سيرت النبي (صلی الله عليه وسلم)

 
     
 

د انقلاب حکمت

 
     
 

 
     
  د کتاب پېژندنه :  
نوم :  سيرت النبي (صلی الله عليه وسلم) د انقلاب حکمت

انلاين چاري :  لر اوبر لوی افغانستان  http://www.larawbar.com 

د لراوبر [لوی] افغانستان نښلونکی

 
لــــړليک:
 

دژباړې په هکله دلیکوال   دزړه   خواله. 10

سریزه 12

رب العالمین. 16

د ژوندانه  اهداف.. 37

رحمت  للعالمین. 48

بشپړه  کمالونه. 48

بشپړ رحمت.. 66

بشپړ  هدایت.. 89

د اسلام د بلنی  اغاز. 116

د کار پیل: 116

د بلنې درې اصولي بنسټونه. 124

رسالت.. 128

د اسلامي دعوت ځانګړتیاوې.. 160

په دین او دنیا کې  یو ځاې والې : 163

اخلاقي  اړخ یې. 163

فکري  اړخ  یې. 164

تبلیغي  اړخ  یې. 165

داسلامي دعوت  عمومیات.. 166

دحاکمیت  انګیرنه. 167

درسالت مقام : 168

د الله(جل جلاله )  نیابت.. 170

فکري  ټولنه : 170

د وجود مو خې یې : 171

په ټولنیز  ژوند کې  دبلنې  ځاې.. 171

نظم ، اطاعت  او  ډسیپلین. 172

په اسلامي  ټولنه کې  شورا (جرګه ) 174

دفضیلت  معیار. 174

دمنصب دغوښتنې څخه بې نیازه ټولنه. 175

د اسلامي بلنې  ځانګړې  کړنلاره 176

ورور ګلوي  : 176

په اسلامي  دعوت  کې د کار کولو طریقه. 177

د اسلامي  دعوت  د ځواک سر چینې. 178

په مخالفتونو کې داسلامي دعوت تګلاره 180

داسلامي  دعوت  څو تنظیمي اصول. 181

درسول الله(ص)د انقلاب اغیزمنه وسله. 184

دکړنلارې  او  کړو  وړو  معجزه 184

دکلام ( خبرو ) معجزه 220

 

درسول اکرم(ص)د انقلاب  حکمتونه. 233

د یوه انقلابي  وګړي  تیارول. 233

(۱)ـ تو حید 238

(۲)ـ رسالت.. 239

(۳)ـ اخرت.. 240

دوګړوتنظیم او دهغوې ښوونه او روزنه. 242

دهجرت په ذریعه دباطل پرخلاف دسنګړ جوړښت.. 249

څلورمه برخه. 268

جنګ  او جهاد 268

شپږم  پړاو: 278

د  یوي انقلابي او متوازنې. 278

اسلامي  ټولنې  جوړښت.. 278

لمړې  برخه. 278

نیکواخلاقوته وده او پالنه ورکول. 278

دويم باب: 296

د رذیله  اخلاقو  مخنیوي.. 296

دریيمه برخه: 311

اقتصادې  برابري  منځته  راوړل. 311

۲- د استثمار  نه آزادې اقتصادې  هڅې. 324

۳-اقتصادي  اصولي  کوښښونه. 325

۴-  د زرو  دهوس  له منځه وړل. 325

۵-  داقتصادې  هلو ځلو  پولې. 327

۶-  د ذخیره  کولو څخه منه والې. 327

۷-  د  اړوندو  محصول - زکات.. 328

۸- د پانګې  څخه  د انسان  پورته والې. 329

۹- اباده زمکه د الله ده او هر څوک یې چې کري.. 329

۱۰-  د ملکیت حق : 330

۱۱- د ملت د لوړو   ګټو  اهتمام : 330

۱۲- په حکومت  د ټولو  حق : 330

۱۴-محصول  دتوان  په اندازه : 331

۱۵-حرام  د ټولو  له پاره  حرام د ي: 332

څلورمه  برخه. 333

په ټولنه کې دانسانانوترمنځ برابرولې. 333

پنځمه برخه: 345

دحق وينا-  ستر جهاد 345

داستثمار څخه پاکه ټولنه. 354

اومه برخه: 382

درسول اکرم (ص)  ژواندانه  ته ځغلنده کتنه. 382

اوم  پړاو. 408

د اسلامي انقلاب د حکمتونو  څو اړخه. 408

لمړې برخه: 408

۱-  د قیادت  حکمت.. 408

دويمه برخه: 420

د تبلیغ حکمتونه. 420

دریيمه برخه: 431

د ټولنی  حکمت.. 431

څلورمه برخه: 436

د اخلاقو،کړنې او عمل  حکمت: 436

پنځم باب.. 441

دهجرت حکمت.. 441

شپږمه برخه: 448

دازدواج  حکمتونه: 448

اوومه برخه: 458

د جهاد  حکمتونه: 458

                                             د جنګي بندېانو سره  نیک سلوک.. 462

۲-  د عدل ، انصاف  او دامن رامنځته کول. 463

۶- هرځل په جنګ کې د نوي تاکتیک  استعمالول. 469

۷-دعسکرو سره یوځاې  کار کول. 470

۸- ددښمن په صفونو کې درزاواختلاف راپیدا کول: 471

۱۰- ددښمن د خوځښتونو څخه په وخت ځان خبرول. 473

۱۲-په وعده وفا کول : 476

اتم پړاو. 480

د یوه  انقلابي  اسلامي  ریاست  جوړښت.. 480

د یوه  انقلابي   اسلامي ریاست  جوړونه: 480

نهم پړاو. 497

دسیاست حکمتونه. 497

او. 497

داسلامي  انقلاب  تدبیرونه. 497

لمړې  باب: 497

د اسلامي انقلا ب  تدبیرونه. 497

۱-د یووالي او امن جوړښت.. 499

۲-د عربو په  کړو  وړو  د اسلام   اغیز. 500

۳-دټولنیزې مرتبې په ځاې دحق منلوته اهمیت ورکول. 501

۵- دحجراسوددويني  تويونکي  شخړی دمنلو وړ پریکړه 505

۶- طیبه کلیمه:داسلامي غوزنګ هر اړخیز  انقلابي  غږ: 506

۷-  بهرکې داسلامي دعوت دخپرولو هڅی او هاند 508

۸- د اصولو په هکله  کلک دریځ. 510

۹- د بلنی  د نوي  مرکز  جوړښت.. 512

۱۱- دمدینې د تړون اوداسلامي ریاست دبنسټ ډبره 517

ورور ګلوي : 520

دفکري  اسلامي  ورورګلوې  جوړښت.. 520

۱۳- د اسلامي دعوت  دمرکز ودانول. 521

۱۵-دتجارتي قافلې پرځاې دوسله وال لښکرسره د ټکر پریکړه 523

۱۶-  دکفر  په مقابل کې د استوار پاته کیدو لار: 525

۱۷-ددښمن دسولې وړاندېزته په جرأت سره ښه راغلاست ويل. 527

۱۸- دښمنان  تر احسان  لاندې  راوړل. 528

۱۹- د خبر رسولو اغیزمن  نظام 529

۲۰- د دښمنانو سره په نوبت دجنګیدوحکمت.. 531

دحدېبیي  سوله  : 537

دغوره وړتیاو منل او دهغې استعمال: 543

دځاې ناستي  د ستونزې  دهوارۍ  لار. 546

دنسلي ملوکیت اوکورنۍ پادشاهۍ له منځه وړل: 549

د توري او ځواک استعمال : 550

ددښمن له منځه وړل او دګوريلاجنګ تدبیرونه: 552

ددښمن د له منځه  وړلو په خاطر  د ناڅاپي  حملې  تدبیرونه: 552

په خپل وخت  د خطر  له منځه  وړل  : 553

د سولې د تړون له لارې د قبایلو سره نژدې  کیدل. 555

په پوره میړانه او جرأت د چلینج قبلول: 556

ددعوتي ځواک اوسياسي فشارونواستعمالول. 558

دخپلو ملګرو  سره دشفقت نه ډک  سلوک.. 559

دمکې د فتحې  وروسته  ددښمنانو سره د لوړو اخلاقو څخه کار اخستسل. 562

دملګرو زړه  ساتنه : 564

دخلکو د پیژندګلوۍ او قیادت  له پاره د یوې  اغیزمنی  ډلې  تیارول. 565

د عصبیتونو  د راپارولو  څخه لرې والې. 569

دژوندانه په هراړخ کې دساده ژوندخپلول. 570

د ټینګ عزم خاوند او متوکل انسان. 572

د نړیوال دعوت  منشور(تګلاره) 574

دعبادت په څیر د سیاست پاکوالې. 579

لسم پړاو : 582

دبندګئ حکمتونه. 582

یو لسم پړاو. 585

په انساني تاریخ کې مکمل  او هر اړخیز  انقلاب.. 585

زما نورې  ژباړې : 595

 
 
 

 

دسرلیکونو لړلید

 

ډالۍ

لمړې خبرې

دژباړې په هکله د لیکوال د زړه خواله

سریزه

لمړې پړاو             رب العالمین

لمړې برخه                            د ژوند وسایل

دویمه برخه                                     د ژوندانه موخې

دویم پړاو                                        رحمت للعالمین

لمړې برخه                            بشپړه کمالونه

دویمه برخه                                     بشپړ رحمت

دریېمه برخه                         بشپړ هدایت

دریېم پړاو                            د اسلامي بلني پیلامه

لمړې برخه                               د کار پیل

دویمه برخه                                     د بلني دری اصولي بنسټونه

دریېمه برخه                                   د اسلامي بلني مزاجي ځانګړتیاوې

څلورمه برخه                                  د اسلامي دعوت  عمومیات

څلورم پړاو                      د رسول الله (ص)د انقلاب اغیزمنه وسله

                      لمړې برخه                                          د کردار او کړو  وړو  معجزه

                      دویمه برخه                                       د قران معجزه

                      دریېمه برخه                                     د کلام معجزه

پنځم پړاو                                        د رسول الله (ص)د انقلاب  حکمتونه 

                      لمړې برخه                                          د یو انقلابي وګړي  تیارول

                      دویمه برخه                                       د وګړو تنظیم  او دهغوې  ښوونه اوروزنه

                      دریېمه برخه                                     د هجرت  په واسطه د باطل پر خلاف دسنګر جوړول

شپږم پړاو                                        د یوې انقلابي او متوازنې  اسلامي  ټولنی جوړښت

                      لمړې برخه                                         د نیکو اخلاقو پالنه  او  وده

                      دویمه برخه                                        د رذیله اخلاقو  مخنیوې

                      دریېمه برخه                                     اقتصادي برابري  منځته راوړل       

                      څلورمه برخه                                    په ټولنه کی  د انسانانو  تر  منځ برابري

                      پنځمه برخه                                       د حق وینا -  ستر جهاد          

                      شپږمه برخه                                       د استثمار څخه پاکه ټولنه                     

                      اومه برخه                    د رسول الله (ص)ژوندانه ته ځغلنده کتنه

اوم پړاو                                            د اسلامي انقلاب د حکمتونو څواړخونه

                      لمړې برخه                                          د قیادت حکمت  

                      دویمه برخه                                       د تبلیغ حکمتونه

                      دریېمه برخه                                     د ټولنې حکمت

                      څلورمه برخه                                    د اخلاقو او کړنې حکمت

                      پنځمه برخه                                       د هجرت حکمت

                      شپږمه برخه                                       د ازدواج حکمتونه

                      اومه برخه                                د جهاد حکمتونه

اتم پړاو                                             د یوه انقلابي  اسلامي ریاست جوړښت

                      لمړې برخه                                          د یوه انقلابي  اسلامي ریاست جوړونه

نهم پړاو                                            د سیاست حکمتونه او د اسلامی انقلاب تدبیرونه

                      لمړې برخه                                          د اسلامي انقلاب  تدبیرونه

1.      یووالې  او امن منځته راوړل

2.      د عربو په کړو وړو  د اسلام  اغیز

3.      د ټولنیزی مر تبي په ځای د حق منلو ته اهمیت  ورکول

4.      د غلامانو   ازادول ، د مظلومانو فریاد اوریدل  او د هغوی حقوق ترلاسه کول

5.      د حجر اسود د وینې تویونکې شخړې  د قبول  وړ  پریکړه

6.      طیبه کلیمه : د اسلامی   غورزنګ  هر اړخیز  انقلابي  غږ

7.      بهر کی د اسلامی دعوت د خپرولو  هڅې او هاند

8.      د اصولو په هکله  سازش  نه کول

9.      د بلنې  د نوي  تحریک د منشور  اعلانول

10. د اسلامي تحریک  د منشور  اعلانول

11. د مدیني د تړون  په واسطه  د اسلامي ریاست د بنسټ  تیږه

12. د فکري اسلامي ورور ګلوۍ جوړول

13. د اسلامي  دعوت د مرکز ودانول

14. د قریشو  د اخطارونو  په واسطه  دداخلي فتني له منځه وړل

15. دتجارتي قافلې پر ځای د وسله  وال  لښکر سره  د ټکر پریکړه

16. د کفر په مقابل کي د استوار  پاته کیدو لار

17. ددښمن  د سولې  وړاندیز  ته به  جرآت  سره ښه راغلاست  ویل

18. د ښمنان تر احسان لاندی  راوړل

19. د خبر رسولو  اغیزمن  نظام

20. ددښمنانو سره په نوبت  د جنګیدو  حکمت

21. د حدیبیي  سوله

22. د ښه  استعداد  او صلاحیت  اعتراف  او دهغې  استعمال

23. د ځاې ناستي د ستونزې د هواري  لار

24. د نسلي ملوکیت ، د کورنۍ  پادشاهۍ  له منځه  وړل

25. د توري  او ځواک استعمال

26. ددښمن  د له منځه  وړلو په خاطر  د ناڅاپي  حملې  تدبیرونه

27. په خپل وخت   د خطر  له منځه  وړل

28. د سولې  د تړونو  په واسطه قبایل  خپل دوستان  او بی طرفه  کول

29. په پوره میړانه او جرآت  د  چلینج  منل

30. دد عوتي  ځواک او سیاسي فشارونو  استعمال

31. د خپل ملګرو سره د شفقت نه ډک سلوک

32.   د فتحی  وروسته  ددښمنانو سره د لوړو  اخلاقو څخه کار اخستل

33. د ملګرو زړه  ساتل

34. دخلکو د پیژندلو  او قیادت  له پاره  د یوې  اغیزمنې  ډلې تیارول

35. د عصبیتونو  د راپارولو څخه لریوالې

36. د ژوندانه په هر اړخ  کې د ساده ژوند خپلول

37. د ټینګ عزم  خاوند او متوکل  انسان

38. د نړیوال دعوت  منشور

لسم پړاو                                   د بندګۍ حکمتونه

  یولسم پړاو                                  په انساني تاریخ کی مکمل  او هر اړخیز  انقلاب

 ضمیمه(۱)

 ضمیمه(۲)

 


 

 

 

 

 

بسم الله  الرحمن الرحیم

 

ډالۍ:

 

داسلامي  نړیوال غورزنګ د ټولو هغو سرتیرو ځوانانو په نوم  چې په دې پنځلسمې هجري پیړۍ کې د رسول اکرم (ص)د اسلام په لور د بلنې  د پیغام دخپرولواوخپلولو له پاره  را ولاړ شوي  اود نبوي(ص)  تګلارې  سره سم  یې  په نړۍ کې د خپریدو  هڅه کوي.

د افغانستان داسلامی انقلاب د هغه سر تیرو  او  په   الله  (ج) مینو  مجاهدینو  په نوم  چې  د رسول اکرم (ص) د تګلارې د پلي   کولو په خاطر یې  خپل  ځانونه  د نړۍ د استکباري ځواکونو  په وړاندې   سپر کړي ، او دهغه شهيدانو  دپاکو ارواحو په خاطر  چې د خپلو وينو  په طوفان  یې خپل ګران ټاټوبې ازاد او هم ېې په نړیواله کچه د سره کمونیزم  وراسته بنسټونه را نسکور کړل.

                                                     قریب الرحمن «سعید»


 

لمړنې خبرې:

داسلام د سپیڅلې  دین له را څرګندېدو  څخه  را په  دېخوا  مونږ په  څرګنده   توګه  وينو ، او ګورو چې  رښتیا هم ، د  الله  (ج)  له  احکامو  او د رسول اکرم صلې الله علیه وسلم  له کړو  وړو  پرته د انسانیت  او بشریت د ژغورنې  له پاره  هيڅ  بله اغیزمنه  لاره  نه شته او نه به  پیدا شي ، په تیره بیا زمونږ د افغانستان مسلمانو مجاهدینو ته  چې د خپل پالونکې رب (ج) د رضا  او د اسلامی نظام د پیاده کیدو له پاره په خپل  سر او مال  هم ډیل نه شول  ، دا خبره  اوس ښه  جوته شوه  چې  په نړۍ کې  د هوسا او نیکمرغه  هوساینې  شپې له قراني  احکامو او محمدې  ارشاداتو پرته  نشي تر سره کیداې.

داچې  مونږ مسلمانان  د سیدنا محمد صلې الله علیه وسلم د امتیانو  وياړ  لرو  راته  په کار ده  چې د بشریت د لارښود  د ستر پیغمبر د ژوند او کړونو  په هکله تر بل هر چا زیات  معلومات  ولرو  او د هغه  صلې الله علیه وسلم د مبارزو او هلوځلو په  هغوبنسټیزو تګلارو   و پوهيږو  چې د څوارلسو پیړیو را پدېخوا د انسانانو په ژوند کې  ورځ په ورځ  پیاوړي  کیږي .

ما په دې  لړ کې  د رسول الله  (ص)  د سیرت  دغه کتاب  چې  ( رسول اکرم  کي حکمت انقلاب ) ترنامه  لاندې «سید اسعد ګیلانی» په  اردو ژبه  لیکلې و او دوخت د علمي ټولنې   او حاکمانو  څخه یې طلایي  مډال ترلاسه کړې و ،  د لوست  وروسته  ډیر ارزښتمند وموند اوومې  پتییله  چې د خپل ولس  د علمي پرمختیا د ودې له پاره یې په خپلې ملي مورنۍ  ژبه «پښتو» وژباړم .  که څه هم   ژباړه یې  راته ډیر دروند  کار بریښیده  خو الله تعالې ددې  توان را کړ چې په دې  ازمونیه کې بریالې  شم .

دادې  ددې  ستر کار ثواب د خپل هغه شهيد ورور (انجنیر حفیظ الرحمن  مولوي زاده)، او د اسلامي مبارزې  او جهاد ټولو هغو  شهيدانو ته  چې د خپلو  سترو سترو ارمانونوپه  خاورې کیدو  سره ، د کمونست رژیم  ددولتی  واکمنانو له اړخه،   په  سیستماتیکه توګه د خروارونو،خروارنو خاورو لاندې ژوندې  په ګور شول، او لا تر اوسه یې د  خويندو ، میندو ، ورونو ، پلرونو او خپلوانو سترګی  په ژوندې یا دبیاکتلو  په هيله  له اوښکو ندې وچې شوي ، او که ووایم  چې په ډیرو سترګو کې د اوښکو پر ځاې  وينی بهيدلې  او یایې هم سترګی له لیدلو کتلو دریدلې او  وچې شويدې  دا به کومه مبالغه نه وي (  چې تر ټولو ستره نمونه یې زما ډیره درنه  او عزتمنده  مور ده ) ، نذرانه  کوم .

د  الله   (ج) له دربار څځه  ارزو لرم  چې  دا کتاب  به ددرنو لوستونکو له پاره  پوره  ګټه ور ثابت شي .

ددې کتاب  په برخه کې  تر هر څه د مخه د خپل دروند پلار (مولوي ګل رحمن «دېوبند») څخه  چې  د عربي او اردو د سختو  جملو او الفاظو  په ژباړه کې   یې  له ماسره  پوره پوره  لاس کړې  اوبیاله ټولو هغه ورونو څخه  چې  ددې ژباړې  په وخت کې یې  هر راز علمي اومسلکي مرستې  را سره  کړېدې  د زړه  له کومي مننه کوم .

قریب الرحمن «سعید »

پیښور، د سپتمبر میاشت  (۱۹۹۱زیږدېز کال )

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

 

 

دژباړې په هکله دلیکوال   دزړه   خواله :

 

ډیر خو شحاله یم  چې زما قدرمن او  مجاهد ورور قریب الرحمن «سعید» چې د علم او ادب په ډګر کې د پښتو ژبې  یو پیاوړی  ادېب او دجهاد په سنګر کې یو سر تیرې او مخلص  مجاهد سپاهي دې ،  زما کتاب  (د رسول اکرم صلې الله علیه وسلم د انقلاب حکمت) په  پښتو   ژبه  وژباړه .

د ژباړې په وخت  کې د هغه  ذوق  او شوق ، او د اسلامي  غورزنګ  سره د میني دا حال و چې هغه  دوه  درې کاله  د جهاد د سترو سترو مصروفیتونو  تر څنګ  ددې  کتاب  ژباړه  اړینه  و ګنله .  دده  له  انده د مجاهدینو  له پاره ددې کتاب (د رسول اکرم صلې الله علیه وسلم د انقلاب د حکمت) زده  کړه  ډیره  اړینه  او ضروری ده.

زه ددې ژباړې   له کبله  د هغه ډیره مننه کوم  او د ځان  له پاره  ستره نیک بختي ګڼم  چې زما دا کتاب  د اسلام د سر تیرو مجاهدینو  په کار  را شي .آرمان  چې  ما هم  په عملي توګه  له  دوي سره یوځاې د جهاد په ګرمو سنګرونو کې  ملګرتیا کړې وای.

مونږ  د افغانستان  د مجاهدینو  او مهاجرینو  له پاره د اسلامي اکاډمې  له اړخه  د اسلامي  لیکنې  یوه لړۍ پیل کړې   وه  چې په دې  لړ کې  مو اسلام  او سوسیالیزم ، د اسلامي غورزنګ  لمړې او دويم  کتاب ، د ملت  غږ، پاکې بیبیانې  او همدا راز  یو شمیر نور کتابونه  ژباړلي  او تر چاپ وروسته مو ويشلي دې . ددې کتابونو په  اړوند لوستونکو  په  هماغه وخت کې  ډیر ښه اغیز ښوولې و ، خو په  ډیر ناخوالۍ سره باید  ووایم  چې  د وسایلو او ذرایعو  دکمښت  له کبله  مو دا لړۍ  ژوندۍ  و نشوه ساتلایې.  لیکن د رسول اکرم صلې الله علیه وسلم د انقلاب د حکمت نومې کتاب د ژباړې او چاپ  په هکله په دې لړۍ کې  ډیر ارزښتناکه   ډیرښت  مینځته  راغې .  څه نورې ادارې  او په خپله مجاهدین هم  د خپلو لیکنو په ذریعه دا کار کوي  اوپه دې   ترتیب سره د  روانې صدقې  دغه  لړۍ  روانه ده  او زه ارزو  لرم  چې د جهاد دکامیابۍ  او د اسلامي افغانستان د جوړیدو سره سم  به  په نړۍ  کې یو نوې اسلامې خلافت  جوړښت  مومي ، هلته به د جهاد دبرکتونو  په زبیښو کې د جهاد او اسلامي لیکنی  یوه لويه ذخیره  جوړه شي ،  چې دا به د اسلامي افغانستان د سپیڅلي  جهاد   یادګار  اود علم او ادب  یوه  لويه پانګه  وي.  

مونږ د اسلامي  افغانستان  د جوړیدو  له پاره  شپه  او ورځ  لاس  په دعا یو او د ستر پروردګار (ج)  له درباره ډیر زیات  امیدونه لرو.

ډاکټر سید اسعد «ګیلانی»

د اسلامی اکاډمۍ لوي مدېر

منصوره -  لاهور


 

دبښونکې او مهربان  پالونکې  رب  په نوم

 

سریزه

 

له ډیرو کلونو  څخه مې  په زړه  کې دا  ارزو وه  چې د سیرت  په  موضوع  څه  و لیکم  چې دادې ددې لیکنې پایلې او ددې   مودې  د کار لنډیز.  خو څو کاله  په دې  هکله زړه نازړه  وم  او بل دا چې په  نړۍ  کې د سیرت په موضوع  په هره ژبه  ګڼ  شمیر آثار  لیکل شوي..

د رسول الله  صلې الله علیه وسلم د ژوند او اسلامي دعوت او د هغه د جدوجهد داسې برخه نشته چې بحث پرې نه وي شوې ، که  څه هم د سیرت دلیکونکو په قطار کې ګډون  زما  په شان د لږې پوهې  انسان له پاره د فخر او مغفرت  پانګه ده  خو په ما کې دومره جرأت  نه و  چې  یوازې د سیرت  د لیکنې  له پاره  ددومره سترې موضوع په هکله سرسري  څیړنه  وکړم .  د علم او تقوي څښتنانو پر دې موضوع خپل ژوند له لاسه ورکړې.   هغو ته  چې وګورم نو د خپلې  لږې   پوهې  احساس  مې    نور هم  په ډیریدو شي . په دې توګه  زما په دې فکرونو او اند کې  نور هم  څو کاله تیر شول او الله  تعالې ته مې  تل لاسونه په دوعاوو  چې  که پردې موضوع زه هر څومره ګټور  کار کولای شم د هغه توفیق ماته  را په برخه کړل شي . او بالاخره د هغه توفیق ماته را په برخه هم شو.دا توفیق ماته داسې ترلاسه شو چې د الله جل جلاله  په بسپنه  زما سفر مدینې ته اوبیاد ۱۹۷۶ زیږدېز   کال د اګست د ۳۱می  څخه  د نومبر تر ۲۷می  پورې دغلته زما  داوسيدو  شرایط برابر شول. او ددې  کتاب د لیکلو کار  مې  د روژې   په  مبارکې میاشتې   کې په نبوي   مسجد  کې په داسې حال کې  پیل کړ  چې  په اعتکاف کې ناست وم او په هر لمانځه کې مې ددې کار د ترسره کولو په خاطر دعا کوله ، نو څرنګه  چې اوس زه په دې باوري   شوې یم  چې ددې کار دپیل له پاره مې چې په ذ ‌هني توګه کوم شرط نیولې نود هغه فایده به انشا الله ماته د ایمان د رڼا او لوستونکو ته د ایماني  جزبې د زیاتوالي په شکل  کې ورپه برخه شي .

د رسوالله   صلې الله علیه وسلم د مبارک سیرت بې  شمیره اړخونه دې ، ما نه  غوښتل  چې یوازې د رسول الله صلې الله علیه وسلم د پاک ژوند کیسه بیان کړم ، ځکه هغه پیښې ټولو  مسلمانانو ته په یاد دې او ښه پرې پوهيږي.

زه د رسول الله  صلې الله علیه وسلم د ژوند په هغه اړخ فکر کوم  چې  بشري  تاریخ کې  یې ستر بدلون راوست.  دغه انقلاب  پخپله   یوه بې سارې  پیښه ده  چې د رسول الله  صلې الله علیه وسلم په مبارکو لاسو عملي   شو په دومره لږه موده  کې دومره ستر انقلاب تر سره شو چې د ټولو عربو او بیاد ټولې نړۍ  سیاسي ، ټولنیزه  او اخلاقي نقشه او منظر یې  بدل کړ . زوړ  انسان بدل او نوې انسان  منځته راغې ، او دا نوې انسان د زاړه انسان  څخه په هر اړخ  کې جدا و    او په ده کې د ټولو ملتونو د مشرتابه د  جوړښت صلاحیت او استعداد موجود و.  زړه   انساني  ټولنه سره بدله شوه  او یوه نوې  ټولنه منځته را غله  چې  دهغې اخلاقي قدرونه  د نیک او بد  اندازې  او د راشه درشه معیارونو توپیر درلود.  دا  ټولنه  د زړې  ټولنې  څخه په ټولو اړخونو کې  مختلفه وه .  د حکومت  زوړ نظام ، د ټولنې د تنظیم طریقه او انتظامي نقشه په مکمله  توګه بدله شوه  نوې نظام منځته راغې  چې د اداري  مسؤلینو له پاره  یې  د قبیلې ، نسل ، رنګ، ځواک  او مال پر ځاې د شرافت ، تقوي او دالله (ج) څخه ويره د فضیلت  معیار و ټاکه.

ددومره هر اړخیز  انقلاب د پیلیدو خبره نوره هم حیرانوونکې ده . یواځې  په (۲۳) کلونو کې  ډیره ستره تبدېلي  منځته راغله،  په دې( ۲۳ )کلنه مبارزه کی بیاهم په حیرانوونکې  توګه  ددواړو طرفونو تاوانونه   ډیر لږ وو چې  په ټولو (۸۲)جګړو  کې د  یولسوسوو(۱۱۰۰) څخه  زیات کسان  له منځه نه دې تللي،  په   عملي توګه  دا  یو سوله ایز  انقلاب  و  چې د بشري انقلاباتو په پرتله  یوه ستره معجزه وه .

څرنګه  چې د الله تعالې (ج )پټه مرسته او د رسول الله  صلې الله علیه وسلم محیرالعقول  ژوند  یوه معجزه وه نو آیا مونږ به دې ته  یواځې  د معجزې  په ويلو چپه خوله  پاته کیږو ؟ که  چیرته ددې  ټول انقلابي جدو جهد  تعبیر همدومره  وشي نو  د عقیدې  د احساس تسکین خوبه پرې وشي مګر  ددې انقلاب  د زوال نه وروسته به دوباره ددې انقلاب پیلول او دهغې پر بنسټ د ټولنې  د جوړولو له پاره د هڅو او هاند په هکله  به  له یوه سره پو ښتنه  نه را ولاړیږي .  زمونږ د ا عقیده  ده  چې رسول الله  صلې الله علیه وسلم نه یوازې د عالم له پاره رحمت دې  بلکه هغه نظام  چې رسول الله   صلې الله علیه وسلم له ځانه سره راوړې هم د ټول عالم   له پاره  رحمت دې . هغه اخري رسول دې او دهغه نه وروسته به بل څوک نوې دین  نشي را وړلای.

اسلام   ترقیامته د الله جل جلاله  په نزد  یو غوره شوې دین دې  چې په  کې د ټول انسانیت له پاره  د ټولو  دیني او دنیوي  مسایلو  حل موجود دې . په دې اساس اسلام باید  د ټولو حدودو او غوښتنو سره یوځاې  په عملي  بڼه  پیاده شي او دا د مسلمان امت  لومړنۍ دنده ده . لکه څرنګه  چې رسول الله  صلې الله علیه وسلم خپل ټول وخت ، ټول توان ، ځواک  او ټول وسایل  ددې نظا م د جوړښت  او پایښت  له پاره مصرف کړي،  همدا شان د قیام نه وروسته یې قایم ساتل  او هغه د تل له پاره دانسانی پرګنیو  تر مخه په محسوسه او مشهوده  توګه  موجودول د اسلامي  امت دنده ده تر څو نړۍ ته د اسلام  ریښتونوالې  څرګند او ثابت شي .

په حقیقت کې ددې نظام د پیلیدو  له پاره رسول الله   صلې الله علیه وسلم ځينې انقلابي اصول واړاندې کړي  چې دهغوې  خپلول یو حتمي امر دې او ځينې  عملي تدابیر دې چې دهغوې په رڼا کې د اسلامي  بلنې مسؤل  په هر دور کې د انقلاب او سیاست     حکمت  ټاکلای  او اسلام  پرې بریالې کولای شي .  په دومره  لږه موده کې ددومره  ستر انقلاب په پیلیدو کې  که له یوې خوا  د الله  تعالې غیبي مرسته شامله وه  خو له بلې خوا د رسول الله  صلې الله علیه وسلم د انقلاب  حکمت ، پوهه ، تدبر او فراست هم په کې  مهمه ونډه درلوده  چې په هغه پوهيدل ، دهغه څخه  ګټه پورته کول  او هغه خپلول د اسلامي  انقلاب  د هر بلونکې له پاره زیا ت  اړین دې .

ما د رسول الله  صلې الله علیه وسلم د پا ک سیرت او د بلنې د تاریخ په دې اړخ دګام  په  ګام د پوهيدنې  له پاره خپل زیار ګاللې او دهغه د حکمت په مختلفو  اړخونو  مې غور کړې دې .څرنګه  چې مونږ د ژوند په ټولو مسایلو کې د رسول الله  صلې الله علیه وسلم په نیکه تګلاره ( اسوه  حسنه ) په عمل کولو اړین یو نو  د انقلابي  هلو ځلو  په مختلفو پړاونو کې د حکمت او تدبیر روښانه اړخ  هم  د اسوه حسنه  یوه برخه ده او دحق د نظام په قیام کې دهغه څخه ګټه اخیستل اړین کارګڼل کیږي.

زه غواړم  چې د رسول الله  صلې الله علیه وسلم د پاک خوي او سیرت  دا کتاب  دې د اسلامي  نظام د قیام د هڅو او هاند  له اړخه  هم  و کتل شي ، دا کتاب  په همدغې اړخ، په  ځانګړي توګه  روښنایي اچوي. نو په دې توګه  همدغه مجموعي  بحث او څیړنه  د پاک  سیرت له  اړخه دغلته د لومړي ځل  له پاره څرګنده  شوي ده . زه باور لرم  چې  کله  چې زما څخه  د زیاتې  پوهې او صلاحیت خاوندان د رسول الله صلې الله علیه وسلم د انقلابي  مبارزې اوهلوځلو په هکله څیړنه وکړي نو انشا الله  چې په هر دور کې به د اسلامي انقلاب  دپیاوړتیا  او پوره بریالیتوب له پاره  نور سهولتونه او اسانتیاوې   هم ورته پیدا شي .

زه د پوهې د خاوندانو  څخه  ددې کتاب د محتوياتو په اړه  دهغوې  نظریاتو  او لارښونو   ته اړتیا لرم. خو څومره  چې د واقعاتو  څخه  د نتایجو د تر لاسه  کیدو خبره ده نو داد هر چا د فهم او شوق پورې اړه لرې او ددې  ازادې د تل له پاره هر چاته ورپه برخه کیږي .

زه ددې کتاب په مرتب کولو  کې دخپلو ټولو هغو دوستانو نه مننه کوم  چې زما سره یې هر ډول  بسپنه کړې او په ځانګړې  توګه د مدینې منورې  دوستان لکه ډاکټر محمد نذیر احمد صیب، ډاکټر رانا محمد اسحاق صیب او د کويټ دوستان لکه ورور انعام الحق قادري ،  ورور خورشيد انور او محمد اشرف  د یادونې وړ دې .

سعدبن السعد  چې د ټایپ شوې مسودې  په لوستلو کې یې راسره  مرسته کړېده  دټولو سره یوځاې  زما د مننې اود رسول  الله    صلې الله علیه وسلم د شفاعت   وړ دې.  الله (ج) دې  هغوې ته ستر اجر ورکړي.

«اسعد ګیلانی»

(ددې کتاب  لیکل د ۱۳۹۶ هجري کال د روژې د مبارکې میاشتې په  ۲۷مه  چې د ۱۹۷۶زیږدېز کال  دسپتمبر د ۲۱می سره سمون خوري د مدینې منورې په نبوي مسجد  کې د عمر بن الخطاب  ددروازې تر څنګ د چهارشنبې په ورځ پیل شو  او د ۱۳۹۶ هجري کال د ذوالحجې  په ۴ مه  چې د ۱۹۷۶ کال د نومبر د ۲۷می سره سمون خوري  هملته په مدینه منوره  کې پا ې ته ورسید.)


 

بسم الله الرحمن الرحیم

لمړې  برخه

رب العالمین

الحمد لله رب العلمین :

د ژوند وسایل

دزمکې او اسمان د خاوند د پالنې دسترخوان  په خپلې ټولې  پراختیا،ارتوالي او وسعت  سره د روزئ رسونی د هر ډول  او هر اړخیزو ځانګړتیاو  څخه ډک ،د کائناتو  په ټولو  اړخونو کې ،هرې خوا اوهرې لورې ته  او هر چیرته  او په هر  ځاې  کې خپور  دې .او د هغه څخه  د کائناتو ذره ذره د خپل  اړ او حیثیت  په مطابق ګټه وراو برخمن ګرځي.  هره ګړۍ  او هره لمحه د هغه د پالنې او ربوبیت  نوې شان دې او هر شان په حیرانوونکي ډول  او هر اړخیزه توګه ټولو مخلوقاتو ته روزي او  رزق  ور  کوي..

د احادېثو  له مخې  د الله (ج) (۹۹) صفتي  مبارک  نومونه دې  چې د هغې ډلې څخه  هر نوم د مالک د یوه نه یوه صفت ښکاروندوي دې ، اوبیادهغه صفات  بې شمیره دې . دهغه(ج)   د مطیع بنده له پاره  هر صفت ګران ، محبوب او په  زړه پورې دې . د هر صفت په هکله  چې غور او فکر وشي نو د انګیرنه  د سترګو تر مخ په حیرانوونکي  توګه د پراختیاو  یوه پراخه    منظره خپریږي.  چې په کتلو یې انسان حیران او  په  تعجب کې پاته کیږي . نو په دې توګه د خپلې بې وسۍ او عاجزۍ  په اساس مجبوریږي  چې د ژبې  په واسطه  یواځې د حقیقت  اعتراف  وکړي.  دحقیقت بیان د هغه  د   وس  څخه بیرون دې هغه  چې کله هم په دې صفاتو  غور وفکر  کوي نو دهغه سر د عاجزانه بندګۍ  په  لور  نور هم ښکته کیږي ، او دهغه  تندې د بندګۍ د سجدې له پاره ناکراریږي  ،نو د الله (ج) د احساناتو د بار لاندې ، د ژبې په واسطه د شکر او ممنونیت   له پاره د الحمدلله  د ويلو پرته نور څه نه شي ويلایې.           خو دهغه وجود  د هغه د ټولو نعمتونو څخه  د پوره ګټې  اخستلو او حتی په ژبه  هم د هغه د شکر د ادا کولو څخه  عاجز دې .     د زمکې او اسمانونو د خاوند د هر ډول او هر  اړخیزو پراخو نعمتونو په مقابل کې ، بنده د محدودېت او عاجزۍ  په اساس  د الله جل جلاله د شکر د ادا کولو د حق  نه بالکل نیمګړې  دې.

د الله (ج)  په دې صفتونو  کې ( ربوبیت )  یو داسې صفت دې  چې ټول مخلوقات او کائنات  یې په پوره او مکمله توګه په خپل چاپیریال کې نیولي دې .  که چیرې  دهغه په کړنو باندې غور وشي نو دا حقیقت به را څرګند شي  چې روزي  او مړینه  د هر  ژوي  پسې ځغلي ، که  چیرې په دوي   د  روزۍ رسولو  ټولې لارې و تړل  شي  نوبیابه هم کوم ژوي ته  چې  دکومې  لارې د هغه  مرګ راځي  نو د همغې لارې څخه به ورته روزي  هم  و ر  رسول  کیږي  چې د هغه اړتیاوې به پوره کوي او دهغه د ژوندې پاته کیدو سبب به ګرځي .

همدا  لامل دې  چې الله (ج)  په  خپل اخري کتاب کې د خپلو بندګانو  سره خپله لمړنۍ پیژندګلوي  د ربوبیت د صفت په واسطه  کړې ، د فاتحې د سورې لومړۍ  جمله  چې « الحمدلله رب العالمین » [ ټول ثنا او صفت یواځې  الله (ج)  چې د ټولو  مخلوقاتو پالونکې  دې] یې څرګنده   نمونه  ده .

 دا چې الله (ج)  په لمړي ځل  خپل کوم نوم  د خپلو بندګانو سره د پیژندګلوۍ له پاره د حکمت او اړتیاو  په مطابق  ورپیژندلې  هغه  د هغه (ج) صفتي مبارک  نوم  (رب)[پالونکې] دې . او دا دهغه د ربوبیت  صفت  دې  چې د خپلو مخلوقاتو سره یې ددې صفت پیژندګلوي د کوم شرط دایښولو پرته   کړې ده.  په هغې   کې د ایمان  او انکار کوم شرط هم نشته ، دا د مالک هغه صفت دې چې  د خالق ( پیداکونکي )  په توګه  په خپله د پیدایښت (مخلوق )  سره لازم او ملزوم  ګرځي . لکه څرنګه  چې خالق د مخلوق د روزنې او پالنې حق منلې نو په هغه کې یې ، دمخلوق د حیثیت پرته  چې هغه مخلوق دې ، بل کوم شرط  نه دې ایښې .

د رب  کلیمه  چې د کومې مادې څخه  جوړه شوې معنې یې پالل ، پالنه ورکول ، په ښه حال  ساتل ، د عامو خطراتو څخه د ساتلو  او د ارتقا، نمو او ستروالي  د ټولو وسایلو د برابرولو وروسته د کمال تر ځاېه  پورې د هغوې پورته بوتلل  دې ، او همدا ډول د ا کلیمه دمالک ، اقا ، مربي ، پالنه ورکونکي ، پروردګار ، پالونکي ، خبر اخستونکي  او څارونکي  فرمانروا، مدبر ، منتطم او حاکم په معناوو هم را ځي ، ښکاره ده  چې یواځې مالک او بادار د خپلو غلامانو د اړتیاو او احتیاجاتو د پوره کولو مسؤل دې او د پرودګار او خبر اخستونکې کار خو خبر اخستنه او پالنه ده او د یوه فرمانروا او حاکم د فرمانروایي او حکومت حق هم د خبر اخستنې او پالنې په واسطه مستحکم او قوي ګرځي ، او تدبیر او انتظام کې خو دا خبره  د اتم په څیر اهمیت لري  .  کله چې د یوې کارخانې بنسټ ایښونه اوبیادهغې نظم او تدبیر په نظر کې وي نو دهغې کارخانې د ټولو پرزو اهتمام او د هغې د اړتیاو د پوره کولو له پاره هلې ځلې کیږي . نو په همدې اساس په حقیقت کې  د روزۍ  رسونې ، پالنې ، نګرانۍ او خبر اخستنې  ځانګړتیاوې د رب العالیمن د ټولو صفاتو  څخه تر مخه  په لمړي قدم  کې اهمیت لري .  همدا علت دې چې  هغه (ج)  په خپل پاک او مقدس کتاب کې  په وار وار دهمدې صفت یادونه کړې ده ، او خپل بندګان  یې د ټولو نه زیات دې اړخ  ته  متوجه کړي  چې دويې باید یواځې د خپل پالونکي عبودېت او بندګي و کړي .

قرانکریم  بندګان د مالک د آقاییت ، ربوبیت ، الوهيت ، مسجودېت  او یووالي  په لور متوجه کوي او هغوي ته یې و  دغې لارې ته د اعتراف  کولو بلنه  ورکړې . خو دا خبره یې هيڅکله  هم نه ده کړې  چې تاسې به د خپلې روزۍ  د تر لاسه کولو په خاطر  د الله (ج)  په صفاتو اقرار کوئ . او یا دا چې  د لاسته راوړو له پاره به  داسې او دغه ډول تدابیر تر خپل  لاس لاندې نیسئ، او یا داسې منډې ترړې  غواړي ! ددې لامل دادې  چې خالق ، د مخلوقاتو د پالنې مسؤلیت په خپله  غاړه  اخستې، او اطاعت ، عبادت ، بندګي او فرمانبرداري یې د مخلوق په  غاړه ایښې  او دا کار یې د هغوي مسؤلیت ګڼلې دې. هغه کار چې  الله (ج)  په غاړه اخستې نو هغه په هره  لحظه ، هره لمحه ، هره  ګړۍ ، هر حالت ، هر صورت ، په هر ځاې کې ، هر چیرته او د هر چا سره تر سره  کوي  .  خو الله (ج)  د خالق د حقوقو د ترسره کولو د مسؤلیت توقع دخپل  مخلوق  څخه  لري، او په پرلپسې توګه  په  دې  هکله  حکم کوي .

په مخلوقاتو کې هم هر چیرته دا په نظر راځي ، چې د هغه دا وسیع دایره ، په مکملې بندګۍ ، عبادت او اطاعت کې مصروف ده، هيچرته انکار ، سرغړاونه او کوږوالې نه شته ، آقا  چې د کوم شي له پاره  کوم طبیعې قانون  ټاکلې نو هغه د هغه قانون د تطبیق له پاره  شپه او ورځ سرګردانه دې.   هيڅوک ترې د سر  د یوه  ويښته په اندازه هم دکږیدو  جرات نه شي کولایې. او دطبیعاتو د عالم ټولې کړۍ ددې امر شاهدې ورکوي.

د لمر په څیر  ستر مخلوق د یوه  اوږده دورانی  سفر  دپاې ته رسولو  وروسته د یوه  عاجز او فرمان وړونکي  بنده په څیر  په ټاکلې وخت د  شرق څخه سر  را باسي او د نړیوالو له پاره د شپې او ورځې د خپلې دندې په تر سره کولو  کې مصروف وي . لمر دخپلې دندې په سر ته رسولو کې یوه  لمحه  هم  ځنډ   نه کوي  همدا راز سپوږمۍ  په خپل  مدار کې د بنده په څیر  سرګردانه ګرځي. ستوري دهغه د حکم په  اساس  په خپلو پولو کې دوران کونکې او ځلیدونکې دې ، دریابونه ، سیندونه  ټول د هغه د حکم تابع دې ، هغوې د الله (ج)  دلورې  په   ورښوول  شوو خواو او ټاکل شوو لارو باندې په پوره اطاعت روان او ځغلي ، په همدې ډول ټول کائنات او مخلوقات د بندګۍ  او اطاعت په دې لويې  لارې په یو طرفه ډول روان  دې  ، د بندګۍ د همدې یوې خوا  او د یوه پړاو  په  لور  روان او منډې وهونکو  میلینونو شيانو په سفر کې په هيڅ  ځاې کې کوم ټکر  نشته ، او نه  کوم تصادم  او فساد په  کې پیدا کیږي  ، ټول کائنات په پوره هم آهنګۍ سره  د بندګۍ په دې  وسیع او پراخه  لار  باندې ځغلي ، د طبیعاتو ددې قوانینو دا شاهي لار، بندګي ده،  په دې لاره  کې کوم تصادم نه شته.                  خو ددې ټولو مخلوقاتو  په هجوم  کې  یو انسان دې  چې د هغې ارادې او خوښې ته  په یوه رانغښتي چاپیریال کې  لږ څه آزادې ورکړل شوې ده  چې دغه لږه  د آزادۍ دایره د هغې د مسؤلیت دایره او چاپیریال  جوړوي.

د هغه په ژوندانه کې د هغه غړي او اعضا ، دهغه د نن او د سبا ، د هغه د شاوخوا وسایل او ذرایع ، او د ژوند وسایل ، ټول ددې طبیعي ژوندانه په کلکو  زنځيرونو کې تړلي دې . انسان ته د خپلې ارادې  او  خوښې لږ څه د آزادۍ احساس ور په برخه دې ،خو دهمدې لږی آزدۍ په دایره کې چې انسان د خپل راتګ وروسته په نړۍ کې د عظیم فساد او تباهۍ لړۍ  پیل کړې نو دهغې نمونه د بل کوم مخلوق په دایره کې   نه موندل کیږي.د بې شعورۍ ، ناپوهۍ او بې خبرۍ  آزادې خورا  خطرناکه کار دې .  نو په دې خاطر الله (ج)  د انسانانو  د هدایت او لار ښوونې له پاره دخپل  ربوبیت بله نمونه ، د انبیاو(ع) د لړۍ په  شکل  کې را ښکاره  کړې ده .

روزي  ورکول د الله (ج)  د ربوبیت د شان  هغه اړخ  دې  چې  ډیر پراخه ، بلکل  مکمل او هر اړخیز دې ،  چې په وسعت او پراختیا او دهغه په باریکې او نزاکت ، یواځې مالک په خپله ښه  پوهيږي ،خو د هغه د هدایت او لارښوونی  په کتاب کې ، د هری زمانی د پیغمبرانو  بیابیا پیژندګلوي او معرفت د انسان تر مخ دا خبره ضرور را مخته کوي  چې د خپلو ټولو مخلوقاتو (رب )او رازق  په خپله الله (ج)  دې . او ددې  معاملې د اصولې ويش ټول حکمت د الله (ج)  په علم  پورې  تړلې دې .  

« والله یرزق  من یشآء بغیر حساب »  (البقره :۱۲۶)  

(د الله (ج)  اختیار او واک  دې  هر  چاته  چې و غواړي بې حسابه  رزق ورکوي )

د ملک ، حکومت ، عزت او ذلت ، د نیکۍ او بدۍ په هکله  د خپلو پوره اختیاراتو د راښکاره کولو  او شپه په ورځ  او ورځ په شپه کې د داخليدو ، ژوندې د مړو څخه  او مړي د ژوندېو څخه  د را ويستلو  د حیرانونکې عمل په  یادولو سره  هغه (ج)  یو ځل بیادا خبره تکرار کړې  چې :

« ترزق من تشاء  بغیر حساب »  (آل عمران ۲۷:)

 (مالک  هر چاته  چې  وغواړي بې حسابه روزي  ورکوي. )

څرنګه  چې هغه د ټولو خالق دې ، نو په همدې توګه  هغه د ټولو رازق هم دې. او لکه څرنګه  چې هغې  په خلق کې  کوم ملک، هيواد  او یا ملت  ته امتیاز  نه دې ورکړې  نو په همدې توګه یې په روزۍ   رسونی کې هم کوم ملک او ملت سره امتیازي سلوک نه دې کړې . کله  چې سیدنا ابراهيم (ع) د کعبې د ودانۍ وروسته  دا دعا  و کړه  چې :  ( ای زما ربه ! دا ښار د امن ښارو ګرځوه ، او ددې هغه اوسيدونکو ته  چې په الله او اخرت ایمان ولري د هرډول میوو  روزي ورکړه .)  ددې په ځواب کې رب العالمین  د خپل پراخ  روزۍ رسونۍ د په نظر کې نیولو سره  په دعا کې سمدستي  اصلاح وکړه  او  ويې فرمایل  چې : « قال و من کفر فامتعه  قلیلا ثم اضطره الې عذاب النار  و بئس المصیر» ( البقره ۱۲۶:) 

(او هغه څوک  چې انکار و کړي نو هغه ته به هم ددې څو ورځني ژوند  د رزق  وسایل برابر کړم .  خو دوې به  خامخا ددوزخ عذاب  ته  ور درومي  چې بدترین ځاې د اوسيدو دې.)

په یهودو  د خپلو سرغړاونو او بغاوتونو په نتیجه کې  عذاب نازل شو، نو هغوې  الله جل جلا له  ته بد  رد  ويل  پیل کړل ، چې ګويا زمونږ په هکله دهغه (ج)  لاسونه  تړلي دې ، د یهودو ددې  اوتو بوتو اوناپړیتو په مقابل  کې  الله (ج)  و فرمایل : « بل یداه  مبسوطتن  ینفق کیف یشاء»  (المائده ۶۴:)  ( د الله (ج)  لاسونه  پرانستي او خلاص دې  هر څنګه  یې چې خوښه  وي  خرڅوي یې (مصرفوي یې ).

د قریشو  د کفارو د ملنډو په ځواب کې یې هم همداسې  فرمایلي :« قل اغیر الله  اتخذ   ولیا فاطر  السموات  و الارض  و هو یطعم و لا یطعم »  (الانعام  ۱۴)

  (  ووایه  چې آیا الله (ج)  پریږدم او بل څوک  خپل پالونکې و نیسم ؟ هغه  الله  چې د زمکې او اسمانو پیداکونکې دې ، روزي ورکونکې دې خو روزي په خپله نه اخلي .)

بیایې د مکې مشرکینو ته  چې خپلې لورانې به یې د رزق له ويرې وژلې او یا به یې ژوندې ښخولې  فرمایلي : 

« و لایقتلوااولادکم  من املاق  نحن نرزقکم  و ایاهم »     (الانعام  ۱۵۱)

 ( اوخپل اولاد د روزۍ د تنګوالي (کمښت ) په خاطر مه وژنۍ ، ځکه  چې مونږ تاسې ته هم روزي درکوو او هغوې ته هم . )

په حقیقت  کې د روزۍ  پوره  او مکمل مسؤلیت  د الله (ج)  (رب العالمین )  په غاړه دې . نو په دې لړ کې  هغه خلک  چې دا کار خپل ذاتي مسؤلیت  ګڼي  او دهغې له پاره پلانونه  او منصوبې  جوړوي ،خلک او ملتونه په مصیبتونو  او کړاونو  اخته کوي ، نو دوي د خپلې  ناپوهۍ او جهالت د ثبو ت پرته بل کوم شې نه شي کولایې.

 د روزۍ او رزق  رسونی نظام د الله (ج)  نه پرته د بل  چا لاس کې نه  دې .  او دا   هغه الله (ج)  دې  چې زمکه یې جوړه کړې ده او بیایې ددې پر سر انسان  میشته کړې ، لکه څرنګه    چې همدې الله (ج)  د همغه لمړیو وختو  څخه را پدیخوا  انسانانو ته  روزي ورکړې  نو په همدې ترتیب به ددې وروسته پیدایښت ته  هم روزي ورکړي . په کوم تناسب  چې د مخلوق په پيدایښت کې زیاتوالې راځي ، نو په همدې تناسب  به د زمکې مالک د هغوي  په معاشي او اقتصادې وسایلو کې هم ډیرښت  راوړي ، که  چیرې  دې نړۍ  ته  راتلونکي انسان د خوراک څښاک  له پاره یوه خوله له ځانه سره راوړې ، نو هغه بیادکار کولو له پاره   دوه لاسونه هم له ځانه سره را وړي . د الله (ج)  د رزاقیت  همدې صفت  سیدنا  ذکریا (ع)  حیران کړې و . کله چې هغې د سیدې مريم(ع)   په حجره   کې د وخت  بې وخته  او موسم بې موسمه  رنګ  په رنګ تازه  میوې او د ژوند وسایل و کتل ،  نو پوښتنه یې وکړه  چې : «  ای مريمی !  دا دومره د د ژوندانه وسایل  په دې ځانګړي او ګوښه  ځاې  کې تاته  له کومی  ځوا څخه را ځي ؟ »  نو مريم (ع)  په  ډیره معصومه توګه ځواب  ورکړ چې : 

« هو من عند الله  ان الله  یرزق  من یشاء  بغیر حساب »  (العمران  ۳۷)

 ( دا د الله (ج)  له اړخه  راغلې ، الله (ج)  هغه چاته  چې و غواړي  بې حسابه  روزي  ورکوي .)

پالنه ، پالنه کول  او روزي رسول  دا د رب العالمین  هغه ستر صفت دې  چې د حقیقت  نه یې کفارو هم کله  انکار نه  دې کړې ، همدا علت دې چې  الله (ج)  خپل نبې  صلې الله علیه وسلم ته  وایي  چې ددین  د نه منونکو څخه  لږه غوندې  و پوښته  چې  دوي ته د زمکې او اسمان  څخه څوک  روزي ورکوي؟  او ددې عالم تدبیر کونکې  څوک دې ؟ 

«قل من یرزقکم  من السماء  و الارض  امن  یملک  السمع  و الابصار و من یخرج الحی من المیت  ويخرج  المیت من الحی  و من یدبر الامر  فسیقولون  الله  فقل افلا تتقون » 

( ددوي نه وپوښته  چې تاسې ته د زمکې او اسمان  څخه روزي څوک  درکوي ؟  دا  د اورید   او کتلو ځواک  د چا په واک  کې دې ؟  د مړي څخه ژوندي  او د ژوندي څخه مړي څوک را باسي؟  څوک ددې عالم د نظم تدبیرکونکې دې ؟ هغوي  به خامخا ووایي  چې الله (ج) ، نو ورته ووایه  چې تاسې بیا ولې د هغه څخه نه ويریږۍ ؟)

بیانو د عالمیانو  پالونکې  د حق پټوونکو ته ،  چې د تل له پاره د  روزۍ  په فکر  کې اندېښمن وي ، کله د روزۍ  د ډیرښت  په وخت کې  غرور او لويوالې  کوي او کله هم د روزۍ د کمښت  په واسطه سخت  په اندېښنو او بدحالۍ  کې ډوب  وي ،  وایي  چې : 

« ومامن دابة  فی الارض  الا  علې الله  رزقها و یعلم مستقرها و مستودعها کل فی کتاب  مبین » ( هود ۶)

(په زمکه  هيڅ داسې ګرځیدونکې ژوي  نه شته  چې د هغې د رزق  مسؤلیت د الله (ج) په غاړه نه وي . او یا هغه پوه نه وي  چې چیرته اوسيږي او په کوم ځاې کې به خاورو ته سپارل کیږي . دا ټول شيان په مبین کتاب  کې لیکل شوي دې . )

اوس تاسې  ووينی  چې د هر ژوي روزي  چې په مختلفو ډولونو  وي او دهغې د اوسيدو ځاې  چې په کوم  کوم ځاې کې  او په څه   حال کې اوسي  او چې  و مري  نوبیابه په کوم ځاې  کې خاورې کیږي  هر څه ددې مالک په کتاب کې په څرګنده توګه  درج  او لیکل  شوي دې ، دا په  دې  خاطر چې هغه د عالمیانو  رب دې . کله  چې هغه  روزي ورکوي  نوبیاهغه د روزۍ خوړونکو  په ټولو  کوایفو  او دهغوي د عمل په طریقو باندې ښه خبر دې،  اوبیا هغه (ج)  په روزۍ رسونې  کې د څه حدودو پابند نه دې ، بلکه د هغه مشيت په خپله دهغې اندازه  داسې  اټکلوي : 

« الله یبسط  الرزق  لمن یشاء  ويقدر »  (الرعد۲۶) 

(  الله (ج) هر هغه  چا ته  چې و غواړي د رزق  پراخوالي  ورکوي  او هر هغه  چاته  چې و غواړي رزق یې  کموي . ) 

همدا راز د حق د لارې د شهيدانو په هکله  فرمایي :

« وان الله لهو خیر الرازقین ، لیدخلنهم مدخلا  یرضونه  و ان الله لعلیم  حلیم ».  (الحج ۵۹)

( او  الله (ج) بهترین  رازق دې ، هغه (ج)  به هغوي داسې ځاې  ته ورننه باسي  چې  هغوي به پری خوښ شي  ، بې شکه  چې الله (ج) علیم او حکیم دې .)

د طلاق  په معامله کې د خپل منځي تیري څخه یې منه راوړې او د سړي  په غاړه  یې د عدت  په وخت  کې  ټول خرڅ ور  اچولې، ددې تر څنګ  یې سړي  د زړه د تنګۍ  نه منه کړي  تر څو هغوي  دا ونه وایي  چې ګويا هغه یې د خپل  ځانه  څخه ورکوي او احسان ورباندې وکړي . بلکه یواځې  الله جل حلا له  دې  چې هغه  ته  هم رزق ورکوي .  

« و یرزقه  من  حیث لا  یحتسب »  (الطلاق  ۳)

(او الله (ج) به  ورته دداسې لارې رزق ورکړې  چې په ګمان کې به یې هم نه وي . )

حقیقت  دادې  چې الله  رب العالمین  خپلو بندګانو ته دروزۍ رسونی  همداسې پراخه لار اختیار کړې،   هغه خپلو بندګانو ته دداسې لارې څخه روزي ورکوي  چې د هغوي په ګمان کې هم نه وي، هغه خپل بندګان د روزي رسونی په حیرانونکو لارو او ذریعو په تعجب کې اچوي  دا په دې خاطر  چې د هغې د ربوبیت د وسعتونو  او پراخیو کوم حد او پوله نه  شته ، بې حد و  بې حسابه نیکې او ښیګڼي  د هغه د ذات د څلورو خواو څخه هری  خوا ته خپریږي. هغه داسې ستره  او لوړه هستي ده  چې د هغه لوړوالې  او هسکوالې په فکر کې  هم نه راځي . او داسې  فیاض او د سخاوت نه ډکه هستي ده  چې سخاوت او پراخي یې  په هيڅ ځاې  کې پایې ته نه رسیږي . د هغه هره ښیګڼه مستقله او ازاده   ده  چې زوال ور ته   نه شته ، دا هستي دخپلو ټولو ښیګڼو او نیکیو په اساس  د خپلو مخلوقاتو سره معامله کوي .او دهغه ټول پیدایښت د هغې د فیاضئ ، سخاوت ، روزي رسوني  او پراخوالي  څخه برخمن  ګرځي . بیانو دهغه د بې حده سخاوت پراخي په دې ډول ده  چې هغه  مؤمن او کافر  ، تابع او نافرمانه ټول په خپل چاپیریال کې را نغاړي ، دا د هيچا په وس کې نه ده  چې  د هغه دا سخاوت او فیاضي د خپل ځان  له پاره ځانګړي  کړې  او یا خپله کومه مخالفه ډله  د هغې څخه  بې برخې کړې . الله  نیک او بد  او هر ډلې ته ددنیاوي ژوند وسایل د خپل ربوبیت  د عمومی صفت په  بنسټ  برابروي . دا  ددې  پروردګار  خاصه ورکړه ده  چې ددې ورکړې د مخنیوي  جرأت  په هيچا کې نشته .

کله چې د سیدنا ابراهيم(ع) قوم د هغه سره شخړه وکړه ، نو هغه د خپل قوم څخه و پوښتل  چې آیا  دغه بوتان  چې دوي  یې بندګي  کوي  دوي ته څه ګټه  یا تاوان  رسولې شي ؟  او کله  چې هغو د نه ځواب ورکړ نو سیدنا ابراهيم (ع)  و فرمایل  چې: زه دا ټول بوتان خپل دښمنان  ګڼم ، زه یواځې د عالمیانو هغه پردردګار منم  چې زه یې پیدا کړې یم  او ماته لارښونه کوي، ماته خوراک څښاک   راکوي او کله  چې ناروغ شم  نو ماته شفا راکوي ، سیدنا ابراهيم (ع)  چې  په کوم ډول  د عالمیانو  په پروردګار  د ایمان او تسلیم سبب بیان کړې نو هغه  د الله  د ربوبیت  شان  دې .

دا د هغه د ربوبیت ښکاروندوي دې  چې هغه   یې پیدا   کوي ، خو د پیداکیدو وروسته څوک په نړۍ کې داسې نه پریږدي  بلکله  قدم په قدم  د هغوي خبر اخستنه ، او هغوي  ته لار ښوونه  کوي ، دهغوي پالنه ، ساتنه او د هغوي اړتیاوي پوره کوي ، د انسان د پیدایښت تر مخه د هغه د مور په سینو کې ورته پۍ  (شيدې ) را پیدا کوي ، او دهغې روزي جاري کوي ، څرنګه  چې په  دې وخت  کې د انسان  په خوله کې غاښ نه وي  او هغه سپکې،  ژر هضمه  او مایع  غذا   ته اړتیا لري  نو په دې اساس هغه   ته د شيدو غذا  مقرر وي،  په دې  وخت کې که چیرې هغه ته  د شيدو څښل  زده  نه وي نو د نړۍ هيڅ ځواک  به هم د غوښی دې بې خبري  ټوټې ته د شيدو څښل  ور زده   نه  کړای شي . نو دعالمیانو  پروردګار  د مور په ګیډه کې هغې ته د شيدو د څښلو زده کړه ورکوي  او ددې زده کړې  وروسته یې  نړۍ ته را باسي .  تر څو د راپیدا کیدو  سمدستي وروسته خپله ورځنۍ  غذا په ښه توګه تر لاسه کړای شي.

بیا نو دا زده کړې او لار ښوونی  د ژوندانه  په هره مرحله کې لاسته راوړي ، او یونه لیدونکې  ځواک  په  ټول ژوندانه  کې  او د ژوندانه په ټولو اړخونو کې ان تر اخري وخته پورې  په پوره توګه  دهغه سره  کومک ، د هغه ساتنه ، خبر اخستنه ،  د اړتیاو پوره کونه ، اوهغه ته دروزۍ رسولو دنده  پایې ته رسوي.  د ژوندانه  په هر پړاو کې  چې انسان ته د کوم ډول سامان   او وسایلو اړتیاوې را پیدا کیږي نو هغه  ته په هر پړاو کی  د هسکیدو ، پایښت او پرمختګ د موخو  د پوره کولو زمینه    برابروي . ځکه  چې دا سامان او وسایل  د زمکې څخه تر آسمانه پورې هر چیرته  خپاره  واره  دي اوبیاددې وسایلو څخه د ګټې اخستلو او د کار کولو ځواکونو  او صالحیتونو  ته  چې څومره اړتیا او ضرورت وي په همغه اندازه  ورته ور بښي .

د ژوندانه د هری  برخې  سره  چې د هغې اړیکې پیدا کیږي او هلته هغه ته   د هر ډول لارښوونې اړتیا   وي   نوهملته  ورته  په  پوره توګه لارښوونه کیږي . د هغه د وجود د ساتنې او دفعال  ساتلو په غرض  چې د کومو  وسایلو اړتیا د هغې  په دننه  او یا بهر کې پیدا کیږي    نو د هغې د اړتیاو د پوره کولو ټول وسایل ورته برابریږي. همدا علت دې چې که چیرې د هغې د ساتنې او ارتقا  دا  وسایل نه وایي   نو انسان  به د یوي معمولې پیښی د راپيښیدو په اساس  له منځه تللای ، دا د عالمیانو د پروردګار  هر اړخیز او کامل ربوبیت دې  چې  په هروخت او هر اړخ  کې د انسان  لاس نیوي کوي. ښکاره ده  چې  کوم پروردګار   چې  دهغې د شته والي  او دوام  په خاطر  ، ترمخه دومره وسایل برابر کړېدي  نوبیادهغه  هيرول او د خپلو اړتیاو د پوره کولو  په خاطر  د نورو خلکو لاس  نیوي  کولو  څخه به  نور ظلم او تیري څه وي ؟

ستر حقیقت خو دادې   چې باید یواځې د عالمیانو د خالق لمن و نیول شي او دهمغې تر مخ د بندګۍ سر ښکته کړل شي .  ځکه  چې یواځې  هغه د عبادت وړدې . باید  دهغه ترمخه  سر په زمکه کښیښول  شي  او دهغې ددې لوي ، او پراخه  او هر اړخیزه   ربوبیت  شکر  پر  ځاې  کړل شي .  د همدې حقیقت  په لور د اشارې  کولو په ترڅ کې  الله (ج) فرمایي  چې :

 « امن یبدؤ الخلق  ثم یعیده  و من یرزقکم  من السمآء  و الارض  ءاله مع الله  »  (النمل۶۴)

[او هغه څوک دې چې د پیدایښت  پیل یې کړې  اوبیاد هغې اعاده کوي  او څوک تاسې ته د زمکې او اسمان څخه روزي درکوي؟  آیا د الله (ج) سره بل څوک  هم په دې کارونو کې برخمن شته ؟]

دا یو داسې چلینج دې  چې هيڅ ځواب  نه  لري  او نه یې په پرتله  کې کوم لامل  شته ، نه د  خلقو پیدایښت  دومره  اسانه او ساده کار دې  او نه د خلقو ساتنه ، پالنه ، او په  هر ګړۍ کې د هغوي د اړتیاو د پوره کولو ځواک او توان  په بل  چاکې  شته .

پر دې زمکه  په لکونو ډوله حیوانات شته ، همدا راز په میلیونو  بلکه په میلیاردو  وګړي موجود دې او هره ګړۍ  یو نوي وجود منځته را ځي ، مړ کیږي او پیدا کیږي .  عمر مختلف پړاونه لري  او د ژوندانه اړتیاوي  او ضروریات  په هر اړخ کې تو پیر لري . که چیرې یوازی د هغوي  د غذایي  اړتیاوو اندازه  و کتلای شي  نو انسان به ورته حیران پاته  شي .  خو ددې ټولو د غذا  اړتیاوې او وسایل په ډیره آسانه تو ګه  د هغوي په واک  کې ایښوول شوي دي   او په پراخه  اندازه موجود  دي ،  چې ددې په نتیجه کې  هغه پخپله خوراک  پیداکوي ، ددوي د ډلې څخه یو هم د خوراک څخه نه بې برخې کیږي .

ددې غذا په برابرولو کې بې شمیره قوتونه د زمکې څخه تر اسمانه  پورې کار کوي ، چې انسان  ورته حیران پاته کیږي ، که  چیرې د لمر  ګرځيدل ، د هوا جریان ،  د اوبو بهير  او د زمکې مختلفې مادې  په صحیح  او درست تناسب سره یو د بل  تر څنګ ، د غذا وسایل په پر لپسی  توګه  نه تیارولایې ،  نوبیابه د غذا یوه کوچنۍ  ذره هم  موجوده  نه وایي ، خو  د الهي د ربوبیت په اساس  دا ټول شيان په پټه خوله  د کائناتو ددې لويې کارخانې په داخل کې د مزدورانو په څیر خپل خپل کارونه  تر سره کوي ، یوه ګړۍ هم نه ستړې کیږي ، نه دریږي او نه د تعاون او همکارۍ څخه مخ  اړوي .

دا ټول نظم ونسق  د الهي د حکمت په بنسټ   د یوي  یوي ذری د ساتنې له پاره  وسایل پخپله تیاروي ، ښکاره ده  چې  ددې  چلینج  ځواب د هيچا سره نه شته . بس دا یواځې د هغه قدرت دې  چې هغه  مخلوق  پیدا کوي او  دا د همغه په واک  کې ده  چې د خپل مخلوق ربوبیت ، پالنه او کفالت  هم په خپله کوي .

بیا نو په دې روزي رسونی کې د پراخۍ او تناسب  یو نظم وجود لري .

« یبسط  الرزق لمن  یشاء من عباده و یقدر»  (القصص۸۲) (د خپلو بندګانو له ډلې څخه  هر چاته  چې و غواړي روزي  یې پراخوي ، او چاته  چې و غواړي کموي یې.)

د روزي  رسوني  ددې قانون  په  بنسټ ، نه د  رزق  پراخي ، د انعام  علامه او نښه وي ، ځکه  چې مونږ ته د فرعون ، نمرود ، شداد ، او هامان په څیر  د الهي د ربوبیت  څخه  بې لارې او منحرف  عناصر  چې مال او دولت سره به یې لوبې کولې ښوول شوي ،او د ابو ذرغفاری (رضی الله عنه) ، بلال (رضی الله عنه)، خباب  (رضی الله عنه) او د  ويس قرنی (رضی الله عنه) په  څیر عاجز او غریب  خلک  هم ښوول شوي دې .

ددې نه  څرګندېږی  چې کله د رزق پراخوالي او ډیرښت  برعکس  د عذاب  سبب  ګرځي  او د رزق کمښت  په نیغه لاره  د تګ ذریعه  او د خپل مالک سره د اړیکو د ټینګولو او تازه کولو سبب ګرځي . همدا علت  دې چې رسول اکرم( صلې الله  علیه و سلم)    به  خپل ځانته  د رزق کفاف  له پاره  دعا کوله .  رسول الله   صلې الله  علیه وسلم  د رزق کفاف  ، یعنی د   عیسی  علیه السلام  په وينا ( د ورځې  غذا  چې کفایت  وکړي )  علت  دا بیان کړې  چې  هغه د خپل مالک نه د ورځې د روزۍ په غو ښتلو سره د هغه سره خپل اړیکي  ټینګ  او تازه ساتل غواړي . ځکه  چې د رزق    پراخوالي  ډیر وخت  یو انسان د خپل خالق  او مالک   څخه   غافلوي .

که  څه  هم د سطحی  اند  وګړي  د پراخه روزۍ  خاوندانو ته  د کینې  په سترګو ګوري ، خو هغوي په دې نه پوهيږي  چې کله دا پراخي هغه ته په دنیا کې د پښو زولانه او په اخرت کې د عذاب  بیړۍ ګرځي.

دا د ایمان د خاوندانو  ښه والې دې  چې هغوي خپل ځان د کالیو  څخه نه باسي او نه کم ظرفه  کیږي .  هغوي د خپل ټینګ  ایمان په برکت  يواځې  الله  جل جلاله  د ټولو خزانو مالک ګڼي ، که  چیرې په روزۍ  کې  یې پراخي راشي نو  د الله   جل جلاله  شکر پر ځاې کوي  او دخپل مال څخه د الله     د مخلوق حق د الله بندګانو ته ورکوي . خو که  چیر ی  روزي  یې تنګه شي نوبیاد صبر او زغم څخه کار اخلي  ، او هغه دالله   له خوا څخه  یو ازمیښت او امتحان  ګڼي ، په دې حال کې هم هغه  دېانت ، امانت  او خپل ځان   له  لاسه  نه ورکوي .  او خپلې ټولې  ارزوګانی  د خپل مالک  پورې  تړلې ګڼې،  لکه  چې فرمایي :  «قل ان ربې یبسط الرزق  لمن یشاء  من عباده  و یقدر  له و ما انفقتم من شئ فهوا  یخلفه  و هو خیر الرازقین » (سبا ۳۹)

  (ای  پیغمبره !  هغوي ته ووایه ، چې  زما پروردګار  د خپلو بندګانو  څخه هر چاته  چې و غواړي  پراخه  روزي  ورکوي  او چاته  چې و غواړي  روزي  یې کموي .  هغه څه  چې تاسې یې خرڅوئ  نو دهغې  پر ځاې  همغه  جل جلاله  تاسې ته نور درکوي ، هغه د ټولو روزي رسونکو څخه غوره او بهتر  روزي  رسونکې  دې . )

که څه  هم دلته دا خبره بیابیا تکرار شوي  چې  د رزق تهيه  د ربوبیت  بنسټیزه غو ښتنه ده خو د رزق زیاتوالې او کموالې  ته د مشيت  او ارادې بیل قانون او پیمانه موجوده ده  چې هغه د مخلوق څخه پټه  ساتل شوي  ده .   تر هغه ځاېه  چې د رزق د پیدایښت پوری  اړه  لري ، نو هر ژوې روزي پیدا کوي  خو د روزۍ  د پراخوالي او کمښت   قانون  توپیر لري . په دې قانون کې اطاعت او  نافرمانی کوم  شرط او پیمانه نه ده . ددې پیمانه د خوښ او ناخوښ څخه هم توپیر لري . نه د روزۍ تنګي  د قهر او غضب  نښه ده  او نه د روزۍ  پریمانی او ډیرښت د خوښۍ  او غوره کیدو دلیل ګرځي . حقیقی  مطلوب د الله   رضا ده  چې باید لاسته  راوړل  شي ،  او دا دهغه د بندګۍ  او اطاعت په واسطه په لاس را ځي . د الله   جل جلاله  رضا  دهغه د مشيت نه تو پیر لري  او انسان ته د الله  د مشيت پسې د سرګردانه ګرځیدو  پر ځاې  د هغه د رضا د لاسته  راوړو  کوښښ  کول  په کار دي .چې معلوم او معروفه کار دې . بیایې د همدې ربوبیت د شان  یو بل اړخ  را وړاندې کړې  چې فرمایي :

« الله   الذی  جعل  لکم  الارض  قرارا  والسماً بناء  و صورکم  فاحسن صورکم   ورزقکم  من الطیبت  ذ لکم  الله  ربکم  فتبارک  الله   رب العالمین »  (المؤمن  ۶۴)

( دا  الله  هغه ذا ت  دې  چې تاسې ته یې  زمکه د قرار  ځاې  و ګرځاوه  اوبیایې  آسمان چت  جوړکړ .بیایې ستاسې صورت  په ډیره  ښکلې  توګه  جوړ کړ ، تاسې ته یې د پاکو شيانو  څخه روزي  درکړه ، دا  الله   ستاسو  رب   دې ، دا د کائناتو  رب،د بې شمیره  برکتونو خاوند  دې .)

یعنی  الله تعالې  چې خالق او پروردګار  دې  د مخلوق د پیدایښت  سره   سم  یې  هر شي د هغه د اوسيدو او هستۍ د اړتیاو په مطابق  د موزون ترین  جسم خاوند و ګرځاوه ، د وجود غړي  چې د هغې د وجود په ژوندي او فعال ساتلو کې مهم رول  لري  ور  اعطا کړل ،  لاس ، پښی ، پوزه ، غوږونه  ، سر، ګیډه  ، هر څه  چې ددې ژوي اړتیاوې دي    ورته برابر کړل شوي . ښکاره  ده  چې  دا نه د  والدینو په وس کې ول او نه د بلې کومی هستۍ ،  دا یواځې د خالق او مالک پیدا یښت  دې او بس.

بیانو ددې  جسم دنمو او پالنې  په خاطر  د هغه څلورو خواو ته د هغه د  ذوق په مطابق   د نعمتونو یو پراخه دسترخوان  غوړولې ، چې هغه ته ګټه  رسوي  او دهغه په نشوو نما او غوړیدو  کې  کومک  کوي . د هغه د ډلې خلک د هغه  لاس و پښی و ګرځي  د هغه خپل جنس د هغه نسل  قایم ساتي ، د همغه خلک د هغه ملاتړ  او ساتنه کوي .

د زمکې  څخه  د غذا را ټوکیدلې خزانې  چې دده د  وس  او توان   څخه بهر  دې په لایتناهي توګه موجود دې ، دا ټول وسایل دده د راتګ  څخه پخوا موجود ول  او دهغې د مړینی او فنا  څخه وروسته به بیاهم موجود  وي. ښکاره ده  چې دا ټوله کارخانه  داسې    کریم اورحیم رب  جاري  کړې  چې بې نهایته قادر ، حکیم ، پوه او مشفق  او مهربانه  ذات  دې .  دا د هغه د برکتونو  ښکاروندوي  دې  چې د ټولو مخلوقاتو روزي په پراخه  پیمانه هرې لورې  ته موجوده ده . د خپلو   مهربانیو او بنده پالنې په خاطر  په خپل مخلوق د عبودېت او شکر ادا کولو حق  یواځې  همدا پاک  ذات لري  چې انحراف  ترې ډیر زیات  تیري ګڼل کیږي . او د نیکیو  څخه یې مخ  اړونه سخته  ناشکري  ده .

د حم  سجدې  په سورة  کې  فرمایي  چې دا کافر د هغې الله   څخه سرغړونه کوي او نور د هغه سره  شریک ګرځوي  کوم  الله   چې زمکه  یې  پیدا کړه ، او د ټولې نړۍ پالونکې  رب دې . زمکه  یې پیدا کړه  او غرونه  یې پری ځاې په ځاې کړل  او په هغو   کې  یې  برکتونه واچول او  د ټولو سوال  کونکو له پاره   یې  د هغوي د اړتیا وړ سامان د هغه په داخل کې برابر کړ. 

«و جعل  فیها  رواسی  من فوقها  و بارک فیها قدرفیها  اقواتها فی اربعة  ایام  سوآء للسایًلین»  (حم سجده  ۱۰)

[( د زمکې د پیدا یښت  نه وروسته یې ) د هغې  د پاسه غرونه ځاې  پر ځاې کړل  او په هغه کې یې برکت واچاوه ، او د هغه په داخل کې یې د اړتیا  له پاره د هغوي د هر حاجت  او غوښتنی په مطابق د اندازې  سره سم د ژوندانه  وسایل ځاې  پر ځاې  کړل .  چې دا ټول کار په  څلورو  ورځو کې پایې ته ورسید . ]

د مالک د ربوبیت  د وسعت او پراختیا اندازه و لګوئ ،  چې د پیدایښت د لمړې  ورځې څخه  د اخرت د  ورځې پورې کوم مخلوقات  پیدا شوي او د کائناتو  خاوند په خپل پوره قدرت سره د کومو  مخلوقاتو  پیداکونکې  و ، نو د هغوي د هر یو د غوښتنې او اړتیاو  په مطابق  د هریو  هر ډول  غذایې او جسماني  اړتیاو  وسایل  یې  دهغو د پیدا یښت څخه پخوا د زمکې په  مینځ  کې تیار کړېدې.

ښکاره ده  چې د مخلوقاتو  اړتیاوې  یو له بل  سره  تو پیر لري  د هر یوه غذا او اړتیا په ځانګړي ډول دي . چاته د وچې  اړتیا او چاته د لمدې ضرورت  وي ، په دې کی  بیاد هریوه  د غذا  ذوق د بل څخه توپیر لري ، لیکن مالک او خالق او پروردګار  د خپلې  تخلیقی نقشي له مخی ددوي د ټولو اړتیاو تیارې   د هغوي د راپیداکیدو د مخه  کړې  دې  او کوم مخلوق  چې  کله هم د زمکې په کره د هستۍ  او موجودېت کالې واغوندي نو هغه ته  روزي او د خپلې هستۍ  نورې  اړتیاوي د پخوا څخه تیارې  شوې په  لاس  ورځي .  د رزق  دا لړۍ  همداسې په دوران  کې وي  چې هيڅوک ترې نه بې برخې کیږي . هر ژوي  په هر ځاې کې اوپه هر حالت  کې  چې وي نو دهغه رزق هغه ته  په همغه ځاې  کې ور رسیږي .

ددې نه اخوا د هر اړخیز او جامع ربوبیت او پالنې  انګیرنه او خیال  نور نه شي کیدای ، لکه چې د عنکبوت په سوره  کې فرمایي : 

«و کأین  من دابة  لا تحمل رزقها   الله   یرزقها  و اٍیاکم  و هو السمیع  العلیم »( عنکبوة۶۰):   

[څومره  د ژويو   څخه  دي  چې خپله  روزي   پر  خپله  شا   نه ګرځوي ، الله   د هغوي رزق هغوي ته ورکوي  او ستاسې رزق هم هماغه  در رسوي ، هغه په هر څه  پوهيدونکې او دهر څه  اوریدونکې  دې .]

یو مؤمن  د الله  په لاره  کې د الله  ددین د حاکمیت په خاطر د  مختلقو پړاونو څخه تیر یږی . کله هغه د رزق د تیارکړل شوي وسایلو څخه بې برخې کیږي  او کله هم د خپله کوره بې کوره کیږي .د بلنی او دعوت په تاریخ  کې  د تل له  پاره  د حق  مخالفینو  او اشرارو   ستر ستر خنډونه او ستونزې   پیدا کړې  تر څو د حق بلونکي خپلو موخو او هدف  ته و نه رسیږي .  چې  په دې مخالفانه منډو ترړو کې  د حق بلونکي  د روزۍ  د وسایلو  څخه بې برخې کول ، او دهغوي اولاد  د پالنې  او سرپرستۍ  څخه بې برخې کول او دهغوي څخه د روزۍ رسونې  ټولې اسانتیاوي  شکول ، ځانته  ځانګړتیاوي  لري ، کله  کاروبار پر یښوده او کله  هم کور  کهول  پریښول ، په داسې معامله  کې یو مؤمن  بنده په  یو ذهني کشمکش کې پریوځي ،  چې دده د روزي معامله یواځې دده د کور  او کهول پورې  هم اړه لري.  او په همدې توګه  د مختلفو تاويلونو  په کولو سره د حق  د کار څځه ډډه کوي اوبیاد خپل نفس په هکله په فکر کې لويږي.

خو الله   فرمایي  چې  «هغه کوم ژوي دې  چې خپل رزق  په خپله شا ګرځوي ، او دخپل زور او قوت په واسطه رزق پیدا کوي ؟  دا یواځې الله  دې  چې  هغه رزق ورکوي ، که چیرې هغه د چینجیو، مچانو ، مچیو او ماشو .... رازق وي نوبیاخو تاسې د هغوې  څخه  زیات وړیاست  چې روزي درته برابره  او مهيا کړل شي .  که چیرې تاسې د خپل مالک په  خاطر  د هغه رضا د لاسته راوړو له پاره د باطل په مقابله  کې و دریږئ نو« رب العالمین  » به  تاسې خامخا و پالي ، او تاسې  چې د حق په لاره کې هر چیرته درومئ نو د خپل پروردګار پراخه دسترخوان به په  هر ځاې کې په خپل مخ کې غړولې و مومئ.

په هغه وخت کې  چې سیدنا عیسی  علیه السلام  په حواریونو کې ددین  خوا ته د بلنۍ  لړۍ پیل کړه نو د بنی اسرائیلو لخوا  پری د ژوندانه  چاپیریال تنګ شو او د سختو ستونزو سره مخ شو ، نو سیدنا عیسی علیه السلام  ورته و فرمایل :  [هيڅوک  ددوه  مالکانو خدمت  نشي کولائ ،ځکه  چې یا به د یوه سره دښمني کوي او بل سره به مینه ، د یوه سره به ناسته پاسته کوي او بل  ته به په سپکه  ګوري . ]   تاسې د الله  او دولت دواړو خدمت نه شي کولائ، همدا علت دې چې  تاسې ته وایم  چې د خپل ځان په هکله  غم مه کوي  چې مونږ به څه خورو ؟او څه به  څښو ؟  او نه د خپل وجود  ، چې  څه  به اغوندو ؟  آیا روح د خوراک او بدن د اغوستن  نه پورته نه دې ؟  د هوا مرغان  و ګورئ  چې نه کرلې شي او نه ریبلې، او نه یې ذخیره کولې شي.بیاهم  ستاسې آسمانی رب  هغوي ته خوراک څښاک  ورکوي ، آیا تاسې د هغوي څخه  ډیر قدرمن  نه یاست ؟  ستاسې  څخه داسې څوک  شته  چې فکر وکړي او دخپل عمر یوه لحظه زیاته کړي ؟ بیانو د اغوستن له پاره ولې فکر کوئ؟  د ځنګله  ونې   ووينئ  چې په څه تر تیب غټیږي ، هغوي نه محنت کوي او نه ریبل کوي ،بیاهم زه تاسې ته وایم  چې سلیمان علیه السلام د خپل ټول شان او شو کت سره ستاسې د هيڅ یوه په څیر  ملبس نه و ، پس الله   ددښتو ګیاه (وښو) ته  چې نن شته او سبا د تناره خس ګرزي هم  ښه اغوستن  ور اغوندي .  نو ای د کمزورې ګروهې  خاوندانو !  نو تاسې ته به یې ولې در  وانه غوندي!  په همدې خاطر ددې غم مه کوئ  چې تاسې به څه خورئ؟  یا به څه څښئ؟  او یا به  څه  اعوندئ؟ ددې شيانو په لټون  کې  نور قومونه  اوسي ، ستاسې آسمانی پالونکې پوهيږي  چې تاسې  دې ټولو شيانو ته اړتیا لرئ ،نو تاسې اول د هغه د پادشاهۍ او دهغه سره د ریښتینوالې  لاره  و لټوئ ، نو دا ټول شيان به تاسو ته په لاس درشي . د سبا غم مه کوئ ، د سبا ورځ په خپله غم کوي ، د نن  له  پاره د نن غم  کافي دې . (با ءیبل   متی  باب ۶  ، ۲۴-۳۴)

ښکاره ده  چې د الله  ددین  د سر لوړۍ په خاطر  چې څومره  ستونزې  منځته  راځي ، په هغه د فکر کولو پرته بله لار نه وي ، او کله  چې پیغمبران  علیهم السلام  د حق  په لارې کې  د ازمیښتونو  او ستونزو څخه  مستثنی  نه دي  پاته شوي ، نوبیابه بل څوک  ترې  څرنګه  مستثنی  شي ! کله هم په تاریخ کې رخصت اخستونکو ، کلې اومیدانونه   نه دې  سر کړي  ،  دا د حق ددین د هڅو او هاند په لار کې د ازمیښت  مرحلې دي چې  د هغه څخه  الله  د خپلو پاکو بندګانو  ددرجو  د پورته کولو مقصد لري ، تر څو هغوي  د خپلې  مینی  او محبت  ازموينه  ورکړي  او په  ازموينه کې ثابت قدمې  و اوسي  اوپه اخرت کې د الهي د رضا د لوړو مرتبو په  لاسته  راوړلو کامیاب او بریالې شي .اما هغه څه  چې  د روزۍ پورې  اړه لري نو الله    بې  پروا دې  .  نو که چیرې د ځنګله  خنزیرانو  ته د هغوي د اړتیاو  او غوښتنې  په مطابق  روزي ورکوي  نو خپل بندګان به د هغه څخه  ولې بې برخې کړي.

څرنګه چې د کفارو له پاره یواځې ددنیا څو ورځې ژوند  د ټولو  کائناتو  لاسته  راوړل دې او ددې نه اخوا هغو په توره تیاره کې پراته  دي  نو په دې خاطر  که چیرې  ددې  نړۍ په څو ورځني  ژوند   کې ، چې د اخرت د ژوندانه د کروړنو برخو څخه یوه برخه هم نه ګڼل کیږي ، څه اسانتیاوې  ورکړل شي نو دا به د تعجب  او حیرانتیا خبره نه  وي  لکه چې الله  فرمایي:

«ولولاان یکون  الناس امة  واحدة  لجعلنا  لمن یکفر بالرحمن  لبیوتهم سقفا  من فضة  و معارج علیها یظهرون  و لبیوتهم  ابواباُ و سررا   علیها یتکؤن  و زخرفا  و ان کل ذلک  لما متاع الحیوة  الدنیا و الاخرة عند ربک للمتقین»(  زخرف ۳۳-۳۵:)

[که  چیرې دا ويره نه وایي  چې ټول خلک به په یوه لاره شي  نو مونږ به په رحمن (الله ) باندې د کفرکونکو د کورونو  چتونه  د هغوي زینې  چې بالاخانو  ته  پرې پورته کیږي  او دهغوي دروازې  او د هغوي تختونه  چې  هغوي پری تکیه  او ناسته کوي ټول د سرو او سپینو زرو څخه  جوړ کړې وایي  دا یواځې  ددنیاوي ژوند متاع  ده . او ستا  د رب په وړاندې  اخرت  یواځې  د متقیانو له پاره دې . ]

په حقیقت  کې  د الله   په وړاندې ددنیا  په دې مختصر او لنډ ژوند کې  سره، سپین ،  جواهر  ، مال  او دولت  او عیش  او آرام  هيڅ حیثیت نلري .  که  چیرې د کفارو سره د عیش  د پریمانه وسایلو لیدل  دنورو  انسانانو د ګمراهۍ او  لار ورکۍ  په لور  د تللو  ويره نه وایي ، نو دکافرو کورونه به د سرو  او سپینو  څخه جوړ شوي وایي  ، دا په دې خاطر  چې هغوي په آخروي  ژوند کې هيڅ برخه نلري . ددې مثال  داسې دې لکه  چې په  اعدام  محکوم مجرم  ته د نورو بندېانو څخه زیاتې اسانتیاوي برابرې  کړل شوي  وي ، ځکه  چې نور بندېان د خپل بند  د مودې د پوره کولو وروسته  په پوره آزادۍ  سره د خپلو خپلو کورونو په لور ځي ، او د اعدام  شوي  جسد ته د خاورو ډیرې  منتظر وي.  نو په دې خاطر دده سره لږ څه رعایت کول د انصافه   لرې نه دي .

د عالمیانو د پروردګار  د نعمت ، رزاقیت او ربوبیت د سترخوان په حقیقت  کې دومره  پراخه او بې نهایته دې   چې د هغه احاطه   خو لاڅه  چې په سترګو  کې  د هغه انځورول  هم د انګیرنې څخه لري کار دې .  که په ژوي کې د هغه ربوبیت  یواځې د غذا  په نظم  و نسق کې  و کتل  شي ، نو د حیرانتیا او تعجب  څخه به د انسان سر په  چورلیدو  راشي. د  رعب او هيبت څخه د غورکونکي همت  ځواب  ورکوي او  د شکر او امتنان په اساس د هغه زړه  ښکته  ښکته  غورځي ،   چې دمالک  ددې پراخئ او تنوع احاطه بې له شکه  ممکنه نه ده . ددې تنوع او پراخئ  تر مخه  انسان  ګونګ پاته  کیږي  پرته له دې  چې انسان  ته یې په راټوله دایره کې د  تمیز  او واک  یو څه شعور او  احساس هم ورکړې دې .

د اشرف المخلوقات  انسان  څخه  یې علاوه  چې نورو کمترو مخلوقاتو  ته د نعمت  کوم  دسترخوان غوړولې ، هغه ددې خبری د ثبوت  له پاره کافي دې  چې ددې کائناتو مالک په خپلو کارونو کې  یواځې  په خپل  انتظام او  اهتمام کې لا جواب ، په خپلې فیاضۍ او سخاوت  کې تنها  او په خپل اعطا  او بخشش کې بې مثاله  دې . عامو حیواناتو  ته یې  هم په دومره پراخه مقدار  ورکوي  چې کوم میلمه پال  پادشاه  یې هم په دې اندازه خپلو میلمنو ته نه شي ورکولای ،  او نه د هغوي د اړتیاو  هر اړخیز اهتمام او احساس په  دې  ترتیب سره کولای شي .  د ځنګله  ځناور  ووينۍ  چې  په کروړونو کروړونو  په ونو ، بوټو کې  اوسيږي ، هلته د لويو څخه لوي اوقوي ځناور لکه زمري ، فیل  او....د کوچنیو  څخه کوچنی ځناور  لکه چینجی  او حشارتو  پورې  آباد دې . د هغوي هر یو ځانګړي  غذایې  اړیتاوي لر ي، هر  یو ځانګړې  ذوق او علاقه لري ، د هر یو خوراک او دخوراک اندازه بیله ده ، ځينی د تازه غوښی  پرته  بل څه نه خوري ، او ځيې د تازه  وينی څښلو پرته بل شي ته خوله  هم نه وړی ، ځينی  مراداره  غوښه خوښوي او د ځينو خوراک بیانباتات دې . خو د ځينوبیاحیوانات !

ښکاره ده چې مختلف  النوع خوراک کونکې په کروړو ځناور  په ځنګله کې اوسي .... چې هلته نه د غوښی ډیري شته  او نه کوم هوټل ، نه د راشن ډیپو شته اونه  د خوراک ذخیرې ، او نه په هرځاې کې د مختلف النوع  غوښی انتظام شته ، هر ځناور  سهار  دخپلې ځالې  څخه  د مالک د نعمتونو د دسترخوان  په لور حرکت  کوي  او د شپې  هر یو د ربانی دسترخوان څخه  په ډکه ګیډه خپلو ځالو ته را ګرځي.

په هوا کې ګرځیدونکې  په میلیونو  مختلف النوع  مرغان  دوړو  وړو  چینجیو نه واخلئ تر شاهنیونو او شاهبازانو پورې بې شمیره مخلوق په هوا کې موجود دې  چې سهار وختي د خپلو ځالو څخه الوزی او د عالمیانو د پالونکې هواي  د سترخوان ته ځان  رسوي .

د شپی د خپریدو   تر مخه هر یو هوایي مخلوق په ډکه ګیډه په پوره اطمینان  او سکون  خپلو ځالوته  را ستنیږي  او د خپل میلمه پال حمد او ثنا پیلوي . او دهغه تسبح په خپل ژبې سره کوي ، د هغوي راشن  چیرته  ایښودل شوې دې ؟  او په هوا کې د خوراک  ذخیرې چیرته دې ؟  او ددې ځناورو د ورځني دعوت او بلنی انتظام  چا کړې دې ؟ څوک هغوي ته خوراک  څښاک او اړونده  غذا ورکوي ؟ آیا د عالمیانو  د پروردګار  پرته بل څوک دا کار کولای شي؟

د اوبو د مخلوق په لور  توجه  وکړئ ، هلته د زره بیني  حیواناتو څخه تر نهنګانو پورې غټ بې شمیره مخلوقات موجود دي ، چې د هغوي  هر یو خوراک ، اړتیاوي او اندازه یو د بل سره توپیر لري ، هغه  هم د ورځې د جدو جهد وروسته تر ماښامه پورې په خپله مطلوبه او غوره   غذا ګیډه مړه  وي  او خپلو د اوسیدو ځاېو ته  را ستنیږي . آخر  د اوبو  په دې شفاف سمندر کې په خوږو او تر خو اوبو کې د خوراک  دومره ذخیرې  چیرته دي  چې د هغوي مالک هغوي ته  تیارې کړې دي ؟  خو دهغوي مالک او رب  د هغوي اړتیاوي د هغوي د غوښتنې او ذوق په مطابق د هغوي د شمیر سره  سم  په هره ورځ  هغوي ته  تیاروي .

د تیږو لاندې  پټ چینجیان  هم خپله  غذا  لاسته راوړي ، او د تیږو  په مینځ  کې  او یا دهغې د لاندې زمکنی حشرات  هم د خپل خوراک  څخه  برخمن ګرزي . د لرګی تر مینځ  د چینجی  او یا د زمکې په عمق کې پټ  حشرات  هم د خپلو اړتیاو  او حیثیت په مطابق خپله خپله  غذا  تر لاسه کوي . د هر ژوي رزق د هغه داسې تعاقب کوي لکه څرنګه  چې مرګ د هغې پسې وي ، دا دواړه هغه شيان دي چې هر  ژوي ته په خپله په خپل وخت  رسیږي  چې عبارت د مرګ او د ژوند  له وسایلو څخه دې .

غرض دا چې  ټول ژوي  د الله  د پراخه دسترخوان میلمانه دي ، که چیرې د نړۍ د یومعمولې حیثیت  یو انسان هم خپلو میلمنو ته  د خپل حیثیت  په  مطابق غذا  تیارولاې شي نو هغه پروردګار  چې د نړۍ  ټولې خزانې یې په واک کې دي  دخپلو میلمنو له پاره به په خپل دسترخوان  د هغوي د اړتیاو او ضروریاتو په مطابق ولې غذا نه تیاروي؟

حقیقت  دادې چې  دانړۍ  د الله  د ربوبیت  ښکاروندوي ده  چې په ښکاره توګه  شرقا، غربا، شمال او جنوب  زمونږ تر مخ  خپره پرته  ده . ددې عظیم  ربوبیت غوښتنه  ده  چې  یواځې د همدې مالک اطاعت دې وشي ځکه  چې هغه د ټولو پالونکې  دې . 

جل جلا له


 

دویم باب

د ژوندانه  اهداف

دعالمیانود پروردګار « ربوبیت»   دوه اړخه لري.  چې یو اړخ یې د هغه جسم پالنه کوي  چې نن شته او سبا د فنا کندې ته ور لويږي .او بل اړخ یې د روح له پاره د غذا اهتمام کوي  چې ازل څخه  تر ابده  پورې د تلپاتې هستۍ په حیث د فاني  جسم څخه  ډیر  ارزښتناک  دې . ایا د جسم پالونکې  د روح د پالنې انتظام نه کوي ؟ دا د هغې سمیع او بصیر هستۍ په هکله عقلاّ  لری  ده  چې هغه دې ګويا  د جسم او وجود  د پالنې دومره زیات اهتمام  وکړې خو روح دې ، چې د هغه د حکم یوه برخه ده ، له نظره و غورزوي .

بې له شکه چې  دا د الله حق دې چې انسان دې د هغې بندګي وکړې، ځکه  چې  هغه انسانان د بندګۍ  له  پاره پیداکړې  او بیا یې د هغوي د پالنې له پاره انتظام کړې دې . ده ته یې شعور، احساس  او اراده  ورکړې  او په نورو مخلوقاتو یې اشراف او غوره ګرځولې.داد ژوندانه د وسایلو د برابرونکې دنده او مسؤلیت  دې  چې هغه د ژوندانه  موخې هم ژوي ته و ښایې ، او که نه نو انسان خو «ظلوم او جهول »  دې  بې خبره او بې علمه دې که څه  هم د هغه وجدان  د تل له پاره د یو پورتنی قوت د بندګۍ  غوښتنه کوي ، چې ممکن د هغه د ازلې تړون په اساس وي . خو د څرکندې  ښوونی  او  لار ښوونی  څخه بې برخې وي  په همدې خاطر د جسماني روزۍ  په څنګ  کې د روحانی  روزۍ برابرول  هم د انسان د بنسټیزو اړتیاو له ډلې څخه  دي.  چې انتظام یې په خپله د مالک په غاړه دې.

بیا نو پالونکې  رب  د جسم د ښکاره نشو نما تر څنګ  څنګ  د هغې  په  پټو صلاحیتونو  ، نیکیو او  ځانګړتیاو  کې هم ډول ډول پر لپسی  زیاتوالې راوړي  او هغه ته  اراده ، شعور، احساس ، جذبه او نور پټ  پټ صلاحیتونه ورکوي . نو دا به د هغه د ذات څخه لري  وي  چې  هغه دې  د انسان د روح  لارښوونه و نه کړې . داد هغه  د ربوبیت  لازمي غو ښتنه ده ، سیدنا مسیح  علیه السلام  څومره ښه وایي : « انسانی  ژوند یواځي په ډوډۍ نه وي بلکه په هغې کلیمی دې  چې د الله    له لورې ورته  را غلې .»

د سیدنا مسیح  علیه السلام  دا وینا د حقیقت  په لور یوه مکمله اشاره  ده ، هغه حقیقت   چې مونږ  یې «منتظر حقیقت »  ګڼو ، ددې منتظر حقیقت  څخه ځان خبرول  د هر انسان  بنسټیزه  اړتیا  ده . هغه منتظر حقیقت  څه شي دې ؟  هغه دا چې :[ ددې کائناتو  یو   رب  اوپالونکې دې   چې هغه خالق ، مالک او آقا  دې او د ټولو مخلوقاتو پیدا کونکې دې.  په دې  اساس  دا د هغې حق دې  چې ټول مخلوق باید د هغه بندګي  و کړې ، خو دا چې د بندګئ  کولو لارې چاری د چا څخه  یادې  کړې ؟  ددې انتظام هم د جسماني غذا  تهيه کونکې  مالک د روحانی غذا په خاطر د کرامو انبیاؤ  د لړۍ  په شکل  کې کړې دې .  چې انسانانو  ته د الله پیام  ور ورسوي او انسانان  د الله د غوښتنو څخه  خبر کړې . تر څو هغوي  ته د خپل جسم او روح غایت  او د خپل  پالنې  اسباب او وسایل معلوم  شي .  پیغمبران دوي ته دا ورزده  کوي  چې  انسان  په دې نړۍ کې خپلسره موجود  نه دې  بلکه د خپلو ټولو کړنو په هکله مسؤل دې  یوه ورځ به حساب وي او دې به د خپل دنیاوي ژوند  دټولو  کړنو  په هکله خپل حساب  ورکوي .

د پیغمبرانو (ع)  دا لړۍ  په انسانی تاریخ کې د روحانی مالک د ربوبیت  یو بل ښکاروندوي دې ، دا پیغمبران (ع)  د خپلو ځانګړو  ذرایعو په واسطه انسانان د جسم د پالنې په څنګ  کې د روحانی پر مختګ او د خالق د رضا څخه هم خبر  ساتي . دې لړۍ ته د رسالت  لړۍ وایي .

رسالت  د الله او بنده تر مینځ  ډیره  معتبره واسطه ده ، که  څه هم  بنده د الله د ذات  څخه په تحت الشعور  کې خبر دې خو د خپلو پنځه ګونی حواسو په  اساس ، لکه  د نورو مادې شيانو په څیر د هغه درک  نه شي  کولای .   هغه  عقلی دلایل ، الهي آیات ، د فطرت  منظر ، د قوت او هيبت  څرګندونه او د مالک د احساناتو  مختلفو اړخونو  په احساساتو  ددې خبری څخه خامخا  خبریږی  چې دلته  کوم داسې ستر ذات شته  چې هستي یې ددې عالم څخه پورته  ده .اما دده د وجود سره ډیر نژدې خو عقل ورته د رسیدو څخه عاجز دې . خو دهغې حقیقی شعور  د هغه د احکامو او دهغه دخوښۍ څخه د خبریدو توان او قدرت  نلري ، هغه د خپل فهم او ادراک په واسطه  په عقلې تو ګه  د الله د وجود  قایل دې  خو د هغې څخه  پوهه نه لري ، نو هغه دې ته اړ وي  چې داسې څوک  پیدا شي  چې دهغه حقیقی مالک هغه ته وروپیژني .

هر قوم ته  د انسانانو  د مالک  ور پیژندونکې هستيو ته رسولان ويل کیږي .

دا پیغمبران  د نړۍ  د قومونو له اړخه د بلنی او لارښوونی له پاره نه دې ټاکل شوي او نه د خپله ځانه ددې کار د پر مخ وړلو په خاطر را پورته شوي. بلکه دا د الله  غوره کړې افراد  دې چې  هر قوم ته په خپل  خپل وخت  د ریښتونی  مالک پیغام ور  رسوي .  دا پیغمبران  په هره زمانه  کې را پورته شوي ، او هرقوم ته  یې د خپل پالونکي رب  پیغام  ور رسولې دې .  خو څرنګه  چې  الله یو دې نو په دې اساس هر قوم ته په هروخت او زمانه کې  د هر رسول  له  لوری  یواځې یو پیغام  لیږل شوي . د ژبو ، وختونو ، ځاېونو ، نسلونو  او رنګونو   توپیر په دې پیغام هيڅ  اغیز  نه دې  شیندلې.  او لکه  څرنګه  چې د الله او بنده  تر مینځ  حقیقی رشته  د بندګۍ  رشته ده ، نو په دې اساس  په هره  زمانه کې د هر نبې په ذریعه د الله پیغام  په دې  امر ولاړ دې  چې :

«  د الله  بندګانو ، د الله  بندګي و کړئ ، دا په  دې خاطر  چې د هغه پرته بل کوم الله  ستاسې له پاره  نه  شته ».

دا پیام  په متواتره او پر لپسی توګه  هر قوم ته راغلې که  چیرې  مونږ د وخت او ځاې فاصلې له منځه یوسو  او د ټولو قومونو  د پیغبرانو (ع)  حقیقی  بلنی  را یوځاې کړو  نو  دابه په ډا ګه شي  چې  ګردو پیغمبرانو د تل  له پاره یواځې  یوه خبره کړې ،  هيڅ پیغمبر ، خپلې بندګۍ ته د رابللو  هڅه  نه ده کړې او نه چا ددې بلنی  او دعوت  څخه ذاتی ګټه  ترلاسه  کړې .  البته  ددې ساده  دعوت  په پایلو  کې هغوي د سختو مخالفتونو  سره مخ شوي ، خو د ژوندانه تر  اخري سلګۍ پورې یې خپل قوم ته همدا  دعوت او بلنه  ورکړې . او هڅه یې  کړې  تر څو هغوي  په  دې و پوهوي  چې  د ژوندانه او آخرت ګټې  یواځې د هغوي د حقیقی منعم په پیژندلو پورې  تړلې دې  تر څو د هغه  د ذات  په موجودېت اعتراف  وکړئ  او دهغه د احکامو  او غوښتنو پابندې وکړئ . هغه احکام  چې ددوي  تر مینځ  د عدل او انصاف،امن او امان  د پایښت د  راپیدا کیدو سبب ګرځي .

د رسالت په واسطه  بنی نوع انسان ته دا څرګنده شوه  چې انسانانو او پیریانو د پیدایښت  یواځنی موخې او مقصد دادې  چې هغوي د الله بندګي ، اطاعت او عبادت وکړې  او ددنیا ټول کړه وړه د  همدې هدف او مقصد دلاسته راوړو په خاطر سره ته ورسوي .

 « و ماخلقت الجن و الانس  الا لیعبدون » (ذاریات ۵۶)

  [او مونږ  پيریان او انسانان  یواځې د عبادت  په خاطر پیدا کړې ].

ښکاره ده  چې  هر  هغه څه  چې د کوم مقصد او هدف  له پاره  جوړ شوي وي او د هغه هدف په خاطر استعمال نه شي ، نو بیا دهغه د پیدایښت مقصد له منځه  ځي او دهغې هستي او موجودېت  عبث  ګرځي ، که  چیرې  د ساعت څخه د وخت د کتلو پر ځاې  د  اوبو د لوښی کار واخستل شي  او خولۍ د په سرکولو پر ځاې د ګدایې کچکول و ګرځول  شي  نو ښکاره ده  چې ددې شيانو د وجود مقصد له منځه ځي  ځکه  چې ددې کارونو له پاره نور شيان جوړ شوي دې .په همدې توګه  که  چیرې  انسان د ژوندانه  اصلې مقصد او هذف  یعنی د خپل مالک د عبادت پر ځاې د خوراک څښاک  او نسل پالنې کار د خپل ژوند مقصد  وګرځوي  نو بیا دهغه د وجود او پیدایښت  مقصد او هدف له منځه ځي  او هغه د اشرف المخلوقات د مقام څخه را پریوزي  او د عادې حیواناتو  په څیر پاته کیږي . بلکه د هغه څخه  هم ښکته ، ځکه  چې  هغوي دخپلو وجودونو  غو ښتنی پوره کوي  خو کوم  مقصد  چې دانسان  د وجود  له پاره ښوول شوي نو دهغه څخه هغه دتیښتی او انحراف  لار خپلوي .

اپنی رزاق نه پهنچانی تو محتاج ملوک                   اور  پهچانی   تو  هي   تیري  ګدا    دارا   و   جم

[ که  چیرې  خپل رازق و  نه پیژنئ  نو ملوکو(پادشاهانو) ته به اړیې –او که یې و پیژنی  نو بیا شتمن او فقیران به ستاسې  اړوي.]

الله څه ډول پیژندل کیږي ؟  او صفات  یې  څه دې ؟ انسان څوک  دې ؟ د کومه ځاېه راغلې ؟  او دهغه د وجود  او پيدا یښت  مقصد څه  شي  دې ؟ دا کائنات  څه  شي دې ؟ او پیدا کونکې  یې څوک دې ؟  او بیا ددې کائناتو سره  الله او  انسان  څه ډول اړیکې  لري؟  انسان  په دې زمکه  باید څه ډول  استوګن اوسي؟ او د ژوندانه کوم وسایل  چې دهغې  څلورو خواو ته  خپاره پراته  دې ، د کومو شرایطو  په حدودو اوپولو  کې او څرنګه  د خپل بل هم نوعه او همشکله سره یوځاې تر استعمال  لاندې و نیسي ؟ ایا  ددې ژوندانه سر و سامان  چې د ژوند د پایښت له پاره معاون او بسپنه کونکې  ګرځي ، لاسته راوړل د ژوند مقصد  دې ؟  او که دا د ژوندانه  سرو سامان  د ژوند  دپایښت  ذریعه ده ، خو د ژوند  مقصد بل  کوم څیز  دې ؟

ددې  ټولو خبرو  ځواب  یواځې پیغمبران (ع)  ورکولې شي چې د الله نمایندګان، د هغه لخوا  را  استول شوي  ، دهغه د  ورکړل  شوي  علم حاصل ، او دهغې د ډیرو تکوينی امورو په سترګو  لیدلې  شاهدان  دې .  که چیرې هغه په اور کې و سوځول شي ، یا د غره څخه لاندی  را  و غورزول  شي  یا د   اری   په واسطه  و څیرل شي  ، نو بیا هم هغوي د خپلې شاهدې او حقیقی  علم  په اساس د خپل موقف څخه نه په شاکیږي . په ټول انسانی  تاریخ کې د انبیاؤ د ډلې څخه هيڅ نبې دخپل موقف  څخه یوه ذره هم شاته نه دې تللې. ځکه   هغه خبره  چې  هغوي  یې کوي  نو په هغې ، دهغه علم د عین الیقین او حق الیقین  تر پولو   پورې  رسیدلې  وي  او هيڅ  یو  وګړي  د خپل ذاتي مشاهداتو او حقیقی علم څخه د څه فشار په واسطه نه منکریږی  څوک  به څرنګه  اورته  واوره  او تیږی  ته مالوچ   و وایي.

دنړۍ  کارخانه  ډیره  پراخه ده د میلیونو شيانو موجودېت د میلیونو  وګړو  په مینځ کې د دندو ، حقوقو او اړیکو تاوه  او نغښتی لړۍ  منځته راوړي ، بې شمیره فکرونه دې بې  شمیره  لارې ، بې نهایته  اندونه ، فلسفی  او دعوي دې ، ددې فرایضو او حقوقو او اړیکو  او دهغه افکارو نظریاتو او خیالونو دنغښتو ، پییل شوو او تاو را تاو  لارو  په ځنګلونو کې انسان ورک کیږي . د ژوند په دغه نغښتو  او  کږو وږو  لارو کې  د نیغی او سمې لارې  په لور د را ويستلو  یواځې  یوه هستي موجوده ده ، چې  د هغه د ټولو مسایلو او ستونزو څخه ځان خبروي،  او د هغه سره کومک  او بسپنه  کوي ، دا هستي د رسول یا استازي مبارک  وجود دې ،  چې د هغه همدرده، غمخور ، دهغه د غم او درد ملګرې او ددنیا او آخرت ریښتنی خیر غوښتونکې یې  دې.  دا استازې د ټول قوم سترګی او دهغوي زړه اوسي  د همدې په اشاری تګ  یو قوم د فلاح او خلاصون  لارې  ته ورسموي او د زیان  څخه یې  په امن  ګرزوي . لکه  چې فرمایي:

«و العصر  ان الانسان  لفی خسر  الا الذین  آمنوا  و عملوا الصلحت   و تواصوا بالحق  و تواصوا  بالصبر» (العصر)

 [ په  زمانی  سوګند  چې  انسان  سخت په زیان کې دې پرته د هغو خلکو څخه  چې ایمان یې راوړی وي او نیک عملونه کوي او یو بل ته په حق نصیحت او د صبر تلقین کوي ]

د ټول انسانیت تاریخ  په دې شاهد  دې  چې بې خبره او جاهل انسان په زیان کې دې ، مګر دا چې  په  الله او دهغه په پیغمبرانو  باندې ایمان راوړي ، دهغوي احکام عملې او د صالح  عمل خاوند و ګرځي ، نوروته د الله د احکامو د  رسولو دنده  ادا کړې او کومی ستونزی  چې په دې لاره  کې ورته را پیدا کیږي   هغه په پوره صبر سره و زغمي . دزیان څخه د  په څنګ  کیدو یوازی همدغه لاره  ده .او دا چې دا خسران (زیان )  څه دې ؟  خپل ټول عمر د الله د هستۍ نه په بې خبرۍ اوبې پروایي  کې تیرول ، د هغه په احکامو د تللو نه تیښته ، د استازو د ورښول  شوي نیغی لارې ( صراط مستقیم )  څخه  کږیدل  او د ژوندانه په لار ورکو ګړنګونو  کې غورزیدل. او کله چې د مرګ وروسته د نیکواعمالو د ګټلو وخت پاې ته  ورسیږي ، او ناڅاپه دې حقیقت  سره مخ شي چې د کائناتو خالق واحد  الله  دې  او دهغه په احکامو تلنه  د ژوندانه مقصد جوړوي ،  نو پداسې حال کې یې چې  ددنیا ټول ژوند ، د ژوند د اصلې مقصد څخه لیری تیر کړې ، نو هغه ټول ضایع شوي او بیا د ضایع  شوي عمر د بیا په کار راوړلو له پاره هيڅ  تدبیر نشي جوړولاې .

او س نو ددې سختی تباهۍ څخه د ځان ساتنې هيڅ لاره نه  په سترګو  کیږي  او نه ددې مصیبت او غم کوم  چاره کیدای شي ، نو همدې ته  (خسران مبین )  یا ښکاره  زیان  وایي.

انسان ته ددې خسران  څخه د پرڅنګ  کیدو لار  انبیاؤ (ع)  ښوولې ده . ځکه  چې د رسالت وجود په خپله انسان ته د خسران  څخه  نجات  ورکوي .

داد الله (ج)  نه ، بلکه د هغه د بنده اړتیا او ضرورت  دې  ، لکه څرنګه  چې د جسم دژوندې پاته کیدو له پاره غذا د بنده مادې اړتیاده نو په همدې ترتیب د روح د خلاصون  او نجات  له پاره د پیغمبرانو په  لارو تلل او  د  الله  بندګي کول  د انسان روحانی  اړتیا ده. رسالت په حقیقت کې د انسان د لاس  نیونی کار کوي ، چې هغه د شيطان  د درواغجنو تسلیو  او غلطو کارونو څخه  خلاصوي  او د رحمان رب د غوښتنو  څخه یې  خبروي .

د انسان  په ژوندانه  کې یوه خلا ده ، هغه خپل شاوخوا ته ډیر ګوري ،خو هيچرته  د خپل خالق  او جوړونکې وجود په نظر  نه ورځې .هغه  غرنده  وریځې  ويني ، د لمر راختل او پریوتل  په سترګو  ويني ، د سپوږمۍ  ګرځیدل  وينی ،  ددریابونو رواني ، د بحرونو طوفان او د شنو ونو میوې او ښاخونه ګوري، هغه د زمکې د یوي څنډی څخه  په یوه وخت  کې  خوږی ، ترخی ، پیکه اوبه ویني او  رنګ  په رنګ  ګل ګلاب ، لوبې کونکې  خوریدونکې او غوړیدونکې  مشاهده کوي ،  هغه د مرغانو ډلې  ويني ، د کوچنیانو  پیدایښت   او بیا د هغوي د میندو په غیږو کې د لويیدو ، غټیدو  او پالنې ورکولو ،  او بیا دهغوي د وړو ، وړو جسمونو غوځیدل  او  اوږدېدل او  پلنیدل  ګوري  ، هغه د حیواناتو  د هغه ګیډو څخه  چې هلته شنه  واښه  ورځې ، سپین سپین  شيدې  را وتونکې  وينی  ، نو قدم  په قدم  په حیرانتیا او تعجب کې لويږی .او ددغه شيانو عادې کیدو  سره سره د لږ څه غور کولو په اساس حیرانیږی  او د فکر په ژورتیاو  کې ډوبیږی . ددې ټولو خبرو د ځواب  ورکولو له پاره دهغه تر مخه   یواځې  یوه  هستي را مخته کیږی  چې  د هغه د یوې یوې پوښتنې ځواب ورکوي  او دا هستي د رسول الله  صلې الله علیه و سلم ده  چې  دې  یې د تعلیم او ښوونی له پاره  مخاطب  دې .

 حقیقت  دادې  چې  د انسان د روحانی هستي خلا پیغمبران (ع)  ډکوي ، رسول الله په  دنیا کې د انسانانو تر مینځ د الله (ج)   شاهدوي  او د آخرت په   ورځ  هم د الله جل جلا له  تر مخ د خپل رسالت د منصب  د مسؤلیت د اداء کولو مسؤل  او شاهد اوسي . ددې دوه ځاېه شهادت  او ګواهۍ  په خاطر  هغه بې اندازی غمګین  اوسي  او د تل  له پاره ددین  د بلنی کار په خپل  ټول ځواک  پر مخ بیایې او دخپلو نور ټولو کارونو  په پریښولو  سره دا دنده بې له بدلې اخستلو سرته رسوي . ددې له پاره هغه خپله  توانایې ، قوت او صلاحیت په داسې حد پورې مصرفوي چې حقیقتاّ د الله جل جلاله  حجت  د الله  په بندګانو باندې پوره شي.

رسول هيڅکله هم په خپل کار کې  تساهل او تنبلي نه کوي او نه کله د بې پروایي او بې نیازۍ رويه  خپلوي ، د  الله  جل جلاله  د دین  په لور د بلنی وروسته هغه  کله هم دخلکو څخه بیزاري او یا  په یوه ګوښه  کې کښیناستل  نه خپلوي . هغه د تل  له پاره  د هر اړخ  او هری خوا نه د خپل قوم په زړه او مغز کې د خپلې خبری د ځاې کولو هڅه او هاند کوي  او دهغه له پاره د هری  موزونی موقع ، بهتر انداز او اعلې تدبیر خپلوي.  قومونه به هيڅکله  د الله  جل جلاله  تر مخ داسې ثبوت را نه وړي چې ګويا پیغمبرانو (ع) هغوي ته  بلنه  نه وه رسولې .  بلکه د پیغمبرانو  کړې  کار  د خپلو قومونو تر مخ د حجت  د پوره کولو  له پاره بسنه کوي او د یوه  رسول  د قوم هيڅ وګړي به ددې حجت   تر مخه سر پورته نکړای شي.

الله  جل جلا له  چې د هر شي خالق او پروردګار  دې  حق لري  په خپلو بندګانو د جبر  رويه اختیار کړې خو د  جبر په صورت کې یو نوع  مخلوق ته د اشرف المخلوقاتو  ويل او بیا هغوي ته د ژوند یوه وقفه  د ازمیښت   په توګه  ټاکل ، او بیا هغوي ته په یو چوکاټ کې د آزادۍ  موقع  برابرولو اود ازمیښت  پروګرام بې  کاره ګرځي ، دا په  دې خاطر چې  الله  جل جلا له  انسان د پیغمبرانو  لارښوونو  ته  د غاړی ایښوونی  او په دې هکله د رای او عمل آزادې وربښلې ده ، په دې اساس د پیغمبرانو (ع)  لارښوونی د تل له پاره د انسانانو د پوهې،درک او شعور څخه  غوښتنه کوي  او هغه د همغه آزدې  لارې  څخه  د الله جل جلاله  د بندګۍ  په لور  را بلې ، کله چې هغه په خپلې خوښی  سره د الله جل جلاله  بندګي  اختیار کړې نو په آخرت کې به د لوړو  مرتبو او درجو خاوند اود الله جل جلا له  د خوښی  وړ  و ګرځي .

همدا علت دې چې پیغمبران  قومونو ته په داسې توګه  ور لیږل  شوي چې هغوي ددې په څنګ  کې چې د لوي او مقتدر ذات  نمایندګان دې ، د انسانانو د آزادی غوښتنې د تمرين  تختۍ و ګرځي .  هغوي په تیږو ويشتل  شوي ، ظلم اوتیر ی پری  شوي ، د خلکو د مخالفت په اساس د زیاتو ستونزو سره مخ شوي ، په دې تر تیب  یوي خواته د انسانانو دفهم ، شعور او رای له پاره یې آزادې  ورکړې  خو له بلې  خوا انسانانو  دخپلو کړنو په اساس  د نیکبختۍ  او یا بد بختۍ  ثبوت په خپله برابر کړې .

رسالت  انسانانو ته د الله جل جلاله  رحمت  دې  ، ددې په واسطه بې لارې  او لارورکې وګړو  ته لارښوونه کیږي  د ګمراهانواو لار ورکو لاس  نیونه  کیږي  ، په  توره تیاره کې ټکر خوړونکو ته،  دالله  جل جلاله  د لارښوونو  روښانه  چراغ  په لاس ورځې ، د رسالت وجود  دالله  جل جلاله  د وجود  اعلان  دې . رسالت د الله جل جلا له  د الوهيت او ربوبیت د شان ښکاروندوي دې  چې  د انسان  دروح د خلاصون ذریعه  ګرځي ، د انسان له پاره  روحانی غذا برابروي او انسان د حیوانی سطح څخه د اشرف المخلوقات  مقام ته پورته کوي  ، چې  د زړونو  نور او د سترګو چراغ او د روحونو لارښوود دې . د آخرت په سترګو   لیدلې شاهد دې چې د مولا  د غوښتنې او خوښی څخه  د هغه غلامان  اګاه  کړې . په هغوي باندې  حجت قایموي  او د  بندګانو  لخوا څخه  د مالک تر مخه  دمعذرت  حیثیت لري ، چې  د  لارښوونی سیوری  یې یخ ، د تعلیم اوبه  یې  خوږی  او میوه یې خوندوره  ، روح پالونکې  او د برکت  نه ډکه ده  چې د هغه پرته انسان یواځې  ناطق حیوان دې . دهغه د لاس  نیونی  څخه بې برخې  خلکو ته مهذب ژوند کول هم  ممکن  نه دې  که  چیرې  دهغه د لارښوونی  پرته انسانان وسله  جوړوي  نو دخپلې غاړی  د پری کولو  په خاطر ، که چیرې دوا  جوړوي نو  دبنی  نوع انسان په جسمونو کې د زهرو د ستنو د منډلو په خاطر ،  او که  چیرې کالې اغوندې نو د ستر د پټولو په خاطر نه  دې  بلکه  د ستر د ښکاره کولو او نمایش  په خاطر وي. 

رسالت د انسان  بنسټیزه  اړتیا ده  چې د هغې پرته  انسانیت  حیوانیت  دې ، داسې  حیوانیت  چې دتل له پاره د خپل نمایش  اعلان او ښکاروندوي  وي .  چې دخپلو پښو په  وهلو سره ، د خپل کلې  په څلور لارې کې دخپل بنی نوع  تر مخ ذلیل ، خوار او زبون  اوسي .

په انسان کې د بدۍ او نیکۍ شعور  د رسالت  عطیه او بخشش دې  په هره زمانه کې انسانانو ته  د الله جل جلا له نماینده (رسول) راغلې  د هغوي زده کړو   انسانانو ته د تل   له پاره لارښوونه  کړې  ددې لارښوونی په اساس  انسان د هغه کوږوالې څخه  چې د اغراضو  ، ګټو ،  کینو ، ناپوهيو د ګډون په واسطه منځته  را ځي را باسي  او نیکئ  ته یې متوجه کوي ، ځکه  چې  نیکې ښه ده او په دې خاطر یې کول په کار دې  چې د هغه په واسطه انسانی  ضمیر  چې  د ازلې تړون ګواه دې  مطمئن   او  خوشحالیږی.  او په  دې خاطر بدې بده ده  چې د هغه په کولو سره د انسان  ضمیر نا خوښه  او  اندېښمند  ګرځي. دا شعور  د رسولانو د  روزنو  پایلې ،  چې  هيڅ کومه  نیکه او یا بده ټولنه ، ددې نیک او بد شعور څخه بې برخې او بې خبره نه ده . د ځنګلونو په وحشي قبایلو  کې او د متمدنو  ښارونو په  مهذبو اوسيدونکو ټولنو کې  دا ګډ شعور  پیدا کیږي  چې  دا درسالت د عطیاتو  پایله ده  ، په هره زمانه کې رسولان  مختلفو  قومونو ته  د  واضحو اوښکاره دلایلو سره راغلې ، هغوي دخپل ځان سره  د الهي د کتاب  علم او پوهه راوړي ، او خپل  ځان  یې  د حق او خالق معیار  ګرځولې ، هغو د وګړو او  قومونو  تر مینځ  د انصاف او عدل  بنسټونه  ټینګ  کړې ، هغوی  د اخلاقو  او انسانی  برابرۍ  علم  پورته کړې  ، هغوي د ځانګړي ژوند اصول  د ټولنیزژوند  قوانین  بیان کړې ، هغوي  چې په کومه ټولنه کې کار کړې نو هلته د برابرۍ ، توازون ، عدل ، انصاف ، ورورولۍ ، نیکۍ ، همدردۍ  او ښیګڼو ریښی  خپری شوي ، هغو انسانی ټولنو ته دخپل ځان سره خوشبوي  راوړي   او د نیکیو د باغ  د جوړولو وروسته یې  تشریف  وړی .  بې له شکه  ټول استازی  د انسانیت  له پاره د خوشبويه ګلانو  په څیر دې .

دپیغمبرانو (ع)  په غاړه  د تل  له پاره  دا مسؤلیت  و  چې د الله  جل جلا له  او د  عالمیانو د پالونکې  پیغام  د هغه  بندګانو ته  ور  ورسوي .  د هغوي ټولو پیغام  فقط   یو  و،  او د ټولو دین  یو   و،  هغه ټول د یوي  لاری پیروان ول ، هغه اصول  چې د ازل د ورځې  څخه را پدېخوا  د بندګۍ  اطاعت او تهذیب  له پاره ټا کل شوي و ، دوي ټول دهغه  اصولو مبلغین ول ،  هغوي دا مسؤلیت  درلوده  چې د خپل تبلیغ او دعوت  به اساس  منونکې د نه منونکو  څخه  جلا کړې  تر څو د بندګۍ  او سر کښۍ   ګډون منځته  را نشي ، او د الله  جل جلا له  له خوا را لیږل  شوي  اصول او قوانین به ډاډمنو او فرمان وړونکو بندګانو  باندې په پوره توګه نافذ کړل شي .

د استازو   په  واسطه  د الله  جل جلا له  راوړل شوي دین او د ژوندانه  نظام  یواځې د قومونو د مذهب د اصلاح په خاطر د کوم وړاندېز  څخه  عبارت  نه دې ، بلکه د ا ټول ژوند د الله جل جلاله  بندګئ ته  دوقف  کولو غوښتنه کوي . ددې په واسطه د انسان د ژوندانه په ټولو  اړخونو کې د الله  جل جلا له  د بندګۍ  او اطاعت د جاري کولو سلیقه ورښئ ، او  چې کله  هم پر  زمکه  دا اصول نافذ شي نو زمکه به د جنت  د باغ  یونمونه او مثال و ګرځي . د رسولانو  دا لړۍ  په هره  زمانه  او هر قوم  کې په  پرلپسی توګه  جاري  وه ، او د الله جل جلاله  دین د انسانی  شعور د ترقۍ او  د انسانی تهذیب او تمدن د پراخولو  تر څنګ   د انسانی ژوند په چاپیریال  بیا بیا جاري شوي ، ان تردې  چې  د رسولانو  دا  طلایې کړۍ  پایې  ته ورسیده  او اخري رسول الله صلې الله علیه و سلم تشریف   راوړ. هغه  دنبوت  د ودانۍ  آخر ی ښښته  او د رسالت د باغ اخري خوشبويه ګل  و ،او هغه محمدرسول الله صلې الله علیه و سلم  و چې  د مبارک نوم څخه یې ګرده نړۍ خبره وه ، د رسول الله صلې الله علیه و سلم دور  د پخوانی زمانی پایې او د نوي دور  پیلامه  وه .  هغه د نړۍ په مینځ کې  و درید او د حق پیغام  یې   وړاندې کاوه ، دده نه پخوا  چې کومه زمانه تیره شوي وه نو هغه  دانسانی  شعور د نیمایې څرګندونې  دوره  وه .  اوس نو انسانی  شعور په پوره توګه  بالغ او مخته راغلې و، او د انسانی  ژوند ټول وسعتونه او پراخي د خپلو مختلفو اړخونو سره یو ځاې را ښکاره شوي  وي ، هغه رسول  چې  انسانیت  ورته اړو ، او د ژوند تیرولو  طریقه  یې  غوښتله نو دهغې  نمونه د رسول الله صلې الله علیه و سلم په لارښونو کې په پوره توګه  را مخته  شوه ، هغه پخوانی ددین ساده تبلیغ  او د رب  لوری   ته  د بلنی کلیمه  یو ستر  انقلابې  غورزنګ و ګرځید  چې  د هغه کار ددین غالبول و . انسانیت  چې د خپل ژوند  ، خاص د الله  جل جلاله  د بندګۍ  دتیرولو  له پاره کومو  اصولو او احکامو ته اړتیا  درلوده  نو هغه ټول احکام په پوره تفصیل  او وضاحت سره بیا ن  شول ، بیانو ددې اصولو د نفاذ له باره هلې ځلې پيل  شوې. ددې تحریک  د پرمختګ  له پاره خنډونه  پیدا کړل شو  خو  دحق  د تعلیماتو د سر لوړی او نفاذ په خاطر دا ټول خنډونه  له منځه یوړل شول ، او په لمړي ځل  د آسمان څخه نازل شوي قوانین  هو په  هو په نړۍ کې نافذ  شول ، بیانو دا تاریخی ارشاد نازل شو،  چې  یهودو  د ډیر حسد  او کینی په  اساس  وويل  چې که چیرې  زمونږ  په دین کې داسې آیت په  کومه ورځ را نازل شوي وایي نو مونږ به هغه ورځ د اختر ورځ  ګر ځولې  وایي :

« الیوم اکملت  لکم  دینکم  و اتممت  علیکم  نعمتی  و رضیت  لکم  الاسلام  دینا »

[ نن  مو تاسو ته ستاسې  دین  مکمل کړ او ستاس له پاره مو د اسلام دین غوره کړ.]

په دې ترتیب  د ربوبیت شان د  انسانیت  روحانی  اړتیاوي د قیامت  د ورځې پورې  پوره کړې ، د نبوت لړۍ پایې ته  ورسیده  او رسول الله صلې الله علیه و سلم د  آخرت  د ورځې  پورې  دټول انسانیت قائد  او لارښود و ګرځید.

صلې الله علیه وسلم


 

دويم پړاو:

رحمت  للعالمین

لمړې باب:

بشپړه  کمالونه

په مځکه د انسان پیدا یښت  یوداسې نړۍ منځته راوړه  چې  په هر وخت کې یې د الهي جل جلا له  لارښوونو  ته اړتیا  درلوده. دا نړۍ ، نیغ په نیغه  د حق د مشاهدې  څخه  بې برخې وه .  نو حق ته د رسیدو په خاطر یې مختلفو  څرګندوینو او دلایلو  ته  اړتیا  درلوده . هماغه وه  چې الله جل جلا له د وعدې  سره سم په مځکه د میشته انسانانو د لارښوونی  په منظور  یو منظم پروګرام  جاري کړ او د انبیاؤ علیهم السلام  په  واسطه یې  انسانانو ته د خپلو تعلیماتو لړۍ  ور  ورسوله .

په مځکه  د انسانی آبادۍ  پیل  د یوه نبې علیه االسلام  په واسطه وشو. هغه جل جلاله داسې یوه جوړه  د مځکې په سر میشته کړه  چې هغوي ته د نیغ په  نیغه  د مشاهداتو په ذریعه   د ډیرو هغه خبرو پوهه  ورپه برخه شوې وه د کوم  لوری ته  چې د انسان  بلنه  او دعوت  مقصود و.

مقصد  دا  چې په مځکه د انسانی نسل د میشته کیدو  سره سم ، په حقایقو باندې د هغوي  د پو هولو کار هم پیل شو . او د آدم او حوا  اولاد  ته  چې د مځکې په سر د لمړنیو  و ګړو  په  څیر  کوم درس   ورکړل  شوي  و نو هغه د نیکیو ښوونه  وه . د حقیقت په لور لارښوونه او د الهي  جل جلاله  دهدایاتو  څخه  پوهه  تر لاسه کول و.

کله چې د مځکې آبادي  مخ په زیاتیدو شوه  نو د انبیاؤ علیهم السلام  د را لیږلو او دهغو په ذریعه  د تنبیه لړۍ  هم  خپره شوه . د استازو  په ښوونه کې د انسان د  دنیوي شعور په څنګ  کې معجزات هم شامل ول . دا ددې له پاره   تر سره کیدل چې  د انسان شعور  د یوي لوي هستۍ د پیژندلو  په خاطر  د یو لوي قوت  مظاهری او حیرانونکې کړنی د مشاهدې ضرورت  احساساوه .  د هغوي په فکر  د الله  جل جلا له په څیر د سترې هستۍ  نمایدګی کونکې ، دعوه لرونکې انسان  څخه  داسې حیرانونکې  کارونه کیدل  اړین  وو. ځکه  چې ددې په واسطه د هغه وروسته د یو لوي قوت  موجودېت  ثابتیده  او د معجزاتو دې لړۍ د انسان د همدې شعور د تسکین  وسایل برابرول .

تر دې وخته  پورې  انسان  د حقیقت  و لار ته د رسیدو  په خاطر  د فطرت مشاهداتو او  د الهي  آیاتو په مطالعه ، غور و فکر  او دلیل او برهان په اساس  دومره په آسانۍ نه تیاریده .

همدا لامل  و چې  د بندګانو د ځان ځاریو  او د هغوی د قبلولو او یا نه قبلولو له پاره  به د آسمان  څخه اور  را ښکته  کیده  چې مطلوبه  او مقبوله  قربانی به یې سوځوله او کومه به  چې قبوله نه  وه  هغه ته به اور نه  ور رسیده .

په دې ترتیب  تر یوي اوږدې مودې پورې د الهي  تعلیماتو د حقانیت  تر شا  او په خپله د الله جل جلا له  د موجودېت د ثبوت  په خاطر  د قوت او حیرانتیا په شکل  کې د معجزاتو دڅرګندولو  لړۍ  راوانه وه.  د اور  یخیدل ، د امصا څخه  مار جوړول ، دریابونه په منځ  نیمول ، د غیبو څخه د اوښي  را ښکاره  کول ، د مړو را ژوندې کول ...

 ددې معجزاتو د ښوولو په اساس یې دوي ددې  خبری  په تسلیمولو آماده  کول ، چې ددوي تر مینځ  چې کوم انسان د الله  بندګي  شروع  کړې ، واقعا  چې د هغه تر شا ( فاطر السموات  و الارض)  موجود  دې  چې  دې  دهغه په  اجازی او اشارې  معجزات  را ښکاره  کوي  او دا ددوي  د الهي  لوری ته د بلنی  له پاره  ستر سند دې .

خو د نبې صلې الله علیه وسلم  تر  را رسیدو پورې ، د انسان دنیوي شعور او ذاتي شعور دومره پوخ شوې و  چې هغه ته د دلیل او برهان په واسطه  د حقیقت د لارې د ورښوولو  اړتیا  وه ، که  څه  هم نبې صلې الله علیه وسلم   پخپله بې شمیره معجزات  ښودلې دې . خو دهغې حیثیت د نبوت  ددلیل په ځاې د الهي کومک او د نبوت اطمینا ن  و .

څرنګه  چې د نبې صلې الله علیه وسلم   لار ښوونو د آخرت د ورځې پورې د انسان د لارښوونی او هدایت  دنده سر ته رسوله نو په دې خاطر  ددې  تعلیماتو او لار ښوونو بنسټ په دلیل ، برهان د فطرت  په  مشاهدو او کړونو  په معجزو ایښوول شوي  نو په دې خاطر  په عقل  میئن فیلسوف انسان هم د عقلې  دلایلو  په واسطه ، د رباني تعلیماتو  او لار ښونو لارې ته را بلل او دهغه قانع کول ممکن ګرځيدلې  دې .

اوس یې دا پتیلې  چې  انسان  با ید  د خوف ، ويری ، ترس  ، حیرانتیا  او  اندیښنو په اساس کومه  خبره قبوله نکړې ، بلکه د ژوندانه  اصول  باید د هغه  د حقانیت  د دلایلو  له مخی و منی  ، د  خپل زړه او  دماغ  د اطمنیان  په اساس  ربانی لار ښوونی اختیار  کړې او څرنګه  چې  پوهيږی  چې خلاصون او بریالیتوب په همدې لارې کې دې نو باید پیروي  یې و کړې .ددې لارې پرته د بلې  لارې په اختیارولو  کې ده ته د تاوان  پرته بل څه نشته ، د ربانی لارښوونو  او هدایاتو منل او دهغون پیروي کول په خپله د انسان ددنیا او آخرت له پاره ګټور دې ، نو په  دې  تر تیب د نبې صلې الله علیه وسلم د کړونو د ښوونو اعجاز  به تر قیامته پورې  جاري وي .

د اخري نبې صلې الله علیه وسلم   په حیث ، د هغه د رسالت شان د ټول  انسانیت  په لور ، بې شمیره اړخونه لري او هر اړخ یې  په نبوت او رسالت  ګواهي  وایي .

د نبې صلې الله علیه وسلم  د رسالت  د شان  یو اړخ  دادې  چې هغه یې د یو هراړخیز  او جامع  علم سره د رسول  په حیثت  را و استاوه ، هغه جامع او هر اړخیز  علم  چې  د انسان د تجسس او پلټنی او ښوونی او روزنی د نوو   غوښتنو او تقاضو په مطابق پوره  ځواب  تیاروي .

 د انسان  ذهنی کشمکش د هغې د نفس غوښتنې او په افاق او انفس کې د هغې د منډو ترړو له پاره د خطوطو ټاکل او تر قیامته پورې د هغه ذهنی او فکری  اندېښنو  او پو ښتنو  ته علمی او فطری ځواب   تیاروي .

اسلام  د څو نامعقولو او منجمدو  عقائدو په بنسټ  د انسان  سر نه  ور پرانځي ، بلکه د ژوندانه  متحرکه  او فعاله اصول یې  تر مخ ږدي ، چې د اړتیاو د بدلیدو په مطابق هغه ته پوره لارښوونه کوي . نبې صلې الله علیه وسلم   په حقیقت  کې د خپل  هر اړخیزې پوهي په اساس  استازې او لارښوود  دې . دهغه  علم او پوهه  د ضد او تعجب څخه پرته  د آزاد فکر له پاره رو ښانه   لیکي او لارښوونی تیاروي . دهغه علم او پوهه  د معقول  او قوي استدلال  په واسطه د هغه امورو دحقیقت په لور لار ښوونه کوي  کوم  ته  چې د انسان رسیدل ممکن  نه وي ، پس  په سترګو سره د لیدو نه  پرته پاتی ټول عقلې اړتیاوې اسلام  برابر کړې دې.

د نبې صلې الله علیه وسلم  یو شان  دادې  چې  ددین ددعوت او بلنی له پاره  دهغه سینه پوره پرانستی وه.  هيڅ ډول تنګي  او خنډ په کې ځاې نه درلود ، هغه ددعوت په واړاندې کولو کې ستر او غوره خطیب و، په اّمی  خلکو کې یې هم بلنی ، زده کړې او لارښوونو   حیرانونکې اغیز  درلود. د کافرو سرداران او د حق  څخه دمنکرو  مشران  به هم کله  د بحث او مناظری  تحریص او ترغیب  یا افهام او تفهيم  له پاره را تلل نو  د نبې صلې الله علیه وسلم   د څو خبرو په اوریدو به یې په خپل ذهنی  او قلبې  کیفیت کې  حیرانوونکې تغیر  احساساوه ، نو که  چیرې  په حق  اعتراف  به ورته ممکن  او مقدر نه و  نو خپل خیر به یې په فرار کې  لټاوه .  کله به یې د هغه په مبارکه خوله لاس  ایښوده او کله به  د خبری د ختمولو له پاره بې قراره و . او کله به په پټه خوله پورته کیده  او رخصت به یې اخسته او په خپل ځان   کې به یې د قلبې او روحانی خلا په ډاګه  اعتراف کاوه .

نبې صلې الله علیه وسلم   ته د خطابت  ، خبرو او تفهيم  ستر ځواک  ورکړل  شوي  و .  چې غټو  خوله ورو خلکو یې هم د مخامخ کیدو او مقابلې  توان  نه درلوده .

نبې صلې الله علیه وسلم  ته هيڅکله  ددې  اړتیا نه احساسیده  چې دده خبره دې بل څوک  وروپوهوي . نبې صلې الله علیه وسلم   د خپل  دعوت او بلنی داسې هر اړخیز  او په خپل ځان متکي  مبلغ و  چې  د هغه پرته ددعوت په وړاندې کولو کې  بله  داسې سلیقه او هر اړخیزتوب  په انګیرنه کې هم نشي را تللایې.

د نبې صلې الله علیه وسلم   یو شان  دا هم دې  چې دده   صلې الله علیه وسلم   دعوت  د ټولنی بار سپک کړ او د ټولو پخوانیو رواجونو ، بندېزونو او قیوداتو  د جرړو په  غوڅولو سره  یې انسانی ټولنه د آسانه او ساده  ژوند  تیرولو  وړ و ګروځوله، د نبې صلې الله علیه وسلم   څخه د مخه   انسان  د خپلو  جوړو شو غوټو  په مینځ کې را ګیر او نښتی و او د پیړیو پیړیو را هيسی د خپلو  بار کړل شوو بارونو لاندې کړېده . نبې صلې الله علیه وسلم   د انسانیت  بار سپک  کړ  او هغوي ته یې د انسانیت  په لاره د تللو  طریقه  وروښووله .

د نبې صلې الله علیه وسلم  د لار ښوونو یو شان دا هم دې  چې  هغه صلې الله علیه وسلم  په کوم ځاېو کې  چې د مخالفینو سره  مخ شوي  په هماغه ځاې کې ددعوت منونکو ، ځان ځارونکو او د نړۍ  نورو برخو ته د حق ددین  د ورسونکو  فدا کارو سره هم مخ شوي ، ګويا ددعوت کار په فطري  توګه پایې ته رسول  شوي  دې .

بې له شکه  چې مخالفت کونکو ډیر زیات مخالفت کړې  خو رفاقت  کونکو هم خپل مثالي رفاقت  ښوولې ،  چې د مخالفت په څنګ  کې ددې رفاقت کونکو شمیر ورځ په ورځ زیات  شوي .  او په مقابل کې یې  د مخالفت کونکو زور  او ځواک په تدریح سره کم شوي . ان تردې  پورې  چې په فطري ډول د ټول مخالفت زور مات شوي او اسلامی تحریک په ټوله معاشره او ټولنه کې د تعلیم او لارښوونی په زور غالب  شوي دې . داد هغه  فطری او تدریجی کامیابۍ شان  دې  چې  ځانګړتیایې  یواځې د نبې صلې الله علیه وسلم   پورې  را نغښتی وه .  داسې څانګړتیا، چې د قیامته  پورې  په انسانی ټولنه کې د کار کولو په واسطه د اسلامی هلو ځلو د لارې  مشال  ګرځي او قافلې  به ددې په رڼا کې پر مخ درومی .

د نبې صلې الله علیه وسلم  یو شان دا هم  دې  چې د هغه صلې الله علیه و سلم  په واسطه انسانیت ، د پخوانیو مذهبونو  د دېومالانو ، د هغوي د مذهبې اجاره دارۍ  د استحصال کونکو د یوي درندې لړۍ ، تاوراتاو او پییلې افکارو او نظریاتو سخت چکر  او خام  فکرۍ  د چل نه د ډک ځنګل څخه  ، نجات  وموند. د باطلو معبودانو لړئ یې ورختمی کړې ، د پنډتانو، پروهتو ، مذهبې اجاره دارانو ، د ځانی ګټو خاوندانو ، او په رسمونو او رواجونو کې د انسانیت  را نغښتونکو  او د خپل قیادت  د جغ لاندې  د راوړونکو ..... څخه یې انسان ته  نجات اوخلاصون  ورکړ .

د نبې صلې الله علیه وسلم   په واسطه  انسان  یو ځل د الله جل جلاله  په مځکه ، دهغه  جل جلاله د بندګۍ  له پاره  په بشپړه  توګه  آزاد شو ، هغه ته د فکر آزادې ، د عمل آزادې  ، او په فکری منډو ترړو کې عملې برخه اخستل ممکن  شول . په  هيڅ شي د هيڅ  ډلې اجاره داري پاته  نه شوه ، پوره دین  چې د بې شمیره وړو او کوچنیو خدایانو تر مینځ  ويشل  شوي و ، را غونډ او  یوه الله جل حلا له ته وقف  شو ، او هر انسان د بندګۍ په فطر ی مقام کې  و درول شو .

د نبې صلې الله علیه وسلم   یو شان  دا هم دې  چې د هغه صلې الله علیه وسلم  نوم  په مسلسله توګه  خپور شو او په څلور کنجه نړۍ   کې ، نبې صلې الله علیه وسلم   د تر ټولو زیات  محبوب ، تر ټولو زیات مشهور او تر ټولو زیات د انسانانو په زړونو کې  نژدې شو . هيڅ داسې کوڅه ، کلې ، انسانی ټولنه او ډله  به پیدا  نشي  چې د هغه د لارښوونو څخه ناخبره وي . او یا د هغې د ذکر   او یاد  څخه بې برخې  وي . په پنځه وخته  اذانونو کې  د هغه  نوم پورته کیږي  په ټولو لمونځونو کې په هغه صلې الله علیه وسلم  د درود لړۍ  به تر قیامته پورې جاري وي .انفس او انفاق  په لړ کې  چې د الله  جل جلا له نه ورورسته  د کومی  هستۍ  تر ټولو څخه زیات تعریف او تو صیف شوي نو هغه د نبې صلې الله علیه وسلم   پاک  ذات دې  هر چیرته  چې د الله  جل جلا له  نوم راغلې نو هلته بیاد الله جل جلاله  د محبوب  پیغمبر  صلې الله علیه وسلم  یادونه  هم شوي ده اود نبې صلې الله علیه وسلم   وجود د الله  جل جلا له د منشاء ښکاروندوي  وګرزيد.  لکه چې الله  جل جلاله  په  خپله  و فرمایل  چې :  «و رفعنا لک ذکرک »  ( مونږ ستا ذکر  پورته کړ)        

نو واقعا د نبې صلې الله علیه وسلم   ذکر دومره پورته  ولاړ  چې هره لوړه  یې تر مخ  ټیټه  شوه د هغه د محبت تر مخ نورې  مینی  ډوبې  شوي  او دهغه د شهرت  تر مخ نور شهرتونه د لارې  ګرد  و ګر ځيدل . که څوک  و غواړي او که  و نه غواړي   دهغه ذکر په نړۍ کې د هوا په اوږو  سپور د کور کور انګړ  ته رسیږي . او فرد  فرد ته به اورول کیږي .

د نبې صلې الله علیه وسلم   یو شان دا هم دې  چې  هغه صلې الله علیه و سلم د کائناتو د مالک  د نوازشاتو او  مهربانیو نښه و ګرځيده، که  له یوي  خوا څخه د هغه پیغام  مکمل شو نو د بلې خوا څخه د هغه د  پیغام د برکاتو څخه ټولې نړۍ  ګټه  پورته کړه  او په  هر قدم  کې ورته د الهي  نصرت  او کومک  ور په برخه شو . دهغه ددعوت  غږ په تدریجی توګه  د کامیابۍ د ټولو پړاونو څخه د تیريدو وروسته ، هغه فکری مقام ته ورسید  چې ورته د کامیابۍ بهترین  او لوړترین مقام ويل کیږي . هغه ته قدم په قدم د قوت او توانایې په واسطه کومک  ور ورسول شو .

د بدر جګړه  و نښته  چې د مکې مهاجر  او په مدینی کې پناه اخستونکې خلک  چې د هغوي کارو بار ، دمعاش ذرایع او د اوسيدو ځاېونه لا هم پوره معلوم نه و  او نه یې د مدینی د هوا او اوبو سره پوره اشنایې پیدا کړې وه، د هغوي  یو موټی کوچنی  ډله  د کورونو څخه  را وځي  او د قریشو زره پوش ، په وسله سمنبال عسکر دې د ګازرو او مولیو به څیر غوڅ  غوڅ  کړي ، نبې صلې الله علیه وسلم   په بیابیا دا دعا کوله : « ای  الله ! که چیرې نن ستا نوم اخستونکې  دا کوچنۍ  ډله  له منځه ولاړه شي نوبیابه هيڅوک  ستا نوم اخستونکې پاته نشي ». او کله به یې  چې څادر ، د انهماک او جذباتو د ډیروالې له امله دمبارکو  اوږو څخه پریوت  نو صدېق اکبر رضی الله عنه  به  ورته  په اوږو  ور  واچاوه   او  ورته به یې  عرض   کاوه  چې :«ای  د الله  استازیه ! بس کړه ، ستا  الله  ستا دعا قبلوي ، او الله جل جلاله به هيڅکله  هم تا ضایع نکړې ».

هماغه و  چې د بدر غزا  دا ثابته کړه  چې د حق  قوت  د چا سره دې؟  او اوس په مځکې د ژوند کولو حق ، هغه جل جلا له  چاته  ورکړې؟  الله  جل جلا له  د هغه تحریک ، دهغه بلونکې او دهغه پاک  نفسه کونکو سره ، د آغاز  څخه تر پایې پورې مضبوط  او قوي اړیکې  استوار کړې  دې  ، قدم په قدم  یې  هغوي ته لار ښوونه کړې ، په دمه  دمه  یې په هغوي د خوښئ زیری کړې  ، کله  چې د هجرت  کونکو تعاقب  کیده  نو په هغه وخت کې  نبې صلې الله علیه وسلم   سراقه بن مالک  ته همداويلې وه  چې ته  به یو ورځی د کسری  بنګړی  اغوندې  او کله  چې یې د احزابو د غزا له پاره خندق  کنده  او په وږې ګیډو یې تیږی تړلې وي  ، نو بیاهم  په تیږو د میتیو  د وهلو  څخه د را پورته  شوو   شغلو په  کتلو سره  به د لوي الله جل جلا له  استازی نبې صلې الله علیه وسلم   ويل  چې ماته  د روم او پارس  بنګلې را غورځیدونکې  او  د هغوي محلات  فتحه کیدونکې ښکاري.او کله بیاد حدېبیې  په میدان کې شوي تړون  ته  فتح  مبین وایي ، او کله دې تحریک ته د جنګی بریالیتوبونو په واسطه ، کله د تړونونو   په واسطه  او کله بیاد پر لپسی  الهاماتو  او پیغامونو  په ذریعه  دا خبر  ورکول کیده ، چې ددې بلنی نګران ددې مالک دې  چې په فطری توګه   یې قدم په قدم  او درجه په  درجه مخته  بیایې  چې مقدر  یې  مبینه فتح او پړاو یې کامیابې او کامراني ده .

د نبې صلې الله علیه وسلم   یو شان دا هم دې  چې هغه په داسې حال کې چې  د حروفو د نړۍ او د قلمی علم سره پوره نا آشنا و خو تحریک  یې  د یوه  ستر  علمی ، اخلاقی او تعلیمی  تحریک  په  څیر را پورته  شو ، هغه صلې الله علیه وسلم  یې د آخرت د ورځی  پورې د انسانیت  لارښود  و ټاکه  په داسې حال کې چې  هغه صلې الله علیه وسلم  د جبرایل علیه السلام  سره په خپلې  لمړنۍ  لیدنه کې  په بیابیا ويلې و  چې :[زه لوستونکې نه یم ، ما لوستل  نه دې کړې ].  خو  الله  جل جلا له  دا ستر بنده دعلم سر چنیه  و ګرزوله ، دهغه  په خبرو کې ،  دهغه په عمل  کې  ، دهغه په وينا کې او دهغه په  چپتیا کې، دهغه په حرکاتو  کې او دهغه په سکوت کې علم او پوهه وه ، پوهنتونونه  د هغه د علم د احاطه کولو څخه  قاصر دې ، په زرګونو او لکونو کتابونو څخه  جوړی شوي کتابخانی د هغه صلې الله علیه و سلم د علومو دتشریح له پاره  جوړی شوي ، خلک د هغه صلې الله علیه و سلم د خبرو  په را ټولولو او دهغو په تشریح باندې دوخت  علامی و ګرځيدل ، د هغه صلې الله علیه وسلم د علم او پوهي څخه یو ځانګړي تمدن  منځته راغی ، یونوي  تهذیب   را منځته  شو ، نوي فرهنګ  پر مختګ وکړ ، یو ځانګړي فکری قوم جوړ شو ، مدرسی  ،ښوونځي ، مسجدونه ، د بیان طریقې ، راکړې ورکړې ، د حرام او حلال  پیمانی ، ددوستۍ او دښمنۍ  اړیکې  او ...... غرض  د ا چې  د انفرادې سطحی څخه  تر ملې او بین المللې سطحی پورې د هر شي له پاره پوره قواعد  منځته  را غلل.  دا ټول څه دداسې یوه انسان په واسطه ، انسانی ټولنو ته ،  وروښوول شول  چې پخپله ددنیا د حروفو سره پوره نا آشنا و.

د نبې صلې الله علیه وسلم   یو شان  دا هم دې  چې هغه ته مهاجر نبې  وويل شو ، هجرت  د هغه د جدو جهد اوهڅو ستر پړاو ګڼل  کیږي ، ټول د ایمان خاوندان د کوره بې کوره شول، د غربت او اندیښنو ښکار و ګرځیدل ، د سختو ستونزو او مشقتونو سره مخ شول ، ددغه ستونزو  سره نا آشنا  خلک چې د تل له پاره ورته په خپلو کورنو ، چاپیریال ، او کلو کې اسانتیاوي  میسری وي ، په مکمله  تو ګه بې کوره او تحریک  یې یو نوې  شکل ځانته و نیو ، د بې سرو  سامانۍ  ډیرښت  هغوي ته نوي  سرو سامان  ورکړ، او د  بې وطنۍ  او دربدرۍ  ژوند  هغوي ته نوي  ورورګلو، نوې خپلولې ، نوي ګاونډیتوب  ، نوي اړیکې  او نوي لاس  ومټ  برابرکړل ، نوي زمکې ددعوت په عصمت او قدت کې  اغیز  او بې اندازی پراخوالي  را ووست ، نوي  اوریدونکې ، نوي مخاطب کونکې ، او نوي  اغیز کیدونکې  خلک  یې برابر کړل .  یو دعوت  چې په ښکاره  توګه  بې اسری  او بې یاره کیدونکې ښکاریده  د نبې صلې الله علیه وسلم   د سترې کړنې او عمل  او تدبیر په اساس یې دپرمختګ په لور اوچت  ګامونه  واخستل ،  داسې یو  تحریک به هيڅکله  و نه کتل شي  چې هغه دې د خپل فطری ماحول  څخه وويستل شي  او ودې غورځول شي ، خوبیادې هماغی بی وطني  او بې چارګي  د هغې د پر مختګ  او ترقۍ سبب  و ګرځي ،  په دې کې  د رسول الله صلې الله علیه و سلم  د کړونو  هغه عظمت  دې چې نمونه یې ددعوت  په تاریخ  که  نه موندل کیږي.

د نبې صلې الله علیه وسلم   یو ځانګړي  خصوصیت  دا هم دې  چې  هغه د الهي د کتاب  تر څنګ څنګ ، د ځان  جوړولو کار هم پایې ته ورساو،  او په څنګ  کې یې ورته د حکمت  تعلیم  ورکړ .د حکمت زده کړه ، ددین  هغه پایې ته رسیدونکې پوهه او  شعور دې  چې پخپله  رسول الله صلې الله علیه وسلم ، قران پر ځپل وجود  کې  را ټول  او دخپل بدن په غړو او جوارحو باندې یې پلې اوبیایې د تعلیم ، کړنو ، او دخپل نیک سیرت په واسطه  مجسم او متکلم  د خلکو تر مخ وړاندې کړ. خلکو قران د نبې صلې الله علیه وسلم   په صورت کې لیدلې شو ، همدا علت دې چې الله  جل جلاله  د نبې صلې الله علیه وسلم   د عمل لار او  دهغه مبارک  سیرت  نه یواځی د ټول امت له پاره ، بلکه د ټول انسانیت له پاره ترټولو ستره او غوره د اتباع وړ نمونه  جوړه  او وړاندې کړه . د نبې صلې الله علیه وسلم   یوه یوه خبره  حکم و ګرځيد او یو یو حرکت یې دلیل او لار ښوونه  شوه .

لکه څرنګه  چې د بدر په ډګر  کې د نبې صلې الله علیه وسلم   لاس  د الله  جل جلاله لاس و ګر ځيد او هغه شګی  چې نبې صلې الله علیه وسلم   ددښمن په لور  وروشيندلې  نو الله  هغه د خپلې خوانه  ويشتل شوي  و ګرځولې نو په همدې ډول د نبې صلې الله علیه وسلم   هر حکم ، هرعمل ، هره خبره او هره اشاره د الله  جل جلاله  اشاره  و ګرځيدله . او دهغې پیروي کول  د لار ښوونی  له پاره ضروری  و ګرځيدلې ، نبې صلې الله علیه وسلم   ددې مسؤلیت   حق داسې ادا کړ  چې د ژوند په هره معامله  کې یی په پوره توګه  د رب تعلیم خلکو ته  ورورساوه ، په کومو ځایو کې  چې ملنډی ور پورې  شوي په کوم ځاې  کې چې خلک  را ټول شوي  هر  چیرته  چې انسانی ټولنه ده  ،هر  هر چیرته یې  چې امکان پیدا کړې ، نو نبې صلې الله علیه وسلم   خلکو ته  د الله  جل جلاله د تعلیم  او لار ښوونو د رسولو کمی نه  دې کړې.

حقیقت  دادې  چې نبې صلې الله علیه وسلم   د خپل  کوښښ ،توان، مشقت ، منډو ترړو  او پرلپسی هڅوپه واسطه خلکو ته داوښووله  چې د الله  جل جلاله  د پیغام  د رسولو حق  باید څرنګه ادا کړل  شي؟ او  اتمام حجت  د څه شي نوم دې؟  نبې صلې الله علیه وسلم   په خپله ټوله ټولنه کې  یو یو کس هم بې طرفه پرې نښود، ګرده ټولنه د نبې صلې الله علیه وسلم   د منډو ترړو  په پایلو کې په دوه موافقو او مخالفو ډلو وويشل شوه ، او کله چې د نبې صلې الله علیه وسلم د مساعیواو کو ښښونو  په پایلوکې  ددې دوه ډلو تر مینځ  ټکر  را غی  نوبیاد الله جل جلا له  لوي او قوي لاس  را اوږود شو  او باطل  یې د بیخه  وروويست ، نو په دې ترتیب کفر د ناکامۍ  سره  مخ شو.  او داځکه چې ناکامی  دتل  له پاره  د کفر مقدر  دې . خو په دې شرط چې د حق  داعی د کامیابیو د لاسته راوړلو  هغه ټولې غوښتنې پوره کړې د کومو  د پوره کولو پرته  چې په دې عالم کې د هڅو او هاند، او سعی حق نه شي ادا کیدای  اونه  د باطل ناکامی او ماته   منصفانه ګرځي .

د نبې صلې الله علیه وسلم   یو شان دا هم دې  چې  هغه په خپلو ملګرو  ډیر مهربانه و دده د مهربانۍ  دا صفت د ملګرو  او دوستانو د صف څخه  بهر  ددښمنانو  صف  ته هم رسیدلې و . د بدر  په جنګ  کې  د قریشو بندېان بند پراته و ، څرنګه  چې هغوي  یو له بله سره تړل  شوي  و نو په دې اساس یې زیات  شور او زوږ کاوه ، ټوله شپه  د  درد  له لاسه  بیده شوي  نه و، د نبې صلې الله علیه وسلم   کاکا  سیدنا عباس رضی الله عنه   هم په همدې حال  کې و .  که څه هم  هغه په زړه کې د مسلمانانو خیر غو ښتونکې  او د اسلام ددین  منونکې و ، خو مصلحتا د کافرو لخوا راغلې  و ، خو په  جنګ  کې یې عملا کومه برخه نه درلوده ، نو نبې صلې الله علیه وسلم   هم د هغوي د فریاد  په  اوریدلو  ګرده شپه  بیده نه شو  کله  چې پهره دار  پوه شو نو هغه د سیدنا عباس  غوټی ورسستی کړې .

د انسانی مساوات ستر علمبردار نبې صلې الله علیه وسلم   پهره دار  را وغوښت  او   ورته یې و فرمایل  چې د ټولو بندېانو غوټی سستی کړه  ، او کله چې ټول بندېان په آرام  سره بیده شول ، نو نبې صلې الله علیه وسلم  ته هم خوب  راغی.

نبې صلې الله علیه وسلم   د شپی د تهجدو د زیات لمانځه سره عادې  و ، چې د روژی په میاشت کې یې دا معمول  نور هم زیاتیده ، نو کله چې  هغه د ماخستن د لمانځه وروسته د نوافلو لړۍ  پیل کړه  نو صحابه و رضی الله عنهم اجمعین ، هم د هغې پسی  ودریدل  او نوافل یې په  ډله ایزه توګه ادا کړل ، خو کله  چې نبې صلې الله علیه وسلم  د صحابه و  دا شوق او ذوق  و کوت ، نو دا  لړۍ  یې غوڅه کړه ، صحابه وو  اصرار وکړ  نو نبې صلې الله علیه وسلم   ورته وفرمایل : [ستاسې  شوق او  ذوق ماته ويره را پیدا کړه  چې هسی نه چې  دا تراويح  په تاسې فرض  نشي ، چې بیابه یې  تاسو اداء نه شي کړاي. او په خپلو نفسونو به تیري  وکړۍ ، نو په دې خاطر ما دا لړۍ پایې  ته ورسوله . ]

دهغه یو شان دا هم دې چې هغه صلې الله علیه و سلم  ډیر زیات  خواهش  درلود  تر څو خلک  ، ددوزخ د اور څخه  خلاص  او  ایمان راوړي . نبې صلې الله علیه وسلم   خلکو ته  د ګټې رسولو  له پاره سترې ستونزی  زغملې د هغه په وړاندې د یوه انسان ستره ګټه په خپل  الله جل جلا له او دهغه په رسول ایمان راوړل دې ،  چې تلپاتې ګټه ده ، همدا علت و چې کله  چې د قریشو سردار  عتبه راغی او  وړاندېز  یې وکړ   چې که  چیرې  ته مال او دولت غواړې  نو زر  او جواهر  حاضر دې ، او که ریاست  غواړي  نو مونږ به دې رئیس کړو  او که تخت غواړي  نو پادشاه به دې کړو، خو ته  دا  ددعوت کار  پریږده .  په ځواب کې  رسول  الله   صلې الله علیه وسلم  ورته  وفرمایل :[ که چیرې  لمر او سپوږمۍ  دواړه  زما په لاس کې کیږدئ  نوبیابه هم زه دا کار پری نږدم  یا به داکار تکمیلوم  او یه به خپل ځان  په دې لاره کې  ځاروم .]

   ددې  علت  داو و چې نبې صلې الله علیه وسلم   د خلکو د عاموګټو او آخروي  کامیابیو په مقابل کې  د ذاتی  ګټو ډیره زیات  اندازه  او مقدارهم د وښو(ګیاه) د ډکي  سره نه دی برابر کړي اودهغه دا کړنلاره د هغه د نبوت د شان  سره بلکل مطابق  وه .  

کله  چې بدبخته ابو جهل د رسول اکرم صلې الله علیه وسلم  سره ګستاخي وکړه او د هغه صلې الله علیه وسلم په غاړه کې  یې  څادر واچاوه او هغه یې دومره کلک  کړ چې د هغه سترګی مبارکې  بوټی راووتی نو ددې  پیښی خبر سیدنا  حمزه  رضی الله عنه  ته ورسید ، سیدنا حمزه رضی الله عنه  چې لا تر اوسه پورې یې ایمان  نه و  راوستی ، نیغ  ابوجهل  پسی  ورغی او په خپل کمان یې د هغه سر دومره سخت   وواهه  چې هغه پری زخمی  شو .  د رسول  الله  صلې الله  علیه وسلم   د بدلې  اخستلو نه وروسته هغه بیرته راغی او رسول الله صلې الله  علیه وسلم ته یې وويل  چې  هغه د ابو جهل  څخه د نبې صلې الله  علیه وسلم بدل  واخسته، په ځواب کې ورته  رسول الله صلې الله  علیه وسلم  و فرمایل  « زه د انتقام  او بدلې هيڅ  پرواه نلرم ، خو که ته مسلمان شي نو زه به ډیر زیات خوښ شم .».

د رسول الله صلې الله  علیه وسلم دې خبری  سیدنا حمزه رضی الله  عنه  باندې سخت اغیز وکړ  او مسلمان شو . مسلمانانو ته  ګټه  رسول  د هغه صلې الله  علیه وسلم په دماغ کې  داسې ورځاې شوي وه چې د وفات څخه یوه میاشت  تر مخه یې په یوه خطبه کې داسې  فرمایلې :

«ای مسلمانانو ! الله جل جلا له  دې تاسې سلامت لري  او هغه دې ستاسې  ساتنه  و کړي ، تاسو دې  د شر څخه په امن کې و ساتي، ستاسې کومک دې وکړي ، تاسې  دې سر لوړی کړې او تاسې ته دې هدایت  او توفیق  درکړې ، تاسې دې په خپله پناه  کې و ساتي  د آفتونو څخه دې تاسو په څنګ  کړې او ستاسې دین دې ستاسې له پاره  خوندې و ګرزوي . »

ددې  خبرو څخه  را په ډاګه کیږي  ، چې هغه صلې الله  علیه وسلم سره د مسلمانانو د همدردۍ ، ګټې  رسونی  ، ددنیوي او اخروي ګټو څومره  غم و. دا د هغّه صلې الله  علیه وسلم ډیر ستر او زړه وړونکې شان دې ، دهغه صلې الله  علیه وسلم په دې صفت کې د خپل امت له پاره  د پلار په څیر مهربانه او  د مور په څیر د مینی نه ډکه  جذبه او ولوله ښکاری .

د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم یو شان دا هم دې  چې هغه د مؤمنانو سره زیات  مینه کونکې  او په هغوي د حد نه زیات مهربانه او مشفق و .دامت سره د هغه د مهربانیو  ، او دعامو خلکو سره دهغه د رحم و کرم کوم حد او حساب نه شته ، د هغه صلې الله  علیه وسلم  د ژوند هره ساه او هره ګړۍ د رحم و کرم  نه ډکه  وه . که  چیرې  هغه صلې الله  علیه وسلم نصیحت هم کاوه په داسې انداز یې کاوه  چې څوک پری تکلیف نه شي ،  او که وعظ  یې هم کاوه په دې تر تیب  و  چې په چا بار او دروند نه شي ، که  چیرې د لمانځه  په وخت کې به د کوچنی  د ژړا آواز راغی نو د کوچنی د مور د اندیښنې او  د کوچنی دتکلیف  په   خاطر به یې د لمانځه قرأت لنډاوه   تر څو مور خپل کو چنی ته ژر  ور ورسیږي .   هيڅکله  یې  داسې سپرلۍ  نه خوښوله  چې نور  به ورسره پیدل تلل ، که چیرې کوم مسلمان  به مقروض  وفات شو نو  د بیت المال  څخه  به یې د هغه قرض اداء  کاوه  او ويل به یې :  «هر څوک  چې ستاسې څخه مقروض  ومري  نو دهغه قرض  زمونږ په غاړه  دې ، او وراثت  یې  وارثانو ته دې ». هغه صلې الله  علیه وسلم هيڅکله  نه  خوښوول   چې ددې تر مخ دې د خلکو غیبت وشي . په دې هکله به یې فرمایل :[زه خپله سینه د هر مسلمان له پاره پاکه ساتل  غواړم .]

دامت  د فلاح  او کامیابۍ په خاطر یې پوره شپی شپی  دعاوي کولې ، د کوچنیانو  سره یې ډیره مینه کوله ، د غلامانو سره به په زمکه  کښيناسته  او ډوډۍ به یې ورسره  صرف کوله ، او د مسکینانو په ډله کې  به په کښیناستو  ډیر خو ښیده .

د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم یو مبارک شان دا هم دې چې دې په ټولو  پیغمبرانو کې  یواځنی پیغمبر دې  چې یواځې خپل قوم ته  نه بلکه د ټول انسانیت له پاره د استازی  په  توګه را استول شوي:   [و ماارسلناک  الا کافة  للناس

« مونږ ته د ټول انسانیت له پاره  استولې یې .».

دده صلې الله  علیه وسلم څخه تر مخه ټول  پیغمبران  خپلو خپلو قومونو ته  د استازو په څیر  استول  شوي و ، او هغوي هم د خپل ټول توان  او  کو ښښ  مرکز خپل قومونه  ګرزولې و ، او دهغوي د محدودو مسایلو د حل کوښښ یې کړې دې ،  سیدنا موسی علیه السلام  د بنی اسرائیلو  د قوم  د خلاصون  غو ښتنه وکړه، او سیدنا عیسی علیه السلام د بنی اسرائیلو د ورکو شوو میږو د لټون او هغوي ته د لارښوونې په خاطر راغی ، خو دده صلې الله  علیه وسلم دعوت  د ټول انسانیت  په لور دې ، ټوله انسانی آبادي د هغه صلې الله  علیه وسلم تر مخه وه ، د هر قوم، هر ځاې او هر نسل  خلکو ته دده صلې الله  علیه وسلم بلنه  متوجه  ده . په همدې خاطر د هغه د صلې الله  علیه وسلم په بلنی  کې ، سیمه ایز یا نژادې  اغیز نه شته  بلکه بین المللې او بین الانسانی  ده،   ټوله  بلنه د رنګ  ، نسل ، ژبې  او سیمی  د حدودو او چاپیریال څخه پورته او لوړه  ده، دده صلې الله  علیه وسلم بلنه ټو ل  انسانیت ، د ورورولۍ ، اخوت  او د مساوات او برابرۍ په اصولو  دروي . دده صلې الله  علیه وسلم ددعوت  دا اړخ  که  چیرې  له یوي  خوا  نه ځانګړي دې خو له بله اړخه د آخرت د ورځې پورې  کفایت کوي  او دهغه صلې الله  علیه وسلم په خاتم النبیین باندې   ګواهي  ورکوي .

د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم یو شان دا هم دې  چې  هغه صلې الله  علیه وسلم خاتم النبیین دې  یعنی دده صلې الله  علیه وسلم  څخه  وروسته  بل کوم پیغمبر  د انسانیت د لار ښوونی  له پاره نه راځي ، ګويا د هغه صلې الله  علیه وسلم تعلیمات  او لارښوونی  د اخرت  تر ورځې  پورې د انسانیت د رهنمایې او لارښوونی له پاره په پوره توګه بسنه کوي .  دهغه صلې الله  علیه وسلم په واسطه راغلې دین هغه اخري صراط مستقیم(سمه لار) ده چې  انسان د هغوي تر خالقه  پورې رسوي ، ددې پرته نورې ټولې ګډی وډی  لارې هغه ګړنګونه دې  چې په هغوي تلل د ګمراهي او تباهۍ پرته بلله کومه  زبیښه   نلري . صراط مستقیم یواځې  یوه   لاره  ده  چې دهغې صلې الله  علیه وسلم د لار ښوونو په رڼا کې انسانانو  ته ورښوول  شوي ده . اوس  چې  ګرده نړۍ  را ټوله او  د یوي کورنۍ شکل یې نیولې ، په هغه کې د ژبې اولري والې  ستونزی له منځه تللي ، د پیغام  رسونی بې شمیره ژر رسونکې وسایل موجود دې ،  او ددین د تبلیغ له پاره فاصلې کمی شوي ، هره  ورځ  چې لمر  را خیژی نوهغه په هغه صلې الله  علیه وسلم د نبوت  د اختتام مهر لګوي، او څرنګه  چې انسان  د رنګ ، نژاد ، سیمی او قبیلې د عصبیتونو څخه خلاصون مومي  نو په هماغه اندازه د هغه صلې الله  علیه وسلم په واسطه راوړل شوي دین د انسانانو له پاره د یوه فطری  ضرورت  په څیر په متفقه توګه د منلو وړ ګرځي .

دسیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم  یو شان د  رحمت للعالمین  هم  دې ، هغه صلې الله  علیه وسلم د هر  چا  له پاره په  هر ځاې  کې او په هر وخت کې د رحمت سیوری دې .  یو  بړبړی وهونکې  اوښ هم د هغه صلې الله  علیه وسلم دربار ته  د خپل مالک د ظلم  له لاسه شکایت  را وړی ،  او ويلې  یې دې  چې دده مالک  وږی ساتلې او زیات  بار یې پری  بار کړې  دې .

  دده صلې الله  علیه وسلم وجود  د غلامانو  له  پاره د ډال  په څیر  و. که  چیرې  عبدالله  رضی الله عنه بن مسعود  په څیر  ستر صحابې  هم په خپل غلام لږ  څه سختي کوي  نو سمدستي د شا څخه  آواز اوري  چې ای عبدالله !  ستا په دې غلام دومره  تصرف او واک  نه شته  لکه  څومره تصرف  او واک  چې الله  جل جلاله  په تا لري  ، سیدنا عبدالله  رضی الله عنه  سمدستي د الله جل جلا له  له ويری  خپل  غلام  ازاد وي .

زړی  ښځي ، یتیم کو چنیان ، کونډی ،  محتاج ، مسکین او بې یاره  خلک ټول هغه صلې الله  علیه وسلم د خپلو ځانونو سرپرست  او مربې ګڼي. ځکه  چې  د هغوي برخې یې په پوره توګه  ددین په نظام  کې ټاکلې ، ان  تر دې  ځاېه  چې په نبوي مسجد کې د کجوری د تنی څخه  جوړ شوي ممبر  هم د رسول الله صلې الله  علیه وسلم د بیلتون  څخه  فریاد کوي ، او رسول الله صلې الله  علیه وسلم  هغه ته ورځې او تسلې  ورکوي .

په رحمت  او کرامت  کې  هغه بې مثاله شان لري ، یو تږی سپی ته  د  اوبو  په ورکولو هم د جنت زیری ورکوي ، او د یوي  پیشکې  په  تړلو  او د لوږی د لاسه په مړینی ددوزخ  خبر ورکوي ، د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم د رحمت او شفقت دا بې پایانه او بې کرانه سمندر ، چې دده صلې الله  علیه وسلم د شخصیت او سیرت په شکل او صورت کې  په  ټول  انسانیت کې  چپی وهي ، هيڅوک   یې  نه شي احاطه کولای.

د هغه صلې الله  علیه وسلم یو شان دادې  چې هغه صلې الله  علیه وسلم جامع کلام و .  د هغه صلې الله  علیه وسلم د وضاحت  تر مخه  نور وضاحتونه  هيڅ  ول ، دهغه صلې الله  علیه وسلم خبری  د حکمت  خبری وي ، د یوي یوي جملې د معناو   دریابونو  چپی وهلې ،  هغه صلې الله  علیه وسلم به په څو جملو  کې پوره دین بیانولو ،هغه صلې الله  علیه وسلم  به  په یوه جمله کې  د انسانی ژوند د فلاح  او خلاصون  له پاره  پوره پروګرام  او منصوبه وړاندې کوله ، هغه صلې الله  علیه وسلم به یو انسان ته په دومره  لنډه توګه  داسې پند  ورکاوه  چې  هغه به په آسانۍ  سره په هغه عمل هم کاوه او فلاح  به  یې هم موندله .

د هغه صلې الله  علیه وسلم شان دا هم دې  چې هغه صلې الله  علیه وسلم د معراج خاوند و ، هغه صلې الله  علیه وسلم په شپه شپه  کې بیت المقدس ته یووړل شو . هلته یې د  انبیاؤ  علیهم السلام  امامت  وکړ ، د هغه وروسته  هغه صلې الله  علیه وسلم آسمانونو ته پورته کړل  شو ،  چې په  هر آسمان  کې ورته آنبیاؤ  ښه راغلاست  ووایه .بیاورته  الله  جل جلاله  له اړخه د پنځوسو   لمونځونو  حکم  وشو .  چې د مراعاتو د غوښتلو په اساس  تر پنځو   پورې  را   کم  کړای  شول ،   خو ثواب  یې د پنځوسوو   لمونځونو  برابر  و ګرځیده ، هغه صلې الله  علیه وسلم د کائناتو د  رازونو  څخه  پرده پورته کړه  او د جنت او دوزخ حال   یې  په خپلو سترګو   و کوت  او په دې تر تیب یې د عین الیقین  په واسطه حق  الیقین  لاس  ته  راووست . هغه صلې الله  علیه وسلم مختلف  خلک  د مختلفو ګناهونو  په جرم  په مختلفو سزاوو   ککړ و کتل  اوبیاهغه صلې الله  علیه وسلم د انسانیت د لارښوونی  له پاره  څوارلس  (۱۴) ماده یې  لار ښوونی  حاصلې کړې  چې په قرأن کې موجودې دې .

د معراج شان د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم د ځانګړتیاو څخه یوه نمونه ده .درسول الله صلې الله علیه وسلم یو شان داهم دی چی هغه دخپل ځان تر مخه د ټولو راغلو استازو تصدېق وکړ ، او هغه یې خپل وروڼه  و ګڼل  اود هغوي دین یې د اسلام دین و ګاڼه ، هغه صلې الله  علیه وسلم ته د یوې میاشتی  په فاصلې سره تر ډیر لريوالې پورې د رعب (ويری )  په واسطه کومک ورکړل شوي  . د هغه صلې الله  علیه وسلم رعب  او دبدبه د  هغه صلې الله  علیه وسلم د سامان او وسایلو په نسبت  په دښمن زیاته  وه . دهغه صلې الله  علیه وسلم له  پاره  یې   ګرده  نړۍ  مسجد  و ګرځاوه ، ځکه  چې هغه صلې الله  علیه وسلم د ګردی  نړۍ  د اوسيدونکو له  پاره   پیغمبر  را  استول شوي، دده صلې الله  علیه وسلم   ترمخه امتونو  ته  د خاص عبادت  ځاې پرته بل  چیرته  دعبادت کولو اجازه نه وه ورکړل شوي .

د ګردې  زمکې  مخ د مسجد په ګرزولو څخه مقصد دادې ، چې  دا دین دټول انسانیت دین دې ، دفطرت دین دې ، دپخوانیو ادېانو ټول بندېزونه یې لیري او د انسانانو له پاره یې عام  او اسانه  کړل.  دهغه صلې الله  علیه وسلم په  لاس راوړي دین د انسانانو له پاره  ټولې هغه اسانتیاوي برابروي  چې د هغوی عقل اوفطرت یې غواړي .

د هغه صلې الله  علیه وسلم دا شان هم ځانګړي دې  چې هغه صلې الله  علیه وسلم  ته یې د قیامت په ورځ  د الله جل جلا له  په اجازه د شفاعت کولو مقام ورکړې  دې .  په هغه وخت  کې چې   ټول پیدایښت د نفسی نفسی  چیغی وهي نو هغه صلې الله  علیه وسلم  به  د خپل  امت د شفاعت  له پاره تشریف  راوړي اوبیادې صلې الله  علیه وسلم  ته د شفاعت  او سپارښتنی  اجازه  ورکړل شي .  د هغه صلې الله  علیه وسلم شان دا هم دې  چې صبر او شکر کونکې و د هغه صلې الله  علیه وسلم مقام  ډیر زیات  لوړ دې ،  هغه صلې الله  علیه وسلم د ژوند ډیرې ستونز ګاللي ، ډیر سختی  یې  منلې  ، د ظلم او ستم غرونه یې مات کړي ، دکوره بې کوره شوي خو زړه یې د صبر نه ډک و او ژبه به یې د خپل مالک په  شکر لمده  و ه .

د هغه صلې الله  علیه وسلم ډیر لوي  شان دا هم دې  چې هغه د فقر خاوند و ، ددولت    دریابونه د هغه صلې الله  علیه وسلم په پښو کې بهیدل ، خو دهغه صلې الله  علیه وسلم د پښوتلې هم په هغه نه دې ککړ شوي . مال ، دولت  او غنیمتونه  له هری  خواد مدینی کوڅو ته   را  روان  و ، خلکو  ته د مدینی په وادې کې د میږو  ، وزو  رمی ورکول کیدې . خو  د هغه صلې الله  علیه وسلم په کور   هماغه د کجورور جوړ شوي پوزی  و ،د کجورو غذا  و او پیوند شوي   پریمنځلې   کالې و .  دهغه صلې الله  علیه وسلم په ملا کې به د کجورو  د پوزی نښی لیدل کیدې .  چې په لیدلو  سره به یې سیدنا عمر رضی الله عنه  ژړل.  خو هغه صلې الله  علیه وسلم به پوره سکون  او ډاډ  ورته  فرمایل :

[دا  ټول زما  له پاره نه دې ، زما حال ددنیا د هغه مسافر  په څیر دې  چې د لږ وخت له پاره د یوي  سیوری لرونکې  ونی  لاندې دمه کوي  اوبیا پورته شي او دخپل پړاو  په  لور  روان  شي]
یو صحابې ورته  وويل  چې « ای  د الله  پیغمبره !  زه له تاسره مینه  لرم »  پیغمبر صلې الله  علیه وسلم ورته وایي  چې  و ګور
ئ څه وایي ،  هغه څوک   چې له ماسره مینه کوي  نو فقر د هغه خوا  ته داسې  را ځي لکه اوبه  چې د ژوری  په لور  روانی  وي .»

خلک  په پوره عیش او آرامی سره بیدېږی  ، خو هغه صلې الله  علیه وسلم  ددې  تر څنګ  چې د مملکت  مشري  په غاړه لري  په فقر او لوږه کې  وخت  تیروي ، هغه صلې الله  علیه وسلم به په فقر باندې فخر کاوه  او د مسکینانو په  ډله کې حسابیده، الله جل جلا له  ته دعاکوي  چې حشریې په مساکنیو کې و کړې ، فقر د هغه صلې الله  علیه وسلم د سرتاج  و. او همدا دانسانیت له  پاره  د فخر تاج هم دې .

د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم یو شان دا هم دې  چې هغه صلې الله  علیه وسلم د جهاد بیرغ پورته کړ . د هغه صلې الله  علیه وسلم ترمخه به  دعوت  د  مسکینۍ  او کمزورتیا  په حال  ورکول کیده ، انبیاء  علیه السلام  به  په قومونو کې دتل له پاره کمزوری  شمیرل کیده ، خو هغه صلې الله  علیه وسلم یو داسې  شریعت  راوړ  چې غالبیدونکې و. او د هغه صلې الله  علیه وسلم کار  هم  ددنیا په با طلو ادېانو د هغه غلبه وه . په دې خاطر هغه  د مټو  په زور ددین په غالبولو مامور و . هغه صلې الله  علیه وسلم ددین د غالبیدو په  خاطر  د الله جل جلا له  پرته د بل هيچا  څخه  کوم مراعات  نه دی غوښتی ، د الله جل جلا له  پرته یې د بل چا څخه  اسانتیاوي  نه دې  غوښتی  او د هماغه جل جلا له  پرته یې له بل  چا څخه پناه   نه ده غوښتی.  هغه صلې الله  علیه وسلم  د باطل  د اوسپنو سره د حق  او سپنی  و جنګولې  او با طل  یې د قوت په واسطه  ښکته کړ، په دې خاطر  چې با طل د ښکته  کیدو  او راپرزیدو له پاره و، غلبه او پورته والې د باطل حق  نه دې  او  کله  چې حق میدان  ته را ووځي ، نوبیا حق  هماغه دې  چې  هغه به غالبیږی ،  او باطل به پست  او  خوار وي .   دهغه صلې الله  علیه وسلم درسالت  شان  دا  هم و   چې باطل   یې   تر مخه  پست  او د نشت  سره برابر و . هماغه و  چې د باطل پر خلاف  یې  د جهاد  بیرغ  پورته کړ.  او دهغه د له منځه وړلو له پاره یې  خپل  سر په لاس کې  ونیوه ،  د خپلو ټولو سایلو ، قوت او تدبیر په واسطه د باطل د ریښو ويستل او نابودول  د هغه صلې الله  علیه وسلم د شریعت  امتیاز و ګرځیده . مسلمانان   یې  د مجاهدینو  په  څیر  را پورته کړل  او د هغوي  هغه ټول کوښښونه یې  چې د باطل د له منځه  وړلو په خاطر یې کوي  جها و ګڼل ،   کله چې  د جهاد غږ پورته  شي  نوبیانور ټول حقوق او بندېزونه له منځه  ځي  او یواځې د جهاد فریضه قایمیږی . بیانو غلام د أقا څخه  او ځوي د پلار څخه د اجازی  د اخستلو اړتیا  نه لري . ځکه  کله چې د سترې  هستئ  د حق د قیام مسئله   مخ  ته را ځي  نو نور ټول حقوق ساقط ګرځی ، همدا د کامیابۍ  لار  وه . او د همدې قوت او شجاعت  په واسطه د اسلام دین  هغه غلبه لاسته راوړه  چې د هغه تر مخه د پیغمبرانو دعوتونو ته  نه وه میسر شوي . په  دې خاطر  چې د غلبې لار د قوت  د استعمال  لار ده او دحق او قیام له پاره  د قوي استعمال  جهاد فې سبیل الله  دې ، دا هغه جهاد  دې  چې رسول الله صلې الله  علیه وسلم یې په  هکله  فرمایلې دې :

«زما   زړه  غواړي د الله جل جلا له  په لار کې  جهاد  وکړم ،بیاشهيد شم ،بیاژوندې  شم اوبیاجهاد  وکړم  اوبیاشهيد شم  اوبیارا ژوندې شم  اوبیاجهاد وکړم  اوبیاشهيد شم .»

هغه صلې الله  علیه وسلم دا خبره په وار وار  کړې  په دې خاطر  چې ددین د حقیقی ژوند  او دهغې د غلبې راز په جهاد کې پټ دې  او دا شان  یواځې هغه صلې الله  علیه وسلم ته ور په برخه  شوي  و . هغه  صلې الله  علیه وسلم  جهاد  فی سبیل الله له ځانه سره راوړ ، او دهغه په زور یې حق پر باطل غالب  و ګرزاوه ،

د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم شانونه  بې شمیره  دې ، د هغه د شان بل کوم مثال او نمونه نه  شته  . په انسانی نسل کې هغه صلې الله  علیه وسلم ځانګړي ، بې مثاله  او لا ځوابه  دې  او هغه صلې الله  علیه وسلم به د تل  له پاره ددې مقام  خاوند   وي .

صلې الله علیه وسلم


 

دويم پړاو:

بشپړ رحمت

و ما ارسلناک  الا  رحمة  للعالمین

سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم د عالمیانو له پاره رحمت دې او دا دده صلې الله  علیه وسلم یو ځانګړي صفت دې . لکه څنګه  چې د ټولو  جهانونو پالونکې د عالمیانو پروردګار دې  او د  هغه پرته دا  صفت په بل چا کې نشته  نو په همدې توګه  د عالمیانو پرو ردګار د رحمة للعالمین صفت، یواځې  رسول الله صلې الله  علیه وسلم ته  ځانګړي  کړ. دا د مالک  دین دې  چې په خپل ربوبیت او  فیاضۍ کې بې نهایته او بې کرانه دې .  سیدنا رسول الله  صلې الله  علیه وسلم دپیغمبرانو د لړۍ پاې ته رسونوکې او خاتم الانبیاء دې ، دهغه وروسته بل نبې نه را ځي، نو څنګه  چې  د هغه وروسته بل کوم نبې  نه شي را تلای ، نو د قیامت د ورځې پورې د هر پیداکیدونکې انسان له پاره د هغوي د مالک  لخوا نه  چې د ژوندانه  کومه مکمله او پوره لار ښوونه شوي هغه دده صلې الله  علیه وسلم  په واسطه شوي ، او  اوس په کې  د زیاتوالې  اړتیا  نه شته .  ځکه  هغه په خپل ذات کې کامل او ا کمل دې  چې ترمیم او اضافی ته اړتیا نلري. هغه د انسانی فطرت په  مطابق دې  او د انسان  ټول دینی او  دنیاوي  اړتیاوي  پوره کوي .

په  هغه صلې الله  علیه وسلم د نبوت  د پایې ته رسیدو  څخه دا په ډاګه کیږي  چې مسلمانان  ددې دنیا اخري امت دې ، او  د الله جل جلا له اخري پیغام  قران ، ژوندې او تلپاتې کلام  ورسره مل دې . اوس نو ددنیا  هدایت او لار ښوونه دمسلمانانو په غاړه ده ،  اوس نو مسلمان  د دنیا په لارورکیو او بې لارېو کې  بې طرفه  نشي  پاته کیدای .  لکه څنګه  چې په پیغمبرانو کې اخري پیغمبر سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم دې او د الله  د کلام  رسول او عملي کول  د هغه په غاړه و  چې هغه صلې الله  علیه وسلم په غوره او بهترینه  توګه  تر سره کړې  نو په  همدې توګه د نړۍ په ټولو قومونو کې دا دمسلمان قوم مسؤلیت دې چې ددنیا  ټولو قومونو او ولسونو ته دې د اسلام  دین  ورسوي او  اسلام دې په عملې توګه نړیوالو  ته وښیئ، تر څو  د نړۍ په  ګردو اوسيدونکو باندې  حجت پای  ته  ورسیږي ، لکه  څنګه  چې  په دې حال کې د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم  خاتم الانبیاء کیدل او د مسلمانانو خاتم الامم  ګرځیدل، ډیر  زیات د شکر ځاې  دې نو په همدې ډول دا  مرتبه  او منصب  د ډیر سختی ازموينی  مرتبه  هم ده . که  چیرې  مسلمانان دا  کار وکړې نو د الله جل جلا له  په  وړاندې  به دمسؤلیت نه  خلاص وي ، او د نړۍ خلک به د خپلو  کړنو  په خپله ځواب  وایي .  او که چیرې هغوي د اسلام د تبلیغ دنده   تر سره نه کړې   او د اسلام ددین عملې نمونه نړیوالو  ته و نه ښیئ ، نو په هغه صورت کې د  کافرو   تر مخ  مسلمانان  را ګیریږی ، ځکه  چې د هدایت او لارښوونی پوره  او اخري نسخه ددوی سره موجوده وه او د نړیوالو د بې لاریو او ګمراهيون مسؤلیت  به  ددوي  په  غاړه وي . ځکه ددوي دتبلیغي  کوښښونو اندازه د حجت د اتمام پورې رسول  اړین  دې .

بیا نو د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم د رحمة  للعالمین  څځه  مطلب دا هم دې  چې د هغه صلې الله  علیه وسلم په واسطه راوړل  شوي د ژوندانه نظام  چې  نه یواځې  اخري بلکه د ټولې نړۍ  د پاره د حمت  او برکت  ذریعه هم ده  او د ژوندانه په همدې نظام  کې د ګردې نړۍ فلاح  او  ګټې  پټی  دې .  په همدې لاره د تللو په واسطه نړۍ د تباهۍ او هلاکت  څخه خوندې  پاته  کیږي او دهمدې  د هدایت به  رڼا کې د ګمراه  او بې لارې خلکو د  نوو جوړو شوو وسلو دتباهۍ څخه نجات مومی . او د همدې لارې په کومک  سره طبقاتی (پوړیزې) ، ژبنی ، نژادې ، سیمه ایزې ، ملې ، اقتصادې ، سیاسی ، ټولنیزې ، اخلاقی او روحانی ستونزی حل کولای شي .  درحمت په همدې نظام  کې د هغه فلاح ، سالمتیا  او د پرمختګ راز پټ دې.  د رحمت د همدې نظام په خپلولو سره انسان د تباهۍ په کندې کې  د لویدلو  څخه په څنګ کیږي.  اخر دا  چې د انسانیت  له پاره د رسول الله صلې الله  علیه وسلم راوړی د ژوندانه نظام اخري هم دې او د رحمت نه ډک هم .   ددې دین اخري دین ګرځیدل او دهغه رحمت کیده د ګردې  نړۍ  د خلکو له پاره د کامیابۍ  ضامن دې . کله  چې هغه صلې الله  علیه وسلم په خپله ددې نظام  راوړونکې او  د هغې غالبونکې دې نو  یواځې  هغه صلې الله  علیه وسلم د عالمیانو رحمت دې .  څرنګه  چې نړۍ د همدې نظام سره د رسول الله صلې الله  علیه وسلم په واسطه اشنایې  پیدا کړه  اوبیاالله جل جلاله  انسانانو ته  د اسلام دین  د خپل  اخري  پیغام په څیر  ور ولیږه  نو په دې خاطر د ګردې نړۍ  او ټولو جهانو ، ګردو ډلو ټپلو، نژادونو، طبقو ، قومونو  او سیمو له  پاره  یواځې هغه صلې الله  علیه وسلم د رحمت  را وړونکې  دې . اوس نو نړۍ ته د کوم  نوي انسان ، نوي نبې او نوي نظام  اړتیا نه شته .  دهغه صلې الله  علیه وسلم په لاس  روزل  شوي  وګړي  چې غوره نمونه یې صحابه کرام رضی الله عنهم  دې ، او دهغه په لاس را وړل شوي  نظام  چې د اسلام دین دې ، دهغه وروسته د بلې نمونی انسان او د بل طرز نظام ته د انسانیت  ضرورت نشته ، داد انسانیت او رحمت نظام دې  چې د انسانیت  له پاره کامل  او کافی  دې .

سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم  هر اړخیز  او بشپړ رحمت دې. هغه صلې الله  علیه وسلم د بندګانو  او د هغوي  د پیدا کونکې  خالق  تر مینځ  شعوری  ریښی ټینګی  کړې او هغوي  یې د خپل مالک سره اشنا کړل . هغه صلې الله  علیه وسلم انسانانو ته د هغوي د سترګو د بصیرت او دید  په واسطه د الله  جل جلاله  جلوه  ور  وښووله ، هغه صلې الله  علیه وسلم  زړونه پاک ، روحونه روښانه ، دماغونه درست ، طبیعتونه په معاملو  پوه او ډاډمن او  جسمونه پاک او صاف  و ګرځول . هغه صلې الله  علیه وسلم د خپلو  لار ښونو په واسطه په عامه توګه  امن ټینګ  کړ  او د خپلو روزنو  په واسطه یې انسانان دعامی  انسانی  مر تبې څخه پورته کړل او مسلمانان  یې و ګر زول ، هغه صلې الله  علیه وسلم د انسانانو د اړتیا او ضروریاتو په مطابق  هغو ی  ته اسانه  دین  ورزده کړ . هغه صلې الله  علیه وسلم  د غربت ، امارت ، ځوانۍ ، بوډایې ،سولې  او جنګ  فقر او پادشاهۍ ، غم او خوشحالۍ ، زحمت او راحت  ، په هرحال او هر وخت کې د انسانیت  لارښوونه کړې  او هغه یې پر زمکه د جابر او قهار ، د فطرت په ځواک  کې  نغښتی  ورک   انسان نه،بلکه دخپل تعلیم او لارښوونی په اساس  د  اشرف  المخلوقات  ریښتونی  مقام ته ورساوه . هغه صلې الله  علیه وسلم د خاورو  په ذرو او  د اوبو  په څاڅکو ، را خوړیدونکې   وریځو  او را پورته کیدونکو دریابونو  کې  او په پړقیدونکې  بریښناو کې ، د زمکې په   لوړو  او ټیټو کې  ، په لمدو او وچو خاورو کې د متعال  الله جل حلا له  جلوي  انسانانو ته  ور وښوولې .  هغه صلې الله  علیه وسلم دښمنان  د اخلاقو  په وسیله  فتح کړل ، او دوستان یې د خپل زړه وړونکې تعلیم  له لارې خپل ځان ځارونکې و ګرځول ، هغه صلې الله  علیه وسلم په انسانانو کې دمال ، نژاد ، رنګ  او نسل ټول   امتیازات  له منځه یوړل  او هغوي یې د آدم علیه  السلام  د زامنو په څیر  په خپلو مینځو کې  وروڼه  و ګرزول . هغه صلې الله  علیه وسلم د نوم او نسب  بوتان داسې  ټوټې  کړل  چې بلال رضی الله  او خباب  رضی الله   ته به سیدنا عمر رضی الله  د آقا او مولا خطاب کاوه  او د سلمان فارسی رضی الله عنه  له پاره  یې د ټولو   لوړه مرتبه او اعزاز ،  همدا  و ګرزاوه  چې ، «سلمان  د اسلام  زوي ، د اسلام زوي  ، د اسلام  زوي دې .(رضی الله عنه )»

دعالمیانو رحمت  د انصاف سرچینه  او د عدل مرکز ، د برابرۍ  پیکر ، د أزادۍ  فرمان  دې . هغه صلې الله  علیه وسلم جنګ  د حق  د کلیمې د پورته کولو  او د ناتوانو د  بسپنی کولو  پرته د بل هر مقصد په خاطر حرام ګڼلی .  هغه صلې الله  علیه وسلم انسانان د نیکو اخلاقو د لارښوونی په اساس  بهترین انسانان او دالله جل جلا له نیک بندګان  و ګرځول ، او دبدو  اخلاقو په مذمت سره یې هغوي  نور هم د غوره انسانیت په لور رهنمایې کړل.

رسول الله صلې الله  علیه وسلم د انسانانو له پاره ټول رحمت  دې، او دهر هغه چا چې ورسره مخه پیدا شوي  نو د رحمت او شفقت پرته یې  یې بل څه تری نه دې لیدلې .  همدا علت و  چې هر چا د هغه صلې الله  علیه وسلم سره ډیره زیاته مینه کوله ، او هر چا به  چې ایمان  راوړ نو په څو اصولو به  نه و  بلکه  هغه  به د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم  فدا کار  ګرځیده. دهغه صلې الله  علیه وسلم  په تعلیماتو او لار ښوونو کې د مسلمانانو د محرماتو قدردانی ، دهغوي د حقوقو  درناوي او په هغوي د رحمت او شفقت په لړ کې بې شمیره ارشادات  زمونږ په مخ کې موجود دې . لکه چې قران کریم فرمایي :

 [ د الله جل جلاله  حکم  دې  چې په مسلمانانو شفقت کوئ (سوره حجر)] .  همدا راز په بل ځاې کې فرمایي  چې:

 [  هر چا  چې څوک  خوندې کړ نو هغه ټول انسانان خوندې کړل (مایده )] .بیا فرمایي  چې :

[ یو مسلمان د بل له پاره د کور په څیر دې  چې دهغه یوه برخه د بلې سره د ګوتو په  څیر تړلې ده ،  سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم ددې خبری په ويلو سره د یوه لاس  ګوتی په  بل لاس کې ننويستلې او (خلکو ته یې ) وښوولې . ( حدېث)]

په بل ځاې کې فرمایي  چې:

«  که مسلمان  په بازار کې نیزه په لاس  تیر شي نو دهغه یوه برخه دې په لاس  کې و نیسی  تر څو بل کوم مسمان  ته اذیت و نه رسوي (بخاری )»  اوبیافرمایي  چې :

« د مسلمان مثال یو دبل سره په مینه او محبت  کې د یوه  وجود په څیر دې ، نو که چیرې  یوي برخې  ته  تکلیف رسیږي  نو ټول جسم درد احساسوي . (مسلم ).»

  خپل  یو صحابې  سیدنا اقرع بن حابس  رضی الله عنه  ته یې وفرمایل :

« هر څوک  چې په بل  چا رحم نه کوي ، نو په هغه بل څوک هم رحم نه کوي (مسلم وبخاری ) ».

خپلو ملګرو ته  یې د هدایت کولو په وخت کې و فرمایل :

« کله چې تاسو خلکو ته لمونځ ورکوئ  ، نو آسانه یې کړۍ، ځکه  چې په هغوي کې کمزوری  ، ناروغان  او زاړه هم وي او کله چې ځانته لمونځ ادأ کوئ نو څومره  یې  چې غواړئ  اوږود  او طويل  لمونځ و کړئ . (مسلم و بخاری )» .

په خپل امت د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم  د شفقت  په هکله  سیدة عایشه  رضی الله عنها  داسې یادونه  کوي :

 « ځينی  اعمال رسول  اکرم صلې الله  علیه وسلم  یواځې په  دې خاطر پریښول ( په داسې حال کې چې دهغه به خوښ و)  چې خلک  به پری عمل وکړې اوبیابه پر هغوي فرض و ګرځی . (مسلم و بخاری )» .

سیدنا ابو قتادة رضی الله عنه  وایي  چې  رسول  اکرم صلې الله  علیه وسلم  وفرمایل :

« زه د لمانځه له پاره  و دریږم او دا  اراده کوم  چې لمونځ  اوږود  کړم بیاچې د کوم  کوچنی د ژړا  آواز  واورم نو خپل  لمونځ لنډوم  ځکه  چې دا به د هغه په مور سخته تمامه شي) .

د هغه صلې الله علیه وسلم وينا  سیدنا  ابن عمر رضی الله عنه  داسې بیان کړې :

« مسلمان د مسلمان ورور دې ، نه په  هغوي تیري  وکړئ  او نه هغوي دښمن  ته حواله کړئ ».

«هر څوک  چې د یو مسلما ورور د اړتیاو  په پوره کولو کې مصروف شي ، نو الله  جل جلا له به د هغه تکلیف د قیامت په ورځ لري کړې  او څوک  چې د کوم  مسلمان عیب  پټ کړې نو الله  جل جلاله  به د قیامت  په ورځ د هغه عیبونه  پټ  کړې . (بخاری  ومسلم ).»

سیدنا  ابو هریرة  رضی الله عنه فرمایي  چې سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم وفرمایل :

 «[ مسلمان د مسلمان ورور دې  نه ورسره خیانت و کړئ ، نه ورته درواغ ووایاست  او نه یې رسوا  او شرمنده کړئ . د مسلمان هر شي په بل مسلمان حرام دې ، دهغه آبرو او عزت ، دهغه مال او  وينه .   تقوي  دلته ده ( سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم  د خپلې سینی په لور شاره وکړه ) .  د یوه مسلمان  له پاره دا شر کافی دې چې هغه خپل بل مسلمان ورور  حقیر ، ذلیل  او سپک و ګڼي . ( ترمذی ).»

د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم  د مزاج د رحمت په لور په اشارې کولو سره قران کریم داسې فرمایي :

[ ای پیغمبره ! دا  د الله جل حلا له  رحمت دې  چې ته د خلکو له پاره نرم  مزاجی  جوړکړل شوي  یې .  او که  چیرې ته تندخويه او زړه سختی  وای   نو ټول خلک به ستا د خوا څخه لرې تللایې. (آل عمران  ۱۰۹)]

ددې سره سره  الله تعالې  ورته  د عفوي او بښنې نور تعلیم ورکوي  او  ورته فرمایي :

[ نو دهغوي غلطی ورته معاف کړه  او د مغفرت دعا ورته  وکړه . (آل عمران ۱۰۹)]،  او دا چې :[  ای پیغمبره ! دهغوي  سره د نرمۍ ، او عفوي  لار  خپله کړه ، د نیکیو سپارښتنه  او تلقین  ورته کوه  او د ناپوهو سره مه  نښله .(اعراف ۱۸۹)].

د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم  په هکله  فرمایي  چې :

[او مونږ ته د ګردې  نړۍ  له پاره رحمت  جوړ  او استولې یې .(الانبیاء)]. 

په بل ځاې کې د سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم  په هکله فرمایي  چې :

[ ستاسې  له پاره داسې رسول راغی  چې ستاسو له ډلې څخه  دې. هغه صلې الله  علیه وسلم ته ستاسو تکلیف ډیر سخت تمامیږی. هغه صلې الله  علیه وسلم ستاسې  د ګټې حریص  دې  او په مؤمنانو  باندې ډیر شفیق او مهربانه دې . التوبه ۱۲۸)]

د هغه صلې الله  علیه وسلم د نرم مزاجۍ ، شفقت او د الله جل جلاله د بندګانو سره د نرمۍ ښکاروندوي  دا هم وه چې  هغه صلې الله  علیه وسلم د خپلو ملګرو  سره  یو ځاې  خندق  ويسته ، ټوکرۍ  به یې پورته کولې ، ښښتی به یې راوړي  ، لرګی به یې راټولول ، خپل کالې به یې پیوندول ، په خپله به یې  د بازار څخه سودا  راوړه ، او د ګاونډیانو سره به یې ډیر وخت کار کاوه .  ان تردې  چې کله په مکې  کې قحطی  راغله ، نو حتی د خپل ځان  دښمنانو  ته یې هم غله او اشرفۍ د کومک  په څیر  ورولیږلې .  او کله  چې هغه صلې الله  علیه وسلم مکه  فتحه کړه  نو هغه  وګړو  چې  په سلګونو  اصحاب کرام رضی الله عنهم  یې شهيدان کړې  و ، او هغه  چې دده د ځان دښمنان ول او هغه  چې ټول جنګونه د هغوي  په واسطه  پیل  او په کلونو  کلونو   یې دوام  کړې  و ، د فتحی وروسته یې ټول مخته را وړل شول  نو سیدنا رسول الله صلې الله  علیه وسلم  ورته  وفرمایل  چې :«لاتثریب  علیکم  الیوم » [ ځۍ !  پر تاسو  نن هيڅ  جبر نه شته .] ،  او کله یې  چې په  جهاد کې  د یوي غیری مسلمانی ښځي جسد  پروت  و کوت  نوبیابیا به یې په افسوس  سره ويل  چې :«دې ښځي خو جنګ  نه و کړې  دایې ولې وژلې ده؟ دایې  ولې  وژلې ده ؟ دایې  ولې وژلې ده؟ »،  یو بدوي (بانډه چې)  په نبوي مسجد کې بولې(متیازې) وکړې ، نو صحابه و  د هغه د وهلو له پاره  ورمنډی کړې . هغه صلې الله  علیه وسلم  هغوي منع کړل ، اوبیایې بدوي ته وويل :

« دا مسجد د الله جل جلا له کور دې . ددې ناپاکه کول ډیر بد کار دې » بدوي  دهغه صلې الله  علیه وسلم په خبرو  د پوهيدو  وروسته  سخت پښیمانه  شو  او ولاړ . کله به چې  د چا څخه  کومه غلطی بیابیا وشوه  ، نو هغه صلې الله  علیه وسلم  به  هغه د نوم په اخستلو نه  رټه ،  بلکه زیاتره   به یې د خطبې په دوران  کې ويل : ( په خلکو څه شوي دې  چې هغوي داسې او هغسی  کارونه کوي )  په دې ترتیب  هغه  چا چې  به هغه کار کړې و هغه  به  متنبه کیده او په راتلونکې کې به یې د هغې کار د کولو څخه ځان ژغوره . په  عین  وخت  به د خلکو  تر مینځ  د رسوایي څخه هم په امن کې و ، په خپله قران کریم د هغه صلې الله  علیه وسلم  په هکله ګواهي  کوي  چې:

[انک  لعلې  خلق  عظیم ] (قلم ) 

( ای  پیغمبره !  ته د اخلاقو  په  لوړه  مرتبه  کې یې)

کله  چې د لمړي ځل  له پاره  په سیدنا رسول الله  صلې الله علیه وسلم  وحی  را غله نو هغه  صلې الله علیه وسلم زیات  وويرید  او  د یوي نا آشنا  پیښی  د کتلو  وروسته یې په ډیر غمګین  حال کې کورته تشریف  راووړ ، دخپل راتګ سره سم یې د سیدة خدیجة  الکبری  رضی الله  عنها  څخه وغوښتل  چې په  کمبلو  کې  یې  پټ  کړې . هغه صلې الله علیه وسلم  ته  دخپل ځان  خطر و ، خو سیدة  خدېجة الکبری  رضی الله  عنها  هغه صلې الله علیه وسلم ته  د هغه د کړونو  په اساس   چې کومه کورنۍ  ګواهي وړاندې کړه  هغه داوه  چې :

 [  ته صله رحمی کوي ، د قرضدارانو  د قرض بار ښکته  کوي ، د غریبانو سره کومک  او مرسته  کوي  ،د حق حمایت او ملا تړ کوي ، په یتیمانو  شفقت کوي ، میلمنو ته میلمستیا  ورکوي ، او په غم  او تکلیف کې د خلکو په  کار راځي ، نو الله جل جلا له به هيڅکله تا بې کاره  نکړې .]

سیدة عایشه صدېقة  رضی  الله  عنها  فرمایي  چې :

[ د هغه صلې الله علیه وسلم خوي دا نه و  چې نورو ته  دې بدورد ووایي او نه هغه صلې الله علیه وسلم د بدو  په بدل  کې بد  کول ، بلکه  صبر به یې کاوه ، معافی به یې کوله ، هغه صلې الله علیه وسلم به ددوه خبرو په مینځ کې آسانه خبر اختیاروله، هغه صلې الله علیه وسلم هيڅکله  د چا څخه  ذاتی  بدله نه اخستله ،  او نه یې کله په کوم مسلمان  لعنت  ويلې، نه یې کله کوم خدمتګار وهلې او نه یې د چا  کومه  غوښتنه رد کړې  وه .دا  دهغه صلې الله علیه وسلم معمول  و  چې د کوم چا سره د لیدلو په وخت   کې به یې لمړې  په خپله سلام آچوه، او کله به یې  چې په مصافحه او روغبړ  کې چاته  لاس ورکړ  نو لمړې یې په خپله  لاس  نه کشاوه ، او نه یې په  غونډه  کې  کله خپل زنګون غزولې دې. هغه صلې الله علیه وسلم به  ويل :

 «تاسو کې  تر ټولو غوره هغه دې چې دخپل کور  د خلکو سره  د ټولو څخه ښه وي ». 

د هغه صلې الله علیه وسلم خادم  سیدنا انس رضی الله عنه  فرمایي  چې زه لس  کاله د سیدنا رسول الله صلې الله علیه وسلم  په خدمت  کې  مشغول وم ، لیکن سیدنا رسول  الله صلې الله علیه وسلم   په دې دومره موده  کې زما په یوه خبره هم  اف  نه دې  کړې .

د حبشي د پادشاه  نجاشي  لخوا یو سفارتی هيت  را غی نو  دهغوي  په میلمستیا کې سیدنا رسو ل الله صلې الله علیه وسلم په خپله  مصروف  شو ، صحابه کرامو رضی الله  عنهم اجمعین  عرض  وکړ:  چې مونږ  دا کار کوو، نو  رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته  وفرمایل : « دې خلکو زما ددوستانو خدمت  کړې ، نو په دې خاطر  زه پخپله د هغوي خدمت کول غوړم ».

یو سړي  غوښتل  چې د سیدنا رسول الله صلې الله علیه وسلم  په خدمت  کې حاضر شي ،  هغه صلې الله علیه وسلم صحابه و  ته  وفرمایل :  چې پری  یې  اږدۍ  چې  راشي که  څه هم هغه د خپلې قبیلې  ښه سړي  نه دې .   خو کله  چې هغه راغی نو هغه صلې الله علیه وسلم  ورته  په ډیره مهربانۍ  ښه راغلاست  ووایه، سیدة  عایشه رضی الله عنها  په حیرانتیا سره ترې و پوښتل  چې تا خو دا ښه سړې نه ګاڼه ، هغه صلې الله علیه وسلم  ورته وويل  د الله جل جلا له په نزد  د ټولو بد هغه څوک   دې  چې د بدې  وينا  په  اساس  خلک  ورسره ناسته ولاړه پریږدې.

په یوه سفر کې د ډوډۍ  د پخولو په  خاطر  صحابه کرامو رضی الله عنهم  په  خپلو  مینځو کې  کار  وويشه نو هغه صلې الله علیه وسلم  د لرګیو د را وړلو کار په خپله  غاړه واخست ،صحابه و  ورته وویل  چې : ای د الله  استازیه !  دا کار مونږه کوو،  خو د الله  استازی  ورته وفرمایل :

« ماته دا ښه نه ښکاری  چې  زه  ستاسو په مینځ کې ممتاز واوسم .  الله داسې بنده نه خو ښوي  چې دخپل ملګرو تر  مینځ  ځان  ممتاز  ګڼي» .

هغه صلې الله علیه وسلم فرمایلې  چې :

«د صله رحمۍ کمال  دادې  چې نور خپلوان دې بې تعلقی  کوي او ته د هغوي سره خپل اړیکې کلکوي ، او دهغوي حق  ادا کوي. (بخاری )»

هغه صلې الله علیه وسلم فرمایي:

« په  الله جل جلا له  سو ګند  چې هغه څوک  ایمان نلري  چې د هغه ګاونډی  د هغه د تکالیفو څخه په امن  کې  نه وي . (بخاری ) »،بیایې وفرمایل : 

« دا دغلام حق دې  چې ورته  ډوډۍ او کالې  ورکړل شي او د هغه کاربار همدومره وي  چې هغه یې  کولای شي . (مسلم ) ». همدا  راز  فرمایي  چې  :

«د مزدور  دخولو  د وچیدو  تر مخه  هغه ته مزدورې  ورکړئ،»

دا  او داسې نور  ټول اړخونه  د هغه صلې الله علیه وسلم  درحمت  اړخونه دې  چې کومه  انتها  نه لري.  کله  چې  د  احد  په  غزا کې هغه صلې الله علیه وسلم د کفارو لخوا  زخمی  شو  نو په صحابه و   دا ډیره  سخته  تمامه شوه ، نو ويی ويل  چې کاشکې  رسول الله صلې الله علیه وسلم  هغوي (دښمنانو) ته  خیرا کړې  وای  او هغوي  هلاک شوي وای .  هغه صلې الله علیه وسلم  وفرمایل  چې «زه  د لعنت  له پاره نه یم مبعوث  شوي ، بلکه زه د حق په لور دبلنی او د جهان  له پاره  رحمت  ګرځول شوې او را استول  شوي  یم» .

هغه صلې الله علیه وسلم د یوه باغ تر څنګ  تیريده  چې  یو اوښ  په زور  زور   و بړید ، هغه صلې الله علیه وسلم د شفقت او مهربانۍ له مخی د هغه په ګیډه  لاس  را ښکود  او دهغې مالک  یې  را وغوښت  او ورته یې وويل  چې«ددې  ځناور  په هکله د الله   نه  وويریږده .» یو ځل  یو صحابې ، ابو مسعود انصاری  رضی الله عنه ،  خپل غلام  واهه  چې سیدنا رسول الله صلې الله علیه وسلم  پری  راغی ،  هغه صلې الله علیه وسلم  خفه  شو او ويی ويل :  «ای  ابو مسعوده !  څومره  واک  چې ته پر دې غلام  لري  نو د الله  اختیار  پر تا ددې څخه  ډیر زیات  دې »،  ابو مسعود   ددې  خبری  په اوریدو  سره  وويرید  او سمدستي یې  خپل غلام  ازاد کړ.

هغه صلې الله علیه وسلم  وفرمایل :

« هر با احساسه روح لرونکې  چې د لوږی او تندې  تکلیف  ولري  په  هغوي خوړل او څښل  ثواب  لري .(بخاری)»،

بیا فرمایي  چې : « مؤ من   د خپلو نیکو اخلاقو په واسطه د شپی د سبا کونکې  او  د تل  روژه لرونکې  زاهد  درجه  لاس  ته راوړي . (ابوداود)».

همدا  راز  یې فرمایلې  چې :« څوک  چې د نرمۍ  د صفت  څخه  بې برخې شوي  وي  نو هغه د ټول خیر څخه بې برخې  شوي دې . ( مسلم)»

همدا   را ز فرمایي  چې : « د قیامت   په  ورځ به هغه خلکو ته  غږ  کړل شي  او اجر به  ورکړل شي  چې په  دنیا کې یې د خلکو خطاوی  ورمعافولې.» .

رحمة للعالمین  فرمایي  چې:

  «هغه څوک  چې  وغواړي  چې د قیامت په ورځ یې درجی  لوړې  وي نو ورته په  کار دې  چې د هغه  چا څخه  تیر شي  چې په ده  یې  ظلم کړې  وي ، او هغو  ته یې ورکړې  چې ده  ته یې نه وي ورکړې  او د هغو سره خپلوي ټینګه کړې  چې له ده  سره یې خپلوي  شکولې وي ، او دهغوي سره نیکې وکړې  چې ده ته یې بد ويلې وي . (ابو هریرة  رضی الله عنه )»

 یو چا پو ښتنه  وکړه  چې  ای رسول الله! زه خپل خادم څو ځلې  معاف  کړم؟  رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته  وفرمایل چې  «په هره ورځ  اويا ځلې . (ترمذی )،» 

د سیدنا جریر رضی الله عنه  بن عبدالله  وينا ده  چې رسول الله صلې الله علیه وسلم  فرمایلې دې : 

«هغه خلک به د الله جل جلا له  د خاص رحمت څخه بې برخې  وي  چې  نورو  خلکو ته  په زړه کې رحم و نلري ، او د هغوي  په هکله وير ه  ونلري .(بخاری او مسلم )».

یو صحابې  عبدالله  رضی الله  عنه   بن  حمسا وایي چې ما د سیدنا رسو ل الله صلې الله علیه وسلم سره یوه  سودا وکړه  اوبیامی د راتلو وعده وکړه  او ولاړم .بیامی هير شو ، په دریېمه ورځ  زه په هغه ځاې تیريدم  نو رسول الله صلې الله علیه وسلم  په هماغه ځاې کې ماته  انتظار درلود . زما په لیدو یې یواځې دومره  وويل :« تا ماته  تکلیف راکړ. ځکه  چې دا دری ورځې په دې ځاې کې ستا  انتظار کوم ».   یو بدو ( بانډه  چې )  رسول الله صلې الله علیه وسلم  ته راغی ، د ويری په لړیدو شو ، رسو ل الله  صلې الله علیه وسلم  ورته وويل  : « مه ويریږه  زه د قریشو دداسې یوي ښځي زوي یم چې وچه  غوښه  به یې خوړله . »

ابوسفیان د اسلام د کمزورۍ په وخت کې په مسلمانانو ډیر  ظلمونه  وکړل ، هغه د سیدنا رسول الله صلې الله علیه وسلم په مقابل کې دقریشو د ټولو جنګونو مشري  په غاړه  درلوده ، د اسلام په مقابل کې ډیر تیري کونکې  جارح کافر همدا و ، ده سوګند یاد کړې و  چې تر څو د بدر بدله وانخلم  په قرار به نه کښینم ، نیتجه  دا چې  د اسلام ددعوت د پیل څخه دمکې د سوبې پورې د اسلام په مقابل کې  د ټولو کافرو ډلو مشري  دده په غاړه وه ، او د عربو هر څوک په دې پوهيده  چې د ابوسفیان  هلاکت  او تباهي د اسلام د پر مختګ په ګټه ده او د ابو سفیان  بریالبتوب  د اسلام او مسلمانانو په  ناکامیو  پورې تړلې دې  ، همدا علت و  چې هر چا  په دې باور درلوده   چې د مکې د سوبې څخه وروسته به تر ټولو لمړې د کافرو د مشر  ابو سفیان سر غوڅیږی ، خو نړیوال  هغه وخت حیران پاته شول  چې سیدنا رسول الله صلې الله علیه وسلم  هغه ته بښنه  وکړه ، نه یواځې  بښنه ، بلکه د هغه کوریې  دخلکو له پاره د پناه  ځاې  و ګرځاوه .

سیدنا عباس رضی الله عنه وويل : ای د الله  پیغمبره !  ابو سفیان عزتمند انسان  دې  ،  هغه  ته څه  ورو بښه !  هغه صلې الله علیه وسلم   ورته په ځواب  کې وويل  :

« بې له شکه هر هغه  څوک  چې د ابو سفیان کورته ورننوځي نو هغه به په امن کې وې. »

هغه صلې الله علیه وسلم مکې ته په بریالیتو ب  ورننوت ، د ابو جهل  زوي  ابو عکرمه د هغه صلې الله علیه وسلم  سره جنګ وکړ ، خو ماتی  یې و خوړه  او و تښتید ،بیا یې د سیدنا رسو ل  الله صلې الله علیه وسلم  څخه د امن غوښتنه وکړه  نو هغه صلې الله علیه وسلم  ورته امن  هم ورکړ او د هوازن د غنیمت د مالونو  څخه یې  هم برخمن  و ګرځاوه.

هغه صلې الله علیه وسلم د اسلام بدترین دښمن صفوان  بن امیه  ته امان ورکړ  کوم  چې دماتی  وروسته  یمن ته تښتیدلې و ، زمکه پری تنګه  شوه   په داسې حال کې  چې د ځان د وژنی اراده  یې کوله یوه صحابې ورته د هغه د بښنی زیری  راوړ او د سیدنا رسول الله صلې الله علیه وسلم مبارکه  چپنه  یې د نښی  په توګه ورکړه .

 دحارث  ځوي اوبوسفیا د سیدنا رسول  الله صلې الله علیه وسلم  په هکله ډیر خراب  شعر  لیکلې و ، رسول الله صلې الله علیه وسلم  ته یې په هغې ډیر زیات تکلیف   ور ورساوه ، د مکې د سوبې وروسته یې غوښتل د رسول الله صلې الله علیه وسلم  ځاې  ته  راشي، هغه صلې الله علیه وسلم  وفرمایل  چې هغه  ته دلته د راتللو اړتیا نه شته ، هغه ماته  ډیر تکلیف   را رسولې  او سخت  تو هين یې  راته کړې.شا عر ابو سفیان وويل : چې  که چیرې  رسول الله صلې الله علیه وسلم  مونږ ته د لیدنی وخت  را نکړې   زه او زوي به می ځنګله ته ولاړ شو تر څو هلته د لوږی او تندې څخه ومرو ، دهغوي  دې خبری په سیدنا رسول  الله صلې الله علیه وسلم  باندې  زیات  اغیز و کړ او هغوي  یې  وبښل.

دمکې د سوبې  وروسته  خلکو د کعبې  طواف کاوه په همدې وخت  کې فضیله بن عمر  چې په ښکاره  مسلمان  شوي و خو په پټه  هماغسی کافر و غوښتل یې  چې سیدنا رسول الله صلې الله علیه وسلم  د طواف په وخت کې  ووژني ، کله   چې  هغه سیدنا رسول الله  ته  ورنژدې  شو  نو هغه صلې الله علیه وسلم   ورڅخه  و پو ښتل:  (څوک ؟´فضیله یې ؟) هغه ورته وويل بلې  یا رسول الله !    رسول الله  صلې الله علیه وسلم  ورته  وويل «  تاڅه فکر کاوه ؟  هغه ورته  وويل  چې  هيڅ !  رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته په خندا  کې وويل :  فضیله د الله جل جلا له  څخه  بښنه  و غواړه ، اوبیایې  خپل مبارک لاس د هغه په غورزنده سینه کیښود ، چې  هغه پرې آرامه شوه

وحشي  حبشي  د رسول الله خوږ تره  سیدنا حمزه رضی الله عنه  شهيد کړې و ، هغه صلې الله علیه وسلم  دسیدناحمزه رضی الله  عنه په شهادت باندې ډیر خفه و ، وحشي وويل  چې د مکې د سوبې وروسته  کله  چې زه د سیدنا رسول الله صلې الله علیه وسلم  د لیدلو  له پاره و لاړم  ، کلیمه می و لوستله  او مسلمان  شوم  نو رسول الله صلې الله علیه وسلم  ماته  و کتل او ويی پوښتل، څوک؟  ته  وحشي یې !! ما ورته وويل  « بلې ای د الله رسوله !  هغه را ته وويل  چې کښینه  او ماته ووایه  چې تا حمزه رضی الله عنه  د څه له پاره قتل کړې و .  نو ماورته ټوله قصه بیان کړه.د هغې وروسته سیدنا رسول الله صلې الله علیه وسلم  یواځې  دومره وويل ؛ «افسوس دې  پر تا !  ستا پر لیدلو  ماته خپل تره  را په یادېږی . مخ دې زما څخه  لیری کړه  چې بیادې و نه وينم .»،  او په دې توګه یې د خپل خوږ  تره    قاتل  وحشي  هم وبښه .

سیدنا علې  رضی الله عنه  د مکې  د سوبې   وروسته  ، دبیت الله  کنجیګانی  په لاس  پورته شو او ويی ويل یا رسول الله  د اوبو څښلو  په څنګ   کې د ساتنې او حفاظت منصب هم مونږ ته را وبښه .رسول الله  صلې الله علیه وسلم  ورته  وفرمایل : « د کعبې د کنجي پخوانی  ساتونکې ( چې تر اخره پورې  د رسول الله صلې الله علیه وسلم  دښمن و)  چیرې  دې؟  کله  چې  هغه راغی   نو رسول الله صلې الله علیه وسلم  ور ته وويل  : «عثمانه  !  دا کنجي  بیرته تاته  در  سپارل کیږي . نن ورځ  د نیکۍ  او وفادارۍ  ورځ ده»

د طایف د بنی ثقیف  هيئت  مدینی ته راغی  چې په کې د بالیل  بن  عمرو  زوي   هم  شامل و . نوموړي  په رسول الله صلې الله علیه وسلم باندې  ډیر زیات ظلمونه کړي  و . هغه صلې الله علیه وسلم  هغوي ټولو ته بښنه  وکړه  او د مالونو  او  انعامونو  ورکولو وروسته یې رخصت کړل .

آخر  دا چې د هوازن د جنګ بندېان  یې ، کومو چې  اسلام  او مسلمانانو ته ډیر زیات تاوانونه رسولي و،هم پرته له معاوضی آزاد کړل .... همدا  علت  دې  چې  قرانکریم د رسول الله صلې الله علیه وسلم  دشفقت او رحمت صفت په دې توګه  بیانوي :

[ لقد جاء کم  رسول من انفسکم  عزیز علیه ما عنتم  حریص علیکم  بالمؤمنین   رؤف  الرحیم . (التوبه ۱۲۸] 

« تاسو ته  ستاسې څخه یو رسول  راغلې ، چې ستاسو تکلیف  ورته ډیر سخت تمامیږی ، هغه ستاسې  عاشق  دې په مؤمنانو بې حده مهربان ، شفیق او رحیم دې .»   

د مسکینانو او فقیرانو سره د رسول الله صلې الله علیه وسلم  شفقت او محبت  تردې  پورې و  چې رسول الله صلې الله علیه وسلم  د هغوي په ډله  کې  د مرګ  او ژوند دعا کوله . سیدة  عایشه صدېقه رضی الله عنها  د رسول الله صلې الله علیه وسلم  وینا داسې  بیانوي « ای  الله !  ماته د مسکینۍ  ژوند  راکړه ، او د مسکینۍ  په حال کې می مړینه په برخه  کړه  او د قیامت په ورځ می دمسکینانو په ډله کې را پورته کړه . »

ددې دعا په اوریدو سره  سیدې  عایشي صدېقی  رضی الله  ترې پوښتنه  وکړه  چې ای د الله  رسوله !  ته  ولې داسې دعا کوي ، رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته وويل  چې : « مسکینان  د شتمنو څخه  ۴۰ کاله د مخه  جنت  ته  ننوځي ، ای عایشي !  مسکینان  تش  لاس  مه شړه ، د کجورو  یوه ټوټه  هم که وي وریې کړه ،  ای عایشي صدېقی !  د مسکینانو  سره مینه کوه  او دهغو ی  سره  نژدې  اوسه ، نو الله  به تا د قیامت  په ورځ له ځانه سره نژدې کړې.»

همدا  علت  دې  چې هغه صلې الله علیه وسلم  هيڅکله  هم د ناتوانو په لاس نیوي کې ، د بې پلارو یتیمانو او کونډو  په غم  او دهغو سره په همدردۍ  کې ، یوه لحظه  هم د لاسه  نه ده  ورکړې .او د تل  له پاره به د هغوي  تر مینځ  خوښ و. د عاص لمسی او د عمر رضی الله   زوي  سیدنا عبدالله  رضی الله  وایي ، چې رسول الله صلې الله علیه وسلم  مسجد ته راغی او د فقیرانو تر مینځ  کښیناست . هغوي ته یې د جنت  زیری ورکړ.  په  دې خبره هغوی  ډیر خوشحال شول، زه لږ څه  غمګین  شوم  ځکه  چې زه د هغوي په ډله  کې  نه وم.

درسول الله صلې الله علیه وسلم  د غلام(زید )  پلار  حارث د خپل زوي د  لټون  په  لړ کې  د هغه صلې الله علیه وسلم  حجرې  ته  راغی، هغه صلې الله علیه وسلم  زید ته اختیار  ورکړ  چې څرنګه  یې  چې خوښه  وي همغسی دې  وکړي .   زید رضی الله  هغه صلې الله علیه وسلم  ته د خپل  پلار  په نسبت تر جیح ورکړه . رسول الله  صلې الله علیه وسلم  وفرمایل  چې د غلامانو  سره  بد سلوکې  جنت  ته نه داخليږي . معاويه رضی الله  عنه  بن سويد  وایي  چې مونږ  یواځې  یو خادم  درلوده  ، دهغه سره کوم  یوه جګړه وکړه ، د هغې خبر  رسول الله صلې الله علیه وسلم ته ورسید ، نو حکم  یې  وکړ  چې هغه  آزاد کړۍ .  په ځناورو یې د هر ډول ظلم او ستم  مخنیوي  کړې  ، په یوه سفر کې  ځينی  صحابه و د الوتونکو مرغانو  واړه  واړه  بچیان  ونیول ، دهغوي مور  سرګردانه اخوا دېخوا  وزرونه پړکول ، نو رسول الله صلې الله علیه وسلم  پو ښتنه  وکړه چې « ددوي مور ته  چازیان ور  اړولې دې  ؟   د هغې  بچي  هغې ته  ورخوشي کړۍ ».

سیدة  عایشه صدېقه رضی الله  عنها  په  یوه اوښ  سپره  وه  چې د غصی په  حال  کې به یې پری  زیاتې کاوه ، رسول الله  صلې الله علیه وسلم  ورته  وويل :«هغه  څوک  چې  نرمی  نه کوي نو هغه به په خپل ځان نیکئ  حرامې کړي »

رسول الله صلې الله علیه وسلم به د کوچنیانو  په کتلو  خوښیده ، او کوچنیان  به  هم د رسو ل الله صلې الله علیه وسلم  سره ډیر ژر  اشنا کیدل . کله به  چې په لوبغاړو کوچنیانو تیريده  نو سلام به یې پری  کاوه ، او کله  به  چې سپور پری  تیريده  نو کوچنیان  به  یې  له ځانه  سره  سپرول .  یوه  اعرابې  چې کله د کوچنیانو سره د رسول الله صلې الله علیه وسلم  دا ډول     مینه  و کتله  نو په حیرانتیا  سره یې و ويل :  زما خو لس  کوچنیان  دې  چې ما  ورسره هيڅکله هم دا ډول   مینه نه ده کړې ، رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته  وفرمایل : « کله چې الله  جل جلاله  ستا له  زړه  څخه مینه  او شفقت  لیری  کړې  نو زه دهغه  لږ  مسؤلیت  لرم».

په  یوه  جنګ  کې  رسول الله صلې الله علیه وسلم  د یوه  کوچنی  لاس و لید ، ډیر خفه  شو  او په ټینګه  یې وويل  چې« تاسې د  کوچنیانو  د وژلو څخه ځان  و ژوغورئ.  تاسې   ته نه دې په کار  چې کوچنیان  ووژنۍ».  ځينو خلکو د رسول الله صلې الله علیه وسلم  څخه غوښتنه  وکړه  چې په دښمنانو  لعنت  ووایي او هغوی ته بده  دعا وکړې  ،  په ځواب کې  یې ورته وويل :    « زه د لعنت  ويلو  له پاره نه بلکه د رحمت  له پاره  را لیږل شوي یم ».

درحمت للعالمین  د رحمت انتها  تر دې پورې وه  چې  هغه صلې الله علیه وسلم  د عبدالله بن ابې  د منافقیینو  د مشر په مړینه کې هم ،  چې ټول عمر یې د رسول الله صلې الله علیه وسلم  په مخالفت او هغه ته په تکلیف رسولو کې تیر کړې و ، خپل مبارک کمیس د کفن په  توګه ورکړ  ، دهغه قبر ته ورغی  او ويی ويل: « که چیرې ماته  معلوم وایي  چې ده ته د بښنی دعا د ۷۰ ځلو څخه زیاته  وکړم  نو ما  به دهغې هم زیاته  د مغفرت  او بښنی  دعا ورته کړې  وایي ».

د مکې د سوبې  پیښه   ډیره حیرانونکې  ده ، هغه خلکو  چې پوره  (۲۱) کاله  یې د رسول الله صلې الله علیه وسلم  او دهغه د ملګرو سره د هيڅ ډول  تیریو څخه   دریغ نه و کړې ، لوږه ، تنده ، وژنه او لوټنه ، وهل  ټکول ، د کورونو څخه  ويستل اوبیا(۹)  کاله  د  جنګ په  ډګر کې  د وينی تويدو به سخت کشمکش  کې یې پوره زیات  ددښمنۍ  رول درلوده ، اوس نو هغوی فتحه  شوي وول  او مکه د مسلمانانو د پوځي ځواک  لاندې راغلې وه . کله  چې اسلامی لښکر په پوره بریالیتوب  سره مکې  ته ورننوت ، نو د  هری  ډلې یو مشر و . سعد رضی الله  بن عباده  چې یوه تکړه انصاری  سردار  و  د یوه ډلې مشری یې کوله ، د ابوسفیان   سره مخ شو ، نو په غصه  شو  او ورته یې وويل :

«  ای  ابو سفیانه ! نن د وژنی او وينی بهيدو  ورځ ده ، په نن ورځ   سخت نیونکې الله جل حلا له  قریش  سپک  او ذلیلوي .»  ابوسفیان  ددې  ټکو په  اوریدلو  سره  خپل  حواس   له لاسه  ورکړل  او په منډه   منډه  یې  ځان  رسول الله صلې الله علیه وسلم  ته  را ورساوه  او  ورته  یې وويل :  ای د الله  رسوله!  ایا تا د خپل قوم ( قریشو ) د وژلو  او لوټولو حکم  ورکړې دې .  رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته  وفرمایل :  هيڅکله نه! ابوسفیان  ورته وويل  چې سعد رضی الله عنه  خو همداسې  وایي . رسول  الله صلې الله علیه وسلم  ورته وفرمایل  ته ډاډمن  اوسه ، سعد  نه  دې پوه  شوي  ، نن ورځ  د لطف و کرم او رحمت  ورځ ده نو هغه صلې الله علیه وسلم  د احتیاط  په خاطر  د سعد  بن عباده  څخه  د ډلګۍ جنډه  واخسته  او  د هغه زوي  ته یې  ورکړه ، اوبیایې د قریشو د بخښنی  له پاره  خپل  پوځ  ته لاندې  لار ښوونی  وکړې :

-  هر څوک  چې  وسله کیږدې  مه یې وژنۍ.

-هر څوک  چې  بیت  الله ته  ورسیږي  هغه  هم  مه وژنۍ .

-هر څوک  چې  د ابو سفیان  (دکفارو د ټولو جنګونو  د مشر ) کور ته  ننوت ، مه یې وژنۍ.

-هر څوک  چې په خپل کور کې ناست   وي مه یې وژنۍ.

-څوک  چې د حزام د زوي حکیم  کورته  ورغی مه یې وژنۍ.

- څوک  چې  و تښتې  مه یې و ژنۍ .

-  زخمیان  مه وژنۍ.

-   بندېان  مه وژنۍ .

نړۍ  دداسې  سوبې  او د دښمن  سره ددې ډول   لطف  او کرم  سره  پخوا هم نا اشنا  وه او د هغه وخت  څخه تر اوسه  پورې هم نا آشنا ده .  د فتحی  وروسته قریش  او دهغه مشران را ټول شول او د سیدنا علې  کرم الله   د لارښوونی  او روزنی  په مطابق راغلل  او دسیدنا  یوسف  علیه السلام  د  ورونو  دا جمله یې  تکرا روله :  « تالله  لقد اثرک  الله  علینا  و انا کنا خاطئین » ،  رحمت  للعالمین   رسول  ورته  په ځوا ب   کې وفرمایل : « لا تثریب  علیکم الیوم  یغفر الله لکم  و هوا  ارحم الراحمین »     نو اوس پر هغوي کې څوک ؤ  چې بښنه  ورته  وشوه ؟

- ابوسفیان !  چې په ټولو  جنګونو کې  یې د کفر د لښکرو  مشري  په  غاړه  درلوده ، وبښل شو.

-  د ابوجهل زوي  عکرمه ،  چې د هيڅ ډول ظلم او تیري  څخه  یې د مسلمانانو پر خلاف  دریغ نه و کړې، وبښل شو.

-  هبار  چې د رسول الله صلې الله علیه وسلم  خوږه لور سیدة  زینب  یې داوښ  په شا په غشي وويشته او لاندې  یې  را وپرزوله اوبیاد همدې  زخم څخه وفات  شوه ، وبښل شو.

- د ابې اسرح  زوي  عبدالله  چې  ملنډی  به یې وهلې او ويل به یې  چې وحی لمړې ماته راځي اوبیامحمد صلې الله علیه وسلم یې (نعوذبا الله )  له ما  څخه زده کوي ،  وبښل  شو .

-   د ابو سفیان ښځه  (هندۍ)  چې  د جنګ  په میدان کې  یې د سیدنا  حمزه  رضی الله  عنه  د شهيد شوي جسد څخه د هغه کلیجی  را وويستی  او  ويی ژولې او  د هغه د بدن غړې  یې  غوڅ  او د غاړی  هار یې ترې  جوړ کړ ، وبښل  شوه .

-  وحشي ، د سیدنا حمزه  رضی الله  عنه  قاتل  ، ته  یې هم بښنه وکړه  چا چې د اسلام د لښکرو ستنه  په خپلې بې درده  نیزی  را پرزولې وه او د پوځ زمري   یې  په شهادت رسولې  و هم وبښل شو.

-  او د مکې هغه  اوسيدونکو ته یې د مسلمانانو هغه زمکې هم  ور پریښودې  ، دکومو په  خاطر  چې یې مسلمانان  دخپلو کورنو  څخه  ويستلې او غاصبانه  قبضه یې  پری کړې  وه .  او ددې نه پرته یې په  هغو نوو مسلمانانو  ، چې  اوس  یې د اسلام د غلبې  په اساس  د رحم  او کرم  غوښتنلیکونه وړاندې کړې و ، د هوازن  د جګړی  بې شمیره مالونه او غنیمتونه وويشل . او په خپله د هوازن  قبیله یې  چې د مسلمانانو سره   یې سخته مقابله کړې وه او پوځ   ته یې سخت  تاوان رسولې و د فتحی وروسته د بهترین  او نیک  سلوک  وړ و ګرځوله .  د هوازن د قبیلې   شپږو مشرانو  رسول الله صلې الله علیه وسلم  ته د رحم او کرم  غوښتنلیکونه   را وړل ، په دې ډله  کې  هغه خلک هم وو چې په طایف  کې یې رسول الله صلې الله علیه وسلم  په کاڼو ويشتلې  و ،  اوبیاسیدنا زید  رضی الله  عنه  د بې هوشۍ  په  حال کې  زخمی  له هغه ځاېه څخه را پورته کړې و .

رسول الله صلې الله علیه وسلم  هغوي ته وويل  : « ما ستاسو انتظار کاوه ،  زه د خپل  ځان او کورنۍ برخه بندېان  ازاد ولې شم ، خو نور خلک د خپلو خپلو  برخو په هکله آزاد دې  ،  تاسو  سبا  عمومی غونډی ته دا غوښتنلیک  وړاندې کړئ ».  د رسول الله صلې الله علیه وسلم  د  لارښوونی  په  مطابق  په  بله ورځ  په عمومی  غونډه کې  د هغوي غوښتنلیک  وړاندې شو ، نو رحمت للعالمین   وفرمایل : «  چې زه خپل او د بنو عبدالمطلب  د برخې بندېان  د بدلې  پرته  ازاده  وم » ، ددې خبری  د اوریدو   سره سم  انصارو  او مهاجرینو هم  اعلان  وکړ  چې هغوي  هم خپل خپل  بندېان د معاوضی  پرته  آزاده  وي .  هغه صلې الله علیه وسلم  آزادو شوو بندېانو ته نوي کالې ورواغوستل  او هغوي   یې  رخصت کړل ، نړۍ دهغه صلې الله علیه وسلم  په  دې نیک  سلوک  چې دښمن  سره یې وکړ  حیرانه  پاته  شوي.  

هغه صلې الله علیه وسلم  به فرمایل: «تاسو  یو دبل  خبری ماته   مه اوروئ ، زه غواړم  چې ددنیا څخه په تللو سره  می ټولو ته سینه  پاکه  وي».

هغه صلې الله علیه وسلم  هيڅکله  سایل  نه دې ځواب کړې ، او نه یې ورته کله هم د انکار  حرف په مبارکه ژبه راغلې ، که چیرې د ورکړې څه به ورسره  په لاس کې نه و نو سایل ته به یې داسې عذر کاوه لکه  څوک  چې  بښنه  غواړی . لکه  چې  یو وخت  یو سړي سوال وکړ  نو  ورته یې  وفرمایل : « وروره !  زما سره خواوس  څه نشته ، ته زما په نوم پور واخله  زه به یې بیا ورکړم . »

سیدنا عمر فاروق  رضی الله  ورته وایي  چې :  ای  د الله رسوله ! الله  جل جلاله  پر تاستا د قدرت  نه پورته  د کارکولو بار نه دې اچولې ، په دې خبره هغه صلې الله علیه وسلم  چپ شو ، یو انصاری  ورسره په څنګ  کې ناست و ويی ويلې :  « ای د الله  استازیه ! ښه  یې ورکړه ، ځکه رب  العرش  چې  مالک دې نو دتنګ  لاسۍ به څه ويره وي ؟  په دې خبره رسول الله صلې الله علیه وسلم  په خندا   شو ، مخ مبارک   یې و غوړید او ويی ويل : ( ماته همداسې حکم شويدې ) (شمایل ترمذی).

یو اعرابې  رسول الله صلې الله علیه وسلم ته راغی  او د څادر  څخه  یې دومره سخت  را ښکود  چې د هغه صلې الله علیه وسلم په غاړه   مبارکه  کې نښی پیدا شوي . اوپه ډیره  ګستاخۍ  سره یې  وويل :  ای محمده !  دا د الله جل جلا له مال  چې له تاسره دې  دا نه ستا دې او نه ستا  د پلار !  ددې څخه ماته  هم  یو اوښ  غله  را کړه .  رسول الله صلې الله علیه وسلم  د لږ څه  توقف  څخه وروسته وويل  « بې شکه  چې دا د الله جل جلا له مال دې اوزه  د هغه غلام یم  اوبیا یې هغه ته  یو اوښ  غله  ورکړه ».

یوه مشهوره پیښه ده  چې یو وخت  رسول الله صلې الله علیه وسلم  د ونی لاندې  بیده و ، توره یې په ونه کې را زوړنده کړې  وه  یو سړي (کافر )  راغی  او توره  یې راواخسته او په  ګستاخۍ سره یې رسول الله صلې الله علیه وسلم را  ويښ  کړ  او ورته  یې وويل ،  چې  تا به زما څخه  څوک  خلاص  کړي ؟  هغه صلې الله علیه وسلم ورته وويل  چې   الله جل جلاله . ددې  ځواب په اوریدو سره په هغه سر و ګرځيد او  را  پریوت ، نو رسول الله صلې الله علیه وسلم  ترې  توره واخسته  او  ورته یې وويل :  «اوس ووایه  چې تا به له ما څخه  څوک خلاص کړي ؟ خو ځه  ! زه   د چا څخه  بدله  نه اخلم .»

هغه صلې الله علیه وسلم به  ويل : «الله جل جلا له  په هغه کتاب  کې  چې د عرش  دپاسه  دې داسې لیکلي  « ان رحمتی غلبت  غضبې»  ( زما رحمت  زما په غضب باندې غالب  دې .)

 ويی  فرمایل : زورور  هغه نه دې  چې  نور  را تاو کړي  بلکه  زورور هغه دې  چې د غصی  په  وخت  کې  خپل ځان  په  قابو کې وساتي . همدا راز یې و فرمایل :  « بندېانو ته  آزادې  ورکړئ ، وږو ته ډوډۍ  ورکړئ  او د ناروغانو پو ښتنه  وکړئ .» او  په بل ځاې  کې فرمایي  چې : « هغه  څوک  چې په بل رحم نه کوي  په ده  به  هم  رحم و نکړای  شي. »

د رسول الله صلې الله علیه وسلم  ددې شفقت او مرحمت  لويه ګواهي د هغه  ددې سخت  دښمن د ګواهۍ  پرته بله نشته  لکه چې  وایي  د حرب  زوي  ابو سفیان  چې د رسول الله صلې الله علیه وسلم  پر خلاف  یې  د جنګونو لړۍ  تر ډیرو  کلونو پورې  روانه  وه د مسلمانیدو تر مخه د جنګ میدان  کې ونیول  شو ، او رسول الله صلې الله علیه وسلم  ته یې را ووست ، رسول الله صلې الله علیه وسلم ورته  په  پوره   مهربانۍ  وويل : « افسوس  ای ابوسفیانه !  آیا  اوس  ددې  وخت  نه دې راغلې  چې په دې خبره  ځان  پوه کړي  چې د یوه  الله  پرته  بل څوک د بندګۍ  وړنه شته ؟ ددې خبری په اوریدو  ابوسفیان  وويل :  زما مورو پلار  دې له تا زار شي  ته څومره دزغم خاوند ، د خپلوۍ حق اداء کونکې او څومره پر  دښمنانو  مهربانه او کرم  کونکې  یې.

د رحمت  ددې شان او زړه وړونکي خوي دخاوند دا ارشاد دهغی دکړنلارې ښکاروندوي ده  چې :

« زما پرودګار  ماته حکم کړې  چې څوک  چې پر ما تیري وکړي  زه د بدلې د اخستو د ځواک  سره سره  هغه ته بښنه وکړم . څوک  چې راسره اړیکې پریکړي د هغو سره ووينم  څوک  چې ما بې برخې کړي  هغه ته یې وروبښم ، د غضب او خوښۍ  په دواړو وختونو کې دحق  ويونکې  اوسم »

کله چې صحابه کرامو د مشرکانو د تیري او تجاوز په اساس  هغوي ته د بدې  دعا کولو  غوښتنه وکړه  نو رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته  وفرمایل : 

«زه د لعنت  ويلو په خا طر نه یم  را لیږل  شوې ، زه خو یې  رحمت جوړ او را لیږلې یم ». 

او کله به یې چې د قوم په هکله دعا کوله نو همدا به یې ويل  چې «ای الله  زما قوم ته بښنه وکړه ، او دوي ته لار ښوونه وکړه  چې دوي بې خبره دې ».

کله چې د یمامی حاکم ثمامه رضی الله عنه  د مکې په لور د غلې راتګ  بند کړ  نو دې بندېز دمکې په کفارو کې اړو دوړ  راوست ، ابوسفیان  په منډه منډه  ځان مدینی ته ورساوه او د عالمیانو د رحمت  نه یې غوښتنه وکړه  چې د یمامه حاکم د غلې د بندېز څخه منه کړې ، دا هغه خلک و  چې نژدې دری کاله یې په شعب  ابې طالب کې رسول الله صلې الله علیه وسلم  او دهغې کورنۍ  په لوږه اوتنده  کې   را ګیر کړې و. ان تر دې  چې په شيدو خوړونکو کو چنیانو یې هم رحم نه وکړې ، کوچنیانو به کړېکې وهلې خو دې  زړه سختو قریشو په هغوي هيڅ رحم  و نه کړ .  بلکه خنداوې  به یې   کولې او ملنډی به یې وهلې . اوس  نو هغوي  رسول الله  صلې الله علیه وسلم ته  دېمامه  د حاکم  څخه شکایت  راوړي و په دې ويریدل  چې ټوله مکه د شعب  ابې طالب په څیر  و نه ګرځي ، هغه صلې الله علیه وسلم  هغوي ته د هغوي کړنې  ،تیرې  او ظلمونه  یادول دخپل رحمت او مروت څخه  لیری و ګڼل  نو  دېمامه  حاکم  ته یې و لیکل  چې د مکې  خلکو  ته د غلې  د ور لیږدولو   اجازه ورکړي .  کله چې همدې  قریشو  د مسلمانانو د له منځه وړلو له  پاره  یو دروند لښکر  واخست او د بدر  ډګر ته ووتل نو اوبه د مسلمانانو د لښکرو په لاسو  کې  وي ، د مشرکینو د لښکرو یو عسکر  د اوبو  څښلو  له پاره د مسلمانانو جوړ کړل  شوي ډنډ   ته  راغی  نو ځینې لښکریانو هغه  تم کړ خو رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته  وفرمایل   چې  د اوبو څښلو څخه  یې  مه منه کوئ ، پریږدۍ  چې  ويی څښي. همدا   را ز   دحدېبې  په ډګر کې له یوی خوانه د سولې  خبرې  کیدې    خو  له بلې  خوا  څخه  قریشو  (۸۰ ) کسه د رسول الله صلې الله علیه وسلم  د وژلو په  نیت  را لیږلي وو  تر څو  په پټه  په  اسلامی لښکرو کې  ننوځي . دا خلک و نیول شو  او رسول الله  صلې الله علیه وسلم  ته  یې  راوستل . رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته وفرمایل : 

«ماتاسو ټول بښلې یاست  ، ځۍ تاسې  آزاد  یاست». یو مجرم  عمیر وويل  زه خو دخپل زوي د خبر  اخستلو  په خاطر  راغلې یم  چې له تاسو سره بندې  دې . رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته وويل :  دا توره  دې په غاړه کې څنګه  زوړنده  کړې  ده ؟ هغه ورته وويل  چې د راتلو  په وخت  کې  می هير شو  چې د غاړی  څخه می ويستلای  واي.  رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته  وويل : آیا تا دخپل دوست  د امینه  د زوي  صفوان  په حجره  کې د هغه سره یو ځاې زما د وژلو جوړښت  نه  و کړې ؟  دا  چې صفوان به   ستا قرضه ورکړې او ستا د اولاد کفالت  به کوي . عمیر د حقیقت په را برسیریده و  حیران  او اقرار  یې  وکړ. هغه صلې الله علیه وسلم  ورته وويل :  دا پریږدئ  او زوي  یې هم آزاد کړۍ. عمیر هملته  مسلمان شو. ابو سفیان  یو بدو ته  د پیسو  لالچ   ورکړ او هغه  یې  د رسول الله صلې الله علیه وسلم  د وژلو له پاره مدینی ته واستاوه  ، کله  چې هغه نبوي مسجد  ته ورسید  ، و نیول شو  او اقرار یې وکړ. نو رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته  وفرمایل : تا ته  امان درکړل شو ،  چیرته  چې دې زړه غواړي  تلایې شي ، ددې نیک  سلوک  په  اساس  هغه هملته  مسلمان  شو. یو سړي  چې د حارث  زوي عثور نومیده  ، رسول الله  صلې الله علیه وسلم  یې  یواځې  وکوت  او توره یې  را وويستله  ، غوښتل یې ګذارپرې وکړي  چې توره یې دلاسه  پریوته ، بیا هغه صلې الله علیه وسلم  توره   راواخسته   او ورته  یې وویل :  ای عثوره  ځه  چې ما وبښلې،  په دې   سلوک  سره  هغه  مسلمان  شو .

له دې  نه پورته  به نور رحمت  او شفقت  څه وي  چې هغه د منافقینو سره هم د تل له پاره د رحم او کرم نه ډک سلوک  کړې دې . د عبدالله  بن ابې  دښمني  له یوي  خوا او د رسول الله صلې الله علیه وسلم  رحم  او کرم  له بلې خوا   چې تل  پری غالب دې ، عبدالله بن ابې او دهغې منافقی ډلګۍ په ام المؤمنین  باندې تهمت  او بهتان  وکړ ، او رسول الله صلې الله علیه وسلم  ته  یې تر ټولو زیات  اذیت  او تکلیف  ورساوه خو هغه صلې الله علیه وسلم  هغوي  وبښل  ، هغوي  د مهاجرینو او انصارو تر مینځ  د نښتلو  کوښښ  وکړ ، بیاهم  نبې صلې الله علیه وسلم  و بښل ، هغوي دمسلمانانو دمسجد په مقابل کې د تخریبې  کارونو  له پاره مسجد ضرار  جوړ کړ ،  هغه صلې الله علیه وسلم  د الله جل جلا له د حکم په اساس  ددوي دا  اډه  وسوځله خو سازشونه یې ورته  معاف کړل . د هغه صلې الله علیه وسلم خادم  سیدنا  انس رضی الله عنه  فرمایي : رسول الله صلې الله علیه وسلم  هيڅکله  په غونډه  کې د ناستو خلکو په لور پښی  نه وي غځولې ، کله یې  چې مصافحه کړې  خپل لاس  یې اول نه دې  راښکودې ، څوک  به  چې ودرید او خبری  به یې ورسره کولې نو کله  هم ترې ندې په شا شوي ، ماته یې د لس کاله اوږدې مودې  په خدمت  کې کله  هم غاښ  چیچې نه دې  کړې ،  او ما  چې  هر څه کړي  ماته یې  نه دې ويلي  چې  دادې کړې  او  هغه دې کړي.

عرض  دا چې  رسول الله صلې الله علیه وسلم  د ټول انسانیت  له پاره د رحمت سر چینه  ده ، دهغه د رحمت  دریاب  تر اوسه  چپی  وهي ،  چې د نړۍ  ټول خلک   ترې  برخمن  ګرځي ، د هغه د ذات  څخه د مینی  ، مهربانۍ د ورورګلوۍ ، او رحمت  نور   شغلې وهي  چې  ټوله  نړۍ  به ترې  د آخرت د ورځی  پورې ګټه  پورته کوي.

صلې الله علیه وسلم


 

دریېم پړاو:

بشپړ  هدایت

درسول الله صلې الله علیه وسلم  ټول وجود  هدایت او لار ښوونه وه. هغه صلې الله علیه وسلم د نړۍ له پاره د هداېت او لارښوونی لمر دې . د زړه د سکون او د ذهن د اطمینان له پاره سپوږمۍ  ده، د بې لارې قافلو  له پاره د روښنایې  څراغ  دې ، او د لار   ورکو   مسافرو  له پاره د زنګ   اواز  دې .  د غمځپلو انسانانو له پاره  د امن ښار دې . د زخمی انسانیت  له پاره دشفا مرهم  دې ،  د ابلیس د جفا کاریو  په اساس د تباه شوو خلکو  له پاره سختۍ  اسانونکې  لاس  دې . د وروسته پاتې  مخلوق  له پاره د تعاون  او لاس  نیولو ذریعه  ده.

د هغه صلې الله علیه وسلم  د لار ښوونو رو ښنایې د اوهامو د نړۍ  په تیارو ځنګلونو او  په  ويرونکو  کنډوالو  کې هغه نیغه  لار  ده  چې  د انسانیت  کاروان  په پوره سلامتیا  او خیریت سره د خپل مالک  د رضا  او خوښی تر ځاېه  پورې  رسوي.هغه صلې الله علیه وسلم  د سلامتۍ  یواځنۍ  لار ده   او یواځې  هغه صلې الله علیه وسلم  په خپله روښنایي  ده،  یواځې  هغه صلې الله علیه وسلم  د مالک  د لارې  لار ښوود  ، او پړاو ته د رسیدو یواځنۍ  ذریعه  ده  که  چیرې  د هغه لمن د انسان په لاس کې وي ، نو د الهي د رضا  تر میندلو  پورې  رسیدای  شې .  او که  چیرې   د هغه صلې الله علیه وسلم  لمن  یې  له لاسه  خوشي  شوه  نوبیاد الهي رضا ته رسیدل  ورته ګران  کار  دې .

ښکاره  ده  چې  په نړۍ  کې انسان بې خبره پیدا شوي ، نو تر څو  چې هغه ته د هغه خالق  صحیح  لاره و نه ښئ  او پوهه  ورنکړي  نو د صحیح لارې پیدا کول  ورته ګران  کار دې . نو د صحیح لارې ورښوول  او د پوهي  ورکول  په هغه  وخت کې ممکن دي  چې  د انسانانو  څخه  چاته نیغِ په نیغه صحیح علم  ورکړې او هغه را وهڅوي  تر څو خلکو  ته صحیح  لار  ور وښئ  او ښه  پوهه  ورته  ورکړي.  دا کار انبیاؤ  ته ور سپارل  شوي و ، او هغوي   دا دنده په ښه توګه ترسره کړې ده ،  د هغوي د لړۍ آخري کړۍ  رسول الله صلې الله علیه وسلم دې  ،  چې د الله  د کتاب  (قران کریم )  په  واسطه  یې  خلکو ته پوهه   او دخپل نیک خوي  په واسطه هغوي ته نیغه او سمه لار  ورښووله.

قرانکریم چې د زمکې او سیدونکو ته د الله  اخري کتاب   او اخري  اواز دې  او دکائناتو د مالک  یواځنی کتاب دې  چې د آخرت  تر ورځې پورې به انسانیت   ته د نیغی لارې  په لور همغسی  بلنه ورکوي  لکه څنګه یې  چې  د مکې په  کوڅو کې  خلکو ته بلنه ورکوله .

 قران کریم  نبې صلې الله علیه وسلم د نړۍ  له پاره  وروستنې  لارښوود او یواځنې رهنما  بیان  کړې  نو اوس  که  چیرې  واقعا څوک  د لار ښوونی په لټه کې وي نو هغه ته د هغه صلې الله علیه وسلم  پرته  نورڅه  په لاس نه ورځي .

·                    ښکاره ده  چې  الله جل جلا له  د قران کریم د نازلولو په  څنګ   کې  پدې  کتاب  د پوره عمل کولو او د پوره پوره  وضاحت   او بیان  او د هغې  پټ  او ښکاره  د را برسیره کولو له پاره یې ریښتنی  لار ښوود  هم را لیږلې، دې لارښوود په خپله د یوه مجسم  قرآن په څیر د الله جل جلا له  ددې  کتاب  تشریح او تفسیر کړې ، د انسانی ژوند  هيڅ داسې اړخ  یې  نه دې پری ایښی   چې  دهغه په هکله  د هغه صلې الله علیه وسلم  نیک خويونه  (اسوهُ حسنه  )  موجود  نه وي .  دهغه صلې الله علیه وسلم  هر قدم ، هره ساه او هر  عمل د قران کریم په  مطابق و، همدا علت دې  چې قران  کریم  د  رسول الله صلې الله علیه وسلم  ژوند  د ګردې  نړۍ  له پاره  اسوهُ  حسنه  و ګرځاو او نور  چې هر څوک  د هغه  صلې الله علیه وسلم  په لارې ځي  نو هغوې په حقیقت  کې د قران کریم  احکام  عملې  کوي ، او ضرور به د الهي رضا لاس  ته راوړي  نو د رسول الله صلې الله علیه وسلم  پیروي  په حقیقت  کې  د الهي د رضا پیروي ده  چې همدې څه ته  قران کریم  اسوهُ حسنه  ويلې

«  لقد کان  لکم  فی رسول الله  اسوة حسنة»   

        (د الله رسول  تاسې  ته غوره نمونه د ه ) .

·                    ښکاره  ده  چې  د رسول اکرم صلې الله علیه وسلم  د اسوهُ حسنة  پیروي د قرانکریم  د یولارښود کتاب  په څیر د منلو پرته  ممکن  نه ده ، قرانکریم  د کائنانو د مالک د آواز په شکل   کې  انسانانو ته  په  وينا کې داسې  وایي . «دا هغه ذات دې  چې په امیو(نالوستو)   کې یې د هغوي د ډلې څخه یو استاذی  را پورته کړ تر څو هغوی ته د هغه جل جلاله  آیتونه واوروي ،  او هغوي ته د کتاب او حکمت  درس ورکړي او ژوند یې پری  ښایسته  کړي ، حال دا چې  دده تر مخه دوي په ښکاره ډول  لار ورکۍ کې  پراته  وو.»  اوبیافرمایي  چې :  «دا هغه الله جل جلا له  دې  چې خپل استاذی  یې د حق  دین  او هدایت  سره و لیږه تر څو  هغه په ټولو ادېانو غالب او پورته  کړې ، او الله  جل جلا له  یې د ګواهۍ  له پاره کافی دې». ( الفتح)

·                    د هدایت  د ذکر  په لړ کې فرمایي : «ای پیغمبره !  ته مونږ ددین په معامله کې په یوه سمه لويه لاره  درولې  یې  ،  نو  په همدې لاره ځه ، او دبې  علمه  خلکو د غوښتنو پیروي  او تابعداری مه کوه ، هغوي به د الله جل جلا له په مقابل کې ستا  هيڅ  په کار  را نشي ، ظالم او تیري کونکې  خلک یو د بل ملګری دې  ، خو د متقیانو ملګرې  الله  جل جلا له دې ، دا د ګردو خلکو له پاره د کتلو روښنایي  ده او دهغه خلکو له پاره  چې پرې  یقین لري  هدایت  او رحمت دې.» (الجاٍثیه ۱۸-۲۰)

·                    ښکاره   ده  چې  هغه انسان  چې په خپله په  یوه پاکه  نیغه  لويه لار  ولاړ وي ، نورو خلکو ته  هم  دانیغه  لار  ښوولې شي.  چې ددې خبرې  ګواهي په خپله د عالمیانو  پالونکې  کوي . رسول الله صلې الله علیه وسلم  د لار ښوونې  له پاره په دې  خاطر ټاکل شوي  چې  هغه په خپله  په نیغه  لويه لار ولاړدې ،  چې  د الله جل حلا له  د رضا پرته د بلې لارې  پیروي  کونکې  او په بله لاره  تلونکې  نه دې . 

·                    دهغه  کار همدا دې  چې خلک دې لويې نیغی او پاکې  لارې ته را وبلي ، دا دخلکو خوښه ده  چې هغو دې  بلنی ته غوږ  نیسي  او مني یې او که ګونګی ، کاڼه او ړانده پاتی کیږي  او د خپل ضد په  اساس په بله لاره  ځی ، همدا علت دې  چې الله جل جلا له  ضد کونکې خبروي اوفرمایي  چې : « اې د الله استاذیه ! ایا  اوس   ته  غواړي  کڼو ته یې واوروې ، یا ړندو   او ښکاره بې  لارې  خلکو ته لاره  ور  وښیئ ،  اوس  نو مونږ هغوي  ته  سزا  ورکوو ( دا سزا هغوي ته د بدر په  میدان  کې ورکول شوه  هلته  چې د کفارو غټ غټ سرداران پراته وو  او د کفر ملا  ورماته  شوه. هو د الله جل جلا له نبې هغوي ته په  چیغو چیغو  دالله جل جلا له  د وعدې  د پوره کیدو  وخت په یاد  راوړ )  که تا له نړۍ   نه بوځو ، او یا تا ته  په سترګو  د هغوي هغه انجام  وښیو  چې مونږ له دوې  سره  وعده کړې  ،مونږ په هغوي  پوره  قدرت  لرو، ته  په هر صورت  هغه کتاب  ټینګ  و نیسه   چې د وحی په  واسطه مو  تا ته  رالیږلې ، یقینا  چې ته په نیغه  لاره  یې .  حقیقت  دادې  چې  دا کتاب  ستا او ستا د قوم له پاره ډیر غټ  شرف دې  او ژر  دې  چې تاسې  څخه  به د هغه په هکله پو ښتنه وشي.»(الزخرف ۴۰-۴۴).

او کله چې د حق نه مخ اړونکې  ، په رسول الله صلې الله علیه وسلم په دې خاطر  چې دا یو عام  انسان دې ، نیوکه  کوي ، نو هغوي ته ويل کیږي  چې :«ای  نبي !  هغوې  ته ووایه  چې زه ستاسې  په څیر یو انسان یم . ماته د وحې  په ذریعه  را ښوول  کیږي  چې ستا الله جل جلا له  یواځې   یو الله جل جلا له  دې، پس ته نیغ  دهمغې په لارو  ولاړ شه . ( حم سجده ۶)»

·                      ښکاره  ده  چې نیغه لار یواځې  د الله جل جلا له د پالنی  لار ده ،  چې  رسول الله صلې الله علیه وسلم  په همغه لار خلک  را بولې ، او لار ښوونه  ورته کوي .  لکه  چې فرمایي : « ای نبي!  مونږ  د ټولو انسانانو له پاره دا دحق کتاب پر تا نازل کړي دې  ، اوس نو چې  څوک  نیغه لار اختیار کړې  نو د خپل ځان  له پاره  یې ده او څو ک   چې  کاږه  شول  نو د کوږوالې  مسؤلیت  یې پر خپله  غاړه  دې ، ته د هغو ی  مسؤل  نه یې . (الزمر ۴۰)»

نو د یو پیغمبر کار  په  خپل ذات  کې  د الله د بندګۍ  یوه غوره نمونه  د انسانیت  تر مخ وړاندې کول دي ،  لکه  چې فرمایي : «   ای نبې !   هغوي ته ووایه،  چې خپل دین  د  الله جل جلا له  له پاره خالص  کړئ  او د هغه بند ګي  وکړئ ،او  ماته  حکم شوې  چې  تر ټولو دمخه  زه مسلم  و ګرځم ، ووایه  چې که  چیرې  زه د الله  نا فرماني  وکړم  نو ماته د یو ې لويې ورځې  د عذاب   ويره ده  ، ووایه  چې زه  خپل دین د الله  له پاره خاص  ګرځوم او دهغه بندګي کوم ، تاسې  چې  د هغه جل جلا له پرته  د هر چا بندګي کوئ  ، کوئ  یې ، ورته ووایه  چې اصل  مفلس   هغه  خلک دې   چې  دقیامت په ورځ  یې  خپل ځان او خپل اولاد  او کورنۍ  په زیان کې  درولې  وي ،  چې همدا مفلسي ده .» ( الزمر ۱۱-۱۵).

د هدایت  په  لار کې پیغمبرانو ته د بې شمیره انسانی ډلو سره اړیکې پیدا کیږي  چې  په هغه کې منونکې هم او نامنونکې  هم  شامل دې . خو  هدایت  یواځې هغه  خلکو ته په برخه کیږي  چې  د الله جل جلا له څخه وويریږی ، لکه  چې فرمایي : « ای نبي!  ته یواځې  همغه  خلک  تنبه کولای شې  چې نالیدلې  د خپل رب  نه وويریږي  او لمونځونه کوي  ، هر څوک  چې  پاکیزه  اوسي نو ښیکڼه  یې د خپل ځان  ده  او د ټولو ګرځیدل بیر ته  یوه  الله  ته  دې .  ړانده  او د سترګو خاوندان  برابر نه دې ، او نه تیارې  او روښنایې  یو څیر دې ، نه د یخنۍ  او ګرمۍ تپ سره برابر دې  او نه ژوندې  او مړ  یو څیر دې ،  الله  جل جلاله  هغه  چاته  چې و غواړي   ژوندېې ښایسته کوي ، خو ای  د الله رسوله !  ته هغو خلکو ته  چې په قبرونو کې  دفن شوي  ، نه شې  اورولایې ، ته  یواځې خبر ورکونکې  یې .(فاطر ۱۸-۲۳).»

رسول الله صلې الله علیه وسلم  پخپله  د لارښوونی  رڼا ده  چې قران کریم  یې په همدې توګه بیانوي :« ای پیغمبره !  ته مونږ د ګواه، زیرې  ورکونکي ، ويره ونکي  او د الله په لور دهغه په اجازه د بلونکي  او روښانه  څراغ  په  څیر  لیږلې یې . هغه خلکو ته زیرې ورکړه  چې په تا یې  ایمان  راوړي  په دې خلکو د الله  ډیر فضل  دې ، د کافرو او منافقینو د اغیزی  لاندې  مه  راځه د هغوي د اذیت د رسولو څه پرواه مه کوه ، په الله  توکل  وکړه  ، بې شکه  چې الله د هغه چا له پاره کافی دې  چې  هغه  خپل ټول معاملات  او چاری  هغه جل جلاله  ته وسپاري. (الاحزاب ۴۵-۴۸).»

بیا یې د کفارو د نیوکو  په ځواب کې او دا  چې دا کتاب  د  الله له لوری دې  په بیابیا فرمایلي  چې : « ایا  دا خلک په تادرواغ وایي ؟ داسې نه  ده  ، بلکه دا  ستا  د رب  د پلوه حق دې . تر څو  یو داسې قوم پری تنبه کړي  چې له تا مخکې ورته کوم  تنبه کونکې نه دې  راغلې  ، ښایي چې  هغوي سمه لاره بیامومی . (السجده ۳)».

د لارښوونې کتاب قران کریم دې ، چې د پیغمبر صلې الله علیه وسلم  په واسطه د نړۍ والو تر مخ  ایښول  شوې دې .  په دې  کتاب  کې  د هدایت او لار  ښوونی  ټول احکام ،اوامر  او نواهي موجود  دې ، تر څو څوک  دا ونه  شي  ويلایې ،  چې ده  ته د نیغی او کږې لارې  توپیر نه و معلوم .  په دې  خاطر ددې  کتاب بیالوست او د نړۍ والو ترمخ دهغو د وړاندې  کولو   اړتیا ده ، تر څو د الله  هدایت   د الله  د مخلوق  تر مخ  په ښکاره  او څرګنده  توګه  را مخته شي  . لکه چې فرمایي :

«ای نبي ! دهغه کتاب  چې تاته  دوحی په واسطه راغلې  لوست  کوه ، او لمونځ  کوه  ځکه  چې لمونځ د فحش او بدو کارو څخه مخنیوي کوي او د الله یادونه  ( ذکر )  ددې نه زیات  شې دې.  الله  پر هغه  څه پوهيږي  چې تاسو یې کوئ. (العنکبوت ۴۵)»

د هدایت او لار ښوونی دکتاب  د ډیر زیات اهمیت  په اساس  فرمایي :  « ای پیغمبره !  باور وکړه  چې هغه  چا  چې  په تا  دا قران   نازل کړې ، هغه تا غوره او بهتر انجام  ته رسوي  هغه خلکو ته ووایه  چې زما پرودرګار ډیر ښه پوهيږي،  چې څوک  په نیغه لار روان  دې او څوک په بې لارۍ  او ګمراهۍ   کې پروت دې . تا هيڅکله ددې امید نه  درلود  چې  پر تا دې  کتاب  نازل  شي ، دا یواځې ستا  د رب  د مهربانۍ  په اساس پر تا نازل شوې دې، نو ته  د کافرو  معاون  مه ګرزه. (القصص ۸۵-۸۶)»

له شکه پرته د هدایت  او لارښوونی له پاره اخري  پیغمبر،  رسول الله صلې الله علیه وسلم  دې  او یواځې همغه  د هدایت  او لار  ښوونی  ذریعه  ده . خو توفیق  ورکونکې  یواځې الله دې  چې د مخلوقاتو  پیدا کونکي دې.  لکه  چې  د هدایت د سرچینې   په لور  د اشارې  کولو په ترڅ کې فرمایي:

  « ای نبي  ! ته  هر چاته  چې و غواړې لارښوونه نه شې کولائ.  مګر  الله جل جلا له  هر چاته  چې و غواړي  لار ښوونه کوي ، هغه جل جلا له هغه خلک  ښه  پیژني  چې  هدایت   قبلونکي دي،  هغوې  وایي  چې  که چیرې  مونږ له تاسو سره یو ځاې ددې هدایت پیروي وکړو   نو دخپلې زمکې څخه  به  و شړل  شو . آیا  دا حقیقت  نه دې  چې  مونږ د امن  نه ډک حرم  هغوي  ته  د قیام ځاې و ګرځاوه؟  چې هر ډول میوي ورته  را  روانې دې .  دا زمونږ لخوا رزق ؤ  خو دهغوې ډیر خلک پرې  نه پوهيږي (القصص  ۵۶-۵۷)»

دا  د پیغمبر کار دې  چې د خلکو  تر مخ  له یوي خوا د الله جل جلا له د هدایت  په مطابق د خپل ژوند یوه غوره نمونه  وړاندې کړي  او  د بلې خوا نه  د الهي لار ښوونې  ، هدایات  او احکامات  په پر لپسی توګه  د هغوې تر مخ  کښیږدي .  هر پیغمبر ته  د الله  لخوا نه  همدا  ډول  حکم  شوي دې.

«ای محمده!  هغوی  ته ووایه ماته داسې  حکم  شوې دې  چې ددې ښار د رب  بندګي  وکړئ  چې تاسې ته یې حرام  ګرځولې دې،  هغه د هر څه مالک دې ، ما ته حکم شوې  چې مسلمان  و اوسم او دا  قران ولولم او تاسو ته یې  واورم،  اوس  نو هغه څوک  چې هدایت بیامومې د خپل ځان د ګټې له پاره یې  دې  او څوک  چې  بې  لارې شي ورته  ووایه  چې  زه خو یواځې  خبرونکې یم ، ورته ووایه  چې ټوله ستاینه د الله جل جلا له    له پاره  ده ، نژدې دې  چې  هغه به تاسو  ته خپلې نښی و ښیئ.  او تاسو  به هغه و پیژنۍ ، ستا پروردګار  ستاسې  د کړونو  څخه بې خبره  نه دې .(النمل ۹۱-۹۳)»

په زور  په چا د هدایت منل ممکن  نه دې. او نه  چاته دا واک ورکول  شوې  چې  په چا یې  په زور  ومني. د پیغمبر دنده د خپل پیغام  رسونه ده . 

«دا ( قران)  د ایمان راوړونکو له پاره هدایت  او رحمت دې .  په یقین  سره  چې ستا پروردګار  دهغو تر مینځ  په خپل حکم  پریکړه  کوي.  هغه  په  هر څه  ښه بوهيږي . نو  ای نبي! په  الله  توکل  وکړه ځکه  چې  ته بلکل  په  حق یې.  ته یې  مړو ته  نشي   اورولایې. او نه  هغوي ته چې په  شا ځي، خپل  غږ  اورولایې شې.  او نه ړندو  ته  د بې لارېۍ څخه  د نجات  په خاطر لار ښوولای  شې.  ته  یواځې  هغوي ته خپله خبره اورولای  شې چې زمونږ  په آیاتونو  ایمان  راوړي اوبیا فرمان  وړونکې  و ګرځي  ( النمل ۷۷-۸۱).»

بې له شکه  چې لارښوونه  د  نړۍ د مالک  په  لاس  کې ده . خو نبې صلې الله علیه وسلم  ددې  لار ښوونی  را رسونکې  دې، هغه  هڅه  او هاند کوي ، منډې ترړې  وهي او د هدایت په لار کې  دټولو خنډونو او طوفانونو  د مقابلې  څخه  تیريږي   ،  هغه سره  د خلکو تر مینځ  د بلنی  او قبلونې یوه فطري  داعیه وي  چې  په هيڅ  ډول  له منځه نه ځي .

رسول الله صلې الله علیه وسلم هم شپه  اوورځ  د الله د پیغام   رسونی او دې  لوری  ته دخلکو د بلنې له  پاره  ډیرې منډې ترړې   کړي او په همدې غم  کې به یې ويلې  چې خلک  ولې  د هدایت  په لیدو او په حق د پوهيدو سره سره د هغه دمنلو  څخه تښتي.  دې غم به رسول الله صلې الله علیه وسلم   ويلې  کاوه  نو خالق د رسول الله صلې الله علیه وسلم  ددې غم کولو په  اساس داسې و فرمایل :

« ای نبې ! ته به ممکن په دې  غم کې  چې خلک  ایمان   نه  راوړي خپل ځان  له لاسه  ورکړې . که ته غواړي  مونږ  له اسمانه  څخه   داسې نښې  را ښکته  کړو  چې د هغوي څټونه به د هغو تر مخ ښکته شي . دې خلکو ته  چې د الله له خوا کوم پند را ځي نو دوې ترې  مخ  اړوي . اوس یې دا هير کړي نژدې ده  چې  دوي ته به د هغه څه څرنګوالې د مختلفو  لارو څخه وشي،  چې دوي پرې  ملنډې  وهلې.» 

د همدې خبرو په اساس  چې له یوي خوا کفارو  دهدایت  سره ټکر واهه او دبلې خوانه د مالک له خوا ورته سخت  سخت  تنبهات  را تلل ، رسول الله صلې الله علیه وسلم  ډیر غمګین و ، او په دې فکر کې و چې هسې نه چې  ددې قوم  ددعوت  مهلت  پوره شي.او هغه عذاب  پرې راشي  چې  په نورو قومونو راغلې و.

یوځل  ابوبکر صدېق  رضی الله عنه ، رسول الله صلې الله علیه وسلم  غمګین  و لید او پو ښتنه یې ترې وکړه  چې  اې   د الله  رسوله!  ته بوډایې ته نږدې کیږې   علت  یې څه دې ؟  نو  رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته  په ځواب کې وفرمایل : 

«ای ابوبکره!  زه  د هود  سوری  او دهغه په څیر  نورو هم مضمونه  سورو    بوډا  کړم.»

ښکاره  ده  چې د یوه هادې او لارښود  له پاره دا  غم ، روح  سوځي او د ځان  وړونکې  هغه  وخت ثابتیږي  چې د هغه د تبلیغ  لاندې  قوم  د هدایت  څخه بې برخې پاته شي ، دهغوي د تبلیغ مهلت پایې  ته ورسیږي اوبیاد پروردګار په عذاب  اخته شي. لکه چې فرمایي:

«ای محمده ! ووایه  چې ای خلکو !  زه ستاسې له پاره داسې  یو انسان یم چې  د بد  وخت  د راتللو د مخه تاسې په څرګنده توګه خبروم .بیانو هغه څوک  چې  ایمان راوړي او نیک  عمل وکړي  د  هغوي  له پاره  بښنه او د عزت  روزي ده .او هغه څوک  چې زمونږ ایاتونو  ته په  سپکه  و ګوري نو دهغوي  ځاې جهنم دئ.»  (الحج) .

هر نبې د خپل قوم له پاره رحمت  دې ، په دې خاطر  چې  دهغې  په واسطه  خلکو ته  د ژوند مقصد پر  لاس  ورځي.  هغه د خپل صحیح  علم په اساس د کائناتو د ګردو  حقیقتونو څخه خبریږي  او دهمدې حقیقې  علم  په ذریعه  په خپله خپل ځان  پیژني.

 هغه  ته هغه لار ورپه  برخه کیږي  دکومې په واسطه  چې دې  دخپل مالک  ابدي او لازواله نعمتونه تر لاسه کولائ  شي.  په دې  اساس  نبي د الله له اړخه انسانانو   ته دتر ټولو زیات رحمت  او نعمت دې. نو څرنګه چې  رسول الله صلې الله علیه وسلم د ګردو انبیاؤ د لړۍ آخري نبي دې ، په دې خاطر  هغه د ټولو کائناتو او انسانانو له پاره کامل رحمت او ستر نعمت  دې . الله جل جلاله فرمایي:

«ای محمده !  مونږ  ته استولې یې ، ته په حقیقت کې نړیوالو ته زمونږ لخوا رحمت یې . هغوي ته ووایه  ، ماته  چې کومه وحې راځي  هغه  دا چې ستاسې الله یودې  نو ایا تاسې خپل سر د اطاعت  ښکته کوئ؟    که  چیرې دوې  مخ واړوي  نو ورته ووایه   چې ما په ډانګ پییلي توګه  تاسې خبر کړي یاست ، اوس نو زه د هغه څه په هکله نه پو هيږم  چې له تاسې سره وعده کیږي.  چې نژدې دې یا لیری. الله  په هغې څه ښه خبر دې  چې تاسې یې  په لوړ آواز  وایاست او یا  په پټه  یې کوئ.(الانبیاء ۱۰۷-۱۱۰)»

ښکاره  ده  چې د پیغمبر دنده  انسانانو ته ټکې په ټکې، بې  له کمښت او ډیرښت  څخه  د الله  د پیغام رسونه  ده او دا دهغوي ستر مسؤلیت دئ اوبیاپه دې پیغام  په خپله  عمل کول او د الله بندګانو ته یې ښوول دي . د الله په احکامو د هغه د ارشاد او حکم  په مطابق عمل کول او هغه د خلکو تر مینځ ایښودل د نبې اوسوهُ حسنه  جوړوي.  چې  دهغې د پیروۍ پرته هيڅوک  مؤمن  نه ګرځي.

«اې نبي! هغه څه  چې ستا د پروردګار  د کتاب  څخه تاته  وحې  شوې  هغه  لکه څنګه  چې دې همغسی (خلکوته )  واوروه . هيڅوک  دهغه د بدلون  حق نلري ( او که  چیرې ته د چا په خاطر  په هغې کې  د بدلون کوښښ و کړې نو ) د هغه څخه به د تیښتې او د پناه   ځاې   هيچیرته  پیدا  نکړې.  او خپل زړه د هغو خلکو تر څنګ مطمئن کړه  چې دخپل رب د رضا  له پاره شپه  اورځ  چیغې وهي  ددوي نه هيڅکله  مخ مه اړوه ، آیا  ته ددنیا ښایست غواړې؟  د هيڅ داسې سړي اطاعت  مه کوه   چې زړه   یې  مونږ د خپل یاد څخه غافله کړې وي  او دخپل نفس  د غوښتنو پیروي  یې اختیار کړې وي. او دکار طریقه یې  په افراط  او تفریط  باندې  ولاړه  وي . ( الکهف  ۲۷-۲۸).

بیا نو رسول  الله صلې الله علیه وسلم  د غم د کمښت او خلکوته دهدایت د رسونې د مسؤلیت د ترسره کیدو  په لور د متوجه کولو   له پاره   داسې فرمایي :

« ډیر ښه دې  اې محمده ! که چیرې  دوي په دې لارښونو  او تعلیم ایمان  را نه وړي  نو ته په دوې پسې  د غم څخه ځان د لاسه ورکوې . واقعیت  دادې  چې  هغه څه سامان او وسایل  چې د زمکې  پر سرموجود دي  هغه مونږ د زمکې د ښایست له پاره ګر ځولي  تر څو  دا خلک  پرې  ازمیښت کړو  چې څوک ښه عمل کونکې دې.  بالاخره ددې  ټولې(زمکې) نه مونږ  یو هوار میدان  جوړونکې یو ( الکهف ۶-۸).

د هدایت  سره سم د الهي د لار ښونو  او تعلیماتو  لړۍ  هم روانه ده ، ان تردې  چې د هجرت  څخه  لږ دمخه  د معراج  پیښه  هم  را مخته  شوه  چې په هغې کې  رسول الله صلې الله علیه وسلم د الله بندګانو ته  دلارښونو  په خاطر  دا ډول هدایات  او د حکمت   نه ډکې  خبرې ورښوول  شوې  ،  دا خبرې  دومره هر اړخیزې  او د پاکوالي نه ډکې دې  چې د هغې  خلاف  هيچا  یوه کلیمه  هم و نه شوه  ويلاې. لکه  چې په دې لار ښوونو کې  کې راغلي دي:

·                      - ته دخپل الله سره بل معبود مه  نیسه ،  او که نه بې یاره او مددګاره به ناست پاته شې. ستا پروردګار  پریکړه  کړې  چې: تاسو به دهغه  پرته د بل  چاعبادت  نه کوئ ، د مور اوپلار  سره  ښه سلوک  وکړۍ ،  که  چیرې دوي یو یا دواړه زاړه شي  او تاسې  سره و اوسي  نو هغوې ته د   اف   په اندازه هم څه مه وایاست . او  نه  ورته  په زور  ځواب  ورکړۍ.  دهغوې سره  په  احترام اونرمۍ  خبرې  وکړئ  او درحم سره دهغوې تر مخ  ښکته شي  او دعا وکړۍ  چې ای  ربه ! په دوي  رحم وکړې ، لکه څنګه  یې  چې  زه په رحمت او شفقت سره په وړکتوب  کې  روزلې یم . ستاسې  پروردګار  ښه پو هيږي  چې  ستاسې  په  زړونو کې څه دې  که چیرې  تاسې  نیک  و ګرځئ  نو هغه دداسې ټولو خلکو بښونکې دې  چې  په خپل قصور تنبه  شي  او د بندګۍ  په لور  را وګرځي. ،  خپلوانو ته  د هغوي خپل حق ورکړئ او مسکینانو او مسافرینو ته خپل حق،  بې ځاېه  خرڅ  مه کوئ  ځکه بې ځاېه خرڅونکي د شيطان  ورونه دي او شيطان د خپل رب  ناشکره  دې. ،  که  چیرې  تاسې  د هغوې  ( خپلوانو، مسکینانو او مسافرو )  نه  څنګ وکړئ  نو په دې خاطر  چې تاسې  د الله جل جلا له د رحمت لټه کوئ نوهغوې  ته  نرم  ځواب ورکړئ. ،  مه خپل لاس  غاړې  پورې تړه  او مه  هغه بلکل آزاد پریږده  چې  ملامتونکې او عاجز  به پاته شې .  ستا پروردګار  هر چاته  چې  و غواړي پراخه روزي ورکوي، او چاته  چې و غواړي روزي یې تنګوي .  هغه د خپلو بندګانو د حال څخه ښه خبر دې.  او هغه یې ګوري .  ، خپل اولاد د لوږی د ويری  مه وژنۍ. مونږ  هغوې ته هم رزق   ورکوو او تاسې ته  هم ، په حقیقت کې د هغوې وژل ډیره لويه خطا ده  ،  زنا ته مه نژدې  کیږئ ،  چې  هغه ډیر بده کړنه او ډیره بده  لار  ده . ،  هيڅ نفس  ، چې الله حرام کړې دې  مه وژنۍ، مګر په حق سره ،  او هغه څوک  چې په مظلومانه توګه  ووژل  شو نو دهغه ولي  ته مونږ  د قصاص ( بدلې )  د غوښتنی حق ورکړې  ، نو هغه ته په کار دي  چې په قتل کې  د حدودو   څخه تیري ونه  کړي  ، نو هغه سره به کومک  وشي. د یتیم  مال  ته مه نژدې کیږئ  مګر په نیکه طریقه ،  تر څو هغو زلمیتوب  ته وسیږي  ، د وعدې پابندې  وکړئ بې له شکه  چې د وعدې په هکله  له تاسې څخه پو ښتنه کیږي . په تله باندې  پیمانه پوره ورکړئ ، او د تول په وخت کې تله  پوره کړۍ  دا غوره   لار ده  چې ښه انجام لري ، داسې کوم شي  پسی  چې تاسې ته یې  پوهه نه وي مه ځئ  یقینا  چې د  سترګو ، غوږونو او زړه  ټولو  څخه  به پو ښتنه کیږي . پر زمکه  په  غرور  مه ځئ ، تاسې نه زمکه  څیرې  کولای شئ  او نه مو قد غرونو ته رسیږي ، ددې امورو بد اړخ   ستا د رب  په وړاندې ناخوښه دې . داد حکمت  هغه خبرې  دي   چې ستا رب  تاته  د وحې  په ذریعه را لیږلي. ( بني اسراییل  ۳۸-۲۳).»

«اې  نبي !  دخپل رب لارې ته د حکمت او پند ورکولو سره  خلک  را وبله ، او خلکو سره په نیکه  طریقه  مباحثه وکړه ، ستا پروردګار  تر ټولو زیات په دې پوهيږي  چې څوک  د لارې  څخه  بې  لارې شوې  او څوک په نیغه لار  روان دې . (النمل ۱۲۵).»

پیغمبر  د خپل قوم تر مخ د الله جل جلاله داستازې  او ګواه حیثیت لري .  هغه د الله جل جلاله له لورې دحق ګواهي وایي. که  چیرې  قوم حق  قبول کړي ، نو د قیامت په ورځ  هغه د هدایت  موندونکو په حق پوه  او د حق  خوښوونکو په هکله ګواهي ورکوي.  خو که  چیرې د حق بلنه رد کړي نوبیاهغه د الله جل جلاله له لورې د آخرت په ورځ ددلیل په څیر د هغوې د باطل  پالنئ او ناحقۍ ګواهي ورکوي. ،  قران مجید فرمایي: 

«اې محمده !  دوي ( دهغه ورځې نه خبر کړه )  کله  چې  مونږ هرې ډلې   ته  په خپله دهغوي  څخه  یو ګواه  دروو ،  چې دهغوي  په هکله شهادت  وایي ، اوبیا د هغوي  په مقابله کې تا د شهادت  له پاره را غواړو ، مونږ دا کتاب  پر تا نازل کړې دې  چې  هر څه په صافه توګه بیانوي  او هدایت  ، رحمت او زیرې کونکې دې  هغه  خلکو ته د تسلیم په خاطر یي سرښکته کړې. ( النحل  ۸۹).»

«اې محمده !  دا یو کتاب  دې  چې مونږ پر تانازل کړېدې ،  تر څو  چې ته خلک د تیارو څخه را وباسې او رڼا ته یي د هغوئ  د رب  په توفیق ، دهغه الله لارې ته چې  زبردست او په خپل ذات  کې محمود  دې  او دزمکې  او آسمانونو د ټولو موجوداتو مالک  دې، راوړې.  ( ابراهيم  ۱).»

په خپله  هدایت  رسونکې  لارښوود هم دخپل مالک په منګولو کې  را ګیر او بې نهایته د هغه د نګرانۍ او نظر  لاندې وي ، هغه په یوه داسې نازکه حال کې وي  چې   ټول  عمر  ورته  د ویښته په څیر پر نازکه  نرۍ  او د توري زیاتې تیرې  د هدایت په لار باندې  تګ  ورپه غاړه  وې. که له یوې خوا د الله جل جلاله  د بندګانو ضد شتون لري ، نو د بلې خوانه د الله جل جلاله  احکام او دهغه جلال او جبروت موجود دې ، لکه چې  رسول الله صلې الله علیه وسلم  ته یې حکم و کړ  چې خلکو ته په ډاګه  ووایه  چې:

« ماته یواځې  د یوه  الله د بندګۍ  کولو حکم شوې  دې . او له دې څخه یې منه کړې یم  چې  څوک  ورسره  شریک  و نیسم .  نوزه دهغې لار ې  ته بلنه  ورکوم  او دهمغې په لور زه رجوع کوم.»

«د همدې هدایت  په اساس دا عربي فرمان مو په تانازل کړې  اوس  نو که  چیرې ته دهغه علم په څنګ  کې  چې تا ته درکړل  شوې دخلکو د غوښتنو پیروي وکړې  ، نو   دالله  جل جلاله  په مقابله کې  به  نه څوک ستا کومک  کوونکې او حامي  بیامومې، او نه به څوک  تا دهغه جل جلا له د نیولو څخه په څنګ کړي. (الرعد۴۶-۴۷).،»

او دا  چې« ته هغوي  ته په  ډاګه  ووایه ،  چې  دا زما کار نه دې  چې  د خپل ځان څخه په کې نوي بدلون  راوړم ، زه فقط د هغې وحې پیروي کوم  چې  ماته را ځي ، که چیرې  زه  دخپل  الله  نافرماني  و کړم  نو ماته د یوې سختې ورځې دعذاب  ويره  ده ( یونس  ۱۵).»

لارښوونه  او بې لاريتوب ، رڼا  او تیاره  او د اسلام  او کفر  ترمیځ هيڅ شې ګډ نه شته ، انسان  ددوي  څخه  یو شې  خپلولائ شي.

 رسول الله صلې الله علیه وسلم  د رڼا راوړونکې او دهدایت  لارښود  او معلم دې ، په دې خاطر  د هغه تعلیم پاک او صاف دې  په هغه کې کومه تنبلي نه وه ، د مؤمن   او کافرو تر مینځ د نژدې کیدو  هيڅ  رشته نه شته ،  لارموندونکي مؤمینینو ته لازم دې  چې  یو موټې او ددین په لاره ولاړ شي  لکه څنګه  چې ورته فرمایي:  

«اې  خلکو  چې ایمان  مو راوړې !  خپل پلرونه  او   ورونه  په داسې حال  کې  چې  هغوي کفر  په ایمان  غوره  کړي  ، هم خپل دوستان مه نیسئ،  هر هغه  څوک   چې ستاسې  له ډلې  څخه  هغوي دوستان  و نیسي  نو هغوي  به د ظالمانو په ډله کې وي، اې نبي! ورته   ووایه !  که چیرې ستاسې پلرونه ، زامن ، ورونه ، ښځئ  او ستاسې  هغه سودا ګري  چې تاسې ته یې  د زیان  ويره  ده ،او ستاسې کورونه  چې تاسې  یې  خوښ کړي یاست ، تاسو ته د الله  جل جلاله،  دهغه د رسول صلې الله علیه وسلم او د هغه په لار کې د جهاد  کولو څخه خواږه اوغوره وي،نو د الله د پریکړې  انتظار وکړئ ،  تر څو ستاسو  په هکله پریکړه  وشي ، الله  د فاسقو خلکو رهنمایي  نه کوي . (التوبه  ۲۴).»

هغه خلک  چې  درسول الله صلې الله علیه وسلم  دپاک ژوند  او دهغه د راوړو تعلیماتو  سره سره  بیاهم  د معجزو غوښتونکي دې ، نو په حقیقت کې  په هغوي  کې  د هدایت  موندلو د صلاحیت کمښت وي ، هغوې دخپلې  بد ګمانۍ   او بد دماغۍ  له پاره  داسې وسیلې لټوي ، همدا علت دې  چې د هدایت  څخه  بې نیازه خلکو ته فرمایي :

« اې نبي !  کله  چې  ته  ددوي   تر مخ  کومه نښه ( معجزه) وړاندې نه کړې  نو دوي وایي  چې تا ولې دخپل ځان  له پاره کومه نښه نه  ده  ټاکلې،  هغوي ته ووایه :  زه خو یواځې د هغه وحې پیروي کوم  چې زماد پروردګار  لخوا ماته   رالیږلې شوې، دا د بصیرت  روښنایې ده  ستا د پروردګار لخوا ، او هغه خلکو ته هدایت او رحمت  دې  چې  هغه قبول کړي ، کله چې ستاسو تر مخ قران  ولوستل  شي نو په توجه  سره یې واورئ ، او چپ  اوسئ  ، ښایي  چې پر تاسې  رحمت وشي .  (الاعراف ۲۰۳-۲۰۴).»

خپلو بنګانو ته د الله جل جلا له  رحمت  د تل له پاره تیاروي، خو په دې شرط  چې  بندګان  دخپل مالک  په لور رجوع وکړي ، او د هداېت ښه والې دادې  چې  هغه د انسان د زړه او دماغ څخه دکرغیړنوافکارو بار لرې کوي  او د ټولنیزو رواجونو  او بندنو  څخه انسان باسي  او  د ژوندانه  نیغه لار ورته ښئ. لکه  چې فرمایي :

« نن  رحمت دهغه خلکو په برخه دې  چې دهغه امي نبي پیروي  وکړي  چې یادوونه  یې په  تورات  او  انجیل  کې  شوې  ده ، هغه دوي ته  دنیکۍ  حکم  کوي ، د بدۍ  څخه یې   منه کوي ، هغوي  ته پاک  شيان  حلال  او نا پاکه  شيان حراموي  او هغه بار ترې لرې  کوي  چې پرې  بار وو.  او هغه بندېزونه له منځه وړي  چې   پکښې را ګیر وول  نو هغه خلک  چې پرې ایمان  راوړي  د هغوې سره کومک او تعاون  وکړي او دهغې رڼا پیروي وکړي   چې  دهغه سره نازل  شوې ده نو همدا ډله به کامیابي ومومي .»

«اې محمده !  ووایه  چې اې  انسانانو !  زه تاسې  ټولو ته د هغه الله پیغمبر یم  چې د زمکې او اسمانونو مالک دې ، دهغه پرته  بل الله  نه شته ،  همغه ژوند  ورکوي او هغه مرګ  هم  ورکوي ،  نو ایمان راوړئ په الله  او د هغه  په  رالیږلي امي نبي  باندې ، هغه چې  د الله لارښوونی  ښیئ،  دهمدې پیروي وکړۍ  امید دې  چې تاسې  به نیغه لار  بیامومئ. (الاعراف  ۱۵۷-۱۵۸).»

دانسانی ژوند  تر ټولو لويه موخه همدا  ده  چې  خپل مالک  و پیژني  او هغه ته  د ور  رسیدو  نیغه لار بیامومي . ددې نیغې لارې پیدا یښت  د نبي صلې الله علیه وسلم   د هدایت  او لارښوونو  پرته  بلکل ممکن   نه دې .  هغه نیغه  لار د هر وخت  دپیغمبرانو  لار ده  چې  دوحی  په واسطه یې  انسانانو ته  ښوولې ، لکه  چې فرمایي :

«اې محمده ! ووایه  چې زما الله ماته نیغه لارښوولې ده ،  بلکل  درسته او سمه لار، چې  هيڅ ډول کوږوالې په کې نه  شته .  د ابراهيم علیه السلام  لار  چې  هغه  په پوره  ډاډ او اطمینان  سره  خپله کړې وه ، هغه دمشرکانو  له ډلې  څخه نه و ، ووایه  چې  زما لمونځ ، زما بندګي ، زما ژوند  او مړینه ، ټول  د الله جل جلا له  له پاره دې ،  چې  هيڅوک  شریک  نلري ، ماته د همغې  حکم  را کول شويدې ، او د ټولو  تر مخه ورته سر ښکته کونکې زه یم . (الانعام ۱۶۱-۱۶۳)، »

مالک الملک  ته  غوره  دین  په صاف ډول د هداېت د کتاب په څیر را نازل شوې  دې . لکه چې فرمایي :

« دا  یو کتاب  دې  چې  مونږ را نازل کړېدې،  ډیر دخیر او بر کت    نه ډک دې  ، دهغه څه تصدېق کوي  چې د مخه  ترې  راغلي دې . په دې  خاطر  را نازل کړل شوې  چې  ددې په  واسطه تاسو د کلیو دا مرکز(مکه)  او  دهغې  په شا وخوا کې  اوسيدونکي خبرکړۍ.  هغه  څوک  چې په اخرت ایمان ولري  هغه په  دې کتاب  ایمان راوړي ، او هغوې به د تل له پاره  د لمونځونو   پابندې کوي . ( الانعام ۹۲).»

هدایت  موندونکې  ( خلک )  الله  جل جلا له ته ډیر ګران او خواږه وي  لکه  چې فرمایي:

[ای محمده !  ته ددې ( علم او وحی )  په اساس  هغه خلکو ته پند ورکړه  چې  داويره  ورسره وي  چې  دوې  به د خپل پروردګار  تر مخ په داسې  حال کې  را وړاندې کیږي   چې دهغه  پرته  به بل  څوک  د ځواک  خاوند نه وي  چې د  هغه حامی او مددګار  شي یا د هغه سپارښتنه  وکړي . شاید  چې  (ددې پند  څخه  په خبریدو سره )  هغوې  د الله   څخه د ويرې لار اختیار کړي ، او هغه  خلک  چې د شپې  او  ورځې  خپل پروردګار  ته لاس په دعا دې ،اود هغې دخوښې په  لټه کې وي ،  د خپل ځان  څخه مه لیرې کوه ، دهغوي  د  حساب  د هيڅ  شي  په تا  بار  نشته ، او نه ستا دحساب دکوم شي  بار په  هغوي  شته . نو که  چیرې  ته  هغوي   دځانه  و شړی  نو د ظالمانو  په ټولګي  کې به و شمیرل شې.  ( الانعام ۵۱-۵۲).]

دهادې  او لارښوود  په  څیر د یوه رسول مسؤلیت  دادې  چې  هغه دالله  لار ښوونې  دهغه بندګانو ته  په څرګنده توګه  ورسوي، لکه  چې فرمایي :

[اې پیغمبره !  مونږ تاته دا کتاب  درولیږه  چې  د حق بیانونکې  دې  هغه څه  چې  ددې کتاب  تر مخه موجود او راغلي و د هغه تصدېق  کونکې  ، ساتندوې او نګهبان  دې ، نو ته د الله د قانون په اساس دخلکو د معاملو  پریکړه وکړه ، او دهغه حق څخه  چې تاته  راغلې  مخ مه اړه وه   او مه دهغوي  د غو ښتنو پیروي کوه . (المایده  ۱۸]

مالک خپلو دغه بندګانو ته په خطاب  کې د احسان کولو وروسته فرمایي : 

« هغه څوک  چې دپخوا څخه د آسماني لارښونو  په هکله  پوهه  لري  او هغه پیژني   نو اوس ورته الله  جل جلا له  واي  چې تاسې دکتاب  دخاوندانو په څیر د الله ددې لارښونو په پیژندنه کې  او دهغه  تر مخ د  تسلیمدو زیات حق لرئ ، په داسې حال کې  چې  یو زیرې  ورکونکې  او ويره ونکې  نبي  ستاسې تر مخ موجود ې. »

«اې دکتاب  خاوندانو !   زمونږ دا پیغمبر په داسې حال کې تاسو ته راغلې او تاسو ته ددین  لارښوونه کوي  چې  د پیغمبرانو د رالیږلو لړۍ  تر  یوه وخته پورې بنده وه ، تر څو تاسو ونه وایاست  چې  مونږ  ته  نه کوم زیرې کونکې  او  نه ويره ونکې   راغلې و . المایده ۱۹»

د الله  نبي  چې  په نیغه لار تلونکو ته زیرې ورکونکې او په کږی  لار تلونکو ته د ويره ونکي  ماموریت  په غاړه لري ، دکتاب د خاوندانو تر مخ هم ددین  دعوت وړاندې کوي ، هغه دکتاب خاوندان  چې  د زمانې  په تیريدو سره یې  خپل دیني   تعلیمات  له لاسه  ورکړي، دهغه نه غافله شوې ، مخ یې ترې   اړولې  ، نو اوس هماغه  لارښوونې  د قرانکریم په شکل کې په ډیره ښه توګه  دهغوي تر مخ ایښوول کیږي . لکه  چې فرمایي :  «اې دکتاب خاوندانو !  زمونږ پیغمبر تاسو ته راغی  چې د الله د کتاب  ډیرې خبرې ستاسې تر مخ را څرګندې کړي ، هغه چې تاسې پرې  پرده اچوله ، او د ډیرو خبرو څخه تیريږي ،تاسو ته  د الله  له لورې روښنایي  راغلې ، داسې  یو حق بیانونکې کتاب  ، چې  په  واسطه یې  هغه خلک  چې دهغه د رضا غوښتنونکي وي ، دسلامتۍ  لارې مومي ، او زمونږ په اجازې  هغوي د تیارو څخه  باسي او د رڼا په لوریې لارښوونه کوي، او په نیغه لاره یې رهنمایي کوي . (المایده ۱۵-۱۶).»

الله  جل جلا له  رسول اکرم صلې الله علیه  وسلم    ته د خطاب  په دوران  کې د هغه د هدایت  د مقام په لور شاره کوي  اووایي:

«  الله  پر تا کتاب  او حکمت  نازل کړ، او هغه څه یې  در وښوول  چې تاته نه و معلوم ،  دهغه فضل  پر تا ډیر زیات دې. (النساء ۱۱۲).»

ګردې لارښوونې  او هدایت د نبي  په تعلیماتو کې  پټ دې ، ټول عدل د نبي  په پریکړو  کې رانغښتې دې ، همدا علت دې  چې  هغه خلک  چې  د نبي د پریکړو  څخه ځان خلاصوي ، د ایمان څخه بلکل  خلاص دې ، لکه چې فرمایي : 

« ای پیغمبره ! ستا په رب مې  قسم دې  چې دا به هيڅکله مؤمنان  نه شي  ترڅو پورې چې  پر خپلمنځي  اختلافاتو کې  تا د حاکم  په  څیر و نه مني ، بیانو هره هغه پریکړه  چې  ته وکړې  په هغه ددوي  په زړونو کې  د تنګئ  احساس   پیدا نشي اوورته تسلیم شي . ( النساء ۶۵).»

دایمان خاوندانو ته  به ددې څخه  لويه  خوښي  چیرې وي  چې  د هغوي  تر مینځ دالله   جل جلاله  استاذې  موجود دې ، هغه هغوي دخپل مالک د رضا څخه خبر کړي ، نیغه لار ورته و ښیئ ، او په نیغې  لارې  د تللو  لار ښوونه ورته وکړي . لکه  چې فرمایي :

«  الله  د ایمان پر خاوندانو  دا ډیر زیات  احسان کړې دې  چې د هغوي  ترمینځ  یې  په خپله د هغوي څخه یو پیغمبر  را پورته  کړ تر څو د هغه جل جلاله آیتونه  دوي  ته واوروي ،  دهغوي  ژوند  ورته ښایسته کوي  او هغوي  ته دکتاب او پوهې تعلیم ورکوي ، حال داچې دده ترمخه  دا خلک  په  پوره  لار  ورکۍ کې  وو . (الاعراف ۱۶۴)».

