د رهين د وزير کېدو څو اټکليز لاملونه
January 7, 2010 – 9:24 amچټک غبرګون
سيد مخدوم رهين چې څو ورځې وړاندې يې د ولسي جرګې د غړو په نامه له ځينو خلکو د افغانستان د نوي کولتور وزير په توګه د باور رايه واخيسته اوس يې دوزير کېدو په اړه يو شمېر اوازې خپرې شوي
د دې اوازو له مخې ويل کېږي چې رهين ته درايو په ډېرولو کې د ننګرهار والي ګل آغا شېرزي هڅې کړي او يو شمېر شرطونه يې ورته اېښي،د اوريدل شوو خبرو له مخې يو شرط شېرزي دا وړاندې کړى چې له ننګرهاره خپريدونکې نړۍ اونيزه دې د رهين له لوري وتړل شي او هغه رسنۍ چې ده ته قايله نه دي له ستونزو سره مخ کړي.د دې اوازو له مخې شېرزي سره په دې کار کې د ننګرهار يوې ځانګړې درباري فرهنګي ډلې هم له دې امله مرسته کړې چې د هغوى يو مخالف فرهنګي لورى د رهين مخالفت کاوه.
One Response to “د رهين د وزير کېدو څو اټکليز لاملونه”
کله چى مى په تلويزيون کى وليدل چى ننگرهاريانو د رهين لپاره کمپاين کوو، نو خداى شته زيات خفه شوم، که دا کار د شيرزى او نورو پختنو لخوا د خپلو ذاتى گتو لپاره شوى وي نو ددى مشرانو لپاره د شرم زاى دي، خوکاش که دوى شرم درلوداى
By احمدى on Feb 4, 2010