اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | (د افغان ځوانانو د ټولنې دویمه غونډه کېناسته) - 2010-02-05 | (پردېس نیازی)
     

ليکنه : (پردېس نیازی)

خپروونکی : د لراوبر اداره

نېټه : ١٦ / ١١ / ١٣٨٨  |  2010-02-05


larawbar.com

 (د افغان ځوانانو د ټولنې دویمه غونډه کېناسته)

 

نن د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د افغان ځوانانو ټولنې دویمه کاري غونډه د لندن د لویدیځ اکټن په سیمه کې د افغان سوسایټي په ودانۍ کې جوړه شوه. غونډه د محترم شعیب له مرۍ نه د قران شریف د سپېڅلو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. د غونډې په سر کې ښاغلي محمود حنیف د پیل خبرې وکړې او د افغان ځوانانو د ټولنې د پرانستلو په ارزښت او موخو باندې یې رڼا واچوله. ښاغلي حنیف وویل چې دا ټولنه د کوم سیاسي او اړخي اغېزې نه پرته یوازې او یوازې د افغان ځوانانو سره د هر اړخیزو ښونیزو علمي او مالي مرستو د رسولو په موخه جوړه شوې ده. حنیف د ټولنې د راتلونکي کال د کارونو او لاس لاندې مرستندویو پروژو په اړه مفصلې خبرې وکړې. د خبرو په پای کې د ټولنې مشرتابه جرګه ګۍ داسې راوپېژندله:
مشر: ډاکټر خسرو سنګروال
مرستیال مشر او د پروژو د ودې او انسجام مدیر: محمود حنیف
د آمیانۍ مشر (مالي مشر): سلیمان زهیر
سکرتر: ځغرد تکل
د مطبوعاتي چارو مشر: ذبیح ځاځی
د برېښنایي رسنیو د چارو سمبالونکی: شعیب خان
د ښاغلي حنیف د خبرو نه وروسته ډاکټر خسرو سنګروال د دې ټولنې د جوړېدو په اړتیا وغږېد او هغه توکي یې په ګوته کړل چې نورو ټولنو ورته پاملرنه نه ده کړې. نوموړي هم د راتلونکي کال لپاره ټاکل شوو موخو باندې نور وغږېد. ورپسې د مسلم هېنډ نړیوالې مرستندوې ادارې استازی عرفان خان د خپلې وینا په ترڅ کې د ټولنې په حقوقي اړخونو رڼا واچوله. سلیمان زهیر او شعیب خان هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټولنې د هوډ پخلی وکړ او ښاغلي ذبیح ځاځي بیا هېواد کې دننه د ترسره کېدونکو پروژو په شوونتیا وغږېد. ښاغلي عارف د ټولنې خبرتیایي چارو په پیاوړي کولو زور واچوه.
د غونډې په ترڅ کې د آمیانۍ مشر سلیمان زهیر څرګنده کړه چې د راتلونکې پروژې لپاره د په پام کې نیول شوې بودیجې په سلو کې (۲۰٪) تیاره شوې ده چې یوه غټه لاسته راوړنه ده.
غونډه ښاغلي ځاځي او ښاغلي حکمت ته دنده وسپارله چې ټولنې ته د بودیجې پیدا کولو او لویولو کې کار وکړي. ښاغلي عارف او ښاغلي شعیب ته د نورو رسمي او غیر رسمي افغاني موسسو سره د خپلوي پیدا کولو کار ور په غاړه شو. غونډه سلا شوه چې ټولنه به د خپلې بلې ناستې په درشل کې د یو تفریحي پروګرام تابیا کوي او له دې پروګرام نه به د خلکو د خبرولو او د ټولنې لپاره د بودیجې د پیدا کولو استفاده کوي.
د ټولنې راتلونکې ناستې ته به ښاغلی ځغرد تکل یو معلوماتي پرزېنټېشن کوي.
ننۍ ناسته په ګډه دوعا پای ته ورسېده.

 (پردېس نیازی)




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  اسلام دښمنه صلیبي پادریانو سره څه کول پکار دي!
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د جګـړې لـوخـړې
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ستره محکمه : سبا د روژې دېرشمه ورځ ده
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  پښتنو سره د کفر ټاپې په لاس کښي دي.
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  د (نن افغانستان) ۴مه ګڼه د چاپه راووته
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  چارواکي حق نلري د قمار بازانو تاوان له بيت الماله ورکړي!
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  مونشن / جرمني : د کوچنی اختر دلمانځه د ادا کولو خبرتیا
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  د فطر د اختر په ورځ د سنت يو څو طريقې او لارښونې
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  د استخباراتستان ارتباتي سړی او د پاکستان ترهګرې ډلې
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار: د ژيړۍ ولسوال له یوه برید څخه روغ رمټ ووت
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  یو امریکایی قراردادي او ۲ بهرني پوځیان ووژل سول
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  د کوچنی اختر په مناسبت د ملا محمد عمر او انجينر حکمتيار پیغامونه
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  هرات، پښتانه او ستره لوبه د تاريخي آرونو په تله کي


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact