لټــــــــــون
ليکنه : لراوبرډاټ کام - هالنډ
خپروونکی : د لراوبر اداره
نېټه : ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ | 2010-02-09
larawbar.com
هالنډ د ارزګان څخه د وتلو د نېټې په اړه خبري کوي
د هالنډ حکومت په ارزګان کي د خپلو سرتېرو د پاته کېدو يا ايستلو په اړه د پرېکړي لپاره نن ددې هيواد په دولتي پلازمېنه هاګ کي د کابينې غونډه رابللې ده . دا غونډه چي شاوخوا نيم ساعت مخکي شروع سوې ده په افغانستان کي د خپلو سرتېرو د پاته کېدو يا د سږکال ۲۰۱۰ په اګست کي د پوځيانو د ايستلو پر سر خبري کوي . هالنډ په افغانستان کي د پوځيانو د پاته کېدو په برخه کي د کور دننه يو شمېر سياسي ستونزي جوړي سوي دي ، د هالنډيانو اکثريت د هغو لاريونونو په ترڅ کي چي په تېرو څو کلونو کي ترسره سوي دي دا څرګندوي چي نه غواړي زامن يې په افغانستان کي د يوې بې موخې جګړې په ترڅ کي ووژل سي . هالنډيان د خپلو پخوانيو چارواکو څخه پر عراق د بريد د اړتيا په اړه هم اسناد او شواهد غواړي . د دولت مخالف ګوندونه تور لګوي چي واکمن ګوندونه د امريکې د خوشالولو د پاره د خپل ولس بچي د جګړو اور ته ور ټېل وهي . هالنډ په افغانستان کي شاوخوا دوه زره سرتيري لري چي نژدې ۱۹۰۰ يې د روزګان په ترينکوټ کي مېشت دي . ظاهرآ تر اوسه په افغانستان کي نژدې ۲۵ سرتيري وژل سوي دي خو طالبان وايي دغومره څو ځله هالنډيان يې وژلي دي .
لراوبرډاټ کام - هالنډ
چاپ
لــېږل
تبصرې
شاته
د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :
• 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ بغلان:طالبانو يو اربكى قومندان له دوو ساتونکو سره تښتولى دى • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ د روژې دیرشمه ډالۍ • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ د کو چني اختر په ویاړ • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ هلمند : د دوو شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ کندهار : په يوه چاودنه کي دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ ورځپاڼو ته کتنه • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ کندهار: کېبلي شبکو خپلي خپروني ځنډولي • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ اسلام دښمنه صلیبي پادریانو سره څه کول پکار دي! • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ د جګـړې لـوخـړې • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ ستره محکمه : سبا د روژې دېرشمه ورځ ده • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ پښتنو سره د کفر ټاپې په لاس کښي دي. • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده • 2010-09-08 | ١٧ / ٦ / ١٣٨٩ د (نن افغانستان) ۴مه ګڼه د چاپه راووته • 2010-09-08 | ١٧ / ٦ / ١٣٨٩ چارواکي حق نلري د قمار بازانو تاوان له بيت الماله ورکړي!
کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©
Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact