غزني

اتلانو اتلولي مو مبارک شه!
د ډېري خوښۍ ځای دی چې د افغانستان د کرکټ اتل ټیم یو ځل بیا د تېر په ځل خپل ځان و ځلاوه، او د عربو د متحده اماراتو د ټورنمنټ اتلولي یې په داسي حال کې ترلاسه کړه چې لا یې هم له خپل هیواده د سختو جنګ جګړو خبرونه اورېدل.

د مرڅلې مجلې چلوونکې ډله او ټول کارکونکي د غزني د ولس په استازیتوب د دغې سترې بریا او او اتلولۍ مبارکي د افغانستان د کرکټ اتل ټیم، د دوی کورنیو او خپلو ټولو هیوادوالو ته وړاندي کوي او د لوی خدای له دربار څخه د افغانستان د کرکټ اتلانوته د لا ډېرو بریاوو او سوکاله ژوند غوښتنه کوي

خدای دې د همدغو اتلانو د اتلولۍ په برکت د جنګ جګړو لمن زموږ له ګران هیواد افغانستان څخه ټوله کړي.

د واحد، سمسور او ودان افغانستان په هیله

په ډېره مينه

اشرف غیرت

د مرڅلې مجلې مسوول چلوونکی

غزني –  افغانستان

دغزنويانو سلطنت لومړۍ برخه
ليکوال:  خليل الله خليلي                                             ژباړن: عبدالله ګل  ريان

غزنى اونوم يي

سريزه

دهيواد دنامتو مؤرخ احمدعلي کهزاد په وينا :

{دزابلستان مرکز،غزنى چي په تيرو وختونوکې ديفتلي پاچهانو (زاوليانو) دسترې واکمنۍ مرکز ؤ، دناصرداولاد په تيره ديمين الدوله ابوالقاسم محمود اوشهاب الدوله مسعود په روښانه دورو کې ديوې پراخې امپراطورۍ زړه شو چي لمنه ئي له رى او اصفهان (سپاهان) دګنګ تر څنډو ويړه وه.

دغزنويانو سترو پاچهانو چي په غښتلي اراده ،تدبيراوسياست يي په دي پراخه سيمه کي دوه پيړۍ حکومت وکړاو دغزنې روحانيونو، فلاسفه وو،پوهانو او اديبانو په نړۍ کې ترهغه په زياته برخه کې دتمدن ، فرهنګ او زموږ دادبياتو پاڼې وغوړولي، تر ننه چې زرکلونه ورباندې تيريږي هم دهغه نيک مرغه زمانې شواهد او اثارپاته دي.

دغزنويانو پاچهې چې دڅلورمي او پنځمې هجري پيړيو،يو روښانه څپرکى دى،دمنځنۍ ختيز اواسلامې نړۍ په تاريخ کې ځانګړى ځاى لري چي هيڅوک يي له اهميت څخه انکارکولاى نشي.}

غزنى چي يو وخت يي دخپلې ښکلا،پراختيا، دتمدن اوفرهنګ غناء ورته دعروس البلاد نوم ورکړي ؤ، دهند پراخې سيمي ته ددين او فارسي ژبې درسيدلو غښتلى مرکز ؤ. په هندکې ددين دخپريدلو ، هلته ددينې تحقيق اوليکنو، دفارسي ژبې دادبياتودغوړيدلو اوپه راوروسته کې داسلامي واکمنيو دجوړيدلواصلي لامل همدا دغزنويانو جُهد اوجهاد ؤ.

غزنى که له يوه لوري دفتوحاتو او دپاچهانو ددبدبې اوعظمت مرکز ؤ، له بل لوري دعلم ، ادب، تمدن او فرهنګ مرکز هم ؤ . نن چي کوم زيارت دجمع اولياء په نوم په غزني کي ياديږي،شواهد ښيې چي دا د هغه مسجد محراب دى چي دمحمودپه زمانه کې به په سلګونوپوهان، عارفان ،شاعران اوليکوالان په هغه کې دالله جل جلاله حضورته په لمانځه ولاړ وو.

دغزنى دهغه مهال پراختيا له ننني ښارسره نه پرتله کيږي،نننۍ کروندې اوشخصي ودانۍ چې ليدلي کيږي، هغه ټول دغزنې دښار، پوځې ځايونه ،د دفتري ودانيواومرکزونوميدانونه وو. بالاحصار يي دولتي اوپوځې مرکز ،روضه يي ميلمستون ، نانى يي دپوځيانو د ډوډۍ پخولو مرکز ؤ .

که له غزني څخه فاتحين ،مجاهدين او پوځيان ترهند پورې تلل خو دنړۍ له ګوټ، ګوټ څخه ورته علماء، روحانيون ، مؤرخين ، ليکوالان او شاعران راتلل.

که فاتحين له توري سره فتوحاتو ته تلل ورسره قلموال له قلم سره په همداسې پوځي کاروانونوکې دتحقيق اوليکنې لپاره ملګري وو.

دابوريحان البيروني مشهورکتاب (تحقيق ماللهند) دهمداسې فاتحانه سفرونولاس ته راوړنه ده.

دغزنويانو له دورې راپه دې خوا، آن موږ ته رانژدې وختونوکې هم غزنى دعلم او فرهنګ اشخاص او مرکزونه درلودل .

دافغانستان داساسي قانون په دوره کې چي نيمه ازادي پکې خلکو ته ورکړل شوه ، په ښې ، کيڼ او منځنيو فکري جريانونوکې، مرحوم غلام محمد نيازى په افغانستان کې، دمصر داخوان المسلمين په فکر برابر داسلامي نهضت مؤسس (دجمعيت اسلامي په وينا)،په افغانستان کې دروسي کمونيزم مؤسس، نورمحمده ترَکى ، دسوسيال ديموکرات ،مساوات دګوند مؤسس او دهمدې دورې دوهم صدراعظم، محمدهاشم ميوندوال ،غزنې ولايت ته منسوب کسان وو.

په علمې مراکزوکې چي داهميت مرکز ليدل کيده ، هغه دنورالمدارس مدرسه وه چي دفضل عمر (نورالشمايخ رحمه الله)له لورې يي په ١٣٦٠هـ ق کال اساس اېښودل شوي ؤ،دوخت له شرايطو سره سم مشهوراو دخدمت مصدراومرکز ؤ.

په هرحال، دغزني ولايت دتيرتاريخ روښانتيا وه چي داسلامي هيوادونو دعلمي ، فرهنګې او روزنيزسازمان له لوري، غزنى داسلامي تمدن پايتخت غوره شو اوددې لپاره دښاردعظمت دياد مراسم به په ١٣٩٢ هـ ش (٢٠١٣م) کال ترسره کيږي.

له روسانوسره دجهاد په دوره کې، زما يومضمون د(په غزنې کې دجهاد په هکله) په نوم خپريده. له جهادې پېښو سره ،سره مي پتېيلي  وه ترڅو له خپل وس سره سم، غزنى معرفي کړم .خو دزمان او مکان شرايط برابر نه وو او ترڅو مضمونونو وروسته، هغه لړۍ راڅخه غوڅه شوه.

اوس چي بيا الله جل جلاله، په ډيروناخوالوکې دسايت دخپرولو وياړ راته په برخه کړى دى، دهغه هوډ تر پوره کولو وړاندي دغزني ديوې خورا مهمي دورې حالات ،دمرحوم خليل الله خليلي له کتاب (سلطنت غزنويان) څخه په لنډه توګه راژباړم . کيدلاى شي چي څه ناڅه دکتونکو تنده ورباندې ماته شي . والسلام .

عبدالله ګل “ريان”

دهجرت نړۍ

د١٣٨٨ هـ ش کال دسرطان يوويشتمه نيټه

غزنى اونوم يې

هغه ښار چي نن دکابل – کندهار د سړک دپاسه پروت دى . دسلطان محمود او دهغه داولاد په زمانه کې دنړۍ له مشهورو او ښکليو ښارونو څخه شميرل کيده . دغزنويانو تر دورې وړاندې يي دتاريخ او جغرافيې په کتابونو کې نوم راغلى دى.

مشهورچيني ګرځندوى،”هيوان تسانګ” د ٦٤٤ م کلونوخواوشا په دې ښارکې ګرځيدلى اوهغه يي د” تساوکيوتو”(زابلستان) پايتخت بلى او دغزنې نوم يي”هوسي نا” ښودلى دى.

پروفيسر”بن ونيست” په دې باور دى چي ښايي داتورى هغه “ګانزاک” وي ،خو لکه چي دنوموړې پروفيسرله وروستنۍ پلټنې څخه څرګنديږي په سغدي ژبه کې يي هغه د”ګزنګ” په تلفظ موندلى شوى دى چي معنى يي خزانه ده. عرب مؤرخينو،کله هغه غزنه ،کله غزنى اوکله هم غزنين ليکلى دى.

دښاغلي کهزاد په ښکلې رساله کې چي داوستايي مدنيت په نوم يي ليکلي ده ، داوستاله مخي يي “کخره” داوستايي غوره او سپيڅلي ځمکې ديارلسمه برخه پيژندلي او باورلري چي دځينو مؤرخينو په وينا، کخره دغزني اوسنى ککرک دى . دآل ناصر دوخت ليکوالانو هم دغزنين په لفظ داښار ياد کړى دى . فرخي په خپلو قصيدو کې هغه غزنين ښودلى دى :

عزم کى دارد که غزنين رابيارايد به روى

راى کى دارد که برتخت پدر گردد مکين

گرديزي هم غزنين ثبت کړى دى، خو تر ټولو دسنايي عقيده څرګنده ده چي په دې باب يي څرګندونه کړي ده :

عرش وغزنين به نقش هر دو يک است

گرچـــــــــــــــه غزنين رفيع تر فلک است

او په دې ترتيب غزنين دعرش محصف دى.

دغزني دعظمت اوجلال او هغه ښکلا چې په دې ښارکې کارول شوي ده ، دهغه وخت دليکوالانو په کتابونواوشعرونوکې په تفصيل سره راغلي ده .هغه تخت چي سلطان مسعود ته يي په دريو کلونو کې جوړ کړ، دزمانې له عجيب او نادرو شيانو څخه ؤ.

ابن اثير ليکي چي دغزني ددولتي باغونو داوبو دويش ځايونه، له سپينو اوسرو زرو څخه وو چي دسنجر پوځيانو هغه په غلا يوړل . دسلطنتي ماڼۍ ديوالونه يي دسپينو زرو په تختو ښکلي کړي وو . محمودې ماڼيوهره يوي لوړبرجونه درلودل . دسراى په منځ کې به يي مربع شکله چوتره جوړوله . هغه به ډيره لوړه وه . دهغې دپاسه به کښېناستل . خلکو ته به يي اجازه ورکوله يا به يي پکې مجلس جوړاوو. په ديوالونو به يي دسلطان عسکونه ، طبيعي مناظر او ښکار ځايونه په ډبروکې کښل . دغزني له ورانوځايونو، يوه سپينه ډبره تر لاسه شوي ده چي دسلطان په ماڼۍ پوري يي اړه درلوده ،په هغې کې دښکارځايونو منظري تر سترګو کيږي . ديوالونه به يي په کافو راو ګلاب رنګول .ترکي يشم او مرمر ډبره به يي پکې استعمالولې. په لاجوردو به ئي ښکلي کولې . دماڼيو سرونو ته به يي دګوزن او هوسيو په ښکرانو چي پاچا او شهزادګانو به ښکارکولي ښکلا ورکوله.

په باغونوکې به يي ډنډونه جوړول . په هغوى کې به يي کبان اچول چي په غوږونوکې به يي دسرو او سپينو زرو کړۍ وې . هغه وخت دغزنې ښار ربضونه اوکلاوي درلودې . زړې کلاوي ددفترونواو دسلطنتې خزانو لپاره وي . دښار له کلاسره يي نورې کلاوي او حصارونه هم درلودل . داښار ته نژدې وې او لوى ،لوى مجرمين به پکې بنديان وو .دامجرمين ډير پکې شاهزادګان وو. سلطنتي باغونو هره يوه ځان ته بيل نوم درلود . دبريا بڼ (باغ پيروزي) همدا ؤچي اوس پکې دسلطان قبر دى .

ددې باغ په منځ کې يوه مجلله او ښکلې ماڼۍ وه چي فخرمدبر يي دبهرامشاه په پېښوکې يادونه کړي ده.

د”صدهزار” باغ له غزني څخه لري ؤ،کله چي به سلطان له ښکار څخه راغي، لومړى به هلته ورغى او تفريح به يي کوله.

محمودې باغ په غزني کي ، عددناني باغ په هرات او نوى باغ په بلخ کي و. دغزنې ماڼۍ له کوشک دولت ، کوشک شاه ، کوشک کهن محمودي ، کوشک محمود ، کوشک مسعود اوکوشک سپيد څخه عبارت وي.

دې ماڼيو ټولو په سلطان پورې اړه درلوده ، دشهزادګانو، مشرانو اوپوځې خلکو ماڼۍ لانورې وي.

په تاريخ کې چي دغزنې دځايونو نومونه راغلي ، اوس بدل شوي دي ،هغه کوي زرين کمران ، کوي سيمگران ، کوي سبدبافان ، محله سرآسياب، پل يک طاق ، پل باميان ، ده آهنگران ، افغاني څالى او رباط محمدسلطان چي دسجاوندپه لور په يوه منزل کې و.

دشاه بهار دښته،هغه ځاى ؤچي سلطان محمودبه پوځونه کتل، پوځې جنرالانو ته به يي سوغاتونه ورکول اوجګړې ته به يي استول . دپيروزي دباغ صحرا دښته وه چي سلطان به هلته دپوځ کتنه کوله . يوي لوي ماڼۍ ته نژدې يو ډګر ؤچي هلته به يي لوبي کولي.

