدازده چي ولي له ګرمۍ ولوېده
ستا په وجود کي زما دمېني وينه))

((ښايى دچا دتورو زلفوماښام
درنه زمادمخ رڼا هېره کړه
يادچا تورو شوخو شوخو سترګو
زما دنظر درنه دنيا هېره کړه))

((نه نه! دانه شي کيداى خداى دي نه کړي
چي پر لوظونو خاوري واړوي ته
ماتي کړي ټولي خپلي کړي وعدې
په قسمونو خاوري واړوي ته))

((مات به نظر دوږو سترګو کړمه
لوګى ځواني به کړمه ستا له مينې
بيا به لاسونه زما له غاړي تاوکړي
بيا به مجبوره شي زما له مينې))


•••

فيصله

دامنمه چي مي مينه درسره ده
دامنم چي ليونتوب دئ راپه برخه
خو پښتون يمه پښتو ځيني ځاريږم
بي نشې، مست زلميتوب دئ را په برخه

دا تا چي هيري کړلي کړي وعدې
او په تروه ټننډه ځواب دي کړمه
تا مکمل نه کړمه پري دي ښودم
زه د نيمګړي ژوند کتاب دي کړمه

منمه ته زما دسترګو تور وي
خو اوس نو ګراني داتور نه پالمه
شپي په شوګير به نوري نه رڼوم
سينه کي ستا ياد به نور نه پالمه

څنګ چي دي زما ميني ته اور واچاوه
داسي به ستا يادونه وسېزمه
زيرى يوه هم دښو رانه وړلو
نور به داټول وختونه وسېزمه




•••


مه ځه

ته مي ليدلى لاهېڅ نه وي خو بس
زړه مي داستا په شان سړى لټاوه
ښايى ساده ووم ليونى به وومه
چي په ايرو کي مي غمى لټاوه

لېچونه ستانه، زما زړه نه تاو وو
شرنګ دبنګړو نه زما خوب نه وو
لاس به مي دواړه غځول تر سپوږمۍ
لکه ماشوم خو ماشومتوب نه وو

دستړي ژوند پر هره هره لمحه
خيال کي انځور به مي شوي ته جانانه
مابه دي غاړي نه لاسونه تاو کړل
زړه به مي تانه ځاريده جانانه

اوس چي راغلى يي رښتيني ژوند تهه
ستا دي قسم وي له ماليري مه ځه
ښايي له مانه پس به ونړيږي
زما دزړه دادنيا، ليري مه ځه


•••

ګران ملګري فرهاد کريم ته چي اوس په لندن کي دئ

خواږه



زما جانان زما اشنا فرهاده
ته څومره ليري يي له ما فرهاده
خو بيا هم ومنه چي زړه کي مي يې
هسي دي نه ويني دنيا فرهاده

منمه اوسي دشيشو په ښار کې
درڼاګانو ماښامونو کي يې
خو مجازي دي حقيقت نه لري
والله چي ته په تورتمونو کي يې

هسي نه هير دي شي داخړ کورونه
چرته چي اوسي حيا داره جلۍ
په تورو سترګو کي يي ته غړيږې
څاري دي هره ورځي لاره جلۍ

په هره سا کي يي ستا نوم نڅيږي
هغه ژوندۍ ده ستا په ياد فرهاده!
شېبه شېبه ورته يادېږي داسې
لکه شيرېني ته فرهاد فرهاده!



پام چي دلوڅ تهذيب بربنډي انجونې
درنه ساده او پښتون زړه وانخلي
ياکومه شوخه کومه مسته جلۍ
درنه دټول عمر خواږه وانخلي

((کلى مو څنګه دئ؟)) بس مه يي پوښته
پام دګودر پوښتنه و چي نه کړي
زاڼي اوس نه راځي دسيندله غاړې
دمازيګر پوښتنه و چي نه کړې

چي به دسولي لمر پري خور وو همېش
اوس په نصيب مو هغه کلى نه دئ
آن ديوالونه يي هم وسوزيدل
ښه دئ چي ګرانه تاليدلى نه دئ

جوپي دمستو انجونو نه ورځي اوس
ګودر لمبه دئ چينارونه سوي
هاشمله ور مشران ګوروخوړل
د سپين جومات مو منارونه سوي

تر نېمي شپي سندري نه وايي څوک
نه دمنګي اواز حجري نه راځي
سيتار په تير کي زوړ شپېلۍ ماته ده
نه چرته بل يو ساز حجري نه راځي



اوس څڼور زلميان اتڼ نه کوي
نه يي په غېږه کي رباب ښکاري
دورور په وينو يي لاسونه سره دي
دکلي هر سړى قصاب ښکاري

زړه کي مو ښه ډيره کېنه کرلې
باران په مونږه دنفرت شوى دئ
دکرکي حکم مو سنګر ته لېږي
دسولي غږ نه بغاوت شوى دئ

((ټوپک را واخلئ هله جنګ شروع دئ))
دلته بس هره ورځي دا چېغي وي
نن وايى (( نه يي منو)) ويني توئ کړئ
سبا په حق کي بيا د ((شا)) چېغي وي



•••

کلى


وايى په دوړو ډک ټول کلى مو دئ
دخړ بي رنګه رنګ کورونه مو دي
له خټو جوړ دسپېرو خاورو جوړ دئ
څومره بد رنګ بدرنګ کورونه مودي

منم ساده دئ رنګيني نه لري
لکه دښار به زندګي نه لري
نه پکي شور نه اوازونه شته دي
خو داسي نه چي څوک سړي نه لري

داخړي خړي بر جوري کلا
چي شاهداني دي دجنګ دوختو
لاهم زخمونه دګوليو لري
ځېني د روس ځېني پرنګ دوختو

دهمدي خړ کلي ساده خلک وو
نړۍ تاريخ کي يي اوس هم يادوي
شلخي ټوپک بهادرۍ کيسي يې
انګريز لا څه کړي چي روس هم يادوي

تابه زمونږ کلى ليدلى نه وي
پر شنو پټيوو يي بهار پروت دئ
يو مصور ډير په هنر جوړ کړى
کونړى سيند لکه ښامار پروت دئ

انجوني موده وشوه کورو ته تللي
خو ګودر اوس هم لا خمار پروت دئ
هغلته چاده د لاس نښه ايښې
هلته دچا دغاړي هار پروت دئ

کله روژه اختر کي راشه دلته
چي ډله ډله يي ځوانان وويني
والله که يو هم دي پيرزوشي په لمر
دسرو غرمو به مزدوران وويني

بس غريبي راباندي زور ده کنه
مونږ په پنجاب کي څه بلا غوښتله
ولي دلمر ولي باران دلاسه
مونږ به له تورونه پنا غوښتله

خير که غريب يو زړه مو نه دئ غريب
ژوند دخوښۍ مو دوهم نوم ګټلى
څوک دسيتار په چل چي نه پوهيږي
مونږه هغه لکه ((مرحوم)) ګڼلى

دژمي شپي بس دسازونو شپي وې
دسندريزو غزلونو شپي وې
دخنداګانو دچکچکو شېبي
دنڅاګانو اتڼنو شپي وې

څوک يا قربان کړي، څوک شپېلۍ غږوي
چا په منګي يا سيتار لاس ايښي وى
دزړه دنيا يي وي جنون نه ډکه
دي ځينو ځينو په يار لاس ايښى وي



•••


خوب



ما ماشومتوب ليدلى
مازلميتوب ليدلى
تانه يي نه پټوم
نن مي يو خوب ليدلى

خوب دومره ښکلى خوب و
لکه سپوږمۍ دڅوارلسمي جلۍ
يا لکه شنه دښته کې
چرته پريوتي ګلۍ

اظهار يي نه شم کوى
خوب له دي ډير ښکلى و
له مانه نه هيريږي
لکه دشعر ښکلى وو

اوس مي تشبيه ومونده
خوب مي داستا غوندي و
لامي په زړه ديره دئ
ستا دښکلا غوندي وو

ته وي په شنه جوړه کې
پاس په ډولۍ کي ناسته
څه عجيبه ښکاريدې
سپوږمۍ سپوږمۍ کي ناسته

چرته که خوب زما رښتيا وخاته
زيارت ته ښي ډيري جنډي اخلمه
دچارشنبي په ورځ پري ټولي خوروم
له وس نه زياتي لوپټي اخلمه
دابه دسولي په پال هم ونيسم
په سرو دي اور ولګي شني اخلمه

هغه چي روزانه راځي کلي ته
هغه ملنګ ته به خيرات ورکوم
دخوارکي خوږه ده ډيره خوښه
يوه پياله نيمه به شات ورکوم

هاښکرور پسه تري اخلمه به
زه د((بادام)) دي تر رمي ورځمه
د قرتو ماته او سوچه غوړي پرې
بيا هم په ټکنده غرمي ورځمه

ټول خيراتومه خو پوستکى به يې
ته ښه خبره يي چي چاته ورکوم !؟
تير ماسختن کي زما نکاح به تړي
زه يي دخپل کلي ملا ته ورکوم.

