كرزى صاحب والي دې در ګرځوه

November 21, 2009 – 12:48 pm

ليكنه: د غزني د ټولو ځوانانو له خوا

د غزني ولايت چې د هيواد له خورا تاريخي او په نړۍ له پېژندل شويو ښارونو څخه يو دى، په تېرو اتو كلونو كې د افغان دولت د بې پروايي له امله د جنګ جنګړو په تاوده ډګر بدل شو، تاريخي آثار يې ددې ولايت د لوړپوړو دولتي چارواكو له خوا لوټ شول، د بيارغونې په نامه غزني ته را روانه بوديجه د وخت د واليانو له خوا په ترتيب سره يو په بل سوې د والي صاحبانو د خولې خوراك شوې، د غزني ځوانان له تعليم څخه ليري پاتې شول، ښوونځي يې ور وتړل شول، پر بېګناه او ملكي خلكو بمبارونو وشول او لسګونو نور د بهرنيانو لخوا ژوندي ونيول شول چې تراوسه يې نه د مرګ او نه هم د ژوند پته لګي او نه دا مالومه ده چې پر كوم لوري يې وړي دي؟ او په كومه ګناه.

ددې ټولو خبرو لامل ډېر ښكاره او څرګند دى، او هغه دا چې د كرزي صاحب د موقتې ادارې نه را پيل او بيا تراوسه پوري غزني ته داسي څوك نه دى راغلى چې هغه دي د غزني خلكو ته د يوې افغانۍ ګټه هم ور رسولې وي، كله چې شيرمحمد خوستى په غزني كې والي وو نو خلك يې له كړنو په تنګ شول او په ولسي جرګه او تېره ولايتي شورا كې د خپلو رښتينو استازو په مټ يې خپل غږ تر ولسمشر كرزي ورساوه. او كرزي صاحب د غزني د خلكو استازو خورا په مغروري ويلي وو چې دا ځل مې داسي والي درته ټاكلى دى چې له غزني څخه به دوبۍ درته جوړه كړي، او هغه د غزني اوسنى والي ډاكتر عثمان عثماني وو.

چې د كندهار په يوه شخصي كلينيك الهادي فرهاد كې يې د جراح په صفت دنده لرله او په لسګونو هيوادوال يې د خپلې جراحي په جريان كې معيوب او آن وژلي هم دي، دا چې څنګه والي شو لامل يې داوو چې ډاكتر عثمان د پخواني جهادي قومندان ملانقيب آخند له زوى حاجي كليم الله سره خورا ښې اړيكې درلودې او د هغه په واسطه يې ځان تر ولايت پوري ورساوه.

ډاكتر عثمان چې كله غزني ته راغى نو ددې پرځاى چې د غزني له مشرانو او مخورو خلكو سره وګوري سمدستي يې يو څو تنه غله لكه (مولانا عبدالرحمن، شاروال حكيم غزنيوال…) په ځان پسې كړل، البته دا هغه خلك دي چې كه د پښتنو وينه وركړې نو وبه يې څښي، والي صاحب به په هغه مجلس كې برخه نه اخيسته په كوم مجلس كې چې به ياد شوي خلك نه وو ناست، په څو ورځو كې يې په غزني كې له ميشتو پولنډي ځواكونو سره اړيكي ښې كړي، او ددوى په وينا چې امنيتي پلان يې جوړ كړ، او د پلان له جوړېدو سره سمدستي د بهرنيانو له خوا په اندړو، قره باغ، مقر، ګيرو او ګيلان كې بمباري پيل شوې، چې په لسګونو بېګناه خلك پكې په شهادت ورسېدل.

كله د غزني د پخوانۍ ولايتي شورا استازو ددې كار مخالفت وكړ، نو والي محمد عثمان سمدستي د خبريالانو په وړاندي د غزني د ولايتي شورا ټول استازي د پاكستان د آى ايس آى او د ايران د سپاه پاسداران د ډلو جاسوسان وبلل.

د وخت په تېرېدو يې څو تنو استازو ته ګواښونه وكړل چې كه بيا په غزني كې وليدل شوئ نو د ژوند څكه به هم ونكړئ، هغه وو چې د ولايتي شورا ډېرى استازي له خپلو كورنيو سره كابل ته ولاړل، او د والي عثماني د ګواښونو له كبله يې په ټاكنو كې هم برخه وانخيسته، او عثماني د خپلې خوښې نالوستي څلك راوستل او په زور يې رايې ورته واخيستې او وكيلان يې كړل.

بله يې لا داچې يوه ورځ يې په يوه رسمي مجلس كې دا هم ويلي وو چې ترهغو له غزني څخه ولاكه ولاړ سم ترڅو چې مې د اسدالله خالد څخه غچ نه وي اخيستى، هغه ويلي وو كوم ظلمونه چې اسدالله خالد په كندهار كې كړي دي د هغو غچ به زه د غزني له خلكو څخه اخلم.

تر ټاكنو څو ورځې وروسته چې د غزني قومي مشرانو له ولسمشر كرزي سره وليدل او د غزني د والي په اړه يې هرڅه ورته ويلي وو، نو ددوى په وينا چې ولسمشر كرزي ژمنه ورسره كړې وه، چې د لوړې تر مراسمو وروسته چې كله بدلونونه پيل كړي لومړى كار به يې د غزني د والي له دندې ګوښه كېدل وي، خو د لوړې مراسم تېر شول او د غزني والي په غزني كې له بهرنيانو سره د غزني د خلكو پر سر معاملې كوي، زموږ د افغانستان له ولسمشر حامد كرزي څخه دا هيله ده چې كه دې په هغه كتاب ايمان وي پر كوم چې دي لوړه وكړه نو داسي كرغېړنې څېرې نوري غزنې ته نه بلكې د هيواد يوې سيمې ته هم مه لېږه همداسي واليان وو چې له غزني نن د اور په لمبو كې سوځي.

په درنښت

د غزني د ټولوځوانانو له خوا

  1. 2 Responses to “كرزى صاحب والي دې در ګرځوه”

  2. یاره غیرت صاحب په رښتیا چې په زړه پوري لیکنه مو په خپه پاڼه کې خپره کړې ده د غزني والي په رښتیا سره ډېز بې کفایته والي دی او زه خو دا کرزي ته حیران یم چې ولي یې په وړاندي کوم اقدام نه کوي.

    By اکرام الله on Dec 20, 2009

  3. د غزنی پتمنو پشتنو!
    کرزی صیب خو یو مداری دی هر څوک چی ورته د والیانو شکایت وکری نو همدا خبری ورته کوی. موژ د هلمند کړیدلی اولس هم د کلاب منکل نه په نارو سورو یو، او کله چی د هلمند قومی مشران د کرزی مبارکی ته ورغله او د هملمند د والی شکایت یی ورته وکر نو هغه ورته وویل چی زه هلمند ته در روان یم او هلته به سره کورو او دا موضوعات به په هلمند کی سره څیرو.
    ښاغلی هلمند ته را خو غی خو خاین والی ټول هغه خلګ خبر کړل چی دده چاپلوسان ول. او کرزی صیب هم همدا غوشتل چی څوک ورته د والی شکایت ونه کری نو ده هم دا پوشتنه ونه کره چی دا نور قومی مشران چیری دی؟ په اصل کی کرزی هیچ صلاحیت نلری او ایله خلک خطا باسی. نن ورخ په دی تس په نامه دیموکراسی کی ولس فقط د پیسو د کتلو د یوی وسیلی په توکه استغمالیژی.

    خدای مو دی ناره واوری

    دا چی په پشتو کی می غلطیانی شته ستاسو نه بخشنه غوارم خکه چی فکر کوم دا ستاسی د پیغام خای د پشتو څینی توری نشی منلای.

    په درنښت
    هلمندوال

    By هلمندوال on Jan 7, 2010

Post a Comment