په غزني کې لرغونې سيمې زورواکو لاندې کړې دي
December 20, 2009 – 12:40 pmله پژواک نه په مننې
د غزني د اطلاعاتو او کولتور رياست چارواکي او لرغونپوهان وايي، چې د ښار اړوند ډېرى لرغونې سيمې زورواکيو نيولي او په ځينو سيمو کې يې خپلسرې ودانۍ جوړې کړې دي.
دغه سيمې، چې د ښار ختيځ لور ته دکابل- کندهار د سړک دواړه غاړې يې نيولي، شمال لور ته يې د اسلامي دورې او سوېل لور ته د بودايي دورې لرغوني اثار پټ دي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست راز محمد تلاش دا مني، چې دلته پراخې تاريخي سيمې د يو شمېر زورواکيو لخوا په لاندې کېدو دي .
هغه د ليندۍ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې زورواکيو يواځې د روضې کلي لسګونه جريبه لرغونې سيمه لاندې کړې ده او په دې سيمه کې کورونه او مارکېټونه ودان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د روضې کلي بې پروايي د لرغونې سيمې پر لور په پراخېدو ده، د نوموړي په خبره، په تېرو وختونو کې له دې سيمې څخه د تاريخي اثارو قاچاق وړونکي هم نيول شوي دي.
دى وايي، چې په دې سيمه کې په پټه د شپې لخوا کورونه ودانېږي، تېر کال يې عيدګاه هم جوړه کړه، چې بيا ونړول شوه، خو اوس يې دا عيدګاه بېرته له سره ودانه کړې ده.
د تلاش په وينا، سوېل لور ته هم په ورته توګه ښځينه بڼ په يوې داسې سيمې کې ودان شوى، چې تاريخي سيمه ده او هم يې د تاريخي شخصيت وزير فتخ خان او مشهور ملنګ علي لا لا د زيارتونو لاره هم بنده کړې ده.
دى وايي، چې په دې اړه يې لوړ پوړي چارواکي خبر کړي دي، خو تردې مهاله يې د ستونزې د هواري په موخه ګام نه دى اخيستى.
دغه راز لرغونپوهان هم نيوکه کوي، چې د سيمي تاريخي ارزښت او هويت له پامه لوېدلى او چارواکي هم، په دې اړه له زړه کار نه کوي.
اغا محمد خوشه زاده، چې د دې تاريخي سيمو او لرغونځايونو په اړه يې څېړنې کړې، وايي چې په ١٩٥٩زېږديز کال د اسلامي هنر په اړه په دې سيمه کې بشپړې څېړنې شوې دي.
هغه زياتوي، چې د کابل – کندهار د لويې لارې دواړو غاړو ته تر ځمکې لاندې د زرګونو کلونو پخواني اثار خوندي دي.
خوشه زاده وايي، چې له دې سيمو سره په پوره بې پروايۍ چلند کېږي، تاريخي ارزښت يې له پامه لوېدلى، خپلسري کېندنې کېږي او ودانۍ په کې جوړېږي.
دغه راز خبريال اسدالله جلالزى، چې د دې سيمو په اړه پوره معلومات لري، وايي چې په تېر وخت کې ددې تاريخي او لرغونو سيمو کلکه څارنه کېده، خو اوس چارواکي هم ورته پاملرنه نه کوي.
دى وايي، که له خپل تاريخ سره همداسې په بې پروايۍ چلند روان وي، نو په ډېره لنډه موده کې به ددې سيمې تاريخي ارزښت له منځه ولاړ شي او تر ځمکې لاندې تاريخي اثار به لوټ شي.
خو د روضې د کلي او سېدونکي بيا وايي، چې دوى خپل تاريخ ته په درنه سترګه ګوري، ارزښت ورکوي او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې تاريخي اثار لوټ کړي.
د روضې د کلي يو قومي مشر حاجي حمزه وايي، چې په دې سيمه کې دوى پراخې شخصي ځمکې لري او تراوسه، چې يې کومې ودانۍ جوړې کړې دي، د هغو ځمکو اسناد لري.
نوموړى دا مني، چې په دې سيمه کې څو ځلې په خپل سر کېدنې شوې دي، خو دى وايي، چې هغه داسې کسان کوي، چې زور او زر لري، خو دولت هغه کسان د قاچاق په تور ونيسي، چې د اصلي قاچاق وړونکيو لپاره د څو پيسو په بدل کې مزدوري کوي.
حاجي حمزه وايي، چې دوى ته تاريخي او لرغونې سيمي معلومې دي او ساتنه به يې کوي.
نږدې لس ورځې مخکي د پوليسو له لوري د روضې په کلي کې يو تن، له تاريخي اثارو سره يو ځاى بهر ته د لېږد په تور ونيول شو.
په غزني کې د تاريخي سيمو د غصبولو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې ٢٠١٣ زېږديز کال غزني د اسلامي نړۍ پلازمېنه ټاکل شوې ده .