دتور لیست سپینېدل یو ښه زېری

January 27, 2010 – 3:50 pm

نن مې له ډېرې موده وروسته په رسنیو کې یو ښه زېری واورېدو، او هغه داچې د افغانستان د اسلامي امارت پنځه تنه پخواني لوړپوړي غړي چې نومونه یې د امریکا  او نړیوالو له خوا په جوړ شوي تور لیست کې شامل وو، د تېرې دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت  شورا د بندیزونو کمېټې له لوري یې نومونه له دغه لیست څخه وایستل شول.

دغه پنځه تنه د اسلامي امارت پخوانی د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل،  د هغه وخت د پلان مرستیال وزیر محمد موسی هوتک، د سوداګرۍ پخوانی مرستیال وزیر  فضل محمد فیضان، د سرحداتو پخوانی مرستیال وزیر عبدالحکیم منیب، او د اسلامي امارت پخوانی مطبوعاتي ريیس شمس الصفا امینزی دي، چې اوس پرې لګېدلي ټول بندیزونه لیري کړل شول.

د مرڅلې مجلې چلوونکې ډله او ټول کارکونکي دا په افغانستان کې د ملي پخلاینې د پروسې په لاره کې  یو ښه ګام بولي، او ددغو بندیزونو د لیري کولو له امله پورتنیو مشرانو او د افغانستان ټول مسلمان ولس ته مبارکي وایم. خدای دې وکړي چې د ملګزوملتونو له لوري د نورو هغو مشرانو نومونه چې د هېواد د آبادۍ فکر ورسره دی هم له نوموړي تور لیست څخه لیري شي، او افغانان هم د نړۍ د نورو قومونو  په شان د خوښیو، هوساییو او نېکمرغیو په غېږ کې ژوند وکړي.

د آزاد، خپلواک او آباد افغانستان په هیله.

 

 

په درنښت

اشرف غیرت

د مرڅلې مجلې مسوول چلوونکی

  1. One Response to “دتور لیست سپینېدل یو ښه زېری”

  2. خبل سلامونه تولو هيوادوالو ته وراندي كومه

    وروسته له سلامه له تور ليست خخه ايستل دبعضي طالبانو به خاصه توكه هغه نفر جه به دغه ليست كشي شامل شه خبره ده مكر دافغانستان به مشكلاتو به كوم مثبت تاثير ونه لري حكه دغه خلق اوس به جبه كشي وجود نلري. مكر زما به نظر دا يوه اميد بيداكيزي جه كه خدا(ج) كول افغانان به بخبلو كشي سره بخلا شي او مونزه هميشه دغه دعاوي كوو.
    به درناوي

    By عبد الرحيم خان بكتياوال on Jan 28, 2010

Post a Comment