غزل/دریاخان حقمل
December 29, 2009 – 5:40 amغزل
شني سترګي چي توري کړې ښه خوند کوي
اورسي پـــــــه چاپوري کړې ښه خوند کوي
تـــــــــه دښه راغلي پـــــــــر ځای رقیب لره
ورچي ورتـــــــــه پوري کړې ښه خوند کوي
هسي هـــــــــــم دسروګلو غنچه یـــې تـــــــه
عطر چي درپوري کړې ښه خونـــــــــد کوي
لوي لوي ښامــــــــاران دي راشي ذهن تـــه
زلفي چي سمسوري کړې ښه خونــــد کوي
زړه مې درتـــــه وکوي دعـــــــــــا هلــــــه
سپین پـــــلو چي دوري کړې ښه خوند کوي
زه حقمل پـــــــــرې من من غوښه اخلمـــــه
ته چي ستغي سپوري کړې ښه خوند کوي
په درنښت
دریاخان حقمل
سهیلی پښتونخوا سنجاوۍ
Sorry, comments for this entry are closed at this time.