هيله

شعر ٫ شهاب بنوسٍي
شعر ٫ شهاب  بنوسٍي

غزل

ښکلئ چي  تللئ مـــــرور دئ آخـــر څه وکړمه

کــــورمې دزړه پسې کنډر دئ آخــر څه وکړمه

په روڼا ورځ لــــه دک محفل یې زړګئ وړئ زما

هغه چي دومـــــــره زوروردئ آخر څه وکړمـــه

خدایه پښتو نــــه لاس پــــــه سرشم که دمینې څخه

یو خــوا ګړنګ بـل خواته غر دئ آخر څه وکړمه

پــــه خوشحالۍ پسي مې ډیري  منډي وکړلې خو

غـــم چي زمــــا پــــه مقدر دئ آخــر څه وکړمه

یــــــو خواپرتي دي راته ډیري کشالې شهابـــــه

بــــــل خوا دژمي مــازیګردئ آخر څه وکړمــه

په درناوي

شهاب بنوسي

پیښور ښار کوهاټ روډ سکیم چوک

دحضرت محمدص دولادت سلسله
دحضرت محمدص دولادت سلسله

اتمه برخه

دکعبي شریفې ودانول او دحجر اسود

په هکله دشخړې حل

رسول الله صلی الله علیه وسلم  پنځه دیرش کلن وو چي قریشو دکعبې بیا ودانول شروع کړل ٫ او داهم ځکه چي کعبې شریفي هغه وخت دانساني قد نه لږ شانته لوړ څلوردیوالي شکل درلود ٫ دحضرت اسماعیل علیه السلام په زمانه کښې ٫  دکعبې اوچتوالئ  نهه ۹ ګزه وو  خو چت یې نه درلود ٫ او له همدې نه په استفادې سره دکعبې شریفي په مینځ کښې ایښودل شوې خزانه غلو ووهله ٫  ددې ترڅنګ ډیره زمانه ورباندې تېره شوې وه ٫  تعمیر یې خراب شوئ او دیوالونه یې چادیدلي وو٫

او په همدې کال له بعثت نه پنځه کاله مخکې  یو ډیر لوی سیلاب راغلئ وو  چي مخه یې دکعبې شریفي پر خوا وه کعبه یې ډیره کمزورې کړه  او هر وخت ددې احتمال موجود وو چي پر ځمکه راپریوزي ٫ نو قریش مجبور شول  چي ددې مبارکې خوني دمقام او منزلت دبقا په خاطر هغه بیا ودانه کړي ټولو پر دې فیصله وکړه ٫  چي دکعبي شریفي په بیا  ودانولو کي به یواځي حلالي پیسي لګوي

په دې کار کښې به هغه پسي بالکل نه خرچ کیږي چي هغه دسود او یاظلم وي دبیا ودانولو دپاره ضروري وه چي پخوانئ تعمیر ونړول شي خو هیچا هم دا جرءت نه شو کړلای چي کعبه ورانه کړي ترڅو ولید بن مغیره پیل وکړ ٫٫

خلګو وکتل چي څه زیان ورته ونه رسېدنو ټولو کار پیل کړ هرې قبیلې ته خپله خپله برخه ورکړله شوه ٫  هرې قبیلې بیلي بیلي تیږي راوړلې ٫  ا و کار پیل شو  باقر نومي یو رومي معمار دکعبې شریفي معماري کوله ٫  خو کله چي خبره دحجر اسود ایښودلو ته راورسیدله  نودلته ددوي تر مینځ اختلاف راولاړشو چي دا شرف به دچا په برخه کیږي؟ داجنجال څلورپنځه ورځي روان وو ٫ نژدې وه چي یوه سخته جګړه رامینځ ته شي  خو ابو امیه بن مغیرم مخزومي ٫ یوه فیصله وکړه ٫  چي هر څوک چي لومړئ  دجومات ٫ مسجد حرام ٫  له دروازې راداخل شو هماغه به په دې هکله پرېکړه کوي ٫ ټولو دا خبره ومنله

دالله تعالی اراده داسي وه  ٫ چي دا به رسول ص وي کله چي هغه راداخل شو  ټولو وویل چي  بالکل صحیح ده داامین دئ قبول مودئ کله چي دوي ته راورسید نو له پېښې یې خبر کړو  نو ده مبارک یو څادر واخیست  حجر اسود یې پکي کیښودله ٫ او بیا یې دقبیلې ومشرانو ته وویل چي  هر یو دڅادر یوه یوه څنډه ونیسئ  او حجر اسود پورته کړئ  هغوي هم داسي وکړل ٫ کله چي یې ټاکل سوي ځای ته ورسوله نو بیا یې په خپل مبارک لاس یې را او چته کړله او پر خپل ځای یې کښیښودله  او دا یوه داسي معقوله پرېکړه وه چي ټول خلګ ورباندې خوښ شول٫ په دې وخت کې له قریشو سره پاک مال او پیسي کمي شوي٫ نو مجبور شول چي دشمال خواته له کعبې نه تقریبا شپږګزه اوږده مځکه پرېږدي او همدې ټوټې ته حجر یا حطیم وایي  ٫ داځل قریشو دکعبې دروازه له ځمکې نه اوچته جوړه کړه تر څو بې له اجازې څوک ورداخل نه شي او کله چي کعبه شریفه له ځمکې نه پنځلس ګزه لوړه جوړه شوه  نو په شپږ ستنو سره یې چت ورباندي ودراوه ٫  او له تکمیل    نه وروسته دکعبې شریفي ٫  خوني مربع شکل ځان ته ونیو  چي لوړ والئ یې تقریبا پنځلس متره دئ   هغه دیوال چي حجر اسود پکې ده  او هغه ته مقابل دیوال یعني جنوبي او شمالي دیوالونه لس لس متره اوږدوالئ لري  ٫ حجر اسود ٫ دمطاف ٫  ٫ طواف له ځای ٫  نه یو نیم متر اوچته ایښودل شوې ده  ددروازې والا دیوال او هغه ته مقابل  دیوال  دوولس دوولس متره اوږده دي دروازه له مځکې نه  دوه متره اوچته ده

نوربیا

په درنښت

محمدعلی عمری

سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

دپاکستان له ستر ښار کراچي څخه په لومړي ځل
خبرتیا

دپاکستان له ستر ښار کراچي څخه  په لومړي ځل د ٫ شها

٫ په نامه

په پښتو ژبه کښې یوه مجله له چاپه راووتله

دغه مجله په کراچي ښار کښې دپاک پښتو ادبي تحریک

٫ ټولنې ٫ له لوري

څخه چاپ شوه دغه مجله به هره میاشت چاپیږي

ددغې مجلې چلونکي دي

الطاف ګل ګل ٫ بهادر خان رومان٫ او محب الله محبوب

او ددې مجلې صلاح کاره ډله ده

عبدالله جان فګار٫ ننګیال یوسفزے٫ او باچا حسین شاکر٫

او ددې مجلې  یعني ٫ شها ٫ دوهمه ګڼه  هم چاپ ته نژدې ده

او ډیر ژر به چاپ شي

په درنښت

محمدعلی عمری

سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

دحضرت محمدص دکړاوونوژوند
دحضرت محمدص دکړاوونوژوند

اوومه برخه

رسول ص دځوانۍ په لومړیو کي څه خاص کار او عمل نه درلود ٫ خو متواتر روایتونه  وایي چي میږي به ئي څرولي ٫ دنبي سعد میږي یې څرولي او دڅو

قیراطوپه بدل کي یې دمکې دخلکو رمه هم پوولي٫ خو کله چي ٫ سالار انبياء پنځه ویشت کلن شو  نو دخدیجي ٫ رضی الله تعالی عنها ٫ مال یې دتجارت دپاره شام ته یووړ٫ اابن اسحاق وایي خدیجه بنت خویلد رض  دمال  شرف او عزت خاونده وه ٫ خپل مال به یې دتجارت دپاره خلګو ته ورکاوه  ٫ او دمضاربت داوصولو په اساس به یې هغوي ته یوه برخه ټاکله هغه وخت قریشو دتجارت کاروبار کاوه او کله چي خدیجې رض دمحمدص دریښتینولئ امانتدارئ سپېڅلتیا  کرم اوښو اخلاقو څخه خبره شوه نو احوال یې ورولیږه  چي ددې مال دتجارت دپاره شام ته یوسي  او ده ته به ترنوروخلګو زیاته برخه وټاکي اوهمداراز خپل غلام میسره  به هم له ده سره واستوي ٫ امام الانبیاء ص هم دخدیجي رض پیشنهاد ومانه او له میسره سره یوځای دتجارت په خاطر شام ته وخوځېد ٬

خو کوم وخت چي رسول ص له شام  څخه راستون شو او خدیجې رض ولیدل چي په مال کي یې دپخوا په نسبت ډیر زیات امانتداري شوې او په مال کي یې دومره برکت دئ چي پخوا هیڅکله نه  وو ٫  همداراز میسره ٫  هم درسول ص  دښ، او اوچتو اخلاقو قوي  او پاخه ریښتیني منطق او امانتداري خبري خدیجي رض غوږونو ته ورسولي ٫همدا وو چي خدیجي رض خپل هدف وموند ٫ هغه داسي ښځه وه  چي دعربو مشرانو  او رئیسانو له هغې سره دواده هیلي لرلې  خو دې به نه منله ٫ خو کله چي دنبي ص له دې او چت شخصیت څخه خبره شوه دومره ورنه متاثره شوه چي ورسره یې دواده اراده وکړه دزړه داخبره یې خپلې ملګرې  نفیسه بنت منیه ته وکړه ٫ هغه درسول ص و حضورته راغله  او له خدیجې رض سره یې دغه دواده خبره مطرح کړه ٫  رسول ص هم ومنله٫ له ترونو سره یې خبره وکړه هغوي دخدیجې رض تره ته ورغلل او په دې ترتیب سره یې دواده عقد او تړون تر سره شو  او ورپسي دواړو نکاح وکړه دواده په مراسمو کې دبني هاشم ٫  قبیلي خلګ او دمضر قبیلي مشران حاضر وو  دا واده له شام نه دراستنیدو له ورځي څخه دوه میاشتي وروسته وشو ٫

رسول ص خدیجې رض ته په مهر کي شل اوښان ورکړو خدیجه رض هغه وخت څلویښت کلنه وه او دخپل وخت ترټولو ښځونه دشرف او عزت مال اوپوهي له مخې وړاندې وه٫  دا دنبي ص لومړنۍ بي بي وه  او تر څو چي هغه نه وه وفات شوې  رسول ص بل واده  نه وکړئ  له ابراهیم نه پرته نورټول اولادونه یې له خدیجې رض څخه وو ٫ لومړنئ او مشر زوي یې قاسم وو او دمحمدص کنیه نوم هم ابوالقاسم وو ٫ ورپسي زینب ٫ بیا رقیه ٫ بیا ام کلثوم ٫ بیا فاطمه ٫ او بیا عبدالله پیداشویدي٫ ځامن یې ټول په وړکوالي کښې وفات شوي دي خو لوڼویې اسلام راوړئ او هجرت یې کړئ دئ  اوله فاطمې رض پرته  نوري دخپل پلار په ژوندکي وفات شوي دي خو فاطمة رض الله تعالي عنها دمحمدص تر رحلت شپږ میاشتي وروسته  وفات شوې ده ٫

(مآخذ ٫ ابن هشام  ٫ فقه السیرة صحیح البخاري)

نوربیا

په احترام

محمدعلی عمری

سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

شعر٫ عبدالخالق دیدار
شعر٫ عبدالخالق دیدار

غزل

زه ګنهګار یم دامنم زړه مي توبي ماتوي

زاهد دې بس کړي نورمې څله حوصلې ماتوي

کله لګیا یمه په خیال کي میخانه جوړوم

خيال مي ساقي په اخلاص باندې پیماني ماتوي

دومره هوښایر سي ټول جهان ورته نادان ښکاري بیا

زړه مې لګیا وي دیوالونه دکعبې ماتوي

کله مې زړه په قسم وایي چي توبه توبه ده

په حال کي راسمه احساس خومي جزبي ماتوي

عبدالخالق دیداره مینه به پالو په اخلاص

کله ګناه کله توبه ټولي توبي ماتوي

عبدالخالق دیدار

سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

سپین غر ادبي ټولنه

نظم ٫ محمدعلی عمری
نظم ٫ محمدعلی عمری

ورتــــــــه ګورمــه حیران یم زما نې ته

دخنـــــــــــدا او دژړا  وتمــــاشې تــــــه

دهرچا پر خوله او زړه باندي پیسي وي

ایمان خرڅ کړي او په بل باندي پسي وي

دغه فام  دهیچا نشتــــــه چي بـــــــه کله

زماپــــه برخه پر دنیــــــا سي یوشپه بله

کــــه هلـــک ددغـــه ښار او که بوډاوي

خدای یې هیر پــه اندیښنه کي دسبا وي

دلته څوک دچـــا وعلم تـــــه نه ګوري

ښه هغــه دئ چي پیسي باند ي رااوري

اې خــــالقه داڅــــه وینـــم اوڅه کیږي

دازړګئ مي همیشه بانــــــدي ژړیږي

نه دچا لــــه لاسه خــــــیر چــــاته رسي

لـــکه ټول چي یې نیولي وي په نوسي

زوي په پلاراوپلارپه زوئ باندي شرمیږي

نتیـــــجه یـــې وپیسو تــــــه رارسیږي

وسړي تـــــه خپله ښځـــه سره تبۍ سي

پر سړي چي یې سپره خوارخ نیستۍ سي

کــــــه مودا نشه په زړونوکي وي پاته

پــــــــــه دنیا او آخیرت کي بـــه یو پاته

عمري خاقله مکړې وهــــــــغو تــــــه

سي سجده یې لـــــــګولې  وي پیسو ته

په درنښت

محمدعلی عمری

سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

ازادشعر٫ محمدعلی عمری
ازادشعر٫ محمدعلی عمری

هغه که هرڅو

یوښکلئ حسن لري

خوږه پښتویې زده وي

درنه پښتویې زده وي

درمزپه ژبه کړای شي

په بېل انداز خبري

هریو کمال یې زده وي

دسوال ځواب یې زده وي

په لیک او لوست پوهیږي

هم دغزلې

په نوښت پوهیږي

ځان ته که هرڅو

پښتنه پېغله وایي

خوپښتنه نه ده زما په فکر

چي پرلارځي

او

پر سر شال نلري

په درنښت

محمدعلی عمری

سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

m.ali.umari@hotmail.com

03438005877

دانسانیت دترټولو ستر سالار
دانسانیت دترټولو ستر سالار

امام الانبیاء ٫ محمدص  ماشومتوب

شپږمه برخه

حلیمې بي بي محمدص خپلې مورته ورتسلیم کړو په دې خاطر چي حلیمه

پر محمدص باندې زیاته ویریدله ٫ محمدص تر شپږ کلنۍ پورې له خپلې مورسره وو

موریې بي بي آمینه وه ٫ آمیني بي بي نیت وکړو چي دوفا په دود دخپل مېړه  دقبر زیارت وکړي  نویي دیثرب په لور حرکت وکړو او تقریبا پنځه سوه کیلو مټره لاریې ووهله ٫  په دې سفر کښې ددې یتیم زوي ٫ خاتم الانبیاء ص  ٫ خادمه یې

٫ ام ایمن ٫ او سرپرست یې  ٫ عبدالمطلب ٫ هم ورسره وو آمینه  بي بي هلته  یوه میاشت پاته سوه بیایې دبیرته راتګ اراده وکړه په دې وخت کښې مریضه شوه او دلارې په اوږدو کښې یې تکلیف زیات شو بالاخیره دمکې او مدینې ترمینځ

٫ ابواء ٫ نومي سیمه کښې وفات شوه

بوډاعبدالمطلب خپل یتیم لمسئ  مکې ته راوست زړه یې دلمسي له مینې او محبت نه ډک وو  او ډېر ورباندې زهیر وو ځکه هغه پخوانئ غم لا نه وو هېر شوئ چي له بل غم سره مخ شو  ٫ او همدا وجه وه چي عبدالمطلب له دې لمسي سره دومره نرمي کوله چي له بل هیڅ یوه اولاد سره یې نه وه کړې  هغه یې دې ته نه پرېښود چي دبېکسۍ او یوازیتوب احساس وکړي تر خپلو زامنو یې هغه ته توجه زیاته وه

٫ ابن هشام ٫  وایي چي د کعبې تر سیوري لاندې به عبدالمطلب ته ځای برابریده ٫ زامن به یې شا او خوا کښیناستل تر څو هغه به راغلئ هیڅوک به ده ته داحترام  له امله  دده پر ځای نه کښیناستل خو رسول ص به چي تر اوسه پورې  ځوان شوئ هم نه وو راتله او دخپل بابا پر ځای به کښیناست ترونو به یې منع کاوه او اجازه به یې نه ورکوله چي هلته کښیني خو عبدالمطلب به چي کله ولیدل نو ورته ویل به یې زما زوي پریږدئ قسم په خدای چي هغه دډیر لوړ شان خاوند دئ بیا به محمدص له خپل بابا سره ناست وو بابا به یې پر سر او شا دمینې لاس راتېراوه او دده په نقل او حرکت به ډیر زیات خوشحاله کېده خو کله چي دمحمدص دعمر اته کاله دوي میاشتي اولس ورځي پوره شوې مهربانه بابا یې  ٫ عبدالمطلب ٫ هم په مکه کښې وفات شو خو عبدالمطلب له خپل مرګ نه مخکې دخپل ګران او خواږه لمسي کفالت ابو طالب ته چي درسول ص دپلار عبدالله سکنئ ورورؤ سپارلئ وو

ابوطالب دخپل وراره حقوق کامل پوره او اداکړل ٫ هغه یې له خپلو زامنو سره یوځای کړ بلکه له هغوي نه یې ځان ته رانژدې کړ ٫  ډیر شفقت او محبت یې ورسره درلود ٫  دده پر سر به یې دوستي او دښمني کوله

دوخت په تیریدو سره کله چي نبي ص دوولس کلن اوپه بل روایت کښې ددولسو کلو او دوومیاشتو او لسو ورځو شو  نو ابو طالب له ځانه سره شام ته دتجارت دپاره بوتلو شام ته ولاړل ترڅو دبصرې نومي سیمي ته چي په شام کي دحوران  دمنطقي یوښار وو ورسیدل او داښار هغه وخت په عربي جزیره کي درومي مستعمرو مرکز وو دلته یو راهب چي په بحیرا سره مشهور وو هم اوسیده  اصلي نوم یې جرجیس وو کله چي کاروان ورورسید راهب ورته راووت ټول یې میلمانه کړل مخکې له دینه به هغه دچا مخي ته نه راووت رسول الله ص یې دهغه  دهغه دنښو او صفاتو له مخې وپیژانده٫ او په  داسي حال کي چي دده مبارک لاس یې نیولئ وو ویې ویل ٫ دادټول عالم سید اوپیشوا دئ ٫ الله تعالی به دا دعالمیانو دپاره رحمت رالیږي ابو طالب پوښتنه ورنه وکړه ٫ ته له کومه خبر شوې راهب ورته وویل ٫ کله چي تاسو له دې غونډۍ راښکاره شوئ  نوټولې وني او تیږي په سجده شولي ٫  وني او کاڼي په انسانانوکي یواځي نبي ته سجده کوي ٫ او همداراز زه یې دنبوت دهغه مُهر له مخې هم پېژنم ٫  موږ په خپلو کتابونو کښې هم دده په اړوند معلومات لیدلي دي او دده صفات مو لوستلي دي ٫  او له ابو طالب نه یې وغوښتل ٫ چي بیرته یې مکې ته بوځي ٫ اوشام ته ولاړ نه شي  ځکه کېدای شي هلته یهودڅه زیان ورورسوي  نو ابوطالب هم هغه له خپلو ځیني کسانو سره بیرته مکې ته واستاوه ٫

نوربیا

په درنښت

محمدعلی عمری

سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

په هرنایي کښې دپښتو اسلامي ادبي لټون
په هرنایي کښې دپښتو اسلامي ادبي لټون

عمومي چوڼ او ستره لومړنۍ مشاعره

داخبره بیخي څرګنده شوه چي پښتانه ادیبان او شاعران اوس دپښتو ژبې وچوپړته آماده او ملتفت شوي دي زموږ دسیمې دیني عالمانو لکه ٫  دژوب دادب ستورئ