هدایت  په  حقیقت کې  یو پرلپسې عمل   او ټاکلې  سمت  دې . عمل د الله  جل جلاله  د احکامو فرمانبرداي  او سمت  د هغه جل جلا له رضا ده .  دبني  نوع  انسان د ژوندانه د هر دور رهنمایي  د همغه په لور کیږي . مالک  چې  د ربوبیت   مسؤل دې، خپل بندګان ، دهدایت  پرته په کږی  لارې   تلو ته نه پریږدې ، هغه  جل جلاله  په هر وخت کې یو  استاذی  را لیږلې   اوبیایې  هغه دحق د ښکاره کولو په خاطر توظیف کړې  دې.  نو په دې اساس هدایت  یواځې  دمالک  د بندګۍ  او اطاعت  څخه   عبارت  دې او هر استاذي  په خپل خپل وخت کې دهمدې هدایت  په  لور  دخپل وخت  خلک رابللي دې لکه چې فرمایي :

« اې  پیغمبره !  ورته ووایه چې  مونږ  په الله  ایما لرو ، او په  هغه تعلیم  باور لرو  چې  پر مونږ  نازل  شوې  دې .  او په هغه لارښونو  هم ایمان لرو  چې  په ابراهيم علیه السلام ، اسماعیل علیه السلام  ،  اسحاق  علیه السلام ، یعقوب علیه السلام  او د یعقوب  علیه السلام  پر اولادې نازل شوې  و  او هم په هغه هدایاتو ایمان  لرو  چې  په موسی علیه السلام، عیسی علیه السلام  او نورو پیغمبرانو د رب  له اړخه  نازل  شوي  وو ، مونږ دهغوې  تر مینځ  تو پیر نه کوو ، مونږ  د الله  جل جلاله   منونکې مسلمانان  یو ، ددې  مننې ( اسلام )  پرته  چې څوک  بله لار خپله کړي  نو د هغوي هغه لار به هيڅکله  قبوله نکړل  شي ،  او په اخرت کې  به  هغه ناکامه   او نامراده وي .(ال عمران ۸۴-۸۵)».

دبندګانو ریښتوني اړتیاوې  دادي  چې  هغوي دخپل معبود  سره اشناوي ، لکه  څنګه  چې په مادې ډول دهغه د ربوبیت څخه ګټه پورته کوی، نو  په همدې  ډول په په روحاني توګه هم د هغه د محبت  سره اشنا شي ، نو  د  یو نبي  کار همدا  وي  چې  هغه بندګان  ،خپل رب  ته را نژدې  کړي  او هغوې دخپل رب  سره اشنایان وګرځوي  چې رب  سره اشنایي دهغه د بندګۍ   او اطاعت  څخه عبارت  دې . لکه   چې فرمایي: 

«اې  پیغمبره !  خلکو ته ووایه ،  که  چیرې تاسې  په ریښتونې توګه دالله سره مینه لرئ نو زما پیروي وکړئ ،  الله جل جلاله  به له تاسې  سره مینه وکړي ، ستاسې ګناهونه به معاف کړې ، ځکه  چې هغه ډیر زیات بښونکې  او مهربانه  دې . هغوي ته ووایه  چې د الله جل جلاله  او دهغې د رسول صلې الله علیه  وسلم    پیروي  وکړئ  نو که  چیرې  هغوي ستاسې  دا بلنه  و نه منله  نو یقینا  چې دا ممکنه  نه ده چې  الله دې دداسې خلکو سره مینه  وکړي چې  دهغه او دهغه د رسول  د پیروئ  څخه مخ اړونکي اوسي. ( العمران ۳۱-۳۲)».

بیا فرمایي:

«ماستاسې تر مینځ  ستاسې د ډلې څخه یو استاذې درواستوه  چې  تاسې  ته زما آیتونه  آوروي  ستاسې  ژوند ښایسته  کوي ، تاسو ته  د کتاب  او حکمت  ښوونه کوي  او تاسې ته هغه خبرې درزده کوي  چې تاسې پرې   نه  پو هيدئ.  نو تاسو ما یاد کړۍ ، نوزه  به تاسو یاد کړم . او زما شکر اداء  کړئ  او د نعمتونو کفران  ( ناشکري ) مه کوئ.  (البقرة ۵۱-۵۲).»

رسول الله د الله جل جلا له  لخوا  بندګانو ته ډیر لوي نعمت دې .  او د الله جل جلا له  آیتونه هم ډیر لوي نغمت  دې . د الله  جل جلاله  وحې هم یو لوي  نعمت دې ، دکتاب  او حکمت  ښوونه  هم  یو لوي نعمت  دې . او ددې نعمتونو شکر اداء کول  په بندګاونو فرض  دې.  تر څو  هغوي  په نورو نعمتونو و نازوي، د نعمت  د ناشکرۍ څخه لريوالې  وکړئ ، ځکه  چې د هدایت  د نعمت  څخه ناشکري د ګمراهۍ  په  څیر تیاره په انسان مسلطوي.

رسول الله صلې الله علیه  وسلم د خپل نبوت د ژوند  یوه   یوه   لحظه د نبوت  د دندې په اداء کولو او د الله بندګانو ته د الله د پیغام  په رسولو کې  تیره کړې . دهغه صلې الله علیه  وسلم    نبوي  حیثیت په هر ځاې  ، هر وخت  او هرې  غونډه  کې  د هغه صلې الله علیه  وسلم  سره  و. هغه انسانیت  د الله د بندګۍ  په لور  رابللې  او هغوي یې  د بند ګۍ  د ادابو او د عبودېت  د تفصیلاتو څخه خبر کړي دې. کله کله به یې  خپلې کورنۍ  ته په  خطاب  کې ويلي:

« ای فاطمی !  دمحمد لوري !  او اې  دعبدالمطلب  لوري صفیي!   او اې  دعبدالمطلب   بچیانو !  ماته  د الله   له ډډی  تاسې ته دګټې  د رسولو  پرته نور څه اختیار نه شته  ، تاسو زما دمال او دارایي  څخه  څومره  چې  غواړئ  و غواړئ ،  په  الله  سوګند  چې  هغه څه چې ما تاسې ته له ځانه  سره  را وړي، نو بل هيڅوک  به داسې نه وي  چې خپل قوم ته یي ددې څخه بهتر او غوره نور څه راوړي وي . ما تاسې ته ددنیا او آخرت نیکۍ  راوړي  او ماته الله حکم کړې دې  چې  زه تاسې ته د هغه په لور بلنه درکړم ، داسې  به څوک  ستاسې له ډلې څخه وي  چې زما لاس  دې کار کې کلک کړي  او ددې په پایلو  کې زما  ورور  و ګر ځي.  (مسلم ، تفسیر ابن کثیر )»

کله یې  هم خپلو ملګرو ( صحابه ؤ )  ته نصیحت کړې ،  چې  څرګند مثال  یې  د سیدنا  معاذ رضی الله عنه  بن جبل  دې.  هغه ته یې د لسو خبرو په هکله نصیحت کړې  او ښکاره  ده  چې  دا نصیحت   ټولو مسلمانانړ ته دې .  لکه  چې هغه صلې الله علیه  وسلم    فرمایي:

·                      « د الله سره څوک مه شریکوۍ  ، که څه هم تاسې قتل کړای  شئ،

·                        دخپل مورو پلار نافرماني مه کوئ ، که څه  هم هغوي تاسې ته  حکم وکړي  چې خپله  ښځه  او کوچنیان  ، مال او دولت پریږدۍ  او  ووځئ.

·                        هيڅکله  هم یو فرض لمونځ قصدا  مه پریږدۍ ، ځکه  هغه څوک   چې  یو لمونځ هم قصدا  پریږدې نو الله  ته  دهغه په هکله هيڅ  ذمه واري او مسؤلیت  نه شته .

·                      هيڅکله  هم شراب  مه څښۍ ، ځکه شراب  د ټولو  فواحشو  جرړی  خپروي . د هرې  ګناه  څخه ځان و ساتۍ ، ځکه  چې د ګنا په واسطه د الله  غضب  را نازلیږي. ،

·                        دجهاد  دمیدان  څخه په شا مه تختئ  که څه هم د مړو ډیري منځته راغلي وي .

·                       د خلکو تر مینځ  د اوسيدو  په وخت  کې د وبا دناروغۍ  له ويرې  مه تختئ ،  

·                      په خپلې کورنۍ   دخپل توان  په مطابق  خرڅ و کړئ ،

·                      خپل اولاد  ته  د ادب ښولو  په خاطر په هغوي د اړتیاو  له مخې  سختي و کړه .  او هغوي  د الله جل جلاله څخه وويره وه .»

همدا  راز  سیدنا  ابوذرغفاري رضې الله عنه  فرمایي  چې ماته خپل ډیر ګران  ملګري صلې الله علیه  وسلم  د اوه (۷)  جملو په ځانګړي توګه حکم کړې دې .  

1)                   د مساکینو سره مینه کول او دهغوي  سره نژدې  اوسيدل.

2)                    په دین کې دخپل ځان څخه پورته  او  په دنیا کې دخپل  ځان څخه دښکته  په لور لیدل .

3)                    د خپلوانو سره صله رحمي  کول .

4)                    د الله جل جلا له  پرته د بل هيچا څخه  څه نه  غوښتل .

5)                    په  هروخت کې د حقې اورښتیا خبرې  کول . 

6)                   د الله په لار کې د هيڅ ملامت کونکي د ملامتیا څخه نه ويریدل. .

7)                    د لاحول  ولاقوة  الا بالله – زیات  لوستل .

د مدثر د سوري د لمړې رکوع  له مخې د سیدنا رسول الله صلې الله علیه  وسلم  د نبوت او رسالت په فرایضو کې  دا هم شامل  و  چې  خلکو  ته  دا   لاندې شيان  وروښوول شي :

(۱) نافرمانه (نه منونکي)  خلک  د هغوي  د بد  انجام څخه ويرول . 

(۲)  د الله جل جلا له  لويي ، عظمت او جلال  بیانول ، 

(۳)  خلک د عقیدوي  او عملي نجاستونو او دهر ډول پټو  او ښکاره  اخلاقي غلاظتونو  څخه پاکول. 

(۴)خلکو ته پاکوالې ، او صفایي  ور زده کول . 

(۵)  خلکو ته ددین  زده کول .

(۶) او د حق په  لار کې  چې کومې  ستونزې  مخ ته راشي  هغه  په ورین تندې  پورته کول .

د الله جل جلاله  د اجازې  وروسته ، سیدنا رسول الله صلې الله علیه  وسلم  د نبوت داعلان  پر وخت  کې  په لمړې خطبې کې قریش  را ټول کړل او دحق او هدایت  لار ښوونې  یي  په څرګند ډول  هغوي ته ور  ورسولې .  هغه صلې الله علیه  وسلم  ورته وفرمایل: 

(ایا تاسې  ما  ریښتونې  ګنئ ،او که درواغجن ؟) ټولو  پر یوه  اواز  وويل ، مونږ باور لرو  چې ته ریښتونې  او آمین یې.  رسول الله صلې الله علیه  وسلم  ورته  وفرمایل :  ډیر ښه نو واورئ :( اې  خلکو !  زه تاسې په دې خبروم  چې الله د ګردې نړۍ  مالک او خالق دې  ، هغه  واحد او ایکې یو دې ، هغه څه  چې په زمکې   او آسمان کې دې  ټول دهمغې  جل جلا له دې ،  هغه  هيچا ته اړ   نه  دې .  هغه غني ، بې نیازه او بې پروا دې . هيڅ  شریک  له ځانه سره نه  لري ، هغه د مخلوق  پالنه کوي او روح  لرونکو ته روزي ور  رسوي ،  دا ټول شيان هغه جل جلا له  پیدا کړي دې). 

«اې خلکو !  الله تاسې ته د عقل نعمت  درکړې  ، ترڅو تاسو د هغه جل جلا له په ربوبیت ، وحدانیت ، رزاقیت اوخالقیت  غور  وفکر  وکړئ. او هيڅوک  ورسره  شریک ونه ګرزوئ، هغه توبه کونکي بندګانو ته خپلې د رحمت دروازې خلاصوي ،هغه دخپلو بندګانو  دعا اوري او دهغوې ارزوګانې  پوره کوي .  پر تاسې  فرض  دې  چې  یواځې دهغه جل جلاله عبادت او بندګي  وکړئ ، اې  د الله  بندګانو !  که  چیرې تاسې  د  الله نه وويریږئ  او دهغه حکمونو ته د اطاعت  سر ټیټ کړئ نوبیابه تاسو هيڅ بل تدبیر ته دکوم شې په خاطر اړنه شئ، هغه  دټولو  زیات بښونکې  او توبه قبلونکې دې.»

[اې خلکو ! تاسې  ولې خپل خالق او مالک  پریږدئ ،  او د څو عاجزو  شيانو  بندګي کوئ ایا تاسې دهغه  جل جلا له نیکې هيره کړېده؟د الله بندګانو ! یواځې د الله بندګي و کړئ  ، زه تاسې  ته د هغه نازک وخت د را تلو ترمخه لار ښوونه کوم  چې د خپل زړه ، روح او دخپلو ټول قوتونو  او غوښتنو سره ددې قدوس  الله تر مخ ښکته شئ  او دهغه عبادت  و کړئ  ، باور  وکړئ  چې مرګ ستاسې پر سر راځي او تاسو  به یوه ورځ  د الله  جل جلا له ترمخ حاضریږئ  او زه د اخرت  عالم  داسې  وينم  لکه څرنګه  چې  تاسې دنیا په  سترګو   وينئ ،  څوک  به وي  چې ماسره  په  دې کار کار مرسته وکړي ؟]

دا  هغه لمړنې  اواز  دې  چې د الله  پیغمبر خپل  قوم ته وکړ  اوبیاد کشمکش  هغه  مرحله پیل شوه چې د هجرت  ، بدر  او احد څخه تیره او د مکې  تر سوبې  پورې  و غزیده .

درسول الله صلې الله علیه  وسلم  لارښوونې د ژوند په ټولو اړخونو  پورې تړلې دې ، په ځانګړې او ټولنیز ژوند کې ، په اقتصادې او معاشروي ژوند کې  ، په تهذیبي او اخلاقي  ژوند کې.

د توحید لار  ته بلنه  دهغه بنیادې ټکې و.  رسالت او دهغه د اطاعت ، آخرت  او دهغه ځواب  ورکول  د اعتقاداتو په څنګ  کې د معاملاتو او  راکړې  ورکړې  پاکوالې ، د بندګۍ پاکوالې  او د عباداتو ټول نظام په تدریجي توګه  دنبوي  هدایاتو  موضو ع و ګرځيده .

د نجاشي  په  دربار  کې  چې د رسول الله صلې الله علیه  وسلم    بلنې  او لارښونې  ، دهغه  د کاکا  زوې  سیدنا جعفر  رضی الله عنه  په کومه  منطقی او قانع کونکې توګه وړاندې کړې  ، هغه په تاریخ  کې ځانته د اهمیت  وړ مقام  لري ، سیدنا جعفر رضی الله عنه  د نجاشي بادشاه ته په وينا کې وويل :

·                      آې پادشاه !  مونږ په  جهالت  کې پراته و ، بتانو  ته مو سجدې کولې ، په مردارۍ ککړ  وو ، مرداري مو خوړلې ، په عبسو او بیهوده  شيانو لګیاو   په مونږ  کې د انسانې  اوریښتونې  ملیمه  پالنې  نښه  نه وه ، او نه په مونږ کې د ګاونډي رعایت  موجود  و ، نه کوم قانون  و  نه اساس ، په همدې وخت کې  الله جل جلاله  په مونږ کې یو بزرګ  را پورته کړ ،  چې دحسب او نسب ، ریښتونوالي او دېانت ، او تقوا او پاکوالي  څخه  یې  مونږ پوره خبر یو. هغه مونږ ته د یووالي  په لور  بلنه راکړه ، او مونږیې په دې و پوهولو  چې دهغه واحد اویوازیني  الله  سره بل څوک  مه شریکوئ ، هغه مونږ  د تیږو  د  عبادت  څخه  منه کړو ، هغه مونږ ته وويل  چې  رښتیا به وایو ، وعدې به پوره کوو ، دګناهونو او بدیو څخه به ځان ساتو ، هغه مونږ ته حکم  کړې  چې لمونځ   به کوو  اوصدقات  به ورکوو ، او روژې به نیسو ، خو زمونږ قوم زمونږ سره په دې خبرو مخالف شو ، څومره یې  چې  له  لاسه کیدل  په  هماغه اندازه یې مونږ  وزورولو تر څو مونږ  د واحد او لاشریک  الله  بندګي  پریږدو   او د لرګي او تیږي څخه تراشلې شوي شيانو ته سجدې  وکړو ، مونږ دهغوې د لاسه ډیر ظلمونه  او ستونزې  ولیدې   او کله  چې  مونږ مجبور شو ، نوبیا ستاسې هیواد ته مو پناه راوړه.  (سیرت ابن هشام  لمړې  ټوک   ۱۱م مخ )

اوبیاکله چې ددې ستونزو د تیريدو او زغملو وروسته  مکه  فحته  شوه  او هغه قریشو  چې  په کلونو کلونو یې  په مسلمانانو دمکې  زمکه  تنګه کړې وه  په خپله  په خپل کور  کې  فتح  او درسول  الله صلې الله علیه  وسلم  تر مخ  را وړاندې کړل شول نو دهغه په مبارکې  ژبې  چې کومې  لارښوونی  و شوې  هغه  هم د رحمت په لحاظ  د انسانیت  له پاره ډیره ارزښتناکه پانګه  ده  لکه چې وایي :

 « اې د قریشو ډلې !  الله  ستاسو د جهالت او د پلرونو، نیکونو  څخه  درپاتې  غرور او لويي  نن ماته کړې  ، دا حقیقت  دې  چې ټول خلک د ادم علیه السلام  اولاد دې  او آدم علیه السلام د خاورې  څخه  جوړ شوې و . الله جل جلا له ته هغه څوک  عزتمند  دې  چې  د الله  جل جلا له  څخه ويره  او تقوا  یې تر ټولو زیاته وي ». بیایې  وفرمایل:

[ولاړ شئ ،  تاسې ټول آزاد یاست ، تاسې به نن  په هيڅ  شي کې و نه نیول شئ.]

د رسول الله صلې الله علیه  وسلم دې رحم وکرم د زړونو  بندې دروازې  پرانستې او ډله ډله خلک  مسلمانان شول ، رسول  الله صلې الله علیه  وسلم د صفا  په غونډۍ کښیناست  او د نوي مسلمانو څخه یې په دې  لاندې شيانو بیعت واخست . 

(۱)  زه به د الله  سره هيڅوک   د هغه په ذات ، صفاتو  ، دبندګۍ په حق او دکومک په حق  کې  شریک نه ګرځوم ، 

(۲) زه  به غلا نه کوم ، زنا  به نه کوم ، په ناحقه به وينه  نه تويم ، نجوني  به نه وژنم ، به چا به بهتان  نه لګوم.

 (۳) زه به  دحق  په امورو کې دخپل توان په اندازه د رسول الله صلې الله علیه  وسلم اطاعت کوم.                             د ښخو څخه به یې د نیغی لارې د ښوونی په وخت کې  د هغوې د اخلاقي کمزورتیاو  د په نظر کې نیولو سره دا اقرار  هم اخسته  چې  زه به د چا  په مړینه وير  نه کوم ،  ويښتان به له ځانه   نه باسم ، خپل ګریوان  به نه څیروم ، تور کالي به نه  اغوندم ،  او په قبر باندې به  د  غم  او ویر له پاره نه کښینم .

بیانو د عالمیانو  رحمت  د الله  هدایت  د نړۍ ټولو برخو  ته ورساوه  او دخپلې دغې  درنې  دندې  او مسؤلیت  د اداء  په خاطر یې د نړۍ پادشاهانو  ته بلن لیکونه  ور واستول  چې  دهغې  جملې څخه هغه لیک  چې نجاشي  پادشاه ته لیکل شوې  و  هغه اوس هم خوندې دې  چې  دحق خواته د بلنې یوه بې مثله نمونه  ده .

·                      رسول الله صلې الله علیه  وسلم     لیکلي و  چې :

·                      [دا مکتوب  د محمد   له  اړخه  د حبشې پادشاه نجاشي  الاصحم  په نوم  دې،  په  هغه چادې سلامتي وي  چې  هدایت   یې و مانه  او په الله جل جلا له او دهغې په رسول یې ایمان  راوړې وي  او په دې خبره یې ګواهي ورکړې وي  چې  د الله  پرته بل د بندګۍ وړ څوک نه شته ، هغه دخپل ځان سره  هيڅ شریک  او ملګری  نه لري، نه زوې لري او نه ښخه ،  او هم په دې ګواهي ورکړي  چې محمد د هغه بنده او استاذی  دې .

·                       زه تاسې  ته  د اسلام  په لور بلنه درکوم  ، زه د الله استاذې  یم ، که چیرې تاسې  اسلام و مانه  نو سلامتي به بیامومئ .

·                        اې دکتاب خاوندانو !  دېوې داسې کلیمې په لور  راشئ  چې  زمونږ او ستاسې تر مینځ ګډه  ده ، او هغه دا چې مونږ به د الله  پرته د بل هيچا غلامي نه کوو. او نه به کوم شې د هغه سره شریکوو ، زمونږ د ډلې څخه  به هيڅوک د الله پرته بل څوک  خپل مالک  نه ګڼي ، که چیرې  هغه مخ  واړوي نو ته ورته ووایه  چې :  ای خلکو!  تاسې ګواه  اوسئ ،  چې مونږ خو مسلمانان  یو . نو اې پادشاه !  که  چیرې تامخ  واړاوه نوبیابه ستا د نصراني قوم  ګناه  ستا په اوږو بار  وي . ]

په دې توګه د عالمیانو رحمت ، دخپل الله د رحمت  او هدایت پیغام د نړۍ ټولو اوسيدونکو  انسانانو ته ورساوه ، او  دنبوت  هغه فریضه  یې په ډیره نیکه   توګه پایې  ته  ورسوله دکومې له پاره  چې دخاتم النبیین  په څیر مامور  ګرځیدلې و.

د حجة الوداع  په وخت  کې هم رسول الله  صلې الله علیه  وسلم     هر اړخیزه خطبه  و فرمایله ،  چې  د نړۍ  تر پایه  پورې به د  یادګار  په شکل موجوده وي .  ددې خطبې  به واسطه یې دالله  بندګانو ته دهغه په لور د بلنې  د ور رسولو  حق ادا‌ ء کړ.  اوبیایې  دحق  د احقاق  په خاطر په خپل  مخکې د سترګو تر نظر پورې خورو ورو  خلکو  څخه  په لوړ آواز  و پوښتل :

(اې خلکو ! د قیامت په ورځ  به له تاسې څخه  زما په هکله پوښتنه وشي ،تاسې  ووایې  چې څه ځواب  به ورکوئ ؟  خلکو په یوه  اواز  ورته  وويل   چې  مونږ په دې ګواهي ورکووو چې تاسې  د الله  احکام  مونږ ته را ورسول او تامونږ ته د هرې نقطې   په هکله  پوره پوهه  اومعلوما را کړل ،  پدې  خبره  رسول الله صلې الله علیه  وسلم د شهادت ګوته  د آسمان  په لور  پورته کړه  او په همغه لور  د ټیټیدو  په وخت کې یې وفرمایل : [ اې الله ! واوره ستا  بندګان  څه وایې !  اې الله  ګواه اوسه  چې ستا مخلوق څه ګواهي ورکوي ، اې  الله  ګواه  اوسه  چې دا ټول  په څرګنده توګه اقرار  کوي. ]

 بیایې وفرمایل :  چې  هغه څوک  چې موجود  دې هغه  خلکو ته  دې دا خبره  ورسوي  چې دلته موجود  نه دې. په دې تر تیب  رسول الله صلې الله علیه  وسلم  د هدایت  رڼا تکمیل  کړه ، او نه  یواځې  د نبوت د فریضې حق   یې په  پوره  توګه   اداء کړ بلکه   دالله  جل جلاله مخلوق  یې  هم پرې  ګواه کړ  تر څو د هدایت د فریضې  په رسولو کې  د الله مخلوق هم ګواه اوسي.   او په خپله  الله  هم پرې ګواهي ورکړي . هماغه  و چې  د الله جل جلاله   له اړخه  هم د فرض  وظیفې  د اداء کولو  او دهدایت  د رڼا د تکمیلولو  سند  هم ورته  په لاس ورغی ، په هماغه ځاې کې او په هماغه وخت  کې  پرې دا  آیت  را نازل شو.

«الیوم  اکملت  لکم  دینکم  و اتممت  علیکم  نعمتي و رضیت  لکم  الاسلام  دنیا» (المایده ۳) 

[ نن  مې ستاسې دین  تاسې ته تکمیل کړ ، او خپل نعمت مې پر تاسو  پوره کړ، او د اسلام  دین مې  درته خوښ کړ. ]

او کله  چې رسول الله صلې الله علیه  وسلم  دنړۍ  څخه سترګې  پټې کړې  نو په هماغه وخت کې هم دهغه په مبارکه ژبه ، انسانانو  ته د هدایت د رسونې  دا اخري الفاظ  وو،  چې قران ، اهل بیت، قران  اهل بیت . قرا ن دحق  په لور د بلنې او درباني لارښونو یوه  ازلي  او ابدې   روانه پاکه  صافه  چینه  ده ،  چې ترقیامته  پورې  به ترې انسان خړوبه او ګټه ور  ګرځي.  او د همدې په واسطه  به په مستقیمه لاره روانیږي ،  اهل بیت  د حق په لور د بلنې بلونکي او داعیان ، او دالله جل جلا له  دهدایت  مبلغین  ، چې دقیات تر ورځې پورې به  د رسول الله صلې الله علیه  وسلم دوظیفې د تکمیل او پراخيدو  دنده پایې ته رسوي.  چې د حق حقانیت  به ثابتوي اوباطل  به له منځه  وړي. د ټولو  جبارانو  ، ظالمانو او د الله  جل جلاله  نه باغی او سرکښو  خلکوته به سر په لاس دحق  لورې  ته بلنه  ورکوي  که څه هم هغوي باندې  څومره نورې کربلاګانې  جوړې کړل شي .

نو په دې  ډول رسول الله صلې الله علیه  وسلم د سرنه  تر پښو  پورې بشپړ رحمت او د  سر  نه  تر  پښو پورې  بشپړ  هدایت  دې.

                   صلې الله علیه  وسلم  

 

دریېم  پړاو:

     د اسلام د بلنی  اغاز

لمړې  باب :

 د کار پیل:

 

هغه  څه  چې په حقیقت  کې  په انساني ضمیر کې ځلیږي او هغه حقیقت  چې  په انساني فطرت کې خبرې کوي، هغه حقیقت  چې  دتندي  په کرښو کې  د بندګۍ  د نښې  په څیر را برسیره کیږي، هغه حقیقت  چې  د پیدانښت وروسته د خالق په وجود ګواهي وړاندې کوي ، هغه حقیقت   چې د بنده په عاجزۍ او بندګۍ  کې د رحم او شفقت نه ډک  او  د زړه  د پوره اطمینان په  اساس د خوښئ  او خوشحالۍ   اواز ګرځي  ، هغه  چیرې  او په کوم ځاې کې دې؟

دالله  عاجز بندګان  د هغې حقیقت په لټه کې دې ، نو اې منتظر حقیقته !  ته چیرې یې ؟  چې دا سر ګردانه  بندګان  ستا په لټې  پسې ګرځي؟   سر په سجده  په غورو فکر کې ډوب ، د بوقبیس  لوړ او دنګ   غرونه دې ، او دهغه په  جګه  او پراخه  لمن کې  یو کوچنې غار دې  چې  په پیړیو پیړیو   ورته  څوک  نه دې راغلي ، خو اوس  د څه مودې  را هيسی یو انسان په دې  غار کې   دریږي  دا  یو ستر انسان چې  د مکې  په  ښار کې  یې  خپل  کور موجود   دې  او د ارامتیا  ټول وسایل  په کې  شته ، ښځه  او اولاد لري  خپل تجارت او  کاروبار لري  ،خو هغه ته   اوس  فراغت   ور په برخه شوې  ، د ټولو اسانتیاو  سره سره بیاهم  اندېښمن  ، زړه یې غمګین دې  ، په فکر کې  ډوب  دې ، دهغه فکر د کائناتو په دې  پراخه ساحه کې دحقیقت  په لټون کې سرګردانه دې .

نوای  حقیقته !  ته  چیرې یې؟  چې عاجز بنده ستا په لټه کې دې ؟  او س نو بنده ته یو څه په لاس راغلي  چې  د بندګۍ  نښه یې ګڼل کیږي .  او هغه نښه د  بندګۍ   سجده ده ، د سحتی  اندېښنی  او ضظراب  په وخت  کې  چې  ذهن د افکارو او خیالاتو تر هجوم لاندې د حقیقت په لټه کې  مشغول  دې ،خو کله چې  هغه د یوه ستر حقیقت تر مخه سر په سجده  ږدې ، نو  سکون  او  آرام  ورته پیدا کیږي ددې سکون  د ټولو لوي مرکز  دهغه  ، هغه سجده  ده  چې  د حرا په غار کې یې  دستر حقیقت  تر مخ   په هر اړ خیزه ډول اداء کړه  چې  په کې یې دبنده د بندګۍ  ټول  عجز   را ټول   او د لوی خالق تر مخ یې نذر کړې و.

  د کورنۍ  او دنیاوي  ژوند څخه لرې والې  همغسې جاري دې  او ټول  سکون  د غره په دې  غار کې شته  شوې دې .  

زړه  د چا په لټه کې  دې ؟  ذهن  د چا په لټون کې   مشغول  دې  او حواسو ته د چا د راتلو احساس  شوې دې؟  څوک  دې  ووایي چې  دا کائنات  څه شې دې؟ او پیداکوونکې یې  څوک دې؟  د انساني ژوند  څخه مقصد  څه دې؟  مونږ څوک  یو؟ او ولې  پیدا شوي یو؟  زړه پریشانه دې او تندې د مالک تر مخ پر زمکه  لږیدلې. زمزمه ده، اې زما آقا !  اې اقا ته چیرې یې؟  ستا بنده حاضر دې  ستا بنده ستا په لټه کې سرګردانه دې !  بنده اوس  حاضر دې ،اې مالکه  ته  چیرې  یې؟  اوبیا په دې غار کې  چې  دده  ترمخه ورته  هيڅوک  نه و راغلي ، په هغه غار  کې  چې د یوه لوړ  غره په لوړه څوکه  کې  پروت دې  او چا ورته  د تللو  اړتیا  هم نه درلوده ، هغه ځاې ته چې  یواځې  هغه  صلې الله علیه وسلم به ورته ، او بل  هيڅوک  هلته نه ورتلل ، هلته چې د پریشانۍ څخه سکون   و  او د لټون  اطمینان ، هلته نا څاپه  یو بل څوک  هم راغې ، داسې څوک  چې  د را تللو  ګمان  یې  هم  نه کیده  او نه یې  انتظار کیده ، او نه یې د راتللو  څه  اطلاع او خبر ورکول شوې و.  داسې څوک  چې نه همسایه و او  نه ګاونډي  او کلیوال ، خو هغه ډیر زیات د خپلولۍ  په څهره  کې  راغلې  و ،  د ټولو نژدې خپل ،هغه د شارګ  نه هم د نژدې  دوست   استاذې و.  چې   را تګ  سره سم یې دحروفو او الفاظو ددنیا  نه د بې خبره او نا آشنا  ، ددې پریشانه انسان ،  دخپور روح  سره حیرانونکې   خبرې وکړې ، دا  لاندې  خبرې  ،  چې د هغه پیژوندونکو  یوه   هم نه شوایې کولاې ،  دې  راغلي  استاذي   دې حیران او پریشانه بنده  ته وکړې:

[ اقرأ  باسم  ربک  الذي   خلق ، خلق  الانسان  من  علق ، اقرأ  وربک  الاکرم  الذی  علم بالقلم  ، علم  الانسان  ما لم یعلم .  (العلق  ۱-۵)]

 «  ولوله  دخپل هغه   الله په نوم   چې  ته یې  پیدا کړې  یې،  او انسان یې د ويني  د یوې  ټوټې  ( پرنډې  ويني ) څخه  پیدا کړ.  ولوله چې ستا الله کریم دې  ، هغه الله چې  دقلم په ذریعه یې  علم  وروښوده  ، او انسان  ته یې  هغه پوهه  ورپه برخه کړه  چې دهغې په هکله هيڅ  نه پوهيده .»

و لوله  اې  پیغمبره  دخپل رب په نوم  چې  ته  یې  پیدا کړې  یې  ،  هغه  ورته وويل  چې :

 زه خولو ستونکې  نه یم ،  راغلي  استاذي   دحق  پلټونکې  د خپلې  میني  او محبت  په غیږ کې و نیوه  زور یې ورکړ

  او بیایې   پر یښوده  او   ورته یې  وويل   چې  ولوله، خو هغه بیا هماغسې  ځواب  ورکړ  چې زه لو ستونکې نه یم ،  استاذي بیاد محبت او میني غیږ  ورته  پرانسته  او داسې  زور   یې  ورکړ  چې نژدې ده  چې  روح  دتنې  څخه بهر شي   او بیایې ورته وويل  :

 ډیر   ښه  ، ولوله ، هغه  چاچې  انسان یې د ويني  د یوې  ټوتې  څخه  پیدا کړ ،  ولوله  چې ستا رب  ډیر  کریم  دې، هغه څو ک  چې  د قلم  په ذریعه یې  علم وښود ، او انسان  ته یې  هغه پوهه  ورکړه  چې پخوا پرې نه پوهيده ، ددې خبرې په ښوولو  سره  نا څاپه  استاذي د سترګو  د نظر څخه پناه  شو .

استاذې  خو ولاړ  ، لیکن حقیقت  را څرګند شو  ، دهغه څه له پاره چې  پلټنه  کیده  هغه په لاس  راغی ، ځکه  پیداکونکي  په حقیقت کې  رب  و   چې  ډیر  کریم  دې ،  او  انسان ته  ټوله پوهه  همغه  جل جلا له ورکړې ده  او يواځې  همغه  جل جلاله د بندګۍ  اوعبادت  وړ او قابل  و ،  اوس نو حقیقت  را څرګند شوې و خو دا ډیره بې مثاله تجربه   او ويره اچونکې  حال و ،  انسان  یواځې   دخپل شاوخوا د شيانو سره عادې اوسې  خو کله  چې  دهغه تر مخ دهغه پرته بل څه  وشي نو هغه ورته بیا ډیر ويرونکې  حال  را مخته کوي ،  نو د الله جل جلاله نیک  بنده ددې تجربې  څخه وويریده او  نور  ورته په غار کې  تم  کیده  ممکن  وو.

رسول الله صلې الله علیه وسلم  د غار  نه ښکته شو او  کور  ته راغې ،ويریدونکې  ، حیران او اندېښمن  و ، ځکه  چې  دده ترمخه  په  پیړیو پیړیو  پخوا ځينو  انسانانو ته  داسې  حیرانونکې  پیښې  تر سترګو شوې  وې.  دا  د خپلو بندګانو سره د مالک  یواځنۍ   لار  او طریقه  وه  ، خو  دحرا په غار کې د رسالت  لړۍ  د اللهي مکتب  لمړنې درس  و ،  چې  خپل منتخب  او محبوب  بنده  ته یې  پیل کړې و . هغه صلې الله علیه وسلم لړزان او رپانده  خپل کورته  را ورسید او سیدة  خدېجة الکبری  رضی الله عنها ، ته یې  وفرمایل :

 «  ای  خدېجی  ما  پټ کړه ، ما  پت کړه ».

دغې  وفادارې  او فرمان منونکې میرمنې   هغه باندې  کمبله  وا چوله  او پټ یې کړ،  کله یې  چې  وجود آرام  شو  نو خپلې میرمنې  ته یې  ټول  تیر شوې حال بیان کړ،  او   ورته  یې  وويل :

 [ای خدېجې!  دا په ما څه وشول ، ماته خو د خپل ځان  ويره ده ! ]  د راز او  نیاز  ملګرې  ورته  وويل : نه ، نه ،  داسې نه ده ،  هيڅکله  داسې نه ده ، بلکه ته خو شحاله اوسه، په الله سوګند  چې  الله به هيڅکله تا بې پردې نکړي ، ته دخپلوانو   سره نیک  او ښه  سلوک کوې  ، رښتیا وایې  ، د خلکو امانتونه  ورسپارې  د ناتوانه خلکو  بار په خپله  اوږه اخلې، بې وزله خلکو ته یې  ورکوې ، د ملیمه پالنه کوې، په نیکو کارونو کې   تعاون کوې ، په الله   سوګند  چې  الله جل  جلاله  به تا هيڅکله  هم خراب نه  کړي.

اوبیاپه  نا محسوسه  توګه  هغه صلې الله علیه وسلم  ته  ددې حیرانیدونکې  تجربې انتظار و ، دحرا غار ته  په تلو راتلو  او هلته په  عبادت  کې  زیاتوالې  راغې ،  ان تردې  چې  یو ځل ورته  هغه  دتنهایي ملګرې د زمکې  او آسمان تر مینځ  په یوه ډیره لويه کرسۍ ناست په نظر راغې ، هغه ستر اجنبي  چې د وحې  د علم درس  یې  دحرا په غار کې ورکړې و ،  دهغه په یوځل بیالیدو  چپ  پاته شو آو په منډه منډه کورته راغې ، (خدېجې  ما پټ کړه  ، خدېجی ماپټ کړه  ) ، او هغه صلې الله علیه وسلم  یې  په  کمپلو  کې پټ  کړ،  نو  همغه و  چې د الهي  دا آیتونه  پرې نازل  شول . « یا  ایها المدثر ، قم فانذر  و ربک  فکبر ،  و ثیابک  فطهر  ، و الرجز  فاهجر ،  و لا تمنن  تستکثر ،  ولربک فاصبر (المدثر ۷-۱)». 

 (  ای کمپل  اغوستونکي څملاستونکي یه !  پورته  شه ،  او خلک د  الله  څخه  وويره  وه ، د خپل الله  لويي  بیان کړه ، خپل کالي پاک او صاف  وساته ، د ګندکۍ  او چټلۍ  نه ځان  و ژغوره  ، او د ډیرو لاسته  راوړو  په خاطر  احسان  مه کوه ، او د خپل   الله په خا طر  په ستونزو کې  صبر وکړه . )

او په دې  توګه د هر ډول ګندګۍ  او چټلۍ  د له منځه وړلو په خاطر  هغه صلې الله علیه وسلم  په پوره صبر او همت  او جوش   او   ولولې سره را پورته شو ، په کفر و شرک کې  د ډوب قوم،  چې ټولې ګټې  او کړه  وړه  یې  په شرک  پورې  تړلي وو ، په مقابل کې د یوه وګړي  دریدل  ددې  خبرې  لوي  ثبوت  دې  چې هغه صلې الله علیه وسلم  د یوه ستر او عظیم  الله  جل جلا له د نماینده  او استاذي  په توګه ولاړ و . دهغه  کبریاي   ذات ، د ټول  قوم  د قهر او غضب  او ويرې  خطره د هغه صلې الله علیه وسلم  د زړه نه ويستلې وه ،  چې دا مقابله ډیره  عجیبه  او  حیرانونکې  وه ، یوې خواته   ټول  قوم  اوبلې خوا ته  یو ځانګړې  فرد  چې  دخپل رب  لويي  او عظمت  یې  بیانولو ،  دعمل په ډګر کې  ولاړو   او په الله ایمان، نیک  عمل  اود صبر وسله یې  په لاسو کې وه  اوهمدا وسله دهغې   جګړې  له پاره ډیره مؤثره او اغیزمنه  وه :

[[ لا  اله  الا   الله   محمد رسول  الله ]].

( د یو الله  پرته  بل  د بندګۍ  وړ  نشته ، او محمد  دهغه  استاذې  دې . )

يواځي الله  واحد ، یو  او د بندګۍ  وړ دې.  داد الله په یو والي  د ایمان  راوړلو  بلنه وه ، او یواځې محمد صلې الله علیه وسلم د الله  جل جلا له  غوره پیغمبر  او   استاذی دې ، دا په رسول  الله صلې الله علیه وسلم  د ایمان  را وړلو  بلنه  وه .

 دالله جل جلاله  تر مخه  به د ژوندانه ټول  اعمال  ځواب  ورکوې  ، چې  دا دآخرت  په ورځ  د ایمان  راوړلو بلنه وه . 

یواځې  دهمدې خبرو په اساس  داسلامي  دعوت  پیلامه وشوه ، په ښکاره ډول  خو دا داسې  ساده او پیکه دعوت  ښکاریده  چې د هيچا مادې ګټې  ورپورې تړلې نه وې ، ددې بلنې او دعوت په اساس  که څه هم د ځينې ګټوندوې خلکو ګټې  له منځه  تللې  خو د هيڅ ډلې مادې  ګټې   ور پورې  نښتې  نه معلومیدې..

په هغه  وخت کې د مکې  په سیمه کې داسې دعوت  او بلنې ته هيچا  نتظار نه  درلوده. د عربو زیاته سیمه د ایراني  او رومي  حکومتونو   په  منګلو کې وه ، او  یوا ځې  بنجره  برخه یې  آزاده پاته شوې  وه ،  چې هغه  هم   ددواړو  یاد کړل شوو امپراطوریو تر پوره سیاسې اغیز  لاندې  وه ، او نیمایي  آزاده وه ،  د ایران  کسری دا سیمه  یواځې همدومره  آزاده ګڼله چې هغه په عربو کې د یوه دعوت  دخبر په  اوریدو سره د هغه داعي ( بلونکي )  د نیولو په  خاطر مدینې  ته  ددوه کسه پیاده ګانو لیږل کافي و ګڼل. که چیرې رسول  الله صلې الله علیه وسلم  د عربو د استقلال ، آزادۍ ،  استحکام ، پرمختګ  او یووالي په خاطر  ر اپورته شوې  وایې  ، نو د قوم د جوش  او ولولې  ډکو  ځوانانو به حتما دهغه   ملتیا کړې وه ، ځکه  چې  په هغې دعوت کې  هغوي  ته قوم ، وطن ، خوشحالي ، او  دهيواد  او ملت  د پر مختګ نښې نښانې  په نظر را تللې ،  او په دې ډول د عربو د یوه خوشحاله ټولنې امکانات  را پیدا کیدل . خو رسول الله صلې الله علیه وسلم  د عربو   د قومیت  د پرمختګ  او ګټو  په خاطر  کوم سیاسي  دعوت  ورنکړ .  عرب په ټولنیزه توګه ډیر زیات  ورسته  پاته  وو ، د یو څو سردارانو  پرته نورو  ټولو خلکو د میږو ، بیزو  په  څرولو  په دشتو او بیابانو  کې خپلې  شپې  سبا کولې ، او د معاش  ددې  پراخه  ذرایعو  څخه  بې  برخې  پاته  شوي وو،  که چیرې  هغه صلې الله علیه وسلم  د وټیزو ښیګڼو  او اقتصادې  ذرایعو د پرمختګ او پراختیا   له پاره   را پورته شوې وایې  او خلکو ته یې د اقتصادې پر مختګ  د پر لپسې  کوښښ بلنه  ورکړې  وایې  نوبیا به یې  هم په ټولنه  کې خواخوږي موجود ول ،او دداسې خلکو ټولګې پیدا کیدل  چې  دکور ،کالي ، ډوډۍ  او اقتصادې  اسانتیاو  د لاسته راوړو  په شوق کې ددې  نوې بلنې  سره ملکري  شوي وایې ،اسانه  وه  خو هغه صلې الله علیه وسلم  اقتصادې  ګټې  دخپل پروګرام  له پاره  هدف  ونه ګرځولئ.

په عربو کې د اقتصادې  خرابیو انتها  نه وه ، په ټولنیزو کړو  وړو  کې د بدېو او خرابیو شمیر بې حسابه و،  شراب  څښل،  جواري ، سود ، وژل ، لوټول ،  دنشه کیدو  په خاطر هر ډول فساد  او د تباهۍ اوبربادۍ  لوبې  ګرمې وې .  او په دې ډول په سلګونو  نورو خرابیو او  بدېو کې دا قوم سخت نښتې  و، نو که  چیرې  هغه صلې الله علیه وسلم  یواځې  د ټولنې  د اصلاح  د بیړۍ  د پورته کولو بار په اوږه اخستې وایې نو په دې کار کې به هم ورسره ډیرو  نیکو او شریفو  خلکو  برخه  اخستې وایې  او پرته دکومه  ځنډه څخه به یې دهغه صلې الله علیه وسلم  سره ملتیا کړې وایې او دا کار به یې د ډیر عزت او آبرو او ټولنیزو پورته والي  د احساس  په  اساس پر مخ  وړې  وایي  ، خو هغه صلې الله علیه وسلم  دقوم  ددې  اړتیاو  د په نظر کې نیولو په خا طر  دعوت شروع نه کړ، هغه دعوت   یې  چې دهغوې تر مخ وړاندې کړ هغه داو چې:

  (  د الله  بندګي وکړۍ   او د هغه جل جلا له سره  هيڅوک  مه شریکوۍ . د الله په پیغمبر ایمان  راوړۍ  او اطاعت یې وکړئ . ،  دمرګ   وروسته د الله تر مخ وړاندې کیدو او خپل دنیاوي  ژوند  د کړو  وړو  د حساب  له پاره تیار  شئ) ،

 دا بلنه دهمغې اولې ورځې  څخه هر متکبر ، وياړلي، ګټې پال، ځان خوښونکي ، ضدې او ..... انسان  له پاره دقبول او منلو وړنه وه، ځکه  چې  په ښکاره  توګه  په  هغې کې  د هيڅ ډول مادې  ګټو وعده نه وه شوې . بلکه د هر انسان څخه یې د نفس د قربانۍ  ، پوره  اطاعت  ، ځان ښندنې  او د الله   څخه  دويرې  غوښتنه کیدله . خو رسول الله صلې الله علیه وسلم  د بلنې همدا سخته  لار پوره کړه، ځکه  چې هغه ته د بلنې  په وړاندې کولو کې د خپلې خوښې  کومه مسئله  نه وه، هغه  ددې کار له پاره  د الله  له اړخه  مامور شوې وو او دا  د الله  جل جلاله  سنت  دې  چې  هغه حق د باطل سره  جنګوي ، تر څو حق دخپل ټول توان  او طاقت په اساس  غالب شي ، او باطل دخپل ټول توان سره تباه ، برباد اوفنا شي، همدا علت دې چې دحق د راښکاره کیدو  په خاطر د کوم دنیوي مصلحت  او وختي  ضرورت  قایل  او منتظر  نه اوسي .  په هر وخت کې انسان د ټولو زیات حق  ته اړتیا  لري ، چې  دهغه ټولې ستونزې  حلوي ، توپیر  یواځې  په دې کې  دې  چې  انسان  لنډ  فکره  او د حق  د و روسته  زبیښو څخه بې خبره او بې صبره اوسي .                  صلې الله علیه وسلم

 دويم باب:

د بلنې درې اصولي بنسټونه

 

توحید :

 

دحق  په لور د بلنې  تر ټولو لوېه  او مهمه  برخه  د الله  جل جلا له  تو حید او د هغه  په یو والي اقرار کول دې  یعنی یواځې الله جل جلا له  د بندګۍ  او سر ټیټونې وړ ، پیداکونکې او مالک ، اقا  او پالونکې   پروردګار دې .  دهغه جل جلا له  پرته بل هيڅوک  دهغه  په واک  او اختیاراتو کې شریک او دخیل نه دې. د زمکو او  آسمانونو پیدا کونکې  یواځې همغه دې . د انسانانو اوچار پایانو  پیداکونکې، د آسمان  څخه  د باران اورونکې او د زمکې څخه د  نباتاتو او بوټو  را ټوکونکې ،  دګرمۍ ، یخنۍ  ، مني او پسرلي راوړونکې ، پنا ورکونکې  ، پالوونکې ، لاس نیونکې ، دستونزو اسانه ونکې ، ګټه او زیان رسونکې  ، ژوندې کونکې اومړ کونکې  یواځې  همدغه ذات  دې.

ټولو ته دهغه له ډډی  ځواک  ورکړل  شوې  ، د لیدو او اوریدو  ځواک  هغه ورکړې ، د مړو څخه  ژوندې  او د ژوندېو څخه مړی پیدا کول دهغه د قدرت  یو معمولي  مثال دې.

په  بحر  او ګرداب کې ډوبه شوې کشتۍ  په صحیح او سلامته توګه  تر ساحله پورې  رسول د هماغه کار دې، هماغه  جل جلاله  د ټولو کائناتو  تدبیرونکې دې ، دروزۍ   خزانې  او د ژوندانه سر چیني ، د مړیني سامان  ، د صحت او توان  وسایل ټول دهغه په واک کې دې ،  دهغه جل جلا له  پرته بل هيڅوک  داسې ټولواکې نه شته ، هغه دمایوسۍ  د مینځ   څخه د امیدونو سپرلې  را باسي ، هغه  مات  زړونه جوړوي او د ژوندانه په وچ لښتي  کې او به روانه وي ، هغه شکیدلې  او یو له بله څخه بیل شوي  را یوځاې کوي  او دهغوې تر میځ د میني  او محبت  چیني روانوي ، هغه د بې اسرې  خلکو  له پاره تکيه ده ، او د بې یاره  خلکو  غوره ملګرې ، د لار ورکو له پاره غوره لارښوود  او د بې لارو له پاره  رهنما او هادې دې . د پریوتو له پاره لاس  نیوونکې  او په ستونزو کې  د ډوبو له پاره د  ستونزو اسانونکې دې.

دهغه په نوم  کې سکون دې ، هغه  جل جلا له د زړونو غږ  اوري او ځواب ورکوي ، اوقدم په قدم  دخپلو بندګانو سره ملګرې او د هغوې  ملاتړ کوي ، هغه  دخپل ځان په  لور د راتلونکې مخې ته ورځغلي ،  هغه جل جلا له پوه ، دانا ، باخبره ، روزي رسوونکې او مهربانه دې ، دهغه  هر صفت  هر اړخیز دې  چې  د ټولو مخلوقاتو له پاره  پوره او بس دې . هغه یواځې او لاشریکه دې .

 دهغه  په هيڅ صفت کې دهيچا برخه نه شته ،  نه په پیدا یښت  کې ، نه په روزی کې  ، نه په ملاتړ  او لاس نیونه  کې اونه به احتساب  او حساب  کتاب  کې ،  هغه یواځې  یو  دې  او یواځې یو به وي ، هغه تل دې او تل به وي ، نه دهغه  ترمخه څوک وو او نه به وروسته ترې  څوک   وي ، هغه مولا دې او یو والې او وحدانیت یې کامل او اکمل دې ، هغه  قایم او دایم دې ، پورته او هسک دې ، بې مثاله او لازواله دې، حاجت  پوره کونکې  او د اختیار خاوند دې ،  او نه پناه کیدونکې  ، بې مثاله او بې مثله  دې .

هغه جل جلاله  پیداکونکې ، پالونکې ، ژوند ورکونکې ، ځواک  او توان ورکونکې ، ځوانی او زړښت ورکونې دې، هغه ژوندې کونکې ، مړ کونکې  اوبیارا ژوندې کونکې  او په آخرت کې حساب کونکې  او اجر ورکونکې دې . دهغه هيڅ  جنس نه شته  اونه  هغه دکوم جنس څخه دې ، هغه جل جلا له (اله) دې  او همدا دهغه صفت دې .

 «انما الله اله واحد  سبحنه  ان یکون  له  ولد    وله  مافی  السموات و مافی الارض» ( النساء ۱۷۰)»

[ الله  یواځې  یو الله  دې ، هغه پاک  دې  ددې څخه  چې  ځوي  دې ولري ، هغه  څه چې په آسمان  او یا پر زمکه  کې دې ټول د هغه ملکیت دې].  

« و ما ارسلنا  من قبلک  من رسول   الا نوحي الیه  انه  لا اله  الا  انا  فاعبدون (  الانبیاء ۲۵)»

  [مونږ  نه دې لیږلي مخکې   له تاڅخه هيڅ یو رسول ، بلکه  دا مو  ورته وحې کړې  چې  زما   پرته  بل د بندګۍ  وړ نه شته نو تاسو  ټول یواځې  زما  بندګي وکړۍ .]

 « و اعبدوا   الله  ولا تشرکوا   به شياء (النساء ۵)»

[ یواځې د الله بندګي وکړئ او دهغه سره هيڅ  شریک  مه جوړوئ].

« ام  اتحذوا  من دونه  اولیاء‌  فا لله  هوالولې  وهو یحیې الموتی  و هو علې  کل شيء   قدېر   ( الشوری ۹)»

[ آیا دې خلکو د الله  پرته بل څوک کار جوړونکې  نیولې ؟ ورته ووایه  چې د الله پرته بل څوک  کار جوړونکې نه شته ، او هغه مړی  ژوندې کوي  او په هرشي قادر دې.].

په  هماغه لمړي پړاو کې یې مؤمینینو ته  ښوولي  چې  هغوې به  نه د الله  جل جلا له پرته د بل  چا بندګي کوي ، او نه به  د بل  چا څخه  کومک او بسپنه  غواړي .

« ایاک  نعبدوا  و  ایاک  نستعین »

[مونږ  یواځې  ستا بندګي  کوو  او ستا څخه کومک  غواړ. ]    او دا خبره به هرمؤمن په هر لمانځه کې تکراروي  تر څو دهغه په زړه  او فکر کې کښيني  چې  د بند ګۍ  هر اړخ   او  دکومک غوښتنې هر ه  برخه د الله  پرته بل چا پورې ونه تړي . 

همدا  د توحید  کلیمه  د قوت  سر چینه ده ، چې رسول الله صلې الله علیه وسلم  یې په هکله  قریشو  ته داسې  فرمایلې و :

[دا یوه داسې  کلیمه ده  چې که  تاسې پرې  ایمان راوړئ د عربو او عجمو  فرمانروایان به و ګرځئ ، هغه  کلیمه  همدا  ده  چې:  د الله  جل جلا له  پرته بل کوم اله  نه شته ، همغه  جل جلا له رازق ، خالق و مالک او حاکم دې.  او دهغه جل جلاله د اطاعت   پرته د بل چا اطاعت کول د  بندګۍ  د ادابو  څخه   مخالف دي،  او دهغه  جل جلا له بندګي  او اطاعت  د  بندګۍ  د حقیقت  اود انسان  د پیدا یښت د منشاُ سره برابر  دې ، او کله  چې  انسان د هغه  جل جلا له حاکمیت  ومنی او په کائناتو کې  پرمخ  ولاړ شي  نو هغه ته به هر شې دهمدې  الله  جل جلا له مطیع  په نظر  ورشي ، نو هلته د انسان   سره د هماغه الله جل جلا له د خلیفه  په  څیر  هر څه کومک  کونکي او معاون  په نظر  راځي ،  د الله  جل جلا له  له ډډې   انسانانو ته  په مختلفو وختونو کې یواځې  یو دین ( اسلام )  د انبیاؤ علیه السلام  په واسطه  ور پیژندل شوې دې . او په هر وخت کې د الله  جل جلا له  نبې  یواځې او یواځې  یوه خبره د الله جل جلاله  بندګانو  ته کړې ، چې  اې د الله  بندګانو !   دالله جل جلا له  بندګي  وکړئ  ، ځکه  چې د الله  جل جلا له  بندګي  په خپله د بندګانو ریښتنې دین او د ژوندانه نظام  دې.

په حقیقت  کې دخپل مالک  پیژندګلوي  او دهغه بندګي د ریښتوني  ژوند مقصد اوهدف دې . او رسالت  په خپله دمالک  د پیژندنې  ذریعه ده او آخرت د مالک   تر مخ د ځواب  ويلو  او د مسؤلیت ښکاره کول دې .  یواځې د الله  جل جلا له ذات  ریښتونی  ذات  دې  چې  تر ټولو لمړې  ، تر ټولو وروستنۍ او  تر  ټولو پورته ، هسک  او غوره دې.  لکه  چې سیدنا عبادة رضی الله عنه   بن صامت  ته  رسول الله صلې الله علیه وسلم  وفرمایل: « هر هغه څوک  چې ګواهي ورکړي  چې د الله جل جلا له  پرته بل څوک د بندګۍ  وړ نه شته  او محمد  د الله جل جلا له  استاذې  دې  ، نو ددوزخ  اور   پرې  حرامیږی .(مسلم )،» اوبیافرمایي چې : «په بندګانو د الله جل جلا له  حق دادې  چې هغوې دې دهغه جل جلا له  بندګي وکړې او دهغه په بندګۍ کې  بل څو ک  شریک  نه کړي ، او په  الله د بندګانو حق دادې  چې  هغه جل جلا له دا ډ‌ول بندګانو ته عذاب ورنکړي . ( مسلم ).»

 

 

 

رسالت :

د الله جل جلا له  د بندګۍ  په لور انسانانو ته بلنه  ورکول د یوه منتخب  او غوره انسان   په واسطه  وړاندې کیږي .  داسې شخصیت الله جل جلا له  په خپله خوښه ددې  کار  د پایې  ته د رسولو له پاره  روزي  او را مخته کوي  یې. د حق په لور د بلنې  له  پاره  د الله جل جلا له   لخوا ټاکل کړل  شوي  انسان  ته  رسول  (استاذې )  ويل کیږي.  یعنې هغه انسان  چې د الله جل جلا له لخوا بندګانو  ته د حق پیغام   را وړي  او دهمغه انسان په واسطه  الله جل جلا له  خپلو بندګانو ته  احکام  ور  رسوي ، دغې انسان ته استاذې  وایي ، نوموړې نیغ په  نیغه د بندګانو  دپالونکي   مالک  څخه  لارښوونې  تر لاسه کوي . 

د احکامو او هدایاتو  د لاسته راوړو  طریقې  ته وحې او الهام   ويل کیږي ،  د الله جل جلا له  لخوا پیغمبري  اورسالت  یو داسې منصب دې   چې  عادې  انسانان  یې   لاسته  نه  شي را وړلایې.  خو هغه وخت  چې  د الله  اراده دکوم انسان  په  هکله  ددې کار د تر سره  کولو له پاره وشي  نوبیاهم هغه  انسان ورته  ټاکل کیږي .  د هغه بیا د همغه لمړې  ورځې څخه  روزنه  او پالنه کیږي .

د هغه  اخلاق   ، کړه وړه  ، زده کړه  او پوهه  په داسې ډول صورت نیسي  چې دهغه په واسطه د خلکو په ژوند کې  یوه پاکه  او مثالې نمونه وړاندې   شي ،  ځکه  چې   هغه د الله جل جلا له  بندګانو ته د الله جل جلا له  احکام   ور   رسوي ، هغه به د امانتونو ساتندوي وي ،  تر څو  د الله جل جلا له  په  احکامو کې  د ويښته په اندازه هم تیرو بیر رانشي ، هغه به خلکو ته په نیکیو حکم کوي او د بدیو څخه به منه راوړي ، تر څو ددې ژوند په  دې ګواهي ورکړې  چې  دې په خپله نیکي کونکې، د نیکیو سره مینه ناک  او د بدېو  مخه نیونکې  او د هغو څخه  نفرت کونکې  اومخالف دې . دهغه اخلاقي   جوړښت  دښه ښایسته والي   غوره مجسمه  وي  او هغه خلک  دنیکیو او خوبیو په لور  را بولي .

قران کریم د استاذي منصب  په دې  توګه  بیانوي :

«   هغه ، هغوي  ته په نیکۍ  حکم کوي ، د بدېو څخه یې منه کوي ،  دهغوې له پاره  پا ک  شيان حلالوي ، او ناپاکه شيان  ورته حراموي ، د هغوې نه بې ځاېه  بارونه لرې کوي  او هغه بندېزونه یې له منځه  وړي  چې  دوې په کې نښتي  او را ګیر دې . نو هغه  خلک  چې پرې  ایمان   راوړي  او دهغه ملاتړ وکړي  ، کومک او بسپنه ورسره وکړي  او د همدغې نور پیروي وکړي  چې  په دې نازل شوې  نو  هماغه  څوک به سر لوړي اوبریالیتوب  تر لاسه کړې .( الاعراف ۱۵۷)».

