د غزني د پوهنې رياست او دوو ښوونځيو ودانۍ ورغول شوې

December 20, 2009 – 12:37 pm

له پژواک نه په مننې

 د غزني دپوهنې رياست  او ښار د دوو لېسو ودانۍ د پراختيايي بوديجې د درې ميليونه افغانيو په لګښت ورغول شوې .

ددې ولايت د پوهنې رييس حسني مبارک عزيزي وايي، چې د پوهنې رياست او د ښار د دوو لېسو شمس العارفين او سنايي ودانۍ، له تېرو ١٥ کلونو نه وې رغول شوې .

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل  چې په دې رغونه کې يې د ودانيو اوسپنيز پوښ، ورونه او ورسيو د رغونې ترڅنګ، څو د اړتيا وړ خونې هم جوړې کړې دي .

د سنايي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکى کامران وايي، چې د لېسې ودانۍ بېړنۍ رغونه غوښته.

هغه زياتوي، چې د ټولګيو ډېرى ورسيو شيشې نه لرلې او د دېوالونو رنګونه يې تللي وو.

نوموړى وايي، چې د ښوونځيو ودانۍ د زده کوونکيو د نه پاملرنې له امله، په هرو پنځو کلونو کې يو ځل رغونې ته اړتيا لري، خو د سنايي لېسه له ډېرې اوږدې مودې نه وه رغول شوې.

دغه راز د شمس العارفين د لېسې ودانۍ هم، له ډېرو کلونو را پدېخوا له رغونې پاتې وه، چې اوسپنيز پوښ يې نوى او ودانۍ يې له سره ورغول شوه.

ددې لېسې د لسم ټولګي زده کوونکى عبدالرشيد وايي، چې د ودانۍ ټولې شيشې او د ځينو ټولګيو ورونه هم مات وو .

 دى وايي، چې له رغونې وروسته د دوى د لېسې ودانۍ له سره نوې شوه او ټول زده کوونکي داسې فکر کوي، چې اوس په يوه نوي ښوونځي کې زده کړه کوي.

د غزني د پوهنې رياست د هغو ٢٨ ښوونځيو لپاره د احاطې د دېوال د جوړېدو تړون هم، د ولايتي بيارغونې له پولنډۍ ډلې سره لاسليک کړى، چې په تېرو دوو مياشتو کې د اتو ښوونځيو دېوالونه يې بشپړ شوي او د نورو کار روان دى .

Post a Comment