غزل/دریاخان حقمل

January 28, 2010 – 6:09 am

غزل

په کومه شپه باندې چي ستا په تندي نته نه وي
بیـــا دهرچـــــــا ډیوه روښانه وي او تته نه وي

اوس که دکلي هر سړئ ورته خان خان وایي خو
لــه مرګه پس بې پر مزار باندې ګونبته نه وي

خلګ ســـــــلا بلا ګیلي له خپله بخت نــه کوي
ماته راپېښه وي لـــه یاره لــــــــه قسمته نه وي

چي مخامخ لــــــــکه هینداره راتـــــه ودریږي
په هغه ورځ سترګي پورتـه وي او کته نه وي

حقمله ولې مې پـــــــه ژوندکي ملګرتیا نه کوي
دومره ګیلي به دیو بل چا لــــــه حسرته نه وي

دریاخان حقمل
سهیلی پښتونخوا سنجاوۍ

Sorry, comments for this entry are closed at this time.