هغه څه چي دغزنې دهغه مهال له عظمت اوحشمت څخه پاتې دي، دادي :

والي صاحب ډک کړه جېبونه، همدا یې وخت دی
وحیدګیلانوال

ډېر درنو لوستکونکو څه به مو سر خوږوم، زما له تېرو لیکنو څخه خوبه مو د غزني والي ډاکتر عثماني په هکله مالومات ترلاسه کړي وي، او د هغه شخصیت ایمان او بې ایماني به ښه درته مالومه شوز وي.

زه نه غواړم چې په تېرو تکراري خبرو وخت تېر کړم، او بل والي صاحب یو داسي سړی دی چې تکراري خبرو ته مو نه پرېږدي، هره ورځ یو نوې کارنامه کوي، اوس یې موږ ستړي کړي یو د یوې کارنامې په هکله مو څه لیکلي نه وي ده بیا بله توره کړي وي.

مخکې ورځو کې به مو اورېدلي وي چې غزني والي د غزني د سیند د غاړي سړک پرانیستلو او د خبرو په ترڅ کې یې وویل چې سړک چې یو نیم کیلومتر اوږدوالی لري، د یو خورا ښه ساختماني شرکت له خوا د پي آر ټي په مرسته د (485000) ډالرو په ارزښت جوړ شو چې یو خورا مهم سړک دی، دې خبرو ډېر متعجب کړم، دا چې په ساختماني چارو کې مې یوه اندازه کار کړی دی نو د یونیم کلیومتر سړک د پخېدو لپاره  (485000) ډالر بيخي ډېره بودیجه ده، په سوچونو او فکرونو کې وم چې یو ملګری مې راغی هغه هم په غزني کې ساختماني شرکت لري هغه ته مې دا کیسه وکړه چې یاره  (485000) ډالره د یونیم کیلومتر سړک د پخېدو لپآره ډېرې پیسې نه دي؟

هغه راته وویل چې ډېرې خو دي خو دغه شرکت چې دا پروژه یې تکمیل کړه هغه د والي صاحب وراره دی، نو والي صاحب ورته په لوړو نوخونو پروژې اخلي.

هغه ویل چې هره پروژه چې اخیستل کېږي لومړیتوب د والي د وراره د شرکت دی که هغه اجرا کوله خو په خپله یې اجرا کوي، او که یې نه اجرا کوله بیا یې چې هرڅوک اجرا کوي نو والي صاحب بیا له هغه شرکت څخه خپله ونډه غواړي، او یو تور بیزنیس یې جوړ کړی دی.

پرون راته چا وویل چې ستاسي د غزني والي بیګاه د اطلاتو او فرهنګ د وزیر مخدوم رهین په کور کې مېلمه وو، او نن مې په بېنوا کې ولوستل رهین او والي دواړه یو ځای هغې غونډې ته راغلل چې د غزني د بیارغونې لپاره په کابل کې جوړه شوې وه، نو رهین خو هسي هم د افغاني فرهنګ دښمن سړی دی نن یې نو یو بل بې فرهنګه والي هم ورسره ملګری کړ، ترڅو د پخواني آثار، تاریخي برم په یوه ځای لوټ او د څه امتیازاتو لپاره وپلوري.

نو والي صاحب!

د غزني خلک پرېږده چې د یخنۍ او لوږې له لاسه مړه شي، خو ته خپل جېبونه ډکوه چې ګوره دا ولایت بیا هر وخت نه وي.

بیا ارمان پسې کوې خو څه به لاس ته نه درځي. همدا یې شپې دي، ستا به په یاد وي خدای خبر کنه چې یوه ورځ چا درته په تلیفون کې ویل چې: (( که غزني کې پیسې نه وي نو ځمکې په یوه نامه او په بل نامه د ځان کړه، همدا یې وخت اوس دې لا جېبونه ډک کړه)).

او تا په ځواب کې ورته ویل چې بېغمه اوسه بېغمه اوسه.

هغه خو به اوس بېغمه وي، خو تا د غزني خلکو ته غمونه او بدبختۍ راوړلې.

خدای دې داسي وطن پلورونکي او بدبخته خلک نابود کړي.

دتور لیست سپینېدل یو ښه زېری
نن مې له ډېرې موده وروسته په رسنیو کې یو ښه زېری واورېدو، او هغه داچې د افغانستان د اسلامي امارت پنځه تنه پخواني لوړپوړي غړي چې نومونه یې د امریکا  او نړیوالو له خوا په جوړ شوي تور لیست کې شامل وو، د تېرې دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت  شورا د بندیزونو کمېټې له لوري یې نومونه له دغه لیست څخه وایستل شول.

