آياګډی اعلاميی د ځينو کسانو انديښنو ته څواب ووايه ؟
January 7, 2009 – 6:25 pmآياګډی اعلاميی د ځينو کسانو انديښنو ته څواب ووايه ؟
انجنير ذکريا هالنډ
۲۶/۰۵/۲۰۰۵
لکه څنګه ،چی درنو لوستونکو ته څرګنده ده، يو شمير کسانو د امريکا دمتحدو ايالتونو سره د اوږدمهاله ستراتيژيکی همکاريو او په افغانستان کی د هغه هيواد د پوځی اډود جوړولوپه اړه ځينی انديښنی څرګندی کړی وی او ځينو بيا ددی نه ويره لرله ،چی ددغو ګډو همکاريو نه به ايران، روسيی او يا نورو هيوادونو ته زيان ورسيږی .دغه کسان په دی اړه دومره مخ ته تلل ،چی آن د خپلو ملی کټو په هکله ئی فکر هم نه کاوه او يو شمير کسان خو لا داسی هم وؤ ،چی پخوا ئی د پاکستان سره په زغرده ددښمنۍ ناری وهلی او هغه ته ئی د يوه لاسوهونکی او دښمن هيواد خطاب کاوه ،خو ددی همکاريو په هکله د موافقت ليکنو او تړونونود لاسليک کولو په وخت ئی بيا د پاکستان ګټی هم ور پياد سوی .
خو يوشمير داسی کسان هم وؤ ،چی واقعاْ د وطنپالنی ژور احساس ئی لرې او په دی انديښنه کی وؤ ، چی خدای مکړه دغه همکاری او تړونونه به زموږ ملی ګټو ته تاوان ورسوی او خپلواکی به مو تر پوښتنی لاندی راسی .
مخکی له دی نه ،چی دغه پوښتنی ته ځواب ووايم ، جی آيا د امريکا د متحدو ايالتونو او افغانستان ګډی اعلاميی د ځينو خلګو پوښتنو ته ځواب ووايه که نه ،ودی خبری ته راځم ،چی د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی او حکومت ئی کوم اهداف مخی ته ايښی وه او آيا دغی اعلاميی هغوی ته ځواب موندلی دی که نه ؟
ددی اعلاميی د لاسليک نه مخکی لکه څنګه ،چی مخکی هم وويل سول ،د یو شمیر خلګو سره دا انديښنه موجوده وه ،چی دا ستراتیژیکی همکاری به ګاونډیانو ته زیان ورسوی،ځینو بیا داسی انګیرله ،چی د امریکا متحد ایالتونه افغانستان ته یوازی د خپلو لنډ مهاله ګټو لپاره راغلی دی او دتیر ځل په شان یعنی د افغانستان نه د شوروی د اشغالګر پوځی ځواکونو د وتلو نه وروسته ،به افغانستان ته بیاشا کړی او هغه د چا خبره موږ به پر وچ ډاګ پریږدی .
خو ځینو بیا دا اندیښنی لرلی ،چی امریکایان خو راغلی دی ،چی خپلو مخو ته و رسیږی ،نور نو د افغانستان په بیا رغونه ،ددموکراسی په پلی کیدو ،مرکزی حاکمیت د پراختیا او مدنی ټولنی د جوړولو سره هیڅ لیوالتیا نه لری ، ځکه نو دا زموږ په ګټه نه دی .
اوس به دا خبره وڅیړو ،چی هغه اهداف ،کوم چی د امریکا متحدو ایالتونو ته د سفر نه وړاندی مخ ته ایښودل سوی وه ،تر کومه کچی تر لاسه سویدی .
همداراز دی ته به هم کتنه وکړو ،چی د خلګو اندیښنو ته ترکومه ځایه ځواب ور کړل سویدی ؟
ښاغلی کرزی په خپلو ویناوؤ کی ویلی وه ،چی موږ د امریکا د متحدو ایالتونو سره ستراتیژیکی همکاری غواړو. ددی همکاریو نه زموږ موخه داده ،چی افغانستان د اقتصادی لحاظه په پښو و دریږی ،خلګ ارامه او سوکاله ژوند ولری ،په هیواد کی ټیکاو راسی ،د بهرنیو هیوادونو دلاسوهنو نه په امان کی سواو دغه همکاری به بل کوم هیواد ته زیان نه رسوی. .ده پر دی خورا ډیر ټیګار کاوه ،چی زموږ موخه د ستراتیژیکی اړیکو نه دا نه ده ،چی دپوځی اډو لپاره د مځکو د کرایه ورکولو له لاری یو څو پیسی تر لاسه کړو ،بلکی اصلی موخه مو داده ،چی ددغو ستراتیژیکی همکاریو له برکته موږ و کړای سو په خپل هیواد کی ټیکاو راولو او د پرمختګ او تمدن په لور پراخ ګامونه اوچت کړو .
بله موخه دا وه ،چی کله کله ځینی بی ګناه افغانان د امریکائی پوځیانو د عملياتو په وخت کی دناسمو مالوماتو له مخی، ځورول کیږی ، نو ددی مخه باید ونیول سی اوپه دی هکله هم باید توافق تر لاسه سی ، چی نور به امریکائی پوځیان خپل عملیات د افغانستان د ملی اردو او امنیت سره هم غاړی کوی او نور باید بی ګناه خلګ ونه ځورول سی .
دغه رازیوه بله موخه داهم وه ،چی هغه افغانی زندانیان ،چی د افغانستان په دننه او یا د ګوانتانامو په ټاپو کی په امریکائی زندانونو کی بندیان دی ،باید افغانی اړوندو چارواکو ته وسپارل سی .
له هر څه نه لومړۍ غواړم ووایم و،چی د امریکا دمتحدو ایالتونو سره تړون نه بلکی ګډه اعلامیه لاسلیک سویده .او په هغه کی ویل سویدی ،چی د اړوندو مسئلو په هکله به بیل توافق لیکونه لاسلیک کیږی .
اوس زه غواړم لومړۍ ددغه ګډی اعلامیی ځینی ارزښتناکه ټکو ته ګوته ونیسم اوپه ترځ کی ئی اندیښنو ته هم ځواب ووایم .البته زما منظور دا نه دی ،چی ټوله اعلامیه بلکی یوازی ډیر ارزښتناکه ځایونه ئی دلته رانقل کړم .
د ګډی اعلامیی په یوه برخه کی راغلی دی :دغه همکاری به د یو شمیر کیلی ایزو اصولو یعنی د قانون د حاکمیت لپاره ژمن توب ،د بشر د حقونو او بی له قومی یا جنسی تعلقاتو د په نظر کی نیولونه د ټولو افرادو د مدنی آذادیواو دموکراتیک حاکمیت نه ملاتړ او پر آذاد بازار اتکا د افغانستان د اقتصادی ودی تر ټولو ښه روش پر بنسټ، ټینګه ولاړه وی .
داد هغو خلګو اندیښنو ته ځواب وائی ،کوم چی په دا ورستیو وختونوکی د بی بی سی د راډیو له لاری څرګندولی ،چی ګواکی د امریکا متحد ایالتونه د یوه قوم او یا یوه ګروپ نه ملاتړ کوی
اصلاْ د امریکا متحد ایالتونه ،اروپائی اتحادیه او د ملګروملتونود سازمان استازۍ یوازی د بن د توافقاتو په چوکاټ کی ددی وظیفه لرله ،چی د افغانستان ددری ګونویعنی اجرائیه ،قضائیه او مقننه قواؤ تر بشپړیدو پوری د افغانستان سره مرسته وکړی ،نو طبعی خبره ده ،چی دوی به کله کله د افغانستان په ځینو چارو کی همکاری کوله .د پارلمان په جوړیدو سره دبن توافقات سرته رسیږی او نور نو نه د امریکا متحد ایالتونه او نه هم اروپائی اتحادیه او نه هم د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازۍ نسی کولای د افغانستان په چارو کی لاسوهنه وکړی .دا یوازی او یوازی د افغانانو کار دی ،چی خپل پرابلمونه په قانونی ،متمدن او سوله ایز ډول خپله حل کړی .زما په آند یوازی به په هغه صورت کی بهرنیان په افغانی پرابلمونو کی مداخله وکړی ،چی خبره د قانونی ،متمدن او سوله ایز چوکاټ نه ووزی .
د اعلامیی په بله برخه کی داسی لولو:ددغو ستراتیژیکو همکاریو لوړۍ موخه به دافغانستان د اوږد مهاله امنیت ،ډموکراسۍاو سوکالۍ د تاءمین په خاطر د امریکا د متحدو ایالتونو او افغانستان تر مینځ د اړیکو غښتلی کیده وی .که دی برخی ته په دقت وکتل سی نو دری ډیر ارزښتناکه ټکی یعنی اوږدمهاله امنیت ، دموکراسی او سوکالی پر تاءمین ټینګار سویدی ،چی افغانستان په اوسنی وخت کی سخته اړتیا ورته لری او د هغو خلګو اندیښنو ته ئی ځواب ویلې دی ،چی فکر کوی ،چی امریکا به بیا ډیر ژر ،بیله دی چی افغانستان په اقتصادی ،پوځی او سیاسی لحاظ پر خپلو پښو ودریږی ،زموږ نه لاس واخلی .
په یوه بله برخه کی بیا داسی راغلی دی : دغه همکاری باید د افغانستان او ګاونډیانو تر مینځ ګټوری اړیکی غښتلی کړی او دغه ستراتیژیکی همکاری د بل هیڅ یوه دریم هیواد پر ضد نه دی .زما په آنددهغو خلګو اندیښنی هم باید لیری سوی وی ،کوم چی ویل به ئی ،چی دغه ستراتیژیکی همکاری زموږ ګاونډیو هیوادونو ته زیان پیښوی .دلته خو تضمین سوی دی ،چی د امریکا او افغانستان اړیکی به بل کوم هیواد ته زیان ونه رسوی .
په بل ځای کی بیا داسی لولو : د منځنۍ او سهیلی اسیا تر مینځ د پل په توګه د افغانستان د تاریخی رول د بیا را ژوندی کیدو د نوښت نه ملاتړ او دسیمه ایزو سیالیو نه و اقتصادی او سیاسی همکاریو ته د اړیکو لوړول .دلته خو په بشپړه توګه د افغانستان د سوله ایز رول پر نوښت خبری کیږی او د هغه نه ملا تړ سویدی ، چی دا هرومرو د افغانستان د اقتصادی ودی سره مرسته وکړی او په سیمه کی د هغه سیاسی رول او ارزښت لوړ بوزی . دغه راز په اعلامیه ګی راغلی دی ،چی : د افغانستان او دهغه د ګاونډیانو تر مینځ د همکاریو غښتلتیا او ددغه هیواد په کورنیو چارو کی د لاس وهنی مخنیوی .نور نو هیڅ هیواد دی ته زړه نه ښه کوی ،چی زموږ په کورنیو چارو کی لاسوهنه وکړی .که نه نو نه یوازی به د افغنستان سره بلکی د امریکا دمتحدو ایالتونو سره به هم مخامخ وی .
په یوه بله برخه کی داسی لولو: د سیمه ایز او نړیوال اقتصاد او اړوندو نړیوالو سازمانونو ته دافغانستان د بیا ستنیدو سره مرسته او ملاتړ . یعنی دافغانستان هغه نړیوالی اقتصادی اړیکی ،چی په تیرو ۲۵کلنو کی له مینځه تللی وی ، بیا راژوندی کیږی ،چی دغه کار هم د افغانستان د نړی وال حیثیت او اقتصادی ودی لپاره ډیری ارزښتناکه دی .دغه راز د افغانستان د اقتصادی ودی د چټکتیا په منظور په بله برخه کی داسی ویل کیږی :
په هغو برخو کی ،چی په افغاستان کی د افغانی شرکتونو او خصوصی برخی ودی ته چټکتیا ورکوی ،د امریکا د تصدیو د حضور لپاره تشویق او د اسانتیاوؤ برابرول .په دی توګه به امریکائی موسسی په افغانستان کی پانګه اچونه وکړی ، چی بهرنۍ پانګه اچونه د افغانستان لپاره حیاتی ارزښت لری ،او دا به د افغنستان د اقتصادی ودی لپاره یو غښتلۍ لوکوموتیف وی .
په بل ځای کی لولو :د افغانستان د بیا رغونی او د افغانستان د بشری قواؤ د پرمختګ لپاره د ملاتړ دوام او په دبی لاره کی د نورو هیوادونو تشویق . یعنی امریکا به نه یوازی دخپل هیواد مؤسسی او شرکتونه پانګی اچونی ته هڅوی ،بلکی د نورو هیوادونو پانګه وال به هم دی ته تشوقوی ،چی په افغانستان کی پانګه اچونه وکړی .زما په ګمان دا کار ډیر ممکن ځکه دی ،چی پانګه وال هر وخت ددوؤ شیانو د شتون په صورت کی پانګه اچونی ته ډیر یوال وی ، چی یو ئی امنیت او بل ئی د پانګی اچونی قانونی دفاع ده .دغه دواړه کاره د امریکا دمتحدو ایالتونو په تضمین ممکن دی .
وړاندی د امنیت په اړه لولو :په هغه صورت کی ،چی د افغانستان په باور د هغه هیواد د ځمکنې بشپړتیا ،خپلواکی او امنیت د ګواښ او خطر سره مخامخ سوی وی ،مشوره او ګډو اړینو پریکړو کول .
د افغانستان ددولت سره د امنیت په برخه کی مرسته کول .
د مخدره توکو پر ضد دافغنستان ددولت د کړنلاری ځخه د ائتلاف د مرستی ملاتړ .
دپورتنیویادوسوؤ خبرو نه داسی څرګندیږی ،چی د افغانستان د امنیت ټولوبرخو ته پاملرنه سویده .
هدارنګه د ګډی اعلامیی په یوه بله برخه کی راغلی دی ،چی :د افغانستان دولت ددی غوښتونکی دی ،چی ددغه هیواد هغه زندانیانو ،کوم چی د توریزم پر ضد د جګړی په لړ کی نیول سویدی ، ساتنه پر خپله غاړه واخلی .
دا هغه مسئله ده ،چی په راډیو ګانو کی د یو شمیر کسانو لخوا په ډیر آب او تاب مطرح کیږی او زیاتره ئی هغه خلګ مطرح کوی ،کومو چی په ۲۰۰۱ کال کی د امریکائی ځواکونو نه غوښتل ،چی پر دی خلګو نور هم ډیر بمونه وغورځوی ،خو نن د صداقت له مخی نه ، بلکی د خلګو د غولولو په موخه د هغوی د خلاصیدو غوښتونکی دی ،خو کوم کسان چی خلاص سویدی ، دهغوله امله پر دولت نیوکی کوی .یعنی ددوی هدف اصلاح نه بلکی د هر وخت په شان تخریب دی .البته زما منظور د ټولو هغو کسانو نه نه دی ،کوم چی افغانستان ته د افغانی زندانیانو بیرته راستنول غواړی ،بلکی زما منظور د یو شمیر مغرضو کسانو نه دی .
د ګډی اعلامیی په بله برخه کی داسی راغلی دی :د افغانستان د ځواکونو په همکاری سره د تروریزم ضد عملیاتو د مخ ته بیولو دوام..یعنی دغه دخلګو د بیځایه ځورونو د مخنیوی په هکله هم تدابیر په نظر کی نیول سوی .
دغه رازد امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئس جورج بوش دا هم وویل ،چی تر اوسه پوری په افغانستان کی د زندانونو د سمو شرایطو د نه شتون له امله به د زندانیانو سره عمومی مراحلو د تیریدو نه وروسته دغه ندانیان افغانستان دولت ته سپارل کیږی .
زما په آند هغه اهداف ،چی د ښاغلی کرزی د سفر نه مخکی ایښول سوی وه، تر سره سویدی .