شعر/سید باچا شینوارئ

December 30, 2009 – 4:09 am


غزل
وسوم پـــــــــــه انګار دوطن مینه کی
وختم پـــــــــــه دار دوطن مینـــه کی
ټول ټپی ټپی پــــــــــر هر پر هر یمه
پروت په خنډ او خار دوطن مینه کی
لت پت خپلو وینو کی رنګین رنـــګین
خوښ په خپل دیار دوطن مینــــه کی
ژوبل ژوبل خوښ یمــــــــه کنډم کنډم
سر می دی شي ځـار دوطن مینه کی
زه لکه پتنګ مین پــه شمع یـــــــــم
شم کــــــــه زه بمبار دوطن مینه کی
مړ می سپو ته وا چوئ چی ومی خوری
وم کـــــــــه زه غدار دوطن مینـــــه کی
مینـــــــــــه دوطن دسید زړه کــــــی ده
یم به تل ما لیار دوطن مینـــــــــــه کی

په درناوي
سید باچا شینوارئ
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

Sorry, comments for this entry are closed at this time.