YapGB - Yet Another PHP Guest Book

Sign guestbook Reload 


[PREV] 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 .. 15 [NEXT] 

دوست محمد محبوب - هالنډ  04/09/08   18:05:01 Date

Message

دلراوبرافغانستان فرهنګی ، سياسي ، علمي ، خبري ، او ملي انټرنټ پاڼي قدرمنو او د عزت وړ کارکوونکو ته خپل د زړه د اخلاصه سلامونه او نيکی هيلی وړاندی کووم ٠
زماګرانو مشرانو عزيزانو زما مقصد ددی ليکني نه دادۍ چه ستاسو د ټولو زيارونو او زحمتونو نه د زړه د کومي مننه او قدرداني وکړم ٠
زه د ډيری مودي راهيسي ستاسو د وېبپاڼي لوستونکۍ يم او هر وخت چي ستاسو د پاڼي خبرونه ، سياسي څيړني او نوري ليکني او مقالی لولم نو پدي مي يقين دۍ چي هر هغه څه چي پدي ويب پاڼه کي ليکل سوي ټول د ننني ورځي او ژوند حقايق دي او د ټولو مطالبو لوستنه هم زموږ د اؤسني ژوند اړتيا ده .
ستاسو د زړه سوي او غمشريکۍ څخه هم ډيره مننه ، لکه د ځوان شهيد خبريال عبدالصمد روحاني سره چي مو وکړه ، د ارغنداب دبيګناه خلکو سره ، د شينډنډ د بيګناهو کوچينيانو او خويندواوميندو اوسپين ږيرو سره ، دغه راز په نورو ورته ځايونو کي ، او اؤس د تخار ولايت د خواجه بهاوالدين د مظلومو او بي دفاع پښتنو سره ،
زه يقين لرم چي که خداۍ پاک کوله ستاسو دا هلي ځلي بی نتيجي نه پاتيږي هم به د عامو خلکو په ګټه وې او هم به اخرت کې ستاسو د پاره د خير توښه وې ،پاك خداۍ (ج)دې تاسو ته نور هم طاقت او توان در کړې چي د اسلام ، نړۍ ، او خصوصآ لر او بر لوۍ افغانستان د انسانانو په خذمت کې په زغم ، صداقت ، او اخلاص خپله اسلامي او انساني وظيفه تر سره کړۍ ٠
په درناوې ستاسو کشر ورور -دوست محمد محبوب




خان  02/09/08   08:48:21 Date

Message

سلامونه او نیکی هیلې!
ستاسو د خدمت څخه یو جهان مننه چی د لر او بر افغانستان لپاره یی کوﺉ. خو د غنی بابا هغه شعر مو له یاده وتلی دی.

د الله الله په شور کی
چی صنم صنم هیر نه کړی

هو! موږ د لر افغانستان په شور کی بر افغانستان هیر کړی دی .زموږ په مځکو د ناحقو دعوی کیږی. موږ په خپلو کورونو کی بمبار کیږو. د خپلو کورونو څخه ویستل کیږو او زموږ محافظه کار پښتانه چارواکي مو تماشه کوي.

خپلې خبری د ستوری صیب په شعر رالنډوم.

پــــاکـــه ربـــــه ښـــــــــاد ابـــــــاد دا پــــــــښــتــــانــــه کــــړی
د نـــــــــړۍ پــــــه اولــــســـــــونـــــــو کــــــی درانــــــه کـــــړی

د بــخـت سـتوری ئی روښـان کـړی پـه اســـمـــان کــی
خـــپـل وطــــن کـــی ئــی واکــمن او کـــوربـــانــه کـــړی

په درنښت.




ګيلانوال له دبـــــــــــــي ځــــــخه  01/09/08   19:29:14 Date

Message

ځولي ځلي او نيكي هيلي سلامونه ښي چاري اوبر ياوي در ته دلوي ځښتن تعالي ځخه تاسو ميړنيو پښتو پالو ا و ټولو افغانانو ته ډالي كوم .وياړو موږ په تاسو چي دونه لوي چوپړ مو ښكلي او ميړني پښتو ته وكاوو ،هر چيرته چي وغواړي پښتو ويلاي ،ليدلاي ،او ليكلاي شي ،
پر تاسودي بركت وي ستاسو پر پښتو پال احساس ،پر قلم او پر ملي فكر
ډير مو زړونه غواړي اوژموږ په ځير په زړګونو پښتانه چي زړه يي له درده له ميني او احساسه ،له هيلو ارمانونو نه ،هوسونو اوتلوسونه ډك دي هره شيبه ليځي رانغښتي دي ته چمتو دي سي دګران وطن اوګراني پښتو لپاره كار وكړي اوزيار وباسي، خو چاته دكار زمينه نه برابريژي .ځوك بيا په اقتصادي ستونزو اخته دي داسي خلك هم پيژنم سي په ډيره سپين سترګي په نا ځوانمردانه ډ ول دڅوانا نو داستعدادنو دغوړيد و مخه نسيږي
هغوي دمايوسي په لاره هڅوي چي استعدادونه يي هسي خاوري سي
اوس ددي ملي خاينانو لاري ډب سو ي پښتو پاڼي دي خداي لري ډيري
سوي هر څوك په ازادانه ډول هرڅه ليكلاي سي .زما په فكر تردي به لوي خدمت بل په دي اساسو شرايطوكي نه وي .نوڅكه مو دبر ياوو هيله لرم
ټول افغانان ستاسو ملګر ي اومله دي ،موږ به هم په ټول توان هلي څلي و
كړو څه چي مو زده دي او يافكر لرو درسره ملګر كو او وكولاسو لږ تر توان
پور ي پښتو ژبئ او پښتنو عزيزانو ته وكړو ،دملي يوالي پښتني غرور دپياوړ تيا په هيله .




عبدالرسول  30/08/08   06:17:39 Date

Message

سلامونه او نيکي هيلي و ګرانو لوستونکو او د پاڼي چلونکو ته !

د ډاکټر عبدلواسع قانع په نوم يو ښاغلی عيسوي مذهبه ستاسي د پاڼي او ځينو نوروله لاري خپل د عيسويت کمپاين چلوي .
او تاسي هم د هغه ليکنو ته په خلاص مټ ځای هم ورکړئ دئ !
نو موږ له تاسي احترامانه هيله کوو چي د هغه پر ليکنو بيا غور او بيخي ړنګي کړئ !

د هغه دا ليکنه بيخي د بايبل [انجيل] نقل او راخستنه ده، چي د سرليک څخه يې له ورايه مالوميږي :

(( دالله په خاطر For the Sake of God ))

دلته سرليک سل په سل کښي د بايبل دئ خو په متن کښي يې لاسوهنه کړې ده؛دا د الله په خاطر نه بلکي د ښاغلي عبدالواسع قانع اصلي موخه ترې :

(( دعيسي په خاطر For the Sake of God ))

ده !

زموږ کړېدلي ولس ته ځمکني او اسماني ټولو بلاوو مخه کړې ده !
موږ ستاسي د جدي عکس العمل په انتظار !




ښاه اغا صمدي  29/08/08   14:34:10 Date

Message

تخار ته ستانه شوي پښتانه کډوال د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي

زما سلامونه ومني

تاسو ولی داسی بی فروا خلق ياست چه په تخار کی د پښتنو سره څه
کيږي او ستاسو په پاڼه کی تر اوسه يو خبره هم ونه ليکله ٠ او که تاسو
تر اوسه په دی باره کی څه ندي اوريدلي؟ دادی دټول افغان خبر
د پښتنو هغه ۸۳ کورنۍ چې د بلوچستان له ژوب ښار څخه د تخار ولايت د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ ته ستنې شوي او د سيمه ييزو ازبک جنګسالارانو لخوا له تېرو اوو ورځو راهيسې په يوه کلا کې محاصره شوي د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. دغه پښتانه چې په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د خپلو ځمکو شرعي قبالې لري د ځايي جنګسالارانو لخوا خپلو ځمکو ته نه پرېښودل کيږي. که څه هم د ولسمشر کرزي لخوا ددغې ستونزې د غوڅولو لپاره سيمې ته يو پلاوی استول شوی خو کومه پايله يې نه ده ورکړې، د ځايي پښتنو په وينا په دغه پلاوي کې هغه کسان ټاکل شوي چې د يادو شويو جنګسالارانو ملاتړ کوي. د دغو پښتنÙ
ˆ يو مشر حاجي نصرالله له ټول افغان سره د خبرو پر مهال له افغان حکومت په ځانګړي ډول له ولسمشر حامد کرزي څخه د عاجل اقدام د ترسره کول غوښتنه وکړه. د نوموړي په وينا که افغان حکومت ژر تر ژره د دوی غم ونه خوري نو يو ناوري به رامنځ ته شي.




تلاښ - سويډن  29/08/08   04:22:35 Date

Message

سلامونه احسان صاحب ، زه هره شپه ناست يم ترڅودري،څلورويبپاڼي خلاصي اوټول ورکړه سوي خبرونه ،مقالي اونور مضمونونه ترنظر تيروم، پدا ورستيو ورځو کي ستاسو په پاڼه کي ډېري املاېي غلطياوي را برسيره سويدي دمثال په ډول که تاسو يومضمون چي زما مرګ ولي دومره اسان دئ وګورئ وبه وينئ چي پردی په پرداي ،احترام په اخترام ،محتاج په مختاج اوداسي نور٠٠٠٠٠ اوهمدا ډول ما يوه سندره او ضميمه څو کرښي ليک دراستولۍ وو ، څرنګه چي ماليکلۍ وو په هغه ډول نشر سو خو مګر په يوه ليکه کي داسي جمله يي نيمګړتيا راغلي وه چي توري پکښي اضافه شوي وه اوبل ما دنوموړي سندري ټول بيتونه په يوه اندازه جوړ کړي وه خودپاڼي پرمخ بيا ټول بيتونه سره تير او بير وه چي ديوه شعر يا سندري دليکلو ډول ته ورته نه وه اوبله خبره داچي کله زه يوليک ستاسو دويبپاڼي له لاري ليکم اووغواړم چي په ليکل سوي ليک کي تغيرات راولم يعني کوم تورۍ راڅخه پاته وي چي بايد وليکل سي هغه تورۍ په هغه خپل ځاي کي نه ليکل کيږي بايد چي ټول ترنيمګړتيا تر ځايه پاک شي اوله سره وليکل شي چي دا کار سړي ستونزي پيداکوي ،وخت زيات نيسي او سړي خسته کوي ، نو زه نه پوهيږم چي زه اوزما کپپيوټر دداسي ستونزو سره مخ يو اوکه عمومي ستونزه موجوده ده ، که تکليف نه وي پدي هکله ضرور مالومات راکړه چي بايد څه وشي اوکه ستاسو دپروګرام غلطي وي هيله ده چي اصلاح کړل شي او بل شعر بايد دشعر په ډول وليکل شي يعني بيتونه يي په يوه فاصله راوستل شي ترڅو ويونکئ ورته بي علاقي نه شي ځکه ويونکئ ټول ودي متوجه کيږي او دې شي ته اهميت ورکوي اوپه پاي کي زه ستاسو سره وهر ډول مرستي ته چمتو يم هرکله ديو نژ دي ملګري ياخواخوږي په ډول پر ما ږغ کولاي شي اوهيله لرم چي دا ويبپاڼه څومره چي ستاسو په مسؤليت ښکلي ده نوره هم ښکلي شي ٠ ښه بری اوښي چاري دژوندانه په ټولو کارونو کي درته غواړم ٠ ومن الله توفيق ٠




Muslim  28/08/08   22:23:39 Date

Message

dear brother Ekhlas sahib, now you are right I can fell your heart it is burning because really they did very bad and still they are doing bad, for me and you we have to try to be real muslim and tell the people real islam, in praticle not in Quran, I cant say to them Muslim, look in hadith Prophet SAW said, if any body died in the time of stelling or rubering I mean duzdy wa zena he will not be muslim look they are doing every day and all the time they did not fight for Allah they fought for Amarica to defeat Russia, My brother Mohammad SAW said that if the big sin doen several time by any body I mean regularly with out repent it will carry him to Kufur, I mean I cant say them reall muslim and you are right some people is doing haj for ROYA it is sherk and you know sherk is Kufr, finaly I am sorry, if I made you diapointed we should be real muslim
Allah hafiz.




EKLAS  28/08/08   17:23:48 Date

Message

DEAR MUSLIM SALAM
THANKS FOR YOUR ADVICE. I AGREE THAT HAJ IS FARZ FOR THOSE WHO HAVE HALAL MONEY AND PEACEFUL LIFE IN THIER COUNTRIES. LOOK MOST OF THE HAJIS THEY ARE GOING TO HAJ FOR TAZAHUR FOR SEVERAL TIMES IN THIER LIFE. THOSE MONEY THE EARNED IS FROM DOZDI AND LOOTING NOT FORM HALLAL AND SHAREE SOURCES.
LOOK IF MARSHAL FAHIM GOES TO HAJ WHAT DO YOU THING GOD WILL FOR GAVE HIME FOR WHAT HE DID WITH HIS COUNTRY AND FROM WHICH SOURCES HE BECAME A MILLIONIER?
I KNOW ISLAM IS A GOOD RELIGION BUT IT IS GOOD IN KORAN BUT NOT GOOD IN PRACTICE. FROM TEN MOSLIMS NINE OF THEM ARE DOROGHGO AND DOZD. LOOK IN THE ISLAMIC COUNTRIES EVERY WHER IS FASAD AND DARGHALI. LOOK WHAT WE ARE EXPECIENCING IN OUR COUNTRY DURRING THIS THIRTY YEARS . WE SAW ISLAMIC PARTIES WHAT DID THEY DO RATHER THEN LOOTING AND KILLING?
DIL BA DAST AWAR KI HAJI AKBAR AST
AS HAZARAN HAJ YAK DIL BEHTAR AST
THANKS




Muslim  27/08/08   20:23:08 Date

Message

Dear brohter Mohammad Ikhlas salam
I dont have money to go to Haj but, what you wrot is perfectly wrong and you should think abuot it, Haj is Obligation the people who has money they should go to haj. Zma grana wrora sook chi la fazo monkar shi hagha kafer day ta bayad padi poh shi aw sook chi halalo ta haram wowayee hagha kafer day. tool khalak haram khawarah nadi, deer sha mosulmanan ham larow, ka ta halalo paiso ta haram wowayee to pray kafer kigy, deer ehtayat kawah, wayee hendo satry aw khuday naraza, Allah hakhwasta ta bandy hagha kana wanashi.
Goora wrora Islam dir yaw sha din day mong sta khabar mano chi ka chiri da paisy gharibano ta warkary Allah J ba deer sawaboona warkary, bali ka ta dasy shayan wowayee no pray kafer kegy. yaw zal lar shah Kom alim na poshatana wakra,
I have request from larawbar website to read first the article than publish, please dont publish this kind of thing or advice the person about this thing.




G.F.R  26/08/08   21:45:58 Date

Message

Salaam,
Dear brother Aminullah Dariz, I don't know who are you, but really and honestly I love you because of your article which you wrot in Larawbar.com. I meet you I will kiss your hands and even feet. We really need people like you, could you please send me your email address to mohammadwalidkhan@yahoo.com.
I shall be thankful to you.
Once again I love your and your sense and your strong believe.
Allah di mal shah.




[PREV] 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 .. 15 [NEXT] 

Powered by YapGB 0.7.3