Archive for August, 2009
Saturday, August 29th, 2009
دښاغلی رحمت زلمي او ښاغلی شهیم کاکړ فی البدیهه شعر
شعر
شهیم
که په هرحال کښې وي جانان دسړي نه هیریږي
رښتیا خبره ده ایمان دسړي نه هیریږي
زلمي
شو دنړۍ دجنګ میدان دسړي نه هیریږي
زخمي زخمي افغانستان دسړي نه هیریږي
شهیم
هغه دیار شپي دهجران دسړي نه هیریږي
هغه دنوح دوخت طوفان دسړي نه هیریږي
زلمي
اوښکي مي څاڅي ...
Posted in شعرونه | Comments Off
Wednesday, August 26th, 2009
شعر٫ درویش درانی
آخر ستا دمجلس وړ شوم
هیڅ مرام نه ؤ دژوند زما په وړاندي
آواره ومه پر خوشو لارو باندي
په خولو مي وي دتن جامې خیرني
لاس خیرن څهره خیرنه پښې خیرني
په دې حال کي ته رایاد شوې خوږه یاره
ولیدو ته دي شوم دېر زیات بېقراره
په دې باندي ګوره ته څنګه ...
Posted in شعرونه | Comments Off
Wednesday, August 26th, 2009
شعر ٫ منان الکوزی
غزل
وړانګه وړانګه سی پښتنو بیا دجهان پر مخ
دلحد مړي کړئ راویښ دشین آسمان پر مخ
پسرلئ پسرلئ کړئ دخزان لمبو وهلئ جانان
بیا بدرګه کړئ غرنئ دمردمیدان پر مخ
بیا آیني په کاڼو ولي داقتدار لیوني
دپاني پت تې کړئ آغاز دعالی شان پر مخ
تندر نیولې بیا سپوږمۍ ...
Posted in شعرونه | Comments Off
Monday, August 24th, 2009
دمبارکې روژې په اړوند
ـــــــــــ
دروژي دماتونکي په اړوند
هر هغه څه لکه ډوډۍ ٫ غوښي ٫ هګۍ ٫ مېوه او داسي نوراو همدارنګه یا هغه شیان چي دغوښو تابع دي چټني ٫ اچار ٫ پۍ ٫ مستي ٫ غوړي٫ پوڅه٫ کورت٫ او داسي نور دې ته ورته یعنی دا ټول هغه ...
Posted in اسلام | Comments Off
Sunday, August 23rd, 2009
دپوهانو ویناوي
ژباړه٫ ارواښاد استاد ګل پاچا الفت
_____________
په ځان باور
هرڅوک چي په ځان باندې اطمینان او باور لري خلګ دهغه ملګري کېږي
خلک له قطعي او یقیني مطالبو سره مینه لري٫ نه له دلایلو سره دلیل او برهان دوګړیو اندېښنې او پرېشانۍ زیاتوي٫ اوس سادګی خوښوي او په ساده خبرو پوهېږي٫ خلکو ...
Posted in ادبي نثرونه | Comments Off
Thursday, August 20th, 2009
امام نسایي څوک وو٫ محمدعلی عری
دامام نسایي نوم احمد وو ابو عبد الرحمن یې کنیت دئ دپلار نوم یې شعیب
دی ټوله نسب نامه یې دا ده احمد بن شعیب بن علی بن بحرین سنان ٫ بن دینا النسایی٫ امام نسایي ته نسایي ځکه وایي چي دده دغه ...
Posted in اسلام | Comments Off
Wednesday, August 19th, 2009
m.ali.umari@hotmail.com
Posted in دا ړیـــــــــکو پـــته | Comments Off
Wednesday, August 19th, 2009
http://www.parniaz.info/upload_image/50e9ef21746a18ef6b3c4d52967a7dbb.jpg
http://www.parniaz.info/upload_image/563a7216ce9e80c25ea59ff56c12c197.jpg
http://www.parniaz.info/upload_image/1050e6899e69b97aa144180b54c0d9fb.jpg
Posted in انځورونه | Comments Off
Sunday, August 9th, 2009
دسترکلاسک شاعر خوشحال خان خټک څلوریځي
څلوریځه
څو دې زړه خاندي خوله دې خندا کا
چي زړه دې ژاړي سترګي ژړا کا
مدار دهرې چارې په زړه دے
زړه دې مفتی دئ هره فتوی کا
څلوریځه
په باغ کښي خلق په میوه شخوند کا
په خوله کښی هره مېوه خپل خوند کا
ترخه هم ښه دي په دا ...
Posted in ادبي نثرونه | Comments Off
Saturday, August 8th, 2009
غوره ویناوي ٫ عمری
۱ ـ انسان دڅلورو څیزونو له امله پر نورو غوره والئ لري ٫ حلم ٫ علم ٫ زړه سواندي ٫ ښه خوئ
۲ ـ له ښه عمل نه پرته دجنت غوښتنه هم ګناه ده
۳ ـ که له تاسو سره چا احسان وکړ نو لومړئ ...
Posted in اسلام | Comments Off