لټــــــــــون
ليکنه : محمد يوسف خدمتګار مزدورزوې
خپروونکی : د لراوبر اداره
نېټه : ١٨ / ١١ / ١٣٨٨ | 2010-02-07
larawbar.com
پسرلي ته پيغام
تا چې پسرليه له تيارو نه رڼا جوړه کړه چاته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه دلته نه توتيان او بلبلان ټول شړل شوي دي دلته نغمې نشته ټولې ژبې ګنډل شوې دي دلته تنکۍ څانګې د ګل ونې سيځل شوې دي دلته ساندې اوښکې دي تا څنګه خندا جوړه کړه چا ته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه دلته ژوند ارمان دی ټول رنګونه سوځيدلي دي دلته د خندا مينې نومونه سوځيدلي دي دلته مستي نشته اميدونه سوځيدلي دي تا زمونږ د ژوند پورې د مکر موسکا جوړه کړه چاته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه ستا نسيم هم سوی دی اسمان ته اشارې کوي الوځي توديږي او سوځيږي چې ښيرې کوي ستا د رنګ او حسن کيسه څه ته مسخرې کوي تا د چاله خوب نه د نازونو ليلا جوړه کړه چاته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه يو څل ورته وګوره چې کونډې يتيمان سوځي شاو خوا د حق او تنکۍ مينې شهيدان سوځي ښکلي شا زلمي مو د بل کار کې په ارمان سوځي ستا، سوو، غاټولو، ته کډوالو ژړا جوړه کړه چاته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه دلته که راځې نو پسرليه اتفاق راوړه مونږ ته د يووالي محبت ښکلي اخلاق راوړه واخله داوسلې له مونږ ژوند ته اشتياق راوړه دا زمونږ پيغام دی مونږ ته داسې رڼا جوړه ګړه چاته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه مونږ نه پردو لاسونه لنډ کړه زمونږ کور جوړ کړه زمونږ زړونه رڼا په علم فن کړه زمونږ کور جوړ کړه مونږ ته د پلرو غيرت څرګند کړه زمونږ کور جوړ کړه غواړي خدمتګار له تانه بيا اريانا جوړ کړه چاته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه
محمد يوسف خدمتګار مزدورزوې
چاپ
لــېږل
تبصرې
شاته
د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :
• 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ بغلان:طالبانو يو اربكى قومندان له دوو ساتونکو سره تښتولى دى • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ د روژې دیرشمه ډالۍ • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ د کو چني اختر په ویاړ • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ هلمند : د دوو شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ کندهار : په يوه چاودنه کي دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ ورځپاڼو ته کتنه • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ کندهار: کېبلي شبکو خپلي خپروني ځنډولي • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ اسلام دښمنه صلیبي پادریانو سره څه کول پکار دي! • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ د جګـړې لـوخـړې • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ ستره محکمه : سبا د روژې دېرشمه ورځ ده • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ پښتنو سره د کفر ټاپې په لاس کښي دي. • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده • 2010-09-08 | ١٧ / ٦ / ١٣٨٩ د (نن افغانستان) ۴مه ګڼه د چاپه راووته • 2010-09-08 | ١٧ / ٦ / ١٣٨٩ چارواکي حق نلري د قمار بازانو تاوان له بيت الماله ورکړي!
کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©
Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact