اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | منافقت څنګه په انسان کي راځي؟ - 2010-02-06 | عصمت الله عزام
     

ليکنه : عصمت الله عزام

خپروونکی : د لراوبر اداره

نېټه : ١٧ / ١١ / ١٣٨٨  |  2010-02-06


larawbar.com

 منافقت څنګه په انسان کي راځي؟

 

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

منافقت يولوی اوهلاکوونکی مرض دی،که په چاکي راغی نودهغه په بربادی اوتباهئ کي بياڅه شک نشته ،

داچي ولي په منافقانواودکمزوري يقين والاخلګوکي منافقت راځي ددې څه لاملونه دي که څوک له هغوځان وساتي نوانشاءالله له منافقت څخه به خوندي شي هغه دادي :

1. ايمان په بليدلوکي داورپه څېردی لکه څنګه چي اوربوټو،ګاز،تيلواوداسي نورو توکوته اړتيالري

چي اورورباندي بليږي،که داورلپاره هغه توکي تيارنشي نوهغه اورمړکيږي،رڼائې ختميږي اوهيڅوک ترې فائده نشي اخيستلی.

دايمان مثال همداسي دی فائده مندعلم اوعمل صالح ته اړتيالري،که ئې څوک دغسي پرېږدي دمادې په چمتوکولوکي ئې هلي ځلي نکوي نورڼابه ئې ختمه اوځای به ئې منافقت ونيسي .

دې مثال ته قرآن کريم هم اشاره کړې ده الله تعالی فرمايې:(مثلهم کمثل الذي استوقدنارافلمااضائت ماحوله ذهب الله بنورهم وترکهم في ظلمات لايبصرون)ددې منافقانومثال دهغه چاپه څيردی چي اورئې بل کړ،کله چي اورخپل چاپيريال روښانه کړ،الله پاک ددوئ اورختم کړ،اودوئ ئې پداسي تياروکي پرېښودل چي لاره ئې نشوی ليدلی ..

منافقانوپه لومړي سرکي ايمان په ښکاره راوړ،خوبيائې دهغه ايمان صحيح مراعت ونکړ،چي په ترڅ کي ئې رڼا ختمه اوسوزيدل ئې پاته شول،نودايمان دخاوندلپاره ضروري ده که غواړي چي دايمان څراغ ئې بل واوسي دعلم نافع اونېک عمل کوشش بايدوکړي،که څوک دې ته فکرنکوي نوايمان ئې نشي ورسره پاته کيدلی.

2. دايمان مثال ديوې شنې وني په څېردی چي هغه ميوه،ګلان،بيخ،شاخونه اوخوندوربوئ لري،ددې وني اصل اوبيخ صفاساتل،له هغه واښوئې خوندي ساتل چي وني ته تاوان رسوي ، ددې وني هروخت اوبه کول اوله غلوڅخه ئې ساتل داکارونه به ئې مالک کوي بيابه له خپلي وني

څخه فائده اخلي. ايمان هم داغواړي چي دوحی په اوبو،دکتاب اوسنت په حکمت اودعمل صالح په اوبوسره به ئې خړوبه کوي۔له شبهاتو،بدعاتواوګناهونوڅخه به ئې په توبۀ نصوح سره څارنه کوي اوله افراط اوتفريط څخه به ئې مهذبه کوي بيابه ايمان هم د انسان سره پاتي شي اوهم به په آخرت کي فائده ورکړي، که داسي نوي نوبياددې وني وچيدل اوکمزورې کيدل دوښوتروچيدواوکمزوره کيدو ډېرژراويقيني دي ددې کارلپاره دالله جل جلاله (دذات اوصفاتو)پيژندل ډيرضروري اواړين دي .

3. مؤمن به تل دالله جل جلاله په ذکرکي مشغول اوسي،په هيڅ حالت کي به له الله جل جلاله څخه نه غافله کيږي که ئې زړه بيداروي اوکنه،چي کله دی هميشه دالله جل جلاله داحکاموپه عملي کولوبوخت وي نوپداسي حال کي نفاق دده زړه ته لاره نشي پيداکولی .

ددې برخلاف منافق داسي وي چي کله که لږرڼاورته پيداشي نوعمل کوي که نوي نوپرواه نلري،نوپدې وخت کي دده زړه ته نفاق لارپيداکوي اوپداسي ډول ورننوزي چي ده ته ئې احساس نه کيږي تردې چي منافقت ئې په زړه کي محکم اوکلک شي هغه وخت ئې اثاراونښانې څرګندي شي،

دده عمل اودالله يادول دوام نلري بلکه چي کله خلګ په يوځای کي شتون لري دی هم عبادت کوي که خلګ نوي غافل وي،ددې په نتيجه کي چي له الله تعالی څخه حيااوشرم نلري، عبادت دمخلوق په وجه کوي په زړه کي ئې دسزاپه ډول منافقت ننوزي .

الله پاک دي موږ ټولوته توفيق راکړي چي له هغوکاروځان وساتوچي دانسان دمنافقت سبب ګرځي

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

 عصمت الله عزام




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان:طالبانو يو اربكى قومندان له دوو ساتونکو سره تښتولى دى
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې دیرشمه ډالۍ
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د کو چني اختر په ویاړ
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : د دوو شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : په يوه چاودنه کي دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ورځپاڼو ته کتنه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار: کېبلي شبکو خپلي خپروني ځنډولي
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  اسلام دښمنه صلیبي پادریانو سره څه کول پکار دي!
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د جګـړې لـوخـړې
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ستره محکمه : سبا د روژې دېرشمه ورځ ده
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  پښتنو سره د کفر ټاپې په لاس کښي دي.
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  د (نن افغانستان) ۴مه ګڼه د چاپه راووته
 •  2010-09-08  |  ١٧ / ٦ / ١٣٨٩  چارواکي حق نلري د قمار بازانو تاوان له بيت الماله ورکړي!


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact