Archive for February, 2009
Friday, February 27th, 2009
مرکه کونکى : اشرف غيرت
غيرت : دا چې کرکټ په افغانستان کې لا نوې لوبه ده ، نو افغانان څنګه په دې وتوانېدل چې د نړۍ ډېرو تجربه لرونکو هيوادونو ته ماتې ورکړي؟
احمدزى: لکه څنګه چې تاسي ته مالومه ده چې د هجرت په دوران کې چې کله افغانان د ...
Posted in مرکې | 1 Comment »
Thursday, February 26th, 2009
ليکنه: اشرف غيرت----
د هيواد وګړي نن تر څه وړاندي په هيواد کې د يوې ډاډمنې سولې په تمه دي، ځکه سوله او روغه جوړه کولاى شي چې ددې جګړه ځپلو هيوادوالو هغه بې شمېره ستونزې چې د همدغو جګړو له امله دوى ته ور پېښې شوي دي له منځه يوسي.
دا ...
Posted in بېلابيلي ليکني | No Comments »
Thursday, February 26th, 2009
ګذارش: غيرت__
په غزني ولايت کې د بې وزلو او کونډو مېرمنو په روزنيز مرکز ( افغان سينټر) کې (٤٨٠ ) مېرمنې په زده کړو بوختې دي .
افغان سينټر د روزنې دوه مرکزونه لري،چې يو يې دغزني په ښار او بل يې د خواجه عمري په ولسوالۍ کې دى .
د غزني ...
Posted in راپورونه | No Comments »
Thursday, February 26th, 2009
اشرف غيرت/ غزني
ځوانان د يوې ټولنې هغه شتنمي ده، چې د ټولنې په پرمختيا، آبادۍ، او سمسورتيا کې تر هر چا ښه ونډه لري. د يو هيواد د خوندي ساتلو لپاره يواځينۍ او مضبوطه وسله پوه او هوښيار ځوانان دي، همدا د نن ځوانان د سبا مشران او د هيواد ...
Posted in بېلابيلي ليکني | No Comments »
Thursday, February 26th, 2009
له اسلام ټايپ ويبپاڼې څخه د فضل الرحمن مظهري ژباړه
دابو هريررة (رض) د ژوند وروستۍ ورځ
ددې صحابي عمر له منځني عمر څخه زيات شوى او سپين ږيروالي ته رسېدلى و، نوموړي د نبي کريم (ص) له وفات څخه وروسته ژوند تېراوه، او د نبي کريم (ص) له وفات څخه وروسته ...
Posted in زموږ دین | No Comments »
Thursday, February 26th, 2009
(د حقيار ليکنه
نړۍ په بشپړه تياره کې وه، پر ځمکې او ځمکوالو ظلم، جهل ، تېري ، بې رحمئ او قساوت حکومت کاوه ، شتمن او زورواکي ،بې تاجه پاچاهان او ټولواکه واکمنان وو، دقوم سردار به بې وزله، بې څوکه او بې شتو خلک خپل مريان ګڼل، په خپل ...
Posted in زموږ دین | No Comments »
Thursday, February 26th, 2009
ومان
شاعران يو په نغمو يادوو خدای
ښکلي ګورو ، په لېمو يادوو خدای
شېخ د کاڼو په تسپو يادوي خدای
موږ د اوښکو په تسپو يادوو خدای
شاعران خو د اوښكوپه تسپو يادوي خداى نو دا زاهدان او ذاكران چې كومې تسپې اړو ي دغو تسپو دين ته څرنګه لاره كړي، تسبيح څه مانا ...
Posted in زموږ دین | No Comments »
Thursday, February 26th, 2009
ليکنه : اشرف غيرت---
دافغانستان دتاريخ پدغه معاصر او اوسني پړاو كې افغان ولس دڅه ناڅه زياتې مودې جګړو او تاو تريخوالي او دپردو په لمسون دزياتو ستونزو،خنډونوسره مخ شو، په بله وينا د بدمرغه جګړو په بهير كې زيات وځپل شو د لويو ځواكونو دجګړئيزو سياليو په پايله كې بې ...
Posted in بېلابيلي ليکني | No Comments »
Thursday, February 26th, 2009
ليکواله: ايوان ريډلي
ژباړن: اشرف غيرت
يادونه:
لاندينى متن د برطانېې د مشهورې ژورناليستې مېرمن ايوان ريډلي څوک چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مهال د طالبانو له بنده د آزادېدو وروسته د اسلام په سپېڅلي دين مشرفه شوه، د هغې ليکنې ژباړه ده چې د ٢٠٠٦ کال د ...
Posted in ژباړې | No Comments »
Thursday, February 26th, 2009
ويـشـل شـوي پـه لـراوبـر پښتانـه
پـه لـيـکـو لـيـکوپــه ټـبـر پښتانـه
چي مکتبو نــه مد رسې و ر ا نــوي
تر وحشت لاندي درپه در پښتانه
***
دلته قـومـونـه پـښتانـه پـراتـه دي
لکه لوی غرونه ښه درانه پراته دي
خــوپـه سکـون دي حـرکـت نـه لــري
په سر واو ر وکي ښه ساړه پراته دي
وطـن کـي مېني لـوی کـورونـه ...
Posted in شعر او ادب | No Comments »