| کریم |
١٢ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز ~ 2010-02-01 09:06:06 زېږديز |
ښاغلیه مختاره:
ستاسو لخوا زه د شرقیانو اویا غربیانو روزل شوی بللی یم مګر باور وکړی چه نه می شرق او نه می هم غرب لیدلی ده اونه هم دی دواړوته هیڅ میل لرم.مګر ما په هغه مخکنی نظر کی د ښوونکو دفاع کړی وه او بیا یی هم کوم او د آي ایس آی کړنی می غندلی وی بیا به یی هم غندم او همیشه د غندلووړ هم دی.
او تاسو که له آی ایس آی سره کومه خواخوږی لری هغه ستاسو کاردی خو په حقیقت کی دوی دافغانستان له خطرناکو دښمنانو څخه دی او څوک چی یی فرمایشونه په افغانستان کی تطبیقوی نو هغوی هم له آی ایس آی څخه کم ندی حتی په خیانت کی یی جرم دروند دی دا ځکه چه دوی خو وایی مونږافغانان یو.
او غربیان او شرقیان هم مردود دی خصوصآ امریکا او انګلستان چه د آی ایس آی پلار بلل کیږی نو په دی اساس دغه داخلی جاسوسان چه آی ایس آی ته کارکوی دوی دامریکایانواو انګریزانو لمسیان کیږی.
بېرته
شاته

| |
١١ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز ~ 2010-01-31 12:29:50 زېږديز |
| مختارغورچوال |
١١ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز ~ 2010-01-31 12:25:12 زېږديز |
کریم جانه :
که وخپل خبری ته څه ځیرشی نوبدبختانه زموږټول وطنوال پردنیاوالوویشل سوی نوده وطن ده ملی ګټوڅه ناخبردی کیداسی چی ته هم ده غربیانویاشرقیانوروزلی وسی :په مینه
بېرته
شاته

| کریم |
١١ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز ~ 2010-01-31 10:09:12 زېږديز |
حسیب جانه:
تاسی خپل ځان د کابل له پوهنتونه معرفی کړی خو زه چه ستا املا ته ګورم تا به د کابل پوهنتون په سترګو هم نه وی لیدلی.
اوبل ته وایی دا مکتبونه معلمان په خپله سوځوی په دی خاطر چه خپلو شخصی کارو ته ځان خلاص کړی.
ګرانه وروره: دغه ادعا د هیڅ سالم عقل نه منی دا ځکه چه معلمان خو چا په زور ښوونځیو ته نه دی راوستلی چه دوی ښوونځی وسوځوی.له بله طرفه د ښوونکیو طبقه یوه ډیره نجیبه او شریفه طبقه ده دوی د افغانستان په ملی ګټو تر هرچا ښه پوهیږی دوی داسی بی کلتوره نه دی چه د آی ایس آی په فرمایش د خپل وطن ملی تآسیسات له منځه یوسی.
نو دا ستاسو لخوا یوه ډیره بی ځایه او له رښتینولی نه لیری ادعا ده چه لیکلی مو ده هیله ده په خپلو تیروتنو به پوه شوی یاست.
مننه.
بېرته
شاته

| حسیب ده کابل ده پوهنتونه څخه |
١٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز ~ 2010-01-30 03:45:49 زېږديز |
غفارکندهاریه :فکرکوم چی ته ډیرجاهله ئی ده ایات اوحدیثوڅخه ته ده افغانستان ده خپل واکانواوده نړی ده کفارواومتجاویزنوپه مقابل چی دی هغه هم دغه مظلوم مجاهدین اوطالبان دی ته ورته جاهلان وائی نوته لوی جاهلئی:بل ده تعلیم مخه خودوی نده نیولی هغه فقط معلیمان دی چی مکتبوته نه ورځی اوخپلیه سیځی چی وخپل شخصی کارته ځانونه فارغه کوی نورنوطالبان څه ملامت دی؟
بېرته
شاته

| د رحمت الله ارين رالېږنه |
٢٨ / ١٠ / ١٣٨٨ لمريز ~ 2010-01-18 13:28:40 زېږديز |
پښتون دنورو قومو په مقابل کښي
نصرالله ساحل
که چېري موږ له شمالي قطب څخه تر جنوبي قطب پوري وګورو نو موږ به يو هم داسي د تاريخ کتاب پيدا نه کړو په کوم کي چه دپښتون بهادري،ايمانداري،جرآت او کارنامې په طلايي الفاظو ليکلي شوي نه وي يعني د يوويشتمي پېړۍ تر مخه چه دپښتون نوم به دي هر قوم والا ته ورواخستۍ نو هغه به سلام ورته کاوه اوددې قوم کارنامو په ټوله نړۍ کي نوم درلود او هر پښتون په خپل پښتونوالي فخر کاوه
او هر قوم که مسلمان وه که هندو او که عسايي يابل قوم وو خو پښتون په مقابل کي صفر وو
خو د پښتون قوم تاريخ او کارنامې بيانول ديو څو الفاظو،جملواوورقو کار ندی
خو افسوس زموږدنيکه ګانوپه ارمانونو او خوبونو باندي اوبه تېري سوې ځکه دهغو نيت دا وو چه دپښتون قوم هر بچی به تر اخره پوري داسي وي خو هغسي ونه شوه.پخوا چه به دي دهر ځوان څخه پوښتنه وکړه چه ته غواړې په راتلونکي کښي څه شي جوړ شې نو ده به په جواب کي ويل چي ميرويس خان نيکه يا احمد شاه بابا. او اوس چه له هر پښتون ځوان څخه پوښتنه وکړې چه په راتلونکي کښي غواړې څه شي جوړ شې نو دده ځواب به دا وي چه شاه روخ خان يا سلمان خان ځکه هغه دښه هيرو سره سره پښتون هم دی ځکه نو موږ فخر پرې کوو
نو اې پښتونه که چېري دميرویس نیکه يا احمد شاه بابا پر ځای په شاه روخ خان یا سلمان خان باندي فخر کوې نو ته ځوان بنګړي په لاس که او کور ته کښېنه
دا هر څه د چا له وجي څخه؟
دا ټوله د يو څو بې غیرته پښتنو له وجي څخه چاچي ديو څو روپو په بدل کښي دپښتون نوم،عزت او ابرو خرڅه کړه او د پښتون کور دخرابولو ټاپه ېې د هغه دښمن ته په لاس ورکړه
هغو دښمنانو لومړی دپښتون دغه ټاپه په څو برخو ووېشل اوبيا ېې يو له بل سره په جنګ اوبدئ اخته کړل او دادبې اتفاقۍ ټافې نورو قومونو ته دومره طاقت ورکړۍ چه اوس پښتون قوم دهغوۍ په مقابل کي په صفر روان دۍ.