مو رته مي زيرى د واده ورکوم
سهار وختي به هديري ته ځمه
تا ته تري ښي ډېري دعاوي اخلم
د خداى سپيڅلي مېلمني ته ځمه


•••

بنګړيواله

اوس هغه دوه مئينان نشته دئ زمونږ کلي کې
اوس دمچکو خرپانه راځي دبرګو درنه
خدازده چي څوک يي په مريوو باندي غلي شو چې
دچټو پېغلو خندانه راځي دبرګودر نه

ها بنګړيواله ترورۍ نه راځي زمونږ کلي ته
پيغله يوه نشته بنګړي يي دلته نه خرڅيږي
زمونږ په زړونو کي کيني دي غځوني کړې
دلته اوس مينه په پيسو ده دلته زړه خرڅېږي

دلته شپونکى به وو شپېلۍ به وه سندري به وي
خدازده چي چيرته لاړ په غره کي يي رمه نه ښکاري
ددي باروتو لوګو هر ځاى کي تياره خوره کړه
کلى سحر نه لري کلي کي غرمه نه ښکاري

اوس د ها ((تور ملنګ)) په خوله کي نشته دغه چيغه
((بچي مو لوى شه، يوه لپه غنم راوړۍ راته))
دديوال ګوډ ته به يي وکړه تکيه وبه يي ويل
((په هيڅ هم کبر نه کړم هر څه منم راوړى راته))

دي ځينو ځينو زورورو دا کارونه وکړل
ولاړ ديوال يي چرته پري نه ښوده کلى وران شو
چي پوهيدل په ((وو)) او (( بو)) هغه کافر کړلى شو
يو کليوال يي چرته پري نه ښوده کلى وران شو

چاچي به چېغي داسلام اسلام وهلي دلته
هغوى جومات وران کړ قران يي پکي وسوځاوه
دوى خپل خيبونه خپلي خېټي پکي ډکي کړلې
خوزمونږ ګران افغانستان يي پکي وسوځاوه

دوى به ويل چي ثواب وګټئ جنت ته لاړ شئ
خو اوس پخپله يي زړه تور دئ داخبري نه کړي
لا يي ټوپک اوږه کي پروت دئ سوله نه خوښوي
دڅو بدرنګو دلته زور دئ داخبري نه کړي

مونږ چي کباړ ورلېږو مونږته بيرته توري راځي
خودبه زمونږه د وطن مورګاني بوري راځي
مړه بشيره اشناته هم عجيبه سړى يې
دوى په جنت څه کوي دوى له دلته حوري راځي



کينسر

مادرته نه ويل چي سينګار مه کوه
مادرته نه ويل چي ځان مه جوړوه
په شين کميس دي پاولي مه ټک وهه
ځان نه دستورو اسمان مه جوړوه

مادرته نه ويل مينيږي په تا
دزمکي هر مخلوق چي ودي ويني
ګوته په غاښ پاتي شي ستا حسن ته
ملکي هر مخلوق چي ودي وينې

مادرته ويل ،چي له هوا ځيني هم
ځان پټوه درباندي ونه لګي
لمر او سپوږمۍ خو بيخي زيردي درته
قيامت رانه شي لاندي ونه لګي

زما دي نه منل مغروري جلۍ
بي شمېره زړونه دي مئين کړل په ځان
خپلو کافرو اداګانو باندې
آن چي رنځونه دي مئين کړل په ځان

سرطان دي ژوند غواړي توده غېږه کې
له سپين مړوند نه دي مچکي اخلي
هسي نه بېله دي کړي ګلي له ما
له خواږه ژوند نه دي مچکي اخلي.



•••


دروازه مه بندوه!


يو ليونى چي سيپاري يي د سندرو زده دي
يو ليونى چي يي بلا روغي خبري زده دي
چي په شيبه کي د ښايستوو زړو کي لاري کوي
څه جادوګر نه دئ خو ډېري يي منتري زده دي

ها سمندر غوندي خاموشه په خپل لوري روان
ها ليونى چي دي پري ډېري جينکۍ مئينې
د پسرلي د شنو رنګونو انځورګر سړى دئ
ځکه خو دي پري له سر تېري جينکۍ ميينې

ها د غزلو شهنشاه، ها د رنګونو شاعر
په زمکه وګرځيده هم په ليري غرونو شاعر
ستا د ښايست تشبيه پسي وواته کوره ځينې
خو لا تر اوسه مونده نه کړه له کلونو شاعر

ښايي له نيمي شپي نه وروسته چرته کورته راشي
خو ستادي پام وي له ماښام، دروازه مه بندوه
او يا وختي راشي، اوزګار شي ، ليونى دئ کنه!
لکه راته به چي مدام، دروازه مه بندوه.

ستادښايست تشبيه به نه يي وي موندلي منم
خو ستا به مړو ستر ګو ته نوي زندګي ورکوي
ستا په لټون پسي چاڼ کړى کاينات به يي وي
تڼاکي پښي به يي د دغي ګواهي ورکوي

ښايي په تن به يي جامي د پټوني نه وي
بهر وريږي به ګلۍ، دروازه مه بندوه
دا به يخنۍ نه وي بېزاره، ليونى دئ کنه!
خو ته يي ساته له سيلۍ، دروازه مه بندوه

••••••

پاى
 
 
 
  دليکوال لنډه پيژندنه  
 

شاعر : بشير ګواښ ( بابک)
اړيکې : hajrulaswad@gmail.com
۵۴۹۵۶۰۷۰ (۰) ۰۰۹۳

 
 
 
 

پــــــــای