د انسانانو تر مینځ  یو  چاته د نبوت دمنصب ورسپارل  په خپله  په انسانیت د الله جل جلا له  ډیر زیات احسان او رحمت دې  چې قلم یې د بیان څخه عاجز  دې  ، هغه ورته د یوې خوانه په نړۍ کې د پاک  او صفا، معقول  ، د امن نه ډک ، دېانت لرونکې  او دښایسته  ژوندانه د تیرولو  لارې او طریقې  ورزده کوي ، چې  دهغې په  واسطه دهغه نړیوال  ژوند  غوره اوښه  ګرځي، د خپل منځي  شخړو  او حیواني کشمکشونو  پر ځاې د سکون ، اطمینان او انسانیت  څخه ډک ژوند ور په برخه کیږي. خو د بلې خوا ورته ددې نړۍ وروسته د یوې بلې  راتلونکې نړۍ  یعنې د آخرت  د ښه  او خوشحاله ژوند ، د الله جل جلا له  درضا  او د خوښې  په مطابق د ژوند د تیرولو لارې او طریقې  ور ښیئ،  هغه د رسول الله صلې الله علیه وسلم  په لارښوونو  دعمل کولو په واسطه  ددې نړۍ د ښیګڼو  د لاسته  راوړو په څنګ  کې  د هغه بلې نړۍ  ژوند هم دخپل خان له پاره برابروي  اوپه آخرت کې د خپل الله جل جلا له  د ناخوښۍ  او نارضایت څخه د ځان  ساتلو په خاطر دهغه د رضا د لاسته راوړو  هڅه او هاند کوي . که  چیرې د رسالت منصب  نه وایې  نو انسان به دخپلو  جوړو شوو وسلو په واسطه زخمي  کیده ،  اوبیا به  په آخرت کې دخپل مالک  د رضا  او خوښې په خلاف د کړنو په  جرم نیول کیده ، او ددایمي  سزا دوړ  ګرځیدو په اساس  به دخپل ژوند په دواړو   برخو کې ناکامیده،  نو  د الله جل جلا له  استاذي  د هغه  بندګان   ددې  دوه اړخیزه ناکامیو څخه د په څنګ  کیدو  په  خاطر د کامیابۍ  یوه  لار ښوولې ده ، همدا علت  دې  چې فرمایلې  یې  دې :

 اې د ادم  بچیانو ! په یاد ولرۍ  چې ستاسې تر مینځ  ستاسې د ډلې څخه  استاذې  درولیږل شو  چې تاسو ته زما آیاتونه لولي ، نو هغه څوک  چې نافرماني  و نه کړي  او په خپلو کړنو کې اصلاح  راوړي ، نو هغه ته به  په  هيڅ  ډول درد  او غم  ور ونه رسیږي ،  او څوک  چې زمونږ  آیاتونه   درواغ  و ګڼي  او ور څخه سرغړاوې و کړي ،نو هغوې  ددوزخ   خاوندان دې چې د تل  له پاره به په کې پراته وي . ( اعراب ۳۵-۳۶)  د الله جل جلا له استاذي  انسانان  د ژوند په یوه محدوده  او تړلې داېره  کې نه را ګیروي  بلکه  هغوې ته د ژوندانه ټول اړخونه  ورښې، او نه  یواځې د  عبادت  او د الله د بندګۍ  طریقې  او لارې  ورزده  کوي  ، بلکه  غواړي ټول انساني  ژوند د الله په اطاعت  او  بندګۍ  کې راونغاړي.  ښکاره ده  چې تر هغه  وخته پورې  هغه د انساني ژوند له پاره  لارښونې  نشي برابرولاې  تر څو پورې  چې  د هغو تعلیماتو او لار ښونو مکمله  او هر اړخیزه نمونه وړاندې  نکړي ، دا په دې خاطر  چې  د هر استاذي  ژوند  د الله جل جلا له   د بندګانو  له پاره اسوهُ  حسنه  او د تقلید  وړ نمونه وي .   هغه د الله د بندګۍ له پاره هر  اړخیزه تعلیم ورکوي ، ځانګړې  ټولنیز، سیاسي، اقتصادې ، تهذیبي ، اخلاقي ، تمدني  او .... د ژوند  په هرې دایرې  کې  دالله بندګانو ته د هغوې د مالک احکام  بیانوي  تر څو دپوره بندګۍ ، عبدېت  او عبودېت  ښکاروندوي وي ، هغه دخپل  ژوند په هر اړخ کې د الله لارښوونې  عملي کوې  او دهغه د پوره  ژوند  حقیقي مثالي  او معیاري نمونه  را وړاندې  کوې. همدا  علت  دې  چې  رسول  د خپل امت له پاره هر اړخیزه  او ټول  وخت  رسول  وي ،  هر وخت   د رسالت منصب  ورسره  وي  ، هر کار یې د رسالت یو حکم دې دهغه   حرکت  د رسالت یوه ګوښه  تکمیلوي ، هغه دخپلو پیروانو له پاره کامله  اسوة حسنه  وړاندې کوي ،  په   هغه امورو کې  چې  د الله بندګانو ته دخپلې خوښې   اجازه ورکوي  ، نو  هغوې ته همغومره  ازادې وي  او په  کومو   اړخونو کې  چې  داسې  صراحت نه وي ، نو هغه د رسول  دعملي ژوند   دنمونې په واسطه   اصلاح  کیږي .  درسول صلې الله علیه وسلم   ژوند  د الله  د سختې نګرانۍ   لاندې وي  چې الله جل جلا له    ورته د امت  په خاطر داسې  معصوم   او پا ک  ژوند  وربښي  چې   چاته  په  هغه کې د بدۍ  کوم  احسا س هم نه  کیږي  ، که چیرې  د رسول  الله  په ژوند  کې  د صراط  مستقیم  څخه لږ څه  کوږوالې  را پیدا  شي نو امت به د ګمراهۍ د لوي  خطر سره مخامخ کړي.  همدا علت  دې   چې د رسول الله ژوند  خوندې  او د ټول خطاګانو او تیروتونو  څخه په امن  کې وي .  الله جل جلا له  خپل بندګان  په داسې کوم خطر کې نه ور غورزوي  چې د هغې  په واسطه  هغوي  په کومه غلطه لار ولاړ شي  اوبیا ورته د هغه له پاره د کومې غلطی نمونې  دلیل  هم و ګرځي .  همدا علت  دې  چې  د انسانانو د هدایت  او لار ښونې  له پاره یې د همغوي  څخه  یو انسان را پورته کړ ، او بیایې   ورته  هدایت وکړ. د هغوې په ژبه خبرې کوي او دهغوې په څیر کالي اغوندې . دهمغوې دکلیو او سیدونکې و دهغوې په ټولو ځانګړتیاو  پوه  او  د هغوې تر مینځ  د یوه پاک او سپیڅلې  ژوند په اساس یې دخپل ټول  قوم مننه تر لاسه کړه. چې دهغې په همدې پاکیزه او سپیڅلي   ژوند به دهغه د قوم ګواهي دتل  له پاره پاته  وي.  هيڅکله  داسې نه دې  شوي چې یوه قوم ته دې د یو بل قوم څخه   استاذې ( رسول )  و لیږل شي  او یا دې  د یوې ژبې  خاوند د بلې  ژبې ويونکي  قوم  تر مینځ  د استاذي  په څیر را پورته شوې وي او یا یې  انسانانو ته کومه فرښته  د استاز‌ي  په  څیر  را لیږل  شوې وي،  که  چیرې داسې  شوې  وایې  نوبیابه د هغوي د لارښونو څخه  د په څنګ کیدو او یا د هغوي په لارښوونو د عمل  نه کولو شل ګونه بهانې انسانانو ته  په لاس  ورتلاې ،  که  څه  هم  ددې  سره سره بیاهم انسانانو  د     ر سولانو  او استاذو د لارښونو  څخه د په  څنګ  کیدو له پاره همدا اوس په شل ګونو ډول بهانې کړي دې ، کله نبې د فطرت  نه پورته  موجود وګڼي   او په دې ډول دهغې د لار ښوونو  څخه د په  څنګیدو په خاطر وایې  چې  په داسې مافوق الفطرت  تعلیماتو او لار ښونو  باندې  یواځې د فطر ت  نه پورته موجود عمل کولایې  شي ، عام ګنهګار   انسان   نه شي  کولایې  چې  په داسې  لوړو  ، اعلې او نه عملي  کیدونکو تعلماتو باندې  عمل وکړي . او پرې پوه شي ،  کله یې  پیغمبران  خپل معبودان  او یا یې  په الهي صفت  موصوف کړي  تر څو یواځې د هغوي  په عبادت  ټول کار  را لنډ  کړې، او په دې تر تیب  د هغوي د رالیږل  شوو لار ښونو څخه ځان په څنګ  کړي ، داسې او داسې نورې په زرګونو بهانې او دلایل  را مخته کوي  ترڅو دهغوي د تعلیماتو  دعملي کولو   څخه انسانان  ځان و ژغوري.  قران کریم دا ډول  بهانې  چې شيطان  یې  انسانانو  ته  ورزده کوي ، په پوره وضاحت سره بیانوي :

تر ټولو  لمړې د بشریت  بهانه رامخته کوي ، وایې  چې  آیا رسول کله هم بشر او انسان کیدای شي ؟  د بشر  څه کار دې  چې  هغه دې  رسول شي؟  نو په دې اساس د رسول د لارښونو او تعلیماتو  څخه د خلاصون  په   خاطر دهغه د بشریت  نه لرې والې کوي ،خوکه  چیرې  دبشریت  سره سره  بیاهم  د  هغه پاکیزه ژوند پرې څه اغیز وکړي   دهغه  رسولیت  و مني ، نوبیالږ څخه مخته ځي  او هغه رسول  د الله  زوي  ، یا په خپله الله یا دالله نور  یا د الله جل جلا له ... و ګڼي  اوبیادهغه د تعلیماتو  دعملې کولو په ځاې  د هغه بندګي  ، پرستش  او دهغه د ذات  د لويوالي  په ثابتولو  خپل ټول  وخت  مصرفوي  لکه  چې عیسایانو  د سیدنا  عیسی علیه السلام  سره  وکړل  .  قران کریم  یې په  هکله  داسې فرمایي:

« قل انما  انا بشر مثلکم  یوحی  الې  انما  الهکم  اله  واحد »( کهف  ۱۱۰) [اې پیغمبره !  ورته ووایه چې  زه خو یواځې  ستاسې  په څیر  یو انسان یم ، ما ته وحی کیږي  چې   ستاسې  الله  یو دې.]

بل هغه څه  چې رسولانو  ته یې  دهغي  په ژوند او یا د مړینې  وروسته منسوبوي  هغه دا  چې  وایي ،  دالله جل جلا له په کارخانو کې  هغوي  ته  بې انتها ځواک  او  واکمني   ورکړل شوې، هغوي  چاته  چې   وغواړي  ګټه  ور  رسوي  ، هغوي  په  جزا  او سز ا  کې  هم  واک   لري ، د لرې او نژدې  خبرو څخه خبر دې ،د قسمتونو پریکړې دهغوې دخوښې  په اساس  صورت  نیسي،  هغوې دخیر او د شر خاوندان دې ، دکائناتو  ټول واک  دهغوې په اختیار کې دې ، هغوې په یوه نظر سره تور زړونه  پاک  او روڼ ګرځول کیږي او د لږې خوښی په اساس د خرابو  قسمتون ځولۍ دخزانو څخه ډکولاې  شي ، یعنې دټول ځواک  او واک  کنجیګانې  الله  هغوې ته سپارلي  او په خپله بې واکه ناست دې  ، هغه څه  چې  په لاس  راځي   یواځې دهمدېو له لارې ترسره کیږي.

  دا اند او انګیرنه د لوې بې لارۍ  او ګمراهۍ  فکر او انګیرنه دې ،  چې ددې  په  واسطه خلک د پیغمبرانو د لارښونو څخه د په څنګیدو  او د هغوې د حمد و ثنا په ويلو  د ګټې د لاسته  راوړو  هلې  ځلې کوي ، په دې  تر تیب د پیغمبرانو  لار ښوونې د پردې  شاته غورځوي  او هغه  د ګټې   او تاوان   د ويشلو یوه   ایجنسي  ګڼي ، د ټولو پیغمبرانو سره  ګمراه او بې لارې خلکو همدا سلوک کړې دې . هوښیاره  مذهبي خلکو  د ساده  خلکو د غولونو په خاطر هغوې ته همداسې فکر ورکړې  تر څو ګټې  یې زیاتې او درواغجن  شخصیت  یې  د تل  له پاره  ځلانده وي . قرانکریم  ددې فکر پر خلاف  داسې فرمایې:

 « قل  لا  املک لنفسی  ضراء و لانفعا  الا ماشاء الله » ( یونس  ۵)

[اې  محمده ! ورته  ووایه   چې   زه دخپل ځان له پاره د هيڅ ډول  ګټې  او تاوان اختیار نلرم، مګر هغه   څه  چې   الله  یې وغواړي .]

بیانو د پیغمبرانو په هکله ددې خبرې څرګندوالې هم کیږي  چې  دوې  د انبیاؤ د لړۍ  یوه کړۍ ده ،  دهمغه وخته  چې انسان  منځّته  راغلې  نو دهغوي د هدایت  له پاره  د انبیاؤ  لړۍ هم پیل شوې  ، هغوي  د تل  له پاره  هر قوم ته او هروخت کې د الله  لارښوونې  له ځانه سره راوړي ، د رسولانو راتلل  او یا د رسالت  په منصب د هغوې ټاکل  کومه  داسې پیښه  نه ده  چې یواځې د تعجب  او حیرانتیا  سبب  و ګرځي  او یا دداسې پیښی  څخه یواځې په دې خاطر څوک  منکر شي  چې رسولان خو بلکل  راغلي نه دې ، بلکه حقیقت دادې  چې  الله جل جلا له  د خپلو  بندګانو  د لارښوونې  ، دهغوي د روحي او  جسماني روزنې ، رزق  او د خپل  ربوبیت  د غوښتنو د پوره   کولو په  خاطر یې  د تل  له پاره  انبیاء  را  استولي   چې  دتل  له پاره  راځي   او په خپل خپل وخت کې یې  خپلو  خپلو قومونو ته  د هدایت لاره ښوولې ده ،   د انبیاؤ لړۍ د  الهي ربوبیت  د نظام   یوه  نه بیلیدونکې برخه  ده ، چې  په وار  وار  یې   انسانیت  ته د ټول  تاریخ  په اوږدو کې  را لیږلې او  هغوي  انسانیت  د الله جل جلا له    د بندګۍ  په لور  را بللې . لکه چې  فرمایي :

 «  و ان  من امة  الا خلافیها نذیر » ( فاطر ۲۴)

[هيڅ  داسې  یو قوم نه دې  تیر شوې  چې کوم  ويرونکې ورته نه وي راغلې . ]

 په خپله د رسول الله صلې الله علیه وسلم  په هکله فرمایي :

 «  و مامحمد الا رسول  قد خلت من قبله الرسل » ( ال عمران ۱۴۴)

[محمد  یواځې  یو رسول دې  چې  تر مخه ترې نور رسولان  تیر شوي دې .]

ښکاره ده  چې د زمکې  پر مخ  د انسانانو د آبادۍ  سره سم د پیغمبرانو لړۍ  هم پیل  شوې ، ددې لړۍ  د جاري  ساتلو   له پاره د روزي  رسونی  په  څیر اهتمام  شوې ، اوبیایې  د نورو ځناورو پر عکس  د انسان  روزي  دهغه پوهې  ، فکر او هلو ځلو ته پرې  ایښې ده ،  نو په همدې توګه  یې د ژوندانه  نیغې  لارې ( صراط  مستقیم )  لټونه او موندنه  هم   دهغې عقل ، فکر او شعور  ته ورپریښې ده .

 رسولان    وار په  وار  راغلي   او د انسانانو خراب  سباوون  یې دخپلو خپلو قومونو  تر مینځ  جوړ کړې دې ، خو دهغوې  د تللو روسته انسانانو رنګ په رنګ  طریقې جوړې کړي  او د شيطان کومک  ته  یې ځغاستلي.

 شيطان  هم هغوې  را پارولي  او په ډیرو بې لارېو یې سرکړي ، په همدې توګه د هدایت او ګمراهۍ   دا لړۍ د تاریخ په مختلفو وختونو کې  یو  په بل پسې د انسانانو  تر مینځ  داسې ګرځي  لکه  چې  د تیارې پسې رڼا  او  ورپسې بیاتیاره دوران کوي  ، قران کریم  په دې هکله داسې فرمایي :

په لمړیو  وختو  کې  ټول  انسانان په یوې لارې روان  وول  ، یعنې په هدایت ، خو   دا حال پاته نه شو او اختلافات  په کې را پیدا  شول  ، بیانو  الله  جل جلا له   پیغمبران  را ولیږل  چې  په نیغه لار  تلونکو ته زیرې  ورکونکي او دکږی  لارې خاوندانو ته دهغه دپایلو څخه  ويرونکي  وو.  ورسره یې دحق کتاب  هم   را ولیږه  ، تر څو  دهغه اختلافاتو په هکله  چې، د حق په اړوند،د خلکو    تر مینځ  را پیدا  شوي وو ، پریکړې وکړي ، مګر هغه خلکو  اختلاف  وکړ  چې د حق علم  ورته  ورکړل  شوې و ، هغوې  د روښانه  لار ښوونو  د پیدا کیدو  وروسته  یواځې په دې خاطر حق پریښوده  او مختلفې   لارې  یې  و نیولې  چې   هغوي  په خپلو مینځو کې  یو په بل ظلم کول  غوښتل ، نو  هغه خلکو  چې په الله  یې  ایمان راوړ  نو الله ورته  په خپلې  اجازې  د حق  هغه لار   وروښووله چې  خلکو پرې  اختلاف کړې و.  الله جل جلا له هغه  چاته  چې  و غواړي نیغه لار  ورښې.]

(البقره ۲۱۳)].

خو د رسول الله صلې الله علیه  وسلم  کار  د نورو پیغمبرانو  څخه  لږ څه توپیر لري ، ځکه  چې  هغه  صلې الله علیه  وسلم  نړیوالو ته د آخري  پیغمبر  په  صفت  راغلې  او د قیامت  د ورځې  پورې  به  رسول  وي ،  دهغه رسالت  جاري دې  نو اوس د نړیوالو تر مینځ د هدایت  لاره هماغه  ده  چې  رسول الله صلې الله علیه  وسلم  را وړاندې کړې ده.

« ماکان  محمد ابا‌ء  احد من رجالکم  و لکن رسول الله و خاتم النبیین » (الاحزاب  ۴۰)

[ محمد  ستاسې د نارینه و  د ډلې څخه د هيچا پلار  نه دې  ، مګر  هغه د الله  استاذې او د پیغمبرانو د لړۍ  پاې  ته رسونکې  دې. ]

 دهغه صلې الله علیه وسلم   دخاتم النبیین  حیثیت  دا ثابتوي چې  نور نو د الله  له  لورې دهدایت  راوړونکو په لړۍ  کې د زیادت  له پاره  اړتیا   نه شته ، بلکه  دا لړۍ اوس  پوره او مکمله  شوې ، لکه  چې  په دې  هکله فرمایي:

 « الیوم  اکملت لکم  دینکم  و  اتممت  علیکم  نعمتی  ورضیت   لکم  الاسلام  دینا »( المایده ۳)

[  نن مې تاسو ته ستاسې دین تکمیل کړ  اوخپل نعمت  مې  پر تاسې ختم کړ  او تاسې ته مې د اسلام لاره غوره کړه .]

 همدا  راز فرمایي چې:

 «  ان  الدین  عند الله  الاسلام »

[ د الله  په وړاندې د اسلام  لاره  غوره لاره  ده . ]

یعنی  هغه دین  چې  د الله  جل جلا له  له اړخه  رسول الله صلې الله علیه وسلم   بشریت  ته  راوړې   هغه ، کامل ،مکمل ، کفا ، د ترمیم نه بې پروا ، غوره او د قیامت   د ورځې  پورې د انسانانو د ټولو غوښتنو پوره کونکې  دې .

 همدا لاره د انسانانو د ټولو مسئلو  د حل  له پاره کافې ده، همدغه  لاره  انسان د خاورو څخه پورته کوي او د الهي  تر عرشه  پورې  یې  رسوي . 

همدغه  لاره د الله د رضا او خوښئ  د لاسته  راوړو   لاره ده ، دهمدې لارې په کومک  سره دنیا او  آخرت  ښایسته کیداې  شي .

 همدا د اسلام دین   ددنیا  له پاره دخیر او برکت  باعث ګرځي  او انسانانو ته دددې   دین  د رسولو په اساس لکه څنګه چې  رسول الله صلې الله علیه وسلم  خاتم النبیین  دې ، رحمت للعالمین   هم دې .

  دهغه صلې الله علیه وسلم  دا حیثیت  یواځې د عربو له پاه نه  بلکه  د ټولو انساني پرګنیو له باره دې.   د هغه صلې الله علیه وسلم  دنده  د قران کریم د لوست په واسطه انسانان  د نیغې لارې په لور  را اړول دې.

« یتلوا  علیهم  آیاته »

 [ هغه  هغوي ته  الهي آیاتونه تلاوت کوي ]

 بیانو هغه صلې الله علیه وسلم  د الهي آیاتونو   په  اورولو  بسنه  نه کوي  بلکه دهغوي کړنې هم  ور  جوړوي .

 «  و یزکیهم »

[ او هغوي  تزکیه کوي » ] 

اوبیاد هغوې د کړنو له  جوړولو  نه لږ څه پورته د ژوندانه  د نظریې  تعلیم   او ښوونه ورکوي او ددین حکمت  ورته  زده کوي .

« یعلمهم  الکتاب  و الحکمة »

[ هغه ورته د کتاب  او ددین د حکمت تعلیم ورکوي ] .  

هغه  دا کار د ټولې  نړۍ د انسانانو له پاره انجاموي ، نو په  دې  تر تیب د هغه صلې الله علیه وسلم  حیثیت  د ټولو  جغرافیایې، ژبني  او وطني پولو   څځه  پورته دې،

« وما ارسلناک  الا  کافة  للناس  بشيرأ و نذیرا و لکن  اکثر  الناس  لا یعلمون  » (سبا ۸)

[اې محمده !  مونږ ته ټولو انسانانو ته  زیرې ورکونې او  ويرونکې  لیږلې یې  ، خو ډیر خلک  پرې  نه پوهيږي.]   همداراز  فرمایي :

« ان هوا   الاذکر   للعلمین  لمن شآ ء  منکم  ان  یسقیم»( التکوير ۲۸)

[دا قران خو نړیوالو ته  او هر هغه  چاته  چې  ستاسې څخه په نیغه   لاره  تلل غواړي  پند او نصیحت دې. ]

په همدې  ترتیب  رسول الله صلې الله علیه وسلم  د ټولو وختونو او زمانو له پاره ټولو انسانانو ته  او د ټولو انساني ټولنو له پاره  تر قیامته  پورې لارښود  ، رهنما  او رسول دې .  چې  دهغه د  تعلیماتو او لار ښونو  یوه ګوښه  هم د انسانانو ټولې اړتیاوې   پوره کوي ، دهغه د ژوند یوه ګړۍ هم د ټولو انسانانو له پاره په ګردو حالاتو کې   اسوة  حسنه او دتقلید وړ نمونه  ده . څکه  چې  هغه صلې الله علیه وسلم  په زمکه کې د کامل ترین او بهترین  انسانیت  یو ښکاره  او څرګند  مثال دې.  همدا علت  دې  چې الله جل جلا له  د هغه د تعلیماتو  د ساتنې  مسؤلیت  په خپله  غاړه  اخستې ، د څوارلسو پیړیو را هيسې  ، تر اوسه پورې  دهغه د تعلیماتو  یوه برخه  هم نه مسخ شوې ، نه ضایع شوي او نه ورکه شوې، هغه په همغه خپل اصلې ( د قران )  په شکل  کې شته ،  او د نړۍ  په   هر وخت، هر دور  او هرې مسلمانه ټولنې کې به قرانکریم  پرته د کوم زیرو زور  د تغیر نه  موجود  وي.

په همدې توګه د رسول الله صلې الله علیه وسلم  د ژوند هره برخه نن هم د احادېثو په کتابونو کې خوندي او ساتلې ده ،  چې  د الله  بندګان د هغه په قالب  کې خپل ژوند اچوي  او دهغه تابعیت  او فرمانبرداري کوي ، نه یواځې  د سیرت  لیکوالانو  بلکه  قران کریم هم د هغه د مثالې ژوند خدو خال  په پوره توګه  ساتلې  چې  دقران کریم سره سم به د قیامت  تر ورځې  پورې  خوندې وي .  همدا راز نظریات ،  اصول  ، عقائد او تعلیمات یې هم په همدې توګه ساتلي اوخوندې کړې یې دي ،  چې تر قیامته  پورې  به  خلک د هغه صلې الله علیه وسلم  او  دهغه د ملګرو (  اصحابو رضی الله عنهم ) د کړنو  د نمونو  پیروي کولاې شي .

 رسول الله صلې الله علیه وسلم  نه یواځې  خپل ژوند بلکه د سلګونو او زرګونو  اصحابو ژوندهم په ځانګړې  اخلاقي قالب  کې اچولې، او بیایې د هغوې  د نفس  تزکیه  د قران کریم د تلاوت  په  واسطه کړې او هغوي یې ددین  د پوهې او حکمت   تر لوړو  درجو  پورې   رسولي ، هغه صلې الله علیه وسلم  هغه بې لارۍ  هم په نښه کړې  چې  پخواني امتونه پرې تباه شوي و.  اوبیایې دهلاکت او تباهې  نه د  په  څنګ کیدو  په  خاطر ورته  نور رسولان  مبعوث  کړي ول .  هغه صلې الله علیه وسلم  نیکو  خلکو ته د زیرې کونکي  او بدو ته د هغو ی دخراب   انجام  او  ويرونکي  عذاب  دخبرولو حق  اداء کړې دې . د نافرمانیو  ټولې  خرابې ګوښې  یې  په نښه کړي ، نیک یې د بدو څخه او اوامر یې د نواهيو څخه بیل او په صاف ډول بیان کړي دې ، هغه صلې الله علیه وسلم  د نیکیو  او بدېو ، دحلال  او حرام پولې ټاکلي  او  انسانان  یې  د بې ځاېه  عایدکړیو بندېزونو  څخه آزاد کړي ،  هغه صلې الله علیه وسلم  نه یواځې د الله ددین  تعلیم ورکړ  بلکه  هغه یې  په عملي  توګه پیاده هم کړ ، او دهغې ټول برکتونه یې  نړیوالو  ته  را په ډاګه  او په  عملي توګه یې  دا وښووله  چې  د ټولې نړۍ کامیابي او عافیت  یواځې په دې کې دې  چې  خلک د الله ددین  د سیوري لاندې خپل ژوند سرته ورسوي «هوالذی  ارسل  رسوله بالهدې  و دین  الحق  لیظهره  علې الدین کله»( الفتح  ۲۸)

 

 [  الله جل جلا له  هغه ذات دې  چې خپل رسول یې دهدایت او حق دین سره راولیږه  تر څو هغه په ټولو ادېانو  غالب کړي . ]

په دې توګه  د الله  جل جلا له  پیغمبر  د نړیوالو تر مخ د الله  ددین ټولې څانګې کیښودې . سیاست ، عدالت ، اصلاح ، اخلاق  ، تمدن ، تهذیب  ، فرهنګ ، سوله او جنګ  ، بین المللي تړونونه  او اړیکې او ....... یعنی دې دین د انساني  ژوند  ټولې  نوې اوتازه غوښتنې په پوره توګه په خپلې غیږ کې راټولې کړې.

ددین  دتکمیل یو مثال په خپله رسول الله صلې الله علیه وسلم  په یوه حدېث کې   دارنګه بیان کړې دې :

« یو سړي ډیر ښکلې کور  جوړ  کړ ، ټوله   ماڼۍ  یې  ورسوله،  خو د یوې  ښختې ځاې  یې  په کې پریښود ، نو هغه خلک  چې د هغې  چاپیر  و ګرځیدل  نو دا  خالې ځاې  ورته بد ښکاره شو ، او  ويې ويل  چې  که چیرې دا آخري  ښخته یې هم په  خپل  ځاې  کې ایښې  وایې  نو ماڼۍ  به بلکل  پوره شوې وایې . نو هغه آخري  ښخته  چې د نبوت  په  ماڼۍ   کې  یې  ځاې خالي  پاتې و  هغه زه وم ،  نو اوس  زما څخه وروسته بل   هيڅ  پیغمبر نه راځي . »

په دې  توګه ددین هغه ماڼۍ  چې  د انسانیت  د بقا ، خوندېتوب  او لارښونې  له پاره  هغه صلې الله علیه وسلم  غوښتله ، هغه یې  په خپل نبوي وجود  ، پاکو لارښوونو  او اسوة حسنة  سره پایې ته ورسوله . او یو ستر مثالي ژوند یې د انسانانو تر مخ  را وړاندې کړ.  لکه چې  قران کریم  په خپله  دهغه  په هکله  داسې ګواهي ورکوي : 

« و انک لعلې   خلق  عظیم »

[ ای محمده !  بیشکه  چې  ته د اخلاقو  په  لوړه  درجه  فایز  یې]  

رسول الله  صلې الله علیه وسلم  په خپل عزم  اوقصد   کې  پوخ  ، دکلکې  ارادې  خاوند   او تل په الله  توکل کونکې انسان و ، کله  چې  کفارو هغوې   دثور د غار  پورې  تعقیب  کړل  او د لټوونکې ډلې پښې  هغوي  ته د غار  له دننه په نظر ورغلې نو سیدنا  ابوبکر صدېق رضی الله عنه اندیښمن شو ،  رسول الله صلې الله علیه وسلم د هغې  ددې  اندیښنې  په کتلو سره  ورته وفرمایل:

 «یا بابکر   لا  تحزن  ان الله معنا »

[  یا ابوبکره !  غم مه کوه  الله  زمونږ ملګرې دې .]

رسول الله صلې الله علیه وسلم  د ډیرې  زیاتې  اوپراخې حوصلې خاوند ، همدرده  ، سخي ، رحم زړې ، کریم النفس  انسان و .

 هغه  خپلو بدو دښمنانو ته هم  دبخښنې  دعا وکړه او کله چې  د فتحې وروسته دښمنان ددې  تر مخ  راوړل  کیدل  نو دهغوې په لیدو به یې ويل :

« لا تثریب  علیکم  الیوم »

[  نن تاسې  په هيڅ  شي کې نه نیول کیږئ ].  

او  ددې خبرې  په ويلو یې  هغوې   ټول ، چې  دده وينې  ته تږي ناست ول، معافول.

 هغه صلې  الله علیه وسلم  ډیر زیات نرم  زړه ، حلیم الطبع ، نرم خوي  او د شفقت او رحمت څخه ډک  و ، په خپل ټول  عمر کې یې د هيچا سره  یو ځل هم سختي  او درشتي  نه ده کړې .

 هغه دخپلو هم قومو  په ګمراهیو او لارورکیو  سخت خواشینې  و ، او  هغوې ته دهدایت  او لارښوونی په غم کې  به ويلې  کیده ، هغوې ته  د نیکیو غوښتونکې  او دهغوې  په بدۍ  غمجن کیده ، هغه صلې الله علیه وسلم دهغوې  له پاره ټول رحمت ، شفقت او محبت  و .

 لنډه دا چې  الله جل جلا له د هغه ‌ذات  د ګردې نړۍ  له پاره یوه غوره نمونه  ګرځولې ده.

« لقد کان لکم  فی رسول  الله  اسوة  حسنة » ( احزاب۲۱).

[تاسو ته  د رسو ل الله صلې الله علیه وسلم  په ذات کې یوه غوره نمونه موجوده ده.]

 لکه چې  هغه صلې  الله علیه وسلم  فرمایي : 

« هغه  چا چې الله خپل رب، اسلام خپل دین او محمد خپل رسول  و مانه  نوهغه د ایمان خواږه و څکل. ( مسلم )». 

همدا راز فرمایي :

 «هيڅوک به ستاسې څخه تر هغه  وخته پورې مؤمن نه شي  ترڅو  چې زه هغوې ته د مور  او پلار  ، د هغوي  د اولاد  او ټولو خلکو څخه ډیر محبوب  ونه ګرځم .»( بخاري ). 

هغه صلې الله  علیه وسلم  فرمایي  چې : 

«هيڅوک  به ستاسې  څخه تر هغه وخته  پورې  مؤمن نه شي  ترڅو پورې  چې  د خپل نفس غوښتنې دهغه هدایاتو  تابع نکړي چې  ما را وړي دې . (بخاري )».

دا یواځې د رسالت منصب دې  چې انسانانو ته  د الله جل جلا له    د پیغام د رسولو  یواځنې  ذریعه  ده  چې  په بې پروایې سره یې  هيڅ انسان  الله  ته نشې  رسیدلاې.   ځکه  چې الله جل جلا له    خپل  ځان  ته د رسونې  یواځنۍ  لار د رسالت  لار ښوولې ده ، دا د الله جل جلا له هغه  رسۍ  ده  چې  په  نیولو سره یې  بنده   دخپل مالک  رضا اوخوښي  لاسته راوړای شي .

 

آخرت :

آخرت  د اسلام په لار ښوونو کې  یوه بنسټیزه عقیده ده  ، دغه عقیده د الله  جل جلا له دمنلو  او دهغه په استاذي  د ایمان  راوړو   اړینه  غوښتنه  ده ،   لکه څنګه  چې  د الله  په منلو  انسان د فکر او اندیښنو ،  اواره مزاجۍ ، او د زړه او دماغ د بې سکونۍ  څخه  نجات موندلاې شي   او په پیغمبر د ایمان  راوړو وروسته د یو منظم اود مقصد نه د ډک ژوند  خاوند ګرځي  نو په همدې تر تیب د آخرت  په منلو هم انسان  د بی مسؤلیته، خپلسرې او بې مهاره ژوند څخه  نجات  مومي ، او د مسؤلیت  نه دډک ژوند خاوند ګرځي .

لکه څنګه چې د الله جل جلا له د منونکې او نه منوکې  په ژوند او کړو وړو کې  په بنسټیزه  توګه توپیر موجود دې نو په  همدې توګه  په آخرت دمؤمن او نه مؤمن  په کړو  وړو کې هم په ښکاره  توګه  توپیر  وجود  لري . په آخرت مؤمن وګړې د یوه مسئول او با  اصوله ژوند  خاوند وي  اوپه یوشمیر پولو کې را نغښتې وي ،خو د آخرت نه منونکې  انسان دخپلو نفسي غوښتنو پرته بلې  هيڅ پولې ته غاړه نه ږدي.

 دنیا او آخرت په حقیقت کې  د انساني  ژوند  دوه مختلفې دایرې او دوه مختلف پړاونه دي . ددې ژوند دوران  په  دې دنیا کې دې او  د څو هدایاتو  په رڼا کې انسان د نفس د روزنې  کورس  وایې ، او ددې کورس  په پایلو کې دا  انسان  د اخرت  د  دوران  له پاره  بریالې کیږي ، دا کورس  په دنیا  کې  اختیاري  حیثیت لري  او همدا  اختیار  دې  چې غلط  یا صحیح  استعمال    یې  هغه د سزا  یا  جزا یا په  بل عبارت  ددوزخ او یا جنت   وړ  ګرځوي ، که چیرې هغه په دنیا کې خپل لاسته راوړي  ازمیښتي  واک   په خپله خوښه د الله  د لارښوونو تابع او استعمال کړي نوبیا هغه په آخرت کې د نورو زیاتو اختیاراتو  سره په لوړ  منصب ټاکل کیږي .  او په دنیا کې دهغه تجرباتي او تربیتي  دوران نه وروسته هغه ته د رباني خلافت  زیات  اختیارات  او  د انسانیت  لوړی  درجې  او رتبې  ورکولې کیږي ، خو که  چیرې  هغه په خپل دې تجرباتي  دوران  (Probationary period) کې  ناکام  او په خپل روزنیز دوران کې  ناغاړې وخوت نوبیاهغه د یوه ناکاره شي  په توګه  ددوزخ  خس  ګرځي.

ددنیا په دې  روزنیز دوران کې یې  دهغه د لار ښوونې  له پاره رسولان  را لیږلي دې  او رسولان  په خپله له  یوې خوا دخپل ژوند  عملې نمونه  د خلکو تر مخ ږدې  او خلک په دې  پوهوي  چې  دهغوې د خالق له اړخه د مطلوب  ژوند معیار څه دې.؟ 

د بلې خوانه  هغوې ته د خپلو صالحو او پاکو لار ښونو په اساس د آخرت د حقیقې  او پایښت  لرونکې ژوند داسې واضح اوپه سترګو لیدلې  تصوير  وړاندې کوي  چې ګويا دا دنیا  یواځې د همدې په خاطر پیدا شوې  چې وروسته ترې  اخرت راتلونکې دې ، او په اخرت کې د انسانې ژوند ويش  په دنیا کې دهغه دعمل پورې تړلې دې..

پّه  حقیقت  کې  الله جل جلاله  د انسانې ژوند له پاره داسې دوه نړیز پلانونه تر تیب کړې دې  چې د هغې په واسطه  د یوه  جهان  ژوند د انسان  د بل جهان د ژوند  اهلیت او صالحیت  ښیئ ، یعنی دا چې  دا  انسان  یوه  هستي ده  ،  چې  یواځې  یوژوند لري ، په دې نړۍ کې  یې ورته  د حالاتو او موسمونو د غوښتنو سره سم یو قالب  جوړ کړې دې ،  چې ددې قالپ  په اساس  په دې دنیا کې هغه دالله د تربیتي کورس په ويلو مامور شوې  ، چې  ددې کورس  مربي او معلم د هر دور رسول دې ( اوس تر قیامته پورې یو رسول  د ټول انسانیت  مربي اومعلم دې (صلې الله علیه وسلم »).

هر څوک  چې  د کار دا ويش منې  د مالک وجود باندې ایمان لرې او درسول د مربیت  او ښوونکیتوب  څخه ګټه اخلې او ترآخري اندازې پورې کوښښ کوي  چې  خپل ژوند  د رسول  په لارښوونو  او تربیوي قالبونو کې  واچوي  او یا د یوه خاص زړه او دماغ  سره دخپل  رب  د بندګۍ له پاره د اعمالو یوه مجموعه تیاره  کړي  نو  په څرګنده  توګه   هغه ددې  دنیا په تربیت ځاې کې پاته او دهغې د منصب د تیارې کولو سره د آخرت  په  لور درومي  چې هلته بیادهغه د تربیي  او تیارې څیړنه  کیږي او دکامیابۍ  او یا ناکامۍ زبیښې ورته  اورول کیږي  .

ښکاره ده  چې  د بریا وروسته  هغه ته د جنت  یوه پراخه برخه ورکول کیږي،   خو د  ناکامۍ  به وخت کې  هغه د  رد  شوي مال په څیر د دوزخ په کباړځاې  کې  ورغورځول کیږي .

 دلته یې  که چیرې  په دنیا کې  لږ غوندې فساد او ګډوډي پیداکړې وي او خپل ځان  او چاپیریال یې د ظلم او ستم ځاې ګرځولې وي نو په آخرت کې به هغه دخپل فطرت  او طبیعت په مطابق په سونو زره  زیات فساد او  ورانۍ  سره مخ شي او ټول  چاپیریال به ورته  داسې  جوړ کړل شي  چې دې په کې د خپل فساد  ترخه زبیښه  و ګوري .

څرګنده  چې  اخرت په حقیقت  کې  ددنیاوي  ژوند  دپراخه  امکاناتو د پیدایښت  او منځته را تللو نوم دې   چیرته  چې  ددې پراخه  امکاناتو له پاره موجوده  جسم ، دحدودو صلاحیتونو  او وجودې  امکاناتو  سره مونږ ته را کړل شوې ، هلته به د حالاتو او اړتیاو سره سم بې انتها پراخه  او هر اړخیزه امکانات  او وختونه برابریږي   دلته د غوښتنې  سره کوښښ حتمې دې  خوهلته په خپله غوښتنه دکوښښ شکل  نیسې  او پوره کیږي . دا به د انسان دهغه  نیکیو بدله  وي  چې  په دنیا کې  د اوسیدو په وخت کې  یې د آخرت  په پټ حقیقت  باندې باور د ایمان په خاطر کړې  ،هغه که څه هم آزاد  پیدا شوې و ، خو د رسول  صلې الله علیه وسلم  لار ښوونې  او تعلیمات  یې  د خپل عملي ژوند تګلاره  ګرځولې وه  او  ددنیا  ژوند یې د آخرت د نقشي په نظر کې نیولو په اساس جوړ کړې و ، اوپه دې تر تیب سره یې خپل ځان د آخرت د ژوند له پاره یو  وفاداره ، دشعور او ادراک  نه ډک شخصیت ثابت کړ ،  چې په پایلو کې د جنت  خاوند  وګرځید.

که  چیرې  دهغه په کړنو کې  څه روزنیز کمښتونه  او خاموالې  موجود  هم و  خو دهغه د زړه او ماغ  حال  او شعوري وفادراي  یې  نه لړزیدونکې وه  چې  دخپل زړه او دماغ  د پوره ملګرتیا  په اساس   په جنت کې   د اوسيدو وړ وګرځید.  ښکاره  ده  چې  جنت د اصلاح شوې   انسانیت د اوسیدو ځاې دې  خو دوزخ   د په فساد  کې د نښتو  انسانانو  له پاره  دعذاب  ځاې دې .

لکه  څنګه  چې په  بټۍ  کې خښتې  ټولې  په یوه ځل پښیږي  او را باسي یې  نو که  چیرې  دا خښتې ښکلې اوښې وي  نو په  تعمیر کې ترې کار اخلي  او که  چیرې خرابې وي نو د سړک  په سر یې  اچوي میده کوي یې ، اوبیاپرې  د پاسه  رولر   ګرځوي، نودنیا هم   همداسې یوه د خښتو بټۍ ده  چې  د آخرت له پاره  د استمال  وړ  او ناوړه انسانان  ټول  په یوه ځل تیاروي   چې  د استعمال  وړ ترې  جنت  ته ځی او ناوړه ترې  ددوزخ په کنده  کې ور غورځوي .

دقرانکریم  پاڼې  د اخرت  په بیان  ډکې دې اوپه دې  هکله یې دنورو ټولو موضوعاتو په نسبت ډیر بحث کړې دې.

 داسې بریښې   چې  قرانکریم د آخرت  له پاره دمالک  له لورې آخرت  نامه  ده  چې د آخرت  خبر یې  په  ډیر  تفصیل سره بیان کړې دې .

 په دې قران کې د انسانې ژوند د جوړولو اوتیارولو لارښوونې  شوې دئ .

څرنګه چې انسان د اسلام په  پټو  حقیقتونو  باندې د ایمان د نه راوړو په اساس مسلمان نه ګڼل کیږي  چې  په دې  ډله کې  آخرت  تر ټولو زیات ستر او هر اړخیز  حقیقت دې ، چې ټول  پټ  حقیقتونه پکې په خپله  شامل دې ، په دې دنیا کې ددې ډول حقیقت څرنګوالې  د انسان د موجوده ادراکې حواسو په واسطه نه   کیږي ، همدا علت دې  چې  هغه  په رسول باندې د باور په واسطه  منل کیږي .

څرګنده ده: هر کله چې  یو څه  په سترګو لیدل کیږي مونږ  هغه منو ، په غوږونو اواز اورو  نو باور کوو ، په ژبه  یوڅه څکوو  نو دهغې شي دخوند   څخه منکریداې نه شو ، په بوزه  یو څه  بويوو بیادهغه د وجود  څخه انکار نه شو کولاې، نو آیاکله چې د الله جل جلاله استاذي  چې د غوره ژوند مالک او د ښو تعلیماتو او لار ښوونو بیانونکې ، معلم او رسول  د یوڅه په باره کې  خبر راوړې  په داسې حال کې  چې  د هغه  په ژوندانه کې  دهيڅ ډول  کوږوالې اوغلطۍ څه  ګواهي موجوده  نه وي، و نه منو؟ 

درسول هستي  دهغه اهمیت او دهغه د پاکیزه ژوند د ګواهۍ وزن باید زمونږ د پنځه ګوني  حواسو د ګواهۍ  څخه ډیر زیات  وي، زمونږ  په دې حواسو کې څه ورانې  را پیدا کیداې شي  لکه چې  شپه اورځ یې مشاهده کوو . خو رسول الله صلې الله علیه وسلم  چې دخپل ټول پاکیزه  اوصالح ژوند او لار  ښونو  سره  د الله په ساتنه  ، د الله  د وجود او د آخرت په هکله شاهدې وایي نوبیا به ددې شهادت   وروسته بل کوم  معتبر شهادت  موجود وي .

په  آخرت  باندې عقیده درلودل انسان د یو څه امورو پابند ګرځوي  چې دهغې په اساس  هغه د آخرت  نه  دمنکر  انسان څخه یو جدا  انسان  ګرځي  اوهغه امور په لاندې توګه دې :

·                      [ انسان  په دې نړۍ کې  یو غیر مسؤل  او خپلسرې موجود  نه دې بلکه  هغه  به  دخپلو ټولو دنیاوي کړو   وړو  په هکله یوه ورځ  د الله جل جلا له    تر مخ ځواب ورکونکې وي .    

·                      دا نړۍ  مستقله او د تل  اوسيدو ځاې  نه دې ، دلته هر څه موقتي دې  او دا هر څه بیرته پناه  کیږي  نو په همدې تر تیب  به یوه ورځ  ددې نړۍ  ټول نظام په یوه  وخت  کې  له منځه  ځي  او پناه  کیږي . 

·                      ددې نړۍ  د له منځه  تللو   وروسته  به د کائناتو مالک یو بل عالم منځته  راوړي ،  چې په هغې کې به د نړۍ د آغاز څخه تر آخره پورې ټول  انسانان  په یو وار  را ژوندې کیږي  او  دهغوې د کړنو په  اساس  به هغوې ته دهغوې د اعمالو بدله  ورکول کیږي ، هغه خلک چې نیکي یې کړې وي  جنت ته او هغه خلک  چې د بدۍ پله  یې  زیاته  وي دوزخ کې ورغورځول کیږي .

·                      ددې نړۍ کامیابي  او ناکامي یا خوښي  اوغم د اخرت پورې  هيڅ اړه نه لري ، ددې نړۍ ټول  ژوند ازمیښت دې  او د آخرت ژوند پدې ازمیښت کې  د انسان د کړو  وړو  پورې تړلي  دي ، قران کریم د آخرت  هغه ریښتونې اند په ډیره ښه توګه را مخته کړې  ، چې  دهغې ډلې څخه یوه منظره په لاندې توګه بیان  شوې ده .

·                      «بس  یو ټکان به  ورکړل شي  او ناڅا په به دوي  په خپلو سترګو ( ټول هغه څه  چې خبر  یې ورکړل شوې و )  و ويني ، نو هغوې به  ووایي : 

«های  افسوس  ! دا خو د جزا ورځ ده ، دا خو هغه د پریکړې  ورځ ده  چې مونږ درواغ ګڼله ، حکم به  وشي  چې ټول ظالمان او دهغوي ملګري او هغه معبودان  چې  هغوې يې  د الله جل جلاله  پرته بندګي  کوله  را ګیر کړئ اوبیا  ټولو ته د جهنم لاره وښیئ. لږ څه هغوې ودروئ ،  چې  پوښتنه  ترې  کوو ، په تاسو  څه شوي  دې ؟  نن ولې یو دبل سره بسپنه نه کوئ ؟  بلې نن  خو دوې خپل ځانونه پخپله  یو بل ته ورحواله کړيدې (الصفات  ۱۹-۲۶)».

د اوسني وخت د قران یو ستر پوه ددې ایت  مناظر په دې توګه بیان کړي دې:

 [ دا فقره په خپله وایې چې  په هغو وخت کې به څه حال وي ، د لويو لويو مجرمینو  ګردنونه  به ښکته او پرته له کوم جبر څخه به په خپله  ددوزخ په لور روان وي ، په ځينو ځاېو کې به شاهانه  ذوات  پورې وهل اوټیل وهل  کیږي  ،خو ددربایانو  څخه  به هيڅوک  ددې  سترشحصیت د په څنګ کولو هڅه ونه کړي .

    په ځينو ځاېو کې  به  د عالمونو فاتح او لوي دېکتاتور په ډیر ذلت او سپکاوي سره روان وي  چې دهغه خپل لښکر به یې د حساب په خاطر  راوړاندې کوي ، او په ځينو ځاېو کې به کوم  پیر صاحب ، ګروجي  یا هولي فادر(Holy father) د جهنم په لور  په حرکت کې وي  خو مريدان  به یې هيڅ  هڅه نه کوي  چې  دغه محترم  ددې  توهين او سپکاوي  څخه و ژغوري .

 او په ځينو ځاېو کې به لیډران او مشران   په ډیره عاجزۍ  او ذلت کې   ددوزخ په  چپو کې  ورو غورزول شي  او هغه  خلک  چې  په دنیا کې به یې دهغوي  د  تکبر  جنډي  او بیرغونه  پورته کول ، ټول  به  ترې  مخ اړوي ، ان تردې  پورې  چې  عاشقان  به  دخپلو هغو معشوقو  څخه، چې په دې  دنیا کې به یې ځآن پرې  ځاراوه  ، مخ  اړونکي او بیزاره  وي.

 (  تفهيم القران  څلرم جلد، ۲۸۲ مخ – ۱۷مه حاشيه ،  سیدابوالاعلې مودودې (رح).)

په  دې تر تیب  به د  الله  جل جلاله نه  په سرغړاونې  ولاړ  ټول اړیکي  شلیدلې، ټول غرور به په خاورور کې خاورې  اوټولې  لويایي او تکبر به د  ذلت  او پستۍ  ښکار شي  او هغه  څه  چې  د انسان سره پاته کیږي  هغه  د (مالک الملک)  په  دربار کې د خالصې  اوپاکې  بندګۍ  پانګه ده  چې  د انسان څخه  به قبلیږي.

آخرت  یو داسې  څرګند  حقیقت  دې  چې  پرته د احمق او سخت بې عقل  انسان  څخه بل  څوک  ترې  انکار نه شي کولاې ، ځکه  دکائناتو  زره زره  چیغې وي  او دبل عالم د مینځته  راوړو خبر او زیرې ورکوي . دلته   هر څه نامکمله   هم دې او فاني هم ،  نامکمله شيان  دخپل تکمیل  او فاني شيان دخپلې  بقا اوپایښت غوښتنه کوي .

دلته   اعمال  هم دې  اوکردرا هم ،  ښه والې  هم شته  او بدوالې هم ، خیر غوښتنه هم شته او بد غوښتنه هم ،  لاس  نیونه  هم شته او ظلم او تیرې  هم ، د نړۍ ټول عالم په یوه  عجیبه  حال کې را ګیر دې ، چې  هر حال  په خپل ذات  کې  ددې غو ښتنه کوي  چې  د ظلم بدله  ، دنیکۍ  اجر  او د بدۍ  حساب دې  ورکړل شي . خو  په کومه نامکمله  او فنا  موندونکې نړۍ  کې  چې  مونږ  را ګیر یو ، نو دلته د هيڅ عمل  پوره بدله  ورکول  ممکن   نه دې ،هر عمل  خپل  اغیز  په بې شمیره خلکو ، بې شمیره  اړخونو او بې  شمیره    نسلونو پورې خپروي .

دلته  کوم داسې عدالت   هم نشته  چې  دا ډول اغیز  را ټول کړي  ، اندازه یې کړي  اوبیادهغې  په مطابق  سزا  ورکړي ، اونه  داد موجوده  ژوند اجسام ددې وړدې  چې  دا ډول  سزا  او جزا  دې و زغمي. خو که چیرې  ددې نړۍ او یا ددې نړۍ   په  موجوده اړخونو ، زمان  اومکان  کې   دا ممکن  نه وي  نو آیا بیادې  دا زشت او ناروا  او نیک  اعمال  همداسې  ضایع  شي ؟  

په خپله  انساني  عقل   او انصاف  ددی غوښتنه کوي  او دا  به د  خالق د انصاف نه هم لیری  وي چې  داسې دې وي !

 ددې دنیا حالات او ظروف  ددې له پاره کافي  نه دې  چې  دخپلو  کړنو او اعمالو بدله  دې  په کې ورکړل شي ، دلته خو کله  سرچپه  ( نیکې برباد  ګناه  لازم )  ګرځي ، دلته خو کله هم د ظلم  او تیري  په پایلو کې  سرداری  ورکول کیږي ، او د چا په  غلامۍ کې  هم په ښکاره نیکۍ نه ښکاري حال دا چې  دا دواړه صورتونه د خپل فطرت  له پلوه  خپله خپله بدله غواړي. نو ښکاره ده چې  دداسې صورت  د مخته  راوړو له پاره د یوه  بل  داسې   عالم د پیدا یښت  اړتیا ده  چې  د انصاف  ټولې  غوښتنې  پوره کړاې شي . او  هغې هستي  چې  دا عالم  یې  یواځې  د (کن )  په ويلو    منځته  راوړې  ، نو هغه ته   د بل عالم پیدا یښت څه  ستونزمن  کار نه دې  لکه  چې  قران  په دې هلکه  فرمایي:

[د آسمانونو او زمکې  پیدایښت  د انسانانو د پیدایښت  په نسبت  ډیر ستر کار دې ، خو ډیر خلک پرې نه پوهيږي ، داسې هيڅکله نه کیږي  چې  ړوند  او بینا   دې  سره برابر  وي  او یا دې  ایمانداره صالح او بدکاره فاسق  ېو ځاې  و درول شي ، مګر تاسې ډیر کم  پو هيږئ  ، بې  شکه  چې  د قیامت  ورځ را تلونکې ده ، په دې کې هيڅ شک نه شته ، خو ډیر خلک یې  نه مني .(المؤ من ۵۷-۵۹ـ)]

ددې  کائناتو  پیداکونکې او مالک  پوه او دانا  ذات  دې.

 هغه دا ټول شيان د لوبو او زړه ښه والي  له پاره نه دې پیدا کړي ، بلکه   ددې کائناتو په ډلې  کې یې  د انسان غوندې با شعوره ، پوه ، با حساسه ، با اراده  او با اختیاره  هستي  هم  پیدا کړېده ، هغه  د خپلو فطرې   قوتونو  او  د وسایلو په کومک سره په مختلفو  اعمالو   او افعالو  قادر  دې ، په  داسې  وخت کې   ښکاره ده چې  د کائناتو مالک  به ددې  هستئ  د کړنو  لیک  خامخا  ګوري، او دهغه څخه به  حساب اخلي ، دنیکو او بدو اعمالو په بنسټ  چې  د سزا  کوم اخلاقي مسؤلیت   را منځته کیږي  نو هغه به څنګه   نامکمله  اوپټ پاته شي ځکه  چې  ددې اخلاقي  غوښتنې  د نه  پوره کیدو په وخت کې به د ظلم او تیري صورت په خپل  ځاې  پاته شي .

 دا به څنګه ممکنه وي  چې  پوه او مدبر  الله جل جلاله  به د اغوښتنه پوره نه کړي ، ځکه  چې  هغه ته داکار د یوې  اشارې  څخه  زیات  وخت  نه اخلي.

په   آخرت  عقیده  په خپله یوه  داسې حیرانوونکې   ذهني  اوقلبي  قالب دې   چې  دهغه په موجودېت کې دمسؤلیت نه ډک کړه وړه را منځته کیږي  او دهغه په واسطه یو پاکیزه، شریف ، دېانت لرونکې ، دامن  نه ډک  ،  د الله جل جلاله  نه ويریدونکې  ، فرض  پیژندونکې  او منصف  مزاج انسانیت  تعبیر کیږي او چیرته   چې  دا عقیده نه وي ، نوهلته په انسانانو کې درواغ  په  وعده  وفا نه کول ، تیرې  ، بې  انصافي ، خیانت ، ګټه پالنې او خپلځان غوښتنې.......په شان بد شيطانې  صفتونه  را  منځته کیږي ، یواځې د عقیدې په اساس  دغه دواړه  کړنلارې د وخت به تیريدو  سره خپلې ځانګړې  پایلی را پیداکوي اودا حال  د تجرۍ پر بنسټ  ، د تجربۍ  له لارې  په خپله   اعلانوي  چې د آخرت  عالم حتما  شته ، چې  دومره زیات اغیز  یې د انسان په نفس  اچولې دې.

د آخرت  په ورځ  باورکونکې پوه خلک  که  چیرې  په خلاصو سترګو د قدرت  مظاهرو ته ځير شي ، نوهغوې به ووايي  چې  الله  جل جلا له  په   هره  لحظه کې   نوي  نوي  قیامتونه   را پیدا  کوي. په هغه ځاېونو  کې  چې  هغه جل جلا له   ژوندې  اجسام  د فنا په لور  بولي  ، نوبیا همغلته  مړه  اجسام  یو  په په بل پسې  را ژوندې کوي  هر ورځ په لکونو انساني  وجودونه  چې  ددې زمکې  دمختلفو  برخو څخه  جوړ  شوي ، پیدا کیږي  په میلیونو  الوتونکي او پرندې  منځته  راځي ، وچې دانې  د لږو اوبو په واسطه  په شنو برخهونو  بدلیږي  په هر پسرلي کې بې شمیره نوې  ژوندونونه  منځته  راځي ، خو په هر خزان  کې  هغه بیاد زمکې په  پراخه  قبرستا ن کې په  خوب  بیده کیږي ، د پسرلي  او برسات  په موسمونو کې  هغه بیارا ژوندې او په  هرې خوا خپریږي ، په  دې تر تیب  هر خزان  د بې شمیره شيانو له پاره قیامت دې او هر پسرلې  د بې شمیره شيانو له پاره  د نوي  ژوند  زیرې  له ځانه سره راوړي ، په همدې تر تیب که چیرې  انسانان په خپلو امکاناتو 

 

کې ورځ په ورځ  پراختیا راوړي نو آیا دهغه الله جل جلا له    چې د ا کائنات  ېې  پیدا کړي ، امکانات  څوک  محدودولایې شي؟

انسان  ، انسان  دې ، د قیامت  په ورځ به زمکه هم حساب ورکوي ، نو هغه څه  چې پرې انسان دهمغه لمړې  ورځې څخه کوي، نو تر ټولو نژدې  او په سترګو لیدلې شاهد به پرې زمکه وي ، په همدې ترتیب   په  هر  ځاې او هر وخت کې  هر چیرته  یې  چې کومه ښیکڼه او یا بدې کړې وي ، زمکه ورسره وي ، او دا زمکه د هغه  د ټولو کړو  وړو  څخه  ښه خبره وي ، لکه چې قران کریم  فرمایي :

 « یو مــئـذ تحدث اخبارها » (  الزلزال  ۴»)

[ نو په  هغې ورځې به هغه زمکه ټول  حالات  چې پرې تیر شوي وي بیان کړي ] .

ددې په یادولو سره، د رسول الله صلې الله علیه وسلم  وينا ، سیدنا  ابو هریرة  رضی الله عنه  داسې رانقل  کړې : 

[پوهيږې  چې دهغې  هغه حالات  څه دې ؟  خلکو  ورته وويل  الله جل جلا له او د الله جل جلا له رسول  په دې  ښه  پوهيږي ،  هغه صلې الله علیه وسلم  و فرمایل : 

«هغه حالات دادې چې زمکه  به د هر  بنده او دبنده  د هغه کړو وړو  په هکله ګواهي ورکوي  چې دده پر مخ یې کړي ، هغه به وایې  چې  ده په هغه ورځ  هغه اودغه کار کړې  ، دا هغه حال  دې  چې زمکه  به یې بیانوي.  ( مسلم  امام احمد)]،»

  همدا  راز  رسول الله صلې الله علیه وسلم  فرمایي: 

« لږ د زمکې  څخه  ځان  په څنګ  وساتئ ځکه  چې دا ستاسې  بیخ او بنسټ  دې  او په دې باندې  به هيڅ  داسې عمل کونکې نه وي چې د هغې دعمل په هکله  دا (زمکه )  خبر ورنکړي ، دا عمل که ښه وي او که بد . 

لکه  چې د سیدنا علې کرم الله دژوند په حالاتو  کې لیکلې  شوي  چې:

 کله به چې  هغه د خزانې  ټوله شتمني د اړو  خلکو تر مینځ  وويشله او خزانه  به  یې تشه  کړه نوبیابه یې په کې

دوه  رکعته لمونځ کاوه او ويل به یې  چې:

( ته به ګواهي ورکوې  چې ما ته  په حق  سره ډکه کړې وې  او دحق په اساس می تشه کړې.)

د اخرت  په ورځ عقیده درلودل  انسان د مسؤلیت په هغه ځاې کې دروي  چې بیاهلته د الله جل جلا له د ويرې او انصاف  اصول د نظره نشي  غورځولاې.  او نه د هغه د غورزولو  جرأت کولاې شي، همدې  ډول خلکو ته قران  کریم د آسانه محاسبې  زیرې ورکوي: « فاما من اوتی کتبه  بیمینه  فسوف یحاسب حسابا یسیرا  و ینقلب  الې  اهله مسرورا » ( الانشاق  ۷-۹)»

[اوبیاچې  د چا  د کړو  وړو  سند  دهغه په ښي  لاس  کې  ورکړل شو نو دهغه څخه  به آسانه  حساب واخستل  شي  او هغه به خپلو  خلکو ته خوښ  او خو شحاله  را وګرځي] 

یعنې   دهغه چا  څخه چې  د سخت حساب  غوښتنه و نه شي  نوبیاد هغه څخه پو ښتنه   نه کیږي  چې تا  دااو هغه کار ولې کړې ؟  تاسره دهغه څه  دلیل دې ؟  ښکاره ده چې  نیکې او بدې  د هر چا  په  عمل نامه کې   شته  ،خو  د ښیګڼو د زیاتوالې په  اساس دهغه د بدېو  څخه  تیريږي او بخښنه ورته کوي ، سید نا رسول الله صلې الله علیه وسلم  د همدې خبرو د څرګندوالي  په خاطر فرمایلي :

[اې عایشي!  د هر هغه چا څخه  چې  حساب  واخستل  شو نو هغه مړ کړل شو ]. 

