د افغانستان د پخواني ولسمشر سردار محمد داود خان جسد خاورو ته وسپارل شو

March 17, 2009 – 6:18 pm

د افغانستان د پخواني ولسمشر سردار محمد خان جسد چې دېرش کاله وړاندې په يوې کودتا کې ووژل شو، نن د يوه ځانګړي مراسم په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شو. د افغانستان په دغه ولسمشر پورې اړوند جسد له څېړنو وروسته د کابل د څرخي پله له پوليګون وموندل شو. شهيدسردار محمد داود د خپلې کورنۍ له ١٨ غړو سره په ديارلس سوه اوه پينځوسم کال د غوايي د کودتا په لړ کې ووژل شو. د افغانستان د لومړني جمهور رييس سردار محمد داود او د هغه د ورور سردار محمد نعيم جسد او د کورنې ١٥ تنه غړي يې د دار الامان د سکارت په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو. د سردار محمد داود د خښولو مراسم په ځانګړو تشريفاتو سره پاى ته ورسېد او په هغه کې د سردار محمد داود خپلوان او يو شمېر کورنيو او بهرنيو چارواکو ګډون درلود. په همدې حال کې ويل کېږي چې د پخواني ولسمشر او د هغه په کورنۍ پورې اړوند د ١٧ جسدونو پاتې شوني څه موده وړاندې د څرخي پله له پوليګون او له يوه ډله قبر کشف او موندل شوي و، دا په داسې حال کې ده چې تراوسه هم په دې کورنۍ پورې اړوند يو جسد نه موندل شوى پاتې شوى دى. د سدار محمد داودخان د کورنۍ يو شمېر غړو هم په دغه مراسم کې ګدون درلود، که څه هم تصور کېده چې د دغه پخواني ولسشمر پاتې شوني په دې ورځ له حکومت او نړيوالې تولنې د عاملينو د مجازاتو غوښتنه وکړي خو ددغې وړاندوينې پرخلاف په هېواد کې د سولې او امنيت غوښتنه وکړه. په دې وروستيو کې د سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ د اتلو غړو د جسدونو د موندلو لپاره د حکومت له لوري يو پلاوى په څېړنې او ارزونې بوخت و، څو د دغه ولسمشر او د هغه د کورنۍ د غړو جسدونه څرخي پله ته څېرمه په سيمه کې وموندل شي. داودخان په ١٣٥٧ کال کې د انقلاب ثور په نامه په يوه کودتا کې د خپلې کورنۍ له اتلو تنو غړو سره د افغانستان د ولسمشرۍ په ارګ کې په وژل شو. سردار محمد داود خان د افغانستان د وروستي پادشاه محمد ظاهره شاه د تره زوى و، نوموړى له ١٩٥٣ تر ١٩٦٣ زېږديز کال پورې د هېواد لومړى وزير و، او وروسته په ١٩٧٣ کال کې د يوې سپينې کودتا په ترڅ کې د ولسمشرۍ واک ترلاسه کړ او له هغه سره جوخت شاهي رژيم ته يې بڼې بدلون ورکړ. اوسمهال له سردار محمد داود څخه په بهرني سياست او په افغانستان کې د ټولنيزو سمونونو د پرتليز څرخ د اصلي عامل په توګه يادونه کېږي.

  1. One Response to “د افغانستان د پخواني ولسمشر سردار محمد داود خان جسد خاورو ته وسپارل شو”

  2. در باره بادشاهی سردارمحمدداودخان وکشته شدن آن
    معلومات پوره بدهد وسلام محمدجاوید جبران وردک
    کارمند کمسیون مستقل انتخابات

    By jawed jabran on Jan 28, 2010

Post a Comment