داستاذ حقیار ښکلې غزل
January 16, 2010 – 1:30 amغزل ؛ استاذ حقيار
غزل
چي زما په تا او ستا په ما كي سترګي
شوي ددنيا په ما او تا كي سترګي
زړه مي سوليږي پر خوله هيڅ نه راځي
ځكه تل ګرزمه نمناكي سترګي
له ښايستو په هيڅ چل نه راګرزي
اوس روږدي شوي دي بيباكي سترګي
ډير سينګار مه كړه له نظره به شې
جانانه شته ډيري نا پاكي سترګي
خداي خبر بل ځل به يې چرته وينم
هغسي شوخي غضبناكي سترګي
حقيار پدې وجه ويريږي هر وخت
چي دغماز وي په هرچاكي سترګي
—————–
حقیار سهیلي پښتونخوا کوټه
Sorry, comments for this entry are closed at this time.