سیدة  عایشة صدیقة رضی الله عنها  وفرمایل :  اې  د الله رسوله !  ایا  الله جل جلا له  نه دې فرمایلې  چې دهغه  چا  داعمالو پاڼه   چې  په ښي   لاس کې ورکړل شوه ، نو دهغه سره به  آسانه حساب وکړل شي ، رسول الله صلې الله علیه وسلم  ورته وويل :  هغه خو یواځې د اعمالو را مخته کیدل  دې  خو د چا  سره چې  پو ښتنه او ځواب وشي نو هغه مړ کړل شو . ]

سیدنا  ابوبکر صدېق  رضی الله عنه  یو ځل د رسول الله صلې الله علیه وسلم  سره د ډوډۍ  د خوړلو په وخت  د زلزال  د سورې  دا ایت  واورید : «  فمن یعمل مثقال ذرة  خیرا یره، ومن یعمل مثقال ذرة شرا یره» (الزلزال)

[  هر چا چې لږه نیکي  هم کړې وي  ، وبه یې  ويني   او چا چې  لږه بدې هم کړي وي  ، وبه یې ويني].  

ددې  ایت په اوریدو سره هغه د ډوډۍ خوړلو  څخه لاس واخیست  او ويې فرمایل :  چې اې رسول الله ! زه به دهغې کمې بدۍ  پایلې  هم ګورم  چې  راڅخه شوې؟  رسول الله صلې الله علیه وسلم ورته  وفرمایل : 

«اې ابوبکره ! په دنیا کې هر هغه معامله چې تاته  را پیدا کیږي  او په تا درنه وي   نو دا دهغه بدېو بدله  ده چې  له تا څخه  صادر شوي وي ،خو  هغه کمې   ښیګڼې   دې الله جل جلا له د  آخرت  له پاره ذخیره  کوي او ساتي یې .»

  سیدنا ابوایوب  انصاري رضی الله عنه  ته هم ددې ایت  د  توضیح په هکله رسول الله صلې الله علیه وسلم  وفرمایل : 

«هغه څوک چې ستاسې  له ډلې  څخه  ښیګڼه  وکړي نو دهغه بدله به په اخرت کې وي  او هر څوک  چې  بدې وکړي  نوهغه ته  په دې دنیا کې د هغه بدله  د مصیبتونو او نارو غیو په شکل کې  ورکول کیږي .»

په اخرت مؤمنو  خلکو  ته ښایي  چې  په ښیګڼو کولو کې ډیر حریص وي ، ډیره لږه ښیګڼه هم باید  له نظره و نه  غورځوي ، لکه  چې  رسول الله صلې الله علیه وسلم  فرمایلي:

« که څه  هم تاسې د اوبو یو ډک  کنډول دخپل ورور په لوښي کې ورواړوۍ او یا د هغه سره په ورین تندې کښینئ  او  دهغه  زړه  خوشحاله کړئ .»

په همدې تر تیب   دا دمؤمن کار نه دې  چې د بدۍ بدله دې  په بدۍ سره ورکړي ، بلکه  په آخرت  عقیده  لرونکي مؤمن  خلک باید دداسې اخلاقو خاوندان  اوسي  چې هغوې د بدۍ  بدله  هم په نیکۍ  سره  ورکړي ، د شر مقابله  او د ظلم مقابله په  انصاف سره وکړې ،د درواغجن په مقابله  ریښتونې  او د خیانت  کونکې  سره ددېانت  نه کار  واخلي .

رسول الله صلې الله علیه وسلم  فرمایي :

[ تاسې خپل کړه وړه  د خلکو د کړو  وړو  تابع مه ګرزوۍ،  دا  غلط   دې  چې  ووایې  چې  که  چیرې  خلک نیکي کوي نومونږ به هم نیکي وکړو  اوکه خلک  ظلم کوي نو مونږ به هم ظلم کوو ، تاسو خپل نفس د یوې قاعدې  لاندې  راوړۍ ،  که چیرې  خلک  نیکي وکړې نو تاسو  به   نیکي  وکړئ   خو که  چیرې  خلک ظلم او تیرې کوي   نو تاسو به ظلم نه کوئ ، همدا خبره په یوه بل ځاې کې داسې بیانوي:

[زما پروردګار  ماته  حکم کړې  دې  چې  که  چیرې  زه د چا څخه  خوشحاله  وم او یا خفه، نو په هر حالت کې به د انصاف خبره کوم.  څوک  چې زما حق  تلف او ترپښو  لاندې کړې  زه  دهغه حق هغه ته ورکړم ،  څوک  چې ما محروم او بې برخې کړي زه به هغه ته برخه ورکوم  او څوک  چې په ما تیرې  او ظلم وکړي زه به یې بخښم. ]

سیدنا عمر رضی الله عنه  پورتنې بیان په خپلو خبرو  کې داسې بیان کړې دې :

« څوک چې  له تاسره په راکړه  ورکړه  کې  د الله جل جلا له    څخه ويره نه ساتي نو هغه ته د سزا ورکولو غوره  لار داده  چې ته دهغه سره د الله جل جلا له   څخه په ويره کې  معامله وکړې .» 

رسول الله صلې الله علیه وسلم وفرمایل: 

«ډیره یا دوئ ، د خوندونو او لذتونو  له  منځه  وړونکې. (مړینه )» ( ترمذې)

رسول الله صلې الله علیه وسلم   سید عیدې  رضی الله عنه ته وفرمایل: « تاسو هر یوه سره به الله جل جلا له نیغ په نیغه  خبرې کوي،هلته نه سپارښتنه شته  او نه  د پټیدو  ځاې،  هغه سړې به ښي  او چپ  اړخ ته و ګوري ، نو دخپلو  اعمالو او کړو وړو  پرته به بل څه په نظر  ورنشي ،بیا به مخې  ته وګوري نو دورزخ  به ورته  دهغه دټول  هيبت  سره تر مخ وي، نو اې خلکو!  د  اور  څخه  د په څنګ کیدو  فکر وکړئ  ، که څه هم د نیمې کجورې  په ورکولو سره وي (متفق علیه )»

سید عبدالله بن عمر رضی الله عنهما  وایي  چې  رسول الله صلې الله علیه وسلم وفرمایل :

« د قیامت په  ورځ به الله جل جلا له  زمکه  او آسمانونه د خپل قدرت  په پنجه کې و نیسي  او آواز به وکړي ، زه بادشاه یم، زه جبار یم ، زه  دلويي  خاوند یم ،  چیرته دې  هغه څوک  چې پر زمکه پادشاهان ګرځیدلي و ،  چیرته  دې د وخت هغه  جبارین او مستکبرین .»

عبدالله  بن مسعود رضی الله عنهما  فرمایي  چې رسول الله صلې الله علیه وسلم  وفرمایل : 

«دقیامت   په ورځ  به د انسانانو پښې  تر هغه وخته   حرکت  نه کوي  چې د پنځو پو ښتنو ځواب  یې نه وي ويلې .  دهغوې  نه به پو ښتنه کیږي چې  دې خپل عمر په څه کې تیر کړې؟  خپله ځواني دې په څه کې زړه کړې ؟ مال   او شتمني  یې څنګه پیدا کړې؟  او څنګه یې مصرف کړې؟  او هغه علم  او پوهه  یې  چې تر لاسه  کړې  وه د هغه په مطابق  یې  څومره عمل کړې دې؟   به آخرت  عقیده  درلودل  او دهغه پایلې داسې دې  چې د انسان  په داخل کې د الله جل جلا له    تر مخه  د ځواب ورکولو احساس  ژوندې او ګړندې  ساتي  چې ددې په اساس د مؤ من   په ایمان  کې ژوند  را  بیدا کیږي  او د اخلاقو  بنسټ  یې هم  ټینګیږي . په  توحید ، رسالت او ورورګلوئ  ایمان درلودلو  سره بیاهم  ټول  دایمان  خاوندان یو ډول اعمال  او کړه   وړه نه کوي ، ځينې د سرنه ترپپښو پورې نیک ، متقي او پرهيزګاره وي ، ځيني نور منځني ډول خلک دې  چې د ګډو وډو اعمالو خاوندان دې ، ښیګڼې یې هم کړې وي او بدۍ  ورڅخه هم صادر شوې وي ،  چې زیات شمیر  یې داسې خلک و ي  چې لويې  لويې  ګناهونه  ورڅخه  شوې وي او د ایمان او   آخرت له اړخه  یې په خپلو ځانونو  تیري  کړې  وي ، قران کریم  ددې درې واړو ډلو یادونه په ځانګړې توګه کړېده :

 «ځينې  د هغوې   څخه  په خپلو  نفسونو تیرې کوونکې  دې ، ځيني منځني او ځيني نوربیاد الله جل جلاله په خوښه په نیکیو کې  ځان وړاندې کونکې دې .د الله جل جلا له  ډیر  لوې فضل دې  هغه خلک چې  په دې ډله کې دې دهغوي  له پاره  د تل اوسيدو ځاې  جنتونه دې . (فاطر ۳۲-۳۳)».

ددې ایت د تشریح  کولو په وخت  کې د رسول الله صلې الله علیه وسلم  وينا  سید ابو الدردا رضی الله عنه  داسې  را نقل کړې:

 « هغه خلک  چې  په نیکیو کې  وړاندېوالې وکړي نو هغوې به پرته له حسابه په  جنت  کې داخل شي او هغوي چې  په مینځ  کې پاته شي نو د هغوې سره به  آسانه محاسبه وشي ، خو هغه خلک  چې په خپلو ځانونو یې ظلم کړې هغوې به د محشر په اوږده موده کې و ساتل شي بیابه الله جل جلا له  هغوي  په خپل رحم   کې  واخلي ، همدا خلک  دې  چې وایې به  چې  د هغه  الله جل جلا له  شکر دې  چې له مونږه  څخه یې غم لیرې کړ.»

  یعنې  په حقیقت کې په خپلو ځانونو ظلم کونکي  خلکو ته  به د عدالت  د پاې ته رسیدو  پورې د پاته کیدو سزا ورکول کیږي.

 ښکاره   ده  چې  د آخرت   د ورځې حساب  لکه څنګه  چې  به رسول الله صلې الله علیه وسلم  ګواهي ورکړي  چې هغه صلې الله علیه وسلم د اسلام  ددین لارښوونې  ،صحیح تفکر، نیک عمل  او د عدل  د  نظام پوره پوره  زده کړه پرته له کمښت او زیادت   څخه مسلمانانو ته ورسوله ، او هغه مو په عملي توګه خلکو ته  ور وښووله  نو به همدې تر تیب به مسلمانان  هم را پورته  کیږي  او ګواهي به ورکوي  چې  هغه لار ښوونې  چې د رسول الله صلې الله علیه وسلم  څخه  یې زده کړې وې  هغه یې د نړۍ ټولو خلکو ته  ور  رسولې دې . که  چیرې  مونږ د الله په عدالت کې ددې خبرې   له پاره شهادت  پیدا نکړو  چې مونږ د الله هدایت   چې دهغه د رسول صلې الله علیه وسلم  په واسطه مونږ ته را رسیدلې و اوهغه  مونږ د الله جل جلاله ټولو  بندګانو ته رسولې  نوبیابه مونږ ډیر سخت ونیول شو  چې دا نیونه به د نورو ټولو مواخذو  او نیولو  څخه ډیره سخته او درنه وي.

په  ټول مکي دور کې د رسول الله صلې الله علیه وسلم د بلنې او دعوت  زور  په همدې درې ټکو باندې و . (۱)د الله جل جلاله یووالې ،(۲) حاکمیت اوالوهيت . (۳) د رسول الله صلې الله علیه وسلم    رسالت  او د الله جل جلاله  له ړخه د هغه را لیږل او د آخرت حساب  کتاب ، د اعمالو مسؤلیت او دهغه ځواب  ورکول .

تر کومه  چې د الله جل جلاله د توحید پورې  تړلې ، د ټول ورانيو سره سره قریش د الله جل جلاله څخه منکر نه وو او دهغه  په علويت  قایل وو  خو دهغه جل جلاله په کار کې یې نور اولیاء شریکول. هغوې د رسالت مســئله   هم د نظره  غورځولاې شوه ، خو هغه څه  چې  د مشرکینو له پاره  ډیر  سخت او د تحمل وړ نه وو هغه د آخرت په ورځ  ځواب ورکول او په هغې  عقیده درلودل  وو .  د آخرت د عقیدې  د درلودلو سره چې کوم مسؤلانه ژوند ، دمسؤلیت   احساس ،  دنیکۍ او بدۍ تر مینځ  تو پیر ، د حقوقو  او فرایضو  پیژندنه  او د هغوې د کولو  اهتمام  ، د ظلم او تیري  څخه لرې والې او دنفس  په غوښتنو د غلبې د لاسته راوړلو مسـئلې  تړلې وې  ،دهغوې ترسره کول هغوې ته دروند غر په څیر و ،  چې پورته کول یې  دهغوې په نفس  ډیر سخت تمامیدل ، مګر  هغه بدلون  او انقلاب  چې د رسول الله صلې الله علیه وسلم  په نظر کې و  هغه د ځواک د لاسته  راوړلو انقلاب  نه و بلکه د انسان د بدلو ن  انقلاب  و  چې  په  هغه کې  انسان د نفس د بندګۍ څخه  د خلاصیدو او پر ځاې یې د الله جل جلاله د بندګۍ  کول  وو. دا انقلاب  تر هغه وخته پورې ممکن نه دې تر څو پورې  چې ددې انقلاب  اخلاقي ، عملې اوحقیقي  بنسټونو  د مخاطبو خلکو په نفسیاتو ژور  اغیز نه وي کړي. بیاهغه څوک  یې  چې مخالفت  وکړي نو هغوې دې په دې خبره ځان  پوه کړي  چې د څه مخالفت کوي ؟  اوهغه خلک  چې د ملاتړاو بسپنې  په خاطر یې را ولاړ شوي هغوې دې هم په  دنیوي ظاهري امورو کې په یو څو بدلونونو او تغیراتو بسنه  نه کوي  بلکه ددې  خبرې  په پوهيدو دې رامخته شي  چې  د الله د یووالي سره هيڅو ک  شریک  کیدایې نه شي.

در سول الله صلې الله علیه وسلم د رسالت په څنګ  کې دبل چا اطاعت  دقبول وړ  نه دي  او د آخرت  د حساب  کتاب  په نظر کې نیولو په اساس  ورته دخپل  ژوندانه  د لارې د خپلولو پرته د ژوندانه  بله لار غوره نه ښکاري .

 د سیاست  ، اقتصاد ، ټولنې، رسمونو او رواجونو  او اقتدار بدلولو  پر ځاې دانسان بدلونې دې پلان ته پرته ددې بله کومه لار نه وه ، اوکله  هم  چې د انسان  بدلونې انقلاب  رامخته کیږي  نو هغه د ټولو تر مخه دهغه د عقائدو  بنسټ  بدلوي  خو کله  چې اخلاقو او اعمالو کې کوم بدلون  نه راځي ، نو په دې خاطر د اسلام  په انقلابي پلان کې اولین شيان ددنیا  سازو  سامان  نه ، بلکه  د انسانې دنیا بدلول دې ، نو د همدې بدلو ن   جرړې  د انسان د عقائدو  په بنسټونو کې د ځاې په ځاې کولو له پاره رسول الله صلې الله علیه وسلم دنړۍ ټولو مسایلو ته شاکړه او پوره (۱۳) دېارلس کاله  یې  دهمدې کار د پرمختګ  په خاطر  سختې ستونزې و ګاللې ، ان تردې  چې  ملاتړ کوونکي  هم  ترې ډاډمن شول  چې  ددوې  اسلامي  انقلاب  څه ډول انقلا ب دې ؟  داسې  انقلال   چې  دنیوي  ګټې  په کې  شرط نه بلکه د آخرت  کامیابي  دهغه حقیقې هدف اوموخه ده ، له بلې  خوا دښمنانو ته هم ښکاره  شوه  چې  دا یواځې د سیاست ، مشرۍ او یا داقتصادٍ شخړه نه ده بلکه د انسانیت  شخړه ده، په همدې خاطر دې  تحریک  ته را نژدې کیدونکې په ډیره آسانۍ سره  و توانیدل  چې خپل ټول مادې اړیکې دوخت د غوښتنو سره سم قدم په قدم  داسې لرې کړي  لکه چې انسان د ګرمۍ په وخت کې د خپله ځانه درانه کالي  باسي  او لیرې  یې  غورزوي.  اوبیا همدې وګړو د کور ، مال ،  شتمنۍ ، خپلوۍ او حتی دخپل ځان  ځارنه  په  ډیره  اسانۍ   سره  ورکړه ،  دا په دې خاطر  چې په آخرت  باور درلودلو  هغه ته  دا  ورښوولې وه  چې ددې شيانو څخه هيڅ نه ضایع کیږي ، بلکه  د هغوې د مالک په حساب کې  د هغوې له پاره  جمع کیږي .  د (۱۳)  کالو  په  دوران کې د اسلامې  دعوت  دا بنسټونه  ددې  انقلابي ډلې په رګ او ریښه   کې  وځغلیدل  او   ورسره پیوست  شول ، اوکله  چې  هغوې دخپل عمل په واسطه وروښووله  چې د الله جل جلاله د هستۍ پرته بله داسې لويه هستي وجود نلري  چې ترې وويریږي   او نه د رسول الله صلې الله علیه وسلم    څخه پرته بل هادې  او لار ښود شته  چې پیروي  یې وکړي  او نه د آخرت  پرته بل کوم د فلاح او خلاصون ځاې شته  چې دهغې له پاره  حرص  وکړي  نوبیا دا ډله د انسانانو تر مینځ د یوې نوې اوبې مثاله انقلابي ډلې په  توګه را پورته شوه ، اوس نو هغوې ته د زمکې په سر د یوه نوي نظام د جوړښت په مخکې دمشکلاتو او ستونزو څخه ويره نه وه اونه دوې ددې نظام د غالبیدو په پایلو کې  څه نور لالچ او ګټو دخپل مقصد او موخو  څخه  اړولې شول . هغوي دحقیقې اسلامي انقلاب یوه توغ پورته کونکې ډله وه، اوس نو دهغوي تر مخ دنوي نظام دټولو انقلابي  موخو  له پاره د امکاناتو  لارې خلاصې وې . اوس نو هغوې ددعوت څخه ویریدونکې نه بلکه دعوت ورکوونکې او د نړۍ له پاره د لارښوونې اورهنمایې قابل ګرځیدلې ول. کله چې د مکې بټیو د دېارلس کالو په دوران کې  ددغه درې ګوني دعوت په اساس ، ښختې پخې کړې نو هغه بیاد اسلام په  لوړی او دنګې  ماڼۍ کې د لګیدو  وړ  وګرځیدې ، کله چې  د اسلام  ددعوت  وسپنیز  چوکاټ  جوړ شو ، نوبیاپرې د یوه ستر عمارت  دتعمیرولو امکانات   هم  راڅرګند شول  ، او تحریک    دېوې  مرحلې نه بلې ته  د ور ننوتلو  له  پاره  پوخ اوتیارو .

                (صلې الله علیه وسلم  )       


 

 

 

دریم  باب

   د اسلامي دعوت ځانګړتیاوې

 

 

درسول الله صلې الله علیه وسلم اسلامي دعوت  دخپل فطرت او نوعیت  له پاره مختلفې مزاجي  ځانګړتیاوې لري ، چې دلته يې لیکل  دهغه د ماهيت  په پیژندلو  کې پوره کومک کوي خو مونږ  یې اوس د یوڅو بیانول اړین  ګڼو:

هراړخیز تیا:

هغه دعوت  چې د رسول الله صلې الله علیه وسلم  په واسطه راغې، هغه دخپل   مزاج  له اړخه  هر اړخیز دعوت دې،  هغه ټولو انسانانو ته مخاطب  دې  د هغه په لاره کې  نه جغرافیایې  پولي  خنډ وې او نه هغه د کومې  خاصې  سیمې دخلکو له پاره ځانګړې دې ، بلکه ټولو انسانانو ته یې د الله جل جلاله د بندګانو په  څیر  د  بندګۍ  بلنه ورکړې.  ښکاره ده چې د قران کریم  وینااوڅرګندونې  ټولو  انساني پر ګنیو ته خطاب کوي ، هغه کوم نسل  یا  سیمه  نه مخاطبوي.  په همدې ډول د آخري  استاذي  بلنه  هم  نړیواله  او  هر اړخیزه ده  چې  د ټولو خلکو له پاره د هدایت  لاره ښیئ . په  همدې خاطر  ددې  بلنې  په  تعلیماتو او مخاطب کیدو  دواړو کې  د نړیوالتوب   رنګ  غالب دې.

همدا  علت دې  چې اسلامې دعوت  یو هراړخیزه  بلنه ده  چې د نړۍ د  ټولو انسانانو  څخه  په  یوه  توګه غوښتنه کولاې  شي.

 

 

علم وپوهه:

که څه  هم اسلامي  بلنه  د یوه امي  انسان په واسطه پیل  شوې او تر ټولو   لمړې  بلنه  یې هم داسې  قوم ته ورکړې   چې په خپله  تر ډیره حده پورې  امي وو ،ځکه عرب  خلک د علم  او پوهې  ، فکرو نظر او د حقیقت او تدبیر  څخه بې برخې ول، خو دې دعوت  هغوې  ته حقیقي علم   وروښود  په هغوې کې یې د علم ذوق  راپیدا کړ او دعلم  د زده کړې  انګیزه یې  په  کې  را وپاروله .

  کله کله  انسان  په دې  حیران پاته کیږي   چې د کائناتو  مالک  انسانانو ته دعلم او پو هې حقیقې  سرچینه  د یوه امي انسان  په واسطه وروښووله او دهغه په واسطه  مسلمان   قوم  په نړۍ کې د علم  د ټولو نه لوې بیرغ پورته کړې .همدا مسلمان  قوم  وو  چې  د علم د لاسته  راوړلو  په خاطر یې   تر ټولو زیات سفرونه کول ، او دوې وو  چې ټولې نړۍ  ته یې دعلم څراغ  ور ورساوه. د اوسني دور  د علم د ټولو  سترو،دنګواو پورته عمارتونو  بنسټ  دمسلمانانو په علمي بنسټونو ولاړ دې، دا دین  د هغو لفظونو  په واسطه  پیل شو  چې ( زه په لوستلو نه پوهيږم)،  بیادې دین دعلم دریابونه  روان کړل  او ټوله نړۍ   یې د علم په رڼا خړوبه کړه .

انساني  برابري:

په  ټول انساني تاریخ کې د  لمړي ځل  له پاره اسلامي  دعوت  دانسانانو تر مینځ  د رنګ ، نسل ، کورنۍ ، سیمه ایزې  او ژبني  توپیر  جرړې  وويستې  او هغه یې د بني آدم   په څیر د برابرۍ  په پولو و دراوه .  دغه ډول   امتیازات  چې د نړۍ  د هرې ټولنی اوقوم  له پاره د چلنده  سیکې   په  څیر ګڼل کیدل  ، په نا چله  سیکو  تبدېل کړل  او  ټول  انسانان  یې  په انساني  سطح  باندې  د یو شان انساني حقوقو ، عزت ،  احترام  ، خوندېتوب ، ملکیت  او پرمختګ وړ و ګرځول. .

 

 

 

سادګي او آساني :

دې بلنې  په انساني  ژوند کې سادګي ، ددین زده کړه او په هغه  دعمل کولو آسانه  لار  خپله کړه ، ټول  جاهلي  تکلفات  یې  دخپلو پیروانو د ژوند څخه ويستلي  او دهغوې عقائد یې ساده او عام فهمه ګرځولي ،  ددین په زده کړه او پوهه  کې یې د آسانۍ  اوسهولت  لار  خپله کړې ، هغه  بندېزونه  چې  دالله جل جلاله او بندګانو تر مینځ  خنډ وو  هغه یې لیرې کړه  په خپل  مینځ  کې  یې  د یوې داسې طبقې  د را پیدا کیدو نه په  سختۍ  سره مخ نیوې وکړ  چې د الله جل جلاله او دهغه  دبنده تر مینځ  به یې  ځینې  نا بربره دندې ترسره کولې ، بلکه  هر بنده  ته یې د الله جل جلاله پورې د رسیدو  مستقیمه او نیغه  لار   ور  وښووله ، هر چاته  یې  د هغوې دحیثیت  او صلاحیت په مطابق  په دین  کې د پورته والي او پرمختګ   مواقع  پیدا کړل، دې عوت  دانسانانو  څخه د بې معنې او غلطو رسمونو  او رواجونو  بار ښکته کړ ، هغوې یې د  جهالت د زنځیر  څخه ازاد کړل  او دپاک  او غوره ژوند  لاره یې  ورته پرانسته .

کامل او  اکمل :

دې  دعوت اوبلنې انسان  ته  د الله جل جلاله  ټولې غوښتنې او هدایت  ترمخ کښیښول ، په خپل  ځان کې یې د پخوانیو ټولو مقدسو کتابونو زبیښه را ټوله او خپل ځان یې د الهي  جامه او هر اړخیز عبادت ثابت کړ،  او نورې  لارښوونې یې د حالاتو او اړتیاو  په مطابق  په   کې  ور  داخل او د انسانانو  له پاره یې مطلوب  هدایت  کامل او پوره کړ.

 اوس نو دې  ته اړتیا نه شته  چې  ناتکمیله  مکمل کړل شي ، دې بلنې  د انسانیت په  تاریخ کې  د لمړي ځل  له پاره د الله جل جلاله دین په مکمله  توګه  را وړاندې کړ او هغه یې  په عملي توګه  د انسانیت  تر مخ کښیښود. تر څو دا ثابته کړي  چې که  چیرې ددنیا  واګی ددوې په لاس کې وي  نو دانسانانو تر مینځ  به د شر او فساد  ریښې بلکل  له بیخه باسي.

 

 

په دین او دنیا کې  یو ځاې والې :

د اسلام په لور  بلنه د دین او دنیا د یو ځاې والي  په لور بلنه ده  په دې کې دین او سیاست  ځانګړې اوجدا نه دې ، همدا علت دې  چې دعوت  د لمړي ځل  له پاره په انسانی تاریخ کې د حکمرانانو له پاره په نیکۍ او صالحیت مشروطې حکمرانۍ  انګیرنه ور  وړاندې کړ .  په ټول انساني تاریخ کې ددې  نه پخوا  هيڅ داسې انګیرنې وجود  نه درلود ، ان تر دې   چې بني اسراییل  چې د یوه مقدس  کتاب  خاوندان او د پيغمبرانو  منونکې  وول  د خپل پیغمبر په موجودېت کې به یې دخپل  ځان  له پاره  د بل پادشاه  د جوړولو  غوښتنه کوله ، او په  دې   ترتیب  یې  دین پالنه  د دنیاپالنې  څخه  جدا ګڼله ، اما د یوه نبي په موجودېت کې د بل  چا اطاعت   روا نه  ګنل ګیږي، حال دا چې  بني اسرائیلو د مقدس کتاب  په موجودېت کې   دا  ډول  ناروا  حرکات کول  چې  په پایلو کې پرې  الهي عذاب   را نازل شو . خو اسلامي بلنی   دین او دنیا  سره را یو ځاې کړل ، او د راشيدینو  دخلافت  په ذریعه یې دنیا  ته دا وښووله  کله چې  یو صالح حکمران ددنیا  امور  ددین د امورو او غوښتنو په مطابق تر سره کړي نو هغه دور د انسانیت یو طلایي دور ګڼل کیږي .

اخلاقي  اړخ یې  :

د رسول الله صلې الله علیه وسلم اسلامي دعوت د ټولو اخلاقي  پولو  لرونکې او په دې  پولو کې د پاته کیدو سخت پابند دعوت دې .

 نه  یواځې  یې دخپلې ناتوانۍ  په وخت کې د اخلاقي پولو ساتنه او خوندېتوب  کړې  بلکه  د ځواک په وخت  کې یې  هم دا اخلاقي پولې  دهمدې (دعوت ) په واسطه نافذې  او ساتل شوې دي.

 دهغه د ځواک  په  وخت کې هيڅ کس او یا ډله د اخلاقي  پولو د تر پښو لاندې کولو ته نه ده پریښوول شوې.

 ان تر دې  چې دخپلو سختو دښمنانو او مخالفینو سره یې  د ډیر زیات قهر او  غضب  په  وخت کې  هم د اخلاقي  پولو  پوره  ساتنه کړې  چې د اخلاقي پولو د خوندېتوب  او ساتنې  دا یواځنې مقام  په انساني تاریخ  کې   یواځې   همدې دعوت  ته ور په برخه دې، بلکه  دا د انسانیت  ددعوت  له پاره  د اخلاقو د تکمیل  ددعوت  په څیر  را پورته شوې   او هر  چیرته چې  خپور شوې نوهلته یې د انساني  اخلاقو  لوړی اوغوره نمونې وړاندې کړي دې .

فکري  اړخ  یې :

د رسول الله صلې الله علیه وسلم دا بلنه  یوه نظریاتي او اصولي بلنه وه چې هيڅ ډول عصبیت ( ژبنې ، سیمه ایز ، وطني )  په کې  ځاې نه  درلود.  ټول خلک د فکر او نظر  په اساس تلل کیدل، هر څوک  چې د نظریې او فکر  په اساس  په کوم ځاې دریده همغه د هغه مقام وو .

 دې دعوت په خپل ځان کې د سردارۍ د نظام موروثي  حیثیت  ختم کړ  اوهم یې دمال  او دولت  د افتخار  څخه  انکار وکړ. هغه د کورنۍ، نژاد ، عربیت   او عجمیت  توپیر  له مینځه یوړ، دا دعوت  په نظریاتي او فکري بنسټونو باندې  راپورته شوې ، د قریشو سردارانو ته د شکایت  یو ځاې همدا وو چې  په دې دعوت کې  هغوي ته د پخواني ګڼل شوو جاهلي افتخاراتو  د منتقلولو ځاې نه و ، هغوئ  غمجن  وو  چې  په دې دعوت کې  بلال رضی الله عنه  او خباب  رضی الله عنه  ته د ابو سفیان  او عتبې غوندې  سردارانو  څخه لوړه درجه ورکول شوې ده .

 

 

 

 

 

تبلیغي  اړخ  یې  :

د رسول الله صلې الله علیه وسلم اسلامي  دعوت  په خپل ذات کې یو عمومي  تبلیغي  مزاج  درلود، چې کار یې پرلپسې  خپرول ، پرمخ تلل او نفوذ کول و . په دې دعوت  مؤمنو خلکو  دا د عقیدې د یوې  جامدې مجموعې  په حیث نه  بلکه د یوه  جامع انقلابي دعوت  به څیر  مانه او د هغې د مخکې  تللو له پاره یې هڅه او هاندکاوه ، ددې دعوت  هر منونکې  وګړې په یوه وخت کې مبلغ او داعي وو او په خپله خپله دایره کې به یې ددین د نشراو خپرولو له پاره کار کاوه ، اوپه همدې  تر تیب  دا دعوت هره  ورځ  یو نوې بڼه او نوې شان  ځانته  غوره کاوه، دا د خوریدونکې او را ټوکیدونکې  چینې  په شکل و چې  د خټې په بند نه بندېده .  همدا سبب وه  چې دسختو ستونزو په وخت کې هم  دا دعوت په پر لپسې  توګه خپریده ، خلکو ددې له پاره د کورونو ، تجارت  او ان دخپلو خپلوانود محبت  څخه ځانونه  لاس  په سرکړل ،  او دهغوې سره  دمحبت پر ځاې  به یې ددعوت  محبت  ته په سینې کې ځاې وکاوه ، اوپه همدې  لاره پر مخ روان وو. په هماغه لار تلل  چې دعوت  ورته ښووله  په دې لاره کې نه یواځې  نارینه و  بلکه  مؤ مناتو ښځو هم د بې سارې  قربانیو او ځان ښندنو  داسې نقشه وړاندې کړه  چې د تبلیغ او دعوت په ډګر  کې بلکل  بې سارې  او ځانګړې  حیثیت  لري .


 

 

څلورمه برخه :

داسلامي دعوت  عمومیات

 

اسلامي  دعوت ( بلنه )،د خپله ځانه  سره  حیرانونکې خآنګړتیاوې لري او تر څو پورې  چې  انسان دهغه د ټولو ځانګړتیاو  په هکله پوره  پوهه و نلري نودهغه په پیژندلو کې  به د غلطیو  مرتکب  ګرځي.

 د مزاجي  ځانګړتیاو  څخه  پرته  اسلامي  دعوت  څه عمومي  نکتې هم لري  چې پیژندل یې ډیر  اړینه بریښي . 

دا یوروښانه حقیقت دې  چې د انسان له پاره د امن او سکون ، کامیا بۍ او خلاصون  یواځنۍ  لار دالله جل جلاله لخوا را لیږل  شوې نظام دې .  تر هغه پورې  چې  په نړۍ کې د ا نظام  قایم  نه شي  نو  بني آدم  به د سمې لارې (صراط مستقیم) څخه بې برخې اوپه بد نصیبۍ کې به ډغرې خوري. نو به دې اساس  الله جل جلاله  خپلو بندګانو ته  دصراط  مستقیم د  ښوولو انتظام کړې  او کله  چې  څوک په یوه قوم کې دداسې دعوت  د خپرولو له پاره د الله جل جلاله ددین بیرغ  پورته کوې نوبیا هغه قوم د امتحان په  تلې  کې  ایښوول  کیږي . بیانو ددې دعوت  په  څنګ  کې  په هغه  دعمل کولو په واسطه ددې قوم راتلونکې روښانتیا  یا  تیاره  تړلې وي ، دداسې یوه دعوت  د  راپوته کیدو  وروسته دهغه نه بې خبري ، بې برخې والې ،  دهغه نه بې پروایې  او ورسره مخالفت د (افرادو ) او قومونو له پاره  ډیره لویه بدبختي  ده ،همدا علت دې  چې ددنیاد عامو دعوتونو  په پرتله  د اسلامي دعوت پیژنه نه ډیره  اړینه ده، ځکه  چې  د اسلامي دعوت د راتلو وروسته  د یوه قوم عمل په دې  دعوت په حقیقت کې دهغه قوم د هسکوالي او ټیټوالي ذریعه ګرځي .

مقصد  دا  چې د اسلامي دعوت پیژندنه  یوه قوم اوبیا دهغه قوم هر وګړي ته ډیره مهمه مسئله ده ، د انبیاو اسلامی  دعوت  یو روحاني  اوالهي  غورزنګ و  چې بنسټیز  اصول یې  د الله جل جلاله  په رالیږل  شوو لارښوونو   پورې تړلې دې ، د تاریخ د نظره دا  دعوت د پخوانیو   دعوتونو له ډلې څخه  دې  چې  انساني ضمیر دهغه د خدو خال څخه پوره پوه  ، دهغه د بیان څخه واقف او د تګلارې څخه يې خبردې ، که څه هم دا معامله  د الهي توفیق  پورې تړلې ده  چې  لار ورکې انسان بیرته   د خپلې مور غیږې ته ورګرځوي او یاد قسمت متروکه هغه بل کوم لورې  ته راکاږي. د کائناتو له پاره  د یوه الله جل جلاله موجودېت  او په هغه  اعتراف کول  او  دهغه د بندګۍ  په لور دعوت  د اسلامي تحریک  د امتیاز وړ خبره ده .

دا دعوت  د ټول  انسانیت له پاره دې  ،ټول بشریت که هغه سپین وي که تور، سور وي او یا زیړ ، د ټولو جغرافیایي  پولو  څخه پورته  یې د  آدم  د ځوې  په څیر   په یوه سطحه دروي ، چې  په هغه کې بلکل  څه توپیر نه راولي ، دا  د انسان د فطرت ،آزادۍ ،د انسانیت دیو والې ،د کائناتو تر مینځ د یو والې ،او د الله جل جلاله دیو  والې،  او د اسلامي دعوت  یو پیژندل شوې  شعار دې . همدا راز د پیغمبر صلې الله علیه وسلم دعوت  چې  د ټولو انبیاو  ددعوت  نچوړ  او  لنډیز  دې  یو شمیر څرګندې نکتې لري، ددې نکتو پیژندګلوي ډیره اړینه ده  ځکه  چې دا دعوت  د نړۍ د ټولو  دعوتونو او تحریکونو په مقابله کې  ښکاره ، ځلانده اوځانګړې   کړنلاره  لري:

دحاکمیت  انګیرنه :

دعوت  په  خپل مخکې د  حاکمیت  او غلبې  یو انګیرنه لري ځکه  چې  هر دعوت  د یوه ریاست د جوړښت په لور قدم پورته کوي ، په یوه منظمې انساني ټولنه کې د حاکمیت د انګیرنې په اساس دهغه ټولنې ټولنیز ژوند ، دهغه تهذیب او تمدن ، ښوونه او روزنه ، ځانګړې او  ټولنیز کړه وړه ټاکل کیږي .

اسلامی دعوت  په حقیقت کې د الله جل جلاله  د حاکمیت  غو ښتونکې دې ، چې د نړۍ د ټولوانګیرنو په  پرتله یو بې مثاله انګیرنه دې .  ځکه  چې  د نړۍ ټول تحریکونه  حاکمیت  په څو برخو ويشي،څوک  یې د رنګ ، قبیلې، ژبې ، کورنۍ  او یا  جغرافیایې  پولو  پورې  محدود وي  او څوک  یې دکومې خاصې طبقې  پورې تړي ، خو اسلامي دعوت   یواځې د الله  دحاکمیت اعلان کوي  او د ټولو واکمنیو  منبع او سر چینه  د الله جل جلاله  پاک  ذات  ګڼي ، او په دې ډول  جوړې شوې ټولنې کې یې دهغه بندګانو ته یواځې  د نیابت  او معاونت  مقام ورکړې دې.

د سرورۍ  وړ   یواځې  همدا  بې مثاله  او لاشریک  ذات  دې . ددې پرته نور ټول د حاکمیت  دعوه کوونکې اذري بتان ګڼل کیږي.

«ان الحکم  الا لله -  الا  له الخلق و لامر »

[ بې شکه چې  پرته  له الله نه بل چاته  واک او حکم نه شته  ، خبر اوسئ  چې  هر چا  چې  پیداکړي یاست  دهمغه حکم  هم  چلیږي .]

بیانو  دحاکمیت دهمدې انګیرنې په  اساس  داسلامی دعوت  د موخو ، دکار د طریقی  له پاره پروګرام ،  داخلاقو معیار ، د ښوونې  نظام  او په هغې  پورې  دتړلې خلکو اوصاف  ښکاره  او ټاکل  کیږي  چې  د رسول الله صلې الله علیه وسلم بلنه  همداسې  یوه مثالي  بلنه  او دعوت دې.

 درسالت مقام :

په اسلامې دعوت کې د حاکمیت مقام  د  یوې  لوړې  هستۍ  او (مالک  الملک)  ذات  پورې  د تړلو  وروسته د  احکامو او اطاعت دنظام د لاسته  راوړو  یواځنې سر چینه رسالت  دې.

  یعنې د بندګانو د ریښتوني  پادشاه، اعلې  حاکم ، روااو  مستند  نماینده  رسول دې چې  بندګانو   ته د هغوي  د مالک  او پادشاه  احکام   را رسوي او دخپل مالک دخوښي  او رضا څخه یې  خبروي  او  ورښیئ  چې  د هغوې حقیقي پادشاه  هغوې دکومو کومو  خبرو  څخه منه  کړي  اود کومو کومو  خبرو  د کولو حکم ور ته کوي ، په دې تر تیب  رسول صلې الله علیه وسلم د الله جل جلاله نماینده وي  هغه د وحې  اوالهام  په واسطه د الله پیغام  تر لاسه کوي ،همدا علت دې  چې   تر ټولو دمخه  یواځې رسول په دې  پوهيږي   چې د بندګانو  مالک څه  حکم ورکړې  دې  او خپل بندګان  یې د کومو خبرو څخه  منه کړي دې  او هغه د خپل رعیت څخه  دکومو خبرو د کولو  غوښتونکې  دې .   په همدې خاطر داسلامي دعوت  په لمړي  پړاو  کې   په رسول صلې الله علیه وسلم  ایمان او دهغه  اطاعت  لمړنې شرط  ایښول شوې دې.  دهغه سره مینه کول  او دهغه په خاطر د مال اوځان  د ځارنې ټینګه اراده دایمان د شرایطو څخه دې . د بندګانو  حقیقې مالک د خپل استاذي  حال اومقام په دې توګه بیان کړې دې . لکه چې فرمایي :

(و ما  ارسلنا من رسول  الا  لیطاع  باذن الله  )

[ د الله  په اجازې  سره درسول صلې الله علیه وسلم اطاعت لازم دې] 

همدا علت دې  چې د اسلامي دعوت  ریښتونې  لارښوود د الله جل جلاله استاذې ( رسول)  دې  او هغه صلې الله علیه وسلم  د وفات  نه وروسته هم ، د آخرت  تر ورځې  پورې  په  هر دور  اوهر وخت  کې  ریښتونې  رهنما او  لار ښوود  دې ،  او دهمغې احکام او لارښوونې  د عمل  طریقه او مبارک   سیرت  د هر وخت  د اسلامي  تحریک  له پاره د دلیل او سند حیثیت لري .  په دې خاطر د رسول صلې الله علیه وسلم  په نه  موجودېت کې  یواځې  هغه څوک  ددې دعوت  رهنما  او قائد  ګرځي چې د الله جل جلاله  په احکامو او دهغه د استاذي  په لارښوونو  د ټولو نه زیات عمل کوي  او د الله  د رالیږل شوي نظام په هکله   تر ټولو ښه فهم او درک ولري ، او ددین د حکمت  او  دکار  په تدبیر  کې  ښه پوهه  ولري .

 

د الله(جل جلاله )  نیابت :

درسول صلې الله علیه وسلم  په  اسلامي  دعوت کې د انسان په هکله داسې کومه انګیرنه نه ده  راوړاندې کړل شوې  چې  هغه  په حقیقت  کې دحیواناتو  د مختلفو شکلو څخه قدم په قدم  پرمختګ  کړې وي ،  اوبیا ترې   انسان  جوړ شوې وي  بلکه هغې دعوت  انسان ته د ا فکر ورکړې  چې هغه  د همغه  اولې ورځې د پیدایښت  څخه  اشرف المخلوقات  پیدا کړل شوې دې . او همغه ته یې په مستقیمه توګه د پیدایښت  دهمغه لمړنۍ وخت  څخه د نیکۍ   او بدۍ  په هکله پوهه  ، ذوق  ، ضمیر اوفطر ت  ورکړې  اوبیایې  پر زمکه د الله جل جلاله  خلیفه اونایب  ټاکلې دې.

 « انی  جاعل  فی الارض خلیفة» 

دهغه د پیدا یښت  موخه  او هدف  همدا دې  چې  هغه دې په خپل وګړيز او ټولنیز ژوند کې دهغه د حقیقي پادشاه ټول احکام  نافذ  کړې  او په ټوله نړۍ کې دې  دهغه د نفاذ له پاره کوښښ وکړي ، ددې  په غاړه  ددغه  هلو ځلو  او هڅو  مسؤلیت دهغه د پیدا کونکې  الله  دبندګۍ حق  ادا‌ء  کول  دې  او په همدې  هلو ځلو  او  هڅه اوهاند کې  د هغه د وفادارۍ  او خیانت  ازموينه  هم  اخستل کیږي .

فکري  ټولنه :

د رسول الله صلې الله علیه وسلم   اسلامي دعوت  د یوې فکري ټولنې انځور را وړاندې کړې  چې  په کې ټول اړیکې دفکر په بنسټ  استواریږي اويا دهمدې عقیدې  په  اساس  له منځه ځي ، داسې ټولنه دتل له  پاره  څو فکری صفتونه  لري :

داسې ټولنه  د الله پالنې د نظام  پیروي کوونکې وي  او د هغوې د شته کیدو موخې  هم دخپل ژوندانه  په ټولو اړخونو کې  د الله جل جلاله د نظام پیاده کول  دې.

هغه د انسانیت په شرف  ولاړه بین الانساني ټولنه وي  چې  ټولو وګړو ته په کې ورته برابر  بنسټیز  حقوق ورکول کیږي.

 دهغه د بنسټیزو  اصولو منونکو ته هم او نه منونکو ته هم .

 خو د ټولنیزو  ادعاوو  د پرمختګ  مسؤلیت  دهغه په بنسیزو اصولو منونکو باندې  په فطري  توګه  اچول کیږي .ددې ډول ټولنې  سیاسي نظام په مشورې ولاړ دې .  چې  په کې د ټولو خلکو حقوق  او رایې  اونظرته ځانګړې اهمیت  ورکول کیږي ، هلته د ټولنې ګټې  او ښه والې  ، ددې  ادارو   لمړنې فرض  ګڼل  کیږي ، داسې ټولنه خپل واکه ، خپل سرې او بې واکه  حیثیت  نلري ، بلکه د الله جل جلاله  د حکمونو   تابع،رباني خلافت وي ،  چې  په هغه کې د ټولنې ټول   وګړي  هم په الهي قوانینو  کې  کوم تغیر او تبدېلي  نه شي  راوستلایې.

د وجود مو خې یې :

د نورو انبیاو د اسلامي  دعوتونو په  څیر د رسول الله صلې الله علیه وسلم اسلامي دعوت  او بلنه هم  یو نصب العین او هدف  لري ( یعنې – په نړۍ کې د الهي نظام دحاکمیت  پیاده کول او په آخرت کې د الله  دخوښې لاسته  راوړل ) . 

دهغه صلې الله علیه وسلم   ددعوت  په اساس  انساني ژوند  د قبر تر غاړې پورې پایې ته نه رسي بلکه هلته د انسان دژوند بل  پړاو  پیلیږي ، نو په دې خاطر  اسلامي  دعوت  د خپلې موخې د پراخوالي  له پلوه  ددنیا څخه  تر آخرت  پورې  رسیږي ، نو په  همدې توګه د رسول صلې الله علیه وسلم دعوت  هم  په دواړو اړخونو محیط  یو نړیوال  دعوت  دې.

په ټولنیز  ژوند کې  دبلنې  ځاې:

په   انسانې  ټولنې کې  د اسلامي دعوت  مقام تل په اعتدال  ولاړ  وې  او دعوت کونکې ډلې ته ( منځنې امت )   یا « امت  وسط » ویل شوې دې .

اسلامي دعوت  دخپل پروګرام  ، کړنلارې  او لارښونو  له پلوه د انساني ضمیر  په  انتهایې معتدل او متوسط  مقام  ولاړ دې  دهرې ټولنې نیک بخته  خلک دېخوا په ډیره آسانۍ سره  راځي .  هغه  خلک  چې په  هيڅ  ډول  تعصباتو کې  را ګیر نه وي ،نو داسې وګړي د باطل نظام پیرو نه وې ، هغوي دخپل بازو په زور  حلال  رزق ګټي  اونیک ژوند تر سره کوي . داسې  خلک  په ډیره آسانې  سره د اسلامي دعوت په غیږ کې لويږي .

کله  چې  هم په کومه ټولنه کې د اسلامی  دعوت  آواز  پورته کیږي  نو له هرې خوا دمخالفت سره مخ کیږي ، د بې لارې  او ګمراه  خلکو  لخوا ددې دعوت   مخالفت یوه فطري  خبره ده ، همدا  راز د باطلو  نظامونو د حکمرانانو څخه د مخالفت  نه  کول  هم د توقع  پر خلاف کار دې  ،خو د پخوانیو  مذهبي ډلو یو ځانګړې  شمیر د تل له پاره په  هروخت کې ددې دعوت پر خلاف راوتلي ، کله  چې د باطل نظام  دخپلې  غلبې  او حاکمیت  په زور  د ټولنې د هرې طبقې څخه خپله برخه  په زور  اخستې او  کله چې  هم کومه  ټولنه د باطل په مقابل  کې زنګون  کښیږدې  او دهغه  سیادت  او فرمان روایي ومنی  نوبیاښکاره ده  چې باطل به دخپل  ځواک  او زور په واسطه ددې ټولنې د هرې  طبقې  څخه دخپل مطلب  ملګری  را باسي ، همدا علت دې  چې په مذهبې ډلو کې  ګټه پال  خلک  را ټولیږي . بل علت یې دادې  چې باطل  هره  طبقه د  اعتدال  څخه باسي   ، څرنګه  چې باطل د افراط ، تفریط او فساد  پیداکیدو  پرته نه شي پاته  کیداې  نو په دې  خاطر  چې کله هم اسلامي دعوت  ، چې  د تل له پاره په اعتدال  اوبرابرۍ  ولاړ خپله خبره  سرته رسوي ، سر را پورته کړې نوبیا د شتمنو څخه نیولې  ان تر مذهبي خلکو پورې ټول ورته د انحراف په سترګو  ويني .  او دهغه څخه ورته خپل ځان  اجنبي  او مختلف ښکاري او سخت  اختلاف  ورسره کوي ، ګويا دهغوې د انحراف  ځاې د اختلاف نکته ګرځي ،  په همدې خاطر د اسلامي دعوت  د برحق کیدو یوه  نښه  دا  هم ده  چې لوې  لوې  پخوانۍ  په خپلو منځوکو مخالفې ډلې هم دهغه په مخالفت کې  یو آواز پورته کوي   او دا حیرانوونکې  تضاد  ډیر ژر را ښکاره کیږي ، دهمدې تضاد په لیدلو سره د متوازی  او معتدل  ذهن خلک  د اسلامي دعوت په لور متوجه کیږي .

نظم ، اطاعت  او  ډسیپلین :

درسول الله صلې الله علیه وسلم  اسلامي  دعوت د نړۍ په ټولو اسلامي دعوتونو کې یو مثالي او معیاري دعوت وو ،  چې ټولنیزه نمونه یې  د هر  وخت  د اسلامي دعوت  له پاره  یو ستر مثال دې.

  هغه صلې الله علیه وسلم  د خپلې ډلې   ډسیپلین  او اطاعت  په نیکۍ  پورې  مشروط  کړې  اومعروف هغه دې  چې  دالله جل جلاله د او دهغه رسول د احکامو  څخه  ثابت  شوي وي ،  دداسې ډله ایز نظم په واسطه دهغه صلې الله علیه وسلم اسلامي دعوت   ته ستر سرښندونکې  ، مطیع اوفرمان وړونکې  کارکونکې  تیار شول ، چې  د آخرت  له پلوه  د سختو سختو احکامو اوریدو  او د هغه منلو ته تیاروو.

 هغه داسې با شعوره خلک ول چې  دعام تحریک قیادت یې هم دخپلې   لارې څخه  کږیدو ته نه پریښود ، هغوې په  خلاصو سترګو  د هغوی ټول اعمال کنترولول  اوبیابه یې دخپل علم اوپوهې په رڼا کې  هغه  تولول ، او هر چیرته به یې  چې د معروفو څخه لږ کوږوالې  حس کړ نوبیا  به یې له یوې خوا دهغه د اطاعت نه سر  غړاوه  او دبلې خوانه به یې خپل قیادت  له لاسه نیوه  او سمې  لارې   ته به یې برابراوه ، دا د اسلامی دعوت  ښه والې  او ځواک  و  چې بل کوم دعوت  ته نه و  ورپه پرخه شوې ، په دې ډول به رهنمایې د پورته څخه کیدله خو نګراني  به  د لاندې  څخه وه او په دې ترتیب  به یو دبل سره یوځاې دهمکارۍ په فضا کې په پوره  هوښیار تیا سره د الله جل جلاله د اطاعت  دحقیقي  موخو  په لور  پرمخ تلل .  په دې لړ کې  د سیدنا عمر فاروق رضی الله عنه د څادرونو د ويش   او دهغه سره د یوه ښاری وګړي محاسبه  د ټولو تر مخ وه  چې  په څه ډول  یې په عام مجلس  کې د سیدنا عمر فاروق رضی الله  عنه  څخه د څادرونو د ويش  دحساب پو ښتنه وکړه  او  هلته بیااطاعت  ته تیار شو  چې مطمئن  او ډاډه شو  چې په ويش کې  په پوره توګه له انصاف  څخه کار اخستل  شوې.

 

 

 

 

 

په اسلامي  ټولنه کې  شورا (جرګه ):

د رسول الله صلې الله علیه وسلم د اسلامي دعوت  له مخې  جوړې  شوې  ټولنه  کې ټول کارونه د شورا اومشورې په اساس تر سره کیږي. د ټولې ټولنې نظام داسې ترتیب  شوې  چې  په هغې کې د ښکته  څخه پورته د مشورې د اختسلو  اهتمام  شوې  اوقران کریم هم  دمؤ مینینو  صفت په دې  توګه  بیان کړېدې  ، چې هغوې  به  د . «وشاورهم  فی لامر  (او )  امرهم شورې  بینهم » پابند وي  د رسول الله صلې الله علیه وسلم  په اسلامي  تنظیم کې ټول کړه وړه   په هره سطح  په مشورې   سره ترسره کیدل  په همدې خاطر  به د الله تاید او برکت  ورته  په برخه  کیده ، او دګډ مسؤلیت  په  اساسا  به یې  غوره ټولنیزې  پایلې په لاس راوړې . او د شریک   کار جذبه  او داعیه به په کې  نوره هم  زیاتیده .

دفضیلت  معیار  :

د رسول الله صلې الله علیه وسلم په اسلامي  دعوت کې د قیادت  معیار د عام دنیاوي دعوتونو  او تحریکونو په مقابله کې پوره توپیر دلوده ، ځکه  چې نورو خلکو  ته سرداري ، مالداري ،شتمني، شهرت ، نسلي امتیاز او .......  د لويوالي  معیار و ، خو دهغه صلې الله علیه وسلم په تحریک  کې دا ټول  معیارونه  له منځه تللي و او یواځې   یو معیار په کې شته شوې وو چې هغه  د ( ان  اکرمکم  عندالله اتقکم )   معیار و،  یعنې هغه څوک  چې  تر ټولو  ډیر  د الله جل جلاله نه ويریدونکې  ، ددین  پابند ، او دهغه د رسول صلې الله علیه وسلم  د رهنمایې  او لارښونونې مقام ته رسیږي  ، ددې نه  اخوا  نور  ټول  معیارونه  جاهلي ګڼل کیږي ، همدا علت دې  چې په باطل کې په غټو چو کیو ناستو خلکو ته دفقیرانو په دې دعوت کې  د یوځاې کیدو  به  وخت کې ډیر خنډونه پیدا شوي  ځکه د جوړ کړل شوو شخصیتونودرواغجن بتان  به ددوې ترمخ  دریدل .

هغه خلکو چې په خپله به یې ددې  شخصیتونو دا بت دخپل  ایثار  او سر ښندنې په واسطه  ماتوو  او مخته  را تلایې  شو  نو هغو ته به د فضیلت  ټولې لارې په خپله پرانستل کیدې  او هر هغه  چا به چې  په باطل کې  خپل  جوړ شوي وګړېیت له ځانه سره راوړل  غوښتل نوبیا هغه ته په دې  دروازه کې په کلونو کلونو د قدم د ایښولو توفیق  نه  وربه برخه کیده .

  دمنصب دغوښتنې څخه بې نیازه ټولنه :

د نړۍ  په   هره ټولنه   کې د منصب  او چوکۍ    کشمکش  د انسانانو   تر مینځ د همغې لمړې ورځې څخه   موجود دې  ، خو په نړۍ  کې  یواځې  د اسلامي  دعوت  په واسطه  منځته راغلې ډله ده  چې د منصبونو  دکشمکش  څخه پاکه او بې نیازه ده ،  د هغه صلې الله علیه وسلم  په ډله کې د منصب غوښتنه د نا اهلۍ علامه او د الله جل جلاله د تاید  څخه د بې برخې  کیدو نښه  ګڼل کیده .  هلته  داسې وګړو ته د مخکې   تګ لاره نه وه   او هلته د سر ښندونکو او د (السابقون الاولون ) قدر  وقیمت  وو، هلته په سجده کې  د الله جل جلاله تر مخ  د صف د جوړولو ماحول  وو ، یعنې هر هغه څوک  چې به دمخه په پاک زړه راغې  نو تر مخه به دریده  او چې وروسته به راغی  نو وروسته به دریده ،بیابه یې دخپلو اخلاقي صفاتو  په زور  پر مخ  تګ  کاوه او ان د اسلامي تحریک   د رهبرۍ  مقام  ته به رسیده، خو هغه  خلکو  چې د منصب  آرزو به یې درلوده،هغه به ناموزون او دتحریک  د روح  خرابوونکي ګڼل کیده . ددې ډلې  ټول  چاپیریال  د ډله ایزو اختلافونو ، او سازشونو  څخه بلکل پا ک  او صاف و .

 

 

 

 

 

د اسلامي بلنې  ځانګړې  کړنلاره :

ددې   اسلامي  دعوت لار  ښوونکې  کړنلاره د الله جل جلاله ويره ، سرښندنې  ته تیارې  ، دېانتداري  او مجاهدانه  کړه  وړه  دې.  په دې ډله کې چاپلوسي   او غوړه مالې  هيڅ اغیز نه  لري ، بلکه  د الله جل جلاله په لاره کې یې  غوره کار کول مطلوب دې .  ددې اسلامي  بلنې  لار ښوونکي  اورهنما  د عزم  پیکر وو، د هغه سترګې به په  هغه پورته  نصب العین  باندې لګیدې.  ددې دعوت په دوران کې نه کوم مصیبت  او یا  د دنیوي ګټو لالچ  هغه د خپل  عزم څخه اړولې  شو او نه یې مصروفولاې  شو . هغه صلې الله علیه وسلم  ته د  قریشو ډله د اقتدار  ، زر او ښځې  د وړاندېزونو  سره یو ځاې  راغلل نو هغوې همدا ځواب  واورید  چې ( که  چیرې  زماپه یوه لاس کې  لمر او په  بل کې  سپوږمۍ  کیږدئ، نو زه به ددې  کار څخه  لاس  و انخلم   یا به دا کار تراخره  پورې  رسیږي  او یا به زما  ځان  په دې  لاره کې  قربان شي .)

 دا ځانګړتیاوې  د اسلامي دعوت  پرته  بل  کوم  دعوت  سره نه شته ،  چې دنړۍ  تر ټولو لوې  وړاندېز هم د هغه بلونکې د اصولو څخه  نه دې په شاکړې .

ورور ګلوي  :

درسول الله (صلې الله علیه وسلم ) په  اسلامي دعوت پورې تړلي  خلک  ټول  ورونه  ورونه دې ، ځکه دې  دعوت  په خپل ځان کې  د ورورګلوۍ  داسې  یو نظام  جوړ کړې  دې  چې  د هغه په واسطه  یې  خپل  پیروان (بینان مرصوص ) ګرځولي ، په خپلو  مینځو کې یې  یو په بل  باندې  د سلامتۍ  او رحمت  د لیږلو  معمول ،  یو بل ته  د پرنجي  په وخت کې د رحمت دعا   یو بل ته  بلنه ورکول  او دهغې قبلول ، په رنځ اوناروغتیا  کې یو دېل  پوښتنه کول  ، په جنازې کې   شریکیده ، یو  بل ته د آینې په څیر  کیدل ،  او یوبل دخپلو عیبونو  څخه  په پوره  همدردۍ او محبت  سره خبرول او په  هغه کې  دښه والي  اونیکیو د احساس  راپیداکول  ، یو دبل  څخه  د زیان

 دفع کول،یو بل ته مخلصانه مشورې ورکول  ، دهغه په نه موجودېت  کې  د هغه د کور ساتنه  او دهغه  داهل وعیال  خبر اخستنه ،  دخپلو ګاونډیانو  دحقوقو ساتنه ...........

 دا  د هغوې  معمول و ، خو ددې په پرتله  په  غیرې اسلامې ټولنه  کې  یو دبل سره مادې  مسابقې  ، د  منصبونو  کشمکش   او یو  د بل  سره بې تعلقي اوبې  پروایي   ورځنې  کاروو، همدا  علت و  چې  رسول الله (صلې الله علیه وسلم )  په  یوه  ډیر بد او خپل غرضي ماحول  کې د اوسيدو  سره سره بیاهم دخپل بهتر نظام په اساس  په مسلمانانو کې  د  ورورګلوۍ  ماحول   را پیدا کړ.   هغه  دتږو له پاره   لکه د اوبو  د چینې  په څیر ، او په  سوځونکي دښتو کې   دسیوري  لرونکي ونې  په څیر ،  دسکون  نه ډک   او روح  خوښوونکې و ،  چې  نمونه  یې  به بله   ټولنه کې  نه پیداکیږي.

 

 

په اسلامي  دعوت  کې د کار کولو طریقه  :

در سول  الله (صلې الله علیه وسلم )  د  اسلامي  دعوت د کار طریقه  د امن  نه ډکه  ، تبیلعي  او تدریجي وه ،  د هغه دعوت په ټولنې کې  د فساد  د پیدا کیدو  په   خاطر نه وو  بلکه  فساد یې  په صلاح  بدلوو ،  هغوې  خلک  د تبلیغ  او تلقین په واسطه دخپل نصب العین په لور  را بلل.  او په مو قتي ډول یې دټولنې په  همغه چوکاټ  کې  د اوسيدو  په وخت کې  د اصلاح په لور بلنه  ورکوله ، دهغه په دعوت کې د جبر او تشدد کومه نښه  نه لیدل کیده .

رسول الله(صلې الله علیه وسلم )د خلکو د یوې یوې   پو ښتنې  او نیوکې  ځواب وایه   او دهغوې  هره اندېښنه  به یې  لرې کوله.

  هغه   به  ذهنونه  ډاډمن  کول  او زړونه به  یې  خپلول .

  ټولنه کې دهغه  ټول کار په ښکاره توګه  و ،  ځکه  د هغه(صلې الله علیه وسلم )  په  پروګرام  کې  د سازش  له پاره هيڅ ځاې نه و.