له لراوبر نه یوه ګیله

January 7, 2010 – 11:32 am

محمد سلیم ګیلانوال- د غزني د ځوانانو ټولنه د غزني د ځوانانو ټولنه چې د غزني د خلکو په غوښتنه جوړه شوې ده، تر ډېره حده هڅه کوي چې ددغه ولایت د خلکو ستونزې تر چارواکو پوري ورسوي، دا چې د غزني ولایت ډېری پښتانه اوسېدونکي په لیري پرتو ولسوالیو کې پراته دي نو د غزني د ځوانانو له ټولنې سره خپلې ستونزې شریکوي او ټولنه یې بیا د رسنیو له لاري او یا هم مخامخ تر اړونده چارواکو پوري رسوي. په تېرو ورځو کې د غزني ځوانانود غزني د خلکو د غوښتنې او ځینو ستونزو په اساس چې د غزني د والي محمدعثمان عثماني له لوري جوړي شوي وې وپتېېله چې د رسنیو له لاري د غزني د خلکو غږ تر ولسمشر او نورو چارواکو پوري ورسوي، دوه یا دری لیکنې ولیکل شوې، او د ځینو ویبپاڼو ادارو ته د خپرولو لپاره ولېږل شوې، البته د زموږ د یوه ملګري په لاس چې د نامه اخیستل یې مناسب نه بولم دغو ویبپاڼو ته ولېږل شوې، د نورو ټولو یې کور ودان خپرې کړې یې وې، خو هغه زموږ ملګري بیا پرون راته وویل چې د لراوبر له لوري ورته په زړه پوری ځواب راغی او پکې ویل شوي وو چې که چېري د والي په خلاف کوم ثبوت لرﺉ نو وړاندي یې کړﺉ کنه نو لراوبر مو لیکنې نشی خپرولای. ددې خبرې د ځواب لپاره خو داسي ویلای شم چې کومي ادعاوي چې په هغو لیکنو کې شوې وې، په هغو د غزني ټول خلک خبر دي، او بل داچې که موږ په لاس کې داسي ښکاره ثبوت درلودای نو بیا مو لراوبر څه کاوه خو همداسي به څارنوالي ته تللي وای، هغه کومې ادعاوي چې موږ کړي دي د غزني ټول قومي مشران یې شاهد دي او شاهدي ته هم تیار دي او له ټولو امضاګانې لرو. بل باید ووایم کله چې لراوبر د کندهار په پخواني والي او اوسني د قومونو او سرحداتو چارو وزیرښاغلي الحاج اسدالله خالد پسې لیکنې کولې او هر چا چې به د هغه په اړه هرڅه ورته راولېږل هغه به یې خپرول زه خو وایم کاشکې لراوبر په هغه وخت کې هم له چاڅخه ثبوت غوښتی وای چې دا لیکنه چې د اسدالله خالد په اړه شوې په اړه یې ثبوت لرﺉ؟ خو لراوبر داسي ونه کړل ځکه چې ښاغلی خالد د غزني وو، او د غزني والي ډاکتر عثمان د کندهار دی، دا چې ډاکتر عثمان د لراوبر والو د سیمې سړی دی او هغه د دوی په اصطلاح عزیز یې دی، نو دوی ددې پرځای چې د غزني د خلکو ستونزو ته په کتو د هغه په وړاندي څه ووایي نور هم ورته کمپاین کوي چې ښې د غزني د خلکو ویني ورباندي وڅښي.

Post a Comment