افغانستان د اسیا د دولسو هیوادونو د سیالیو اتل شو
December 1, 2009 – 12:10 pmد افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن په متحده عربي اماراتو کې د متحدو عربي اماراتو کې له ملي لوبډلې سره په پایلوبه کې مخامخ شو او دا لوبه یې وګټله .
په دې ترتیب افغانستان د اسیا د دولسو هیوادونو د تورنمنټ اتل شو.
افغانستان په دې تورنمنټ کې ټولې لوبې وګټلې .
نن لوبه افغانستان پیل کړه او د متحده عربي اماراتو ټیم ته یې ۱۹۷ منډې هدف وټاکه خو اماراتو په دا هدف پوره نه کړای شواو ټولټال ۱۱۲ منډې یې جوړې کړې وې چې درست لوبغاړي یې وسوځېدل.
د افغانستان له لوري شاهپورځدراڼ درې لوبغاړي وسوځول، محمنبي په دوو اورونو کې ۲ او نوروز منګل هم دوه اماراتي لوبغاړي وسوځول .
افغانستان تردې وړاندې متحده عربي اماراتو ته پو لږ تفاوت په نیمه پایلوبه کې ماته ورکړې وه .
افغان لوبغاړو سینګاپور، چین،هانګ کانګ او سعودي عربستان ته هم ماته ورکړې ده .
په دغو لوبو کې د افغانستان بری ، دې ټیم ته لاره پرانستې چې د پاکستان، سریلانکا او هند په څېر د نړۍ له لومړی درجه ټیمونو سره هم مسابقې وکړي .