د شلګر مشران: له ولسمشر څخه دښه خدمتګار او سیمه ایز والي غوښتنه کوو
January 7, 2010 – 11:33 amنصیب افغان
د غزني د اندړو (شلګر) ولسوالي د بېلابېلو قومونولسګونو مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې غزني ته داسي څوک د والي په توګه وټاکي چې د سیمې د خلکو په رسم، رواج او قومي جوړښتونو بلد وي.
غونډه چې د شلګر د ولسوالي په مرکز کې جوړه شوې وه، د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، د غونډې پرانیستونکې وینا د شلګر یوه تن قومي مشر حاجی کمال الدین خان واوروله، هغه په خپلو خبرو کې وویل: دا اته کاله کېږي چې د غزني او په ځانګړي ډول د شلګر حالت ورځې تر بلې خرابېږي. هغه پر ولسمشر کرزي ملامتي واچوله چې د غزني د خلکو د غوښتنو سره سره غزني ته داسي واليان لېږي چې نه د سیمې په حالاتو او نه هم ددغو سیمو د خلکو له ژوندانه، رسم، رواج او دود دستور نه وي خبر او هر څه چې زړه یې غواړي کوي یې.
د غونډې بل ویناوال هم یو تن قومي مشر حاجي عبیدالله خان وو، هم په خپلو کې له ولسمشر کرزي څخه غوښتنه وکړه چې دا ځل غزني ته داسي والي ور ولېږي چې د همدغو خلکو له منځ او له همدغې (غزني) سیمې څخه وي، هغه زیاته کړه: پردي والیان زموږ څه په کیسه کې دي، تر هغو پوري والي وي چې تر څو یې جیبونه نه وي ډک کړي، هر وخت چې یې جیبونه ډک شول بیا نو ځي پر خپله مخه.
ښاغلي عبیدالله بیا د غزني پر اوسني والي ډاکتر عثماني سختې نیوکې وکړې. هغه وویل: ډاکتر عثمان په تېر یوه کال کې دا ثابته کړه چې دی هم د نورو مخکنیو والیانو په څېر یو ناکام والي دی، نه یې امنیت راته سم کړ، نه یې د بیارغونې کوم کارونه وکړل، او نه یې زموږ د بچیانو لپاره د ښوونې او روزنې زمینه مساعده کړه.
د غوڼدې یو بل تن ویناوال ښادي خان جلالزي بیا د غزني اوسنی والي ډاکتر عثماني د سپین ږیرو او مشرانو په توهین کولو تورن کړ، هغه وایی: کله چې زموږ مشران غزني د کومې ستونزي د هواري لپاره ځي د غزني د والي له لوري ورسره ډېر ناوړه سلوک کېږي، هغه وایي کومو سپین ږیرو چې له والي سره یو ځل لیدلي دوهم ځل زړه نه ښه کوي چې د هغه د ناوړه چال چلندله امله له هغه سره وګوري.
هغه هم غزني ته د یو سیمه ایز پوه او خدمتګار والي غوښتونکی شو او زیاته یې کړه چې غزني ډېر تکړه جهادي مشران، او پوه پوه شخصیتونه لري او له کرزي څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره غزني ته یو سیمه ایز پوه او خدمتګار والي ور ولېږي.
ورپسې په ترتیب سره حاجي غیاث، ملک سلام جان، حاجي عبدالوهاب، محمدسید خان او نورو مشرانو خبري وکړې او دوی هم د پورتنیو مشرانو د خبرو په تایید خبري وکړې او د غزني د اوسني والي د ژر تر ژره بدلون غوښتونکي شول.
پاتې دې نه وي چې مخکې هم دې ته ورته غونډې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې جوړې شوې وې، خو غزني والي ډاکتر عثمان بیا دا تورونه رد کړي وو.