دغه پنځه تنه د اسلامي امارت پخوانی د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل،  د هغه وخت د پلان مرستیال وزیر محمد موسی هوتک، د سوداګرۍ پخوانی مرستیال وزیر  فضل محمد فیضان، د سرحداتو پخوانی مرستیال وزیر عبدالحکیم منیب، او د اسلامي امارت پخوانی مطبوعاتي ريیس شمس الصفا امینزی دي، چې اوس پرې لګېدلي ټول بندیزونه لیري کړل شول.

د مرڅلې مجلې چلوونکې ډله او ټول کارکونکي دا په افغانستان کې د ملي پخلاینې د پروسې په لاره کې  یو ښه ګام بولي، او ددغو بندیزونو د لیري کولو له امله پورتنیو مشرانو او د افغانستان ټول مسلمان ولس ته مبارکي وایم. خدای دې وکړي چې د ملګزوملتونو له لوري د نورو هغو مشرانو نومونه چې د هېواد د آبادۍ فکر ورسره دی هم له نوموړي تور لیست څخه لیري شي، او افغانان هم د نړۍ د نورو قومونو  په شان د خوښیو، هوساییو او نېکمرغیو په غېږ کې ژوند وکړي.

د آزاد، خپلواک او آباد افغانستان په هیله.

په درنښت

اشرف غیرت

د مرڅلې مجلې مسوول چلوونکی

د افغانستان اسلامي حزب ته د مرڅلې مجلې له لوري د مبارکې پیغام
د ولسمشر کرزي له لوري د اقتصاد وزارت ته نوماند د افغانستان د اسلامي حزب مشر او تکړه مجاهد ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال وکولای شول چې نن (شنبه) د افغانستان له ولسي جرګې څخه د باور اکثریت رایه ترلاسه کړي.

ښاغلی ارغندیوال چې تکړه مجاهد او په اقتصاد کې لیسانس لري د رایو پایله یې په دې ډول وه ۱۲۱ د تايید، ۹۴ رد،۲ باطلې او ۲ هم سپینې چې په دې حساب سره د باور د اکثریت رایو په درلودلو سره د اقتصاد د وزیر په توګه وټاکل شو.

د مرڅلې مجلې اداره او ټول کارکونکي ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د افغانستان د اسلامي حزب ټولو غړو او کړېدلي افغان ولس ته ددې بریا له امله مبارکي وايي، د خدای (ج) له دربار څخه ښاغلي ارغندیوال ته د ډېرو بریاوو او افغان کړېدلي او ځورېدلي ولس ته د هوسا او نېکمرغه ژوند غوښتنه کوو.

د واحد او سوکاله افغانستان په هیله

په ادب او درنښت

اشرف غیرت

د مرڅلې مجلې مسوول چلونکی – غزني افغانستان

د کندهار پایلوچ او د غزني نامیان
لیکنه: وحید ګیلانوال

څه کم دوه کاله وړاندې چې کله د غزني اوسنی والي ډاکتر عثمان عثماني غزني ته د والي په توګه وټاکل شو، نو زه هغه مهال د ځینو شخصي کارونو لپاره کندهار ته تللی وم، هلته یوه مېلمستیا وه نو یو چا راته یو د پاخه عمر مشر سړی را وښود چې هغه ستاسي د غزني د نوي والي قبله ګاه صاحب دی، دا چې ډېر محترم او پښتون سړی وو نو ور ولاړ شوم روغبړ مې ورسره وکړ او داسي مې ورته وویل: حاجي کاکا وایی ډاکتر صاحب د غزني والي شوی دی، مبارک دي وي.

هغه مشر راته یوه ډېره پخه خبره وکړه، ویې ویل: مبارکي ماته مه راکوه که چېري ډاکتر عثمان د غزني خلکو ته خدمت وکړ بیا ورشه د غزني خلکو ته مبارکي ورکړه، په دې خبره دا دروند مشر نور هم را باندې ګران شو، خو نن چې د غزني د والي کړنې ګورو نو ډېر افسوس دی په داسي حال چې پلار پر یوه او زوی پر بله روان وي. خو چې اصله موضوع مې له فکره ونه وزي، د حاجي صاحب خبرې مجبوره کړم چې بیرته غزني لاړ شم اوړ هلته له جناب عالي ډاکتر عثماني سره وګورم، دا وخت نو د ده د ولایت ۲۰ یا ډېرې ورځې وتلې وې او د غزني پر لیري پرتو سیمو او بېګناه خلکو په غزني کې د مېشتو پولنډي ځواکونو له خوا په خرپ بمبارونه کېدل…

دخپل یوه ملګري په مرسته چې له عثماني سره یې له پخوا پېژندل ورغلم او له ښاغلي عثماني سره مو کتل هغه راته ډېرې پاټې وویشتې، او ویل یې چې د اداري فساد پر وړاندې به مبارزه پیل کړم، غله به ورک کړم، د غزني ولسوالیو او لیري پرتو سیمو ته به د زده کړې امکانات برابر کړم، امنیت به سم کړم، کله چې یې د امنیت خبره وکړه نو د غزني د درباري فرهنګیانو له جملې څخه یوه ناره کړه،(( امنیت خو د همی بیست روز ایتو خوب شده که ولاګه د واشنتن هم باشد))، په دې سره والي وخندل او ویې دا خو لا د فلم سر دی نور نور کارونه پاتې دي، په دې کې والي صاحب ته فکر کوم له کندهاره تلیفون راغی په تلیفون کې ورته وویل شو چې هغه ورځ چې نه پوهېږم کومې ولسوالۍ ته تللی وې درباندې برید وشو، لږ له ځان سره پام کوه او ډېر مه ګرځه،

نو عثماني صاحب په خورا مغروري ورته وویل: ولا چې راغلم ډېره ګډوډي وه، مستوفي صاحب کډه بار کړې وه کابل ته، د ولایتي شورا ريیس او غړو کډې کابل ته بار کړې وې، چې راغلم ځان مې ورته کندهاری پایلوچ کی اوس نو یو ‌طالب ولاکه په دوربین کې ووینې، له پایلوچانو خو طالبان بېرېږي… هاهاها په کټ کټ یې وخندل.

نو په خدای چې په هغه ورځ راته ډېر سپک و اېسېده، ما ویل د غزني او د کندهار بیا څه فرق دی هغه د خوشال بابا خبره:

ټول پښتون له کندهاره تر اټکه                                      سره یو د ننګ په کار پټ او آشکار

نو چې ورڅخه ولاړم بیا مې ونه لید کله چې د غزني مشران د عثماني په درغلیو خبر شول، او ویې لیدل چې عثماني د غزني د خلکو له غمه نه بلکه د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره والي دی، نو د غزني مشرانو یې ولسمشر ته شکایتونه پیل کړل، او اوس یې دې ته نژدې کړی چې نور نو خپله شړۍ له غزني څخه ټوله کړي. عثماني ته اوس د غزني د خلکو زور وس او حوصله ور مالومه شوې، اوس عثماني د ولایت له دروازې څخه نشي راوتلای، شپه او ورځ په ولایت کې که په میاشت کې کومه خبري ناسته وي ورته راووزي هغه هم د ولایت په داخل کز.

هغه ورځ د غزني د شلګر یوه تن مشر چې د نامه اخیستل یې مناسب نه ګڼم، ویل چې ولسمشر زه څو مشران نور او عثماني د غزني پر سر د ځینو خبرو لپاره ور غوښتي وو، نو ولسمشر د ټوکې په ډول عثماني ته وویل چې څنګه دي د غزني خلک؟ ساعت دې ورسره تېر دی؟

د هغه مشر په وینا چې عثماني د غزني د خلکو په ستاینه پیل وکړ: ريیس صاحب د غزني ډېر نامیان خلک دي، ډېر نارینه، ښه پښتانه….، هغه زموږ تر پایلوچانو لا نامیان سته پکې……)).

نو زما سترګو دستي هغه خبره ودرېدله چې والي ویل: ځان مې ورته پایلوچ کی او راڅخه بېرېږي، خو عثماني صاحب دا واوره د غزني خلک چې په یوه کال کې له بدو خلکو نامیان شول دا یې پښتني غیرت دی او ننګ دی چې داسي نامیان یې ساتلي دي، دا خو د وخت او تېرو بدمرغو جګړو ناوړه پایله ده، کنه نو ستاسي په څېر یوه سړي خو یو وخت د غزني خواته کتلای نشوای، ته خو لا ولایت کوې.

د شلګر مشران: له ولسمشر څخه دښه خدمتګار او سیمه ایز والي غوښتنه کوو
نصیب افغان

د غزني د اندړو (شلګر) ولسوالي د بېلابېلو قومونولسګونو مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې غزني ته  داسي څوک د والي په توګه وټاکي چې د سیمې د خلکو په رسم، رواج او قومي جوړښتونو بلد وي.

غونډه چې د شلګر د ولسوالي په مرکز کې جوړه شوې وه، د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت  پیل شوه، د غونډې پرانیستونکې وینا د شلګر یوه تن قومي مشر حاجی کمال الدین خان واوروله، هغه په خپلو خبرو کې وویل: دا اته کاله کېږي چې د غزني او په ځانګړي ډول د شلګر حالت ورځې تر بلې خرابېږي. هغه پر ولسمشر کرزي ملامتي واچوله چې د غزني د خلکو د غوښتنو سره سره غزني ته داسي واليان لېږي چې نه د سیمې په حالاتو او نه هم ددغو سیمو د خلکو له ژوندانه، رسم، رواج او دود دستور نه وي خبر او هر څه چې زړه یې غواړي کوي یې.

