شعر ٫ محمدعلی عمری
January 17, 2010 – 3:30 amشعر ٫ محمدعلی عمری
نظم
وایــــه ته څنګه لـــــــه ماسره ملګرئ
چي مانـــه ئې هیڅ وخت ځانته رابللئ
ډېر کلونــــــــه دي تیرشوي راسره ئې
خبر نه یم چي روڼا او کــــــه تیاره ئې
خلګ بېل بېل تعریفونـــــــــه کوي تاته
زه ئې وینـــم چي راغلي دي ومـــــاته
ځیني وایي پـــــه دنیا کي چي سړئ وي
دهغه ژوندون بــــــــاید لــــکه غمئ وي
خوشحالي یې باید هر وختې پر کوروي
دکاله مېرمن یې هــم دسپوږمۍ خوروي
ځیني نـــــــــــور بیا په یو بـله عقیده دي
نه یې ښه راځي لـــــــه تا او نــه خفه دي
هغوي وایي دلتــــــــه شته لــوړې ژورې
دهـــــــــر چا دقسمت خپــــــلي دي وزري
چاتـــــــه دغه دنیـــــــا سر تر پایه اورسي
چاتـه جوړې خوشحالۍ په هر یو لور سي
خوـــــوهان بیـا چي نظر یې دئ په تاکي
ښې څېړلئ یې پـــــــــه دې لویــه دنیا کي
دوئ څېړلئ وزن ستا ترغرونو دروند دئ
وایي زړه ته سي دچـــــــــا ورسي توند دئ
وهدف تــــــــه رسیده ستا تـــــــر شا ویني
ستا په هر پړاؤ کي نــــــــوې بـــریا ویني
دپــــــــــوهانو وروستنۍ خبـــــــــــره داده
اوریدلې لـــــــــه استاذه ځخه چي مـــــاده
استاذ وویل چي زمــــــــــا دسترګو توره
دپوهــــــــانو دا خبــــــر ډکه لـــه زوره
هغوئ تـــــــل پــر لاره ږدي ګامونه سم
چي ملګرئ یــــــې وي ټول عمر کي غم
په مینه
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.umari@hotmail.com
Sorry, comments for this entry are closed at this time.