را روانې ټاکنې او د طالبانو بريدونه او ګواښونه

August 15, 2009 – 6:44 pm

د ټاکنو ترسره کېدو ته يوازې څلور ورځې پاتې دي. ټاکنيزې سيالۍ سختې شوي دي او د ټاکنو د ترسره کېدو په ورځ د خلکو د امنيت د خوندي کولو لپاره د امنيتي او ټاکنيزو ځواکونو له لوري هڅې زياتې شوي دي. خو که هر څومره د ټاکنو ترسره کېدو ته نږدې کېږو د طالبانو ګواښونو او بريدونو د ټاکنو امنيت له خنډ سره مخ کړى او د خلکو اندېښنې يې زياتې کړي دي. له بلې خوا يو شمېر څېړونکي، ټاکنې هم د طالبانو او هم دولت او د هغه بهرني متحدينو ته يو آزمون بولي.

طالبانو ګواښ کړى چې ټاکنې به ګډې ودې کړي او راى ورکوونکو يې غوښتي څو په ټاکنو بنديز ولګوي. طالبانو د هېواد په ځينو برخو کې ګواښ کړى، که د چا په ګوتو کې د رنګ نښه وليدل شي وبه يي وژني. له بلې خوا امنيتي او ټاکنيز چارواکي په کلکه هڅه کوي څو ډاډ ورکړي چې تاکنې به ترسره شي.

خو په قندهار کې د طالبانو پلويان وايي: ټاکنې اصلي موضوع نه دى. په نور الاسلاميه مدرسه کې هره ورځ په سلګونه هلکان او نارينه د مسلمان توب د اساساتو د زده کړې لپاره را غونډېږي څو د عبادت سمه شيوه او نورې قراني زده کړې وکړي. ددې مدرسې زده کوونکي او استادان طالبان نه دي خو يو شمېر يې د افغانستان له حالاتو د نا خوښۍ په څرګندولو سره، ددې لپاره چې په تېرو کلونو هېڅ بدلون نه دى رامنځته شوى له طالبانو سره همدردي ښيي.

د طالبانو يو تن پخوانى قوماندان ملا عبدالسلام راکتي د ولسمشرۍ ټاکنو له ٣٦ نوماندانو يو تن نوماند دى. راکتي د امنيت ټينګښت د خپلو تاکنيزو پروګرامونو په لومړيتوب کى راوستلى.

تاوتريخوالى په روان کال کې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له نسکورېدو وروسيته خپلې لوړې کچې ته رسېدلى.

په تېره مياشت کې په هلمند ولايت کې د امريکايي او بريتانيايي ځواکونو له پراخ يرغل له پيل وروسته طالبانو خپل بريدونه زيات کړي دي. په سوېلي سيمو کې بريدونه او تاوتريخوالي ښايي په دې سيمو کې د راى ورکوونکو شتون کم رنګه کړي او د بل پړاو لپاره د حامد کرزي د ګټلو چانس له منځه يوسي. افغان وګړو چې د خپل ژوند څو لسيزه يې په تاوتريخوالي کې تجربه کړې، د دغو نا امنيو په پرتله اندېښمن دي.

له بلې خوا څېړونکي وايي: را روانې ټاکنې له دې پلوه ډېرې مهم دي چې ثابتوي دولت پر هېواد تر کومه کچه کنترول لري.

په هغه صورت کې چې د ولسمشرۍ کوم نوماند ونشي کولاى له نيمايي زياتې رايې ترلاسه نکړي ټاکنې به چې د زمري په ٢٩ مه ترسره کېږي دوهم پړاو ته وغځيږي. څېړونکي وايي: دوهم پړاو ته د تاکنو غځيدل، طالبانو ته دا مهال ورکوي څو خپل بريدونه ډېر کړي او د واک لاندې سيمو لمنه پراخه کړي او د هېواد او بهرنيو ځواکونو د نوي مشري لپاره زياتې ننګونې رامنځته کړي.

احمد جاويد تسل

  1. One Response to “را روانې ټاکنې او د طالبانو بريدونه او ګواښونه”

  2. ښاغلي
    ما خو هيچري داسي نه دي اوريدلي چي طالبانو دي ويلې وي چي د چا په ګوته چي رنګ وي هغه وژنو بلکه ويلې يي وايي وژنو يي. نور ليکنه دي هم د اشغالګرو ځواکونو ننګونه کوي.خو ليږ سر ګريوان ته ټيټ کړه.چي هر وخت ستا په څومره افغاني خويندو جنسي تيره کيږي.په امريکايي اډو کښي څه باندي کيږي.د څو روپو لپاره غاښونو کاږي دا په افغاني تاريخ يو تور داغ دي. له ترجمانانو به يي هم خبر يي چي په اتيا ٨٠ فيصده ترجمانانو جنسي تيره کيږي او لا کيږي. او انتخابات هم د افغان اولس په سترګو کښي دخاورو شيندل دي .ليږ بيا هم سوچ وکړه.ستا افغان پښتون ورور
    زبير احمد

    By زبير احمد on Aug 16, 2009

Post a Comment