لټــــــــــون
ليکنه : لراوبر ډاټ کام - هالنډ
خپروونکی : د لراوبر اداره
نېټه : ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ | 2010-02-09
larawbar.com
هالنډ : پټ سوي بم زرګونه مساپر ځنډولي دي
هالنډي پوليسو هغه کس نيولی دی چي نن سهار يې له روزندال څخه زووله ته په لاره کي مساپرو ته ويلي وه چي په اورګاډي کي يې بم ځای پر ځای کړی دی او دوی ټوله به داسي ووژل سي لکه د ۱۱ سپټمبر د پېښي . پوليسو د دنبوس مرکزي ستېشن له مساپرو خالي کړی دی ، له دنبوس څخه او دنبوس ته داورګاډو تګ راتګ په ټپه درېدلی او دمرکزي اورګاډځای شاوخوا کورونه او دفترونه ټوله خالي سوي دي . پوليس دڅرخکو او روزل سوو سپو په مرسته دچاوديدونکو توکو پلټنه کوي . له نيول سوي کس څخه پوښتني ګروېږني رواني دي . بله خوا د هالنډ د اورګاډي چارواکو رسنيو ته وويل چي چاوديدونکي توکي ددوی کارکوونکو په هغه چټکه اورګاډي کي وموندل چي د روزندال څخه ددنبوس له لاري زوولي ته تلله . پوليسو دا خبره رد کړې ده .
لراوبر ډاټ کام - هالنډ
چاپ
لــېږل
تبصرې
شاته
د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :
• 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ بغلان:طالبانو يو اربكى قومندان له دوو ساتونکو سره تښتولى دى • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ د روژې دیرشمه ډالۍ • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ د کو چني اختر په ویاړ • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ هلمند : د دوو شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ کندهار : په يوه چاودنه کي دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ ورځپاڼو ته کتنه • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ کندهار: کېبلي شبکو خپلي خپروني ځنډولي • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ اسلام دښمنه صلیبي پادریانو سره څه کول پکار دي! • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ د جګـړې لـوخـړې • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ ستره محکمه : سبا د روژې دېرشمه ورځ ده • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ پښتنو سره د کفر ټاپې په لاس کښي دي. • 2010-09-09 | ١٨ / ٦ / ١٣٨٩ که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده • 2010-09-08 | ١٧ / ٦ / ١٣٨٩ د (نن افغانستان) ۴مه ګڼه د چاپه راووته • 2010-09-08 | ١٧ / ٦ / ١٣٨٩ چارواکي حق نلري د قمار بازانو تاوان له بيت الماله ورکړي!
کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©
Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact