اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | <A href="http://larawbar.com/details.php?id=15605&date=2010-01-17&author=ژباړن">تکړه طبله وهونکی استاد ذاکر حسین <IMG border=0 hspace=0 alt=video src="http://larawbar.com/data/image/icons/video-1.gif" width=28 height=17> </A> - 2010-01-17 | ژباړن : مختار احمد احسان
     

ليکنه : ژباړن : مختار احمد احسان

خپروونکی : د لراوبر اداره

نېټه : ٢٧ / ١٠ / ١٣٨٨  |  2010-01-17


larawbar.com

 تکړه طبله وهونکی استاد ذاکر حسین video

 

ذاکر حسین د ۱۹۵۱ زېږدیز کال د مارچ دمیاشتي په ۹ نېټه چي د ۱۳۲۹ زېږدیز کال د حوت دمیاشتي د ۱۸ نېټې سره سمون خوري دهندوستان د ماهاراشترا ایالت په مرکز مومبۍ کښي وزېږېد.
د استاد الا راخا زوی ذاکر حسین د ماحیم په سیمه کښي په (St. Michael's High School)  ښوونځۍ کښي زده کړي کړي دي او په مومبۍ کښي د (St Xaviers) څخه فارغه سوئ دئ . نوموړی اوس د موسیقی پروډیوسر، فلمي لوبغاړی، دفلمي موسیقی آهنګ جوړونکی او تکړه طبله وهونکئ دئ .

حسین چي په کم عمر کښي ډېر چالاک،هوښیار او د وخت په ارزښت پوه وو د ۱۲ کلنی په عمر یې نورو هیوادونو ته د خپلي وظيفې د پرمختګ لپاره سفرونه کول . د ۱۹۶۳ زېږدیز کال کښي يې دهندوستان د پتنا په ښار کښي مسلکي کنسرټ ورکړ او د هغه وخت څخه بیا تر اوسه پوري په خپله وظیفه کښي د لاپرمختګ هلي ځلي کوي .
نوموړي په  ۱۹۷۰ زېږدیز کال کښی د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ او په دې وختونو کښي یې په کال کښي تقریبا ۱۶۰ کنسرټونه ورکول . نوموړي ډېر البمونه ثبت کړي دي .
همداشاني نوموړی د "بیل لاسویلس" نړیوال موزیک عالي ډلي "طبله بیټ ساینس" د بنسټ ايښودونکو څخه هم شمېرل کیږي .
په مومبۍ او سان فرانسیسکو کښي د طبلې ډیری تکړه او پرمختللي شاګردان  د طبلې د تکړه استادذاکر حسین په لاس روزل سوي  دي  . ذاکر حسین د "ګلوبل ډرم پروجیکټ" تر څنګ په ډیرو داسي نورو پروژو د نړیوالو هنرمندانو سره یو ځای  ونډه درلوده  .
حسین د کاتاک ډانسري"انټونیا مننېکول" سره واده کړئ دئ او استاده "انټونیا مننېکول" په عین حال کښي د ذاکر حسین د منېجري وظیفه هم اجرأ کوي .

فلمي نړۍ :

حسین په ۱۹۸۳ زېږدیز کال کښي د هیټ اینډ ډسټ (Heat and Dust) په فلم کښي درول لوبولو ترڅنګ دکمپوز بعضي چاري هم ترسره کړي دي . نوموړي د واناپراستهام (Vanaprastham) په فلم کښي د هندي موزیک د مشاور په حیث رول لوبولئ او ترڅنګ یې کمپوز هم ورکړئ دئ . دې فلم په ۲۰۰۰ زېږدیز کال په ترکیه کښي د استانبل نړیوال فلم فیستیوال جایزه، په ۲۰۰۰ ز کال کښي په هندوستان کښي د بومبۍ نړیوال فلم فیستیوال جایزه او په همدې کال کښي بیا هم په هندوستان کښي د نېشنل فلم جایزه ګټلې ده .
نوموړي په ډیرو فلمونو کښي کمپوز کړئ دئ او همداراز ډېر فلمونه د استاد دطبلې د ږغ له برکته د فلم کتونکو تر سترګو ښه ایسي .
ذاکر حسین په لاندينیو فلمونو کښي کار کړئ دئ :::
- په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کښي د (The Rhythm Devils Concert Experience) په نامه ډي وي ډي .
- په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کښي د (The Way of Beauty) په نامه ډي وي ډي .
- په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کښي (The Speaking Hand: Zakir Hussain and the Art of the Indian Drum) .
- په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کښي (Zakir and His Friends) .
- په ۱۹۸۳ زېږدیز کال کښي (Heat and Dust) .

ترلاسه سوي جایزې :

- په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کښي د هندوستان د حکومت لخوا د پېډما شري جایزه
- په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کښي د هندوستان د حکومت لخوا د پېډما بوشان جایزه
- په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کښي د اینډو-امېریکن په نامه جایزه
- په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کښي د هندوستان دولسمشر لخوا د سنګیټ ناتاک اکېډمي جایزه
- د ۲۰۰۹ زېږدیز کال دفبروري دمیاشتي په اتمه نېټه یې د ميکي هارټ، سیکیرو اډېپوجو او جیوانني هیډالجو سره یو ځای د ګرېممي ۵۱مه جایزه ترلاسه کړه .
ددې جایزو سره ترڅنګ یې د ګوتو په شمار نوري جایزې هم ګټلي دي .
د طبلې استاد ذاکر حسین اوس د نړۍ په کچه ډیر  مینه وال لري .

البمونه :

د البم نوم  او کارکوونکي يې

کال (زېږدیز)

Global Drum Project – Mickey Hart, Zakir Hussain,
Sikiru Adepoju, Giovanni Hidalgo - Shout Factory
.


2007

Soukha - V. Selvaganesh (with John McLaughlin,
Zakir Hussain, Vikku, Shrinivas) - Naive
.


-

Sangam - Jazz collaboration with bandleader Charles Lloyd.

2006

Maestro's Choice Series One - Alla Rakha & Zakir Hussain

2005

Punjabi Dhamar

2004

Raag Chandrakauns

2004

Live at 38th Montreux Jazz Festival - Remember Shakti

18-Jul-04

Live at Miles Davis Hall - Remember Shakti

8-Jul-04

The Best of Mickey Hart: Over the Edge and Back – Mickey Hart

2002

Selects

2002

Saturday Night in Bombay - Remember Shakti (Universal Records)

2001

Tala Matrix – Tabla Beat Science

2000

Spirit into Sound – Mickey Hart

2000

The Believer - Remember Shakti

2000

Remember Shakti - Remember Shakti

1999

And the Rhythm Experience

1998

Supralingua – Mickey Hart

1998

Essence of Rhythm

1998

Magical Moments of Rhythm

1997

Kirwani

1997

Mickey Hart's Mystery Box – Mickey Hart

1996

Raga Aberi - Shankar

1995

Jog And Rageshri

1994

Music of the Deserts

1993

Flights of Improvisation

1992

The One and Only

1992

Planet Drum – Mickey Hart

1991

At the Edge – Mickey Hart

1990

Tabla Duet

1988

Making Music

1987

The Apocalypse Now Sessions - Rhythm Devils Rykodisc

1979

Natural Elements - Shakti with John McLaughlin

1977

A Handful of Beauty - Shakti with John McLaughlin

1976

Diga – Diga Rhythm Band

1976

Shakti - Shakti with John McLaughlin

1975

Rolling Thunder – Mickey Hart

1972

Shanti

1971

Evening Ragas" Vasant Rai

1970

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کښي استاد حسین په یوه کنسرټ کښي د طبلې وهلو پر مهال

د ژباړلو نېټه : 2009-12-29 چهارشنبه

 ژباړن : مختار احمد احسان




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  عمران خان دې د پاکستان د کرکيټ غم وخوري: کپيل ديو
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  هندى ستورى اجي ديوګن سل روپۍ جريمه سو
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  کندز:دعامه نظم ديوقومندان په ګډون درې نورساتونکې ووژل شول.
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  د ټوني بلېر نوى کتاب ډېر زيات خرڅيږي
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  درې امریکایی پوځیان ووژل سول
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  څراغ د هلمند له ګرشک څخه په خپرونو پيل وکړ
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  د پښتوسیاسي ـ صحافي نثر په وده کي د طلوع افغان رول
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  ۳۲ تنه جنايي تورن زندانيان ازاد سول
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  كندهاريان دنوماندوكانديدانوڅخه كومې هيلي لري؟
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  یو امریکایی عسکر په هلمند کی ووژل سو
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  د ناټو بم وریو شپږ انتخاباتی کارمندان ووژل
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : امنيتي غونډه جوړه سوه
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : د وسلو يوه زېرمه کشف سوه
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : د طالبانو د يوه قوماندان د نيولو خبرورکړل سو
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  امريکا د قبايلي طالبانو ډله په تروريستي ليست کي شامله کړه


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact