والي صاحب ډک کړه جېبونه، همدا یې وخت دی

February 1, 2010 – 4:12 pm

وحیدګیلانوال
ډېر درنو لوستکونکو څه به مو سر خوږوم، زما له تېرو لیکنو څخه خوبه مو د غزني والي ډاکتر عثماني په هکله مالومات ترلاسه کړي وي، او د هغه شخصیت ایمان او بې ایماني به ښه درته مالومه شوز وي.
زه نه غواړم چې په تېرو تکراري خبرو وخت تېر کړم، او بل والي صاحب یو داسي سړی دی چې تکراري خبرو ته مو نه پرېږدي، هره ورځ یو نوې کارنامه کوي، اوس یې موږ ستړي کړي یو د یوې کارنامې په هکله مو څه لیکلي نه وي ده بیا بله توره کړي وي.
مخکې ورځو کې به مو اورېدلي وي چې غزني والي د غزني د سیند د غاړي سړک پرانیستلو او د خبرو په ترڅ کې یې وویل چې سړک چې یو نیم کیلومتر اوږدوالی لري، د یو خورا ښه ساختماني شرکت له خوا د پي آر ټي په مرسته د (485000) ډالرو په ارزښت جوړ شو چې یو خورا مهم سړک دی، دې خبرو ډېر متعجب کړم، دا چې په ساختماني چارو کې مې یوه اندازه کار کړی دی نو د یونیم کلیومتر سړک د پخېدو لپاره (485000) ډالر بيخي ډېره بودیجه ده، په سوچونو او فکرونو کې وم چې یو ملګری مې راغی هغه هم په غزني کې ساختماني شرکت لري هغه ته مې دا کیسه وکړه چې یاره (485000) ډالره د یونیم کیلومتر سړک د پخېدو لپآره ډېرې پیسې نه دي؟
هغه راته وویل چې ډېرې خو دي خو دغه شرکت چې دا پروژه یې تکمیل کړه هغه د والي صاحب وراره دی، نو والي صاحب ورته په لوړو نوخونو پروژې اخلي.
هغه ویل چې هره پروژه چې اخیستل کېږي لومړیتوب د والي د وراره د شرکت دی که هغه اجرا کوله خو په خپله یې اجرا کوي، او که یې نه اجرا کوله بیا یې چې هرڅوک اجرا کوي نو والي صاحب بیا له هغه شرکت څخه خپله ونډه غواړي، او یو تور بیزنیس یې جوړ کړی دی.
پرون راته چا وویل چې ستاسي د غزني والي بیګاه د اطلاتو او فرهنګ د وزیر مخدوم رهین په کور کې مېلمه وو، او نن مې په بېنوا کې ولوستل رهین او والي دواړه یو ځای هغې غونډې ته راغلل چې د غزني د بیارغونې لپاره په کابل کې جوړه شوې وه، نو رهین خو هسي هم د افغاني فرهنګ دښمن سړی دی نن یې نو یو بل بې فرهنګه والي هم ورسره ملګری کړ، ترڅو د پخواني آثار، تاریخي برم په یوه ځای لوټ او د څه امتیازاتو لپاره وپلوري.
نو والي صاحب!
د غزني خلک پرېږده چې د یخنۍ او لوږې له لاسه مړه شي، خو ته خپل جېبونه ډکوه چې ګوره دا ولایت بیا هر وخت نه وي.
بیا ارمان پسې کوې خو څه به لاس ته نه درځي. همدا یې شپې دي، ستا به په یاد وي خدای خبر کنه چې یوه ورځ چا درته په تلیفون کې ویل چې: (( که غزني کې پیسې نه وي نو ځمکې په یوه نامه او په بل نامه د ځان کړه، همدا یې وخت اوس دې لا جېبونه ډک کړه)).
او تا په ځواب کې ورته ویل چې بېغمه اوسه بېغمه اوسه.
هغه خو به اوس بېغمه وي، خو تا د غزني خلکو ته غمونه او بدبختۍ راوړلې.

خدای دې داسي وطن پلورونکي او بدبخته خلک نابود کړي.

  1. One Response to “والي صاحب ډک کړه جېبونه، همدا یې وخت دی”

  2. محتر م و حید جانه!

    د غز نی ولایت د الکوزو د قوم د مړو په مقابل کی عثمان لالا ته ور کړه سو.داده الله نظام دی چه څومره غیرت مندخلګ ده دی قوم ولاړل او کریډیت عثمان لالاواخیستی.که يی د هرات دروازی د کوچنیانوسنوتی په یادکی وی نولاتر دی بتر کارونه به وکړی.

    By ګل رحمان on Feb 8, 2010

Post a Comment