پوځی اډی د چا په ګټه دی؟

January 7, 2009 – 6:20 pm

پوځی اډی د چا په ګټه دی؟

انجیر ذکریا  

هالنډ 

 

په دی وروستيو وختونو کی په راډيو ګانو، , ورځپاڼو او نورو خبری رسنيو کی په افغانستان کی د امريکا د متحدو ايالتونو  دپوځی اډو د جوړولو او د هغه هيواد او ناټو سره د اوږد محاله ستراتيژيکی همکاريوپه اړه ، د هغو د پلويانو او مخالفينو لخوا ډيری څرګندونی سويدی، خو په يادو سوؤ ليکنو او څرګندونو کی د امريکا ئی پوځی اډو د جوړولو د مخالفينو پله درنه بريښی ،يعنی د پوځی اډود جوړولو مخالفين يا خو ډير دی او يا ئی هم ډيری ليکنی کړيدی، خو پلويان ئی چپه خوله ناست دی .

نوما هم له همدی امله پريکړه وکړه ،چی دغه چپتيا ماته کړم او په دی هکله څه و ليکم او دا ما خپله وطنی او ملی دنده وبلله ،چی بايد هرومرو په افغانستان کی د پوځی اډو د جوړولو په هکله خپله رايه او آند څرګند او د نوروهيوادوالو سره ئی شريک کړم او دوی هم په دی هکله بحث کولوته راوبولم

 زه غواړم د نوموړی مسئلی ارزونه ددی ځای نه پيل کړم،چی موږ بايد د هيواد د برخليک سره اړونده ارږښتناکه موضوغ د لاندنيو پوښتنو په مطرح کولو او بيا هغو ته په ځواب ويلو سره و څيړو:

 ـ آيا دغه کار اصلاٌ اړين دی چی وسی او که د هغه نه پرته هم کيدای سی افغانستان ته سوله ، ټيکاو او پرمختګ راسي ؟

ـ ددی کارپلويان او مخالفين څوک دی؟ او دغه مخالفت يا موافقت د کوم هدف او مقصد له مخی کوی؟

ـ دغه کار به د افغانستان پر راتلونکی څه ډول اغيزه و کړی؟

ـ آيا د نړۍ په نورو هيوادونو کی هم دغه ته ورته کار سويدی که نه؟او که سوی وی هلته ئی څه پايلی لرلی دی؟

خو په دی ټولو حالتونو کی بايد زموږ د هيواد د خلګو ملی،مذهبی او کلتوری ځانګړتياوی هم په نظر کی ونيول سی

زه غواړم مخکی له دی ،چی نوموړو پوښتنو ته ځواب ووايم ، د مقدمی په توګه ، په لنډ ډول د افغانستان نژدی تير او اوسنی وخت ته يوه ځغلنده کتنه وکړم.

افغانستان ته هر کله د هغه د جيو ستراتيژيک مؤقعيت له مخی د زبر ځاکونو پام اوښتی او کله د زبر ځاکونو د سيالی ډګر ،کله بيا ددوی تر مينځ د يوه حايل په توګه پاته سويدی او کله خوپه پټه او څرګنده توګه د هغوی لخوا افغانستان د کورنيو جګړو اورته ور ټيل وهل سويدی..که چيری موږ د خپل هيواد تير ځه د پاسه دوؤ سوؤ کلونو ته کتنه و کړو نو دهغوی ددسيسو له امله نژدی هر پنڅوس کاله يو ځل زموږ هيواد کورنۍ جګړی ته ټيل وهل سويدی او کله ددی جګړی لمبی شل کاله هم نه دی مړی سوی.

دافغانستان ځينو واکمنو يا د استراحت غوښتنی اویا هم د نا اهلې له امله بيله دی چی په دقيقه توګه دا و ارزوی چی زموږ د هيواد ملی ګټی په څه کی دی او کومه پاليسی کولای سی د افغانستان د ودی او پرمختګ سبب سی ، هڅه ئی کړيده چی د زبر ځواکونو د ويری او ګواښ له مخی ځانونه په اصطلاح بی پری و ښيئی او دا بی پری توب ددی سبب سويدی، چی زموږ د هيواد دا وران ويجاړ حالت په همدی توګه دوام پيدا کی او يو زبر ځواک هم دی ته زړه ښه نه کړی ، چی د افغانستان سره د زړه له کومی مرسته او ملاتړ وکړی.څکه نو تل د بهرنی تيری او يرغل په وړاندی يوازی پاته سويدی.

خو کله چی بيا افغانی واکمنو هڅی کړی د لويدځو پر مختللو هيوادونو سره خپلی اړيکی ښی او ټينګی کړی او د هغوی نه مرسته تر لاسه کړی، بيانو د هيواد په دننه کی هم ځينو افغان دښمنه کړيو له يوی خوا او په لومړی کی تزاری روسيی او وروسته شوروی اتحاد له بلی خوا ددغو اړيکو د جوړولو په لاره کی د بيلابيلو چلونو او توطئو نه کاراخستی دی او په دی هم بريالی سويدی،چی دلويديځو پر مخ تللو هيوادونو سره د افغانستان د ښو اړيکو په مخ کی خنډ سی .دغه کار د امير دوست محمد خان ،امير شيرعلی خان،اميرامان الله خان او داود خان په وختونو کی سويدی، چی زه ئی اوس په دی هکله د تفصيل ورکولو نه ډډه کوم ،دا ځکه چی دغه بحث بيخی ډير وخت په بر کی نيسی او هم د اصلی موضوع څخه ليری کيږم .

د پورتنيو خبرو نه داسی پايلو ته رسيږو چی روسانو هيڅکله نه غوښتل ،چی افغانستان يو پرمخ تللی او ودان هيواد واوسی ،ځکه ئی نو هر کله د لويديځو هيوادونو او په ځانګړی توګه د امريکا د متحدو ايالتونو سره د افغانستان د اړيکو د ښه کيدوپه وړاندی په بيلابيلو وسيلو يعنی هم د کورنيو افغان دښمنه کړيو او هم په استخباراتی ،سياسی او ډيپلوماټيکو برخو کی ،خنډونو رامينځ ته کړيدی .

راځی چی په دی اړه يوه اندازه سپينی خبری وکړو:

که چيری سړۍ دډيپلو ماسی او نړۍ والو اړيکو تاريخ ته کتنه وکړی نو دی پايلو ته رسيدلای سو ،چی اصلاٌ هيڅکله ،هيڅ هيواد د بل کوم هيواد سره داسی مرسته او همکاری نده کړی او نه ئی کوی ،چی د هغه نه دی په لنډه يا اوږده موده کی مستقيمی او يا غيری مستقيمی ګټی تر لاسه نه کړی ،وروسته پاته يا د ودی په حال کی هيوادونه هم بايد هيڅکله د بل هيڅ هيواد سره داسی اړيکی او تړونونه ونه لری ،چی د هغه نه دی هم ودوی ته ګټی ونه رسيږی .د وروسته پاته هيوادونو هوښيار مشران د نورو پر مخ تللو او زبر ځواکو هيوادونو سره اړيکی پر دی بنسټ جوړوی، چی له يوی خوا ددهغه نه ددوی په هيوادونو کی اقتصادی وده او سوکالی او همداراز سياسی ټيکاو راسی او د بله پلوه د مقابل لوری ګټی ددوی وګټو ،اقتصادی او هم سياسی ثبات ته زيان ونه رسوی .په دی صورت کی نو هغه منل سوی نړۍ وال اصل يعنی متقابلی ګټی او متقابل درناوي پر ځای کيږی او دواړه هيوادونه د هغه نه پوره ګټه پورته کوی ،يعنی وروسته پاته هيواد اقتصادی ودی ، پر مخ تللی سياسی او اداری نظام او مدنی ټولنی ته لاس رسی پيداکوی او يوه پر مخ تللی او غوړيدلی ټولنه جوړوی، او پر مخ تللې هيواد هم خپلو ستراتيژيکی ګټو ته رسيږی.دغه ته وائی متقابلی ګټوری اړيکی.خوپه دی هکله تړونونه بايد هيڅکله د پردی تر شا نه وی او ټول ملت په خبر وی ،له همدی امله د اساسی قانون له مخی د پارلمان لخوا دداسی تړونونو تائيد ضروری دی .دغه ډنډوری ،چی ګواکی د پوځی اډو د جوړولو په هکله تړون د خلګو نه په پټه تر سره کيږی ،بيله د خلګو دفکرونو د مغشوشولو او پر حکومت د خلګو د بی باوری کولو لپاره د هڅو نه پرته بل څه نه دی.خو خلګ اوس په هر څه پوه سويدی.

اوس به راسو زموږ د بحث اصلی موضوع يعنی دا چی پوځی اډی د چا په ګټه دی او دهغو نورو پوښتنو ځواب ته ،چی په لومړی سرکی مو مطرح کړی.

آيا په افغانستان کی د امريکا د نتحدو ايالتونو اوناټو د پوځی اډو جوړول اړين دی که نه؟ آيا بيله دغو اډو نه هم کيدای سی ،چی افغانستان ته سوله،يرمختګ او ټيکاو راسی که نه ؟

په دی مسئله کی  دوی خواوی شاملی دی يعنی د امريکا متحد ايالتونه او ناټو له يوی خوا او افغانستان د بلی خوا:

څرګنده خبره ده، چی د افغانستان د جيو ستراتيژيک موقعيت د په نظر کی نيولو سره، په افغانستان کی ددغو پوځی اډو جوړول د امريکا او ناټو لپاره ارزښت لری، که داسی نه وای  نو دوی دا کار هيڅ وخت نه کاوه.

اوس به راسو افغانستان ته :

زما آند د افغانستان په خاوره کی د نوموړو اډو جوړول د افغانستان لپاره په هيڅ صورت تاوان نه بلکی ډيری زياتی ګټی هم لری، چی په لاندی ډول ئی غواړم بيان کړم:

افغانستان تر اوسه پوری کم ځواکۍ دی او د بهرنی هيواد د ګواښ په وړاندی په يوازی توب نسی دريدلای. که چيری موږ د افغانستان و تيرو پنځه ويشتو کلونو ته نظر واچوؤ نو موږ هر وخت د ګاونډيو هيوادونو پاکستان، روسيی او ايران د تيريو او لاسوهنو له امله د جګړی په اور کی سوځيدلی يو. آن د هغه نه مخکی هم هر وخت روسيی، ايران او پاکستان په پټه او ښکاره ، د استخباراتی، اقتصادی ،پوځی او ډيپلوماټيکی چينلونو له لاری زموږ په کورنيو چاروکی لاسوهنی کړيدی او موږ ئی دغی ورځی ته کښينولی يو. زه په لنډ دول غواړم د نوموړو لاسوهنو يادونه و کړم:

     کله چی د افغانستان د وخت ولسمشر شهيد محمد داود خان د خپل حاکميت په وروستی کال د شوروی اتحاد په يوه رسمی سفر مسکو ته تللی وؤ، نو د هغه وخت د شوروی مشر برژنيف ،د رسمی خبرو اترو په وخت کی په ډيری سپين سترګی افغان ولسمشر ته وويل ،چی تاسی نه بايد د افغانستان په شمالی سيمو کی د غربی هيوادونو کارپوهان په کار وګماری، چی داود خان د افغانستان په کورنيو چارو کی د شوروی ددی بيشرمانه لاسوهنی په وړاندی د غوسی نه ډک غبرګون و ښود او په همدی ځای ئی خپل رسمی سفر بيله مخه ښه نه ، پای ته ورساوه او ويل کيږی ،چی روسانو د داود خان ددغه چلند په وړاندی د غچ په توګه کودتا ته سازمان ورکی .دغه راز کله چی په نولس سوه دوه نوی کال کی د ملګرو ملتونو د سازمان د سر منشی د ځانګړی استازی بينن سيوان د هڅو په پايله کی ډاکتر نجيب الله دی ته حاضرسو، چی استعفی وکړی او واک د ملګرو ملتونو لخوا يوه جوړ سوی پنځه لس کسيز کميسيون ته و سپاری ، چی په دی توګه به په افانستان کی دغه دولس کلنه کورنی جګړه پای ته رسيدلی وای او افغانستان به آن پنځه لس کاله پخوا د يوه قانونی حګومت درلودونکی وای.، خو روسانو د وطن ګوند په دننه کی د خپلو اجنټانو او تالی څټو ، د نظار شورا، اسلامی جمعيت ګونداو دوستميانو په واسطه ډاکتر نجيب الله ته په ډيره بيړه، په وروستې ورځ کودتا وکړه او د سولی دغه بهير ئی ،چی نژدی په سلو کی نه نوی بريالی سوی وؤ، نا کام کړ او ټول هيواد ئی په وينوکی ولمباوه . په کابل کی نژدی شپيته زره کسان ووژل سول او د کابل ښکلی ښار ئی کنډواله کړ. د روسانو سره دا ويره وه، چی قانونی حکومت به هرومروددوی نه د جګړی غرامات و غواړی او دوی به دی ته اړ باسی ،چی دنولس سوه نه اويا کال د پوځی تيری له امله د افغانستان د خلګو نه بخښنه و غواړی.

همدا راز د پاکستان د وخت صدراعضم نواز شريف د ګاونډيتوب د اصولو خلاف په ډ يره بی شرفۍ او سپين سترګۍ سره په دی وياړ کاوه ،چی ما د افغانستان اْردو ،چی په سيمه کی يو ځواکمن اردو ؤ، له مينځه يووړ.

آيا ايرانی اتباعو، آن ډيپلو ماتانو، د افغانستان په جګړو کی په مستقيمه توګه برخه نه اخستله او د افغانانو تر مينځ ئی د شيعه او سونی او تاجک،هزاره،پښتون او نورو په نومونو قومی ناندريو ته لمن نه وهل؟ آيا نوموړی هيوادونه اوس هم آرام ناست دی؟ آيا په جلال اباد، غزنی،بدخشان او نورو سيموکی په خونړيو اخ وډبونو کی د نوموړيو هيوادونو څرګند او پټ لاس نسته؟ په کوم حق د روسېی ددفاع وزير سيرګی ايوانوف ،چی د کی جی بی پخوانۍ جنرال دی او شايد تر پوتين وروسته د روسېی ولسمشر هم سی، وائی چی ګواکی په افغانستان کی د قومی لږکيو حقونه تر پښو لاندی سوی دی؟ مېره می نه ليده تر مور مېنه! حال داچی دوی په روسيه کی قومی لږکی په راکټونو ولی ، زر کيلو ئی بمونه باندی اوروی، چی په نتيجه کی ئی د ګروزنی ښار لوټه لوټه کړ او په لسګونو زره بی ګناه ماشومان ،ښځی او بوډايان ئی ووژل..دغه راز په روسيه کی د پوتين د واکمن يعنی واحدی روسيی ګوند مشر او د هغه هيواد د بيړنيو چارو وزير سيرګی شايګود افغانستان د وخت ددفاع د وزير قسيم فهيم سره په يوه خبری کنفرانس کی، په کوم حق وائی چی روسيه ، په افغانستان کی د تاجکانو د ګوند نه ملاتړ کوی، حال دا چی تر اوسه د نظار شورا په رسمی توګه خپل ګوند د تاجکانو د ګوند په نوم نه دی بللی، خو فهيم هلته دغه خبره رد نه کړه. آيا د روسېی د يوه پارلمانی فرکسيون او د روسېی ليبرال ډيموکرات ګوند مشر، ولاديمير ژيرينوفسکی  د ان ټی وی تلويزيون له لاری  په لوړ اواز و نه ويل ،چی پر افغانستان بايد د اټم بم استعمال سی او دری ويشت مليونه افغانان دی ووژل سی ؟ او هيڅ چا هم دده ددغه فاشيستی چلند له امله پوښتنه ونه کړه .

کيدای سی دی لړی ته نور هم دوام ورکړه سی ، خو زموږ د بحث اوسنۍ موضوع دا نه ده او کيدای سی په دی اړوند بيل بحث وسی. خو داخبره ټولو ته د لمر غوندی روښانه ده چی نوموړی هيوادونه ،په ځانګړی توګه روسيه او پاکستان د خپلو اجنټانو او نوکرانو له لاری د لاسوهنو ډير امکانات لری او هر ګړۍ کولای سی ، چی افغانستان يو ځل بيا بی ثباته او دکورنۍ جګړی اورته ئی ور ټيله کړی، چی د تيری اونی پيښی ئی څرګند ثبوت دی..

افغانستان اوس د خالپوڅو د ناروغ ماشوم په شان دی ، چی شا او خوا ته ئی کاږان ، ګيدړان، چغالان او نورځناوران راټول سويدی او ګړۍ شميری ، چی کله په ئی په غوښو خپل غاښونه ښخ او ټوټی ټوټی ئی کړی . که چيری داسی یو غښتلې لاس د افغانستان ننګه او ملاتړ ونه کړی او دغه غليم هيوادونه د هغه د زور نه ونه بيريږی ،نو موږ خو خپله تر اوسه ددی امکانات نه لرو ، چی د هغوی د لاسوهنو ، دسيسو او لمسونو مخه ونيسو.

له بله پلوه پاکستان بيریږی ، چی د افغانستان او امريکا د متحدو ايالتونو تر منځ نژدی دوستانه اړيکی به د امريکا سره ددوی پر اړيکو ناوړه اغيزه و کړی او هغه لنګه غوا چی دوی څه د پاسه پنځه ويشت کاله لويشلی ده او د هغه د برکته ډير اقتصادی او تخنيکی پر مخ تګونه کړيدی او آن د اټمی بم خاوند لا هم سو ، اوس ددوی د ګوتو څخه وزی .ځکه نو د بيلا بيلو دسيسو په جوړولو د افغانسستان او امريکا تر منځ د ښه او دوستانه اړيکود جوړيدو سره  سخت مخالفت کوی.

ايران خو د افغانسان د لاری د ترکمنستان د ګازو د نل ليکی د تيريدو سره هم مخالفت کوی او د ايران اخوندان په دی ښه پوه دی چی د امريکا سره د دوستانه اړيکو په ټينګيدو سره  به ديوی خوادوی ددی امکانات له لاسه ور کړی ، چی د افغانستان په کورنيو چاروکی لاسوهنه وکړی او له بلی خوا ايران هم بيريږی چی ددغو همکاريو په نتيجه کی به افغانستان يو پر مخ تللی هيواد سی او دا به دوی ته هم ستونزی رامنځ ته کړی. . ځکه چی دوی ته دا څرګنده ده ، چی ددوهمی نړيوالی جګړی نه وروسته ، ورانه ويجاړه اروپا او لوټه لوټه المان د امريکا د متحدو ايالتونو سره د تخنيکی او اقتصادی همکاريود مارشال پلان په پايله کی اباد سول .جاپان ، جنوبی کوريا ، چيلی او نور هيوادونه ،چی د امريکا د متحدو ايالتونو سره ئی دوستی او همکاری لرله ، د پرمختګ کومو پوړيو ته و رسيدل؟ آن پاکستان لا اټمی بم جوړ او د هند سره پوځی انډول ته پکی ورسيد.

آيا پاکستان د امريکا سره ددوستۍ د ساتلو په خاطر د خپل ملګری يعنی طالبانونه تير نه سو او هغوی ئی لاس تړلی امريکا ته و نه سپارل؟ دا ولی؟ داددی خاطره چی د امريکا سره ئی دوستی نه غوښتل خرابه کړۍ. دوی خپله د امريکا سره همکارې او دوستی ته په دومره ارزښت قايله دی خو ما بيا نه پريږدی چی د امريکا سره دوستی و لرم.

روسان خو آن امريکائی ټوريستانو ته دومره غوړه مالی کوی ، چی د بل هيواد تر ولس مشر هم ډير درناوۍ ورته کوی.

د امريکا سره په دوستی او همکاری کی هيڅ  چا زيان نه دی ليدلی خو ددښمنی له امله ئی زيان ډير سويدی .

د پورته خبرو نه په ډاګه څرګنديږی ،چی دافغانانو دښمنان نه غواړی ، چی زموږ خلګ او هيواد سوله او ټيکاو ولری او د اقتصادی او تخنيکی پر مخ تګ لوړو يړاونو ته و رسيږی ، ځکه نو د امريکا د متحدو ايالتونو سره د افغانستان ددوستی او نژدی همکاری مخالفت کوی .

اوس پوښتنه داده ، چی دغه غليم هيوادونه که نه غواړی ، چی افغانستان د امريکا د متحدو ايالتونو  سره ښی او ګټوری اړيکی و لری نو خبره ئی معلومه ده ، خو ولی يو شمیر افغانی روڼ آندی ددی سره مخالفت کوی؟

زما په آند ددوی يو شمير ئی د مسئلی و ژور والی ته متوجی نه دی او يا د هغی زړی مفکوری تر اغيزی لاندی راغلی دی ، چی وائی افغانان پردی نه منی .زما له نظره وطنپالنه دا نه ده چی موږ ځانونه د ټولی نړی نه بيل کړو ، وروسته پاته واوسو او خلګ مو وږی او بی سواده واوسی ، روغتونونه ، ښونځۍ ،  سړکونه او نوری اسانتياوی ونه لرو او يوازی په دی و وياړو چی موږ ښه جګړه کولای سو او سر سختی يو.دا سمه خبره ده چی موږ هر کله د خپلی خاوری نه په کلکه دفاع کړيده او ډيری قربانی مو ور کړی دی، چی په نړۍ کی ئی لږ سارۍ ليدل سویدی .خو له بله پلوه موږ هر کله د جګړی د ګټلو نه وروسته د يو شمير بهرنيو او کورنيو افغان دښمنه کړيو ددسيسو قربانی سوی يو او د پر مختګ د نړيوال بهير نه هم پاته سوی يو .

اما يو شمير افغانستانيان د خپل افغانی ضد خصلت او خصومت له مخی په شعوری توګه ددښمنی ل لاری ددغو همکاريو سره مخالفت کوی او دوی ځانونو ته افغانان هم نه وائی .که د خپل هيواد تير تاريخ ته وګورو نو تل د افغانستان په دننه کی يو شمير افغان دښمنه ډلی او ګروپونه موجود ؤ ، چی هر کله چی افغانستان د پرمختګ لوری ته سم سويدی ، نو  دوی په ډيره حيله ګری، مکر او دسيسو سره د لستوڼی د مارانو په شان ، هڅه کړيده ، د هغه مخه ونيسی او تر ډيری کچی په دی لاره کی بريالی سوی هم دی .خو زما په آند اوس افغان اولس او روڼ آندی ئی پوه سويدی او نور ددوی دغه دسيسی او لمسونی کار نه ورکوی .

ما چی تر اوسه پوری د امريکا د متحدو ايالتونو او افغانستان تر منځ ددوستانه اړيکو او په افغانستان کی د ناټو او امريکا د پوڅی اډو د جوړولو د مخالفينو ليکنی او نظريات لوستی او اوريدلی دی ، نو په هغو کی می هيڅ کله د افغانستان ملی ګټو ته د نوموړو اړيکو او اډو د جوړولو د ممکنه تاوانونو يادونه نه ده ليدلی او نه هغه په ګوته سويده ، بلکی برعکس حتی د هغو د ګټو يادونه  ئی هم سويده، خو په دغو مخالفتونو کی يوازی د ايران او روسيی د ګټو خبری کيږی، چی ګواکی په دی اډو سره به د هغوی ګټوته په سيمه کی زيان ورسيږی .زه و داسی افغانانو ته حيران پاته يم چی دخپل هيواد د ګټو پر ځای د نورو غليمو هيوادونو د ګټو په هکله فکر کوی او دی کار وارخطا کړی دی ، ځکه نو ځانونه افغانان نه بلکی افغانستانيان بولی .دوی دافغانستان پر ځای د ايران او روسيی د ګټو ساتونکی دی .دا په داسی حال کی ده چی همدغه هيوادونه زموږ د بربادی او تباهی اصلی عاملين دی .

بله خبره داهم کيږی ،چی په افغانستان کی د امريکا د متحدو ايالتونو اوناټو د پوځی اډو په جوړيدو سره به د افغانستان خپلواکی ته زيان ورسيږی او لکه څنګه چی افغانان پر خپلواکی مېن دی نو دوی ځکه ددی اډو د جوړيدو سره مخالفت کوی .

لومړۍ به راسو خپلواکۍ ته :

 که د خپلواکی څخه منظور داوی ،چی یو هیواد د بل هیڅ هیواد او نړی والی ټولنی خبرو ته غوږ نه ږدی او همکاری نه ورسره کوی ، نو داسی رژیم خو موږ څلور کاله مخکی د طالبانو په وخت کی لری ، چی نور دی ئی خدای هیڅکله نه راولی .

په اوسنی نړیوال نظام کی د نړۍ ټول هیوادونه یوپه بل پوری تړلی دی او هر کله به د نړیوالی ټولنی نظریات په پام کی نیسی .د نړۍ هڅ یو هیواد نسی کولای د نورو هیوادونو نظریات له پامه و غورځوی او درناوۍ ورته ونه کړی ، آن که دومره یوځواکمن هیواد هم واوسی لکه د امریکا متحد ایالتونه .نو په دی اساس د افغانستان راتلونکی حکومتونه به هم هرو مرو د نړیوالی ټولنی ، ناټو او امريکا سره ښی اړیکی ساتی او د هغوی سره به ګډه همکاری کوی، که نه نو د طالبانو ، د بیلاروس د لوکاشینکو او شمالی کوریا د رژیمونو غوندی به تجرید وی ، چی دغه کار د افغانستان د ملی ګټو په خلاف دی .

  له بله پلوه که المان ، جاپان ، جنوبی کوریا ، ترکیی او یو شمیر نورو هیوادونو ته وګورو ، چیری چی د امریکا د متحدو ایالتونو او ناټو پوځی اډی دی ، نو آیا په نوموړو هیوادونوکی خپلواکی د ګواښ سره مخامخ سویده ؟ که چیری په بیلابیلو وختونو کی د امریکا سره د نوموړو هیوادونو مخالفتونو ته وګورو ، چی زه اوس نه غواړم په تفصیل سره خبری باندی وکړم ، نو دی پایلی ته رسيږو چی نه ، په هیڅ صورت د هغوی خپلواکۍ ته زیان نه دی رسیدلی او پوځی اډی په دی اړه هیڅ رول نسی لوبولای او کیدای سی بیله د پوځی اډو د شتون نه هم د یوه هیواد خپلواکی تر پوښتنی لاندی راسی .که چیری زموږ د خپلواکی برخلیک هم د المان ، جاپان او نورو پر مختللو هيوادونو غوندی کیږی بیا خو نو ډیره ښه خبره ده .که چیری د افغانستان خلګ د نوموړو هیوادونو غوندی بسیا ژوند و لری او د پرمختګ دغو لوړو پوړیو ته و رسیږی نو دا خو بیخی سمه خبره ده او هیڅ ستونزه نه لری او دا به دافغان ملت لپاره لویه نیکمرغی وی .که ددغو ښاغلو نه پوښتنه وسی ، چی آیا د المان او جاپان باتور او میړنی خلګ وطنپاله نه دی ، چی په خپلو هیوادونو کی ئی د امریکا متحدو ایالتونوپوځی اډو ته ځای ورکړیدی ؟ آیا موږ تر هغوی ډیر وطنپاله یو ؟ آیا د نوموړو هیوادونو مشران ، چی په اذاد او ډیموکراټیکه توګه ټاکل سوی دی ، وطن پلورونکی دی ، چی ددی اډو سره مخالفت نه کوی ؟ اوس ددغه دواړو هیوادونو حکومتونه هڅه کوی د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دایمی غړیتوب تر لاسه    کړی .موږ ، چی دوؤ زبر ځواکو ته مو ماته ور کړیده ډیر ویاړونه لرو او که جاپان او المان ، چی په دویمه نړیواله جګړه کی ئی ماته خوړلی خو اوس ئی تخنیک ټولی نړۍ ته رسیدلی دی  ؟ موږ ټولی نړۍ ته مهاجر وطنوال او مخدره توکی صادروؤ خو دوی پر مختلی تکنالوژی . دغه په رښتینی توګه د ویاړ وړ خبره او وطنپالنه ده ، نه د نورو هيوادونو سره کینه او دښمنی .

نوبالاخره دی نتیجی ته رسیږو ،چی د امریکا د متحدو ایالتونو اوناټو پوځی اډی زموږ ملی ګټو او خپلواکی ته هیڅ زیان نه رسوی ، بلکی ددغو اډو شتون زموږ په هیواد کی د ټیکاو ظامن او د پرمختګ سره ډیره مرسته کولای سی . نور به نو په افغانستان کی هیڅ څوک او هیڅ سیاسی ګوند او ډلی ټپلی د کودتا ګانو او دسیسو په فکر کی نه وی ، بلکی یوازی او یوازی به دخلګو د رایو او دموکراتیکو اصولو پر بنسټ واک ته د رسیدلو لپاره هځه کوی ، چی دا خپله په هیواد کی د نورو پرمختللو ټولنو په شان ولس واکی او پرمختللی اداری سسټم رامنځ ته کوی ، چی هغه بیا د افغانستان د اقتصادی  ، تخنیکی او کلتوری ودی ته لاره پرانيزی او مرسته ور سره کوی .

زما له نظره وطنپالنه د پردیو نه کرکه نه ، بلکی د خپلو خلګو د هوسا او ارام ژوند تآمین ، د هیواد اقتصادی او کلتوری پر مختګ دی .

اوس په افغانستان کی د امریکا ئی پوځی اډو د جوړولو د مخالفو روڼ آندو نه دا پوښتنه کوم ، چی آیا که نن یا سبا امریکایان او نور ټول بهرنیان له افغانستان نه ووزی ، آیا موږ په یوازی توب سره د ګاونډیو غلمانو په شتون کی کولای سو د نړۍ د نوروپر مختللو هیوادونو په لیکه کی ودریږو او په هیواد کی مو ټیکاو راولو ؟ او که یا یو ځل به بیا د غلیمانو په لمسون کورنۍ جګړی ته ټیل وهل کیږو؟

یا بله پوښتنه :

که نن ورځ زموږ دخلګو او هیواد دښمنان په دی پوه سی ، چی دامریکا متحد ایالتونه نور د افغانستان نه ملاتړ نه کوی ، آیا دوی به موږ آرامی ته پریږدی ؟ زه په دی باور یم ، چی نه او فکر کوم ټول زما سره موافق دی .

 نو کله چی د امریکا ملاتړ او شتون زموږ لپاره دومره ارزښتناک دی ، چی په افغانستان کی د سیاسی ثبات سبب ګرځی او هم په راتلونکی کی زموږ د هیواد د اقتصادی او تخنیکی پرمختګ لپاره یو ځواکمن محرک ګرځیدلای سی ، نو بیا ولی موږ د امریکا پر ضد ناری سوری وهو او هغه څه یعنی د پوځی اډو دجوړولوسره ، چی موږ ته ئی هیڅ خطر نه دی متوجی ، بلکی اقتصادی، تخنیکی او سیاسی ګټی مو هم په کښی دی ، مخالفت کوؤ .

زه په دی منطق بیخی نه پوهیږم ، چی موږ ولی د امریکا څخه غواړو ، چی زموږ سره دی اقتصادی، پوځی ، سیاسی ، ډیپلوماټیکی او نوری په ملیاردونوډ الره مرستی و کړی ، خو موږ ددی په بدل کی د امریکا سره داسی همکاری هم ونه کړو ، کوم چی زموږ په تاوان هم نه بلکی په ګټه مو وی ؟ دا خو غیر واقعبینانه چلند دی . د نړیوالو اړیکو بنسټیز پرنسیپ یعنی متقابلی ګټی هم دا نسی منلای . او بیا موږ ، چی کم ځواکه او پر تتی پروت هیواد یو ، خو غوښتنی مو د زبرځواک نه هم ډیری دی او داسی چلند کوؤ لکه ټوله نړۍ چی زموږ یرغمل وی او ټولی نړۍ ته دا دیکتی کوؤ ، چی دوی باید دا وکړی او دا وکړی خو موږ په مقابل کی هیڅ هم نه کوؤ .دا زما له نظره غیر واقعبینانه پالیسی ده او عملی جنبه نسی پیداکولای .

زما له نظره د امریکا دمتحدو ایالتونو سره زموږ هر اړخیزه اړیکی او همکاری او همدا راز په افغانستان کی د ناټو او امریکا د پوځی اډو جوړول ، زموږ د ملی ګټو سره هم غاړی توب لری او دا چانس باید موږ په هیڅ صورت د لاسه ور نه کړو .که نه نو د ظاهر شاه اوداود خان په شان به امریکا ته زارۍ کوؤ ، خو هغوی به همکار ی ته زړه نه ښه کوی او پایله به ئی داوی ، چی افغانستان به دداسی ناورین سره مخامخ سی ، چی پخوا ئی هیڅکله هم سارۍ نه وؤ لیدل سوی او هغه وخت به نو بیا د مچ غوندی سر په دواړو لاسونو وهو خو ګټه به نه کوی .

البته ددی پورته ټولو خبرو څخه زما منظور دا نه دی ، چی د امریکا یانو سره تړونونه دی داسی جوړ سی ، چی په هغو کی یوازی د امریکا ګټی منعکس سوی وی .د افغان حکومت لپاره باید هر وخت زموږ ملی ګټی د ټولو تړونونو بنسټ وی .او بل ډول کیدای هم نه سی ، ځکه چی هر تړون باید د پارلمان لخوا تائید سی .زه په دی باوری یم ، چی دولس استازی به هر کله په ولسی جرګه او مشرانو جرګه کی د هر تړون د څیړولو پر وخت افغانی ګټی په پام کی نیسی او که په کوم تړون کی افغانی ګټو ځای نه وی موندلی نو هغه به هیڅکله ددوی لخوا تائید او تصویب نسی .

همداراز باید ډیر ژر د امریکایانو پر خپل سر پوځی عملیات او د خلګو ځورونه و درول سی .ددی علت هم دادی چی تر اوسه پوری د افغان حکومت او امریکا د متحدو ایالتونو تر منځ تړون موجود نه دی .

زما هیله د ټولو پر وطن مینو روڼ آندو افغانانو نه داده ، چی په دی هکله په پراخه اندازه جر او بحثونه و کړی او په خپلو څیړنو کی ملی افغانی ګټی د ټولو بحثونو اساس و ټاکی او یو پر بل د تورونو  او بیلابیلو حق او نا حق ټاپو د لګولو نه ډډه وکړی .

 

                          ۱۵/۰۵/۲۰۰۵                                                       

 

 

 

 

 

 

Post a Comment