په غزني کې د پولنډي ځواکونو ظلمونه او زموږ چوپه خوله چارواکي

December 21, 2009 – 3:33 pm

لیکنه : (حبیب )

دکابل کندهارپه لویه لاره دقره باغ ولسوالۍ دغزني ولایت یوه مهمه اوګڼ میشته سیمه بلل کیږي دسیمې زیاتره خلک بزګراوباغداران دي چې تل یې دحاصلخیزې سیمې اوښایسته وطن په درلودلو له خوښیو اوهیلو ډک ژونددرلود مګرله څوکلونوراپدیخواچې په دې ولسوالۍ کې دخارجي پولینډي عسکرو سپیرې قرارګاوې جوړې شوې بیادسیمې خلکوهم دخوښۍ مخ نه دی لیدلی .
ددې ولسوالۍ خلک وايي چې پولینډي عسکردنوروټولو خارجي یرغلګروپه نسبت ډیرظالمان اوبې رحمه دي اوله تیرې څه مودې راپدیخوایې ددوی قرارګاووته دورڅیرمه کلیوپه خلکودژوندکړۍ خوراتنګه کړې دمتاثره خلکوپه وینا پولینډیان عیني دشورویانوغوندي وحشي دي اوپه بې وسه کلیوالو دچپاووروړلوپه وخت له ډیرې رحمۍ څخه کاراخلي دوی په نیموشپودخلکوکوروته ورځي دروازې په توغندیوولي اودکورونو کړکۍ اوهندارې په ماشینګڼو ضربه کوي دغه رازدښځواو بې ګناه وګړو په ویشتلو هم صرفه نه کوي له همدې امله اوس کورونوته ددوی له ورتګ سره هم مهال دکورونوخلک هڅه کوي چې ځان یې له اولنۍ ضربې پناه کړي .
په دې سربیره پولینډیان دشورویان غوندي لوټماران هم دي دسیمې دخلکوپه وینا دوی چې هرکورتلاشي کوي نوډیرتلاش یې په نغدو پیسو او زرو پسې وي دغه راز ګرځنده مبایلونه اونورمنقول قیمتي توکي هم په بوی نه پریږدي .
دقره باغ داوسیدونکوپه وینا خارجي پولینډي عسکروبه پخواپه بې دفاع کلیوالو دغه ډول وحشیانه چپاوونه کله ناکله راوړل خوله څه مودې راپدیخوايي بیخي ظلم ته مخه کړې اوپه قره باغ کې داسې شپې کمې سباکیږي چې په یوه کوریاکلي دې یرغلګرنه وي ختلي .
دا ختردمیاشتې له پیل راپدیخوا دقره باغ په سطحه ترلسوډیرځله دبې وسه خلکو کورونوته په نیمو شپو یرغلګرورواوښتې دځینو کورونو غړي یې په شهادت رسولي څوک یې بیولي اوپه ځینوکې یې کوچنیان اوښځې په سپیانو داړلي اوویرولي دغه رنګه دټولو تلاشي شویو کورونوڅخه پیسې او دزنانه و قیمتي ګېڼې هم وړل شویدي .
دپولینډیانو دجنایاتو ددې لړۍ دپیلیدو له وجې که له یوې خوادقره باغ مظلوم عوام داخترپه خوښیو نه دي پوه شوي له بلې خوااوس زیاتره عوام نارینه په تیره هغه چې کورونه یې خارجې اډوته ورڅيرمه دي په خپلو کورونو کې شپې نه شې تیرولای
قره باغ ته ورڅیرمه دآب بند ولسوالۍ دغونډۍ دکلي یوه اوسیدونکي راته وویل چې له قره باغ داخترپه بهانه راغلي خلک چې دلته ددوستانوکره په شپو شپو دیره وه دیرغلګرو دچاپوله ویرې بیرته په قره باغ کې یې دخپلو کورونوپه خوادتګ زړه نه شوای کولای او خوراحیران وه چې څه وکړي .
دسیمې په خلګو دانه توجیه کیدونکي ناورین په داسې حال کې راغلی چې په سیمه کې دژمي په راتګ سره دپخواپه شان په خارجیانوبریدونه هم ډیرنه کیږي ترڅویې دوی دخپل جنایت اوبې رحمۍ لپاره بهانه وبولي په لاندینیوکرښوکې دروانې میاشتې دګڼو پیښوڅخه یوازې څوپیښوته اشاره کوو چې دقره باغ په بیلابیلو کلیوکې پیښې شوي او عام خلک په کې متضررشوي دي .
