جغتو مدني او كولتوري بهير - افغانستان

ژمی د زده كوونكو لپاره طلايي فرصت
ښوونه او روزنه د ژوند داسې یو عالي بنسټ دی، چې د انسان لپاره د هر ډول خوښۍ، نېکمرغۍ او کمال ضمانت كوي. هغه ټولنې او وګړي د خپل ژوند د پرمختګونو عالي پوړيو ته رسېدلای شي، چې په ښوونه او روزنه كې يې هڅې كړې وي او ځانونه يې د علم او پوهې په ښكلي ګاڼه سمبال كړي وي. زموږ ټولنه هم بايد په ټوله پيمانه زده كړې ته مخه كړي او هڅه وكړي، چې دعلم په حاصلولو كې له هر فرصت څخه ګټه پورته كړي. دمنظمې ښوونې او روزنې ترڅنګ ځينې داسې فرصتونه شته چې په دې لاره کې ګټور او د ځانګړی اهمیت وړ دي، د افغانستان په سړو سیمو کې د ژمي رخصتي د ټولو زده کوونکو لپاره یو طلايي فرصت ګڼل کیږي. د ژمي په رخصتیو کې زده کړیالان کولای شي، د خپل تېر درسي كال ټولې تېروتنې جبیره کړي، د راتلونکي کال مضامین په سهي توګه ولولي او نوي ټولګي ته بشپړ تیارى ونیسي اوهم له لایقو زده کوونکو سره په درسونو كې سالمې سيالۍ ته ځان چمتوکړي. ډېرى زده کوونکي دې رخصتۍ ته هېڅ پاملرنه نه کوي او دا روخصتي د ساه اخيستنې فرصت بولي. بيا د ښوونیز کال په پیل کې فکر کوي، چې تر مني پورې ډې وخت دى او دا څو پاڼې کتاب خو چې دوې ورځې ورته کښیناست، ټول به مطالعه او یاد كړي، په نن او سبا ځان ته فرېب وركوي، له درس ويلو څخه كله ځان په يو او بل شي مشغولوي، چې په دې كې منی پرې راشي او نوموړى زده کوونکی له ټولو څخه پاتې او د مطلوبې نتیجې په لاسته راوړلو کې ناکام شي. ځینې زده کوونکي بیا دمطالعې قصد لري، خو ورځنيو كارونو يې مخه ډب كړي وي، چې د هغوى لپاره د ژمي دا رخصتي غوره چانس دى، چې ګټه ترې پورته كړي، د يادونې وړ ده، چې ددرسي کتابونو دمطالعې په لاره کې له وخت څخه استفاده کول، پر خپل وخت د ورځنیو درسونو تكرار، د درس تعقیب او خواري کول هغه څه دي چې یو زده کوونکي ته له نورو څخه په ټولګي کې ځانګړی امتیاز وربخښي، نو ځكه خودژمي رخصتي یو داسې طلايي چانس دی چې که په رښتیا سره استفاده ورڅخه وشي، نو یو زده کوونکی به د ټول کال په جریان کې له ستونزو سره مخ نه شي او غوره نتیجه به هرو مرو په لاس راوړي. همدارنګه کولای شي چې ددرسي نصاب د کتابونو ترڅنګ د بهرنیو ژبو، کمپیوټر، ریاضیاتو او داسې نورو ضروري موادو کورسونه هم په دې وخت کې ووايي. نو موږ يو ځل بيا ټولو زده كوونكو ته مشوره وركوو، چې د ژمي دغه طلایي چانس مفت له لاسه ور نه کړي او بشپړه ګټه ترې پورته كړي.