شعر٫ دریاخان حقمل

February 1, 2010 – 8:21 pm

شعر٫ دریاخان حقمل

غزل
راووتې لــــه کـــوره لــــکه حوره هغــه ورځ
زمـــا دې هـــره هیله کـــړه رنځوره هغه ورځ

وعـــده دې دراتلو راسره وکـــړه خـــو رانغلې
ولاړ لـــکه یتیم ومــــه مجبوره هغـــــــه ورځ

چي تـــه مې پـــا وندي جامې په تن کې ولیدلې
ته څومره په خپل حسن شوې مغروره هغه ورځ

چي زه دې وم هېر شوئ او له خیال دې وم وتلئ
ولاړه وې هېندارې تــــه بـــــــې نوره هغه ورځ

چي ستا په یادکې اوښکي ځیني توي نه شي حقمله
لـــه درده زمـــــا سترګي وي معزوره هغه ورځ

دریاخان حقمل
سهیلی پښتونخوا سنجاوۍ

Sorry, comments for this entry are closed at this time.