دګډو همکاريومخالفين ولی مخالفت کوی؟
January 7, 2009 – 6:22 pm
دګډو همکاريومخالفين ولی مخالفت کوی؟
آنجنیرذکریا
هالنډ۳۰/۰۵/۲۰۰۵
نن می کله ،چی د انټر نيټ افغانی سايټونه کتل نو په یوه سایټ کی می دامریکا د متحدو ایالتونو سره د افغانستان د ستراتیژیکی همکاریو په هکله خورا ډیری لیکنی تر سترګو سولی او په ډیر ځیر سره می د هغو په لوستلو پیل وکړ .دا ځکه چی زما په آند دا یوه ډیره ارښتناکه او حیاتی موضوع ده او ټول افغانی روڼ آندی دنده لری په دی اړوند خپله رایه څرګنده کړی .خو لکه څنګه چی نوموړۍ سایت د پښتنو ضد افغانستانیانو لخوا ډیر کار یږی او هر کله زیات شمیر پښتنی ضد تبلیغات کوی او د افغانستان نور لږکی میشت قومونه د پښتنو پر ضدلمسوی ،نوځکه ئی بیله یوی نه د نن ورځی ټولی لیکنی هم ددغو سترتیژیکی اړیکو د ټینګیدو مخالفی دی .زه دا نه وایم ،چی ټوله خلګ باید ددی همکاریو نه ملاتړ وکړی ،خو دومره ویل غواړم ،چی ددغی ارزښتناکه موضوع د څیړلو په وخت کی بایدیوازی او یوازی افغانی ګټی په نظر کی ونیول سی او ددی مسئلی د بحث په وخت کی د افغانستان ملی ګټو ته د هغه زیانونه او بریاوی وارزول سی او که چیری دا مسئله د ګاونډیو سره په اړیکو کی هم څیړل کیږی نو بنسټیز اصل باید افغانی ملی ګټی وی .
اوس به راسو نوموړو او ځینی نورو هغو لیکنو ته ،چی په تیره اونۍ کی په دی هکله لیکل سویدی .خو زه نه غواړم د چا نوم او تخلص اویا ئی د مقالی نوم یاد کړم ،خکه چی زما موخه دانه ده ،چی پر کوم چا نیوکه وکړم بلکی موخه می داده ،چی دافغانی روڼ آندو تر مینځ په جر او بحثونوکی سړۍ کولای سی په ډیروشیانو پوه او په ډیرو واقعیتونو خبر سی .که چیری د کومی خبری د څیړلو په وخت کی کوم نقل قول راوړل کیدی او دهغه نه کوم څوک په دی پوهیدی چی دا د چا د لیکنی په هکله خبری کیږی ،نو دابه یوه ناچاری وی او هیله من یم ،چی نوموړی لیکونکی به می وبخښی او زما نه خپه نه سی .
له بده مرغه په نوموړو لیکنوکی زیاتره برخه ،د افغانی ملی ګټو د ارزولو نه پرته وچ کلک دګاونډیو هیوادونو د ګټو په هکله خبری سویدی ،خو یوه اندازه (که څه هم ډیر لږ )افغانی ګټو ته د هغه یادونه هم پکی سویده ،چی زه اوس غواړم وئی ارزوم .
یو ددغو ښاغلیو نه وائی : ولس ته ﻻ تر اوسه ددې مسئلې ليرليد سم او شفاف نه دی بيان سوی او دا خبره نه ده سپينه سوې چې ددغه دايمي پوځي اډو سناريو به زموږ د هېواد راتلونکې ته څه زيری ورکوي او هغه به چيري بيايې؟ زما له نظره له هر څه نه مخکی خبره پر ستراتژیکو اړیکواو همکاریو ده نه پر (دایمی پوځی اډو)،ځکه په سیاست کی هيڅ شی دايمی نه دې او زما په آند دغه نیوکه پر ځای ده ، چی حکومت بایدولس ته په پراخه کچه ددغو ستراتیژیکو همکاریو په هکله مالومات ور کړی اوله بله پلوه روڼ آندی هم ملی دنده لری په دی هکله هر اړخیزی څیړنی او ارزونی وکړی تر څو ټول ملت د هغه په ګټو او زیانونو پوه سی ،خو یو ځل بیا تکراراْ وایم ،چی په دی هکله باید احساساتی چلند ونه سی او نه هم داسی مسائل مطرح کړی ،چی هغه د ملت په درد هیڅ نه خوړل کیږی .وګوری یو داسی وائی
نفوذ وحضور بیگانه , خصال آزادی دوستی و آزاد ه گی مردم بیگانه ستیزمیهن را زایل میکند( یعنی دده منظور دادی که بهرنیان په افغانستان کی حضور ولری اونفوذ وکړی دا نو ډیر بد کار دی اودا کار د خلګو دپردی ستیزی روحیه خرابوی .يعنی ددغه ښاغلی له نظره موږ باید له بهرنیانو سره د همکارۍ او دوستۍ اړیکی ونه لرو دا ځکه ،چی زموږ دخلګود پردیو نه کرکه لری .حال داچی دا سمه خبره نه ده .زموږ خلګ دتیریو کونکو په مقابل کی کرکه لری نه دهغه چا په وړاندی چی ددوی سره مرسته کوی .که دده منظور داوی چی د افغانستان خلګ د روسانو په وړاندی ودریدل او وجنګیدل ،دادې د پردیو سره د افغانانو کینه نه بولی ،نو روسانو خو زموږ پر خاوره پوځی تیری کړی وؤ ،خو نړیوال ائتلاف د ملګرو ملتونو د پریکړی سره سم افغانستان ته راغلی دی ،چی دی ته تیرۍ نه سو ویلای او د همدی امله هیڅ یوه هیواد په نړۍ کی ددی سره مخالفت ونه کی ،حال داچی د روسانو د تیری په وړاندی د نړۍ ۱۲۳ هیوادونو او دملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۵ دایمی غړو نه ۴ ئی دغه تیرۍ په کلکه وغندې او روسانو ونه سوای کړلای ددغه لپاره کوم قانونی ثبوت پیداکی .خو زما لپاره د حیرانتیا خبره داده ،چی همدی ښاغلی د روسانو پوځیانو ،لینن ، کریملن او آن د کلاشنیکوف مرمۍ ته ئی لا شعرونه ویل خو نن بیا د پردیو سره د کرکی خبری کوی . آیا روسان پردی نه بلکی زموږ ډیر نژدی خپلوان وه ، چی ده د هغو په وړاندی د داسی کینی او خصومت نه کار نه اخستی. له بله پلوه ده څه موده مخکی امریکائی او ائتلافی ځواکونو ته »فرشته های صلح » ویل ،خو اوس نه پوهیږم څه پیښ سول ،چی د سولی دا ملایکی اوس »میراث خواران امپریالیزم بریطانیا ی کبیر» سول او آن د احمد شاه مسعود د وژلو پړه هم دهغو په غاړه ولویدله او پخوا به ئی لویه جرګه د افغانانو منلۍ دود بلی خو اوس بیا داسی وایی « از ین کجروشیهای آشکار یک نتیجه منطقی بدست می آید که سناریوی 11 سپتمبر ترورفرمانده مسعود ، کنفرانس” بن “ لویه جرگه ها ی طراز قرون وسطایی صحنه سازیهای انتخاباتی برای ریاست جمهوری وشورای ملی وآزادیهای بی پشتوانه مردمی یک هدف ستراتیژیک داشته ا ست ودارد تا نخست آخرین پا یگا ههای مقا ومت ملی دموکراتیک ومردمی کشور درهم شکسته و جاروب شود و آنگا ه چاووشان( طلایه داران وپیشقراولان) سلاطین نفت از افغانستان به حیث تخته ء خیزی بسوی ثروتها و بازار کشورهای نو استقلال آسیای میانه بوِیژه بسوی میدانهای گاز ونفت سرشار بحیره خزر(1) گامهای نوینی بلند نمایند.«
زه پوه نه سوم دده منظور د مقاومت نه د چا مقاومت دی ؟آیا د طالبانو حملو ته دی اوس د هیواد دخلګو ملی او دموکراتیک مقاومت وائی ؟پخوا خوئی هغوی ته ډیری سپکی سپوری ویلی اوس څه پیښ سول ،چی هغوی ته د مقاومت مردمی خبری کوی؟یاکیدای سی دده منظور د نظار شورا او شمالی ټلوالی له جګړه مارو نه وی او په هغوی ډیر خپه وی،چی آن هغوی ته پا یگا ههای مقا ومت ملی دموکراتیک ومردمی کشوروائی .که چیری د نوموړی منظور رشتیا هم نوموړی جګړه مار وی ،بیا نو ددی ځخه داسی معلومیږی ،چی دغه ښاغلی ددومره سترو علمی درجو د لرل،چی هر هکله ئی پر ځای او بیځایه د خپل نوم سره لیکی ،سخت تر پوښتنی لاندی راځی .که د خلګو د ملی دموکراتیک مقاومت پایګاه وی دغه جنګسالاران او لوټمار وی ،نو وای ددی خلګو پر تیر ،اوس او راتلونکی .خوزما په آند دلته باید حتماْ تر کاسی لاندی نیم کاسه وی .اویا دی هم د نورو افغانستانیانو غوندی وارخطادی ،چی ددی ستراتیژیکی همکاریو په نتیجه کی به افغانستان وده وکړی او دا به دده او دده غوندی نورو افغانستانیانو لپاره ډیر ستر ناورین وی.د نوموړی ښاغلی خبری زیاتره دومره ضد او نقیضی وی ،چی قطعاْ د چا سر نه په خلاصیږی ،چی دی څه وایی او څه غواړی ،کیدای سی اروائی ناروغی به لری؟
یو بل ښاغلې بیا ددی خاطره ،چی د روسانو تیری ته قانونی بڼه ورکړی او سم ئی وښیی ،داسی لیکی : همهء مردم ما شاهد هستند که گروهای بیرون رانده شدهء مجاهدین از کابل در نتیجهء یکبازی استخباراتی، برای بازگشت بقدرت از کیها که استمداد نجستند، تجربه دعوت از شوروی وروسیه که بار اول بوسیلهء امیر نامدار افغان، عبد الرحمان خان در جنگ قدرت علیه خانوادهء خودش وبخاطر کسب قدرت آغاز وانجام پذیرفته وامیر الموءمنین جناب عبد ا لرحمان خان مهماندار روسها بود، در زمان امان اله خان نیز این اقدام مورد بر رسی قرار گرفته ولی بپایهء اکمال نرسید، اما دولت شاهی تمام امکانات نظامی خود را از طریق روسها تهیه میکرد وروابط خیلی نزدیک نظامی را با دولت شوروی بر قرار کرده بود ، آن سیاست در دوره مرحوم داوود خان ادامه یافت تا اینکه دولت ج .د.خ .ا نیز برای دفع وطرد مداخلهء خا رجی وبصورت قانونی قطعات شوروی را به افغانستان دعوت کرده بود، بار دیگر در شرایط کاملاءجدید تکرار شد.
دغه ښاغلی ددی لپاره ،چی روسی پوځی تیرۍ ئی توجه کړی وی نو افغانستان ته د روسی او یا نورو هیوادونو د سیاسی هیئتونو راتلل ،د هغه هیواد د پوځی یرغل سره یوشانی ارزوی .حال داچی کیدای سی یو هیوادد بیلابیلو هیوادونو سره سیاسی،سوداګریزی،کلتوری او ډیپلوماټیکی اړیکی و لری،خو دا په دی مانا نه دی چی نوموړی هیوادونه دی پر هغه پوځی تیرۍ وکړی.دې بله خبره داکوی ،چی دافغانستان دولت دوی په قانونی توګه رابللی وه ؟ تر اوسه خو په دی اړوند هیڅ ثبوت نسته او دهغه وخت د حکومت ټولو لوړ پوړو چار واکوویلی دی ،چی دا یو تیرۍ وؤ او شوروی پوځیان هیڅ چا افغانستان ته نه وؤ بللی .نو دا د خلګو په سترګو کی د خاورو اچول ،د بهرنیو یرغل ګرو تبرئه کول او د دښمنانو په ګټه د خپلو ملی ویاړونو او ګټو نه تیریدل دی ،چی دا دافغان باتور ملت سره ستره جفاه ده.دې د شمالی ټلوالی په هکله وړاندی وایی :
ولی اینبار حاکمیت جهادی ایکه کابل را بدون کوچکترین مقاومت تحت بهانهء جلوگیری از خون ریزی شهریان کابل، ترک کرده بود، برای بدست گرفتن لقمهء چرب حاکمیت از دست داده بوسیله خودش، وآنهم در یک قمار بی سنجش ونا عاقبت اندیشانه وبدون گرفتن تضمینهای قابل اعتماد از جیزگر بزرگ دوران ، نه بیک آدرس بلکه بده ها آدرس وکشور مراجعه کرد، تسلیحات نظامی بدست آورد و حمایت روسیه را که زمانی ببادار ما شهرت داده بودند طوری کمایی کرد که تمام احتیاجات شان از آن طریق بشمول چاپ ونشر پول تا آمدن دولت موءقت وحتا تا تغیر بانکنوت بر آورده میشد وهنوز آن کمکها شاید در مقیاسی محدود ادامه داشته باشد، خوب کردند که نگذاشتند تا غلامی(!) ما دوام کند لذا خود این وظیفهء پر مشقت را بدوش گرفتند ولی دین وعقیدهء روسها تغیر نکرده وهمان است که بود، ولی برای محتاجان جدید قا بل قبول وبسیار پذیرفتنی شده بودندوبعد قرارداد های جدید، از بکار بردن کلمات کفر وکمونیست در مورد روسها اکیداء جلوگیری شد.
دۍ دشمالی ټلوالی نه مننه کوی ،چی دوی ئی د روسانو د غلامې نه خلاص کړل اوخپله ئی د غلامې کړۍ غاړی ته واچول اونه يوازی دغه د مشقت نه ډکه دنده ئی پرخپله غاړه واخستله بلکی روساونو ته د کفر او کمونست د ويلو نه ئی هم مخنيوې وکی .نوموړی ښاغلی داسی يوه انديښنه ښيی:
با وجود تجارب جهانیان در مورد بقای دوامدار امریکاییها در جاپان، کوریای جنوبی ،آلمان وسایر کشور های اروپایی، امریکای مرکزی وجنوبی، شرق میانه و افریقا ،بامدتی بیشتر از 50 سال ، با وجودی که آن کشور ها به هیچ وجه بآن ضرورت ندارند ولی قطعات عسکری ودولت مربوطهء شان بآن مناطق ستراتژیک ومهم ضرورت دارند، آیا تضمینی وجود داردکه هر وقتی مردم ما خودرا بی نیاز از موجودیت این نیروها احساس کنند وتقاضای خروج آنها را نمایند ، مقاومتی صورت نخواهد گرفت ومخالفتهای مسالمت آمیز مردم بخاک وخون کشانیده نخواهدشد.
تشویش پیدا میشود که آیا ما با این نوع دوستی های نظامی برای خود مشکلات خلق نمیکنیم؟، با موجودیت نیروهای نظامی تا دندان مسلح ابر قدرت جهان آیا ما خود قدرت تصمیمگیری در مسایل سر نوشت ساز داخلی ومحیط ما حول مان را خواهیم داشت ؟، ما صاحب حاکمیت ملی واستقلال اراده خواهیم بود ؟
په نوموړو یادو سوؤ هیوادونوکی خو هیڅ دهغه هیواد خلګو او حکومتونو ددغو اډو د وتلو غوښتنه نه ده کړی .دا دامانا لری چی نوموړی اډی ددغو هیوادونو د خلګو په ګټه دی .که داسی نه وای نو هغوی به په دی اړوندپراخ احتجاجونه کړی وای ،چی داسی نه دی سوی .اما د نوموړی لیکونکی زړه ډیر ورته تنګ دی ،چی دغه پوځی اډی ولی د نوموړو هیوادونو نه نه وزی .د نوموړو هیوادونو خلګو هرومرو په امریکائی پوځی اډو کی ګټه لیدلی ده او خپل پر مختګ د دغو ۵۰ کلنو همکاریو پایله بولی.دغه ښاغلې هم په اخر کی په دی ټکی اعتراف کوی ،چی په افغانستان کی پخوا هیڅکله هم داسی ډیموکراسی نه وه لکه اوس چی ده .او ډیموکراسی د هر هیواد دودی اصلی محرک ده.
بی نیاز از تذکر است که هر انسان آزادی دوست ، مترقی ودموکرات ، جنگ وستیزه جویی افرطیون بظاهر مذهبی را علیه حاکمیت فعلی نباید تایید کند، برعکس از هر اقدام وتلاشی در راه دموکراسی، تأمین آزادیهای سیاسی وفردی مفید بحال مردم، از باز سازی ونو سازی، از مبارزه علیه ظلم وفساد، از پیروزی حاکمیت نظم وقانون وختم زورگویی ، خودسری، مردم آزاری، باجگیری وجریمه کردنهای شخصی و خلع سلاح همه گروها وباند های تبهکار باید حمایت وپشتیبانی صورت گیرد.
ځینی کسان خوبیله دی چی د حکومت د لوړ پوړیو چارواکو خبری په پام کی ونیسی دومره بد نظر لری چی د ځانه داسی حکم کوی :
از قراين چنين معلوم ميشود که حکومت کنونی افغانستان که موجوديت خود را مرهون حضور نظامی ايالات متحده ميداند، کوشش دارد تا مسئله را به پارالمان کشور محول نسازد و آنرا قبل از تثبيت نمايندگان پارلمان، توسط يک جلسه يا در بهترين حالت طی يک لويه جرگهء فرمايشی شکلآ قانونيت بخشد.
حال دا ،چی لوړیوړو حکومتی چارواکو په وار وار ویلی دی ،چی په دی هکله پریکړه به هرو مرو راتلونکی منتخب پارلمان کوی .
یوبل ښاغلۍ بیا وایی :
امريکا يي چارواکي دا ادعا کوې چي دوي په کورنۍ جگړه کښې دښکيل يوه اړخ سره دنظامي او سياسي مرستو په تر سره کولو سره غوښتل افغانستان دپخوانې شوروې له تاثيراتو او تعرض نه په امان کي وساتي ،افغان ولس ته دمنلو وړ ځکه نده که دافغانستان دسياسي او اقتصادي اړيکو تاريخ په ځير او بيطرفۍ سره مطالعه کړو امريکا يي چارواکي وه چي دخپل دا شان تنگ نظره سياست دپلي کيدو په اساس چي افغانستان ديوه مستقل هيواد په توگه بايد يوازي له امريکا او يابل هغه هيواد سره چي امريکا يي غواړي بهرنۍ اقتصادي او سياسي اړيکي ولري اوبس ،که چيري دافغانستان چارواکو پدغه شان اړيکو کي يوه اندازه دهيواد ملي گټي په نظر کي نيولو سره دنړۍ دنوروهيهوادو سره دروابطو دټينگولو تکل کړۍ سمدستي دامريکا يي چارواکو له طرفه ويل کيده چي افغانستان دشوروي تر نفوذ لاندي دۍ اونه غواړي په اصطلاح دازاد بازارلرونکو هيوادو سره اړيکي ونيسي
که یو ځل د سړی جګړی وخت ته نظر واچول سی ،نو په هغه وخت کی اړیکی داسی وی، چا چی به د امریکا د متحدو ایالتونو نه مرستی تر لاسه کولی بیا نو شورویانو هیڅکله د هغه هیواد سره مرسته نه کول .همدغه رنګه هغه هیواد چی شوروی ته به ئی تمایل درلود نو بیا به امریکایانو د هغه سره مرستی ته زړه نه ښه کاوه .شوروی اتحاد هم هیڅکله د پاکستان سره مرستی ته زړه نه ښه کاوه اودا دهغه وخت یو معمول وؤ.زما له آنده د هغه وخت د حکومتونویوه تیر وتنه دا وه ،چی دوی دا «بی پری توب » ونه سوای کړلای دافغانستان د ابادې لپاره د هیڅ یوه پر مختللی هیوادنه مرسته او همکاری تر لاسه کړی .خو په ټوله نړۍ کی داسی یو هیواد هم نسته چی د روسانو سره په دوستی کی ئی کومی ودی او پرمختیا ته لاس رسې پیداکړی و اوسی ،ولی د غربی هیوادونو سره ئی بیلګی ډیری دی .له بله پلوه زما په آند بی پری توب اصلاْ خپله هدف نه دی او نه کوم څه هیوادونو ته ورکولای سی .اصلی موخه داده ،چی د سمو پالیسیو په انتخابولو سره باید داسی شرایط رامنځ ته سی ،چی هغه د هیواد داقتصادی،تخنیکی او کلتوری ودی سره مرسته وکړی .ولی زموږ دغه د «بی پری توب » سیاست زموږ د هر اړخیزی ودی په مخ کی یو خنډ وه .ولی ددی نه په هیڅ صورت زما منظور دانه دې ،چی موږ باید پر نورو تیرې وکړو او یا دوستانه اړیکی ورسره ونه لرو.بلکی د پر مختللی یوه غښتلی هیوادد دریځ نه موږ کولای سود نورو هیوادونو سره لا ګټوری او پر درناوی ولاړی اړیکی ولرو .دا به هرومرو د ټولو افغانانو لپاره خواشینونکی وه ،چی په افغانی پاسپورټ هیڅ یوه هیواد افغانانو ته ویزه نه ورکول ،دغه وه د شورویانو سره د دوستۍ ګټه ،خو زه فکر نه کوم د داسی یوه هیواد خلګو ته ،چی دامریکایانو سره دوستی لری ،څوک دی داسی سپکاوې وکړی .
اونوموړی ښاغلې بیاوړاندی وایی :
غربي هغو هيوادوکوم چي دامريکا سره يې ښي اړيکي لرلې هم دافغانستان په اړوند دامريکا دخوښې سياست پلۍ کاوه . دا سې په سلهاونور مثالونه تاريخ پيژني چي افغانستان دامريکا او غربي اروپادهيوادو دغلط سياست په پايله کي دشوروي په لور ور ټيل وهل شوۍ دۍ او بل عکس له پاکستان څخه بيدريغه ملاتړ او دهغوي سره تر اوسه پوري نظامي او اقتصادي مرستي رواني دي .
کله چي په هيواد کي په ۱۳۵۷کال دثور دنظامي وسلوال پاڅون په پايله کي قدرت شوروي پلوه سياسي گوند ته ورسيد بيله دينه چي امريکا ددغه گوند سره دسياسي او اقتصادي ښو اړيکو دټينگولو په منظور تکل وکړي د پاکستان له لاري يو ځل بيا هغه ډله را فعاله کړه شوه کوم چي دداؤدخان په مقابل کښي يې کارولې وه ،((دآي اس آي)) پر لاس دامريکا دټولو استخباراتي شبکو په مشور او ملا تړ دجوزا په مياشت کي چي رژيم لا مکمل کارمندان په ټولو دولتي ادارو کي نه وه گمارلي ددولت پر ضد پدي نامه چي اسلام په خطر کي دۍ دنالوستو خلکو په وسله سمباليدلو او هغوي دنوې حاکيميت پر ضد وسلوالو حملو ته وهڅول شول ،په پاکستان کي کمپونه جوړ شول له امريکا نيولي د ځينو عربي او اروپايي هيوادو په شمول په پاکستان او ايران کښي کمپونو ته دپيسو ،وسلو راليږل شروع شوه اوه اسلامي تنظيمونه په پاکستان او نهه په ايران کي جوړ شول او داسلام په خطر کي دۍ تر نامه لاندي په افغانستان کي دشوروي دنفوذ دمخنيوۍي په خاطر دولتي ترورشروع شو.
زه چی ګورم دغه ښاغلی یا د هغه وخت د پیښو نه خبر نه دی او یاپر هغو باندی سترګی پټوی.پاکستان خودخپل جوړښت نه دافغانستان مخالفی ډلی اوټپلی د افغانستان دویجاړی لپاره روزلی خوامریکااو نورو اروپائی او عربی هیوادونو هغه وخت دافغانی مجاهدینو او تنظیمونو سره مرستی پیل کړی چی روسانو پر افغانستان یرغل وکړ او دافغانی مجاهدینو لپاره شعار «د اسلام په خطر کی دی » وؤ، خو دغربی هیوادونو لپاره د کمونیزم لخوا دپوځی پراختیا غوښتنی خطر وؤ .ځکه نو ټولی نړی د هغه دمخنیوی لپاره لاسونه سره یو کړل او دادې بریالی هم سول خو روسانوهم موږ او هم ځانونه بر باد کړل .بله خبره دا چی د۱۳۵۷کال کودتا نه وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا څوڅو ځلی د افغانستان او د امریکا د متحدو ایلتونو تر مینځ د اړیکو د ښه کیدو په خاطر هلی ځلی وسوی ،چی د امریکا د متحدو ایالتونو د هغه وخت سفیر ۱۴ ځله د حفیظ الله امین سره کتلی وه ،خو روسان په دی بریالی سول ،چی د خپلو اجنټانو او مزدورانو په وسیله د امریکا د متحدو ایالتونودسفیر ډابس په ترورسره ددغه اړیکو د ښه کیدو مخه ونیسی .دې کولای سی په دی هکله د زیاتو مالوماتو د لاسته راوړلو په خاطر دغه کتاب ته ،چی په آخر کی ئی نوم لیکل سویدی ،مراجعه وکړی[1] .بله هیله می داده چی ښاغلی د اصطلاحاتو په کارولو کی یوه اندازه ددقت نه کار واخلی او هر څه ته دولتی تروریزم ونه وائی ،ځکه چی هغه بیله مانا لری .دې دغه راز وایی
سره بيره پردې چي هر باسيواده او نالوستۍ افغان پدي ښه پوهيږې چي همدا اوس هم ټول بدمرغي زموږ هيواد ته دپاکستان او ايران له لورې متوجه ده . همدا په افغانستان کي دجنگ جگړې او ترورستانو دشتوالي برکت دي چي پاکستان هرڅه مادي او مالي امکانات تر لاسه کوي
دا خبره خو سمه ،چی روسیه هم بایدورسره یاده سی .دۍ بیا وائی :
دهر سالم عقل خاوند پدي ښه پوهيږي چي اوس دغه اوبه چي چا خړې کړې دي بايد دهغو په مرسته صافي شي دغه اوسنۍ نيم بنده حالت دبهرنيانو دوسلوال شتون برکت دې ،مگر ددي برکت نه داستفادي شکل بايدفرق ولرې
دې دابرکت منی خو د اهغه نه د استفادی شکل بل ډول غواړی خو دغه بل ډول بیانه ښیی ،چی څنګه ؟دې دغه رازوایی :
په افغانستان کې دبهرنيو وسله والو پو ځونو موجوديت ،څه امريکايې او څه ائتلافي ځواکونه دواړه وسله وال ځواکونه دي او له يوې چينې نه اوبه څښي چي نوم يې دناټو نظامي پکټ يا سازمان دۍ ، دوي دافغان ولس په غوښتنه او بل فعل اراده ندي راغلي ،که دملگرو ملتو دسازمان دامنيت شورا دا پريکړه کړي ده هغه بيا هم يو جانبه ده، ځکه دداشان پريکړي وړانديز کوونکۍ افغان ولس او ياد هغوي قانوني استازۍ ندی،دبشر دحقوقو په اعلاميه کي هيڅ يو هيواد ته پر بل هيواد دوسله وال تيري حق په هر منظور چي وي بيله دهغه هيواد دخلکو او يا حکومت دغوښتني او اجازي نه ندي ورکړه شوۍ . ولي متاسفانه اوس دامنيت شورا او ملگرو ملتو سازمان چي کاملا دنړۍ سوپر پاور تر تاثير او اغيزي لاندي دۍ دا واک تر لاسه کړۍ کله چي د امريکا زړه وغواړي او يا دهغوي اقتصادي گټي له خطر سره مخامخ کيږي دامنيت شورا دغړو هيوادو سره ديو سياسي معاملي پر اساس پر بل هيواد دوسلوال تيري حق تر لاسه کوې ،بيله دينه چي ددغه معلول عيلتونه او انگيزي چي بايد وسلواله مداخله وشي ؟ بيطرفانه وڅيړل شي . دا هر چا ته څرگنده ده چي هيڅ ملت پردۍ او نا بللۍ نظامي ميلمه نه خوښوې . افغانان هم له دغه امر نه ځانگړې نشي مطالعه کيداي
دې د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت د شورا نه هم نا خوښې بریښی او نیوکه کوی چی ناټو او امریکائی ځواکونه د افغانستان د خلګو او یا حکومت له خوا نه دی رابلل سوی او د امنیت شورا هر وخت د امریکا سره معامله کوی او غوښتنی ئی منی ،خو دې لکه چی نه دی خبر چی د ملګروملتونو د امنیت شورا پر اعراق باندی امریکا پوځی برید د هیڅ ډول معاملی په پایله کی هم تائید نه کړ او هغه ئی تر اخره وغندی.اوبل د طالبانو په وخت خو حالت داسی وؤ ،چی د خلګو ږغونه په ستونی کی خپه سوی، نوهغو څرنګه د یو شی غوښتنه کولای سوای. داسی هم ښکاری ،چی دده لپاره د طالبانو رژیم تر اوسنی ډیر د منلو وړ وؤ.
دغه رنګه وړاندی دې لیکی :
دافغانستان دولسمشر امريکاته ددا وروستي سفر پدي نامه چي افتخارې ديپلومونه ترلاسه کوي پايلو دا وښودل چي هدف دديپلومو تر لاسه کول نهوه بلکه دامريکا دولس مشر سره دليدنې کتنې په پاي کښې دداشان يو سند لاسليک چي اوس يې ځينې پرنوم نه سره جوړيږې يو شمير يې اعلاميه او مطبوعات يې په فارسي ژبه پيمان او په پښتو دتړون نوم ورکړه شوې دۍ ،خير دا مهمه نده چي دا سند کوم نوم لرې ارزښتناکه دا ده چي دا سند په بيسارې ديپوماتيکو ادبياتو او جملو ليکل شوۍ دۍ او بايد پارلمان ته وړاندي شي ،جلبه که دا يوه عادي اعلاميه وي پارلمان ته دهغي دوړاندي کيدو او دهغو لخوا دتصويب اړينه په څه کي ده؟
زه دی جملوته د ځواب ویلو نه عاجز یم،خو دومره وایم ،چی ددغه سند رسمی نوم ګډه اعلامیه دی او هیڅګله هغه ته باید تړون ونه ویل سی.هلته په څرګنده ویل سویدی چی په بیلابیلو برخو کی تړونونه به بیل لاسلیک کیږی .
وړاندی په یوه بله برخه ړې وایی :
او لبلې خوا دښاغلې کرزی وړانديزونو ته داسي ځواب ويل شوۍ چي ښاغلۍ کرزۍ دهغه نه دخپلاعتبار دساتلو په منظور او امريکا دخپلو پلانونو دپلې کولو په اړوند گټه ځينې اخيستلاي شي .
خو له بده مرغه دی هغو ته ګوته نه نیسی ،ځکه نو زه نه پوهیږم چی دده په زړه کی به څه وی بیا ئی هم د ځواب ویلو نه عاجز یم .خو دا لاندی څرګندونی ئی بیا ډیری په زړه پوری دی :
مطلق اکثريت دامريکايانو ددايمي اډو دجوړيدو سره مخالفت ښکاره کوې او پدي عقيده دي چي دافغانستان عنعنوي بېطرفۍ سياست چي په راوروسته کي يې بيا د1955کال راپدي خوا دنړۍ دبيطرفو هيوادودسازمان دجوړونکي په توگه ساتلۍ دې نور هم وساتي .
ځکه په هر هيواد کي دبل هيواد دنظامي اډوموجوديت دهغه هيواد دسياسي استقلال رنگ پيکه کوې او تر تهديدلاندي يې راولي .
خبره داده چی هر څوک اوس د خلګو پر مطلق اکثریت تکیه کوی ،خو دا بیوزلی خلګ د ځانه خبر نه دی چی دوی ئی په استازی توب خبری کوی .له بله پلوه تر اوسه پوری هیڅ ډول ریفرنډوم اوآن نظر پوښتنه هم نه ده سوی ،نو ددی مطلق اکثریت نظر بیا څنګه چا ته معلوم سو؟ ځکه می نو هغه په سره رنګ نښانی کی .له بله پلوه آیا په المان ،جاپان ،کوریا ،ترکیه او نورو هیوادونو کی چی د امریکا او ناټو پوځی اډی شتون لری ،د سیاسی استقلال رنګ ئی پیکه سوی دی او موږ تر هغو ښه خپلواکه یو؟ آیا ددوی خلګ د خپل هیواد د خپلواکې سره مینه نه لری ؟ زما له نظره د نوموړو هیوادونو خلګ زموږ له خلګو نه ډیر د سواد د نعمت نه برخمن دی او زموږ تر خلګو ښه کولای سی خپل خېر او شر سره بیل کړی . داچی ددی اډو سره مخالفت نه کوی ،حتماْ ددوی په ګټه دی .راځې چی د خلګو په سترګو کی خاوری وانه چوؤ !
راځې چی دی لاندی ټکو ته هم کتنه وکړو :
کيداي شي افغانستان دکوچني وسله وال پوځ په لرلو سره په منطقه کښي دسويس له مثال نه په استفادي سره دملگرو ملتو دځانگړي پريکړي او نړيوال تظمين پر اساس ديو بيطرفه هيواد په توگه اعلان او په رسميت وپيژندل شي او دملگرو ملتو دامنيت دشورا دتظمين پر اساسدهمسايه هيوادو سره داسي يو پروتوکول لاسليک شي چي دهغه پر اساس زموږ په خاوره کي دبيگانهو دهر ډول لاس وهني مخه ونيسي .
دګاونډیو هیوادونوسره خوموږ د پولی ستونزی لرو ،خو د هغو د هوارولو په خاطر څه نه دی ویلی نو دداسی تړونونو لاسلیک کول ستونزمن بریښی ،د بله پلوه دا به ستونزمن وی چی د پټو لاسوهنو مخنیوی دی د ګاونډیانوسره د پروتوکول د لاسلیک له لاری وسی .
دعه رازلاندی ټکی هم د مکث وړ دی :
دا چي ځيني فکر کوي چي دامريکا دوسلوالو قواو دايمي شتون زموږ په هيواد کي ددايمي سولي ضامن دۍ او يا به دهمسايگانو دمداخلو مخه ونيسې ورځنيو پيښو رد کړي ده . په جلال اباد کي دخونړيو مظاهرو شاته څوک وه ؟ همدا اوس دهيواد په زياتو سيمو کي دکابل په شمول نا ارامي او گډوډۍ دچا لخوا حمايه کيږي وسلواله مبارزه بيله وسلې نشي کيداي او دا چي همدا اوس ددولت مخالفين وسله استعمالوې دکومه کيږي ؟ فکر نه کوم چي دوي دې په کورو کې متوليدوې؟ ايران چي دامريکا سره اختلاف لري دمذهبي او ژبنيو اړيکو څخه په استيفادې سره دوه مخيزه سياست چلوې له يوي خوا دافغانستان سره درسمي کانالو له لاري اقتصادي مرستي کوې او له بلي خوا تر اوسه پورې په خپل ټول توان هڅه کوې امريکا په افغانستان کي مصروفه وساتي
دده له نظره د امریکا د متحدو ایالتونو سره د افغانستان ستراتیژیکی همکاری د ګاونډیانو د لاسوهنو د مخنیوی او تل پاتی سولی سره مرسته نه سی کولای .دلیل هم د څواونیو مخکی د جلال اباد او نورو ښارونو خونړې پیښی یادوی .دغه راز دا هم وائی ،چی ایران غواړی امریکا په افغانستان کی مصروف وساتی .زه به په ځواب کی ورته ووایم ،چی خدای دی دهغه حاله وساته ،چی د امریکا او نړېوالی ټولنی ملا تړ راسره نه وی .په هغه وخت به دا ستونزه په دوؤ درو ورځو کی نه وای هواره سوی او دغه خونړې مظاهری به په لویو ګډوډیواو پاڅونونواوښتی وای .
اوبل ځای بیا وایی :
پدي منظور ښاغلي کزري صاحب دثور په اتلسمه دپخوانۍ لوي جرگي دغړوپه گډون يوه غونډه چي بيا ورته دمشورتي غونډي نوم ورکړه شو راوبلل ددي مسلي په هکله پريکړه دراتلونکي پارلمان دنده وبلل شوه او يو شمير زياتو يي دامريکا ددايمي وسلوال شتون سره مخالفت وکړ
دې خپله هم ددی پریکړی په هکله دحکومت دډ یموکراتیک حل یادونه کوی خو دا خبره ئی بیخی سمه نه ده چی زیات شمیر ئی مخالفت وکړ .
په بله برخه کی بیا وایی :
زموږ دهيواد ديرش کلن تاريخ او تر هغه پخوا تاريخي پيښو دا ثابته کړيده چي په افغانستان کي لکه په بل هر هيواد کښي دموکراسې او عدالت دټوپک او ټانک په زور نشي راتلاي
زه خو بیخی ددی خبری په مفهوم پوه نه سوم .دده مقصد دادی ،چی روسان هم دډیموکراسې د پلی کولولپاره راغلی وه که د افغانستان د خلګ ډیموکراټیک ګوند د ډیموکراسی د راوستلو لپاره کودتا وکړه او په زوره ئی په خلګو ډیموکراسی منل او که د مجاهدینو تر مینځ د ډیموکراسی د پلی کولو پر سر وه او یا طالبانو د ډیموکراسی ډیر لیوال وه ؟
اوس به راسو یویو بل ښاغلی ته چی وایی :
زموږ دولتي مشران هم په دې اړه دامريکا د دايمي پوځي اډو پر ضرورت باندي داسي خبري کوي چې ګواکي بس همدا يوکار پاتي دی چې هغه هم بايد په ډېره بېړه او چټکۍ سره ان مخکي تر دې چي د خلکو ټاکلی پارلمان وټاکل سي اويا پردې ملي او حياتي مسئلې باندي خبري او ملي پرېکړي وسي، هغه دي ځاي پر ځاي نهايې او غوره وبلل سي!
ما خو تر اوسه پوری د هیڅ یوه رسمی لوړ پوړی چارواکی نه دا خبره نه اوریدلی ،چی د دی ملی او حیاتی مسئلی په هکله ځای پر ځای نهایی پریکړه وسی او غوره وبلل سی .خو زما له نظره هم په دی هکله باید پراخی او هر اړخیزی خبری وسی ،تر څو ټول خلګ ددی مسئلی په واقعیت پوه سی .
دی داراز وایی :
ددې هېواد پاي به دداسي دائمي پوځي اډو په موجوديت او دسيمي په دې ښور ماښور کې کې څه کيږي ؟ زموږ خپلواکي، زموږ ملي هويت، زموږ د هېوادعنعنوي او دوديز ناپيېلی کرکټر، زموږ بډاي افغاني او اسلامي کلتور او زموږ داولادو سرنوشت به د چا په ګرو کې ايښودل کيږي او دهغه راتلونکي به څه وي؟ ايا زموږ مجاهد او خپلواک افغان ولس به ددې پوځي اډو په موجوديت کې به دې هېواد ته ددې نه باد دربسته اشغال ووايې او که بې چون وچرا مرييتوب؟ او که دواړ.
زما له نظره ددی هیواد پای به هم د نوروهغو هیوادونو د خلګو غوندی وی ،چیری چی دغه ډول همکاری شته دی .دا به د خلګو لویه نیکمرغی وی ،چی سوکاله ژوند ،ټیکاو او اذاده مدنی ټولنه ولری .زموږ مجاهد اولس د جګړی نه ډیر ستړې سویدی نور سوله او آرام ژوند غواړی او په دی هم پوه دی ،چی هیڅکله مریی سوی نه دی او په راتلونکی کی به هم نه سی .
دغه ښاغلې وړاندی وایی :
که امريکايان واقعاً غواړی چې موږ افغانان دبهرنيو لاسوهنو نه خوندی وساتی اومرسته را سره وکړي نو ښه به داوي چې په لومړی سر کې زموږ ملی حاکميت ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملی خپلواکی را تضمين کړی
که دۍ د افغانستان او د امریکا دمتحدو ایالتونو تر مینځ ګډه اعلامیه وګوری ،هلته دا تضمین ورکړه سویدی .
وړاندی بیا دې هم د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی رول ته ګوته نیسی او وایی :
داسي فکر کيږي چې که د امريکا لخوا په صداقت سره داسي خبره اوپه نړيواله کچه تضمين ورکړل سي نو بيا به ټول ګاونډيان پر خپل ځای باندي کښېنیي٠
خوپه بل ځای کی بیاداسی وایی :
هيڅ يو هيواد نسي کولاي
د خپلو ګاونډيانو سره دلړزاني دوستۍ مزي دنور ځبر ځواکونو په پوځې مرستو او پکټوکي تأمين او يا ټينګي کړي
. خو زه دده سره موافق نه یم . که موږ وګورو د بالتیک د سمندر ګی د غاړی هیوادونو لیتوانیا لاتوییا او
استونیا،همداراز ګرجستان ،اکراین او پخوانیو سوسیالستی هیوادونو د روسیی د بیا ممکن یرغل نه د ساتنی په خاطر ئی د ناټو غړیتوب تر لاسه کړ او یا هڅی ورته کوی او همداراز د اروپائی اتحادیی په چوکاټ او د امریکا دمتحدو ایالتونو سره د ستراتیژیکی همکاریو په ترځ کی ځان امن احساسوی .زه ګمان کوم ددغو هیوادونو خلګ ټول لوستی دی اوزموږ تر یو شمیر روڼ آندو ښه کولای سی خپل ښه او بد سره بیل کړی .
خودې بالاخره دی ددغه ستراتیژیکی دوستې پر ارزښت اعتراف کوی او وائی :
نن زموږ هېواد د ټولو هېوادو سره او په خاص ډول د نړی زبر ځواک متحده ايالاتو ودوستۍ او مرستي ته اړ دی . دا ځکه چې د يوه زبر اقتصادي، پوځي،صنعتي او متمدن هېواد په حيث د امريکا د متحده ايالاتو سره د افغانانو استراتژيکه دوستي به شايد زموږ د ملي ګټو سره سمون وخوري . افغانان واقعاً بايد نور داسي تلاښ ونکړي چې دهيوادونو ددوستۍ څخه ځان تجريد او د هغوي د مرستو نه ځان محروم کړي خو افغانان هميشه پر دې خبري تأکيد کوي چې داستراتژيکي دوستۍ معني بايد استراتژيک پوځي اشغال نه وي . وطنپالنه بايد دا هم نه وي چې په ټوله نړۍ کې خپل هېواد منحل کړي
زه دده ددغو ټولو خبرو سره موافق یم اودا دده د وطن سره مینه او زړه سوې ښیی .موږ باید هیڅکله خپل هیواد په نورو کی منحل نه کړو ،خو د هغه د ابادی لپاره د ټولو مشروع لارو نه کار واخلو .
دی بیازیاتوی اووایی :
زموږ خلګ دامريکا سره دوستي او دهغوي هر اړخيزه مرسته ځانته هم يو حياتي ضرورت او هم د هغوي اخلاقي دنده بولي چې زموږ څخه يې و نه سپموي .
زما له نظره هم نه یوازی امریکا بلکی اروپائی او بډای عربی هیوادونه هم د افغانستان په وړاندی انسانی او اخلاقی دنده لری ،چی له افغانانو سره مرسته وکړی .
موږ باید ددی ارزښتناکه مسئلی د ارزولو په وخت کی زموږ د هیواد اقتصاد،تخنیک او کلتور ته او همداراز سیاسی او پوځی ټیکاو ته د هغه ګټی او زیان په ګوته کړو ،تر دی چی بحث پر عمومی خبرو کوؤ.هیله من یم په دی هکله بحثونه نور هم دوام پیداکړی .
ما د امانت کاری په خاطر دنوموړو ښاغلو لیکوالو نقل قولونه ټکی په ټکی را وړی او په شنه رنګ می بیل کړی دی ،چی ګران لوستونکی هغه په ښه ډول بیل کړای سی .
په درنښت
انجنیر ذکریا
هالنډ