لټــــــــــون
ليکنه : حبيب الرحمن تاثير
خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کوټه)
نېټه : ١٦ / ١١ / ١٣٨٨ | 2010-02-05
larawbar.com
ځك او شګي ټولګه تازه له چاپه راووته
د پښتو ژبي شاعرانو، ليكوالانو او مينه والو ته زېرى وركوو چي د نړۍ وال فلسفي، شاعر، ليكوال، افسانه نګار، انځورګر او د ډېرو لا زياتو صلاحيتونو مالك جبران خليل جبران اثر چي په پښين كي ښاغلي عصمت الله زهير پښتو ته راژباړلى دى ځګ او شګي. ځګ او شګي چي د فكرِنو ادبي فورم، پښين لخوا چاپ شوى دى ډېر په زړه پوري اثر دى، كه څه هم په پښتو كي دا رنګه كتابونه ډېر كم چاپ سوي دي خو د جبران اكثره ليكني، كتابونه پښتو ته راژباړلى سوي دي. د دې كتاب ځګ اوشګي په حواله باندي ځوان ليكوال او شاعر ښاغلي يعقوب شاه غرشين وايي چي: "دا كتاب خليل جبران په كال ۱۹۲۶م كي په انګرېزي ليكلى و چي ډېر خوندور او د نړيوال ادب يو شهكار دى، زيات قولونه يې دومره خواږه او اغېزناك دي چي امكان لري چي په راتلونكي وخت كي د پښتو متلونو تر څنګ ځاى ولري، په رښتيا د زهير دا ژباړه ډېره په زړه پوري او د ستاينې وړه ده". ځګ او شګي چي په دې كي د جبران نثري ټوټې او قولونه دي خو له دې سره سره دوه لنډي كيسې هم شايع شوې دي، نو د دې كتاب په اړه ډاكټر عبدالروف رفيقي وايي: "يقين هم عصمت زهير صاحب يو ښه او ځيرك ليكوال دى خو دا اثر يې په پښتو ژبه او ادب باندي يوه نوې لورينه كړې ده". كه ښاغلى رفيقي دا وايي چي دا يوه نوې لورينه ده نو پښتنو لوستونكو ته به څه ګټه ورسوي په دې اړه نعيم ازاد وايي چي: "په ټولنه كي د فكر اوښتون لپاره د جبران د دغسي اثارو او افكارو خورول اړين وي چي په ټولنه كي د ويلو وروسته د اورېدلو او اورولو توان رابرسېره كوي، پښتو ژباړن يې په همدې هيله ژباړي". د ژباړي په حواله باندي د ډېرو خلګو دا رايه وي چي له خپل اصل شي څخه ډېر لري وي په دې اړه د دې كتاب ژباړن وايي چي: "ځګ او شګي ژباړه خپل اصل Sand and Foam ته څومره ورته ده دا انګرېزي پوهانو ته پرېږدم خو ما تر خپله ورسه خپل كوښښ كړى او دا كتاب مي درې ځله دى".
حبيب الرحمن تاثير
چاپ
لــېږل
تبصرې
شاته
د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :
• 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ بغلان:طالبانو يو اربكى قومندان له دوو ساتونکو سره تښتولى دى • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ د روژې دیرشمه ډالۍ • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ د کو چني اختر په ویاړ • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ هلمند : د دوو شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ کندهار : په يوه چاودنه کي دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ ورځپاڼو ته کتنه • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ کندهار: کېبلي شبکو خپلي خپروني ځنډولي • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ اسلام دښمنه صلیبي پادریانو سره څه کول پکار دي! • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ د جګـړې لـوخـړې • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ ستره محکمه : سبا د روژې دېرشمه ورځ ده • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ پښتنو سره د کفر ټاپې په لاس کښي دي. • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده • 2010-09-08 | ١٧ / ٦ / ١٣٨٩ د (نن افغانستان) ۴مه ګڼه د چاپه راووته • 2010-09-08 | ١٧ / ٦ / ١٣٨٩ چارواکي حق نلري د قمار بازانو تاوان له بيت الماله ورکړي!
کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©
Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact