د غزني ۲۸ ښوونځی بیارغول کېږي

December 2, 2009 – 4:09 pm

د غزني د پوهنې د رياست چارواكي وايي چې د دغه ولايت پي ار ټي يا د ولايتي بيارغونې ډلې ورسره ژمنه كړې چې د دغه ولايت د ۲۸ ښوونځيو د انګړ دېوالونه به ورته جوړ كړي .

 د غزني د پوهنې رييس ښاغلي حسن مبارك عزيزي نن وويل چې د هر يوه ښوونځي په احاطې باندې به تقريبا ۹۰۰۰۰ ډالره ولګول شي .

 نوموړي زياته كړه چې همدا اوس یې د پنځو ښوونځيو په چارچاپېره دېوالونو باندي كار پيل كړی  او ډير ژر به په پاتې نورو  باندې هم كار پيل شي، غزني چې د هیواد له خورا نا امنو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، اوسېدونکي یې ددغه ولایت چارواکي په بې کفایتۍ تورنوي.

 نوراحمد زړه سواند د غزني د شلګر د سیمې اوسېدونکی وایي چې د غزني د ولایتي چارواکو به ځانګړي ډول د والي ډاکتر عثمان عثماني د بې کفایتۍ او بې پروایي له امله په غزني کې د ښوونیز بهیر ډېر پڅ روان دی، او د بیارغونې کارونه هم په ټپه ولاړ دي.

 

  1. 2 Responses to “د غزني ۲۸ ښوونځی بیارغول کېږي”

  2. سلامونه

    By اسد on Dec 3, 2009

  3. الله پاک دې زموږ هېواد ودان او خپلواک کړي.
    په همدې هیله.

    By حمید هڅاند on Dec 3, 2009

Post a Comment