اهل بیت او دهغوي شاعري/محمدعلی عمری
January 17, 2010 – 3:38 amاهل بیت او دهغوي شاعري
دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم په کورنۍ کښې ٫ اسدالله حضرت علی کرم الله وجهه٫او همدارنګه دجنت دمیرمنو سرداره ٫ فاطمة الزهراء رض ٫او داسلام په لاره کي ستر شهید امام حسین رض ٫دډیري لوړې مرتبې تقریر کونکي او شاعران وو٫
دوي دري واړه په نظم او نثر کښې ښه په زړه پوري کار کړئ دئ
په ډېره مختصره توګه ددوي دشعرونو بلګې رااخلم
حضرت علی کرم الله وجهه په دې لاندیني بیتونو کښېڅومره په ښه انداز کښې ددې پاني او ختمیدونکې نړۍ ذکر کړئ دئ
داسي وایي
انما الدنیا کظل زائل
او کضف بات لیلا وارتهل
او کحلم قویداه نائمة
او کبرق لاح فی اُفق لا امل
ژباړه
دا دنیا دپریوتونکي سیوري په ډول ده دا دهغه میلمه په شان ده چي شپه تېره کړي او سهار رخصت شي ٫ یا په مثال دهغه خوب ده چي ویده سړئ ئې ګوري ٫ یا دهغې بجلۍ په څیر ده چي دامید په مخ پړکیږي
ــــــــ
همدارنګه علی رض په شان حضرت فاطمة الزهرا رض هم دخپل وخت په لوړو شاعرانو کښې حسابیږي ٫ چي په کلام کښې ئې ډیر زیات فصاحت او اثر شتون درلود دخپل پلار حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وفات کښې ئې ډیر زیات شعرونه ویلي دي ٫ چي بلګه ئې درته راوړم
اغبره آ فاق السماء وکورت
شمس النهار واظلم العصران
والارض من هدالنبي کیبة
اسفا علیه کثرة الاخزان
فلیبکه شرق ایبلاد وغربها
ولیبکه مضرو کل یمان
ژباړه
دآسمان خاړي غړئ شوې او دورځې دلمر روڼا هم تته شوه او سحر او ماښام یو شان تیاره شوه دنبي کریم ص له وفت نه پس زمکه هم په ژړا او فریاد اخته ده نو پکار ده چي دشرق او غرب ټول هیوادونه اوښکې توي کړي او هر نسل او د هرې قبیلې یو یو تن وړاژي او ماتم وکړي
ــــــــــــــــــــــــــ
او همدارنګه دبشر په تاریخ کې تر ټولو ستر مظلوم
امام حسین رضډیر عام فهم او اثر نه ډک وو دهغه وخت استاذانو او شاعرانو چي به د امام حسین رض شاعرانه کلام واوریدو له ډیره حیرته به ئې سرونه کښته کړو
او ګوته په غاښ به شو
دهغه دشاعرۍ څخه مقصد دانسانیت لوړوالئ وو هغه به همیشه دخپلو شعرونو په ذریعه داولس داخلاقو او عادتونو اصلاح کوله حضرت امام حسین رض په قناعت توکل خدا ترسۍ وحدانیت ٫ خوددارۍ اخلاص ثواب ٫ جهاد او قربانئ باندې ښه په روڼ تندي لیکل کړي دي
دده په شاعري دکمال خبره دا ده چي ده هیڅ وخت شعریت مجروح لېدو ته نه دئ پرې ایښئ دشعر بېلګه ئې راوړم
دع الحرص عن الدنیا
وفي العیش فلا تطمع
ولا تجمع من المال
فلا تدري لمن تجمع
فقیر کل ذي حرص
غني کل من ینفع
ژباړه
ددنیا په حرص هوس او دژوند په غوښتنو مه اخته کیږي
دمال او دولت په جمعه کولو ځان مه اخته کوئ تاسو ته څه پته ده چي ستا جمعه شوې پېسې او زر دچا په کار راځي ٫ ستا دبرخي رزق خو مقرر شوئ دئ نو دبد ظنۍ او بد ګمانۍ نه څه فائده دیو مالدار سړی نه هغه فقیر ښه دئ چي هغه دقناعت او شکر په خزانو موړوي
په درناوي
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
Sorry, comments for this entry are closed at this time.