د غونډې بل ویناوال هم یو تن قومي مشر حاجي عبیدالله خان وو، هم په خپلو کې له ولسمشر کرزي څخه غوښتنه وکړه چې دا ځل غزني ته داسي والي ور ولېږي چې د همدغو خلکو له منځ او له همدغې (غزني) سیمې څخه وي، هغه زیاته کړه: پردي والیان زموږ څه په کیسه کې دي، تر هغو پوري والي وي چې تر څو یې جیبونه نه وي ډک کړي، هر وخت چې یې جیبونه ډک شول بیا نو ځي پر خپله مخه.

ښاغلي عبیدالله بیا د غزني پر اوسني والي ډاکتر عثماني سختې نیوکې وکړې. هغه وویل: ډاکتر عثمان په تېر یوه کال کې دا ثابته کړه چې دی هم د نورو مخکنیو والیانو په څېر یو ناکام والي دی، نه یې امنیت راته سم کړ، نه یې د بیارغونې کوم کارونه وکړل، او نه یې زموږ د بچیانو لپاره د ښوونې او روزنې زمینه مساعده کړه.

د غوڼدې یو بل تن ویناوال ښادي خان جلالزي بیا د غزني اوسنی والي ډاکتر عثماني د سپین ږیرو او مشرانو په توهین کولو تورن کړ، هغه وایی: کله چې زموږ مشران غزني د کومې ستونزي د هواري لپاره ځي د غزني د والي له لوري ورسره ډېر ناوړه سلوک کېږي، هغه وایي کومو سپین ږیرو چې له والي سره یو ځل لیدلي دوهم ځل زړه نه ښه کوي چې د هغه د ناوړه چال چلندله امله له هغه سره وګوري.

هغه هم غزني ته د یو سیمه ایز پوه او خدمتګار والي غوښتونکی شو او زیاته یې کړه چې غزني ډېر تکړه جهادي مشران، او پوه پوه شخصیتونه لري او له کرزي څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره غزني ته یو سیمه ایز پوه او خدمتګار والي ور ولېږي.

ورپسې په ترتیب سره حاجي غیاث، ملک سلام جان، حاجي عبدالوهاب، محمدسید خان او نورو مشرانو خبري وکړې او دوی هم د پورتنیو مشرانو د خبرو په تایید خبري وکړې او د غزني د اوسني والي د ژر تر ژره بدلون غوښتونکي شول.

پاتې دې نه وي چې مخکې هم دې ته ورته غونډې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې جوړې شوې وې، خو غزني والي ډاکتر عثمان بیا دا تورونه رد کړي وو.

له لراوبر نه یوه ګیله
محمد سلیم ګیلانوال- د غزني د ځوانانو ټولنه د غزني د ځوانانو ټولنه چې د غزني د خلکو په غوښتنه جوړه شوې ده، تر ډېره حده هڅه کوي چې ددغه ولایت د خلکو ستونزې تر چارواکو پوري ورسوي، دا چې د غزني ولایت ډېری پښتانه اوسېدونکي په لیري پرتو ولسوالیو کې پراته دي نو د غزني د ځوانانو له ټولنې سره خپلې ستونزې شریکوي او ټولنه یې بیا د رسنیو له لاري او یا هم مخامخ تر اړونده چارواکو پوري رسوي. په تېرو ورځو کې د غزني ځوانانود غزني د خلکو د غوښتنې او ځینو ستونزو په اساس چې د غزني د والي محمدعثمان عثماني له لوري جوړي شوي وې وپتېېله چې د رسنیو له لاري د غزني د خلکو غږ تر ولسمشر او نورو چارواکو پوري ورسوي، دوه یا دری لیکنې ولیکل شوې، او د ځینو ویبپاڼو ادارو ته د خپرولو لپاره ولېږل شوې، البته د زموږ د یوه ملګري په لاس چې د نامه اخیستل یې مناسب نه بولم دغو ویبپاڼو ته ولېږل شوې، د نورو ټولو یې کور ودان خپرې کړې یې وې، خو هغه زموږ ملګري بیا پرون راته وویل چې د لراوبر له لوري ورته په زړه پوری ځواب راغی او پکې ویل شوي وو چې که چېري د والي په خلاف کوم ثبوت لرﺉ نو وړاندي یې کړﺉ کنه نو لراوبر مو لیکنې نشی خپرولای. ددې خبرې د ځواب لپاره خو داسي ویلای شم چې کومي ادعاوي چې په هغو لیکنو کې شوې وې، په هغو د غزني ټول خلک خبر دي، او بل داچې که موږ په لاس کې داسي ښکاره ثبوت درلودای نو بیا مو لراوبر څه کاوه خو همداسي به څارنوالي ته تللي وای، هغه کومې ادعاوي چې موږ کړي دي د غزني ټول قومي مشران یې شاهد دي او شاهدي ته هم تیار دي او له ټولو امضاګانې لرو. بل باید ووایم کله چې لراوبر د کندهار په پخواني والي او اوسني د قومونو او سرحداتو چارو وزیرښاغلي الحاج اسدالله خالد پسې لیکنې کولې او هر چا چې به د هغه په اړه هرڅه ورته راولېږل هغه به یې خپرول زه خو وایم کاشکې لراوبر په هغه وخت کې هم له چاڅخه ثبوت غوښتی وای چې دا لیکنه چې د اسدالله خالد په اړه شوې په اړه یې ثبوت لرﺉ؟ خو لراوبر داسي ونه کړل ځکه چې ښاغلی خالد د غزني وو، او د غزني والي ډاکتر عثمان د کندهار دی، دا چې ډاکتر عثمان د لراوبر والو د سیمې سړی دی او هغه د دوی په اصطلاح عزیز یې دی، نو دوی ددې پرځای چې د غزني د خلکو ستونزو ته په کتو د هغه په وړاندي څه ووایي نور هم ورته کمپاین کوي چې ښې د غزني د خلکو ویني ورباندي وڅښي.

ولسي جرګه بيامختورنه شوه
چټک غبرګون

تاسې جنابانو ته ماځانګړى پرانيستى ليک هم ليکلى و،ننګ مې دراچولى و،پر افغان ولس د يوه بل نازليدونکي او اوس نازل شوي ناورين په مخنيوي کې مې د مرستې هيله درڅخه کړې وه،خو تاسې خپل اصليت وښود،دا مو په ډاګه کړه چې يوازې درته پيسې،څوکۍ،خپل ځان او هغه څه چې يوازې ستاسې په ګټه دي ارزښت لري.

مادرڅخه غوښتي وو چې د خداى لپاره د نوي کولتور وزير په توګه د بې کولتوره او کولتور ضدي مخدوم رهين د ټاکنې مخه ونيسئ،خو افسوس پر هغو شېبو چې ما ستاسې په نوم دې ليک کښلو ته ځانګړې کړې وې،زه پخوا هم پوهيدم چې له تاسې تمه په کار نه ده او اټکل مې هم دا وو چې تاسې به پر ارزښتونو سوداوې کوئ،زه پوهېدم چې تاسې ته يوازې نومرې،يوازې ډالرې،يوازې د نوماند وزيرانو مېلمستياوې او هغه څه چې ولس ته درد ورکوي ارزښت لري،خو ماهسې خپله غاړه درباندې خلاصوله،اوس چې مو خپل اصليت وښود او د رايو په اکثريت سره مو د سيدمخدوم رهين په نامه يوه مضره حشره د افغاني_پښتني کولتور او فرهنګ ځوريدلي ډګر ته راننويسته يوه پوښتنه کوم:

تاسې ولې هغه ته په تېر ځل د باور رايه ورنه کړه،آيا هغه د دې وړتيا نه لرله ؟

که هو خو بيا مو ښه کړي وو دا وار مو ولې هغسې کار ونه کړ؟

دې ته ورته ډېرې پوښتنې داسې دي چې که نن نه وي يوه ورځ به خامخا درڅخه د دې ولس د بچيو لخوا کېږي خو نه پوهېږم چې ستاسې ځواب به ورته څه وي؟

د رهين د وزير کېدو څو اټکليز لاملونه
چټک غبرګون

سيد مخدوم رهين چې څو ورځې وړاندې يې د ولسي جرګې د غړو په نامه له ځينو خلکو د افغانستان د نوي کولتور وزير په توګه د باور رايه واخيسته اوس يې دوزير کېدو په اړه يو شمېر اوازې خپرې شوي

د دې اوازو له مخې ويل کېږي چې رهين ته درايو په ډېرولو کې د ننګرهار والي ګل آغا شېرزي هڅې کړي او يو شمېر شرطونه يې ورته اېښي،د اوريدل شوو خبرو له مخې يو شرط شېرزي دا وړاندې کړى چې له ننګرهاره خپريدونکې نړۍ اونيزه دې د رهين له لوري وتړل شي او هغه رسنۍ چې ده ته قايله نه دي له ستونزو سره مخ کړي.د دې اوازو له مخې شېرزي سره په دې کار کې د ننګرهار يوې ځانګړې درباري فرهنګي ډلې هم له دې امله مرسته کړې چې د هغوى يو مخالف فرهنګي لورى د رهين مخالفت کاوه.