اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | د مومند بابا ادبي بهير اونيزه غونډه ( راپور ) - 2010-01-26 | ذبيح الله اريال - مومند بابا ادبي بهير
     

ليکنه : ذبيح الله اريال - مومند بابا ادبي بهير

خپروونکی : د لراوبر اداره

نېټه : ٦ / ١١ / ١٣٨٨  |  2010-01-26


larawbar.com

 د مومند بابا ادبي بهير اونيزه غونډه ( راپور )

 

مزار شريف  –  ۲ سلواغه ۱۳۸۸

د مومند بابا ادبي بهير اونيزه غونډه تېره جمعه د  سلواغې په ۲ مه، د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په دفتر كې د لسګونو ځوانانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د جاويد څلي په تلاوت پيل شوه او وياندي يې بريالي جلالزي پر مخ وړله.

په دغه غونډه كې، چې مشر مېلمه مجب الرحمان لحاظ او كوربه پير محمد حسين خېل و د شمس الله رحيمي پر غزل كره كتنه  وشوه.

يا د شيخ په تاويزونو كې اثر نشته  
چې د ښكلي يار په ما باندې باور نشته

مجب الرحمان لحاظ بيت وستايه، خو زياته يې كړه، چې د (يا) ندايه كلمه د  دوو مخالفو څيزونو د وړاندې كولو وخت كې كارول كېږي.

د هغه په وينا تاويز د يار د باور  پيدا كېدو په موخه كېږي، ښايي چې شاعر په دويمه نيمبيتي كې يو بل څه راوړي واى، تر څو د ګرامر  او مانا له مخې برابره شوې واى.

ضمير سار وويل، چې د شيخ كلمه تل د پيالې، شراب، ميخانې او زاهد سره كارول شوې، د تاويزونو سره مناسبه نه ده.

هغه زياته كړه، كه شاعر د شيخ پر ځاى ملا كارولى واى، ښه به و.

رانه لرې كړه ساقي د غم شراب دې نن  
په فاني دنيا زما دومره باور نشته

ضمير  سار په شعر كې د قافيې تكرار ته ګوته ونيوله زياته يې كړه، چې د غزل په مطلع كې د بآور كلمه كارول شوې او دلته يو ځل بيا راغلې، نو خوند يې كم شوى دى.

مجب الرحمان لحاظ وويل، چې تكرار په شعر او نثر دواړو كې ښه نه ده.

د هغه په وينا تكرار د شعر يا نثر خوند كموي.

جاويد څلي په شعر كې د روانو كلمو راوړلو يادونه وكړه او زياته يې كړه، چې د لومړۍ نيمبيتي په پاى كې د نن كلمه دومره خوند نه كوي.

هغه وويل، چې د نن پرځاى كه نور كلمه راوړل شي د بيت مانا به بشپړه شي.

طولاني ددغې لارې نه سفر نشته

لحاظ په شعر كې د پرديو كلمو د راوړلو په ستونزه خبرې وكړې، ويې ويل، چې د طولاني د كليمې پر ځاى په خپله پښتو كې ډېر ښكلې او اهنګداره كليمې شته دي.

هغه زياته كړه، چې د طولاني پر ځاى كه د اوږده كليمه اويا نورې راوړل شي، ښه به شي.

سار د طولاني كليمي په راوړلو كې د شاعر كمزورتيا وښوده او زياته يې كړه، چې شاعر د وزن پوره كېدو لپاره د طولاني كليمه كارولې ده.

د هغه په وينا، د طولاني كليمه درې څپې ده او اوږده دوه څپې، چې ددې په راوړلود نيمبتي په وزن او ويلو كې ستونزې راولاړيږي.

هغه شاعر ته د وړانديز په توګه وويل: ((كه شاعر، هر بيت يا نيمبيتي د ليكلو پر مهال له ځان سره واړوي راواړوي، نو اخر به يو ښكلى بيت يا نيمبيتي ترې جوړه كړي))

سار زياته كړه، چې همدې ته رياضت وايي، چې په پايله كې قوي شعر ټولنې ته وړاند ې كېږي.

د پورتني شعر شاعر شمس الله رحيمي له ټولو ګډونوالو مننه وكړه او زياته يې كړه، چې د كره كتنې پر مهال ډېرو ټكو ته چې دده وړاندې نه ول زده، پام شو.

د هغه په وينا، كره كتنه د شاعر او شعر په جوړونه كې ډېر لوى لاس لري.

د غونډې ازاده مشاعره د وياند او ګډونوالو له خوا د ښو شعرونو او ټپو په ويلو خوندوره شوې وه.

د غونډې مشر مېلمه مجب الرحمان لحاظ د غونډې د ستاينې تر څنګ د ګډونوالو د نه راتګ خبره هم  وكړه او زياته يې كړه، چې د اونيزو غونډو ګډونوال بايد زيات واى او زيات شي.

خو د غونډې كوربه پير محمد حسين خېل د ځوانانو د نه راتګ لامل د پوهنتون او ښونځيو رخصتي او د ژمي سړه هوا وبلله او زياته يې كړه، چې شمېر به ورو ورو زياتيږي.

مومند بابا ادبي بهير شاوخوا ۵ كاله وړاندې د بلخ ولايت په مركز مزارشريف ښار كې ددغه ولايت فرهنګيانو او بلخ پوهنتون محصلينو په زيار جوړ شو، چې دادى لا تر اوسه په دوامداره توګه هره جمعه اونيزې غونډې كوي.

 ذبيح الله اريال - مومند بابا ادبي بهير




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان:طالبانو يو اربكى قومندان له دوو ساتونکو سره تښتولى دى
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې دیرشمه ډالۍ
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د کو چني اختر په ویاړ
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : د دوو شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : په يوه چاودنه کي دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ورځپاڼو ته کتنه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار: کېبلي شبکو خپلي خپروني ځنډولي
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  اسلام دښمنه صلیبي پادریانو سره څه کول پکار دي!
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د جګـړې لـوخـړې
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ستره محکمه : سبا د روژې دېرشمه ورځ ده
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  پښتنو سره د کفر ټاپې په لاس کښي دي.
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  د (نن افغانستان) ۴مه ګڼه د چاپه راووته
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  چارواکي حق نلري د قمار بازانو تاوان له بيت الماله ورکړي!


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact