دعبدالباري جهاني ژباړه
January 17, 2010 – 3:46 amدعبدالباري جهاني ژباړه
دشعر شاعر
frank sinatra
بیاباني هلک
یو هلک وو زما په یاددي له کلونو له وختونو
عجائب یې وه کارونه با وله وو په خویونو
خلګ وایي ګرځیدئ به لیري لیري پر ملکونو
پر سیندونو پر دښتونو او پر لویو لویو غرونو
لایوڅه وو شرمیندوکئ سترګي ډکي له غمونو
مګر ډیر په زړه هوښیار وو لکه ګوډئ دفکرونو
راپه یادمي هغه ورځ سي هغه ښکلې ورځ په ژوندکي
چي مې خواته رانژدې سوراته راغئ په ګامونو
سره ومو کړې خبري ددنیا له هره کونجه
دجاهلو لېونیو دشاهانو تر کارونو
راته وې ویل دا واوره چي په ژوندیې هېره نه کړې
دایو کار درته بهتردئ ستا تر ټولو عملونو
مینه وکړه مینه واخله ټول ژوندون په مینه تېر کړه
ما دا یو سبق ذده کړئ دنړۍ له سبقونو
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
Sorry, comments for this entry are closed at this time.