ارواښاد پیرمحمدکاکړ٫ دپورتني ژوب میرزاخان کاکړ ٫ او دلاندیني ژوب ستر جید عالم مولوي رحمت الله مندوخیل٫٫ جناب ښاغلي  سایی کمال خان شیراني او دخانوزۍ دسیمې ارواښاد علامه عبدالعلي کاکړ٫ او دکوږک دهسک غره پر افق ځلانده ستورئ ارواښآد قاضي مولوی عبدالسلام اشیزئ٫ دقندهار  مولوي عبدالغفار بریالئ ٫  او یولړ معلومو او نامعلومو عالمانو وسهیلی پښتونخو ا ته دپښتو ادب لویه ادبي پانګه په میراث کې پرېښوده دخانوزۍ یو بل دیني عالم حافظ خان محمد چي یو علمي کتابتون یې هم پرانیستئ او وپښتو ادب ته یې ښکلا ورپه برخه کړه ٫ څرګنده دي وي چي زموږ دسیمي دعصري علومو عالمانو هم لکه ښاغلي ولي محمد سیال کاکړ٫ دلوي کندهار ٫ ګل محمدخان نوري ٫ دپښتونخوا هسکه شمله ٫ ښاغلي صاحب زاده حمیدالله خان کاکړ ٫ ښاغلي عابدشاه عابد٫ ښآغلئ درویش درانئ٫ نظر محمد نظر٫ پاتیزیئ ٫  مولوی عبدالخالق تارڼ٫ او محترم مولوی عبیدالله السلیمانخیلي الکندهاري ٫ دپښتو ادب لمن په ښکلو ګلانو بیخي ښکلې او ښایسته کړه  دغه شان دسهیلی پښتونخوا په ورکو او تیت  و پرک شاعرانوکښې یوه بیداري پیداسوه  په هر یوه ښار کښې که لږ یاډیروو شاعرانو او لیکوالانو خپلي ټولني جوړي کړي  او علمي او ادبي سیمینارونه مشاعري جوړوي

خو موږ شاعران او لیکولان پر دوو برخو  ویشلاي سو

۱ ٫ دغازیانو ځامن ٫ ۲  دمؤذیانو ځامن

۱  ٫  غازیان هغه وو څي بهرني اشغال ګریه له خپلي خاوري څخه په ملي او پښتني شهامت او مېړانه  او سرښندنه سره وشړل ٬

نمبر ۲  ٫ دمؤذیانو ځامن  یاموذیان هغه څوک دي  چي وپردو اشغالګرو ته یې  غالۍ ورهوارولي ٫  او ددوي هرکلئ به یې کاوئ  نن هم دهغو موذیانو پاته سوني پښتانه  او بیا په تیره پښتانه شاعران ادیبان پر یوه ټغر نه پریږدي

ااو خپله جاسوسي کوي  چي امتیازات حاصل کړي  او نن یې هم  دهغه بهیر کړنلاره خوښه کړې ده  او دنفاق وسکروټوته لمن وهلي تیار ولاړدي

خوپه سیاسي بهیر کښې ارواښاد خان عبدالصمدخان آڅکزئ شهید٫  محمداکبر خان اڅکزئ ٫  عبدالکریم بریالئ ٫  جعفرخان اڅکزئ٫  مزاحمتي ادب تخلیق کړئ  او نوګي تګ لیاره یې غوره کړه  دلته خبره دسهیلی پښتونخوا په هکله لیکو   که څه هم په شمالي او بره پښتونخوا کښې ډیر ي لیکني سوګي دي٫

هم ددغې تګ لاري په تکل کښې په تیرو ورځوکښې دسهیلی پښتونخوا دشنه او زرغونه ښار چي په معدني دولت بیخي بډایي اوشتمن هم دئ دهرنایي په سیمه کښې دهرنایي دنائب ناظم ښاغلي مولوي عبدالوکیل  خیالي  او نورو ملګروپه خوځښت  دنوي کال په مناسبت سره  دپښتو اسلامي ادبي لټون ضلع هرنايي په نامه سره مینځ ته راغلی ٫  ټوله غړي په جمهوري انداز کښې وټاکل سوو  چي ترتیب یې په داډول سره دئ  نمبر ۱  ٫ لومړنئ رئیس  ٫ صدر ٫  مولوی عبدالوکیل خیالي ٫ نمبر ۲   دجنرل سیکرټري  ٫ منشي عمومي ٫ سرورخان طوفان ٫ نمبر ۳  ٫ دوئیم منشي سیکرټري ٫ تاثیر کاکړ ٫  نمبر ۴  ٫  داطلاعاتو سیکرټري عبدالقدوس حباب ٫  نمبر ۵  ٫ خزانه سیکرټري ٫ سومرخان خاکسار ٫ وټاکل سوو ٫ وروسته بیا یوه علمي ادبي غونډه وشوه ٫   بیا دیوې سترې مشاعرې دپاره ترتیبات ونیول سول په دغه عوامي او لومړنۍ مشاعره کښې  دهرنایي عالمانو ادیبانو او منورینو سره سره ډیرو عامو خلګو ګډون اوکړئ ددې غونډي مشري ضلعي ناظم ٫ ښآغلي مولوي عبدالحنان  کوله  دویاند چاري دپښتواسلامي ادبي لټون  ضلع هرنايی رئیس سرته رولي ٫  او دکوربه په حیثیت ښاغلي سرورطوفان ناست وو  دا غونډه او ستره مشاعره  دښاغلي قاري عبدالله عابد له خوا  دکلام  الهي په آیاتونو  لوستلو سره پیل سوه  په دغو شاعرانو کښې  په لوړني وار مولوی عبدالوکیل خیالي خپله خوندوره غزل وړاندې کړله ٫ بیا ډاکټر فضل آمیني ٫ رحمت الله ثاثیر ٫ سرورطوفان  سومر خان خاکسار ٫ صلاح الدین شهزاد عبدالله هرنایي وال معاذ الله دلاور٫ معصوم ٫ سید دوست محمد ښارګوال ٫ نوراحمد واصل ٫  قاري عبدالله عابد ٫حمیدشاه ٫ ماسټر علي زیارتوال ٫  نذیر احمد وطنپال ٫ کمال خان اندیش ٫  په خپل خپل وار سره حاضیرینو ته خپل اشعار وړاندي کړل ٫  چي ناستو خلګو په چکچکو سره بدرګه کولو ٫  او ډیر زیات یې وستایل ٫  دصدارتي ویناپه ترڅ کي دضلع هرنایي ناظم ښاغلي مولوی عبدالحنان دپښتواسلامي ادبي لټون هرنایي کړن لیاره وستائیله ٫  او پر دغه بریالۍ مشاعره باندې یې مبارکي ورکړله  او دایی ورته وویل ٫  چي وخپلو ادبي هڅوته دوام ورکړئ ٫ ستاسو له اشعارو څخه دملي او قامي ورورولۍ خبره څرګندیږي ٫  باید دظلم او جبر پر خلاف خپلي هڅي ګړندۍ کړئ او زه به ستاسي وړاندیزونه هیڅکله هم له پامه منه غورځوم که خدای کول ٫ ٫٫

وروسته دسپین ږیري شاعر ملا عطا محمد آخوند په دعا سره  دغه پرتمینه مشاعره سرته ورسیده ٫  او دتنظیم درئیس  مولوی عبدالوکیل خیالي له لوري وټولو شاعرانوته میلمستیا ورکړل سوه

راپور ٫ ډاکټر محمدشفیق

سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

شعر٫ عبدالله سرباز
شعر٫ عبدالله سرباز

غزل

ستړئ شومـــه راسه څه ستومانه غوندي ژونددئ

بې لـــــــــه تا زړګیه  پـــرېشانه غوندي  ژوند دئ

دکلي له کوڅومي پـــــــــــه ډبــــــرو شړي خلګ

مجنون غوندي بدنــــــــام یم بدګومانه غوندي  دئ

الله خبر چي کله بـــــــه دمرګ غېږې تــــه ورشم

داڅولحظې دلې یمـــــــــه مهمانه غوندي ژوند دئ

دچاپه مطلب پوه نــــــــه سومه څومره ډیــــر ساده یم

کابل غوندي تبــــاه سومه څه ورانه غوندي ژوند دئ

لږ څنګ ته رانژدې سه  څه خنــــــدا راسره وکـــړه

غمجن غوندي ماحول دئ څه خفګانه غوندي ژونددئ

سربازه ځه سي ولاړسو دا زمـــــــوږ کلئ ظآلم دئ

دیار کلئ تر ې ښه دئ مسلمانه غونــــدي ژونددئ

عبدالله سرباز

سورغرپښتوادبي ټولنه

سهیلی پښتونخوا مسلم باغ