Archive for the ‘کتابونه’ Category

دنوبل جایزه ګټونکی داستان پښتوژباړه/عمری

Friday, July 3rd, 2009

يادونه درابندرنات ټاګور دغه شاهكار داستان چي دګيتانجلي په نامه سره ياديږي ارواښاد استاد عبدالرؤف بينوا ژباړلي او بينوا فرهنګي ټولني چاپ كړي دي كه څه هم پر دې داستان باندې پياوړي شاعر پير محمد كاروان سرېزه ليكلي ده خو زما په فكر پر يو داسي ستر او شاهكاره داستان باندي به دسريزي ضرورت نه ...

دټاګورداستان؟ دوهمه برخه/عمری

Friday, July 3rd, 2009

۲۰ هغه ورځ چي نيلوفر ګل وغوړېد ٫ افسوس چي زما زړه لار وركه كړې وه او آواره وو ٫ اوزه له هغه بې خبره وم ٫ زما ټوكرۍ تشه وه او ګل غوړېدلي پروت وو ٫ هيچا يې پروا ونه كړه ٫ پرما شاوخوا فقط يو غم راوګرځېد ٫ نا ...

دټاګور داستان ؟ دریمه برخه/ عمری

Friday, July 3rd, 2009

۳۴ په ماكي صرف دومره مړه برخه پرېږده چي په هغې تاته اې زما هرڅه ٫ درناري كړم ٫ زما دآرزو دومره وړه حصه پرېږده چي په هغه تا هري خوا ته محسوس كړم ٫ تا په هر څيز كي ومومم ٫ او هره لمحه خپل دميني نذر ستا حضور ته ...

دټاګورداستان ؟ څلورمه برخه/عمری

Friday, July 3rd, 2009

۴۶ دانه ده معلومه چي ته له كومه وخته همېشه زما سره ديو ځاي كېدو دپاره رانژدې كېږې راځې ؟ ستا لمر ٫ ستا ستوري ٫ تا زما له سترګو نه سي پټولاي ٫ څومره ورځي او شپې ستا دقدمونو آواز واورېده سو ٫ ستا رويبار زما دزړه كورته راغئ او ...

دټاګورداستان پنځمه برخه/ عمری

Friday, July 3rd, 2009

۵۴ ما ستا څخه هيڅ ونه غوښته ٫ ما تاته خپل نوم هم ونه وايه ٫ چي ته رخصتېدلې نوزه پټه خوله ولاړه وم ٫ زه دهغه څا پر غاړه يوازي وم چي هلته دونو سيوري مثلث شكل موندلي و ٫ او ښځو خپل داوبو ډك منګي كورته وړل ٫ هغو ...

دټاګورداستان شپږمه برخه / عمری

Friday, July 3rd, 2009

۶۴ دسيند په كوزي خوا په چپه چپايۍ دلويو اوږدو وښو په منځ كي مي له هغې څخه پوښتنه وكړه ٫ اې نجيلۍ ٫ ته چي دخپلې لمنې په پنا كي ډېوه وړې ته چيري ځې؟ زما كور بيخي تياره او تنها دي ٫ ماته خپله روڼا په عاريت راكړه٫ هغې ...

دټاګور داستان اوومه برخه / عمری

Friday, July 3rd, 2009

۷۵ ستا انعامونه زموږ فنا كېدونكوټول ضروريات پوره كوي او بيرته بې له كوم كمبوته ستا خواته درګرځي ٫ سيند خپل ورځني كاركوي ٫ په پټيو اوباغونو كي يې اوبه دوري هيسته لا لهانده بهېږي خو بيا هم دسيند هغه چينه چي تل بهېږي ٫ ستا دپښو منځلو دپاره ستا خوا ...

دټاګور داستان اتمه برخه / عمری

Friday, July 3rd, 2009

۸۹ اوس زما په الفاظو كي هغه شور او هنګامه چيرته ده ؟ ديادار مرضي هم داده ٫ اوس به زما خبري اتري ترشونډو لاندي وي او دزړه وينا به په ترنم اليشه سي ٫ خلك دشاهي بازار لورته ځي ٫ ټول خرڅونكي او رانيونكي هم هلته دي ٫ خو ماته ...