تازه شعر/محمدعلی عمری

December 29, 2009 – 5:32 am

غزل

دي بــــــــي احساسه چي دیار خبره نه کوي څوک
په شپه خــــــــوشحاله دسهار خبره نه کوي څوک

داسي حجره بـــــه پیدا نه شي دې پښتون وطن کي
چي درحمـــــــــان دستر مزار خبره نه کوي څوک

زما دې خپلې غریبۍ رانـــــــه پردي کړو ټولــــــه
په مخه راشي پـــــــر لـــو لار خبره نه کوي څوک

دکومي پیغلې چي رنګ نه وي اوبوورخ ترې وړئ
ددې پــــــــــه هکله دسینګار خبره نـــه کوي څوک

زماپــــــه غزل کښې دې دحسن اثــــــرات شته خیر
نورکـــــــه داستا دسپین رخسار خبره نه کوي څوک

پـــــه تابــــه ګرم عمري نه شي کــه هرڅه کوې خو
چي درسره درهـــــــم دینــــــار خبره نه کوي څوک

په درناوي
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.umari@hotmail.com

Sorry, comments for this entry are closed at this time.