څوک په یوه شکل خپل ورور وژني چه داکافر وو او څوک په بل شکل خپله ورينداره کونډوي چه ددې مېړه دهشتګرو
اوس هر يو قوم په پښتون باندي ملنډي وهي اود بې وقوفه نوم پرې ايږدي
نن هغه قومونه چي دپښتون په خيرات رالوۍ شوي وه اودپښتون دتوري په زور ساتل شوي وه همهغه خلک نن پښتون ته دبې وقوفه،خیرات خوره او دهشتګر لقب ورکوي
ديويشتمي پېړۍ پښتنو خپل حال ته لږ فکر وکړۍ
نن د پښتون زوۍ بنګي اودعيسايي زوۍ انجينير دۍ، دپښتون زوۍ غل اود پنجابي زوۍ پيلوټ دۍ دپښتون زوۍ مزدوري کوي او د سندي زوۍ ډاکټر،دنورو قومودبچيانو په لاس کي دکتابو بستۍ،د پښتنود زامنو په په لاس کي توپک اودنورو په لاس کي قلم وي
نن د پښتنو په غاړه کښي ځنځيرونه او دنورو په لاس تعليم کارډونه دي،دپښتون په علاقه کښي ترقي حرامه او ددوۍ په علاقه کي ترقي عامه ده،جنګ د پښتون او امن ددوۍ دۍ بې دینه خلګ افسران او پښتانه ېې غلامان دي نن نور قومونه پښتون دځان دساتني لپاره دډهال په رقم استعمالوي .ځکه د توپک وار په پښتون اودترقۍ وار په نورو
اوس دډالرو د بنده ګانو له وجي څخه دپښتون تخلص دهشتګرد دۍ
اوس دهر پښتون په ذهن کښي داسوال پيداکيږي چه کله به پښتون بیا يو کیږي؟
ځواب:پښتون به هغه وخت بیا یو کېږي کله چه یوګونګی ویوه کوڼ ته کیسه کوي چه یوه ړانده سړي په توره شپه کښي څراغ اخیستۍ وو،او وېې کتل چه يو ګوډ سړي په یوه پک پسي ځغستل چه ویښتان ېې ورکوچني کړي naahed.blogspot.com
ډېره مننه: ستاسوخوږ دوست نصرالله ساحل
بېرته
شاته

| و قاضی صاحب ته: |
٢٦ / ١٠ / ١٣٨٨ لمريز ~ 2010-01-16 11:47:00 زېږديز |
سلام ټولو وروڼو ته:
دلته یو ورور هم ځان قاضی او هم څارنوال معرفی کړی ځکه ده لیکلی زما د سترګو لیدلی حال او قضاوت:
ګرانه وروره ته دی جدی پیښو ته داسی په سطحی نظر مه ګوره او داسی سطحی قضاوت هم مکړه چه دخلګو په سترګو لاس ور نیسی او وایی چه وطن ټول ګل اوګلزار ده معارف ته طالبان هیڅ نه وایی.
نو که طالبان و معارف ته خنډونه نه جوړوی نو دا ګڼ شمیر خلګ بیا ولی تشویش کوی؟ دا په سلګونو مکتبونه چا وسوځول؟ له ټولی جنوب لویدیځی حوزی ولی تنها ۱۲۰۰ شاګردان په کانکور کی اشتراک کوی؟
ته لیکی چه په هلمند،کندهار او نورو ولایاتو کی له پیله په دی هکله کار ندی شوی. ولی اوس چه دولت غواړی څه ناڅه کار وکړی هغه ته خو یی طالبان نه پریږدی . امنیت یی خراب کړی هیڅوک نشی کولای هلته نوی مکتب ورغوی او که یی ورغوی هم نو دوی یی په بمونو الوزوی.
له بله طرفه ستا په نظر کی هم ضد اونقیض ټکی شته هغه داچی یوځل وای چه طالبان دمکتبونو په مخ خنډونه نه جوړوی اوله بله طرفه وایی چه طالب به هغه مکتب څنګه ومنی چه په هغه کی د تروریست ترعنوان لاندی درس ورکول کیږی.
خو رښتیا هم دولت باید ددغو مطالبو د له منځه وړلو اقدام وکړی دا ځکه چه په دغه مطالبو څه جوړه هم نده.
خو بیا هم که دولت دا کار نکوی خیر ده دا خو تبلیغاتی جنګ ده طالبان د دا ریسک په ځان ومنی دا دومره غټه خبره نده او خلګ تروریست او دیموکرات ښه پیژنی چه څوک ددوی دوست ده او څوک یی دښمن ده خو خبره داده ددی وړوکی مشکل په خاطر دی ټول مکتب ته اور نه اچوی!
بل تاسی وایاست چه په کانکور کی د جنوبی سیمو فارغین ځکه اشتراک نکوی چه هغوی د خپلو خوښی پوهنځیو ته نه کامیابیږی او نور.......................................
وروره هلته خو اوس معیار دا ټاکل شوی ده چه هغه څوک د خپلی خوښی پوهنځی ته تللای شی چه د هغی پوهنځی د نمرو معیار پوره کړی په دی کی کومه استثنا نشته او نه له چا سره کومک کیدای شی.
اصلآ طالبانو ته د ډیری افغانانو دا خواست دی چه معارف د یوی ملی پروسی په صفت وپیژنی نه دیوی سیاسی پروسی . که په هلمند یا کندهار یا غزنی او یا کوم بل ولایت کی مکتب رغول کیږی نو دا د کرزی او یا دهغه دحکومت په ګټه نده او هم د طالب په تاوان نده دا دملت یوه ستره لاسته راوړنه ده. دلته دملت بچی زده کړه کوی دلته دکرزی زوی اویا دکرزی د وزیر زوی نه روزل کیږی.
خو دا چه دیوه مکتب په جوړیدو سره د آی ایس آی بلډپریشر لوړیږی دا نو بله خبره ده.
هغه مشهوره مقوله ده چه وایی: دیوه ښوونځی په خلاصیدو سره دیوه زندان دروازه تړله کیږی.
نوزه خپلی خبری په دی مشهور متل رانغاړم چه: لمر په دوو ګوتو نه پټیږی.
بېرته
شاته

| مسعود. لندن |
٢٦ / ١٠ / ١٣٨٨ لمريز ~ 2010-01-16 01:33:02 زېږديز |
| زما دسترګولیدلی حال او قضاوت |
٢٥ / ١٠ / ١٣٨٨ لمريز ~ 2010-01-15 03:19:22 زېږديز |
دغه وروڼه چې تبصرې لیکلي ښايي په ښارونو کې ژوندکوي اوکله یې هم کلیوالي سیموته سفرنه دی کړی وروڼو دکانکورپه ازموینې کې دنه ګډون او دمکتبونو دکمزوری عوامل هم همداسې نه دي لکه تاسو چې ویلي او داقضاوت هم راته په ځای نه بریښي چې چیرته دطالبانو واکمني ده هلته مکتب نشته همدااوس دافغانستان نژدې په ټولو جنوبي ساحوکې دطالبانو بالفعله یابالقوه راج چلیږي خو بیاهم په زرګونومکاتب او لیسې هورې فعالې دي دمثال په ډول په زرمت کې له مرکز پرته داپنځه کاله کیږي ټول طالبان دی خوبیاهم دلته له مرکزه پرته دکولالګو سهاکو کوتې خیلو باتوراو مموزو لیسې فعالي دي دغه راز په همدې سیمو کې ابتدایه مکاتب هم بې ستونزې فعالیت لري ودانۍ یې په نوي ډیزاین جوړې شوې او هیڅ یوه هم نه ده سوزول شوې طالبان روزانه په تفریح کې ورځې له معلمانو سره ګپ شف لګوي اوهیڅ مشکل یې ترمابین نشته دی زمادمعلوماتو له مخې همداحالت په میدان وردګو غزني لوګر ختیځ زون خوست پکتیکا اونورو ډیرو سیمو کې دی دکندهار زابل هلمند اوروزګان دلرې پرتوسیموپه اړه به ووایم چې هلته له لویه سره مکتب فعال سوی ندی چې بیایې طالبان بندکړي هلته له پیله دښووني اوروزنې په شمول په تولو برخوکې دکابل واک نه دی رسیدلی او س داخبره چې مکاتب کمزوري دي اودکانکور دګډون کوونکو شمیر کم دی یوعلت یې دمسولینو عدم توجه ده دوی یقینا په ځینو سیمو کې په دروغوبهانه جوړه کړې او طالبانوله ډاره مکاتب بندکړي که لدوی سره داولس غم وای باید دلته یې شته مشکلاتوته په پام سره په خپل پروګرام کې څه تخفیف او شاتګ منلای وای طالب به هغه مکتب څنګه ومني چې په هرصنف کې یې داسې کتاب تدریسیږي چې دترهګرۍ ترعنوان لاندې شعري او نثري پروپاګندې په کې شته دغه راز استاذان اوپه تیره سرمعلمان یي معلوم الحاله کمونستان ټاکل سوي وي دښووني اوروزنې دنوي قانون له نګاه په کلیوالو ماشومان دخولۍ نه په سرکولو دستورعملي کیږي دهغوی داخلاقو ساتنې ته پام نه کیږي اونه ورته په بداخلاقیو سزا ورکول کیږي زماخپل ورور چې لومړی یې دیني زدکړې کړي وي ددیموکراسۍ په راتګ يي په لیسه کې داخله واخیسته اووم صنف یي لوست خوکرار کراریې شکایت زیاتیده ویل یي دمدرسي اکثره استادان سم دي خو سرمعلم پخوانی خلقي دی هروخت مي له دیني کورنۍ سره دتړاو په تورتنګوي بی ځایه دیني پوښتني کوي او دخولۍ او پټکي په په سرکولو ریشنخندراباندي وهي دصنف داسي انډیولان شته چې په صنف کې چرس څکوي هغه نه وهل کیږي خوماته سپکې سپورې وایی له همدې امله یي لیسه پریښوده دغسې نور ډیرمثالونه شته چې خلکو خپل هلکان په لومړیو کلونو کې مکاتبو ته داخل کړل خوبیرته یې چې دهغوی اخلاقوته نه توجه ولیدله بیرته ترې راویستل او سیمیزو مدرسوته داخل کړل .
دکانکورپه اړه زماپه ګومان یوسترعامل هغه ناامیدی ده چې اوس دجنوب پښتنومحصلانوته پیداشوي ده هغوي لومړي په کابل کې دکانکورکې دشرکت فرصت نه مومي بیاکامیابیږی نه اوچې کامیاب شي نو هغو پوهنځیوته معرفي کیږي چې خوښ یې نه وي دغه راز دممتحنینو استادانو اونورو چارواکوله لورې ورسره ناسم او تبعیضي چلندکیږي نوځکه اکثره ځوانانو زدکړي په دولسم صنف پریږدي .
وروڼو په اخرکې زه یوه خبره کوم خدای دې وکړې چې پې راحمله نکړئ .
طالبان زه نژدې پیژنم اوددوی له نفسیاتو سره بیخي بلدیم طالب له مکتب سره هیڅ دښمني نلري نه والله که دمشرتابه له لورې داسې امر وي چې مکتبونه وسوزوئ داچې تاسې یواوږدقیاس جوړوئ چې ای ایس ای مکتبونه نه غواړي ځکه چې دابه بیا....هم زمالپاره هسې یو تبلیغاتي اودستونزې دموندلوپه حق کې زیانمنه خبره بریښي زمادمعلوماتو له مخې دیوه سل فیصده مکتب سوزونکی سل فیصده طالب نشي کیدای دغه خلک هغه بي مسولیته خلک وه چې په لومړیو کې یې هسې دیرغلګروپه وړاندې خپل جنګي شوق ماتاوه نوربه یې څه له وسه نه وه پوره بس په مکتب یې حمله وکړه داکاردپلان له مخې نه کیده اودکمیت له لحاظه بیخي دنشت برابروه هغه مهال ددطالبانو دیومنظم تحریک تشکیل نه درلود اونه امر مامور یاکشر او مشرپه کې معلوم وه نوځکه داډول پیښې کیدلې اوس څنګه چې ټول کارونه منظم شوي نوداکارونه هم په ټپه دریدلی .
