Archive for September, 2009
Sunday, September 20th, 2009
ازادشعر
په ماشومتوب کې
ما ډیر لرګي مات کړي
ما ډیر وهلي
په تېره تبر باندي
داخپل لاسونه او پښي
زه چي ماشوم وم
په خطایي سره به مې
په تبر لاس زخمي کړو
کله به ولګیدو
دپښې پر بټه ګوته
زه به ټکۍ شوم له په زوره ژړا
په راخبره به شوه ګرانه مورکۍ
ژر به یې کښېښودو
زما پر زخم
خپل ...
Posted in شعرونه | Comments Off
Sunday, September 20th, 2009
غزل
چي زه، ته يې په زور بېل کړو جانانه يوه شپه
وه څومره زمونږ په ژوند کي پهلوانه يوه شپه
زه ستا په هيله ويښ وم تر اذانه يوه شپه
وو ستوري د اسمان راته حيرانه يو ه شپه
ما وئيل درنه خفا يم دې ژړل خو ما په ټوکو
سلا بلا هغه کړه پرېشانه ...
Posted in شعرونه | Comments Off
Wednesday, September 9th, 2009
دوه شعرونه
غزل
يا مطرب او يا رباب په نظر راسي
يا قطره٫ دزړه كباب په نظر راسي
توازن تيت او پرك سو په دې وجه
بې چيني او اضطراب په نظر راسي
چي په شوق كتب خانې ته ورداخل سم
ستا دمخ ښكلي كتاب په نظر راسي
عجيبه غوندي په ويښه هم په خوب كې
هغه ...
Posted in شعرونه | Comments Off
Wednesday, September 9th, 2009
غزل
دزړه فرش به درته خور كړم كه راځې
وران به زه درقيب كوركړم كه راځې
كه راځې نو ژر راځه چې ځنډ ونه كړې
تل نظر به ستا په لور كړم كه راځې
درقيب په كوربه جوړه زلزله شي
نور تلوار به دغه لور كړه كه راخې
په سينه كښې مې دميني اور بليږي
مړ زما ...
Posted in شعرونه | Comments Off
Wednesday, September 9th, 2009
تاسو كولاي شئ دغه په زړه پورې انټي ويروس
ډير په اسانئ سره ډانلوډ كړئ
بايد يادونه وكړم چي دغه انټي ويروس
ستاسو دهارډيسك په سمبالولو كي هم ښه كار كوي
او بل دا چي ددې انټي ويروس په انسټال سره ستاسو
دكمپيوټر پر سپيډ باندې هم اثر نه اچوي
پر همدې لاندې لينك ...
Posted in بېلابيلي ليکني | Comments Off
Tuesday, September 8th, 2009
خبرتیا
جایزه ګټونکئ کتاب چاپ شو
٫٫٫
سبا به زما دقبر کاڼي ښکلوې په ژړا
نن لا اسیر درته ژوندئ دئ ګوره پام کوه څه
٫٫٫
دجایزې ګټونکي کتاب نوم دئ٫ لونګین خیالونه٫
دغه ستر او په زړه پورې کتاب چي دپښتو شعرونو یوه خوندوره شعري ډالۍ ده
دا کتاب ددروند شاعراو لیکوال ښاغلی عبدالباري اسیر ...
Posted in خبرتیاوي | Comments Off