په ډېري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتنو اوپښتو ژبي نومیالی او مخکښه لیکوال اجمل خټک دخپل ویاړلي قوم څخه د تل لپاره خدای په امانی وکړ.
ښاغلي اجمل خان خټک دافغانانو ستر لیکوال چي خپل ټول شیرین عمر ئې دپښتنو دیووالي او دلوی افغانستان دجوړېدو لپاره وقف کړ، تېره ورځ (یکشنبې) د ۸۵ کلنو په عمر ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړې .
انالله وانا اليه راجعون
هرات کي دسپيني ادې مېشته کلتوري ټولنه داجمل خان خټک مرګ دلراو بر افغانستان لپاره یوه ستره ضایع بولي .
دنوموړي روح دي ښاد او جنتونه دي ورپه برخه وي .
ګراني کورنۍ ته ئې دزړه صبر غواړو او ځانونه ورسره په دې غمیزه کي ګډ ګڼو .
دسپيني ادې ادبي او کلتوري ټولنه – هرات
بېرته
شاته