دمکتب دسوزیدوپیښې دومره نه وې لکه حکومت یې چې تبلیغات کول بیخي کمې اویوازې په ځینیوولایاتوکې وې زماپه نظرکه له طالبانوسره دغمخورۍ له امله په دې اړه رښتیني خبرې وشي دهغوی ځیني وړاندیزونه ومنل شي دغه ستونزه بالکل دحل وړده او که دکابل حکومت یي دتبلیغاتو دیوې وسیلي په توګه همداسې لانجمنه پریږدي او لایي پسې خرابوي نو داددوی کمزوري ده
بېرته
شاته

| Ghafar Kandahar |
٢٤ / ١٠ / ١٣٨٨ لمريز ~ 2010-01-14 01:17:49 زېږديز |
كه حقيقت ووايو نو دسهيل لويديځي حوزي دوروسته پاته حالت او دډيرو سياسي ،كلتوري ،اقتصادي اوټولنيزو ستونز دموجوديت يوازينى علت دنن ورځي جاهل طالبان دي چه خپل عقل نه كاروي پردي چه څه ورته ووايي هغه كوي ددوى ټول اعمال دقران اوحديث خلاف دي دوى بي كومه علمه هريو مفتي ،قاضي او حتي جلالان دي دوى پرپښتنو قصابي راايستلي ده خو زه دوى ته وايم كه رښتيا ځانته مجاهدين وايي نو په مكتب ، شاګرد ،معلم اومامور جهاد نه كيږي كنه ورسئ ددنيا داهل خبره كسانو اوداسلامي فقي دعلما وو څخه وپوښتئ چه څه درته وايي پدي سره به تاسي خپل اسلام هم وارزوئ چه ايا واقعي مسلمانان ياست كه يا غوږ ته مو پام نه دى په سپي پسي زغلئ ټوله دنيا په مسلمانانو ډكه ده ټول خپل ژوند په ارامه فضاكوي اوخپل مذهبي مناسك په ښه دول اداكوي خوموږ ګناه داده چه پخپل ملك كي اسلامي مركزونه نلرو چه داسلام اساسي زدكړي پكښي كيږي كني نو دحجري دكنځ اوقدري اوپه دبل په ډوډيو اوحلواوو روزلي اولوي سوي تش په نامه طالبان او پښتون وژونكي سره اوس مخامخ نه واى
بېرته
شاته

| نصرت احمدي |
٢٣ / ١٠ / ١٣٨٨ لمريز ~ 2010-01-13 13:07:51 زېږديز |
له سلامونو او نیکو هیلو نه وروسته:
ګرانه وروره طبیب صاحب ستاسو لخوا یوی ډیری حیاتی اومهمی موضوع ته پام را اړول شوی دی رښتیا چه هم په جنوبی ولایاتو کی د پوهنی بهیر له سترو ننګونو سره مخ دی. خو پوښتنه داده چه اساسی لامل څه دی چه په دی ولایاتو کی د پوهنی بهیر داسی په شاته پاته دی چه هیڅ له نورو سیمو سره د مقایسی وړ ندی تاسو لیکی چه له څلورو جنوبی ولایاتو نه ۱۲۰۰ زده کوونکو په کانکور کی برخه اخیستی ستا او زمونږ ټولو دا اندیښنه ده چه په کوم تعدادزده کوونکی به دلوړو زده کړو موسسو ته لاره پیدا کړی.دا په داسی حال کی ده چه دغزنی د جاغورو ولسوالی یوه هزاره میشته ولسوالی ده او هرکال په دغه شمیر فارغین(۱۲۰۰نفر) ورکوی او دوی ټول هر کال په کانکور کی برخه اخلی چه دا مونږ پښتنو ته د شرم ځای دی چه څلور ولایتونه مو له یوی ولسوالی سره نشی مقایسه کیدای.البته زه په دی هزاره وروڼو بد نیتی نکوم دا ددوی قانونی حق دی مګر ماته په خپل ځان ژړا راځی چه مونږ به څنګه وکولای شو چه په آینده کی له نورو میشتو قومونو سره یوه سالمه مبارزه په سیاسی؛علمی او نورو ډګرونو کی وکړو؟
ستاسو لخوا څو په ځای وړاندیزونه شوی وو خدای د وکړی چه ټول ذیربطه اشخاص د زړه له کومی په دی ډګر کی هلی ځلی وکړی.
ما مخکی وویل چه په آینده کی مونږ نشو کولای یوسالمه مبارزه وکړو مثلآ ستاسو لخوا د لیلیو د نشتوالی مشکل ته اشاره شوی وه هلته اوس دا معیار ده چه هر محصل باید په لمړی کال ۷۵٪ (یا له دی زیاته فیصدی) نمری پوره کړی نو بیا په دوهم کال کی لیلیه ورته ورکول کیږی نو کله چه په پیل کی زمونږ د ولایاتو د محصلینو شمیر له نشت سره مساوی وی او که چیرته څه نا څه وی هغه هم دا معیار نشی پوره کولای ولی د نورو ولایاتو محصلین په پراخه کچه حضور لری کله چه یو تعداد یی د لیلیی له حقوقو برخمن شی نو بیا نورو ملګرو سره کمک کوی او په لیلیه کی ځای ورته مهیا کوی.
وینو چه په دی ډګر کی په شا پاته شو.
اصلآ د پښتون قوم لپاره یوه جهانی دسیسه ده چه له هره پلوه دا لوی قوم یو خوار ،بی علمه او خوار او زار قوم وی له پاسه ناټو او ملګری یی بمونه په را اوروی او په ځمکه کی طالبان یی ښوونځی سوځی ،بندوی یی ،ښوونکی تهدیدوی،وژنی یی او د ښوونځیو د له منځه وړلو لپاره ډول ډول دسیسی جوړوی.
ځینی وروڼه دا نه منی چه طالبان له ښوونځی سره دښمنی نلری مګر دوی لمر په دوو ګوتو پټوی او خدای به ددی حقیقت د پټولو په خاطر له دوی نه دآخرت په ورځ پوښتنه کوی انشآءلله.
ښه به مو په یاد وی دوه کاله مخکی د ښوونی اوروزنی د وزارت لخوا کتابونه د کندهار ولایت ته له کابله استول کیدل چه په لاره دغزنی ولایت په لویه لاره کی ټول وسوځول شول. آیا ددی کتابونو سوځول له کرزی سره دښمنی ده؟ که دکندهار له خلګو سره؟ او یا په ټول کی د پښتون له ستر قوم سره؟
متآسفانه طالبانو ته ملی ګټی هیڅ مطرح ندی څه چه د آی ایس آی فرمان وی تر هرڅه مخکی دوی ته د هغه تطبیق محترم ده.
د پلونو الوزول دسړکونو او کلینکونو له منځه وړل خو د هیچا هیر ندی. او متآسفانه ددوی په دی ړندو انتحاری بریدونوکی او همدارنګه په ړندو ماینونو کی ګڼ شمیر بی ګناه ولسی خلګ وژل کیږی.
نو که له موضوع څخه لیری ولاړ نشو د جنوبی ولایاتو د ښوونی اوروزنی د دی څپ څپاند بهیر ټول مسؤلیت د طالبانو په غاړه ده. او پښتون قوم به ددوی دغه ستر خیانت هیڅکله هیرنکړی. ولی که دوی همدی پالیسی ته دوام ورکړی نو د پښتون قوم به له یوه نه جبرانیدونکی تاریخی په شاتګ سره مخ شی او بیا به هم مسؤلیت دوی ته متوجه وی. ځکه دا دوی دی چه امنیتی وضع یی خړه پړه کړیده چه په نتیجه کی د ښوونی روزنی بهیر له ننګونو سره مخ ده.
یوه مهمه خبره چه د ټولو افغانانو په ذهن کی ګرځی هغه دا چه ددی دیرش کاله جنګ نتیجه څه شوه چه دوی لانور هم جنګ ته ارجحیت ورکوی.
خو کچیرته طالبان د واک واګی ترلاسه هم کړی خو بیا به هم داخلی جګړی له سره پیل شی هغه تیره سناریو به بیا ټکی په ټکی تکراریږی او ملت به نور هم د جنګونو په تنور کی سوځول کیږی.
په لسګونو زرو بی ګناه افغانان به وژل کیږی خو دی زیړی مشوړی سر به نه پیدا کیږی.
آخر تر کومه؟
بس نو خدای ج دی په خپل عظمت اوبزرګی سره ددی غریب ملت چاره وکړی.
آمین یا رب العالمین.
بېرته
شاته
