شعر ٫ سید باچا شینوارئ

February 1, 2010 – 5:46 am

شعر ٫ سید باچا شینوارئ

غزل

پــــه کمزوري ورخ اوبـــه خیژی له سره
دامــــتل دئ پـــــــــــه پښتو کې معتبـــره

خلاصون نه مومي په زمکه په فضا کښې
بــــاز خوړلې ده مــــدام خـــــواره کوتره

چي یې زر زېــــور لـــرلــه سترګوردئ
هم یې ژبـــه خالي نـــه ده لــه اثــــــره

هـــــوښیاران ددولتـــمنو نــــوکران دي
څـــه عجیبه نـــن پیسه شـــوه زوروره

خوشحالي او اختر څه دي دبې وزلــه
دولتمن وکړه دوستي نـــن لـــه اختره

په نصیب کې دغریب ده سوک څپیړه
یــایې سر لـــه جوړه شوې ده ډبــــره

اې سیــــده دپېسې ټــــکی لپــــــاره
محترمه نـــن دډمې شوه نـــوکــــره

سیدا باچا شینوارئ
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

Sorry, comments for this entry are closed at this time.