۱ .له اختره څوورځې مخکې یې نیمه شپه دقره باغ داخترخیلو په کلي کې دحاجي ابراهیم په کورچاپه واچوله دنوموړي دری ځوان زامن یې لاستړلي یووړل دکور ښځې اوماشومان یې دتلاشي په مهال په سپیانو وویرول او اویازره نغدې کلدارې یې هم له ځانه سره یووړې .
۲ . تردې یوه شپه وروسته یې دعسکرکوټ PRT ته نژدې دبوګي خیلوپه کلي کې دحاجي حمید په کوریرغل وروړدده کورته یرغلګرپياده ورغلي وه دکوټودروازې او هندارې یې ټولې ماتې کړې وې مبایل ټیلیفونونه دښځوګېڼې او نغدې پیسې یې له ځان سره وړي وې خودکورنې غړې یې نه وه بیولی .
۳ .له اخترڅوورځې وړاندې یې دقره باغ مربوط دګیرو ولسوالې ته څیرمه داحمداګا په کلي کې دګلزار اکاپه کورچاپه واچوله ۸۵ کلن ګلزار اکایې په شهادت ورساوه ځوان زوی عبدالرحمان یې له ځانه سره یووړ او ۳۰ زره نغدې پیسې یې ولجه کړې .
۴ .همدې کلي ته نژدې یې دټولا په کلي هم په همدې شپو کې چاپه واچوله دټولا دکلي اوسیدونکی ۶۵ کلن رشید یې شهیدکړدکورنې یوتن یې له ځانه سره بوت اودده دکورپه شمول یې دنوموړي ددوو وروڼودکورنو ځینې کوټې هم په بمونو ړنګې کړې .
۵ .دلویي اخترپه شپه یې دقره باغ دموشکي سیمه کې دفاروق په کورورواوښتل فاروق نامی ځوان یې شهیدکړاو بیایې مړۍ هم له ځانه سره قرارګاه ته یووړ.
۶داخترپه دریمه یې دقره باغ دولسوالۍ مرکزته نژدې دکنډلغوپه سیمه کې په یوه کورچپاو وروړ کیسه داسې وه چې دقره باغ دخالو خیلو دکلي اوسیدونکې ډاکټرنوروزدې کلي ته دخپل خسر کره داخترپه مناسبت راغلی وه چې خارجیان یې په کورورغلل کوریې لوټ کړاو ډاکټرنوروزیې له سپین ږیري خسر او دریو اوښیانوسره یوځای یووړ.
۷ .داخترپه همدې دریمه شپه دبادورګي په سیمه کې دحاجي سیف الدین کورته هم ورغلي وه کوریې تلاشي کړی وه اوهندارې یې هم ورماتې کړي وې څنګه چې دی کورنه وه ځکه یې دده یو ګاونډی علاوالدین چې موټرچلونکې دی له ځانه سر وړی وه .
۸ .وروستۍ چاپه چې دتیرې سې شنبې په شپه یې اچولي دقره باغ دایسو خیلو په کلي وه دلته دکلي ددریوتنو اوسیدونکوچې دکلي له ملاامام نه علاوه دابراهیم او حاجي حیات خان په نامه کلیوال دي ددوی کورونه هم لوټ شوي او دروازې یې په راکټ ویشتل شوي اوله منځه وړل شوي دغه رازیې دوه تنه بیګناه کلیوال هم وړي دي .

  1. 2 Responses to “په غزني کې د پولنډي ځواکونو ظلمونه او زموږ چوپه خوله چارواکي”

  2. دا هرڅه بدبختۍ چې نن په غزني کې رواني دي علت یې کرزی او په غزني کې د کرزي مزدور والي محمدعثمان دی، خو د خدای تعالی دربار ته تمه لرو چې دا بې کفایته او ظالمه پاچاهي به ژر پای ته ورسېږي، او په وطن کې به یو اسلامي نظام را منځته شي، او د افغانستان او اسلام د دښمنانو مخونه به تور شي که خدای کول، په همدې هیله

    By اشرف غیرت on Dec 21, 2009

  3. warta stoonzy ywazi zmong wilayat Ghazni ki na balki pa tool Afgahnistan ki di. zmong pa zapaly hywsad nan wraz toola narai loobai kawee. hoghoy chi yaw mahaal zmong mustahmeera ham wal laka Hind nan pa mong loobi kawee. razi lasoona sara yaw kroo aw nariwaloo ta saabita kro chi afghanistan bi pooshtani na di.
    hamid hasaand/hind

    By hamid hasaand on Dec 26, 2009

Post a Comment