طالبانو د خپلو جګړه ييزو آرونو کتاب خپور کړ
July 28, 2009 – 8:30 amطالبانو د خپلو جګړه ييزو آرونو په اعلان سره ځانمرګي بريدونه محدود کړي او د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې مخنيوى کوي. د ډلې نوې آرونه ښيي چې د ددې ډلې مشر ملاعمر غواړي چې په افغانستان کې عمليات متمرکز کړي. ددې جګړه ييزو آرونو خپرېدل د طالبانو د مبارزو په شېوې کې يو بدلون بلل شوى او د بشري حقونو د مدافعانو او افغان نظر خاوندانو ترمنځ يې بېلا بېل غبرګونونه را پارولي دي.
د دغه کتاب يوه کاپي د الجزيرې تلويزيون په واک کې ورکړ شوې او ښيي چې د طالبانو د ډلې مشر له دې ډلې غواړي چې په افغانستان کې خپل عمليات متمرکز کړي. په دې کتاب د ملامحمد عمر له قوله ليکل شوي چې د هر ډول مجاهدو ډلو رامنځته کول لدې چوکاټ څخه بهر ممنوع ده. پدې کتاب کې د طالبانو د نوو قوانينو په اړه د بنديانو سپارښتنې هم ليدل کېږي چې له مخې يې کله چې يو چارواکى، سرتېرى، دولتي کارکوونکى يا کس د طالبانو د ډلې لخوا ونيول شي هغوى ته به زيان ونه رسيږي. دغه کتاب د ځانمرګو بريدونو د لږوالي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کموالي او د افغانستان د خلکو د زړونو تر لاسه کولو ته هم اشاره شوې ده. د بشري حقونو چارواکي وايي چې د دې اصولو په عملي کېدو سره به د هغوى هرکلى وکړي.
دا کتاب په اوسمهال کې د دې ډلې په بايدونو او نبايدونو رڼا اچوي او په يوه برخه کې يې راغلي چې ځانمرګي بريدونه به له ډېرو مهمو موردونو پرته ونه کاروي. د طالبانو نوي اصول ټينګار لري چې د ولايتي مشر لخوا د قوي تضمين په صورت کې به بنديان تبادله او يا هم خوشي کېږي او د پيسو په وړاندې به هر ډول خوشي کول ممنوع وي. دا کتاب د ملامحمد عمر تر مشرۍ لاندې د ټولو وسله والو ډلو د را ټولولو يوه هڅه بلل کېږي او په عين حال کې د دې نوو اصولو او تکيتيکونو خپرېدل د طالبانو يو ډول تکتيک بلل کېږي.
لدې سره سره د دې کتاب په يوه برخه کې راغلي چې که يو بهرنى سرتېرى يا د کتاب په وينا کافر پوځي ونيول شي د هغه په اړه به هر ډول پرېکړه يواځې د امير المومنين يعني ملامحمد عمر او يا هم د هغه د مرستيال له خوا کېږي. دا کتاب ديارلس فصلونه او ٦٧ مادې لري چې د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدينو د چلند اصول نومېږي له چاپه راوتى دى.
احمد جاويد تسل
3 Responses to “طالبانو د خپلو جګړه ييزو آرونو کتاب خپور کړ”
Salam to every one who is working for larawbar pakhto website
Can we get this book from bazar (Marketing) if yes when?
thanks
send me feadbak to my massage
once again thanks
zindabad pakhtana
By Abdulwaris mammuzai on Jul 29, 2009
salam this is a good idea thinks for amarati islami afghanistan life lifed ameroul momeneen mula mohammad omar mojahed thinks for all of them
By FAZAL OMAR on Jul 30, 2009
salam to all pashton can we get this book from city? if we can so in which city of Afghanistan and also zendabad taleban zendabad pashton, Dear taleban please come and decide a bout that peoples that they killed all pashton in DASHTY LAYLEE
Thanks
farhad wardak hassan
By farhad wardak hassan on Aug 3, 2009