د کندهار پایلوچ او د غزني نامیان
January 13, 2010 – 11:49 amلیکنه: وحید ګیلانوال
څه کم دوه کاله وړاندې چې کله د غزني اوسنی والي ډاکتر عثمان عثماني غزني ته د والي په توګه وټاکل شو، نو زه هغه مهال د ځینو شخصي کارونو لپاره کندهار ته تللی وم، هلته یوه مېلمستیا وه نو یو چا راته یو د پاخه عمر مشر سړی را وښود چې هغه ستاسي د غزني د نوي والي قبله ګاه صاحب دی، دا چې ډېر محترم او پښتون سړی وو نو ور ولاړ شوم روغبړ مې ورسره وکړ او داسي مې ورته وویل: حاجي کاکا وایی ډاکتر صاحب د غزني والي شوی دی، مبارک دي وي.
هغه مشر راته یوه ډېره پخه خبره وکړه، ویې ویل: مبارکي ماته مه راکوه که چېري ډاکتر عثمان د غزني خلکو ته خدمت وکړ بیا ورشه د غزني خلکو ته مبارکي ورکړه، په دې خبره دا دروند مشر نور هم را باندې ګران شو، خو نن چې د غزني د والي کړنې ګورو نو ډېر افسوس دی په داسي حال چې پلار پر یوه او زوی پر بله روان وي. خو چې اصله موضوع مې له فکره ونه وزي، د حاجي صاحب خبرې مجبوره کړم چې بیرته غزني لاړ شم اوړ هلته له جناب عالي ډاکتر عثماني سره وګورم، دا وخت نو د ده د ولایت ۲۰ یا ډېرې ورځې وتلې وې او د غزني پر لیري پرتو سیمو او بېګناه خلکو په غزني کې د مېشتو پولنډي ځواکونو له خوا په خرپ بمبارونه کېدل…
دخپل یوه ملګري په مرسته چې له عثماني سره یې له پخوا پېژندل ورغلم او له ښاغلي عثماني سره مو کتل هغه راته ډېرې پاټې وویشتې، او ویل یې چې د اداري فساد پر وړاندې به مبارزه پیل کړم، غله به ورک کړم، د غزني ولسوالیو او لیري پرتو سیمو ته به د زده کړې امکانات برابر کړم، امنیت به سم کړم، کله چې یې د امنیت خبره وکړه نو د غزني د درباري فرهنګیانو له جملې څخه یوه ناره کړه،(( امنیت خو د همی بیست روز ایتو خوب شده که ولاګه د واشنتن هم باشد))، په دې سره والي وخندل او ویې دا خو لا د فلم سر دی نور نور کارونه پاتې دي، په دې کې والي صاحب ته فکر کوم له کندهاره تلیفون راغی په تلیفون کې ورته وویل شو چې هغه ورځ چې نه پوهېږم کومې ولسوالۍ ته تللی وې درباندې برید وشو، لږ له ځان سره پام کوه او ډېر مه ګرځه،
نو عثماني صاحب په خورا مغروري ورته وویل: ولا چې راغلم ډېره ګډوډي وه، مستوفي صاحب کډه بار کړې وه کابل ته، د ولایتي شورا ريیس او غړو کډې کابل ته بار کړې وې، چې راغلم ځان مې ورته کندهاری پایلوچ کی اوس نو یو طالب ولاکه په دوربین کې ووینې، له پایلوچانو خو طالبان بېرېږي… هاهاها په کټ کټ یې وخندل.
نو په خدای چې په هغه ورځ راته ډېر سپک و اېسېده، ما ویل د غزني او د کندهار بیا څه فرق دی هغه د خوشال بابا خبره:
ټول پښتون له کندهاره تر اټکه سره یو د ننګ په کار پټ او آشکار
نو چې ورڅخه ولاړم بیا مې ونه لید کله چې د غزني مشران د عثماني په درغلیو خبر شول، او ویې لیدل چې عثماني د غزني د خلکو له غمه نه بلکه د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره والي دی، نو د غزني مشرانو یې ولسمشر ته شکایتونه پیل کړل، او اوس یې دې ته نژدې کړی چې نور نو خپله شړۍ له غزني څخه ټوله کړي. عثماني ته اوس د غزني د خلکو زور وس او حوصله ور مالومه شوې، اوس عثماني د ولایت له دروازې څخه نشي راوتلای، شپه او ورځ په ولایت کې که په میاشت کې کومه خبري ناسته وي ورته راووزي هغه هم د ولایت په داخل کز.
هغه ورځ د غزني د شلګر یوه تن مشر چې د نامه اخیستل یې مناسب نه ګڼم، ویل چې ولسمشر زه څو مشران نور او عثماني د غزني پر سر د ځینو خبرو لپاره ور غوښتي وو، نو ولسمشر د ټوکې په ډول عثماني ته وویل چې څنګه دي د غزني خلک؟ ساعت دې ورسره تېر دی؟
د هغه مشر په وینا چې عثماني د غزني د خلکو په ستاینه پیل وکړ: ريیس صاحب د غزني ډېر نامیان خلک دي، ډېر نارینه، ښه پښتانه….، هغه زموږ تر پایلوچانو لا نامیان سته پکې……)).
نو زما سترګو دستي هغه خبره ودرېدله چې والي ویل: ځان مې ورته پایلوچ کی او راڅخه بېرېږي، خو عثماني صاحب دا واوره د غزني خلک چې په یوه کال کې له بدو خلکو نامیان شول دا یې پښتني غیرت دی او ننګ دی چې داسي نامیان یې ساتلي دي، دا خو د وخت او تېرو بدمرغو جګړو ناوړه پایله ده، کنه نو ستاسي په څېر یوه سړي خو یو وخت د غزني خواته کتلای نشوای، ته خو لا ولایت کوې.
One Response to “د کندهار پایلوچ او د غزني نامیان”
سلامونه ګرانه كرزي صاحب ته سم ځوك نه ورپيداكيژي
ټول يي ريشوت خواره دره ولي دي كه واليان دي كه قومندانان
By رحمتي ګيلانوال on Jan 26, 2010